*محمد بن مسلم زهري ته پندناک لیک خدای دې ما او تاله فتنو وساتي او درباندې دې ولورېږي ،چې دوزخې نشې. په واقع کې په داسې یوې وضع کې یې چې څوک دې پېژني؛ نو وړ ده چې زړه یې درباندې وسوزي. دخدای نعمتونه درباندې پېتی شوي، روغ رمټ بدن او نسبتا اوږد عمر یې […]
*محمد بن مسلم زهري ته پندناک لیک
خدای دې ما او تاله فتنو وساتي او درباندې دې ولورېږي ،چې دوزخې نشې. په واقع کې په داسې یوې وضع کې یې چې څوک دې پېژني؛ نو وړ ده چې زړه یې درباندې وسوزي. دخدای نعمتونه درباندې پېتی شوي، روغ رمټ بدن او نسبتا اوږد عمر یې درکړی، حجتونه یې درباندې تمام شوي؛ ځکه پر خپل کتاب ( قرآن) یې پوهولی یې او دخپل دین پوهېدنه (فقه) یې در زده کړې او دخپل پېغمبر محمد (ص) سنت یې درښوولې دي،او هر نعمت یې چې درکړی او هر حجت یې چې درته راوړی؛ نو د خپل پام وړه یوه دنده یې درباندې ایښې او دا ټول د د ې لپاره دي، چې ستا د مننې کچه ازمېښت کړي او خپله پېرزوېنه درښکاره کړي، چې په دې اړه یې ویلي: (( که شکر وباسئ؛ نو (خپل نعمتونه) به دربانې درزیات کړم او که ناشکري وکړئ؛ نو بېېشکه چې سزا مې سخته ده[1]))
نو ووینه چې سبا به دخدای پر وړاندې ودرېږې او پوښتي به: کوم نعمتونه چې درکړل شوي ول څه دې ورسره وکړل؟ او کوم حجتونه یې چې درکړي ول څنګه دې یې حق ورپوره کړ؟
؛ نو دا پوښتنې څنګه ځوابوې؟ مه ګڼه چې خدای دې عذر ومني او پر تقصېر دې خوښ وي، هئ! هئ! داسې نه ده خدای په خپل کتاب کې له پوهانو ژمنه اخستې چې ((خلکو ته د اسماني کتابونو حقایق څرګند او پټ یې مه کړئ[2]))
پوه شه، د پټولو خورا ساده بېلګه او ډېر سپک پېټی،چې ( په دې لار کې یې) پر اوږو کوې دا دی: ظالم چې ( په زړه د ظلم له پایلو او خلکو له ځورونې) کوم ډار لري، ته ( د یو دیني مقام) په ورنژ دېدو او کله ناکله یې د بلنې په منلو، تسکينوې او د بې لارېتوب لار ورهواروې . وه! څومره ډارېږم، چې سبا به له خیانتکارانو سره پر ځپلې ګناه ککړ ورشې او د هغه مزدورۍ اخستو په اړه به وپوښتل شې، چې له ظالمانو سره دې د همکارۍ له امله ترلاسه کوله؛ ځکه داسې یو څه دې ترلاسه کړي، چې نه ستا دي او نه د هغه دي، چې درکړي يې دي او داسې یو چاته ورنژدې شوی یې ،چې د هیچا حق یې ورکړی نه دی اوتا هم له دې ورنژدېدنې ګټنه ونه کړه، چې د باطلو مخه ونیسې او له هغه سره دې دوستي خپله کړې، چې د خدای دښمنۍ ته یې بډې وهلې دي، ته یې د دې لپاره بللی یې چې د ظلم د غونډال چورلیز یې وسې او ته یې یو پول کړی یې، چې د خلکو د راښکېلولو لپاره درباندې تېر شي او همداراز د دوی د بې لاریو پوړۍ اود ضلالت یې مبلغ وسې او پرهماغې لار دې بوځي، چې په خپله پرې ور روان دي، په تا په خلکو کې رښتېن عالمان شکمنوي او د ناپوهانو زړونه ښکاروي او په تا داسې چارې پر مخ وړي، چې ځانګړي وزیران او پیاوړي همکاران یې کړای نشي، ته یې پر فسادونو برغولی ږدې، درشل ته یې د خاصو او عامو د تګ راتګ لپاره لار هواروې . [ د دې ستر چوپړ په بدل کې ] ډېر ناڅیزه څیز درکوي؛ خو ډېر څه درنه اخلي! او څه چې درته آبادوي، تر هغه ډېر بې ا رزښته دي، چې یې ویجاړوي (دنیا دې ابادوي او شرف او آخرت دې خرابوي) له ځان سره سوچ وکړه، چې بل څوک سوچ درباندې نه کوي ، له ځان سره دې حساب وکړه، چې پازوال یې .
ووینه له هغه خدایه څنګه مننه کوې، چې په کوچنیتوب او غټتوب کې یې په خپلو نعمتونو روزي درکړه؟ ډارېږم چې هاغسې نه وسې، چې خدای یې په اړه ویلي: (( نو تر دوی وروسته ځایناستي یې د (تورات داسماني) کتاب وارثان شول، چې د دنیا په بې ارزښته ګټو پسې ول ( او دا چار یې د الهي قوانینو تر لاروۍ غوره ګاڼه) ویل یې : (که ګناهکاران یو؛ نو توبه وباسو او)ژردی، چې بښنه راته وشي [3])) ته په همېشني کور که نه وسې؛ بلکې په لنډمهاله تمځي کې یې، چې لېږد یې اعلان شوی، مګر انسان د خپلو همزولیو تر مړینې وروسته څومره ژوندی پاییږي؟
پر هغه دې خوښي وي، چې په دنیا کې ډارېدونکی وي او پر هغه دې بدي او افسوس وي، چې ومري او ګناهونه ترې پاتې شي .
هوښیار شه، ښه خبر شوې او وځغله چې ( څو ورځې) مهلت یې درکړی، له داسې چا سره دې مخه ده، چې له کاره دې ناخبره نه دی، هغه چې دې څاري، یوه شېبه هم ناخبره درڅخه نه دی.
تیار شه، چې اوږد سفر درنژدې شوی، ګناه دې درمل کړه، چې (بدن دې) سخت ناروغ دی، مه ګڼه، چې له دې وینا مې موخه ستا غندنه او ټپسورنه ده؛ بلکې خدای دې مړ فکر بیا ژواکی کړه، خدای دې له منځه تللی (عقل او)نظر راستون کړه او په قرآن کې مې د خدای وینا دریاده کړه، چې وایي: (( او نصیحت کوه؛ ځکه نصیحت مؤمنانو ته ګټور دی.[4]))
خپل همزولي او خپلوان دې هېر کړي ،چې مړه شوي او ته هم د ماتښکر (بې ملاتړه) پسه په څېر پاتې یې؟ ووینه ایا هغوی هم دغسې ازمېښتونه درلودل؟ یا په دغسې ګړنګ کې ورلوېدلي ول؟ یا انګېرې، چې ستا یو خیر کار ته ورپام دی، چې هغوی ترې ناخبره ول؟ یا پر څه پوهېږې، چې هغوی پرې نه پوهېدل؟ ( دا یو هم نه دی؛ بلکې) له هغوی سره دې توپیر دادی، چې خلک درمات دي او خبره دې مني، څه چې حلال بولې، حلال یې بولي او څه چې حرام ګڼې، حرام یې ګڼي ( او لنډه دا چې مفتي یې) ؛ خو دا مقام دې ( د علمي او ایماني) وړتیا په پار نه دی، لامل یې دادی چې :
۱ ـ ستا دنیا ته یې سترګې نیولي.
۲ ـ رښتیني عالمان له لاسه وتلي ( او قحط الرجال دی) .
۳ ـ پر تا او دوی ناپوهي لاسبرې شوې ده.
۴ ـ له مقام سره مینې او دنیا پالۍ دواړه سره یو لاس کړي یاست ( چې دواړه د ورځې په نرخ چلېږي) ناپوهي او خپل ملاتړ نه وینې؟ ایا ناخبر یې چې په ناپوهۍ او ټګۍ برګۍ یې ورډوب یې او خلک په ازمېښت کې راګېر دي؟
هو! همدا ته وې، چې دوی دې په بلا کې راګېر کړل، و دې غولول، ستا دبدبه او مقام یې ولید او له کسب و کاره یې لاس واخست ( دا برخه په هغو زده کړیالانو پورې اړوند ده، چې د علم زده کړې لپاره ورنه راتاو ول) او لېوال شوي، چې په علم کې ستا مقام ته در ورسي، یا ستا د مقام په څېر د موقعیت خاوندان شي، ( دا بدمرغه) ستا له اړخه رغي سین ته ورګډ او په بې پایه بلا اخته شوي، خدای دې زما او ستا داد ته ورسي او هغه ښه مرستندوی دی.
دا دی ( که غواړې له دې ګړنګه راووځې)، له خپل مال او مقامه لاس واخله ، چې له نېکانو سره یو ځای شې؛ یعنې هغوی چې کولمې یې له ډېرې لوږې تشې وې او په همدې حال کې په زړو جامو کې خاورو ته وسپارل شول، د دوی او خدای ترمنځ هېڅ پرده نه وه، نه دنیا غولولای شول او نه دوی پر دنیا میینان شول، ( په آخرت) پورې یې زړه وتاړه، په لاس ته راوستو کې یې هڅه وکړه او بې درنګه خپلو موخو ته ورسېدل؛ نو ته چې په دې عمر، علمي رسوخ او د مرګ پر مورګه ولاړ یې، تردې بریده دنیا ته پابند وسې؛ نو هغه تنکی ځوان څه وکړي؟ چې ناپوه او عقل یې هم سم پوخ نه دی.
نو چا ته شکایت وکړو؟ چا ته پناه یوسو؟ موږ خپله ګیله او د زړه درد او څه چې درنه وینو ، د خدای دربار ته وروړاندې کوو او کوم کړاو، چې ستا له لوري رارسېدلی، حساب یې خدای ته ورپرېږدو.
ګورو،چې د هغه خدای شکر څنګه کاږې، چې به وړوکتوب او غټوالي کې یې په خپلو نعمتونو وپاللې؟ دا چې د خپل دین په رڼا کې یې پتمن کړې، څنګه یې درناوی کوې؟ او هغه پرده یې څنګه ساتې، چې د پردې شاته یې درواغوسته؟ او له هغه سره دې نژدېوالی او لرېوالی څنګه دی، چې د نژدېوالي او عاجزۍ سپارښتنه یې درته کړې ده؟ څه درباندې شوي،چې د غفلت له خوبه نه راوېښېږې او له خپلې تېروتنې لاس نه اخلې؟ چې په ډاګه منښته وکړې چې : پر خدای قسم، تر اوسه په یوه ځای کې هم د خدای د دین راژوندي کولو یا د باطلو منځه وړو ته راپاڅېدلی نه یم، داده له هغه خدایه ستا مننه او شکر، چې ( د علم دروند) پېټی یې درایښی.
ډېر دارېږم هسې نه له هغې ډلې وسې، چې خدای یې په اړه ویلي: (( نمونځ یې ضایع کړ او په شهوتونو پسې ولاړل؛ نو ډېر ژر به ( د خپلې ) بې لارۍ (سزا) وویني![5])) خدای د قرآن پېټی درایښی او د قران پوهه یې درسپارلې ؛ خو تا پوپنا کړه. د هغه خدای شکر، پر څه یې چې اخته کړی یې، موږ یې بچ کړي ترې یو، والسلام.
[1] [ابراهیم (۱۴) – (۷) آیت]
[2] [آل عمران (۳) – ۱۸۷ آیت]
[3] [اعراف (۷) ــ ۱۶۹ایت ]
[4] [ذاریات (۵۱) – ۵۵ آیت]
[5] [مریم (۱۹) – ۵۹ آیت]
سرچینه
د تحف العقول کتاب
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com