تبلیغات

کوفیانو ته د امام حسین لیک (هغه مهال چې کوفې ته ورغی او ملاړي یې نشول) اما بعد؛ کوفیانو! هلاک شئ او غمجن وسئ! چې خپلې فریاد رسۍ ته مو راوغوښتو او په بیړه مو ځان درورساوه، کومه توره، چې راسره وه، هماغه مو راباندې راووېسته او کوم اور مو چې د ګډ غلیم لپاره […]

کوفیانو ته د امام حسین لیک

(هغه مهال چې کوفې ته ورغی او ملاړي یې نشول)

اما بعد؛ کوفیانو! هلاک شئ او غمجن وسئ! چې خپلې فریاد رسۍ ته مو راوغوښتو او په بیړه مو ځان درورساوه، کومه توره، چې راسره وه، هماغه مو راباندې راووېسته او کوم اور مو چې د ګډ غلیم لپاره بل کړی و، پر موږ مو رابل کړ او ټول په یوه خوله له خپلو دوستانو سره په دښمنۍ کې پرېوتئ او د خپلو دښمنانو مټ شوئ، بې له دې چې غلیمان مو ترمنځ عدالت راولي یا کومه هیله مو درپوره کړي، موږ نه کوم بدعت کړی او نه کومه بې بنسټه نظریه رانه راولاړه شوې وه ؛ نو د خدای لعنت درباندې! نو ولې مو هغه مهال پر خپل حال نه پرېښوولو،چې تورې په تېکو کې وې ، زړونه بې غمه او هوډ پرېکنده شوی نه و؟؛ بلکې د ملخانو (د نېز) په څېر په بیړه راوالوتئ او د پتنګانو په څېر د فتنې په اور کې ورولوېدئ! نو هلاکت دې د امت پر سرغړاندو، د احزابو ( د جګړې) پر پاتې شونو، قرآن ته پر شا کوونکیو، پر شیطان ګروهنو، د حق ویناوو پر اړوونکیو، د نبوي سننو د ډیوو پر مړه کوونکیو، حرمونو ته د حسب او نسب پر جوړوونکیو، او پر هغو ملنډو وهوونکیو وي، چې قرآن یې ټوټه ټوټه کړ.

پر خدای قسم! [مشر] ته ورشا کول او یوازې پرېښوول یې ستاسې همېشنی او مشهور دود دی او ستاسې رګونه او جرړه ترې راټوکېدلې او ډډ مو پرې ولاړ دی؛ نو تاسې خپل بڼوال ته په ستوني کې نښتونکي بدترینه ؛خو غاصب ته خونده وره او له ستوني ورتېرېدونکې مېوه یاست .

هن! د خدای لعنت دې پر هغو وي، چې تر ټینګو قسمونو وروسته یې خپلې ژمنې ماتې کړي، سره له دې چې خدای یې ضامن او شاهد نیولی و.

هن! حرموني (عبیدالله) د حرموني (ابن زیاد) زوی پر دوه لارې کړم : د شریعت ټاکنه یا دخوارۍ او ذلت منل.

ذلت بیخي نه منو،ذلت خو خدای،استازی یې،مؤمنان،هغه پاکلمني چې یې روزلي یو او غیرتي او سرلوړي انسانان نه مني . دا مو لار ده، چې غزتمن مرګ د لئیم او پست انسان تر اطاعته راته غوره دی.

دا دی دخپلې کورنۍ له ډېرو لږو کسانو سره جګړې ته چمتو یم، سره له دې چې غلیم مې سرسخت، داړن او شمېر یې ډېر دی او یارانو مو له ملاتړه لاس اخستی دی.

هن! خو دا قوم به تر ما وروسته هومره وپاییږي؛لکه چې یو سپور پر اس سپور او د جګړې ژرنده وچورلوي او غاړې راځورندې شي، [ د جګړې د پیل او پای هومره] دا یو وصیت دی،چې پلار مې راته کړی ، تاسې خپل هوډ ونیسئ ( او ځواکونه مو چمتو کړئ) او خپلې نقشې وکاروئ او هېڅ مهلت مه راکوئ، ما پر خپل او ستاسې پر پالونکي بروسه کړې ده. هر خوځنده یې په ځواک ولکه کې دی، د پالونکي لار مې سمه او مضبوطه ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست