خپلو یارانو ته د حضرت علي (ک) ادب ورکوونه په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي. حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي. د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه ده. د برېتو خوشبویول (د کړنو) لیکوالوپرښتو ته درناوی او د سنتو […]
خپلو یارانو ته د حضرت علي (ک) ادب ورکوونه
په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي.
حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي.
د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه ده.
د برېتو خوشبویول (د کړنو) لیکوالوپرښتو ته درناوی او د سنتو یوه برخه ده.
ځان غوړول پوټکی نرموي، دماغي او عقلي ځواک زیاتوي .
روانې اوبه غسل او اودس آسانوي؛ د ویښتانو جړپړي لري او رنګ تازه کوي.
په خطمي ګل د سر وینځل خیری لرې کوي او چټلي پاکوي.
په اوداسه کې د خولې او پزې وینځل، خوله او پزه پاکوي.
د انفیه کارول د سر د روغتیا او د بدن د شفا لامل او د سر د ټولو دردونو درمل دی.
نوره بدن غښتلی او تن پاکوي .
د نوکانو پرې کول د سترو ناروغیو مخه نیسي او روزي پراخوي.
د تخرګونو د وېښتانو خرېیل، بدبوی له منځه وړي، پاکوونکي او له سنتو ځنې هم دي.
تر خوړو وړاندې وروسته د لاسونو وینځل روزي زیاتوي.
څوک چې الهي درشل ته د خپلو اړتیاوو د لرې کولو لپاره دعا کوي؛نو په هر اختر کې غسل کول ورته پاکوونکی او له نبوي سنتو لاروي هم ده.
د شپې پاڅېدل د بدن د روغتیا او د پالونکي د خوښۍ لامل ، د الهي لورنو په درشل کې کېدل او د پېغمبرانو پر خویونو منګولې لګول دي.
د مڼې خوړل، معده پاکه او خوشبویوي .
د کندر ژول، غاښونه ټینګوی، بلغم او دخولې بدبوی له منځه وړي.
په جومات کې له سپیده داغه تر لمر راختو پورې کېناستل په روزۍ پسې له منډو وهلو غوره او اغېزمن دي او په چټکه د روزۍ د چمتو کولو لامل ګرځي.
د بهي خوړل کمزوری زړه غښتلی کوي، معده پاکوي، هوښ تېزوي، ډارن زړوروي او اولاد ښکلی کوي.
په هر سباناري کې د ۲۱ دانو سرو موېزو خوړل، بې له مرګه د هرې ناروغۍ درمل دي .
د رمضان پر لومړۍ شپه د مېړه او مېرمنې کوروالی مستحب دی ؛ ځکه خدای ویلي دي:
د روژې په شپو کې له خپلو مېرمنو سره کوروالی ورته حلال شوی دی[1].
بې د سپینو له ګوتې بله ګوته مه پر لاسوئ ؛ ځکه رسول الله ویلي دي: خدای دې هغه لاس پاک نه کړي،چې اوسپنیزه ګوته یې پر ګوته وي، که د چا پر ګوته د الله پاک کومه نامه کښل شوې وي؛ نو په کیڼ لاس دې یې نه پر ګوته کوي چې استنجا پرې کوي.
چې کله هندارې ته ګورئ؛ نو وواست: د خدای شکر دی،چې یې پنځولی ،ښه یې پیدا کړی او به ښه بڼه یې انځور کړی یم او څه یې چې په نورو کې بدرنګ کړي،په ما کې یې ښکلي کړي او په اسلام یې غزتمن کړی یم.
هغه ورور،چې ستاسې لیدو کتو ته راځي، ځان ورته وپسولئ؛ لکه چې یو پردي ته ځان سینګاروئ،چې ښه مو ایسي په غوره څېره مو وویني.
په هره میاشت کې درې ورځې روژې نیول او د شعبان میاشتې روژې ،د سینې وسوسې او د زړه اندېښنې له منځه وړي.
په سړو اوبو استنجا کول بواسیر له منځه وړي .
د جامو پاکول، غمونه څنډي او د نمانځه شرط دی.
سپین ویښته مه باسئ،چې رڼا ده او څوک چې په اسلام کی خپل وېښتان سپین کړی؛ نو په قیامت کې یې رڼا همدا سپین وېښتان دي .
مسلمان دې په جنابت کې نه ویدېږي؛ بلکې بې اودسه دې نه ویدېږي، که اوبه ونه مومي؛ نو په خاوره دې تیمم وکړي؛ځکه د مؤمن روح د خدای لوري ته ورخېژي، خدای یې مني او برکت ورکوي، که پردې مهال یې مرګ رارسېدلی وي؛ نو ښکلې بڼه ورکوي او که عمر یې پاتې وي؛ نو له امینو پرښتو سره یې تنې ته ورستنوي.
مسلمان دې قبلې ته د خولې توکاڼې نه توکوي او که په تېرو کې یې دا چار وکړ؛ نو له خدایه دې بښنه وغواړي.
انسان نه ښايي د سجدې ځای پوکړي او هم نباید په خوراک څښاک کې پوکی وکړي او نباید له تعویذ او ورسره دعاګانو سره ومري .
په لار کې اودسماتي ته مه کېنئ، د بام له پاسه په هوا او په روانو اوبو کې میتیازې مه کوئ، که چا دغسې وکړل او څه زیان ورورسېد؛ نو بل دې نه پړوي؛ ځکه اوبه او هوا هستوګن لري. هوا ته لکې میتیازې مه کوئ او د باد مخې ته هم.
پړ مخ مه سملئ، د کسالت، ناغېړۍ، خوله وازئ او چورت په حالت کې به نمانځه ته نه درېږئ. بنده چې خدای ته درېږي؛ نو خپل (دنیوي) اندونه دې راکم کړي؛ ځکه له نمانځه یې د زړه د حضور هومره برخه رسي. په هېڅ ځای او هېڅ حال کې د خدای یاد مه پرېږدئ . په نمانځه کې له قبلې مخ مه اړوئ، که یې واړو، خدای وایي:بنده! راته مخ کړه، چې تر بل هر مخ درته غوره یم.
پر دسترخوان د خوړوخسڼې راټول کړئ، که څوک یې د شفا په نیت وخوري؛ نو د خدای په اذن هر درد ته شفا ده.
د خامتا جامې واغوندئ،چې د پېغمبر اکرم جامې وې او آنحضرت بې ضرورته وړینې یا د وژغونو جامې نه اغوستې.
که څوک تر خوړو وروسته خپلې ګوتې وڅټي؛ نو خدای وایي :خدای دې برکتي کړه.
ښکلا د خدای خوښېږي او ښه یې ایسي،چې په خپل بنده کې د خپل نعمت اغېز وویني.
له خپلو خپلوانو سره اړیکه وساتئ، که څه په سلام اچولو وي؛ځکه خدای یې امر کړی دی:
او له خپلوانو سره د اړیکو له پرېکونې ډډه وکړئ[2].
خپله ورځ داسې مه تېروئ چې دغسې او هاغسې مې وویل او دغسې او هاغسې مې وکړل؛ ځکه ګومارل شوي مو کړنې څاري [ او په کړنلیکونو کې یې لیکي] په هر ځای کې خدای یادوئ.
پر پېغمبر او آل یې درود وواست؛ ځکه که آنحضرت په درناو یاد کړئ؛ نو خدای مو دعا قبلوي.
تاوده خواړه پرېږدئ،چې ساړه او د خوړو شي . پېغمبر اکرم (ص) ته یې تاوده خواړه راوړل، ویې ویل :پرېږدئ ساړه او د خوړو شي، خدای تاوده خواړه راباندې نه خوري،برکت او خیر په سړو خوړو کې دی،نه په تودو کې.
خپلو کوچنیانو ته مو ګټور مطالب ورزده کړئ، چې مخالفان لاسبري پرې نشي.
خلکو! خولې مو کابو کړئ،حق ته کټ مټ غاړه کېدئ امانت [ خپلو خاوندان ته] وروسپارئ که څه د پېغمبرانو وژونکي وي بازار ته ورشئ،هلته چې خلک په پېر پلور لګیا دي ؛ نو خدای ډېر یاد کړئ،چې دا دود د ګناهونو کفاره او د حسناتو د زیاتوالي لامل دی او له غافلانو مه وسئ.
بنده ته روا نه ده ،چې په رمضان میاشت کې سفر وکړي؛ ځکه خدا ویلي : نو که له تاسې چا دا میاشت ولیده؛ نو ودې یې نیسي[3].
د مسکراتو په څښلو او پر بوټانو باندې په مسح کې تقیه نشته.
هسې نه چې په اړه مو غلو وکړئ، یوازې وواست: دوی خدای روزلي بندګان دي، بیا مو فضایل څرګند کړئ، زموږ مینوال دې زموږ چلن خپل کړي او ځان ساتي او پرهیزګار دې وسي، چې ځان ساتنه او تقوا په دنیا او آخرت کې غوره وزله ده.
زموږ له بد ویوونکیو سره ناسته ولاړه مه کوئ او د دښمنانو په مخ کې مو په ښکاره مه ستايئ، چې دا مو راسره د مینې څرګندوونکې ده او لاملېږي،چې واکمن مو په تنګسه کې ونیسي او خوار او ذلیل مو کړي.
له رښتینولۍ مه تېرېږئ، چې د ژغورنې لامل دی.
هغه ته څوبمن او راغب وسئ،چې له خدای سره دي، د خدای رضا او طاعت ولټوئ او په دې لار کې زغمناک وسئ .
دا څومره بده ده ،چې مؤمن په بې پتۍ کې جنت ته ورننوځي ،په ورلېږل شویو ناوړو کړنو، موږ په قیامت کې د خپل شفاعت لپاره مه په تکلېفوئ . په قیامت کې ځانونه دښمنانو ته مه رسوا کوئ او تاسې چې مدعیان یاست،د خدای پر وړاندې مقام او منزلت لرو؛ نو د دې بې ارزښته دنیا په پار، ځان دروغجن مه معرفي کوئ،د خدای پر احکامو منګولې ولګوئ او له څه سره،چئ مو مینه ده ، د وررسېدو لپاره یې یوازې هومره واټن دی،چې د ځنکدن پر مهال حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورته راشي او څه چې له خدای سره دي، غوره او پاتېدونکي دي او پر خدای قسم، د خدای له لوري، به نوموړي بنده ته زېری راوړل شي، چې سترګې به یې روښانه او د متعال خدای د لیده کاتو څوبمن به شي.
که څوک د خپل ورور په اړتیا پوه شو؛ نو مخکې تردې چې په خوله یې راشي، اړتیا یې ورپوره کړي او دې ته دې یې نه اړباسي،چې خپله اړتیا ورته ووایي.
د یو بل لیده کاتو ته ورشئ، یو پر بل ولورېږئ، د منافق په څېر مه وسئ،چې څه وایي؛ خو کوي یې نه.
واده وکړئ، چې رسول الله (ص) ویلی: ((د چا چې ښه ایسي، زما د سنتو لاروی وي؛ نو واده دې وکړي؛ ځکه واده مې له سنتو ځنې دی، اولاد وغواړئ، چې پر ګڼوالي مو ویاړم، اولادونه مو د زناکارو او لېونیو ښځو له تي ورکولو وساتئ؛ ځکه شیدې د مور روحي ځانګړنې او بدني ناروغۍ تي خور ته ورلېږدوي.))
تورې جامې مه اغوندئ، چې د فرعون جامې وې.
د غوښې د غوټو (غدواتو)(له خوړو) ډډه وکړئ، چې د جذام ناروغۍ رګونه راپاروي.
د دین په احکامو کې قیاس ونه کړئ، چې په دین کې قیاس نه ځاییږي او داسې خلک به رامنځ ته شي، چې په دین کې به قیاس وکاروي او دوی د دین دښمنان دي؛ شیطان ړومبی تن و، چې قیاس یې وکاراوه.
د تېرو څوکو بوټان مه پر پښو کوئ؛ځګه فرعون ړومبی تن و ، چې دغسې بوټان یې پر پښو کړل.
له شرابخورو سره مخالفت وکړئ.
خرما وخورئ، چې د دردونو شفا ده[4] .
د رسول الله (ص) په ویناوو پسې ولاړ شئ،چې یې وویل: څوک چې ځان ته د ګدایۍ او سوال یو ور پرانزي، خدای به یې تشلاسۍ ته ورمخ کړي.
ډېر استغفار وواست، چې روزي راولي.
چې له وسې موکېږې، ښې چارې مخکې ولېږئ، چې پر سبا به یې ومومئ.
له شخړې او لانجې ډډه وکړئ، چې شک راولاړوي.
څوک چې له خدایه د څه اړتیا پوره کول غواړي؛ نو په درېیو ساعتونو کې دې یې وغواړي: ( لومړی) د جمعې ورځې په یوه ساعت کې؛ ( دویم) ماسپښین مهال،چې باد لګي اود اسمان ورونه پرانستل کېږي او رحمت راکېوځي او الوتونکي په نغمو او چغارو شي؛ (درېیم) د شپې وروستی ساعت،چې سبا کېږي او دوه پرښتې غږ کوي: کوم توبه کوونکی شته،چې توبه یې قبوله کړم؟کوم سوالګر شته، چې ورکول شي؟ ایا کوم بښنه غوښتونکی شته،چې وبښل شي؟ ایا کوم اړمن شته؟ نو د دې الهي بلونکي بلنه ومنئ.
د سپیده داغ او لمر راختو ترمنځ د روزۍ په لټه کې شۍ، چې ( د روزۍ تر لاسه کولو لپاره) پر ځمکه تر ګرځېدو اغېزمنه ده او دا هماغه وخت دی،چې خدای د خپلو بندګانو ترمنڅ روزي ویشي.
پراخۍ ته سترګې پر لار وسﺉ او له الهي رحمته مه نهیلېږئ؛ ځکه پراخۍ ته انتظار د خدای ډېر خوښېږي او بل هر چار چې مؤمن یې تل ترسره کوي،د ګهیځ تر دوه رکعته نمانځه وروسته، پر خدای بروسه وکړئ، چې په دې وخت کې هیلې پوره کېږي .
له تورو سره [الهي امن] حرم ته مه ورننوځئ، تورې مخامخ نمانځه ته مه درېږئ؛ ځکه قبله امن ده.
چې حج ته ولاړ شئ، د پېغمبر اکرم زیارت ته ورشئ، چې دا [ د خدای له لوري] یو امر دی او نه ورتګ یې جفا ده.
د حقوالو قبرونو ته ورشئ او هلته له خدایه روزي وغواړئ او مړي مو په لیدو خوشحالیږي.
سړی باید د مورو پلار د قبر تر څنګ ورته تر دعا وروسته [ له خدایه] خپل حاجت وغواړي.
د سترې ګناه وس مو چې نه رسي (؛نو) لږه ګناه هم کوچنۍ مه بولئ؛ ځکه کوچنۍ راټولېږي او په پای کې غټېږي.
اوږدې سجدې وکړئ، چې د خدای اطاعت به مو کړی وي او ژغورل شوي به یاست.
مرګ، له قبرونو راپاڅېدل او د خدای پر وړاندې درېدل پرېمانه یاد کړئ، چې دا یادونه کړاوونه درباندې اسانوي.
د چا سترګې چې خوږېږي، که آیه الکرسی د شفا په نیت ولولي؛ نو انشا الله رغېږي.
له ګناه ډډه وکړﺉ،چې هره ناوړه پېښه او د روزۍ کمښت د ګناه له امله دی،ان د پوټکي ګرول، پښه په تیږه لګېدل او کړاو. خدای تعالی وایی: د خپلو کړنو له مخې هر ډول مصیبت در رسي او خدای یې له زیاترو تېرېږي [5] د خوړو پر وخت، خدای ډېر یاد کړئ او خبرې مه کوئ، چې خواړه د خدای له نعمتونو او روزیو ځنې دي او شکر یې درباندې لازم دی، مخکې تردې چې کوم نعمت مو له لاسه ووځي،ښه ورسره وچلېږئ ( قدر یې وپېژنﺉ او شکر یې وباسئ) ځکه نعمت له لاسه وځي او د خپل خاوند په اړه ګواهي ورکوي،چې څنګه ورسره چلېدلی دی .
څوک چې د خدای له لږې روزۍ راضي وي؛ نو خدای د ده په لږ عمل هم راضي وي.
هسې نه چې [ به مانيزو چارو کې] لنډون وکړﺉ،چې د حسرت لاملېږي، چې بیا افسوس څه ګټه نلري.
د جګړې په ډګر کې لږې خبرې کوئ. خدای ډېر یاد کړئ، غلیم ته شا نه کړئ، چې خدای غوسه کېږي او د غضب وړ یې ګرځئ . که په جګړه کې کوم ورور مو ټپي شو یا یې څه زیان وموند یاغلیم ورته سترګې نیولي؛ نو ځان ورته ډال کړئ، ځواک او روحیه ورکړئ .
چې څومره کړای شئ،ښې چارې وکړئ،چې د ناوړه مرګ مخه نیسي .
څوک چې د خدای په نزد ځان له خپل مقامه خبروي؛ نو و دې ویني،چې د ګناه پر وخت پر وړاندې یې د خدای مقام څنګه و.
په کور کې د ساتنې لپاره غوره څاروی، مېږه ( او پسه) دی، څوک چې په کور کې یوه مېږه لري، پرښته یې د ورځې یو ځل ستایي،چې دوه مېږې لري، دوه ځل او چې درې لري، دري ځل یې ستاېي او خدای وایي: درته دې مبارک وي.
که یو مسلمان کمزوری شو؛ نو غوښه دې له شیدو [ښایي مطلب، شملې یا ماسته وي] سره وخوري، چې خدای پکې قوت ایښی دی.
چې د حج نیت مو وکړ؛ نو ژر د سفر یو لړ وزلې وپېرئ، چې خدای وایی: که یې د وتو هوډ درلودای؛ نو هرومرویې څه چمتووالی ورته نیوه[6].
لمر ته مخ پر شا کېنئ، چې وړانګې یې پټ دردونه رابرسېروي.
چې حج ته ولاړ شئ؛ نو بیت الله ته ډېر ګورئ، خدای په دې ځای کې یو سل او شل (ډوله ) رحمتونه لري، شپېته یې طواف کوونکیو ته ځانګړي دي، څلوېښت یې لمونځ کوونکیو او شل یې لیدونکیو ته.
د خدای د کور تر څنګ کوم ګناهونه مو چې دریاد دي، منښته پرې وکړئ او څه مو چې هېر کړي، وواست ((پالونکیه ! هغه ګناهونه راوبښه،چې ستا پر یاد دي او له موږه هېر شوې دي)) ؛ ځکه څوک چې په دې ځای کې پر خپلو ګناهونو منښته وکړي، و یې شمېري او رایاد یې کړي او له خدایه بښنه وغواړي؛ نو خدای پر ځان لازم بولي چې یې وبښي.
د کړاو او بلا تر راکېووتو وړاندې، دعا ته مخه کړئ . په شپږو وختونو کې د اسمان ورونه پرانستل کېږي :
د باران ورېدو پر وخت ،د جنګیالیو د برید پر مهال، د اذان پر وخت، د قرآن د لوست پر مهال، چې کله ماسپښینی وي او د سپېده داغ پر وخت.
څوک چې تر سړښت وروسته مړی لمس کړي، غسل پرې واجبېږي؛ څوک چې مؤمن ته غسل ورکړي، پخپله دې هم تر کفن ورکولو وروسته غسل وکړي او تر دې وروسته دې یې نه لمسوي،چې غسل ورباندې واجبېږي. کفنونه بې له کافورو په بل څه خوشبوی کوئ مه، پر مړیو عطر مه وهئ، چې مړی د ((محرم ))په څېر دی (او محرم ته ښه بوی کارول حرام دي).
خپلوانو ته مو وواست، چې د مړي پر سر دې ښې خبرې کوي؛ ځکه پېغمبر اکرم،چې له نړۍ ولاړ؛نو د بني هاشمو نجونو ویر بولنه ورته وویله؛ خو حضرت فاطمې ورته وویل: د جاهلي دود ماتم پرېږدئ ( او پر ځای یې) دعا وکړئ.
مسلمان د مسلمان هنداره ده، که کوم ورور مو وښویېد، ټول ورباندې مه ور پاڅئ، لارښوونه او نصیحت ورته وکړئ ، په نرمۍ ورسره وچلېږۍ او ګوزاره ورسره وکړئ، هسې نه چې اړپېچ وکړئ، چې له دینه د وتلو لامل دی. منځلاري خپله کړئ، یو پر بل لورین وسئ .
څوک چې په خپل څاروي سفر کوي، لازم دي،چې ړومبی اوبه او واښه ورکړي، هسې نه څاروی پر مخ ووهئ، چې دوی د خپل پالونکي ستاینه کوي. څوک چې په سفر کې خپله لار ورکه کړي یا پر ځان وډار شي؛ نو په لوړ غو دې ووایي: یا صالح اغثنی یا صالحه! داد ته مې راورسه؛ ځکه ستاسې په پېریاني وروڼو کې د صالح په نامه یو تن شته ، چې ستاسې فریاد واوري؛ نو بلنه مو مني او ستاسې ورک شوي ته لار ورښیي او څارو یې ساتي.
[1] بقره – ۱۸۷
[2] نسا – ۱
[3] بقره ۱۸۵
[4] ( په دې ډول روایاتو کې سیمه او پکې د مېشتو خلکو ځانګړنې په پام کې نیول شوي او ټولیزه بڼه نلري)
[5] ( شوری ۳۰-(۴۲) آيت)
[6] (توبه(۹): ۴۶)
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com