تبلیغات

د يوسف سورت لنډه پېژندنه د يوسف سورت مکي سورت د‌ى ، چې يو سل او يوولس آيتونه لري. د حضرت يوسف عليه السلام نوم په قرآن کې ٢٧ ځل راغلى، چې ٢٥ ځل يې په همدې سورت کې راغلى دى. ددې سورت آيتونه په يو بل پورې تړلي دي،چې په لنډه او ګټوره توګه […]

د يوسف سورت لنډه پېژندنه

د يوسف سورت مکي سورت د‌ى ، چې يو سل او يوولس آيتونه لري. د حضرت يوسف عليه السلام نوم په قرآن کې ٢٧ ځل راغلى، چې ٢٥ ځل يې په همدې سورت کې راغلى دى. ددې سورت آيتونه په يو بل پورې تړلي دي،چې په لنډه او ګټوره توګه يې د حضرت يوسف (عليه السلام) د ژوند کيسه له وړکتوبه د “مصر” تر خزانه داراۍ، عفت او پاکلمنۍ او پر هغه د ورتپل شويو تورونو خنثى کول او د الهي قدرت وړانګې يې مطرح کړي دي.

د حضرت يوسف (ع) د ژوند کيسه يوازې په همدې سورت کې را غلې، حال دا چې د نورو پېغمبرانو د ژوند کيسه په نورو سورتونو کې هم را غلې ده . د حضرت آدم (ع) او حضرت نوح (ع) کيسه هر يوه په دولس سورتونو کې، د حضرت ابراهيم (ع) کيسه په اتلس سورتونو کې، د حضرت هود (ع) او حضرت سليمان (ع) کيسه په ‌څلور سورتونو کې او د هر يو؛ حضرت عيسى (ع) او زکريا (ع) کيسه په درې سورتونوکې راغلې ده. وګ : ( تفسيرحدايق‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌)

د حضرت يوسف (ع) کيسه په تورات کې له ٣٧ فصل نه تر٥٠ پورې هم را نقل شوې؛خو که له قرآن سره پرتله شي؛نو د قرآن اصالت او د تورات تحريف او اړونه به څرګنده شي .

په ادبي آثارو کې هم د حضرت يوسف او “زليخا” کيسه ځانګړى مقام لري، چې د”نظامي ګنجوي” د “يوسف او زليخا” په نوم شعري ټولګه او د “فردوسي” “يوسف او زليخا” يادولاى شو .

ځينې روايتونه چې اسناد يې د اعتماد وړ نه دي، وايي:” د يوسف سورت ښځو او انجونو ته مه ورزده کوئ.

: ( تفسير نمونه )

خو بلخوا، څه چې ددې منع لامل دى، له يوسف (ع) سره د “مصر” د واکمن د ښځې مينه ده، چې د قرآن د وينا له مخې، کوم منفى ټکى پکې نه ليدل کېږي .

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

﴿۱﴾ الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ .إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ= الف،لام، را، دا د ښكاره كتاب آيتونه دي ! په حقيقت کې موږ دا په لوستونې (واضح=) عربي نازل کړى دى،چې پرې پوه شئ (او غور وکړئ)

ټکي :

د مقطعه ټکيو په با ب بېلا بيل نظرونه ويل شوي دي :

١- قرآن له همدې ټکيو ليکل شوى دى .

٢- د سورت نوم دى،چې په همدې ټکيو پيل شوى دى.

٣- يو ډول الهي قسم دى.

٤- د خداى او پېغمبر ترمنځ راز دى؛خو دا چې ٢٩ سورتونه په مقطعه ټکيو پيل شوي دي او په ٢٤ ځايونو کې تر دې ټکيو وروسته د قرآن پر معجزې ټينګار شوى؛ نو کېداى شي غوره نظر هماغه لومړى نظر وي .

قرآن کريم، چې په هره ژبه نازل شوى واى؛نو نورو ته پکار وه، چې هماغه ژبه يې زده کړې واى؛خو پر عربي د قرآن نازلېدل خپلې ګټې لري؛لکه :

الف: عربي د لغاتو او ګرامر له پلوه خورا پراخه ژبه ده، چې نورې ژبې نه وررسي.

ب :د روايتونو په رڼا کې د جنتيانو ژبه عربي ده .

ج :د هغې سيمې د خلکو ژبه عربي وه،چې قرآن پکې نازل شوى و؛نو ناشونې وه،چې په بله ژبه نازل شوى و .

خداى “قرآن او باران” دواړو ته د “نزول” تعبير راوړي، چې دا دواړه سره ورته دي؛ لکه :

الف : دواړه له آسمانه نازلېږى ( وانزلنا ه من السماء ماء ) ( مؤمنون/ ١٨ )

ب: دواړه پاک او پاکوونکي دي. قر‌آن له شرک، جهل او کږلاريو د پاکۍ لامل دى. ( ليطهرکم، انفال/ ١١ )

ج: دواړه د ژوند وسيلې دي. باران د مادي ژوند او د مړې ځمکې د شنې کېدو او راژوندۍ کېدو لامل دى او قر‌آن د مړو او ويدو زړونو د راژوندي کېدو لامل دى. ( لنحيى به بلدة ميتا) فرقان/ ٤٩) ( دعا کم لما يحييکم ) انفال/ ٢٤ )

د: دواړه برکتي دي . ( کتا ب انزلناه مبا رک) انعام/ ٢٩ ) (ماءً مبارکاً ) ق / ٩ )

څ:قرآن د باران په څېر څاڅکى څاڅکى او آيت آيت نازل شوى ،چې دې ته “تدريجي نزول” وايي.

 

پيغامونه

١- قرآن له همدې الفبا ټکيو( الف ، لام ، را …….) ليکل شوى دى او که تاسې کړاى شئ؛نو له همدې ټکيو د قرآن په څېر يو کتاب راوړئ .

( الر) هو! انسان له خاورې خښته او کوزه جوړوى شي.

هو! الهي قدرت له خاورې ډول ډول پاڼې،ګلان او رنګا رنګ خوندورې مېوې جوړوي. همدا انسان دې له الفباء ټکيو يو داسي کتاب جوړکړي، چې نه يوازې په هره پاڼه کې؛بلکې په هره کرښه او هر ټکي کې يې ارزښتناک ټکي پراته دي .

٢-پرعربي د قرآن نازلېدل يو خوا او پکې د “تدبر زمان” بلخوا راښيي، چې مسلمانان بايد عربي زده کړي. (قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ)

٣- قرآن يوازې تلاوت او تبرک ته نه؛بلکې د تعقل او د بشر د پرمختګ وسيله هم ده. (لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ)

٤- ليکنې بايد واضحه او څرګندونکې او يوې موخې ته لارښوونکې وي؛( الْكِتَابِ الْمُبِينِ…. لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ)

 

﴿۳﴾ نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ = موږ تا ته په دې وحې شوي قرآن كې ښې قيصې (او د قيصو دود) بيانوو او بېشكه، چې مخكې ترې ناخبره وې.

ټکي :

“قصص” د “قيصې” جمع ده، چې هم د کېسې د کولومانا لري.

کيسه د انسان په روزنه کې خورا مهمه ونډه لري؛ ځکه کيسه د يو امت واقعي ژوند انځور او د يو ملت عملي تجربه ده.

تاريخ د ملتونو هينداره ده، څومره چې د تېرو ملتونو پر تاريخ ځان پوه کړو؛نو داسې به وي؛ لکه د هغوى هومره ژوند مو کړى وي.

حضرت علي (ک) خپل زوى امام حسن ته وايي: (( زويه ! ما دومره د پخوانيو خلکو ژوند مطالعه کړى او دومره ترې خبر يم، چې ګواګې ورسره اوسېدلى يم او لکه د هغوى هومره مې عمر دى.

وګ : ( نهج البلاغة ، ٣١ ليک)

او دا چې کيسه پر انسان اغېز کوي، کېداى شي يو دليل يي دا وي، چې د انسان زړه کيسه غواړي،معمولاً تاريخي او د کيسو کتابونو د بشر په فرهنګي تاريخ کې له ځانګړي اهميته برخمن وو او ډېرى خلکو ته د پوهيدنې وړ و، حال دا چې پراستدلالونو او سوليزو ويينو يوازې په شمار شمېرلي خلک پوهېږي .

په روايتونو کې ټول قرآن ته ( احسن القصص) ويل شوى دى او دا له دې سره هيڅ منافات نه لري، چې په آسماني کتابونو کې قرآن ( احسن القصص ) وي او د قرآن په سورتونوکې دا سورت ( احسن القصص ) دى.  🙁 تفسير کنزالدقائق)

د قرآني کيسو او نورو کيسو توپير

١_کيسه ويونکى يې خداى دى. ( نحن نقص)

٢-موخه لري. هغه هم يوه سپېڅلې موخه، چې د تېرو امتونو په تجربې انسان ته لارښوونه کوي، چې څنګه ځينې د ايمان صبر او تقوى له امله عزتمن شول او ځينې د هوسونو،ځېل،تکبر-پېسمنۍ او کينې له امله خوار او ذليل شول. ددې کيسو کول انسان ته ډاډينه ورکوي، چې د سختيو پر وړاندې زغم ولري، چې په دې هکله قر‌آن وايي: ( نقص عليک من انباء الرسل ما نثبت به فوادک ، هود ، ١٢٠ )

٣- حق او رښتيا دي او خيال نه دى. ( نحن نقص عليک نبا هم با لحق ، کهف ، ١٣ )

٤- بنسټ يې علم دى،نه ګومان. ( فلنقص عليهم بعلم ، اعراف ، ٧ )

٥- د تفکر_اندنې وسيله ده،نه د خمارولو. ( فاقصص القصص لعلهم يتفکرون ، اعراف ، ١٥٦)

٦- د عبرت لا مل دى، نه د تفريح او ساتېرۍ. ( لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ / يوسف ، ١١١)

 

* د حضرت يوسف (ع) کيسه (أَحْسَنَ الْقَصَصِ) ده ؛ځکه :

١- سرچينه يې وحې ده او تر ټولومعتبره کيسه ده.( بِمَا أَوْحَيْنَا)

٢- په دې کيسه کې له نفس سره جهاد مطرح شوى ، چې تر ټولو ستر جهاد دى.

٣- د قيصې اتل هم يو ځوان دى،چې د ټولو انسانى کمالاتو خاوند دى .

٤- د کيسې د ټولو لوبغاړو عاقبت په خير کېږي، حضرت يوسف (ع) واکمنېږي، وروڼه يي توبه کوي، د پلار د سترګو ليد يې راستنېږي،سوکړه ځپلى هېواد له سوکړې خلاصېږي او د زړونو خپګانونه او کينې پر وصال-نښلون او مينه بدلېږي.

٥- په دې کيسه کې د ضدونو(تضادونو) يوه ټولګه يو له بل سره راوړل شوې ده؛ ((بيلتون )) او(( نښلون )) ((غم )) او(( ښادي )) سوکړه او ښه معمول، مالک او مملوک (( څاه )) او ((مامۍ )) نشتمني او شتمني، مر‌يېنه او واکمني،ړندېدل او د سترګو د ليد راستنېدل، پاک لمني او د دروغو تور لګول، نه يوازې الهي کيسې؛بلکې د خداى ټول کارونه “احسن” دي،ځکه:

١- غوره خالق دى. ( احسن الخا لقين ، مؤمنون ، ١٤)

٢- غوره کتاب لري. ( نزل احسن الحديث ، زمر ، ٢٢)

٣- غوره انځورګر د‌ى. (، فاحسن صورکم   غا فر ، ٦٤ )

٤- غوره بدله ورکوي. (ومن احسن دينا ممن اسلم وجهه لله/ نسا ء ١٢٥ )

٥- غوره بدله ورکوي. (ليجزيهم الله احسن ما عملوا ، نور، ٢١ )

او ددې ټولو ښېګڼو پر وړاندې،خداى هم له انسانانو غوره عمل غوښتى دى. ( ليبلوکم ايکم احسن عملا ، هود ، ٧ )

پيغامونه

١- د قرآني کيسو ويونکی پخپله خداى دى؛ نو ښکاره خبره ده، څومره چې کيسه ويونکى او ليکونکى معتبر او ډاډمن وي؛نو د خبرې اغېز يي هم زيات وي. (نَحْنُ نَقُصُّ)

٢- له روحي اړخه ښه اغېز ته ښه سريزه په کار ده.( قرآن مخکې تر دې چې کيسه پيل کړي، سريزه پيلوي، چې غواړم کېسه ووايم؛هغه هم غوره کيسه، چې په انسانانو کې د اورېدو او ويلو انګېزه پيدا کړي) نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ)

٣- غوره کيسه هغه ده، چې بنسټ يې وحې وي. (أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا)

٤- مخکې له دې، چې پېغمبراکرم ته وحې راشي؛نو هغه د حضرت يوسف (ع) له کيسې خبره و. ( ……. لَمِنَ الْغَافِلِينَ)

٥- قرآن د بې خبريو او غفلتونو د پردو شلونکى دى. (مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ)

     ﴿۴﴾ إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ = (دريادكړه) چې كله يوسف (ع) خپل پلار ته وويل :(( پلاره ! ما(په خوب كې) يوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ وليدل؛ګورم چې سجده راته كوي .))

ټکي :

١-د حضرت يوسف (ع) کيسه په خوب پيلېږي،چې ورته د روښانه راتلونکې زېرى ورکوي او هيلمنوي يې،چې د الهي روزنې په لار کې يې زغمناک کړي .

٢- حضرت يعقوب (ع) د حضرت اسحاق (ع) او هغه هم د حضرت ابراهيم (ع) زوى و. حضرت يوسف (ع) او “بنيامين” له يوې مور او نور وروڼه يي له بلې موره وو.  🙁 تفسير مجمع البيان )

٣-د الهي اولياوو خوب له نورو سره توپير لري.کله تعبير ته اړتيا لري؛ لکه د حضرت يوسف (ع) خوب او کله هم تعبير ته اړتيا نه لري؛بلکې کټ مټ واقعيت وي؛لکه د حضرت ابراهيم (ع) خوب، چې دنده ورکړل شوه،چې بايد حضرت اسماعيل (ع) قرباني کړي .

پيغامونه:

١-اولاد بايد د خپل پلار پر درايت او زړه سوي ډاډ وکړي او د ژوند په چارو کې ورسره سلام مشوره وکړي. (إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ)

٢-مور و پلار معمولاً د ستونزو هوارۍ ته تر ټولو غوره مرجع ده.( يَا أَبتِ)

٣-اولاد او مور و پلار، چې يو بل ته خطاب کوي؛نو بايد له داسې ټکيو کار واخلي،چې پکې مينه، لورنه،صميميت او شفقت وي. (يَا أَبتِ)

٤- مورو پلار دې د خپل اولاد ليدليو خوبونو ته پر ارزښت قايل شي .

٥- کله خوب ليدل د حقايقو د پيدا کولو يوه لار ده . (إِنِّي رَأَيْتُ)

٦- په خوب کې ليدلي څيزونه د حقيقي څيزونو ښوونکي دي. د بېلګې په توګه: لمر د پلار نښه، سپوږمۍ د مور نښه او ستوري د وروڼو نښه ده. ) (رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا…)

٧- د الهى اولياو خوبونو پر واقعيت اوړي. (رَأَيْتُ)

په دې آيت کې (رايت) تکرار شوى، چې ووايي: ما ځکه خوب ليدلى، چې ګومان و نشي،چې خيالي خبرې دي.

٨- حضرت يوسف (ع) په خوب کې داسې وليدل، چې لمر،سپوږمۍ او ستوري ورته د عقل لرونکيو موجوداتو په څېر سجده وکړه. (ايهم ، ضمير په رايتهم کې عقل لرونکيو موجوداتو ته کارېږي.)

٩- غوره شوي انسانان داسې مقام ته رسېږي، چې نورو انسانانو ته قبله ګاه شي. (رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ)

١٠- کله په ځوانانو کې هم داسې استعدادونه وي، چې لويان هم ځان ته په ګونډو کوي. (سا جدين )

١١- د يوې قيصې او سناريو د ليکلوغوره لار دا ده، چې په خوب ليدلو پيل او د خوب پر تعبير پاى ته ورسي. (أَحْسَنَ الْقَصَصِ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ)

د خوب ليدو په باب څو خبرې

رسول اکرم وويل: ((خوب ليدل درې ډوله دي : يا د خداى له اړخه زېرى دى،يا د شيطان له لوري غم او خپګان دى يا د انسان ورځنۍ ستونزې دي،چې په خوب کې يې ويني.)) (بحار ١٤/٤٤١)

ځينې پوهان او اروا پوهان خوب د ناکاميو پايله بولي او استناد يې پر پخوانيو متلونو دى، چې وايي : اوښ په خوب کى پندانه وليده او ځينې وايې،چې خوب د وېرې او تلقين پايله ده او بيا يي هم استناد هغه پخوانۍ خبره ده، چې ويل شوي: له اوښه لرې ويده شه، چې خراب خوب ونه وينې او ځينې وايې چې: خوب د پر شا تمبل شويو غرايزو پايله ده؛ البته بايد ووايو، چې ټول خوبونه د څېړنې او ارزونې وړ نه دي .

هغوى چې خوب ويني څو ‌ډلې دي

لومړى ډله هغوى دي، چې بشپړ او مجرد روح لري او تر ويدېدو وروسته له بل عالم سره په اړيکه کې شي،چې حقايق ورته له بلې دنيا پاک او روښانه رارسي؛ لکه د روغو “تلويزونونو” او “ډش آنتنونو” په څېر،چې پخپلو ځانګړيو زاويو سره له لرې هېوادونو څپې راخستى شي.

٢- دويمه ډله هغوى دي، چې د منځني روح خاوندان دي او په خوب کې حقايق له تشبيه او تمثيل سره ويني، چې دا خوب بايد تعبير شي.

٣- درېمه ډله هغوى دي، چې روح يې دومره کوږ وږ وي، چې خوب يې مفهوم نه لري. د تلويزيون په پرده، چې خپرې ورې صحنې او خال خال ټاپونه راځي، چې دا ډول خوبونه د تعبيرولو وړ نه دي،چې په قر‌آن شريف کې د ( اضغاث احلام) په نوم ياد شوي دي .

په قرآن شريف کې هم هغه خوبونه راغلي، چې پر حقيقت بدل شوي دي؛لکه :

الف_د حضرت يوسف (ع) خوب، چې يوولس ستورو،لمر او سپوږمۍ ورته سجده وکړه او ځواک ته تر رسېدو وروسته يې پر وړاندې د مور و پلار او وروڼو پر تواضع تعبير شو.

ب_ په زندان کې د حضرت يوسف (ع) د انډيوالانو خوب، چې يو يې آزاد او بل يې غرغره شو،چې د همدې سورت په ٤١ آيت کې يې کيسه راغلې ده .

ج :د “مصر” د پاچا خوب، چې يوه ډنګره او يوه چاغه غوا يي وليده، چې پر وچ کالۍ او سوکړه تعبير شوه.

د: د بدر په جګړه کې د پېغمبر اکرم د مشرکانو د لږ شمېر خوب ليدل، چې تعبير يې د مشرکانو ماتې وه. ( انفال ، ٤٣ )

ځ: پېغمبر اکرم خوب وليد،چې مسلمانان پر خريلوسرونو “مسجد الحرام” ته ورننوتل،چې تعبير يې د مکې سوبه او د خداى د کور زيارت و. (فتح ، ٢٧)

و: د حضرت موسى (عليه السلام) مور په خوب کې وليدل، چې خپل زوى په صندوق کې ږدي او په اوبو کې يې خوشې کوي ( اذاوحينا الى امک ما يوحى ان اقذ فيه التا بوت ) چې په روايتونو کې راغلي، چې په دې آيت کې له وحې مراد خوب ليدل دي. ( طه ، ٣٩ ، ٣٨ )

ز: د حضرت اسماعيل(عليه السلام) د بلهارولو په باب د حضرت ابراهيم (ع) خوب ( صافات ، ).

بې له قرآن هم که ووينو؛نو داسې کسان شته،چې په خوب کې له داسې څيزونو خبرېږي، چې عادي انسانان ترې نه خبرېږي .

“حاج شيخ عباس قمي” د “مفاتيح الجنان” د کتاب ليکونکى،يو عالم خپل زوى ته په خوب کې راغى، و يې ويل : راسره يو کتاب امانت و، هغه خپل خاوند ته ورکړه، چې په “برزخي نړۍ” کې هوسا شم ؛نو له خوبه چې راپاڅېد؛هماغه کتا ب يې راواخست، له کوره چې وته؛نو کتاب يې له لاسه وغورځېد او لږ څه وشلېد، کتاب يې د کتاب خاوند ته ورکړ، بې له دې،چې څه ورته ووايي. بيا يې پلار په خوب کې ورغى،ورته يې وويل :” ولې دې د کتاب خاوند ته و نه ويل، چې کتاب دې شليدلى دى او که تاوان يې غوښته، چې ورکړى دې واى اويا دا، چې رضايت دې ترې اخستى واى !”

 

﴿۵﴾ قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ = (يعقوب) وويل : (( زويکه! خوب دې خپلو وروڼو ته مه وايه،چې(هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ځكه شيطان د انسان ښكاره دښمن دى.

ټکي :

د ژوند له اصولو يو هم راز ساتنه ده او که مسلمانانو ددې آيت پر مفاد عمل کړى واى؛نو د اسلامى هېوادونو دا دومره تاريخي آثار به د نورو هېوادونو په “ميوزمونو” کې نه واى.

حضرت يوسف (ع) هم له خپلو وروڼو، لرې په پټه دا خوب خپل پلار ته ووايه، چې دا هم د هوښيارتوب نښه ده .

پيغامونه :

١- د اولاد درناوى مو وکړئ او پر مهربانۍ ورغږ کړئ .( يَا بُنَيَّ)

٢- مور و پلار بايد له خپل اولاد سره صميمي اړيکې ولري،چې اولاد ورسره خپله خبره وکړاى شي. (يَا بُنَيَّ)

٣- اولادونو ته مو ووياست چې په کور او ټولنه کې کينه شته. (يَا بُنَيَّ)

٤- پوهه او اطلاعاتي خبرې بايد طبقه بندي او وويشل شي او د راز خبرې بايد له ښکاره اطلاعاتو بېلې شي. ( لا تقصص )

٥- په کور کې له ماشومتوبه خپل اولاد ته د راز ساتنه ور زده کړئ . ( يا بنى لاَ تَقْصُصْ )

٦- هره خبره هر چا ته نشو کولاى. (لاَ تَقْصُصْ )

٧- د حسادتونو مخنېوي ته پر فضايلو پرده اچول روا چار دى . (لاَ تَقْصُصْ )

٨- په يو اولاد کې مو چې کوم استعداد وليد، د نورو اولادونو په منځ کې يې مه مطرحوئ .( لاَ تَقْصُصْ)

٩- د تېز هوشه او نابغه کسانو په پېژندګلوۍ کې احتياط وکړئ. (لاَ تَقْصُصْ )

١٠- حضرت يعقوب (ع) د خوب پر تعبير پوهېده. (لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ)

١١- ځان ژغورنه او ځان ساتنه تر درمله غوره چار دى، خپلو وروڼو ته د خوب نه ويل، د خپلو وروڼو د حسادت له راپارولو يو ډول ځان ساتنه ده. (لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ)

١٢-د پېغمبرانو په کورنيو کې هم ځينې غير اخلاقي مسايل؛ لکه کينه او د اولادونو ترمنځ ټګي برګي شته. (يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ

١٣- تر ايرو لاندې سکروټو ته پوکى ورکول نه دي په کار . (لاَ تَقْصُصْ… فَيَكِيدُواْ..)

٤ – کينه ډېر حقونه ان د خپلوۍ حقونه تر پښو لاندې کوي . ( لاَ تَقْصُصْ… فَيَكِيدُواْ…)

١٥- د حضرت يوسف (ع) وروڼه يې لا له خوب او مقامه خبر نه ول، دا که خبر شوي واى؛ نو څه به يې کول ؟ ! (لاَ تَقْصُصْ… فَيَكِيدُواْ)

١٦- را تلونکې په پام کې نيول ارزښتمنه ځانګړنه ده. (لاَ تَقْصُصْ… فَيَكِيدُواْ…….. )

١٧- د رازونو او ځينو خبرو کول ناوړه پايلې لري. (لاَ تَقْصُصْ… فَيَكِيدُواْ………. ) هو ! ځينې رازونه دومره ارزښت لري، چې د يو ملت يا انسان ژوند ته ستر خطر جوړوي .

١٨ – په مهمو او حساسو مسئلو کې بايد له مخکې انسان له خطره خبر کړو. (فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا)

١٩ – حضرت يعقوب (ع) پوه و، چې که دا خبره حضرت يوسف (ع) خپلو وروڼو ته وکړي؛نو څه نادودې به پرې راوړي. (فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا)

٢٠- په مهمو مسئلو کې کله له ځينو بدګومانيو يا د ځينې خلکو له ځانګړنو پرده لرې کول پروا نه لري.( فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا)

٢١- مور و پلار ته په کار ده، چې د خپل اولاد پر ټولو ځانګړنو ځان پوه کړي،چې وکړاى شي ښه مديريت وکړي. (فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا)

٢٢- تېرايستل او خلکو ته دسيسه جوړول شيطاني چار دى. (فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ )

٢٣- شيطان زموږ دننني حالاتو په پامنيوي راباندې واکمنېږي ( له حضرت يوسف (ع) سره د وروڼو حسادت، د شيطان د دښمنۍ لار چاره برابره کړه. (فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ )

٢٤- انسان که د پېغمبر اولاد هم شي، شيطان يې دښمن دى. (إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ)

٢٥ –له هماغه وړوکتوبه مو خپل اولاد ته ووياست،چې شيطان مو ښکاره دښمن دى . (إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ )

﴿۶﴾ وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ = او په دې توګه ستا پالونكى به تا غوره كړي او د خوبونو تعبير به در زده كړي او پر تا او د يعقوب پركورنۍ به خپل نعمت په هماغه ډول پوره كړي؛لكه تر دې مخكې، چې يې ستا پر پلرو ابرهيم او اسحق پوره كړى و. په حقيقت كې ستا پالونكى پوه (او) حكيم دى .))

ټکي :

د “احاديث ويى-کلمه د “حديث” جمع ده، چې د کيسې رانقلول دي او له هغه ځايه، چې انسان هم خپل خوب نورو ته کوي ؛نو خوب ته يې هم “حديث” ويلى دى.

په دې آيت کې حضرت يعقوب (ع) د خپل زوى يوسف (ع) خوب تعبيروي او له راتلونکې يې خبروي.

پيغامونه :

١- پېغمبران د خداى له اړخه غوره شوي دي. (يَجْتَبِيكَ )

٢- د انسان ارزښت د عمر پر ډېروالي يا لږوالي نه دى، امکان لري چې د يو انسان عمر تر بله لږ وي؛خو د ځانګړنو او ارزښتونو له پلوه تر بله پر لوړ مقام ولاړ وي. (يَجْتَبِيكَ )

٣- د خداى وليان له يوه خوبه د وګړويو راتلونکې ګوري (؛ لکه چې حضرت يعقوب (ع)،حضرت يوسف (ع) ته راتلونکې يې وويله.) (يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ)

٤- مهم علمونه او بنسټيزې خبرې بايد هر چاته و نه ويل شي؛ لومړى بايد وړ وګړي وټاکل شي او بيا خبره يا علم ورزده کړاى شي. خداى هم لومړى په دې آيت کې وويل : (يَجْتَبِيكَ )؛يعنې ته يې غوره کړې او بيا يې ورته وويل : (وَيُعَلِّمُكَ)؛يعنې در زده يې کړل. (يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ)

٥- علم؛د خداى له اړخه خپلو ټاکل شويو وګړيو ته غوره ډالۍ ده . يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ )

٦- انبياء د خداى زده کړيالان دي . (يُعَلِّمُكَ )

٧- خداى انسان ته د خوب تعبير ورکوي. (وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ)

٨- رښتني خوبونه له غيبو سره د اړيکو يوه لار ده. (وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ )

٩- حضرت يوسف (ع) ته ورښوول شوى علم هم محدود و (مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ) په غونډله-جمله کې د من ( ټکى) د تعبير د علم يوې برخې ته اشاره ده.

١٠ – د نبوت مقام او حکومت پر ټولو نعمتونو سر دى، په آيت کې د نعمت له اتمامولو (وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ) مطلب د نبوت مقام ته د حضرت يوسف (ع) رسېدل دي .

١١- د قرآن په فرهنګ کې نېکونه هم د پلرونو حکم لري . (أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ) سره له دې، چې حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسحاق (ع) د حضرت يوسف (ع) نېکونه ول؛خو په دې آيت کې خداى ورته د حضرت يوسف (ع) پلرونه وويل .

١٢- د يو انسان پوهه،ښيون-هدايت او وړتيا پر هغه انسان سربېره، کورنۍ او خپلوانو ته يې هم يو الهي نعمت دى . (وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ)

١٣- پر “آل يعقوب” د نعمت اتمام د حضرت يوسف (ع) د وروڼو توبه او ښه پايله يې راښيي . (وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ)

١٤- د انبياوو ټاکنه د الهي علم او حکمت پربنسټ دي،ځکه د آيت په پيل کې وايې : خداى وټاکلې (يَجْتَبِيكَ)؛خو دآيت په پاى کې وايي : (عَلِيمٌ حَكِيمٌ)

﴿۷﴾ لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ = په رښتيا چې دحضرت يوسف (ع) او د هغه د وروڼو په قصه كې، پوښتونكيو ته ( دلارښوونې ) نښې دي

ټکي

د حضرت يوسف (ع) د ژوند په کيسه کې د خداى د ځواک او ارادې ډېرې نښې ښکاري، چې هره يوه يې پلټيونکيو ته عبرت دى؛ لکه :

١- د حضرت يوسف (ع) له رازونو ډک خوب.

٢- د خوب د تعبير پوهه.

٣- د خپلو زامنو له راتلونکې د يعقوب (ع) خبرېدل.

٤- په څاه کې ورته زيان نه رسېدل .

٥- د يعقوب (ع) ړندېدل او بېرته رغيدل .

٦- د څاه ژوروالى .

٧- زندان ته تګ او واکمنېدل .

٨ – پاک اوسېدل؛خو پرې د ناپاکۍ تورلګېدل .

٩ – بېلتون او نښلون .

١٠- مريينه او پادشاهى .

١١- د ګناه له تېښتې زندان ته تګ .

١٢- د ګناهکارو وروڼو سملاسي بښل او نور ټکي، چې په راتلونکې کې به يې ووايو.

دلته ځينې پوښتنې ذهن ته راځي، چې وړاندې کول يې ګټور دي.

١- څنګه انسان ورور وژنى ته را کا ږي ؟!

٢- څنګه حضرت يوسف (ع) خپل ووروڼو ته له سزا ورکولو ډډه وکړه ؟

٣- څنګه کېداى شي، چې يو انسان د ګناه د خوند له تېښې د زندان کړښت پر ځان ومني ؟

٤- څنګه لس تنه يو خيانت ته يوه خوله کېږي ؟

دا سورت هغه مهال نازل شو، چې رسول اکرم په ټولن وټيزې کلا بندۍ کې و او دا سورت هم پېغمبر اکرم ته د ډاډيېنې لامل شو،چې پېغمبره! که ځينې خپلوانو دې ايمان رانه ووړ؛نو مه خپه کېږه، د حضرت يوسف (ع) وروڼو هغه په څاه کې واچاوه؛خو عزت مو حضرت يوسف (ع) ته ور پر برخه کړ . هو! روښانه راتلونکې ستا ده.

پيغامونه

١- کينه د کورنيو پولې او د خپلوۍ عواطف هم له منځه وړي . د حضرت يوسف (ع) وروڼو د کيني له امله هر څه تر پښو لاندې کړل او د خپل ورور پر خلاف يي دسيسه وکړه . (لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ)

٢- مخکې له دې، چې چا ته کيسه وکړئ؛نو اورېدونکى عبرت اخستو ته چمتو کړئ، په دې آيت کې يې وويل : د حضرت يوسف (ع) په کيسه کې پلټونکيو ته مهمې نښې دي . (لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ)

٣- پوښتل حقيقت ته درسېدو يوه لار ده .( آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ)

٤- څو د اورېدو تږي او د زده کړې مين نه وسو؛نو د قرآن له زده کړو به بشپړه ګټه وا نخلو . (لِّلسَّائِلِينَ)

٥-قرآني کيسې د خلکو د ژوند پوښتنې ځوابوي. (لِّلسَّائِلِينَ)

﴿۸﴾ إِذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ = چې كله (وروڼو) وويل : ((زموږ پلار ته يوسف او ورور يې [ =بنيامين ] تر موږ ډېر ګران دى، حال دا چې موږ غښتلې ډله يو! رښتيا خبره داده، چې زموږ پلار بېخي تېروتى دى .))

ټکي :

عُصْبَةٌ ” يو موټې او غښتلې ډلې ته ويل کېږي؛ځکه پر يووالي ، د بدن د اعصابو په څېر يو له بله ملاتړ کوي .

د يعقوب (ع) دوه زامن (يوسف اوبنيامن ) له يوې موره او نور له بلې موره ول، له حضرت يوسف (ع) سره د يعقوب (ع) مينه د وړوکتوب يادونو او د ځانګړو کمالاتو له امله، د نورو وروڼو د کينې لامل شوه. هغوی پر حسادت سربېره د (وَنَحْنُ عُصْبَةٌ) په ويلو وښوول ؛چې د غرور او پېسمنۍ پر رنځ هم اخته شوي دي، پلار يې په دې مينه کې پر غلطۍ او کږلارۍ تورن کړ .

په ټولنه داسې خلک هم شته. ددې پر ځاى،چې خپل مقام لوړ کړي،د خپلو مشرانو مقام راټيټوي؛ ځکه په خپله محبوب نه دي ؛نو نور هم تورنوي .

تبعيض” او”توپير” سره توپير لري :

“تبعيض” بې دليله غوراوى ورکول دي.

“توپېر”،د وړتيا پر بنسټ غوراوى دى . د بېلګې په توګه: زده کوونکيو ته د ښوونکي نمرې توپير لري،چې دا يو حکيمانه توپير دى،نه ظالمانه؛خو د حضرت يوسف (ع) وروڼو دا مينه بې دليله وګڼله،و يې ويل : (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ)

کله ډېره مينه هم ورانى کوي ؛له حضرت يوسف (ع) سره د يعقوب (ع) مينې د وروڼو د حسادت راپارونې او په څاه کې د يوسف (ع) د ورغوځونې لامل شوه؛لکه هماغسې؛چې د “زليخا” مينې يوسف (ع) بندي کړ؛نو چې کله د زندان پاسوال د حضرت يوسف پر خويونو مين شو؛نو و يې ويل: درسره مينه لرم. حضرت يوسف وويل: وېرېږم ،چې دا مينه هم له ځان سره کومه بلا را نه وړي .

وګ : ( تفسيرالتين الجا مع )

پيغامونه

١- د کينې راپارول د دې لامل ګرځي،چې غټان هم خپل عمر او شخصيت هېر کړي او له ماشومانو سره هم کينه وکړي،سره له دې، چې حضرت يوسف کوچنی او وروڼه يې غټ وو؛خو کينه يې ورسره وکړه . (لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا )

٢- مينه او په خلکو کې محبوبيت د هر انسان په خټه کې شته او انسانان له دې خبرې ډېر زيات خپه وي ،چې نور ورته توجه نه کوي (أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا) وروڼو،له حضرت يوسف سره يې د پلار مينه، ځانو ته د پلار بې لېوالي وپتېيله .

٣- که اولاد د تبعيض احساس وکړي؛نو د کينې لمبې به پکې بلې شي . (أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا)

٤- يعقوب (ع) له خپلو ټولو زامنو سره مينه درلوده. (أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا) وروڼو وويل : يوسف تر مو‌ږه پرې خورا ګران دى؛ يعنې موږ هم پرې ګران يو.

٥- زور او ځواک مينه نه راوړي او وروڼو يې ځواکمن ول ؛ خو د ځواک هومره محبوبيت يې نه درلوده. (لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ)

٦- يووالى د ځواک ننګېرنې لامل دى. (نَحْنُ عُصْبَةٌ)

٧- ډله ډله کېدل که له بې سمې مشرۍ سره وي ؛نو ډېر ژر به راوپرځېږي “َنَحْنُ عُصْبَةٌ” انسجام او يووالی راښيي؛ خو بې مشره انسجام او يووالی .

٨- انسان مخکې تر دې ،چې پر ګناه ککړ شي؛نو خپل کار ته يوه پلمه لټوى،ورونه هم ځان غښتلي او يوموټى ګڼي ؛ (ونحن عصبة) او هم خپل پلار کږلاری (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ) او پر دې دوود ليلونو يې خپلې کينې ته مخونه ورکړه .

٩-ډېرى ځوانان انګېري،چې د عقل غونډۍ دي او د خپل پلار نظر ته ارزښت نه ورکوي (وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ) .

١٠- ځواک او زور ننګېرنه عقل ړندوي . (وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ) .

١١- ناسمې کچې،ناسمې پايلې لري . ( که کچه يوازې قدرت او شمېر وي؛نو پايله به يې دا وي،هغوى چې کمزوري او شمېر يې لږ دى، پرغلطه دي) (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ) .

١٢_ ځانمني خپله پړه پر نورو اچوي . (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ).

١٣_کينه د پېغمبرۍ د پلارولۍ پوله هم ماتوي او زامن پر پېغمبر،چې پلار يې هم دى د بې عدالتۍ او کږلارۍ تور ګلوي (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ).

١٤_ د انسان غفلت کله دې پولې ته هم رسي،سره له دې،چې په خپله په کږه دى ؛نور هم پر خطا او ورانه بولي،د حضرت يوسف وروڼه هم ددې پرځاى،چې ځان کينه کښ وبولي،پر خپل پلار يې د بې لارېتوب تور ولګاوه.( إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ) .

﴿۹﴾ اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ =( يوه وويل): ((يوسف ووژنئ يا يې چېرې لرې وغورځوئ،چې د پلار پام يوازې تاسې ته وي او له هغه وروسته (له خپلې ګناه په توبه ايستو سره) نېكان شئ ))

ټکي :

انسانان د نعمت پر وړاندې څلور حالته لري : کينه، کنجوسي، سرښندنه او غبطه .

که له ځان سره يې وويل : موږ،چې پلانى نعمت نه لرو؛نو نور خلک يې هم بايد و نه لري ،چې دا کنجوسي ده .

که ويې ويل : نورو ته دې هم ورسي ان که په دې بيه وي ،چې موږ بې برخې شو؛نو دا سرښندنه ده .

که و يې ويل: کوم نعمت،چې نور لري؛نو لري دې يې،کاشکې موږ هم درلوداى ؛نو دا غبطه ده .

امام باقر ويلي : زه کله له خپلو ځينو اولادونو سره مينه کوم ، پر زنګون يې کېنوم،حال داچې د دومره مينې مستحق نه دي ، هسې نه چې له نور اولاد سره مې کينه وکړي او د حضرت يوسف کانه پرې و نشي.

وګ : تفسيرنمونه ،چې هغه هم دبحارله ٧٤ ټوک ، ٧٨مخ نه راخستى دى ) .

پيغامونه :

١- خطرناک فکر پر انسان خطرناک کارونه کوي ( ليوسف ….احب …. اقتلو) .

٢_ په اولاد کې د مينې تبعيض،هغوى تر ورور وژنې پورې هم مخکې بوتلاى شي .(که څه هم له حضرت يوسف سره د پلارمينه بى دليله نه وه؛بلکې د حضرت يوسف د ځانګړنو امله وه ؛خو وروڼو يې د تبعيض احساس وکړ او خيال يي وکړ،چې له حضرت يوسف سره د پلار مينه بې دليله ده ؛نو کينې هغوى دې کار ته اړ کړل . (أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا) .

٣_ ځينې لنډ فکري او تنګ نظره فکر کوي،چې د خپل سيال لرې کول او وژل يې تر ټولوغوره لار ده . (اقْتُلُواْ يُوسُفَ ) .

٤_ کينه انسان د ورور وژلو ته هم اړ باسي (اقْتُلُواْ يُوسُفَ ) .

٥_ ګناه کوونکي، ګناه کولو ته يو بل وسوسه کوي او يو بل هڅوي او له دې لارې ګناه کولو ته يې زړه هوارېږي ( وروڼو يې يو بل ته د حضرت يوسف د وژنې هڅونه کوله ) (اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ) .

٦_ انسان د مينې غواړى دى او د مينې کمبود د ډېرو خطرونو او کږ لاريو لامل دى .( وروڼو يې وويل :که حضرت يوسف مو له منځه يووړ؛نو د پلار مينه اومخه به درته راوګرځي ) (يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) .

٧_ کينه کښ فکر کوي،چې که څوک له سترګو ورک شو؛نو له زړه به هم ورک شي (اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) (وروڼو يې فکر وکړ،چې که پلار يې حضرت يوسف و نه ويني؛نو حضرت يوسف به د پلار له فکر او ياده ووځي او ټول فکراو ياد به يې دوى ته شي ) .

٨_ قرآن په زړونو کې د ځاى پيدا کولو عمل ښوولى دى (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا(مريم/٩٦)= بېشكه هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې ترسره كړې دي، ژر به رحمان (خداى) هغو ته (د خلکوپه زړونوكې) مينه واچوي))؛خوشيطان په زړونوکې ځاى پيدا کولو ته ورور وژنه ښوولې ده ! (اقتلوا… يخل لکم وجه ابيکم ) .

٩_ کينه کښ فکرکوي ،چې که نور مې له منځه يووړل ؛ نو نعمت به يې راپاتې شي . (اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) .

١٠_ شيطان د نن ګناه ته، د سبا توبه وړاندېزوي ( وتکونومن بعده قوما صالحين ) .

١١_ علم او زده کړه تل له بې لاريو د مخنېوي لامل نه ده ؛ بلکې تر څنګ يې ايمان او تقوى هم په کارده .هو! د حضرت يوسف وروڼو سره له دې ،چې د حضرت يوسف وژل يا شړل بد ګنل (وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ)؛خو بيا يې هم دا کار وکړ.

١٢_ دا د وجدان تېر ايستل او ګناه ته د لارې خلاصول دي ، چې انسان داسې وګڼي،چې تر ګناه وروسته به توبه وکاږم . (وروڼو يې وويل : تاسې حضرت يوسف له منځه يوسئ او بيا به توبه وباسو او نېکان به شو) ( تکونوامن بعده ترصالحين ) .

 ﴿۱۰﴾ قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ = يوه يې وويل : (( حضرت يوسف مه وژنئ او كه (هرومرو) كوم كار كوئ؛ نو په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوئ ،كوم كاروان به يې راوباسي (او له ځان سره به يې كومې لرې سيمې ته يوسي ) ))

ټکي :

د”جب” ټکى د هغه څاه پر مانا دى،چې ډبرې پکې نه وي کارول شوي “غيابت” هغې تاخچې ته ويل کېږي ،چې په څاه کې اوبو ته نږدې جوړه شوي وي،چې له پاسه نه ښکاري.

“له بديو منع” خپلې اغېزې او برکتونه لري،چې په راتلونکې کې انسان ته څرګندېږي .د حضرت يوسف په کيسه کې هم يو ورور يې نور له بديو منع کړل او و يې ويل : (( اتقتلو)) ؛يوسف مه وژنئ او خپل وروڼه يې د حضرت يوسف له وژلو منع کړل او حضرت يوسف يې وژغوره او حضرت يوسف هم،چې کلونه وروسته واکمن شو؛نو يو هېواد يې له سوکړې وساته؛لکه هماغسې چې د فرعون مېرمن، فرغون د موسى (ع) له وژلو منع کړ او ورته يې وويل : (( اتقتلوا)) او کلونه وروسته بيا موسى (ع)، بني اسرئيل د فرعون له شره خلاص کړل .

پيغامونه :

١_ کله يو انسان له بديو منع کولاى شي،چې د يوې ډلې نظر واړوي او پرې اغېز وکړي (يو يې وويل : مه يې وژنئ او د ډلې نظريې واړو) (قَالَ قَآئِلٌ ) .

٢_ دا مهمه نه ده،چې څوک دي، مهمه دا ده ،چې څه وايې ( په دې آيت کې د ويونکي نوم نه دى راغلى؛خو خبره يې راخستل شوې ده ) (قَالَ قَآئِلٌ) .

٣_ څه چې اکثريت او ډله وايي سم نه وي ( هغه ورور،چې له بديو يې منع وکړه،يو تن و؛خو له ډلې سره يو رنګ نه شو؛بلکې د هغوى نظر يې هم واړو ) (قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ) .

٤_ که په بشپړه توګه د يو بدکار مخه نشئ نيولاى؛نو څومره مو،چې په وس کې دي، د بديو مخنيوى وکړئ ، سمه ده چې د حضرت يوسف يو ورور د دسيسې مخه و نه شوه نيولاى؛خو لږ تر لږه د وژنې مخنيوى يې وکړ. (قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ) .

هو! ، له فساد سره د مبارزى په لار کې پر فاسد د افسد دفع کول لازم دي (مه يې وژنئ ،په څاه کې يې واچوئ ( لا تقتلوايوسف والقوه فى غيابت الجب .

﴿۱۱﴾ قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا لَكَ لاَ تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ =( او ددې كار د سر ته رسولو لپاره، وروڼه خپل پلار ته راغلل او ) و يې ويل :(( پلارجانه ! ته ولې ( زموږ د ورور) يوسف په اړه پرموږ باور نكوې؟ حال دا چې په حقيقت کې موږ يې خيرغوښتونكى يو؛ ))

ټکي :

د حضرت يوسف وروڼو،چې طرح جوړه کړه بيا ؛نو له ځان سره د حضرت يوسف د بوتلو په موخه پلار ته راغلل؛خو پلار يې د حضرت يوسف له ورکولو وېرېده تر دې،چې وروڼو يې وويل : ولې راباندې باور نه کوې؟

پيغامونه :

١_ هغوى چې پوچ او د ټانټې په څېر تش وي ؛نو خبرې او دعاوې يې ډېرې وي . (لَنَاصِحُونَ) .

٢_ ان په هر ورور هم اعتبار په کار نه دى (ګواکې وروڼو څو ځلې له حضرت يعقوبه حضرت يوسف غوښتى و؛خو يعقوب (ع) به نه ورکاوه.

٣_ پر هر شعار مه تېروځي ( ځاين هم پر ځان د ناصح نوم ږدي ) (لَنَاصِحُونَ ) .

٤_ دښمن مو اعتماد راجذبولو ته هر ډول ډاډ او وعده درکوي . (وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ).

٥_ خاين د خپل خيانت ګناه د نورو پرغاړه اچوي،وايي : د خلکو ګناه ده ،چې باور راباندې نه لري . (مَا لَكَ لاَ تَأْمَنَّا) .

٦_ له هماغې لومړۍ ورځې بشر د خيرغوښتنې په نوم تېروتى دى. شيطان هم د آدم او حوا تېرايستلو ته وويل : زه ستاسې خېر غواړم ؛اعراف ٢١) (وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ) .

٧_ کينه انسان ګناهونو ته راکاږي ان تر ټولو نږدې خپلوان دروغ ويلو او ټګۍ برګۍ ته هڅوي . ( وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ) .

 ﴿۱۲﴾ أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ= سبا هغه راسره (له ښاره بهر) ولېږه،چې ډېرې مېوې وخوري او لوبې وكړي او ساتنه يې پر موږ.))

ټکي :

ځوان ،ماشوم او هر انسان تفريح او ادمان ته اړتيا لري او په دې آيت کې پياوړى سول-منطق راښيي،چې حضرت يعقوب يې دې ته رامات کړ،چې حضرت يوسف ورسره ولېږي .

په روايتونو کې راغلي دي ،چې مؤمن بايد په يو ټاکلي وخت کې تفريح او له حلالو خوندونو ګټه واخلي،چې په دې توګه په نورو ښو چارو کې بريالى وي

وګ : ( نهج البلااغه ،حکمت ٣٩٠) .

نه يوازې پرون ؛بلکې ان نن هم د ورزش او لوبو په نوم ځوانان له خپلې اصلي موخې لرې ساتي،لوبې به ورته يو مهم کار ګڼي ، څو لوبې مهم کارونو وګڼل شي .

پيغامونه :

١_ د اولاد سفر بايد د پلار په اجازه وي . (أَرْسِلْهُ ) .

٢_ وروڼو هوارۍ ته له يوې مباحې او منطقي لارې کار واخست . (أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ) .

٣_ که پلار د اولاد لوبو او تفريح ته کړلار جوړه کړي،نور خلک به يې له دې لارې بې لارې نه کړي (وروڼو يې ورزش ته د حضرت يوسف له اړتيا ناوړه ګټه پورته کړه ) (يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ) .

٤_ د ماشومانو لوبو او تفريح ته مو پام اوسه . (لَحَافِظُونَ ) .

٥_ کله پر يوه خبره ډېر ټينګار؛هغه هم په ښکليو شعارونو او د ټينګ ملاتړ په بيا بيا څرګندولو راښيي،چې يوه دسيسه درته ايستل شوې ده . ( په تېر شوي آيت کې ((وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ)) او په دې آيت کې ((وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) .

﴿۱۳﴾ قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُواْ بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ = (پلار) وويل :(( دا چې تاسې يوسف بيايئ (؛نو) زړه مې دربېږي او ډارېږم، چې په ناخبرۍ کې يې درنه لېوه وخوري!))

﴿۱۴﴾ قَالُواْ لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ =هغوى ځواب وركړ : (( زموږ (د دومره) پياوړې ډلې په شتون كې،چې هغه لېوه خوري؛ نو په واقع کې به موږ ډېر زيان كاري يو ( او داكار كله هم شونى نه دى ) .))

پيغامونه :

پر اولاد زړه سوى پېغمبري ځانګړنه ده . (لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُواْ بِهِ وَأَخَافُ) .

٢-بېلتون ان الهي انبياء غمجنوي . (لَيَحْزُنُنِي) .

٣-الهي ازمېينه پر هماغه څه اخستل کېږي،چې انسان يې لري. ( حضرت يعقوب پر حضرت يوسف حساس و او خداى پر هماغه وازمايه ( َيَحْزُنُنِي … َأَخَافُ )

٤-خولې ته برغولى په کار دى . ( اخاف ان ياکله الذئب ) . ( پلار يې د اولاد له کينې خبر و؛نو ځکه يې حضرت يوسف ته وويل ، چې ليدلى خوب دې وروڼو ته و نه وايې؛خو دلته د هغوى کينه نه وايي ؛بلکې له يوسفه غفلت او د لېوه خطر مطرحوي.

٥-اولاد ته مو استقلال او اجازه ورکړئ (د پلار مينه او د خطر پر وړاندې له اولاده ملاتړ دوه آره دي؛خو د اولاد استقلال هم يو بل آر دى. حضرت يعقوب خپل کوچنى زوى له نورو سره ولېږه؛ ځکه ځوان بايد په تدريج خپلواکي تر لاسه کړي او له پلاره بېل شي؛ خپل ځان ته ملګری خوښ کړي ،پر خپلو پښو ودرېږي ،که څه هم د اولاد د کړېدو او ستونزو په بيه وي .)

٦-پر څه چې حساس ياست، هر څه چا ته مه وياست؛ګنې نو له هماغې حساسيته به مو ناوړه ګټه پورته شي . دلته د حضرت يوسف پلار وويل: وېرېږم،چې لېوه يې درنه و نه داړي،بيا يې وروڼو هم وويل ،چې هغه لېوه وخوړ . (وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ)

٧-غفلت د سترو تاوانونو لامل دى .حضرت يعقوب وويل: وېرېږم که پام مو نه وي،چې لېوه يې درنه ونه داړي . (يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ) .

 پيغامونه :

١-کله مشران د علم او تجربې له مخې خطر احساسوي؛خو ځوانان پر خپل ځواک مغرور وي او هر څه ورته ټوکې ښکاري ، ( وَنَحْنُ عُصْبَةٌ) (پلار وارخطا ؛خو زامن پر خپل ځواک غره ) .

٢-غښتلتيا د رښتينولئ نښه نه ده (ورونه يې تر حضرت يوسف غښتلي وو ((وَنَحْنُ عُصْبَةٌ))؛ خو رښتين نه وو) .

٣-د حضرت يوسف وړوڼو دې ته وارخطا نه شول ،چې حضرت يوسف به لېوه وخوري؛خو غبرګون يې ځګه وښود،چې ځواک يې کمزورى راښوول شوى وي . (وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ ) .

٤-که چا يوه دنده پر غاړه واخسته ؛خو ښه يې ترسره نه کړه؛ نو خپله پانګه،شخصيت او وجدان يې له خطر سره مخامخ کړى دى او زيانمن به وي . (لَّخَاسِرُونَ ) .

٥-دروغجن احساسات څرګندول او د خلکو تېرايستل منافقانه چار دى . ( وروڼو يې پلار ته وويل : ( (إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ) .

٦-ځينې خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره چمتو دي خپل شخصيت هم و لتاړي . وروڼو يې وويل : که زموږ په شتون کې هغه لېوه وخوړ؛نو تاوان به مو کړى وي او هيڅ پت به نه لرو .(إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ)

﴿۱۵﴾ فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ = نو كله يې چې هغه له ځان سره بوت او هوډ يې وکړ، چې په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوي (چې همداسې هم وكړل) او هغه ته مو وحې وكړه، چې هغوى به په راتلونكي كې د هغوى له دې كاره خبركړې،حال دا چې اوس ورته هېڅ پته نشته .

ټکى :

خداى چې اراده کړې وه حضرت يوسف واکمن کړي ؛نو بايد زده کړې وکړي . مريى شي،چې پر مريانو ولورېږي .په څاه او بند کې شي،چې پر بنديانو ولورېږي؛لکه هماغسې،چې خداى خپل پېغمبر ته وويل : ته فقير او يتيم وې ،چې فقير او يتيم له ځانه و نه شړې .

پيغامونه:

١_ د يو څو تنو د نظر يوالى د حقانيت نښه نه ده ( دلته د حضرت يوسف ټول وروڼه يوخوله وو؛خو کار يې په سلو کې سل غلط و ) (أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ ) .

٢-هغه وخت حضرت يوسف ته وحې وشوه ،چې له کورنۍ لرې شو او وروڼو يې پرې تېرى وکړ.(فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ….. وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ ) . ٣_ الهي مرستې په حساسو شېبو کې د انسان لاسنيوى کوي (فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ) .

٤_ په څاه کې د حضرت يوسف د زړه تسل د خداى له اړخه د روښانه راتلونکې الهام و . (وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ ) .

٥_ حضرت يوسف په ځوانۍ کې د الهي وحې وړتيا درلوده .( وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ ) .

٦_ خداى خپل اولياء پرسختيو آزمايي او ورته (لارښوونه کوي (وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ ) .

٧_ له راتلونکي خبرېدل د ډاډيېنې (لامل دى ) (څه چې په څاه کې حضرت يوسف ته تسل ورکړ، د روښانه راتلونکې زېرى و) (وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ ) .

٨_هيله د ژوند تر ټوله ستره شتمني ده . (وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا) .

٩_ چې د ناوړه چارو پايله رسوايي ده؛نو هوښيار انسان بايد خپل نفس کابو کړي . (لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ) .

١٠_ بدې چارې په اشاره او کنايه ياد کړئ . ( دلته د يوسف (ع) د وژلو دسيسه هم په کنايه مطرح شوې ده ( ِأَمْرِهِمْ ) .

﴿۱۶﴾ وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ = (د يوسف وروڼه) بېګا په ژړا خپل پلار ته راغلل .))

ټکي :

په قرآن کې څلور ډوله ژړا او اوښکې راغلي دي:

١_ د شوق اوښکې : ځينې مسيحيانو به د قرآن په اورېدو اوښکې تويولې. (تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ الْحَقِّ ( مائده ، ٨٣)= د حق پېژندنې له امله يې سترګې (دشوق) اوښکې تويوي ))

٢_   د غم او خپګان اوښکې : مينو او عاشقو مسلمانانو به ، چې د رسول اکرم له خولې واورېدل،چې جګړې ته د تلو لپاره امکانات نشته؛نو پر ژړا به شول (وَلاَ عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لاَ أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّواْ وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلاَّ يَجِدُواْ مَا يُنفِقُونَ (توبه / ٩٢) = او (همداراز) پر هغوى هم ګناه نشته، چې تا ته راغلل او ( په جهاد كې د ګډون لپاره يې ) سپرلۍ وغوښته تا ورته وويل :(( زه تاسې ته سپرلۍ نه شم برابرولاى ))؛نو هغوى په اوښلنو سترګو ستانه شول؛ ځكه څه يې نه لرل چې د خداى په لار كې يې ولګوي (او غزا ته پرې ولاړ شي ) .

٣_ د وېرې اوښکې : همداچې الهي آيتونه الهي اولياوو ته ولوستل شي ؛نو بې واکه په ژړا پر سجده شي .

[(خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا (مريم/٥٨)= او چې كله هغوى ته د رحمان (خداى) آيتونه لوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل . ]

[ (وَيَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا (اسراء/ ١٠٩) = هغوى (بې واکه) پرځمكه لوېږي او ژاړي او (ددې آيتونو په لوستو) يې تواضع او عاجزي لاپسې زياتېږي .]

٤_ د دروغو اوښکې : د يوسف (ع) ورونه پر ژړا خپل پلار ته راغلل ،و يې ويل : يوسف لېوه وخوړ . ( يَبْكُونَ) .

پيغامونه :

١_ دسيسه کوونکي د احساساتو له ونډې غافل نه دي؛ناځوانه وروڼه يې د شپې،هغه هم په تياره کې پر ژړا کور ته راغلل ،چې پلار له خپلو احساساتو اغېزمن کړي او قابو يې کړي . (عِشَاء) .

٢_ ژړا تل د رښتينولۍ نښه نه ده پر هره ژړا باور مه کوئ ( َبْكُونَ ) .

﴿۱۷﴾ قَالُواْ يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ = ويې ويل :(( پلاره ! موږ چې ولاړو او پر سيالۍ بوخت شو او يوسف مو د خپلو جامو(ساتلو ته) پرېښود (خو) لېوه وخوړ!(صحيح ده چې) ته به زموږ پر خبره باور و نه كړې،كه موږ هرڅومره رښتيا ووايو. ))

 پيغامونه :

١_ دروغ ،دروغ راوړي . وروڼو يې د خپلې خطا مخونې ته پرله پسې درې دروغ راوړل : سيالۍ ته تللي وو،يوسف مو له جامو سره پرېښود او لېوه وخوړ .( نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا، فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ) .

٢_ دروغجن حافظه نه لري،سره له دې،چې وروڼو يې پلار ته ويلي وو،چې يوسف لوبو ته وړي؛خو پلار ته يې وويل : خپلو جامو ته مو کېنولى و . (وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا)

٣_ په لوبو کې سيالۍ له پخوا وې . (نَسْتَبِقُ)

٤_ دروغجن ټينګارکوي ،چې خلک يې رښتين وبولي . (وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ )

﴿۱۸﴾ وَجَآؤُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ = د يوسف كميس يې په دروغو په وينو (لړلى خپل پلار ته) راووړ،پلار يې (د خبر په اورېدو) وويل : (( ځاني غوښتنو مو دا كار درته ښكلى كړى!نو نيك صبر (او له ناشكرۍ تش زغم) راته غوره دى او څه چې وايئ، په دې اړه له خدايه مرسته غواړم! ))

 ټکي :

١_ پر الهي مقدراتو صبر کول ډېر ښه وي ؛خو هغه صبر به څنګه ښه وي ،چې پر يو وړوکي ماشوم ظلم کوي ،چې حضرت يعقوب وويل : (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ) ؟

ځواب :

لومړې داچې حضرت يعقوب (عليه السلام) په وحې خبر شوى و، چې يوسف (ع) ژوندى دى .

دويم داکه حضرت يعقوب (عليه السلام) کوم حرکت کړى و؛ نو هغوى به هغه څاه ته ورغلي وو او يوسف (ع) به يې وژلى و . درېم : نه ښايي داسې کار وکړو،چې د توبې لار ان پر ظالمانو وتړل شي .

پيغامونه :

١_ټګۍ برګۍ او پلمو جوړولو ته مو تل پام اوسه ( پر وينو ککړ کميس راوړل يو ډول ټګي وه ) (بِدَمٍ كَذِبٍ) .

٢_ پر ځينو مظلوم ښودانې مه تېروځئ (حضرت يعقوب (عليه السلام) پر وينو ککړ کميس و نه غوليد؛بلکې ويې ويل: ستاسې له نفسه پناه غواړم . (بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ) .

٣_ شيطان او نفس، ګناه انسان ته ښه ښيي او ګناه کولو ته يې توجيه ورکوي . (سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ) .

٤_ حضرت يعقوب (عليه السلام) پوهېده ،چې يوسف (ع) لېوه نه دى خوړلى؛نو له زامنو يې د يوسف هډوکي يا مړى و نه غوښت .( سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ) .

٥_ پېښې دوه څېرې لري :

بلا اوسختي (بِدَمٍ كَذِبٍ) صبر او ښکلا (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ) .

٦_ د پېښو پر مهال پر نفس د صبر سربېره ،بايد له خدايه هم مرسته وغوښتل شي . (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ) .

٧_صبر ته هم بايد له خدايه مرسته وغواړو .(فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ) .

٨_ غوره صبر هغه دى،چې له غم او اوښکوسره سره خداى هېر نشي . (وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ) .

٩_ د يو زوى پر خلاف د نورو زامنو دسيسه ډېره کړونکې ده ؛ نو بايد له خدايه مرسته وغوښتل شي .( وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ) .

١٠_ حضرت يعقوب (ع) د ( على ما فعلتم ) پر ځاى ،چې (وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ) غونډله وويله ؛نو خپل زامن يې پوه کړل ،چې پر خبرو مو باور نه لرم .

﴿۱۹﴾ وَجَاءتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُواْ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلاَمٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ = او (په دې ترڅ كې) كاروان راغى؛ نو خپل مشكي يې په اوبو پسې ولېږه، هغه په څاه كې خپله بوكه وغورځوله (ناڅاپه) يې غږ كړ: (( زېرى مې درباندې!يو (ښكلى) هلك دى!))او يوسف يې (د سوداګرۍ) د مال په توګه پټ كړ او چې څه يې كول الله پرې خبر و.

ټکي :

خداى خپل مخلص بندګان يوازې نه پرېږدي او په سختيو کې ورسره مرسته کوي؛نو يوسف (ع) يې په څاه کې پر اوبو تر اوبو لاندې وساته اولکه هماغسې يې چې ابراهيم (ع) له اوره ،موسى (ع) له سينده او حضرت محمد (ص) يې په غار کې وژغورل .

په الهي ارادې ،د څاه رسۍ ددې لامل شوه ،چې يوسف (ع) له څاه ماڼيو ته ورسي؛نو وګورئ ،چې الهي رسۍ څه څه نه کوي؟! ( واعصتموا بحبل الله …….. ) ( آل عمران ، ١٠٣) .

پيغامونه :

١_ کله خپلوان انسان څاه ته ورغوځوي ؛خو خداى يې پر پرديو راباسي (وَجَاءتْ سَيَّارَةٌ) .

٢_ د کار وېش د ټولنيز ژوند د مديريت آر دى .( وَارِدَهُمْ – د اوبو د مسئوول پر مانا دى او راښيى ،چې کاروانيانو کارونه په خپلو منځنو کې ايشلي وو،چې يو يې هم د اوبو مسئوول و) .

٣_ ځينې وګړي،انسانانو ته د کاليو پر سترګه ويني (بِضَاعَةً ) .

٤_له خلکو به يو حقيقت پټ کړي؛خو له خداى سره به څه کوې، چې له هر څه خبردى (وَأَسَرُّوهُ …….. وَاللّهُ عَلِيمٌ) .

﴿۲۰﴾ وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُواْ فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ =( په پاى كې ) هغه يې په ناڅيزه بيه – په څودرهمو – وپلوره او د يوسف د پلورلو په اړه دومره هيله من نه وو (؛ځكه ډارېدل چې راز يې رابرسېره نشي )

 ټکي :

چاچې د خپل وجود يوسف ارزانه وپلوره ؛نو پښېمانه به وي، عمر،ځواني ، عزت، خپلواکي او د انسان پاکي هر يو ځان ته ، يو “يوسف” دى،چې بايد پام پرې وشي.

پيغامونه :

١_ د انسان ګوتو ته په اسانۍ راغلی مال ، په آسانۍ له ګوتو وځي؛ځکه يوسف يې ارزان ګوتوته راوړى و ،ارزان يې هم وپلوره .( وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ ) .

٢_ د مريۍ او مري پلورنې نظام له هماغه پخوا و ،پر هغه مهال يې يوسف دمريي په نامه وپلوره (وَشَرَوْهُ ) .

٣_ داچې پر هغه وخت چا پر يوسف (ع) چرت خراب نه کړ؛نو په راتلونکې کې يې په ګټه شو (وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ) (هو! داچې خلک د وخت پر يوسفانو چرت نه خرابوي ؛نو ځکه يوسفانو ته نه ښايې،چې خپل چرت خراب کړي ) .

٤_ څوک چې د يو څيز پر ارزښت نه پوهېږي؛نو ارزان يې له لاسه ورکوي (بِثَمَنٍ بَخْسٍ) (کاروانيان د يوسف (ع) پرارزښت نه پوهېدل ؛نو ارزان يې وپلوره) .

٥_ بالاخره د ارزښتمنو خلکو د کار ارزښت معلومېږي،که څه هم په يو وخت کې يې څوک هيڅ و نه شمېري (که نن يوسف د مريي په توګه وپلورل شو؛خو يوه ورځ واکمن شو ) (وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ) .

٦_ پيسې ډېر پخوانى تاريخ لري . (دَرَاهِمَ ) .

٧_ کم عقلو سړيو يوسف په کمه بيه وپلوره؛خو عاشقو ښځو هغه عزتمنه پرښته وګڼله.(وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ=ان هذالاملک کريم ) .

امام صادق وايي: ډېرى داسې ښځې دي ،چې له ډېرو نارينو هوښيارې دي . ( کافى٤/٣٠٦ ) .

﴿۲۱﴾ وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن “مصر” لاِمْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ = او چا [=د “مصر”عزيز ] چې هغه په “مصر”كې وپېره، خپلې مېرمنې ته يې وويل : ((دا په عزت ساته،     ښايي موږ ته ګټور شي، يا به يې په زويولۍ ونيسو )) او په دې توګه موږ يوسف پر(هغه) ځمكه ميشت كړ (موږ دا كار وكړ، چې عزت يې وكړو) او هغه ته د خوب د تعبيرولو علم ورزده كړو. خداى پر خپلو چارو برلاس دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي .

ټکي:

د(عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) غونډله په قرآن کې په دوه ځايونو کې راغلې ده : يو ځاى هله ،چې د حضرت موسى (ع) صندوق يې له اوبو راونيو او د فرعون ښځې وويل :” دا ماشوم مه وژنئ ، کېداى شي په راتلونکې کې ګټه راورسوي” ( قصص ،٩) او يو دلته په دې سورت کې ،چې د “مصر” صدراعظم خپلې ښځې ته وويل : ددې مريي درناوی کوه ،کېداى شي په راتلونکې کې ګټه راورسوي .

هو! د خداى په اراده دي ،چې د يو ماشوم او يو ناپېژندلي مريي مينه داسې د “مصر” د واکمنانو په زړونو کې ځاى پيدا کړ،چې د هغه راتلونکې واکمنۍ ته يې لارې چارې برابرې کړې .

پيغامونه :

١_ کرامت د يوسف (ع) له څېرى ورېده ،چې د “مصر” واکمن خپلې ښځې ته د يوسف (ع) سپارښتګر کړ . (أَكْرِمِي مَثْوَاهُ) .

٢_ ښځه په کور کې محوري دنده لري . ( اکرمى مثواه ) .

٣_ بايد شاوخوا خلک او انډيوالان له خلکو سره نېکى ته راوبلو .( اکرمى مثواه ) .

٤_ په معامله کولو کې راتلونکې په پام کې ونيسئ . (عَسَى أَن يَنفَعَنَا) هيلمن يم دا ځوان په راتلونکې کې ګټه راورسوي ) .

٥_ د خلکو درناوى،چې وکړې ؛نو سبا ترې د مرستې او دوستۍ تمه هم درلودى شې ( نن د خلکو درناوى وکړه ،چې سبا ګټه درورسوي ) ( اکرمى ينفعنا) .

٦_ زړونه د خداى په لاس کې دي ،د يوسف (ع) مينې د پېرونکي په زړه کې ځاى پيدا کړ( عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ) .

٧_ مهم هوډونه يو دم مه نيسئ ، لومړى ښه پرى ځان پوه کړئ ،بيا هوډ ونيسئ؛لومړى به يوسف (ع) د کور کار ته کورته يوسو،( عَسَى أَن يَنفَعَنَا) او بيا به يې ورو ورو خپل زوى کړو .(نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) .

٨_ زوى نيونه پخوانى تاريخ لري . (نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) .

٩_ د “مصر”واکمن زوى نه درلود (نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) .

١٠_ که خداى درسره مل وي؛نو هر څه به خير شي ( وروڼو يې څاه ته ګوذار کړ؛خو هغه نن په ماڼۍ کې ناست دى )( وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ) .

١١_ تر خپل لاس لاندې خلک واړه مه ګڼئ ،کېداى شي همدوى د راتلونکي واکمنان شي .

١٢_د مسئووليت پر غاړه اخستو لومړى شرط علم او پوهه ده (وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ) .

١٣_په هر غم پسې خوشحالي وي،څوک چې د مريي په نوم وپلورل شو؛ نن يې ځاى ماڼۍ ده (وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ = وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ) .

١٤_د خداى اراده وه ،چې يوسف (ع) يې د څاه له تپو تيارو راوايست (مَكَّنِّا لِيُوسُفَ) .

١٥_ په بشپړه توګه پر بديو د نېکيو برلاسېدل،الهي سنت دى . (وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ ) .

١٦_ څه ته چې موږ پېښه وايو،په حقيقت کې د الهي ارادې پلي کېدو ته نقشه ده . (وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ) .

١٧_ډېرى پېښې راته ناوړه ښکاري ؛خو اصلي څېره يې خېر وي ( په ظاهره خو يوسف (ع) څاه ته ورګوذارشو؛خو په واقع کې نقشه يو بل څېز وه ) (وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ…. وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ) .

١٨_ خلک يوازې د پېښو ظاهري بڼو ته ګوري ؛خو له الهي کړلارو بې خبره دي (لاَ يَعْلَمُونَ ) .

﴿۲۲﴾ وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ = او چې كله يوسف د مړانې( بلوغ) او مټ شو؛ نو موږ ورته “حكم ” [=نبوت ] او ” علم” وركړ او له نېكانو سره همداسې ډول چلن كوو .

ټکي :

د “ أَشُدَّهُ ” ټکى له “شد” اخستل شوى،چې د کلکې غوټې په مانا دى ،چې روحي او بدني کلکوالي ته اشاره ده .

پيغامونه :

١_علم او حکمت وړتيا او چمتووالى غواړي. (بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا) .

٢_ حکمت له علم سره توپير لري (بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا) (علم،پوهه ده ؛نو حکمت هغه ليد او ليدانه-بصيرت دى،چې انسان حق ته رسوي کله داسې وي ،چې خلک علم او پوهه لري ؛ خو په هوډنيونو کې يې پښه خوېږي، لازمه ليدانه نه لري ،چې له بې لاريو خلاصون پيداکړي .

خداى يوسف (ع) ته هم علم او هم يې حکمت ورکړ) . ٣_ خلکوته د هغوى د عزل او نصبولو علت ووياست (يوسف نېک عمله و ؛نو علم او حکمت مو ورکړ)( آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) .

٤_ نېکان په همدې دنيا کې هم برلاسي وي (وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) .

هو! بايد نېکي وکړو ،چې الهي انعامونه مو په برخه شي .

٥_ الهي پېرزوينې ته يوازې علمي او بدني چمتووالى نه دى پکار؛ بلکې ښه قوت هم په کار دى (نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) .

﴿۲۳﴾ وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ = او هغه ښځه، چې يوسف يې په كوركې و، هغې خپل ځان ته د يوسف پام را اړاوه او ورونه يې وتړل او ويې ويل :(( چې راشه ( زه دې په اختيار كې يم !) )) .( يوسف ورته ) وويل : (( پناه پر خداى! په حقيقت کې هغه [= د “مصر” عزيز] خو زما بادار دى او زه يې ښه ساتلى يم (ايا دا شونې ده، چې زه ورسره ظلم او خيانت وكړم ؟) په رښتيا چې ظالمان بريالي كېداى نشي.))

 ټکي :

د ((مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ) تفسير دوه احتماله لري :

الف : خداى ،مې پالونکی دى ،چې زما مقام يې اوچت کړى او پناه ترې غواړم .

ب _ د “مصر” واکمن مې بادار دى ،ما يې نمک خوړلى او زما په باب يې وويل: ((أَكْرِمِي مَثْوَاهُ)) او زه ورسره خيانت نه کوم .

دواړه نظرونه خپل پلويان لري،چې هر يو خپل نظر ته اسناد هم لري؛خو زما په اند،لومړى احتمال غوره دى ؛ځکه يوسف (ع) د الهي تقوا له امله ځان پرګناه ککړ نه کړ،نه دا چې ووايي: د “مصر” واکمن په کور کې يم او حق راباندې لري؛نوځکه يې پر ښځه تېرى نه کوم؛ځکه ددې کار ارزښت تر الهي تقوا خورا ټيټ دى .

البته په دې سورت کې څو ځل د”بد” ټکى هم کارېدلى،چې د “مصر” واکمن ته اشاره ده ؛خو په هر ځاى کې ،چې د “ربى” ټکى راغلى،مطلب يې خداى دى .

د يوسف (ع) له شانه لرې ده ،چې ځان دومره سپک کړي ،چې د “مصر” واکمن ته “ربي” ووايې .

پيغامونه :

١_ سترګناهونه په نرمۍ پيلېږي (وَرَاوَدَتْهُ ) .

٢_ يوازې د سړي پاکوالى بس نه دى ؛ځکه کله ښځې د سړو مخې ته راوځي (وَرَاوَدَتْهُ ) .

٣_ شهوت دومره ځواکمن دى ،چې د “مصر” د واکمن مېرمن يې هم خپله وينځه کړې وه (وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي) .

٤_ کوښښ وکړئ د سرغړاندي انسان نوم وانخلئ او پر اشاره او کنايه ياد شي، قرآن د “مصر” د واکمن د مېرمن نوم نه دى راوړى ؛بلکې وايي : (الَّتِي) .

٥_ په کوم کور کې،چې نامحرمې ښځې وي ؛نو ځوان هلکان پکې ځان ته مه پرېږدئ ؛ځکه احتمال لري د مراودې باب پرانستل شي (وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا) .

٦_ مينه په تګ راتګ او خبرو اترو زياتېږى،په کورکې د يوسف دايمي شتون، په کور کې د تدريجي مينې لامل شو(وَرَاوَدَتْهُ ) .

٧_ د اخلاقي مفاسدو په باب خبرې پوښلې او په ادب وکړئ (وَرَاوَدَتْهُ ) .

٨_په تړلي چاپېريال کې د نامحرمې ښځې او نارينه شتون ګناه ته لار هواروي (وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ) .

٩_زنا له پخوا رټلى چار و؛نو ځکه “زليخا” ټول ورونه وتړل (وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ) .

١٠_ټول ورونه به وتړل شي؛خو د خداى د بښنې ور تل خلاص وي (وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ……. مَعَاذَ اللّهِ) .

١١_ د الهي ازمويېنې ځايونه او موقعيتونه توپير لري ؛کله په څاه کې او کله په ماڼۍ کې (وَرَاوَدَتْهُ…… قَالَ مَعَاذَ اللّهِ) .

١٢_د انسان تقوى او اراده کړاى شي پر کږلاريو او سرغړونو برلاسې شي (مَعَاذَ اللّهِ ) .

١٣_ خدای په پام کې نيول د ګناه د مخنيوي لامل دى (مَعَاذَ اللّهِ) .

١٤_که مشر مو د ګناه حکم درکړ؛نو مه يې منئ (قال معاذالله ) ( د خلکو اطاعت ته له خدايه سرغړونه مه کوي .

١٥_ د ګناه بلا چې راپېښه شوه ؛نو مه ورغاړې وځئ؛بلکې له خدايه پناه وغواړئ ( قال معاذالله ) .

١٦_په سلطنتي ماڼۍ کې هم انسان پاک رښتين پاتې کېداى شي (قال معاذالله ) .

١٧_ جنسي غرېزه دومره ځواکمنه ده ،چې بايد له خدايه ترې پناه وغوښتل شي ( معاذالله ) .

١٨_ نفس او نفسپالی انسان يوازې له ظاهري رسوايۍ وېرېږي ( زليخا ور کلک وتاړه)؛خو خداى نمانځى انسان يوازې له خدايه وېرېږي ( معاذالله ) .

١٩_ غوره تقوى هغه ده،چې انسان د خداى د مينې او پېرزوينې په پار ګناه و نه کړي ،نه د دوزخ د اور له وېرې او يا د دنيا د رسوايۍ له ويرې (مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ) .

٢٠_ الهي پېرزوينې رايادول د ګناه دپريښوولو لامل دى (إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ ) .

(٢١) د ګناه د عاقبت راپريادول له ګناه د بچېدو لامل دى (إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ) .

(٢٢) زنا ته هڅول ،يا ځوانانو ته د ګناه لار هوارول ،چې دلته دا کار زليخا وکړ،پرځان،مېړه ، مېرمنې او ټولنې تېرى دى . (إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ).

(٢٣)= کله يوه شېبه ګناه هم انسان له همېشنۍ نېکمرغۍ لرې کوي (لاَ يُفْلِحُ )

(٢٤)ګناه کول د نعمتونو ناشکري ده . (لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ) .

(٢٥ د هر کار عاقبت وسنجوئ او بيا يي وکړئ (لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ).

(٢٦)يوسف (ع) پر هغه مهال د فلاح په فکر کې و (لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ) .

(٢٧)کوم انسان ،چې په خپل ارزښت او مقام پوهېږي؛نو ځان په کمه بيه او لنډمهاله څيزونو او چارو نه پلوري (لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ) .

(٢٨)پر يوه وره ،چې ظلم راننوځي ؛نو پر بل ور به فلاح وتلې وي (لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُون ) .

﴿۲۴﴾ وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ = ا و په حقيقت كې ښځه د يوسف پر لور ورمخکې شوه او که (يوسف هم) د خپل پالونکي څرګند دليل نه واى ليدلى (؛نو) د هغې پر لور به ورمخکې شوى واى! دغسې (مو وكړل) چې له هغه بدي او بې حيايي (زنا او خيانت) لرې كړو؛(ځكه) چې هغه زموږ له مخلصو او غوره کړاى شويو بندګانو ځنې و .

 ټکي :

امام صادق وويل: ((بُرْهَانَ رَبِّهِ))هماغه د پوهې رڼا ،يقين او حکمت و،چې خداى په پخواني آيتونو کې وويل: (آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا)

وګورئ: ( تفيسرکشف الاسرار ) .

او داچې په ځينو روايتونو کې راغلي : هغه د خپل پلار څېره يا حضرت جبرائيل وليد؛ نو ددې روايتونو سند ټينګ نه دى .

په قرآن کريم کې ډېر ځل د الهي اولياوو پرخلاف د الهي دښمنانو نقشې راغلي،چې خداى ورته ټولې نقشې خاورې ايرې کړي دي ؛د بيلګې په توګه : د خداى رسول ،چې د تبوک له جګړې راستنېده ؛نو منافقانو غوښتل د خداى د رسول د اوښ په وژنې هغه ووژني [يَحْلِفُونَ بِاللّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدْ قَالُواْ كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُواْ بَعْدَ إِسْلاَمِهِمْ وَهَمُّواْ بِمَا لَمْ يَنَالُواْ وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ فَإِن يَتُوبُواْ يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ (توبه/٧٤)= پرخداى قسمونه خوري، چې ( په پېغمبر پسې يې ناسمې خبرې ) ندي كړي ، حال داچې هرومرو يې د كفرخبرې كړې دي او ترخپلې مسلمانېدنې وروسته كافران شوي دي او( دخطرناك كار) هوډ يې کړى و؛ خو و يې نكړاى شو، هغوى يواځې لدې غچ اخلي چې خداى او د هغه پېغمبر، هغوى په خپل فضل (اوكرم) بې اړې كړل (؛خو سره لدې) كه توبه وباسي؛ نو ورته غوره ده اوكه مخ يې واړاوه؛ نو خداى به ورته په دنيا او اخرت كې دردناكه سزا وركړي او د ځمكې پرمخ ملاتړ او مرستندوى يې نشته !]

يا دا چې د پېغمبر اکرم (ص) د منحرفولو هوډ يې نيولی و

[وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مُّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلاُّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا (نساء/١١٣)= او كه پر تا د خداى فضل او رحمت نۀ واى؛ نو د هغوى (خاينانويا منافقانو) يوې ډلې هوډ درلود؛ چې تا بې لارې كړي؛ خو هغوى يواځې خپل ځانونه بې لارې كوي او تا ته هېڅ ډول زيان نشي رسولاى او خداى پر تا كتاب او حكمت نازل كړ او په څه چې نۀ پوهېدې، در و يې ښوول او(تل) درباندې د خداى لوى احسان دى. ))

او يا داچې د تېري هوډ يې ونيو،چې و نه شو

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُواْ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ( مائده ١١)= مؤمنانو! د خداى هغه نعمت درياد كړئ چې كله (د دښمن ) يوې ډلې تاسې ته د لاس غځونې (او بريد) هڅه وکړه (چې له منځه مو يوسي )؛ خو خداى د هغوى لاسونه درځنې لنډكړل او د خداى ( د نعمتونو له هېرولو) ووېرېږئ او مؤمنان بايد يواځې پر خداى توكل وكړي .]

د هغو خلکو د وينا له مخې ،چې يوسف (ع) يې پېژانده او په خپله د يوسف (ع) د وينا له مخې ، يوسف معصوم او پاکلمنى و،چې موږ يې يو څو بېلګې راوړي دي :

١_ خداى وويل : (لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ) ( موږ له يوسف سره د برهان له لارى مرسته وکړه ) ، چې بدي او فحشاء ترې لرې کړو؛ځکه هغه زموږ له انتخاب شويو بندګانو و .

٢_يوسف (ع) وويل:(قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ) خدايه ! زندان راته تر هغې ګناه غوره دى ،چې ورته رابلي مې. په بل ځاى کې يې وويل :زه مې د کور خاوند ته په نشتوالي کې يې خيانت نه کوم .

٣_ زليخا وويل : له يوسف سره مې مراوده وکړه او هغه مصعوم و.

٤_ د “مصر” واکمن وويل : (يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ ) يوسفه ! ته په دې پېښې پرده واچوه او زليخا ته يې وويل : له کړې ګناه دې توبه وکړه .

٥_ هغه شاهد،چې ګواهي ورکړه،و يې ويل : که کميس له شا شلېدلې وي ؛نو يوسف مصعوم دى . ( ان کان قميصه ) .

٦_ د “مصر” ښځو وويل : ( ما علمناعليه من سوه ) مونږ ترې هيڅ بدي اوګناه ونه ليده .

٧_ ابليس،چې د ټولو د تېر ايستو وعده کړې،و يې ويل : زه د انتخاب شوي کسانو سيالېداى نه شم او دې آيت يوسف (ع) مخلص نومولى دى .

پيغامونه :

١_که الهي مرستې نه وي ؛نو د هر چا پښه ښويېداى شي (وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ) .

٢_ په هر ځاى کې داسې څه شته ،چې د انسان د خلااصون لامل شي (وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ) .

٣_ الهي انبياء هم په غريزو کې د انسانانوپه څېر دي ؛خو پر خداى يې ايمان دومره پياوړى وي ،چې ګناه نه کوي (وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ).

٤_ له خدايه غفلت پر ګناه د ککړېدو لامل او ورته پام له ګناه د ساتنې لامل دى (وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ) .

٥_مخلصېدل انسان له ګناه ساتي (لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ) .

٦_ خداى د خپلو مخلصو بندګانو ساتونکى دى (لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ) .

٧_ بدي او فحشاء او مخلصتوب په يوه لوښي کې نه راټولېږي (لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ) .

٨_مخلصتوب يوسف ته نه و،هر څوک دې تکړه شي او هغه ، چې يوسف وکړل ،دوى دې هم وکړي،چې مخلص شي (إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ) .

[“من”؛يعنې يوازې يوسف نه دى؛بلکې د هغه په څېر کېداى شو].

﴿۲۵﴾ وَاسُتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَاء مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ= او دواړو د وره خواته منډه كړه (يوسف مخكې او ښځه ورپسې وه ) او( ښځې) يې د شا له خوا كميس (په راكښلو) څيرې كړ او دواړه د وره مخ کې د ښځې له مېړه سره مخامخ شول، ښځې وويل: (( چا چې ستا كورنۍ ته ناوړه نيت كړى وي؛ نو سزا به يې بې له بند يا دردناك عذابه بله څه وي؟. ))

 ټکي :

((وَاسُتَبَقَا)) د “سبقت” او يا دوو يا څو څيزونو يو له بله د مخکې کېدو پر مانا دى . يوسف (ع) له ګناه د تېښتې په موخه د وره پر لور ورمنډه کړه ،چې زليخا هم ورپسې وه،ته به والکه سيالي يې سره ايښې ده : په اوږدو د “قد” يوې ټوټې څېرېدو ته وايې . “لفاء” د يو څيز ناڅاپه ليدو ته وايي .

پيغامونه :

١_ له خدايه پناه غوښتل او يوازې د “معاذالله” ويل بسيا نه دي؛ بلکې بايد له ګنا دوه خپلې او دوه پردۍ شي (وَاسُتَبَقَا ) .

٢_کله د عمل ظاهر يو وي ؛خو موخې بېلې وي (يو منډه وهي ، چې پر ګناه ککړ نشي او بل ورمنډه کوي،چې پرګناه يې ککړ کړي ) (وَاسُتَبَقَا) .

٣_ د ګناه کولو ته د ورونو د تړل کېدو پلمه بسيا نه ده ؛بلکې بايد په تړلي ورونو پسې هم ورشو،کېداى شي خلاص شي (وَاسُتَبَقَا الْبَابَ) .

٤_ د ګناه له صحنې بې پامه او ژر مه تېرېږئ،مجرم عموماً له ځانه د ګناه يوه نښه پرېږدي (وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ) .

٥_ کله بايد ناڅاپه کور او د کار ځاى ته چکر ور ولګول شي (وَأَلْفَيَا) .

٦_ کله مجرم په خپله شکايت کوونکى وي ،دلته زليخا ،چې په خپله مجرمه وه،له يوسف (ع) يې شکايت وکړ.( قَالَتْ مَا جَزَاء مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ)

٧_ ګنهکار د خپل ځان خلاصون ته د خپلوانو عواطف او احساسات راپاوروي،زليخا خپل مېړه ته وويل : هغه دې ناموس ته بد نيت کړى و (بِأَهْلِكَ) .

٨_ د قدرت خاوندان که پړه شي ؛نو نور تورنوي (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا) .

٩_ ډېرى د حق خبرې دي ،چې موخه يې باطله وي (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ) .

١٠_ بنده او بنديتوب پخوانى تا ريخ لري (أَن يُسْجَنَ) .

١١_د سزا اورول د “مصر” د واکمن د مېرمنې د قدرت نښه وه (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ) .

١٢_ زليخا مينه نه؛بلکې نفسپاله وه ؛ځکه مين تل چمتو وي ، چې ځان له خپلې معشوقې ځار کړي، نه داچې تورن او بندي يې کړي (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ) .

١٣_ هوسي مينه ،کله له عاشقه وژونکى هم جوړوي (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ ) .

١٤_ زليخا په حکومت کې نفوذ درلود ؛نو ځکه يې د يوسف د بنديتوب وړاندېز وکړ. (إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ) .

﴿۲۶﴾ قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الكَاذِبِينَ =(يوسف) وويل :(( دې په ټينګه زه د ځان لوري ته رابللم!)) او په دې وخت كې د هغې ښځې له كورنۍ يوه شاهدي وركړه چې:((كه د هغه كميس له مخې شلېدلى وي؛نو ښځه رښتيا وايي او هغه دروغجن دى؛

﴿۲۷﴾ وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِن الصَّادِقِينَ = او كه كميس يې د شا له لوري شلېدلى وي؛نو ښځه دروغجنه ده او هغه رښتونى دى.))

 ټکي :

ځينو روايتونو داسې ويلي،چې شاهد يو ماشوم و،چې د حضرت عيسى (ع) په څېر په زانګو کې په خبرو شوی و؛داچې دا روايتونه قوي سند نه لري ؛نو اعتبار پرې نه شو کړاى؛خو غوره ده،چې شاهد د واکمن يو سلاکار وبولو،چې د ښځې له اړخه يې خپلوان و او ډېر هوښيار هم و او د “مصر” د واکمن په څېر ددې پېښې شاهد و .

لومړى يوسف (ع) خوله را و نه سپړله او کېداى شي که د واکمن مېرمن خوله نه واى راسپړلې او يوسف يې نه و تورن کړى؛نو يوسف (ع) به هيڅ کله نه و چمتو شوى ،چې څوک بې پته کړي، ووايي (قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي) .

څوک چې څومره پاک هم وي،هومره د تورونو خولې ورته متوجې وي، په سړيو کې څوک هم د يوسف (ع) پاکۍ ته نه رسېده ،چې هغه يې هم پر زنا تورن کړ؛خو خداى يې په هر ځاى کې پاکوالى ښه ثابت کړ.

د يوسف (ع) په کيسه کې کميس يې برخليک جوړونکې ونډه درلوده دلته له شا د يوسف (ع) د کميس شلېدل يې د بې ګناهۍ د جوتېدو او د ښځې د جرم د ثابتېدو لامل شو او په بل ځاى کې د يوسف (ع) د کميس نه شلېدل يې د وروڼو د جرم د ثابتبدو لامل وګرځېد؛ځکه وروڼو يې،چې په څاه کې ورګوذار کړ؛نو د هغه کميس يې پر وينو ولړه او پلار ته يې راوړ او ورته يې وويل: يوسف لېوه وخوړ،چې پلار يې وپوښتل ؛نو ولي يې کميس نه دى شلېدلى ؟! د کيسې په پاې کې هم د يوسف (ع) کميس د پلار د ړندو سترګو د بيا رغېدو لامل شو!

پيغامونه :

١_تورن بايد له ځانه دفاع وکړي او اصلي مجرم په ګوتو کړي. حضرت يوسف د((مَا جَزَاء مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ)) د جملې پر وړاندې د (هِيَ رَاوَدَتْنِي) په ويلو زليخا ته مضبوط ځواب ورکړ،ويې ويل: هغې د ګناه نيت وکړ.

٢_څوک چې د قضاوت-ورمندون پر کرسۍ ناست وي ؛نو بايد د شکايت کوونکي شکايت او د تورن دفاع واوري او د شواهدو تر څېړولو وروسته خپل نظر څرګند کړي ( په دې کيسه کې ښځې وويل : يوسف تعرض وکړ(( أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا)) يوسف (ع) تور رد کړ،و يې ويل : ((هِيَ رَاوَدَتْنِي)) ؛يعنې ګناه د زليخا ده .

شاهد هم د درغو او رښتياوو جوتولو ته له شا او يا مخې د يوسف (ع) د کميس شلېدل مطرح کړ.

٣_له بې ګناه دفاع فرض ده او په هر ځاى کې چوپتيا پکار نه ده (وَشَهِدَ شَاهِدٌ ) .

٤_د حقيقت روښانه کولو ته مرسته ډېر ښه چار دى (وَشَهِدَ شَاهِدٌ) .

٥_ په ورمند کې چې څوک مستنده خبره وکړي او پر قرآئنو يې تاييد کړي ؛نو د شاهد حکم لري (وَشَهِدَ شَاهِدٌ) .

٦_ خداى داسې د خلکو ملاتړ کوي،چې د چا به ورته هيڅ پام نه وي (وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا) .

٧_ چې خداى درسره مل وي ؛نو د مجرم خپل خپلوان به ورباندې شاهدي ووايي .( وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا) .

٨_ په عدالت کې حسب، نسب ، موقعيت او خپلوي ته دخالت ورکول جايز نه دي (وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا) .

٩_پر خپلوانو د يو بل شاهدي ډېر د اطمينان لامل ګرځي ( شاهدمن اهلها وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا).

١٠_ په ورمندون کې د مجرم او شاکي تر خبرو ډېر بايد اسناد او مداوک وڅېړل شي(قَالَتْ مَا جَزَاء….قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي….وَشَهِدَ شَاهِدٌ… إِن كَانَ قَمِيصُهُ…..) .  

١١_ورمندون او د مجرم پېژندنه خپل کارپوه ته اړتيا لري (وَشَهِدَ شَاهِدٌ… إِن كَانَ قَمِيصُهُ….) .

١٢_ په جرم پېژندنه کې له مجرمه،هغه وړې او نازکې نښې پاتې کېږي،چې د مجرم په پيدا کولو کې مرسته کوي (إِن كَانَ قَمِيصُهُ) .

١٣_د جرم او مجرم پېژندنې ته د جرم پېژندنې له طريقو کار اخستل پکار دي . (إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن…….) .

﴿۲۸﴾ فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ = نو چې كله (د “مصر” عزيز) وليدل، چې د هغه (يوسف) كميس له شا لوري شلېدلى دى، ويې ويل :(( بېشكه دا ستاسې (ښځو) مكرونه دي،چلونه مو ډېر لوى دي!

ټکي :

سره له دې،چې قرآن د شيطان چل (كَيْدِ) ضعيغه بولي [(إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا (نسا/ ٧٦)= د شيطان چل او دسيسه ( دهغه د قدرت په څېر ) كمزورې ده . ))] ؛خو دلته په دې آيت کې يې د ښځو چل (کيد) سترګڼلى دى . د “صافى تفسير” د وينا له مخې، د شيطان وسوسه په يوه شېبه کې وي ،غيابي او پر غلا وي؛خو د ښځې وسوسه له مينې،محبت او هميشني شتون سره وي .

کله خداى ځينې کارونه پر کوچنيو وسيلو ترسره کوي ؛د بېلګې په توګه : “ابرهه” يې د “ابابيل” پر مرغيو هلاک کړ، پېغمبر اکرم (ص) يې د هجرت پرمهال د غڼې په جال وساته ، د مړي ښخولو چل يې پر کارغه وښود، د ماشوم په خبرو کېدو يې د بي بي مريم پاکووالی جوت کړ،د ملاچرګک په مرغه د يوه هېواد ايمان راوړل،په کميس د يوسف (ع) بې ګناهي جوتول او په پيسو د کهف د اصحابو پېژندل کېدل يې بېلګې دي .

پيغامونه :

١_ د شواهدو او قرائنو له مخې بې مينې او کينې ورمند د عدالت نښه ده (فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ) .

٢_ سوليز استدلال ،هر منصف انسان ماتوي ( د “مصر” واکمن د شاهد خبره ومنله ) (وَشَهِدَ شَاهِدٌ….. قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ) .

٣_ د جرم نښې او اسناد بايد په ځېرکۍ وڅېړل شي (قُدَّ مِن دُبُرٍ) .

٤_ چې پرېکنده پايلې ته رسېدئ؛نو د حکم په اعلانولو کې ځنډ مه کوئ . (فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ) .

٥_ د “مصر” واکمن د نسبي عدالت او په چلن کې د انصاف خاوند و؛ ځکه بې څېړني يې څوک تورن نه کړ او ترهغې وروسته يې حق يوسف ته ورکړ) (فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ) .

٦_ هېڅکله او تل حق د پردې شا ته نه پاتې کېږي او يوه ورځ به مجرم په خپله رسوا شي (إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ) .

٧_ د حق خبره که څه هم ترخه او په تاوان مو وي ؛نو و يې منئ ( واکمن ومنل ،چې ګناه يې د مېرمن ده ) إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ) .

٨_ د ناپاکو ښځو له مکرونو ځان وساتئ ،چې خورا خطرناک دي (إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ) .

٩_ مکر،چې څومره هم ستر وي ؛خو د رابرسېره کېدل او څپړل شوني دي . (فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ) .

﴿۲۹﴾ يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ = يوسفه! له دې (موضوع ) تېر شه او ښځې! ته هم د خپلې ګناه بښنه وغواړه، چې له خطا كارانو يې ))

پيغامونه :

١_ د “مصر” واکمن غوښتل خبره پټه پاتې شي؛خو د نړۍ ټول خلک ترې په ټولو پېړيو کې خبر شول،چې د يوسف پاکي جوته شي . (يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا) .

٢_ د “مصر” واکمن د خپل مقام په خاطر له يوسف وغوښتل، چې له دې خبرې تېر شه (أَعْرِضْ عَنْ هَذَا) .

٣_ د مصر واکمن هم د نورو ماڼۍ ميشتو په څېر د ناموس او غيرت له مسئلې سره په نرمه چلن وکړ او يوازې په رټلو او توبه ايستو يې بسيا وکړه او په ټينګه يې خپلې ښځې ته څه ونه ويل . (وَاسْتَغْفِرِي ) .

٤_ غير الهي واکمنان له خپلو ګناهکارو خپلوانو سره غوڅ او عادلانه چلن نشي کړاى (وَاسْتَغْفِرِي ) .

٥_ بې له خپل مېړه له بل سره د مړوخې ښځې اړيکه ناروا چار دى (وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ).

﴿۳۰﴾ وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ = ( دا پېښه په ښار كې خپره شوه 🙂 او د ښار يوې ډلې ښځو وويل : ((چې د عزيز مېرمن خپل مريى ځان ته رابللى او پرې ميينه شوې،په رښتيا چې هغه خو موږ په څرګنده بې لارۍ كې وينو( چې مېړه لري او په مريي پسې ګرځي ) . ))

ټکي:

“شغاف”هغه وېر ده،چې د پوښ په څېر يې زړه پوښلى دى . ((شَغَفَهَا حُبًّا))يعنې؛د زليخا زړه پر يوسف (ع) اوبه څښلي او سخته مينه يې ورسره پيدا شوې ده . ( نمونه تفسيرغوند) .

دوه ډلو د يوسف (ع) په باب وويل : له يوسف سره بې بريده مينه د بې لارۍ نښه ده : يو يې ورونه ول ،چې له يوسف (ع) سره د پلار په مينه يې خپل پلار ته بې لارې ووايه او ويې ويل : (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ) بل د “مصر” ښځو زليخا ته له يوسف سره د ميني په پار بې لارې وويله، ويې ويل : (إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ) .

هر چا يوسف ځان ته غوښته؛حضرت يعقوب(عليه السلام) ورته زوى وايه ؛(يابنى ) کاروان هغه خپله شتمني بلله ؛( وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ) د “مصر” واکمن ورته خپل زوى ووايه ؛ (نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) زليخا خپل معشوق باله (شَغَفَهَا حُبًّا) بنديانو خپل تعبيرونکى باله ( نبئنا بتاويله ) ؛خو خداى يې خپل ټاکلى او استازي ګڼي ( يجتبيک ربک) او هغه څه چې يوسف (ع) ته پاتې شو، د رسالت مقام و (وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ) .

پيغامونه :

١_د چارواکيو د کورنيو حالات ډېر ژر ډنډوره کېږي ؛نو بايد خپلو کړنو ته يې پام وي .( وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ) .

٢_ ګناه کولو ته د ور تړل د رسوايۍ مخنيوى نشي کړاى ( غلقت الابواب وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ …. وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ) .

٣_ د کور د وګړيو خطاوې د کورنۍ په مشر پورې تړل کېږي . (امْرَأَةُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا) .

﴿۳۱﴾ فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ = چې كله (د عزيز مېرمن ) د هغوى له فكره خبره شوه؛ نو(څوك) يې ورپسې ولېږه (او را و يې بللي) او هغوى ته يې (په ناستون كې ګرانبيه) بالښتونه ايښي ول او هرې يوې ته يې (د مېوې غوڅولو لپاره) چاړې هم وركړې وې او په دې ترڅ كې يې (يوسف ته) وويل : ((هغوى ته راووځه !)) پر يوسف چې د ښځو سترګې ولګېدې؛نو هغه يې ډېر ستر (او ښكلى) وموند(او له ډېرې حيرانتيا يې) خپل لاسونه غوڅ كړل او و يې وويل :(( پاك دى خداى ! دا( زلمى) خو بشر نه دى؛ بلكې (د ښكلا) ستره پرښته ده !))

ټکي :

د ((وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ)) ټکي دوه ډوله مانا کېداى شي : يو داچې د مېوې پر ځاى يې خپل لاسونه غوڅ کړل او بل داچې له مېوې خوړولو يې لاس واخست .

((حَاشَا)) رسم د او،چې کله به يې يو تن له يوه عيبه پاک ګڼه ؛نو لومړى به يې خداى پاک ګڼه او بيا هغه سړى ( تفسيرالميزان ) .

زليخا يوه سياستواله ښځه وه،چې پر مېلمستيا يې د خپلو سيالانو خولې ټپې کړې.

پيغامونه :

١_ کله د نورو د مسايلو ويل زړه سوى نه وي ؛بلکې موخه ترې د هغوى پر خلاف کينه او دسيسه وي .

٢_ کېداى شي د “مصر” ښځو د خبرې په ډنډوره کولو غوښتل په خپله يوسف وويني ( ِ بِمَكْرِهِنَّ) .

٣_کله بايد د مکر ځواب په مکر ورکړ شي (د “مصر” ښځو په ډنډورو خپله نقشه عملي او زليخا په ميلمستيا يې ځواب ورکړ) (أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ) .

٤_ زليخا د هغې ډنډورې پر خلاف،چې ورته جوړه شوې وه، قابو کولو ته يې،هغه ښځې تر کنترول لاندې راوړې ،چې ددې ډنډورې عاملينې وې (ښکاره خبره ده ،چې رابلل شوې يوازې د هماغې سيمې ښځې نه وې ) (فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ) .

٥_   مجرم کله د خپل ځان د خلاصۍ په موخه نورو ته هم د جرم لار برابروي،چې خپل جرم عادي چار وښيي (فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ ) .

٦_ د هر مېلمه ته ځان ته کاسه ايښوول ښه او ستايل شوى چار دى (وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا) .

٧_له باداره لاروي تر هغه پکار ده،چې د ګناه لامل نشي (وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ) .

٨_ پر سترګو ليدل چېرته او اورېدل چېرته (فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ) .

٩_انسان په فطري توګه د ستروالي پر وړاندې متواضعېږي . ( أَكْبَرْنَهُ) .

١٠_ زليخا د “مصر” ښځو ته دا وښووله : تاسې،چې يوه شېبه يوسف وکوت او خپل طاقت موله لاسه ورکړ، حال دا چې هغه شپه و ورځ زما په کور کې دى (فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ) .

١١_ ژر نيوکه مه کوئ ! کېداى شي که تاسې هم د هغه پر ځاى واى ؛نو د هغه په څېر به مو کړي واى (وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ) (نيوکه کوونکيو،چې يوسف وليد؛نو ټولې د زليخا په څېر شوې) .

١٢_ انسان ،چې ازمېيل شوى نه وي؛نو ځان ته يو څه غاوره وي؛خو چې کله و ازمايل شو؛نو په ناځانخبرۍ توګه خپل ماهيت رابرسېروي (فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ) .

١٣_ عشق ،چې راشي؛نو انسان د خپل لاس په غوڅېدو هم نه پوهېږي (وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ) ( اورېدلي به مو وي ،چې د حضرت على (ک) له پښې يې د لمانځه پر مهال غشى راوايست ؛خو پوه نه شو،هېښنده نه ده ؛ځکه رښتين عشق دی،چې د لاس د غوڅولو لامل ګرځي ؛نو له واقعي جمال او ښايست سره ډوبه مينه به څه کوي ؟! )

١٤_ يوسف (ع) په ښايست کې بې سارى و او ورسره ټولو ته د عفت او حيا بېلګه هم وه . (فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلّهِ) .

١٥_د يوسف (ع) ښايست يې د بنديتوب لامل شو؛خو علم او تقوا يې د خلاصون لامل شو ( هو! مانيز جمال تر ظاهري جماله مهم وي ) .

١٦_په هغه وخت کې د “مصر” خلکو پر خداى او پرښتو ايمان درلود .( حَاشَ لِلّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ ) .

﴿۳۲﴾ قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ = ( د عزيز مېرمنې) وويل : (( دا هماغه دى چې تاسې پرې زه ملامته كړې وم، په واقع کې ما ترې ځان وغوښت ؛ خو ډډه يې وكړه او كه زما په وينا و نه كړي؛ نو بندي او ډېر خوار او ذليل به کړاى شي.))

ټکي :

ټولنيز او رواني شرايط د انسانانو پر غبرګونونو اغېز لري؛هغه مهال،چې زليخا د خپل ناوړه چار له رابربنډېدو وېرېږي ؛نو ورونه تړي ،(( غلقت الابواب )) ؛خو چې کله د “مصر”ښځې د ځان ملګرې کوي؛نو په ډاګه وايي ((رَاوَدتُّهُ))ما راوغوښت،په ټولنه کې هم ،چې د ګناه پر ناوړتوب او رټل کېدو حساسيت له منځه ولاړ شي ؛نو ګناه به اسانه شي؛نو کېداى شي ځکه حضرت علي (ک) د کميل په دعاکې وايي: خدايه هغه ګناهونه راوبښې،چې د حيا پردې شلوي؛ځکه ګناه کول ړومبى انسان ته ستونزمن وي ؛ خو همدا چې د حيا پرده وشلېږي ؛نو آسان شي .

١_ نور مه ملامتوئ ،چې يوه ورځ به په خپله هم راګېر شئ (فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ) .

٢_ پرګناه ککړعشق د رسوايۍ لامل دى (وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ) .

٣_ دروغجن رسوا کېږي،چا چې پرون ويل ،چې يوسف بد نيت درلود؛( مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا) نن وايې: (وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ ) ما ترې موچې وغوښته .

٤_ عفت او پاکي د ناپاکانو د رسوايۍ لامل ګرځي (وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ) .

٥_ کله دښمن هم د پاکو خلکو پر پاکۍ ګواهي ورکوي ) ( فَاسَتَعْصَمَ ) ( د مجرم وجدان هم کله راويښېږي ) .

٦_پاکي نبوت ته په کار چار دى .( وکذلک يجتبک … فاتعصم ) .

٧_ډېر پاکان د ناپاکانو له امله زندان ته ولاړل ( فاتعصم… ليجنن ) .

٨_ ګناهکاران په خپلو ځاني غوښتنو پسې وي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له هرې وسيلې کار اخستو ته چمتو وي (لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ) .

٩_ ځواک که له ايمان او تقوا سره يو ځاى نه وي؛نو د ځاني غوښتنو په چوپړ کې به وي . (ما آمره ليسجنن)

١٠_زليخا د “مصر” په حکومت کې خورا نفوذ درلود. (لَيُسْجَنَنَّ ) .

١١_ له قدرته ناوړه ګټنه طاغوتي ځانګړنه ده (لَيُسْجَنَنَّ ) .

١٢_ سپکاوى او پر بندي کېدو ګواښول د طاغوتيانو دود دى (لَيُسْجَنَنَّ ).

١٣_ځاني غوښتنې دومره ځواکمنې دي،چې له رسوايۍ سره سره هم خپلې لارې ته دوام ورکوي (رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ) .

١٤_ماتې خوړلى عاشق د ښمنېږي (قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ).

١٥_ د ماڼۍ مېشتو روحيات غيرت وژني ( سره له دې ،چې د “مصر” واکمن د خپلې ښځې خيانت وليد او ورته يې وويل ،چې توبه وکړه ؛خو بيا يې هم د هغې او يوسف ترمنځ بېلتون را نه وړ.)

١٦_ عياشان او طاغوتيان ،تقوا د خوارۍ او ذلت وسيله بولي. (مِّنَ الصَّاغِرِينَ) .

﴿۳۳﴾ قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ = (يوسف) وويل :(( زما پالونكيه ! دوى چې ما څه ته رابولي،له هغه خو راته زندان ډېر ښه دى او كه ته له ما د هغوى ( ښځو) چلونه لرې نه كړې؛ نو ورته به ورمات او له ناپوهانو به شم .))

 ټکي :

يوسف (ع) له سره تر پښو پتمن مېړنى و ؛يو ځل د خپلو وروڼو د کينې بلهار شو او بل ځل د زليخا د عشق هدف شو؛خو ګناه يې و نه کړه،درېم ځل يې د پوره ځواک په درلودو له خپلو وروڼو غچ وا نه خست،په ځلورم ځل يې،چې هېواد په خطر کې وليد ؛ نو هېواد ته راستون شو او په ځانګړو تدبيرونو يې هېواد له بلاګانو وژغوره .

هر څوک يو محبوب لري ؛پر يوسف (ع) تر زندانه پاک لمني ګرانه وه ؛پر ځينو دنيا ګرانه وي :[(الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ( ابراهيم،٣ )= همغوى چې د دنيا ژوند پراخرت غوره ګڼي))] ؛ خو پر مؤمن تر هر چا او هر څيزه خداى ډېر ګران وي (وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشَدُّ حُبًّا لِّلّهِ( بقره . ١٦٥)= خو مؤمنينو ته الله پاك ډېر سخت ګران دى .))]

پيغامونه :

١_ د خداى ربوبيت ته پام د دعا آداب دي ) ( رب ) .

٢_ الهي اولياء د ژوند شرافتمندانه فشارونه په ګناه کې تر سوکالۍ خوښوي (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) .

٣_ هره ازادي ارزښت نه دى او هر بنديتوب عيب نه دى (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) .

٣_ هره ازادېدنه هم ارزښت نه دى او دغسې هر زنداني کېدنه هم عيب نه دى . (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) .

٤_ انسان له خدايه په مرسته غوښتو په هرو شرايطو کې ځان له ګناه ساتلى شي (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) ( د ګناه له چاپېرياله هجرت په کار دى ) .

٥_ کړاو او سختي د ګناه کولو جوز کيداى نشي (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ )

٦_ دعا او له خدايه مرسته غوښتل له جنسي بې لاريو او له ګناه د لرې پاتې کېدو غوره لار ده (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) .

٧_ د انسان شخصيت په روح پورې يې تړاو لري ؛ نه په جسم پورې ، که روح آزاد وي ؛نو زندان به جنت وي او که روح تر دباو لاندې وي ،ماڼۍ هم دوزخ دى (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ) .

٨_ له ګناه د لرې ساتنې په موخه د چاپېريالونو بېلول پکار دي (يوسف (ع) د بېلتون غوښتونکى و،ان که زندان ته د تګ په بيه هم وي ).

٩_ د خداى رضا د خلکو تر رضا خورا غوره ده (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ) .

١٠_ هيڅ څوک بې د خداى له پېرزو بچ نشي پاتې کېداى (وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي) . په ناوريني او کړکېچنو شرايطو کې يوازېنى لار پر خداى ډډه ده .

١١_ کله الهي ازموينې شېبه په شېبه سختېږي ( يوسف (ع) پخوا يوې ښځې راګېرکړى و او اوس يوې ډلې ښځو! ( كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ) .

١٢_ يوسف (ع) د ګناه کلمې ته د لېوالتيا ټکى ((أَصْبُ إِلَيْهِنَّ)) ؛خو د زندان کلمې ته يې د (( راباندې ګران )) ټکى وکاراوه او دا ښيې،چې عفت د يوسف (ع) په خټه کې اغږل شوى و (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ) .

١٣_ ګناه ته زړه ښه کول او له غرايزو ناسمه لاروي ناپوهي ده . (وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ) .

١٤_ ګناه د الهي علومو او نعمتونو د ورکېدو لامل ګرځي (په پخوانيو آيتونو کې يې وويل : ((آتيناحکماوعلماء )) او دلته يوسف (ع) وايې : (وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ) .

١٥_ناپوهي يوازې نالوستي نه ده؛بلکې د ژر تېرېدونکيو خوندونو انتخابول او د خداى له رضا سترګې پټول،بشپړه ناپوهي ده . (وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ) .

١٦_په خپله پوهه عمل نه کول انسان د جاهلانو په ليکه کې ودروي (وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ ) .

﴿۳۴﴾ فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ = نو پالونكي يې دعا قبوله كړه او د هغو ښځو چلونه يې له هغه لرې كړل؛(ځكه) چې يوازې هغه په حقيقت کې اورېدونكى (او) پوه دى .

  پيغامونه :

١_ خداى د الهي انسانانو دعا قبلوي (فَاسْتَجَابَ لَهُ) .

٢_ سختي او کړاونه د الهي مرستو د راښکارېدو لامل ګرځي ( رب السجن …….. فاستجاب ) .

٣_ پاک لمني او عفت د دعا د قبلېدو لامل ګرځي .( رب السجن احب …. فاستجاب ) .

٤_ که پر اخلاص يې له خدايه وغواړئ؛نو هرومرو به يې در کړي ( رب …….فاستجاب ) .

٥_ د “مصر” له ښځو د يوسف (ع) د لرې پاتې کېدو دعا ډېره ژر قبوله شوه ( د “فاستجاب” په کلمه کې د “فا” ټکى د بيړې په مانا دى ) .

٦_کله دښمن داسې کار کوي ،چې د مؤمن په ګټه تمامېږي ( که څه هم دښمن يوسف (ع) په زندان کې واچو؛خو دې کار يوسف له زليخا خلاص کړ) (فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ) .

٧_ چا ته ،چې مراجعين راځي ؛نو هغه بايد ړومبى د مراجعينو خبرې ښه واوري او بيا په پوهه هغه ستونزه هواره کړي ؛لکه چې خداى هم د يوسف (ع) د دعا منلو ته همدا وکړل .( َاسْتَجَابَ …. هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) .

﴿۳۵﴾ ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ الآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى حِينٍ = او(په يوسف كې) د پاكۍ د نښو تر لېدو وروسته يې پرېکړه وکړه،چې د څه مودې لپاره يې بندي كړي .

  پيغامونه :

١_ يو لېونی يوه تيږه په څاه کې اچوي؛خو سل هوښياران يې هم نشي را ايستى.يوه ښځه ميينه شوه ؛نو د هېواد ډېرو سړيو و نه شو کړاى دې رسوايۍ ته چاره ولټوي ( بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ) .

٢_ ماڼۍ مېشتى ژوند له بې پروايۍ او بې شرمۍ سره وي ) ( مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ الآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ )؛نو سره له دې ټولو دليلونو يې يوسف بندي کړ .

٣_ ښايست تل نېکمرغي نه وي ؛بلکې کله ستونزې هم راولاړوي (ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ الآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ) .

٤_ د طاغوتيانو په ماڼيو کې محاکمې تشريفاتي او غيابي وي، تر دې چې د يو تن ګناه پکې معلومه شي (لسيجننه ) ( البته تل داسې نه وي ) .

٥_ په ګناه ککړو ټولنو کې هوسيان آزاد او (لسيجننه ) پرهېزګاران په بند کې وي .

٦_ ګناهکاران د خپل عمل مسووليت نه قبلوي او غواړي نور بلهار کړي ( لسيجننه ) .

٧_ په طاغوتي نظامونو کې تر ټولو پاک تر ټول مظلوم دى ( لسيجننه ) .

٨_ پاکوالى او پاک پاتې کېدل زحمت لري ( لسجيننه) .

٩_ دا چې د “مصر” د واکمن کورنۍ رسوا نشي او د ډنډرو مخه ونيول شي او د خلکو د ډنډورو خولې ټپې شي؛ نو واکمنو يوسف (ع) بندي کړ (لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى حِينٍ ) .

١٠_قضايي سيستم-د ورمندون غونډال او محکمې،چې د سياستوالو تراغېز لاندي هوډ و نه نيسي؛نو د بند وخت به هم نامعلوم دى ( حتى حين ) .

﴿۳۶﴾ وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانَ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ = او له هغه سره دوه تنه ځوانان (هم) زندان ته ننووتل، چې يو يې وويل :(( ما په خوب كې ليدلي، چې (انګور) د شرابو (لپاره) زبېښم))، بل وويل :(( ما په خوب كې وليدل، چې زما پر سر ډوډۍ ايښې ده او الوتونكي يې خوري؛ته موږ ددې خوبونو پر تعبير پوه كړه؛(ځکه) موږ تا له نېكانو وينو .))

مهم ټکي :

په حديث کې راغلي: داچې بنديانو يوسف (ع) ښه انسان باله؛ دليل يې دا و ،چې په زندان کې يې د رنځورو او بېوزليو ډېر خيال ساته او د نورو درناوى يې کاوه . (سجن ).

وګورئ : ( تفسير نورا لثقلين =ميزان لحکمه

پيغامونه :

١_ د يوسف (ع) زندان عمومي زندان و (مَعَهُ السِّجْنَ) .

٢_ له خوبونو ساده مه تېرېږئ ،چې په ځينو کې رازونه پټ وي (أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا) ( شونې ده،چې عادي انسانان هم مهم خوبونه ويني !)

٣_ وړ انسانان ان په زندان کې د نورو پکار راځي.يوسف (ع) په زندان کې هم خلکو ته ګټور و . (نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ) .

٤_ نېک انسانان د خپل زړه په پاکوالي پر داسې څيزونو پوهېږي،چې نور ترې خبر نه دي (نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) .

٥_ که څوک پر چا باور وکړي ؛نو خپل ټول رازونه ورته وايي (إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ).

٦_ ښه انسانان په زندان کې هم پر خلکو اغېز کوي (إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) .

٧_ ان مجرمان او ګناه کوونکي هم د نېکو خلکو درناوى کوي (إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ) .

٨_ په تبليغ کې د خلکو د جذبولو لومړى لار د يوسف (ع) ښه کارونه وو.

٩_ په زندان کې د خلکو خدمت يوسف (ع) د خلکو پر زړونو واکمن کړ.

١٠_ بې له مالي امکاناتو او ازادۍ هم، انسان ښه اوسېداى شي ( يوسف (ع) په زندان کې نه شتمني درلوده او نه آزادى ) (إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) .

١١_لومړى خپله نېکي جوته کړئ ،بيا دين ته تبليغ وکړئ . (يوسف (ع) خلکو نېک وموند او مخکې تر دې،چې په زندان کې د خپلو دوستانو خوب تعبير کړي؛نو هغوى يې دين ته رابللي وو) .

١٢_ سم معلومات ورکول هم احسان دي .( إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ).

﴿۳۷﴾ قَالَ لاَ يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلاَّ نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَن يَأْتِيكُمَا ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ = (يوسف) وويل :(( ستاسې ورځيني خواړه به يې لا نه وي راوړي، چې ددې خوبونو پر تعبير به مو پوه كړم. دا( تعبيرونه) له هغې پوهې دي، چې پالونكي مې راته ښوولې ده. واقعيت دا دى چې ما د هغه قوم دين پرېښې، چې پر خداى ايمان نه لري او پر اخرت كافران دي (چې د دغسې لورنې وړ شوم)

ټکي :

د آيت د لومړۍ برخې مانا داسې هم شونې ده : زه د خداى له لوري پوهېږم،چې څه خواړه به درته راوړي؛نو کړاى شم خوب مو تعبېر کړم ؛لکه د حضرت عيسى (ع) په څېر چې په کورونو کې د زېرمه شويو او خوړل کېدو خوړو خبر و .

پوښتنه : حضرت يوسف ولې د هغوى خوب سملاسي تعبير نه کړ او هغه يې بل ساعت ته وساته ؟

ځواب : د فخر رازي تفسير دې کار ته څو خبرې راوړي دي:

١_ غوښتل يې هغوى په وياړ کې وساتي ،چې څه تبليغ ورته وکړاى شي،چې هغه غرغره کېدونکى سړى ايمان راوړي او پر ښه عاقبت له دنيا ولاړ شي .

٢_غوښتل يې د خوړو د نوم په اخستو،چې ورته راوړل شوي نه و، اعتماد يې جلب کړي .

٣_ غوښتل يې هغوى تږي کړي ،چې غوږ کېږدي .

٤_داچې د يوه سړي د خوب تعبير غرغره کېدل وو؛نوځکه حضرت يوسف هغه خبره واړوله راواړله ،چې هغه سړي يو دم وارخطا نشي .

پيغامونه :

١_ کله د ښه اغېز ايښوولو په موخه انسان ته پکاردي،چې خپل علمي ځواک او کمالونه نورو ته ووايي ( قَالَ لاَ يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلاَّ نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ) .

٢_ پر خپل علم نورو ته ګټه ورسوئ (ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي) .

٣_ خپل معلومات او پوهه د خداى له لوري وګڼئ (مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي) .

٤_ د پوهنې يو موخه روزنه هم ده (مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي) .

٥_ خداى حکيم دى او هسې چا ته کوم ور نه خلاصوي . هو! هغوى چې د کفر له تپو تيارو تښتي؛نو د علم رڼا ته به ورشي (عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ) ( زما د علم لامل کفر ته شا ده ) .

٦_ له فرصتونو ښه ګټه واخلئ (يَأْتِيكُمَا ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ) يوسف (ع) د خوب تر تعبير مخکې خپل اعتقادي او فرهنګي کار پېل کړ .

٧_ د ايمان بنسټ تولى او تبرئ ده . په دې آيت کې له کفره برائت (إِنِّي تَرَكْتُ ) او په راتلونکې آيت کې د الهي اولياوو له ولايته لاروي مطرح شوې ده ( واتبعت ) .

٨_ نېغ په نېغه چا ته مه وياست،چې پرسمه نه يې ؛بلکې په غير مستقيمه توګه ورته تبليغ وکړئ ( يوسف (ع) و نه ويل : له کفره لاس واخلئ؛بلکې ويې ويل : ما کفر ته شاکړې ده ) (إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ) .

٩_ په ټولو اديانو کې پر توحيد او معاد ايمان د يو بل تر څنګ وو .( قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ) .

﴿۳۸﴾ وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللّهِ مِن شَيْءٍ ذَلِكَ مِن فَضْلِ اللّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ = او ما د خپلو پلرو؛ابراهيم او اسحق او يعقوب د دين لاروي كړې ده، موږ ته دا وړ نه وه،چې څوك له خداى سره شريكان ونيسو دا پر موږ او خلكو د خداى فضل دى؛ خو ډېرى خلك ناشكره دي .

ټکي:

کورنى اصالت د انسان د شخصيت په ودانۍ کې خورا مهمه ونډه لري ،چې خلکو ته په تبليغ کې هم اغېز لري ؛نوځکه حضرت يوسف د خپل ځان پېژندنې ته پر خپلو نېکونو،چې پېغمبران وو، ډډه وکړه ،چې هم خپل کورنی اصالت او هم د خپلې بلنې سپېڅلتيا جوته کړي ،چې دا هماغه لار ده ،چې زموږ ګران پېغمبر به هم د ځان د معرفي لپاره په کاروله او ويل يې : زه هماغه الهي پېغمبر يم ،چې نوم مې په تورات او انجيل کې راغلى دى.

په قرآن کې د”ملة” ټکى دين ته کارېدلى دى .د ((ملة ابراهيم )) څېره داسې کښل شوې ده .

(( به بشپړ او ټول ځواک د خداى په لار کې جهاد وکړئ او د لمونځ کوونکيو ،ذکات ورکونکيو او له خدايه د مرستې غوښتونکيو شئ . په دين کې سختي نشته . خداى ته تسليم شئ ؛دا دى ستاسې د پلار ابراهيم ملت . ( حج/٧٨) .

پيغامونه :

١_حق ته رسېدل د باطل په پېژندو او بيا پرېښودو کې نغښتى .( ترکت ملة قوم لايومنون واتبعت ملة ………….)

٢_ د انسان نېکه د پلار حکم يې لري اود((اب )) ټکى هم ورته کارېدلى دى ( ملة ابراهيم آبائى ابراهيم واسحاق ويعقوب ) .

٣_انبياء بايد له پاکې کورنۍ وي (وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ….) .

٤_ ټول الهي پېغمبرانو يوه موخه لري (وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ

٥_ حضرت يوسف په ړومبي ځل (داسې ښکاري ) په زندان کې خپل نسب خلکو ته رابرسېره کړ( وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ) .

٦_د منفى لارو تر څنګ خلکو ته مثبتې لارې هم وښيئ .( ترکت ملة…..واتبعت ملة ) .

٧_ پخپلو پلرونو وياړ او ترې لاروي هغه وخت ښه او روا چار دى، چې حق او توحيد ته يې زحمتونه ګالي دي . (وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ) .

٨_ د پېغمبرانو پلرونه مشرکان نه ول (مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ) .

٩_شرک ته شا کول او ورسره مبارزه د الهي اديانو بنسټ دى.( مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللّهِ مِن شَيْءٍ).

١٠_ شرک په ټولو اړخونو کې رټل شوى چار دى،هم بايد د خداى ذات يو وګڼو(قل هوالله احد) بې له هغه د بل چا عبادت ونه کړو ) (وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا(کهف/١١٠)= او هم په صفاتو او کمالاتو کې څوک د هغه په څېر و نه منو ( ليس کمثله شى )( شورى/١١) او په څرګندنه-اصطلاح ؛ توحيد په ذات، صفاتو او عبادت کې ( من شئ ) .

١١_ شرک ته شاکول ،پر توحيد او د انبياوو پر تعالميو خوښي ښوول او ترې لاروي کول،يو الهي توفيق دى (ذَلِكَ مِن فَضْلِ اللّهِ) .

١٢_ اکثريت،د پېژندنې غوره معيار نه دى (أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ) .

١٣_ د الهي انبياوو تعاليمو ته شاکول تر ټولو ستر د نعمتونو کفران دى . ( لايشکرون ).

﴿۳۹﴾ يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ =دوه زنداني ملګرو! ايا خپاره واره خدايان غوره دي يا يو زورور ” الله ” ؟!

ټکي:

انسانان درې ډلي دي : ځينې په هر قالب کې راتلاى شي؛لکه اوبه او هوا ،چې له ځانه بڼه نه لري او په هر لوښي کې،چې واچول شي؛ د هماغه لوښي بڼه اخلي . ځينې داسې نه دي او مقام دي ؛لکه اوسپنه او پولاد ،چې د هر بهرني دباو پر وړاندې مقاومت کوي ؛خو ځينې امامان او رهبران دي،چې نوروته د حق بڼه اورنګ ورکوي ،يوسف (ع) د درېمې ډلى د انسانانو بېلګه دى ،چې په زندان کې هم له مشرکانو مؤحدان جوړوي .

د قرآن په بېلابېلو آيتونو کې د پوښتنې او د پرتلنې له دوده ګټنه شوې،چې د خداى په باب مو يو څو بېلګې راوړي :

١-((قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ قُلِ اللّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ (يونس/٣٤) =(ورته) ووايه:(( ايا ستاسې په معبودانوكې څوك شته،چې پيدايښت پيل كړي (او) بيا يې بېرته هم راوګرځوي)) (ورته) ووايه :((يواځې” الله “دى، چې لومړى پيدا کول هم کوي او دويم ځل هم؛نو څرنګه (له حقه) اړول كېږئ ؟))

٢_ قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لاَّ يَهِدِّيَ إِلاَّ أَن يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ (يونس/٣٥)=(ورته) ووايه :(( ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته، چې د حق لوري ته لار وښيي؟!)) ووايه:(( (يواځې) ” الله ” د حق لوري ته لار ښيي، ايا څوك چې د حق لوري ته لار ښيي، د لا روۍ وړ دى يا هغه چې په خپله لار نۀ مومي؛ خو داچې لار ورته وښوول شي ؟!؛ نو پر تاسې څه شوي دي،څرنګه پرېكړې كوئ ؟ ))

٣_ ((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ( انعام/١٦٤) =(ورته) ووايه : (( ايا زه له الله پرته بل پالونكى ولټوم، حال دا چې هغه د ټولو څيزونو پالونكى دى؟! او څوك چې څه (بد) كوي (د زيان) مسؤول يې هغه پخپله دى او هېڅ ګناهكار د بل د ګناه پيټئ نۀ وړى،)) بيا تاسې ټول دخپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ؛نو له هغه به مو خبركړي چې تل مو پکې شخړې کولې.))

٤_((قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ(نمل/٥٩) = ووايه: ((ستاېنه يواځې الله ته ده او پرغوره بندګانو يې سلام! ايا الله غوره دى يا څه چې (له الله سره) شريكوي؟

پيغامونه :

١_ له خلکو سره په مينه خبرې وکړئ (يَا صَاحِبَيِ) . ٢_ د خلکو د فطرت راوېښولو ته له احسان او مينې ګټه واخلئ (يَا صَاحِبَيِ) .

٣_ انسان د هغوى پر وړاندې هم مسوول دى ،چې ورسره ناسته لري (يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ) .

٤_ تبليغ ته له حساسو شېبو او ځايونو ګټه واخلئ (يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ) ( همدا چې يوسف (ع) په زندان کې وليدل،چې د هغه د خوب تعبير ته اړين دي ؛نو فرصت يې غنيمت وګاڼه او په تبليغ يې لاس پورې کړ) .

٥_ پوښتنه او پرتلنه د ارشاد او لارښوونې غوره لار ده . (أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ.) .

٦_ د ايمان بنسټ پر توحيد ايمان درلودل دي (يوسف (ع) خپل تبليغ له توحيده پيل کړ) (أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ……).

٧_ ډېر خدايان د بې اتفاقۍ لامل دي ؛خو يو خداى د وحدت لامل دى (أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ…..).

٨_ د بشر فطرت له بې اتفاقۍ او ګډوډۍ کرکجن دى او يوسف هم له همدې لارې د توحيد جوتولو ته ګام پورته کړ( أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ..).

٩_وحدت او يو موټى والى د قدرت او بر لاسۍ لامل دى .( الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ) .

﴿۴۰﴾ مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ = تاسې د هغه پر ځاى له (څو) نومونو پرته بل څه نه لمانځئ، چې تاسې او پلرنو مو پر هغوى نومونه ايښي دي او خداى د هغوى پر(حقانيت) كوم دليل نه دى نازل كړى، حكم يوازې د”الله ” دى؛امر يې كړى،چې بې له هغه بل څوك مه لمانځئ،دا سم دين دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.

  پيغامونه :

١_ بې له خدايه نور ټول معبودان غيرواقعي دي،چې د مشرکانو د خيال او د هغوى د نېکونو له ذهنه جوړ شوي دي .( مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم) .

٢_ ډېر قدرتونه ،سازمانونه ،موسسې ،سيمنارونه ، پرېکړې ، ملاقاتونه ملاتړونه، غندنې او نور عنوانونه بې مسمى او موډرن بوتان دي ،چې د نن انسان د خداى پر ځاى ورپسې ځي (مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا) .

٣_ مخينه د حقانيت دليل نه دى،شرک مخينه لري؛خو د حقانيت دليل يې نه دى او تاسې هيڅ دليل نه لرئ.( أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ) .

٤_ بايد د ګروهو بنسټ پر عقلي يا نقلي دليلونو وي .( من سلطان ).

٥_ بې د خداى له حکمه د بل حکم ته سر مه ټيټوئ ؛ځکه حکم ورکول يوازې د خداى حق دي (إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ) .

٦_ موجه عبادت (توحيد ) نېغه او تلپاتې لار ده .( أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ) .

٧_ بې له الهي قانونه نور ټول قوانين څپڅپاندي دي (ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ) .

٨_ بې له ټينګې ګروهې پر نورو ګروهو باور نه دى پکار ؛ځکه پر بې دليله ښوونځي عقيده درلودل غندل شوي دي (ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ) .

٩_ ډېر خلک د خداى د دين پر ټينګښت خبر نه دي (ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ) يا بسيط ناپوهه وي ،چې له خپلې ناپوهۍ خبر دى او يا مرکب ناپوه دى ،چې فکر کوي ، پوهيږي ؛خو نه پوهيږي ).

١٠_ناپوهي د شرک د رامنځ ته کېدو لامل دى ( لايعلمون ) .

۴۱﴾ يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا وَأَمَّا الآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِ قُضِيَ الأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ = د زندان دوو ملګرو! خو له تاسې يو (ازادېږي او) او د خپل خاوند(د “مصر” د باچا) د شرابو ساقي به شي او بل پر دار ځړول كېږي؛نو الوتونكي به يې سر وخوري او هغه مطلب قطعي او حتمي دى،چې په اړه يې مو وپوښتل .))

 ټکي :

د “رب” ويى-کلمه ،حکم مالک او ارباب ته هم وايي؛لکه “رب لداره”؛يعنې د کور خاوند؛نو د((فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا)) مانا داده ،چې خپل ارباب ته به شراب ورکړي .

پيغامونه :

١_ د خلکو درناوى پکار دى او پر ادب ورته غږ پکار دی ، که څه هم فکر يې راسره هم شان نه وي (يَا صَاحِبَيِ) ؛يعنې زما ملګرو!

٢_ مراجعينو ته د ځواب ورکولو پر مهال د نوبت رعايتول په کار دی؛ “ژرنده که د پلار ده ؛خو په وار ده” (أَمَّا أَحَدُكُمَا ( لومړى تعبير د هغه دى ،چې ړومبى يې خپل خوب ويلى و ) .

٣_ ځينې خوبونه که څه هم غيرمؤمن انسان وويني ؛خو کېداى شي مهم تعبير ولري (فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا) .

٤_ خوشحاله کوونکى خبر لومړى ووياست (أَحَدُكُمَا… الآخَرُ فَيُصْلَبُ).

٥_ د خوب تعبير ووياست که څه هم دردونکی دی.     “يُصْلَبُ”؛يعنې غرغره کېدل. ٦_ د يوسف (ع) د خوب تعبيرول وړاندوينه او اټکل نه و؛بلکې يو غوڅ خبر و (قُضِيَ الأَمْرُ) .

 

﴿۴۲﴾ وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ = يوسف له هغو دوو يوه ته يې، چې د خوشې كېدو ګومان پرې و، وويل:((خپل خاوند[= د”مصر” باچا] ته دې زما يادونه وكړه(چې له بنده مې خوشې كړي) ))؛ خو شيطان ترې د “مصر” باچا ته د هغه وريادول هېركړل، په پايله كې (يوسف) کلونه كلونه په زندان كې پاتې شو.

ټکي :

د “ظَنَّ ))” ويى ګروهې او پوهې ته هم کارېږي ؛ځکه په تېر شوي آيت کې يوسف (ع) په پرېکنده د يوه د آزادۍ او د بل د غرغره کېدو خبر ورکړ؛نو دلته د((ظَنَّ)) ويى له اړنګ-شک سره د آزادېدو پر مانا نه ده .

د”بضع” ويى تر لسو کم عدد وته ويل کېږي او ډېرى مفسرينو د يوسف د بند موده اوه کاله ښوولې ده ( خداى ښه پوهېږي ) .

په ځينو تفسيرونو کې د( فانساه ، الشيطان) غونډلې داسې مانا شوې ده ،چې شيطان د يوسف (ع) له ذهنه د خداى يادول هېر کړل او له خدايه د مرستې پر ځاى يې د ارباب له ساقي مرسته وغوښته ،چې يوسف (ع) ته “ترک اولى” و ؛نوځکه څه موده نور هم په بند کې پاتې شو؛خو د الميزان د تفسيرخاوند وايي ،چې دا ډول روايتونه د قرآن پرخلاف دي ؛ځکه د همدى سورت په ٢٤ آيت کې خداى يوسف (ع) له مخلصو بندګانو ګڼلى و او شيطان پر مخلصو بندګانو برلاسېداى نشي . پردې سربېره، په دوو راتلونکيو آيتونو کې راغلي : (وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ) . هېرونکي تر يوې مودې وروسته يوسف را پر ياد کړ؛ نو له دې جوتېږي،چې ساقي يوسف (ع) هېر کړى و؛نه يوسف خپل خداى .

پيغامونه :

١_ انبياء هم په معمولي طريقو خپلې ستونزې هواروي ،چې دا خبره له توحيد سره هيڅ منافات نه لري (اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ) (يوسف د “مصر” واکمن ته د خپل مظلوميت يادونه کوي ).

٢_ هره غوښتنه بډې نه دي .( اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ) يوسف (ع) د خوب د تعبير په بدل کې ورڅخه مزدوري او بډې ونه غوښتې ؛ بلکې ويې ويل : مظلوميت مې واکمن ته ورسوه .

٣_ د بى ګناهۍ او پاکۍ جوتولو ته له هرې روغې لارې خپله ګيله د چاورواکو غوږونو ته ورسوئ (اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ) .

٤_ ماڼۍ ميشتي او سوکالي د بېوزلېو د درد،کړاو او ستونزو د هېرېدو لار برابروي . (نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ) معمولاً خلک ،چې له ستونزو راووځي او سوکالۍ او مقام ته ورسي ؛نو خپل پخواني دوستان او ډېرڅيزونه هېروي .

٥_ له بنده د يوسف (ع) راخلاصېدل او ورڅخخ د تور لرې کېدل، د شيطان له خرافو سره سمون نه خوړ؛نو دسيسه يې وکړه،چې له ساقي يې يوسف (ع) هېرکړ.( فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ) .

﴿۴۳﴾ وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ = او باچا وويل : (( ما(په خوب كې) وليدل، چې اوه څربې غواوې دي، چې اوه خوارې (غواوې) يې خوري او (بيا مې) اوه شنه وږي او نور اوه وچ وږي (وليدل چې وچ پر شنو راتاو شول او له منځه يې يووړل ) د قوم مشرانو! كه د خوبونو پر تعبير پوهېږئ؛ نو دا خوب مې تعبير كړئ!))

ټکي :

تر اوسه په دې سورت کې څو خوبونه مطرح شوي دي : د يوسف (ع) خپل خوب ، د بند د دوو يارانو خوب او د “مصر” د واکمن خوب.ړومبي خوب يوسف (ع) ته ستونزې پيدا کړې ؛خو دوه نور خوبونه يې د عزت لامل شول .

په تورات کې راغلي: پاچا يو ځل په خوب کې وليدل ،چې ډنګرو غواګانو چاغې غواګانى وخوړې او بل ځل يې په خوب کې د غنمو شين وږى له وچ وږي سره وليد . (تفسيرالميزان ) .

په روايتونوکې راغلي،چې خوب ليدل درې ډوله دي:

کله د خداى له لوري زېرى وي،کله د شيطان له خوا ډار اچونه وي او کله خوب بې مقصده او ګډوډ وي.(تفسيرنورالثقلين ) .

پيغامونه :

١_ خداى د يو ظالم پاچا د خوب په ليدو ( البته په دې شرط ، چې تعبيرونکى يې يوسف (ع) وي ) يو ملت له سوکړې او وچ کالۍ وساته (وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى) .

٢_ د “مصر” پاچا دا خوب پرله پسې څوځل ليدلى و. (أَرَى) او “مضارع فعل” تکرار ته کارېږي ) .

٣_ په خوب کې څيزونه او څاروى د شخصي پېښو نښه ده (؛لکه چې خواره غوا د سوکړې سمبول او څربه غوا د پرېمانۍ سمبول و) (سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ)

٤_ چارواکي او واکمن د وړوکي خطر په ليدو، ستر خطر احساسوى ، چې ځواک ترې وانه خستل شي (وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى… أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ ) .

٥_ چارواکي د ډول ډول پوهو د خلکو سلا مشورې ته اړتيا لري (يَا أَيُّهَا الْمَلأُ) .

٦_ د خوب تعبير ته په هغه چا پسې ولاړ شئ ،چې په دې باب کار پوه وي او د هر چا تعبيرونو او خبرو ته غوږ مه ږدئ (أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ ).

﴿۴۴﴾ قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلاَمِ بِعَالِمِينَ = هغوى وويل:((دا خو ګډوډ خوبونه دي، چې موږ ددې ډول خوبونو پرتعبير نه پوهېږو .))

ټکي :

١_ “اضغاث” د “ضَعث” جمع ده ،چې مخلوطولو پر مانا او “ضِعث” د لښتو ګېډۍ ته ويل کېږي .

٢_ “احلام” د “حلم” جمع ده ،چې د پرېشانه خوب مانا لري . “أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ”؛يعنې ګډوډ خوبونه،چې تعبيرکوونکۍ يې پر سر او بر نه پوهېږي .

پيغامونه :

١_خپلې ناپوهۍ ته مخونه مه ورکوئ (اشراف د خوب پر تعبير نه پوهېدل او ددې پرځاى ، چې ووايي،نه پوهېږو، ويې ويل: د پاچا خوب ګډوډ دى ) (قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ) .

٢_ ډېر ګډوډ خوبونه د تعبير وړ دي . (قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ) .

٣_ کار بايد کار پوه ته وسپارل شي (کار پوه خوب تعبيروى؛ خو هغه چې کارپوه نه دى،چې واي: خوب ګډوډ دى )( وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلاَمِ بِعَالِمِينَ) .

﴿۴۵﴾ وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَاْ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ =

او له هغو دوو تنو بنديانو، چې يو خوشى شوى و او تر څه مودې وروسته (يوسف) ورياد شوى و، وويل : (( ما( يوسف زنداني) ته ولېږئ، چې د خوب له تعبيره مو خبركړم .))

ټکي :

((أُمَّةٍ))که څه هم د خلکو د ټولنې پر مانا دى؛خو دلته د ورځو اجتماع ( وختونو) ته اطلاق شوى دى . ( تفسيرکبراوالميزان ) .

پيغامونه :

١_ښېګڼه که اوس وي او که سبا، ځان ښيې . د دربار ساقي ، چې په بند کې د يوسف ملګرى و، د خوب تعبير يې ورته ورياد شو .( وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ) .

٢_يوازې د اړتيا پر مهال د دوستانو په فکر کې مه اوسئ ؛ بلکې هر وخت يې په فکر کې اوسئ (همدا چې د خوب تعبير ته يې اړتيا شوه ؛نو يوسف (ع) ورياد شو) (وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ) .

٤_ چا چې يو چا ته د يو کار لارښوونه وکړه؛نو داسې به وي،چې په خپله يې هغه کار کړى وي (؛نو څومره مو،چې له لاسه کېږي خلکو ته په ښو کارونو کې سلا مشورې ورکړئ )( أَنَاْ أُنَبِّئُكُم) .

٥_ آزاد شوى بنديوان (ساقي) دومره د يوسف (ع) پر پوهه باور درلود،چې پاچا ته يې د هغه له اړخه د خوب د تعبير غوڅه وعده ورکړه (أَنَاْ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ) .

٦_پوهان ټولنې ته وروپېژنئ،چې خلک ترې ګټه واخلي (فَأَرْسِلُونِ) .

٧_ ډېر کارپوهان د ټولنې په ګوښه کې دي ؛نو ورته مو پام اوسه (فَأَرْسِلُونِ).

٨_بايد په استاد پسې ولاړ شو نه داچې استاد راوغواړو (فَأَرْسِلُونِ) .

﴿۴۶﴾ يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ =( هغه زندان ته راغى و يې ويل: ) يوسفه ! ډېر رښتونيه! دا موږ ته تعبير كړه چې (” اوه څربې غواوې دي، چې اوه خوارې غواوې يې خوري او اوه شنه وږي او اوه وچ “) چې خلكو ته ورستون شم، ښايي (ددې خوب پر تعبير) پوه شي .

 ټکي :

“صديق” هغه ته ويل کېږي،چې وينا،کړنې او ګروهه يې يو بل تصديقوي . ساقي،چې پخوا د يوسف (ع) وينا اوکړنې په زندان کې يې ليدلې وې او بل دا چې د خپل ځان او هغه بل ملګري برخليک هم هماغه شو،چې يوسف (ع) ويلى و؛نو ځکه يې پر يوسف (ع) د “رښتين” غږ وکړ.

خداى ابراهيم (ع) ته صديق ويلى دى؛( وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا (مريم/٤١)

او هغه يې خپل خليل کړ؛ (وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلاً (نساء/١٢٥) = هغه ابراهيم چې خداى خپل دوست ونيو . ))

بي بي مريم ته يې صديقه وويله ؛( وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ (مائده/٧٥)= مور يې ډېره رښتينې وه)) او هغه يې غوړه کړه((يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ(آل عمران/٤٢)=! خداى تۀ غوره او پاكه كړ)) يوسف يې رښتين وشمېره((يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ (يوسف/٤٦) او هر ډول ځواک يې ورکړ؛( وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ) ؛(يوسف ،٥٦) او حضرت ادريس (ع) ته يې صديق ووايه ((إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا (مريم/٥٦) او هغه يې د لوړ مقام خاوند وبله ؛ وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا (مريم ،٥٧) او هغوى چې دا درجه نه لري ،له صديقينو سره دي ((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا( نساء /٦٩)= او څوك چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي ( د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي، چې خداى پرې خپل نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي.))

حضرت محمد(ص) حضرت علي (ک) ته د صديق لقب ورکړ.

وګ :تفسير اطيب البيان او کبير تفسير کې د غافر د سورت تر٢٨آيت لاندې ) .

د ((لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ)) مانا دا هم کېداى شي،چې خلک د يوسف (ع) له ارزښتناک وجوده خبر شي؛يعنې خلکو ته ورستون شم ،چې خلک خبر شي ،چې يوسف څومره با ارزښته انسان دى .

پيغامونه :

١_ له يو چا، له غوښتنې مخکې د هغه انسان د رښتينو شخصي کمالاتو ستاينه وکړئ (يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ) .

٢_ خپلې پوښتنې او ستونزې له ښه مخينه لرونکيو ،رښتينو او نېکو خلکو سره نوموتې کړئ (يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا….) .

٣_ حکومتونه د پوهانو او نخبګانو نظرونو ته اړين دي . (أَفْتِنَا….) .

﴿۴۷﴾ قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ = يوسف وويل : ((اوه كاله پرله پسې په كرنه بوخت شئ اوڅه چې مو ورېبل؛ نو لږ يې وخورئ او نور په خپلو وږوكې پرېږدئ ( او زېرمه يې كړئ ) ؛

ټکي :

يوسف (ع) بې له دې ،چې له خپل ملګري ګيله وکړي ،چې ولې يې هېرکړى دى او بې له دې،چې د پاچا د خوب تعبيرته کوم شرط وټاکي،ځاى پر ځاى يې ورته تعبيرکړ؛ځکه د ټولنې د اړتيا پرمهال خپله پوهه پټول د نېکو او پاکو انسانانو له شانه لرې ده .

يوسف (ع) د تعبير پر ځاى ،له سوکړې سره مبارزې ته روښانه کړلار بيان کړه،څو وښيي بې د خوب د تعبير له علمه د مديريت او برنامې جوړولو ځواک هم لري .

پيغامونه :

١_ که کوم رغنده طريقه لرئ ؛نو بې له کومې تمې يې ووياست (قَالَ تَزْرَعُونَ ) .

٢_ د ټولنې ژغورنې ته بايد له شخصي ستونزو سترګې پټې شي (يوسف (ع) د خپل بند په باب ،چې يوه شخصي مسئله وه، هيڅ و نه ويل ؛بلکې د خلکو د ستونزې د هوارۍ په فکر کې و) (قَالَ تَزْرَعُونَ) .

٣_ د کړکېچ پر مهال مديريت او د ستونزو پر مهال د ټولنې سنبالښت او اداره د حکومت اصلي دنده ده .( قَالَ تَزْرَعُونَ) .

٤_ حکومتونه بايد د سوکړې او وچ کالۍ وړاندوينه وکړي او د پراخۍ پر مهال په تدبير د خلکو ستونزې هوارې کړي (تَزْرَعُونَ ….) .

٥_ د مناسبو شرايطو پر مهال بايد له شرايطو خورا ډېره ګټه واخستل شي (تَزْرَعُونَ ….) .

٦_ پر هغه وخت ،چې ناورين راتلونکى وي ؛نو بايد د توليد او کار ظرفيت زياد شي (تَزْرَعُونَ ….) .

٧_   الهي انسانان بايد د خلکو د سوکالۍ په فکر کې وي او بايد لنډ او اوږد مهاله کړلارې ولري (قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ ) .

٨_ يوازې د حالاتو څيړنه بسيا نه ده ؛بلکې طرح او کړلار هم بايد ورکړ شي . (قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا…) .

٩_ کړلار جوړونې او سمبالنې ته ،وخت يو مهم عنصر دى (سَبْعَ سِنِينَ) .

١٠_توليد ته کړلار جوړول (تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ) او زېرمه کول (فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلاَّ قَلِيلًا) يو ضرورت دى،حال دا چې هغه ټولنې ، چې دې خبرى ته پام نه لري؛يوازې “مصر”في ټولنې به وي ) .

١١_په کړکېچنو شرايطو کې د توليد او توزيع پر چارو د حکومت کنټرول اړين چار دى .( تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلاَّ قَلِيلًا) .

١٢_غنم په وږي کې ډېر وخت پاتې کېږي (فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ) .

١٣_ کړاى شو په برنامې جوړونې ځان له طبيعي پېښو ؛لکه زلزلې او نېز ته چمتو کړو (فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ) .

١٤_کړلار جوړونه او د راتلونکې په باب وړاندوينه پر خداى له توکل سره هيڅ منافات نه لري (فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ) ( په هغه وخت کې بې له سيلو او فني ټکنالوژۍ تر ټولو ښه کار غنم په وږي کې ساتل وو.

١٦_ هر تريخوالى بد نه وي ،همدا سوکړه د يوسف (ع) د واکمنۍ سرېزه او همداراز د صرفه جويۍ او د خلکو د ډېر کار پېلامه شوه (تَزْرَعُونَ، فَذَرُوهُ، إِلاَّ قَلِيلًا) .

١٧_وټيزې ستونزو ته اوږد مهاله کړلار جوړونه د يو هېواد مديريت او سنبالښت ته اړين چار دى (تَزْرَعُونَ، فَذَرُوهُ، إِلاَّ قَلِيلًا) .

١٨_ د نن صرفه جويي ،د سبا خود کفايي او د نن اسراف د سبا د اړينېدو لامل دى .( قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ) .

١٩_د کافرانو خوبونه هم کړاى شي د ټولنې ساتنې ته دستورالعمل ولري.

٢٠_ غوره سبا ته بايد له ننه کوښښ وشي (تَزْرَعُونَ …. ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ) .

﴿۴۸﴾ ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ= بيا به ( په دې اوو، ودانو كلو پسې ) اوه كاله سخته (وچكالي او سوکړه) راشي او څه مو چې ورته زېرمه كړي وو، و به يې خورئ؛ خو لږڅه به (د تخم لپاره) پرېږدئ؛

﴿۴۹﴾ ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ = بيا(د وچكالۍپه كلو) پسې يو كال راځي، چې ډېر باران به د خلكو په برخه شي او په دې كال كې به خلك (مېوې او غوړې دانې) وزبېښي (او بركتي كال به وي.) ))

ټکي :

“يُغَاثُ النَّاسُ” يا له “غوث” راغلى دى ؛يعنې د خداى له لوري به له خلکو سره مرسته وشي او يا له “غيث” ؛يعنې باران به وورېږي او تريخ وختونه به پاى ته ورسي ( تفسيرالميزان ) .

اوه څربې او خوارې غواګانې او اووه وچ او شنه غنم ،چې په خوب کې راغلي ول؛يوسف (ع) پر څوارلس کاله نعمت او سوکړې تعبير کړل؛خو پينځلسم کال د باران او پراختيا کال و، چې د پاچا په خوب کې نه و راغلى،چې دا خبرد خداى له لوري يوسف (ع) ته راغله،چې په خلکو کې ورته د نبوت لار هواره شي . (ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ….).

په ټولنه کې اغېزمن سمبالښت ته لاندې شرطونه په کار دي .

١_ د خلکو باور .( انا لنراک من المحسنين) .

٢_ صداقت ( يوسف ايهاالصديق ) .

٣_ علم او پوهه ( علمنى ربى ) .

٤_ سمه وړاندوينه ( فذروه فى سنبله ) .

٥_ د خلکو اطاعت؛ځکه خلکو د يوسف (ع) خبره ومنله .

پيغامونه :

١_خلک له راتلونکيو سختيو او کړختونو خبر کړئ ،چې ځان مقابلې ته ورچمتو کړي (ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ) .

٢_ پس انداز او کړلار سنجول راتلونکيو سختيو ته ارزښت لري ( سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ ) .

٣_ راتلونکې په پام کې نيول او ورته کړلار جوړول ،ملت د روزګار له سختو طوفانونو ژغوري (يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ) .

٤_د لګښت پر مهال څه تخم او پانګې ته وساتئ (مِّمَّا تُحْصِنُونَ ) .

٥_ په سختو شرايطوکې بايد اصلي بنسټونه او شتمني وساتل شي (مِّمَّا تُحْصِنُونَ ) .

٦_ د خوراکي توکيو د ساتلو او تبادلې طريقه زده کړئ ،چې له منځه ولاړ نشي.( مِّمَّا تُحْصِنُونَ) .

٧_ تر سختيو وروسته آساني وي (ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ ) .

٨_ خلک راتلونکي ته هېلمن کړئ ،چې د نن کړاوونه وزغملای شي (ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ ).

٩_ کښت ته د هوا د وضع او باران وړاندوينه ګټوره ده.( ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ..) .

١٠_خوبونه کړاى شي انسان ته لاښووونکي وي (يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ ).

١١_د خلکو د ستونزې هوارۍ ته هلې ځلې وکړئ؛که څه هم د سيمې مو نه وي . ( يوسف (ع) طرحه يوې داسې سيمې ته ورکړه چې په خپله د هغه سيمې نه و ) .

١٢_ علم او پوهه د حکومتونو د پاتې کېدو او د ټولنې د سوکالۍ لامل ګرځي .( وچ کالۍ ته کړلار جوړونه د يوسف (ع) علم او پوهه راښيي ) .

﴿۵۰﴾ وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللاَّتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ = او با چا وويل :(( هغه ما ته راولئ .))؛خو چې كله هغه استازى يوسف ته ورغى(يوسف ورته ) وويل : ((خپل پاچا ته بېرته ورشه او د هغو ښځو حال ترې وپوښته، چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي ول؟بېشكه چې پالونكى مې د هغوى پر مكر ښه خبر دى.))

ټکي :

يوسف (ع) د باچا د خوب پر تعبير او دقيقې کړلار ؛هغه هم بې قيد و شرطه وښوول ،چې يو عادي بنديوان او مجرم نه دى ؛ بلکې فوق العاده پوه انسان دى .

چې کله د پاچا استازى يوسف (ع) ته راغى او د آزدۍ خبر يې ورکړ؛نو سملاسي استقبال يې ترې و نه کړ؛بلکې غوښتنه يې وکړه ،چې پخوانۍ دوسيه دې بېرته وڅېړل شي؛ځکه نه يې غوښتل پاچا يې وبښي؛بلکې غوښتل يې بې ګناهي او پاک لمني يې جوته شي او پاچا پوه کړي ،چې پر رژيم يې څومره فساد او بې عدالتي واکمنه ده .

کېداى شي يوسف (ع) د “مصر” د واکمن د درناوي په پار د ميرمنې نوم يې وانه خست او يوازې د مېلمستيا غونډې ته يې اشاره وکړه ( وقطن ايديهن ) .

زمونږ ګران پېغمبر وويل : د يوسف (ع) صبر ته حيران يم ،چې کله د “مصر” واکمن يې د خوب تعبير ته اړشو ؛نو ويې نه ويل ، چې آزاد نشم؛نو خوب به دې تعبير نه کړم؛خو تر هغې له بنده راونووت،څو لګلېدلى تور ترې پاک شو. (تفسيراطيب البيان ) .

پيغامونه :

١_هغه کارپوهان،چې هېواد ورته اړين دى او په بند کې دي ، که لاس يې پر جناياتو ککړ نه وي؛نو بايد د دولت په مرسته خلاص شي (وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ) .

٢_ له کارپوهانو په سلامشوره کې ( په تېره بيا په کړکېچنو شرايطو کې ) تلوار په کار دى (وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ).

٣_ چارواکي تل پوه انسانانو ته اړتيا لري (البته که چارواکي پرخبره پوه وي ) (وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ) .

٤_ که خداى وغواړي؛نو پاچا به يو مريي ته اړين کړي (وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ) .

٥_ يوسف (ع) د “مصر” واکمن خپل بادار نه بله (ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ) .

٦_ چارواکي او مشران ان که کافران هم وي ؛نو تر لاس لاندې کسانو په مخ کې يې درناوى په کار دى (ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ) .

٧_آزادي پر هر قيمت ارزښت نه لري.د بې ګناهۍ جوتول تر آزادۍ غوره دي . (ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ) .

٨_ مريي ته ،چې د آزادۍ وړاندوينه وشي او هغه د خپلې دوسيي د څېړلو وړانديز کوي ؛نو مفهوم يې دا دې،چې پاک دى (فَاسْأَلْهُ ) .

٩_ يوسف (ع) لومړى د خلکو ذهنونه پاک کړل او بيا يې مسئووليت ومانه ( مَا بَالُ النِّسْوَةِ) .

١٠_ له پت او حيثيته دفاع فرض ده (مَا بَالُ النِّسْوَةِ) .

١١_ کله له غير الهي چارواکيو هم د عدالت غوښتنه جايزه ده (فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ) .

١٢_ په حساسو ځايونو کې (؛لکه د پاچا پر وړاندې د يوسف(ع) موقعيت) نه ښايي د نورو پت ساتلو ته پر حقايقو پرده واچول شي (مَا بَالُ النِّسْوَةِ..).

١٣_ (( قطعن ايديهن )) ته د يوسف (ع) اشاره کېداى شي دې ته وه ،چې دې پېښې يو عمومي اړخ درلود او د انکار وړ نه وه (بَالُ النِّسْوَةِ اللاَّتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ) .

١٤_د يوسف (ع) د بندي کولو په دسيسه کې ټولو ښځو لاس درلود ( کيدهن ) .

١٥_ګناهونه او اخلااقي مسائل پوښلي ووياست (إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ ) .

١٦_دښمن که څومره هم مکار وي ؛خو خداى يې له ټولو مکرونو خبر دى او خپل دوستان د دښمن له مکره ساتي (إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ) .

﴿۵۱﴾ قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَاْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ = ( باچا ښځې راوغوښتې او) و يې ويل :(( له يوسفه مو چې ځان غوښتى و؛ نو دا پېښه مو څه وه ؟)) و يې ويل :(( پاك دى خداى، موږ پكې څه بدي و نه ليده !)) (په دې وخت كې) د عزيز مېرمنې وويل : ((اوس حق څرګند شو! ما له هغه ځان غوښتى و او بېشكه،هغه له رښتونيو دى.

ټکي :

“خطب” مهم کار ته رابلل کېدو ته وايي. “خطيب” هغه دى ،چې چې وګړي سترې موخې ته رابلي . د “حصحص” ټکى له “حصه” اخستل شوى؛ يعنې د حق او باطل بېلېدل ( تفسيراطيب البيان ) .

په دې ېيښه کې يو الهي سنت پرځاى شوى ،چې د الهى تقوى له امله،خلاصون راغلى دى (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ) ( طلاق ٣=٢ ) چاچې د خداى پروا وکړه ؛نو د خلاصون او پراختيا لار به ورکړي او له هغه ځايه،چې په فکر کې يې هم نه ګرځي روزي به ورکړي .

پيغامونه :

١_ د يوې ستونزې غوټه،چې نه خلاصېږي؛نو د هېواد ولسمشر بايد هغه دوسيه راوسپړي او حل يې کړي . (قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ) .

٢_ تورن وګړي راوغواړئ ،چې له ځانه دفاع وکړي (خَطْبُكُنَّ) ان زليخا هم حاضره وه (قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ)( قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ) .

٣_په ترخو پسې خواږه راځي او د تور پر وړاندې ناوړه نيت ( اراد باهلک سوء )،ټولو اقرار وکړ،چې له هغه مو هيڅ ناوړه نيت و نه ليد.( مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ) .

٤_ د “مصر” ښځو نه يوازې د يوسف (ع) پر پاکوالي منښته وکړه؛بلکې له هر ډول بدۍ او کوږوالي يې پاک وباله . ((مِن سُوءٍ)) ؛يعنې هېڅ عيب اوګناه نه لري .

٥_لمر په ګوته نه پټېږى.(حق تل پټ نه پانې کېږي (الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ ) .

٦_ د ځينو دوسيو او حقيقتونو روښانېدل وخت غواړي (الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ ) .

٧_وجدان يوه ورځ راوېښېږي او منښته-اعتراف کوي (أَنَاْ رَاوَدتُّهُ ) ؛لکه هماغسې ،چې د ټولنې او چاپېرېال دباو ډېر سرغړاندي منښتې ته اړباسي (د “مصر” د واکمن مېرمنې وليدل چې ټولې ښځې د يوسف(ع) پر پاکلمنۍ يوه خوله دي؛نو هغې هم منښتې ته غاړه کېښووه ) .

٨_ د “مصر”واکمن غوښتل د يوسف (ع) او زليخا دا پېښه پټه پاتې شي ؛خو خداى پرې ټول خلک خبر کړل،چې د يوسف (ع) پاکي جوته شي قالت … اناراودته ). ٩_ چې خداى درسره مل وي ؛نو دښمن به دې د خلاصون لامل شي (وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ) .

﴿۵۲﴾ ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ = (يوسف وويل:) دا خبره مې ځكه وكړه، چې (عزيز) په دې پوه شي، چې ما پسې شا، ورسره خيانت نه دى كړى او بېشكه خداى د خاينانو چلونه ځاى ته نه رسوي .

پيغامونه :

١_کريم انسان د غچ په فکر کې نه وي؛بلکې د حيثيت د اعادې او حقيقت ته د رسېدو په لـټه کې وي .( ذَلِكَ لِيَعْلَمَ) .

٢_ د خلکو له ذهنه بد ګومانونه پاک کړئ (ذَلِكَ لِيَعْلَمَ).

٣_ د چا پر مېرمن ناوړ بريد له سړي سره هم خيانت دى (لَمْ أَخُنْهُ).

٤_ خيانت رټل شوى ان که له کافرسره وي. (لَمْ أَخُنْهُ).

٥_ په پټه او ښکاره خيانت نه کول د واقعي ايمان نښه ده (لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ) .

٦_ خاين د خپل خيانت مخونې ته نقشې وباسي (كَيْدَ الْخَائِنِينَ).

٧_ د يوسف (ع) هڅه داوه،چې د واکمن پام دې خبرې ته راوړي،چې په پېښوکې ټاکونکې ونډه د خداى اراده ده ( َأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي….).

٨_ خاين له کارونو پايله نشي اخستى او ښه عاقبت هم نه لري (لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ) خداى به اجازه ور نه کړي،چې ناپاکه وګړي پاکان بې پته کړي (أَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ) .

٩_الهي سنت دى،چې خائنان به ځاى ته و نه رسي او تل به يې پوزه غوڅه وي . (أَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ) .

﴿۵۳﴾ وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ= او زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امر كوي؛خو پر چاچې زما پالونكى رحم وكړي؛ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى :))

ټکي :

په قرآن کې نفس ته دا حالت بيان شوى دی :

١_ “اماره نفس” ،چې انسان بديو ته رابولي او که په عقل مهار نشي ؛نو انسان کندې ته ګوذاروي .

٢-“لوامه نفس”؛هغه حالت دى،چې ګناهکار انسان ملامتوي ،چې توبه وباسي ( د قيامت سورت ) .

٣_”مطمئنه نفس”؛ هغه حالتونه دي ،چې يوازې انبياء او الهي اولياء يې لري ،چې د هرې پېښې او وسوسې يې سر لوړى راباسي؛ داسې خلکو زړونه پر خداى بايللي وي ( د فجرسورت ) .

يوسف (ع) په دې ازمېينه کې سرلوړى راوتل او خيانت نه کول د خپل خداى د پېرزو پايله بولي او د يو انسان په حيث ،چې انساني طبيعت لري ځان نه تبرئـه کوي.

په ډېرو رواياتو کې د نفس خطرونه ياد شوي او له نفسه راضي کېدل .( د عقل د فساد او د شيطان ستر دام ګڼل شوى دى . غررالحکم ) حضرت امام سجاد د “الشاکين” په مناجاتوکې د نفس پينځلس خطرونوته اشاره کړې ده .

پيغامونه :

١_ هېڅکله ځان پر پاکۍ مه ستايئ او ځان ته برائت مه ورکوئ .( وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ) .

٢_ کمال خو دادى ،چې که ټول خلک دې هم بشپړ وګڼي؛خو ته بياهم ځان نيمګړى وبلې ؛د يوسف (ع) په کيسه کې ورونه،د واکمن مېرمن ، شاهدان،پاچا او زندانيان پر پاکوالي يې ګواهي ورکوي ؛خو په خپله وايي : (وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ) .

٣_ د ځاني غوښتنو خطر ته مو پام اوسه ،چې ستر خطر دى .( إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ) په آيت کې څلور ډوله ټينګار شوى دى .( إِنَّ،د تاکيد لام،مبالغه صيغه او اسميه جمله ،))

٤_ الهى انبياء سره له دې،چې معصوم دي؛خو انساني غريزې لري،چې د ايمان پر ځواک يې کابو کړي دي .( ان انفس لامارة بالسوء) .

٥_ هم بايد له خپل عفت او له پاکۍ دفاع وشي ( انى لم اخته بالغيب ) او هم بايد پر نفسي شررور اعتراف وشي او له خداى نه پناه وغوښتل شي (إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ) .

٦_ نفس به تل درنه يو څيزغواړي،چې راګېر دې کړي .( لأَمَّارَةٌ) .

٧_ که پر انسان خداى و نه لورېږي؛نو په طبيعي توګه منفي او غزيزي کوږوالى لري .

٨_ يوازې د هغه لورنه د خلاصون لامل دى ،که انسان پر خپل حال پرېښوول شي ؛نو پر حال يې ژړا پکار ده (إِلاَّ مَا رَحِمَ ) .

٩_ يوسف (ع) د خداى تر ځانګړې روزنې لاندې و ( د ربى ) ويى دوه ځل راغلې ده ) .

١٠_ ښوونکى او روزونکى بايد بښنه او لورنه ولري (إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ) .

١١_ د ټولو خطرونو سره سره د هغه له رحمته نهيلي نه ده پکار(إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ) .

١٢_ بښنه د الهي رحمت سريزه ده . لومړى وايي : (( غفور)) بيا وايي : (رحيم ) .

﴿۵۴﴾ وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ = او باچا وويل: (( هغه[=يوسف ] ما ته راولئ، چې زما ځانګړى (مشاور) شې)) چې كله (يوسف ورغى او له) باچا سره يې خبرې وكړې (؛نو باچا يې پر عقلمنۍ او ځيركۍ   پوه شو او) و يې ويل : (( په رښتيا ته نن زموږ په نزد د لوړ مقام خاونداو د ډاډ وړ يې ))

مهم ټکي :

په “لسان العرب” کې راغلي چی کله انسان څوک د خپلو رازونو محرم کړي او په خپلو کارونو کې ونډه ورکړي؛نو ورته (أَسْتَخْلِصْه) وايي . يوسف (ع)،چې له بنده خوشې کېږي ؛نو د زندان پر دېوال يې څو غوڼدلې وکښلې ،چې د زندان څېره يې انځور کړې ده .

زندان ،د ژونديو هديره د غمونو کور او د دوستانو او دښمنانو د پېژندنې ځاى دى . ( تفسيرجمع البيان ) .

پاچا،چې د يوسف (ع) په رښتينولۍ او امانتولۍ پوه شو او خيانت يې پکې ونه موند؛نو ځان ته يې رانږدې کړ؛نو پام وکړئ ،چې که خداى له خپل بنده خيانت ونه ويني ؛نو څه به ورسره کوي ؟! سپينه خبره ده ،چې ځان ته به يې خورا رانږدې کړي ،چې قرآن د الهي انبياوو په باب داسې تعبيرلري :

(وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى(طه/١٣)= او ما ته (د رسالت مقام ته) غوره كړې؛ نو څه چې تا ته وحې كېږي، غوږ ورته كېده.))

(وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي(طه/ ٤١)= او ته مې د خپل ځان لپاره (په مهارت) وروزلې ))

پادشاه د” َدَيْنَا” ويى په کارولو اعلان کړ،چې يوسف (ع) نه يوازې زموږ په حکومت کې؛بلکې زموږ په زړه کې هم ځاى لري او بايد ټول چارواکي ترې لاروي وکړي .

ځواک او رښتينولي،چې يو ځاى وي ؛نو ګټه لري؛ځکه که رښتينولي ولري او امکانات و نه لري ؛نو د کوم چار د کولو وسه به و نه لري ؛خو که ځواک ولرې او امين والى ونه لرې ؛نو بيت المال به چور او تالا کړې !

پيغامونه :

١_ که خداى وغواړي ؛نو د پرون زنداني به د نن اميرکړي . (وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ ) .

٢_ بايد د خلکو د خدمتونو قدرداني وشي (ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ)( پاچا د خوب د تعبير په بدل کې مشوره ورکړه، چې له بنده يې اخلاص کړئ او ورته يې يو منصب ورکړ .

٣_ مشرکان او کافران هم له مانيز کما لاتو خوند اخلي. د کمال دوستۍ فطرت د هر انسان په وجود کې وي .( أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي) .

٤_ معمولا د سترو منصوبونو سمبالښت ته پر تدبيرسربېره کارپوهه ، محبوبيت او مقبوليت هم پکاردى . ( يوسف (ع) په پاکۍ ،تدبير او د خوب تعبير ځانګړى محبوبيت پيدا کړ؛نوځکه د “مصر” واکمن وويل ،چې هغه دې ما ته وي (أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي) .

٥_ پاکي،امانت،صداقت او پاکلمني پاچايان هم ځان ته په ګونډو کوي .( أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي) .

٦_ که څوک پرکوم منصب ټاکئ ؛نو ورسره حضوري مصاحبه هم خورا ګټوره وي . (فَلَمَّا كَلَّمَهُ) .

٧_ څو وګړى ګړېدلى نه وي ؛نو نرملګړتيا او هنر يې پټ وي (فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ) .

٨_ د مهمو دندو او منصبونه د سپارلو پر وخت به ښه وي ،چې د هېواد لومړى شخص په خپله مصاحبه وکړي (فَلَمَّا كَلَّمَهُ) .

٩_ ستر او لوړ منصبونه ازمېيل شويو او کارپوه ته وسپارئ (فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ …. ) .

١٠_رښتين انسان ان د کافرانو په زړونوکې هم ځاى لري (إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ) .

١١_ د “مصر” ښځو د يوسف (ع) ښايست وليد ؛نو زړونه يې پرې وبايلل ، د “مصر” پادشاه ،چې د يوسف (ع) پاکوالی او رښتينولي وکته؛ نو د “مصر”چارې يې وروسپارلې؛نو فکر وکړئ ،چې که د يوسف (ع) ټول کمالات رابرسېره شوي واى ؛نو څه به شوي واى ؟

١٢_چې د چا امانت او صداقت درته جوت شو؛نو د منصب په ورکولو کې ځنډ پکار نه دى .( إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ) د “مصر” واکمن پرېکنده حکم وکړ .

١٣_ د هېواد د مشر سلاکاران بايد د تقوى،تدبير،قدرت، کړلار جوړونې او د امانت ساتي وي . (أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي… مِكِينٌ أَمِينٌ) ( چې دا ټول په يوسف (ع) کې ول) .

١٤_ پر چا چې مو ايمان او اطمينان پيدا کړ؛نو قدرت ورکړئ (لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ) .

١٥_د يوسف (ع) قدرت بې قيد و شرطه و “مکين” بې شرطه ) .

﴿۵۵﴾ قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ= (يوسف) وويل :(( ما ددې هېواد( د”مصر”) پر (اقتصادي) سرچينو وګوماره،چې زه پوه ساتونكى يم .))

ټکي :

پوښتنه : ولې يوسف (ع) د خپل مسووليت وړانديز ورکړ؟يا ولې يوسف د رياست غوښتنه وکړه ؟

ځواب : هغه د پاچا له خوبه د خطر احساس وکړ او په ځان کې يې دا وړتيا ليده ،چې خلک له دې خطره وژغوري ؛نوځکه يوسف (ع) دا دنده پرغاړه واخسته .

قرآن خو وايي ،چې ( فلا تزکوا انفسکم (نجم/٣٢ ) ؛نو ولې يوسف (ع) خپله ستاينه وکړه ؟

ځواب : د يوسف (ع) ستاينه دندې ترلاسه کولو ته وه ،چې خلک له دې لارې له کړاوونو وساتي،نه دې ته،چې ځان له نورو جيګ کړي .

پوښتنه : په قرآن کې خو راغلي،چې ( ولا ترکنوا الى الذين ظلموا ..) (هود/١١٣)؛نو ولې حضرت يوسف د کفر د حکومت سلا کار او مرستيال شو؟

ځواب : حضرت يوسف خلک له وچکالۍ د ساتلو په موخه دا منصب قبول کړ؛نه له ظلم او کفر دفاع ته،يوسف (ع) ان د واکمن پوټى ستاينه هم ونه کړه. سياستمداران د خطر په وخت کې خلک پرېږدي او تښتي ؛ خو يوسف (ع) بايد خلک وساتي؛نو غوږونه مو خلاص کړئ،چې که مو وسه وه ،چې يو ظالم نسکور کړئ؛نو د خپلې وسې هومره د هغه نظام د کوږوالي او تېري مخنيوى وکړئ ؛نو په داسې شرايطو کې بايد صالح وګړي د هېواد ځينې چارې سمبال کړي . ( د فى ظلال القرآن تفسير) .

په نمونه تفسير کې داسې راغلي دي : د ( اهم او مهم ) د قانون مراعتول، د عقل له نظره يو آر دى. د شرک له حکومت سره مرسته نه ده پکار؛خو خلک او ملت له سوکړې ساتل ډېر مهم دي ؛نو ځکه يوسف (ع) سياسي چارې سمبال نه کړې،چې له ظالم سره مرسته ونشي، نظامي چارې يې سمبال نه کړې ،چې پرناحقه وينه تويې نشي ،يوازې وټيزې چارې يې د خلکو خلاصون ته سمبال کړې (تفسيرتبيان ) او امام رضا وويل : چې کله ضرورت و؛نو په خپله يوسف (ع) د خزانه دارۍ د چارو د سمبالولو وړانديز ورکړ. ( د نورالثقلين تفسير).

“على بن يقطين” هم د امام کاظم په سپارښتنه د عباسيانو په خلافت کې وزير و. په حکومتونو کې د صالحو خلکو شته والى مظلومانو ته پناه وي. امام صادق وويل : د حکومتي چارو کفاره د ديني وروڼو اړتياوې پوره کول دي. (وسايل الشيعه ١٢/١٣٩) امام رضا وپوښتل شو : تاسې ولې د مامون ولايتعهدي ومنله ؟ امام ورته وويل : يوسف (ع) چې په خپله پېغمبر و، د مشرک حکومت ته ولاړ،زه خو د پېغمبر وصي يم او د يو داسې سړي حکومت ته ورغلى يم،چې د مسلمانۍ اظهار کوي، له دې به تېر شو، پر ما د دوى د چارو قبلول اجباري دي، حال دا چې يوسف (ع) په خپل اختيار هغه چارې سمبال کړې؛نو ددې موضوع اهميت ته مې دا چارې پرغاړه واخستې .(وسايل الشيعه ١٢/١٤٦) .

چې کله يوسف (ع) مقام او منزلت وموند ؛نو له والدينو سره د کتو غوښتنه يې و نه کړه ؛ځکه دې کتو عاطفي اړخ درلود او له وچکالۍ د خلکو راويستل يې ټولنيز رسالت و.

امام صادق د هغو خلکو په ځواب کې وويل ،چې د زهد اظهار يې کاوه .

او خلک يې هم دې ته رابلل ،چې د هغوى په ژوند کې پر ځان سخته راوړي : د حضرت يوسف په باب څه فکر کوئ ،چې د “مصر”پاچا ته يې وويل : (اجعلنى على خزائن الارض) تردې چې ټول هېواد يې په واک کې شو او داسې څوک مې و نه موند ،چې د يوسف ددې کار له امله به يې پرى نيوکه کړې وي ( تفسير نورالثقلين ) .

د امام رضا د خولې خبره ده ،چې يوسف (ع) په اوو لومړيو کلونو کې غنم راټول او زېرمه کړل او په دويمو اوو کلونوکې،چې سوکړه شوه ؛نو زېرمه شوي غنم يې د خلکو ورځني ژوند ته ورکړل او په خپلې امانت ساتۍ او هوښيارتيا يې د “مصر” هېواد له بدمرغۍ وژغوره.

د اوو کالو وچکالۍ په ترڅ کې حضرت يوسف هېڅکله پر مړه ګېډه ژوند و نه کړ،چې وږى ترې هېر نشي ( تفسير مجمع البيان ) .

د مجمع البيان او الميزان په تفسيرونوکې د حضرت يوسف د عمر په باب داسې راغلي دي : چې کله سوکړه شوه ؛نو په لومړي کال کې به حضرت يوسف غنم پر سرو او سپينو زرو،په دويم کالا کې د جواهرو او زيور آلاتو،په درېم کال کې له څارويو، په څلورم کال کې د مريانو،په پينځم کال کې له کورونو،په شپږم کال کې به يې له پټيو او په اووم کال کې به يې د مريانو په اخستو غنم ورکول؛نو چې کله د وچکالۍ اووم کال پاى ته ورسېد ؛نو د “مصر”واکمن ته يې وويل: ټول خلک او شتمنۍ يې زما په واک کې ده ؛خو خداى مې شاهد دى او ته هم شاهد اوسه ، چې ټول خلک به آزاد کړم او شتمنۍ به يې ورکړم او ستا ماڼۍ،تخت او خاتم ( د مهر ګوته) به هم درکړم. حکومت راته د خلکو د ژغورنې وسيله وه ؛نه کوم بل څيز؛ته هم له خلکو سره په عدالت چلېږه. واکمن د يوسف (ع) ددې خبرو په اورېدو ځان دومره د يوسف (ع) د عظمت پر وړاندې وړوکى او ټيټ وموند،چې يودم يې خوله راوسپړله : (( اشهدان لااله الاالله وانک رسوله )) ماهم ايمان راوړ او ته بايد واکمن شې ((إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ)) .

د خلکو په ټاکنه او په منصب ورکولو کې قرآني کچې په پام کې ونيسئ . له “حفيظ” او”عليم” نه پرته نورې کچې هم په قرآن کې راغلي؛ لکه :

١_ ايمان؛((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ(سجده/١٨ )

٢_مخينه؛(وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ . أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ ( واقعه /١٠- ١١)

٣_ هجرت؛((الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلاَيَتِهِم مِّن شَيْءٍ(انفال/ ٧٢).

٤_ علمي او جسمي ځواک؛((وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ( بقره٢٤٧/)=

٥_ کورنى اصالت؛(( مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ ( مريم/٢٨) .

٦_جهاد او مبارزه؛((وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/ ٧٥) .

پيغامونه :

١_ د اړتيا پر مهال بايد انسان په خپله دنده پر غاړه واخلي. (قَالَ اجْعَلْنِي) .

٢_ نبوت له حکومت او سياست سره همغږى دى؛لکه ديانت چې له سياسته بېل نه دى (اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ) .

٣_وړو خلکو ته د منصب ورکولو پر وخت شخصي وړتيا ته يې مو هم پام اوسه (اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ) .

٤_ لومړى خپله وړتيا جوته او بيا د منصب غوښتنه وکړئ (أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي…… اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ) .

٥_ چې په کوم کار کې مهارت لرئ ؛نو پر ځان ډاډ ولرئ او ټولنې ته يې وړاندې کړئ (اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ) .

٦_انسان ،چې په هر موقعيت کې وي ؛نو له ځانه د ټيټو خلکو او رښتينو سلاکارانو نظرونو ته دې پام وکړي ( د “مصر” پاچا د يوسف(ع) وړانديز(اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ) ته پام وکړ او و يې ومانه .

٧_ سيمه ايز تابعيت اصل نه دى،يوسف (ع) “مصری” نه و؛خو د “مصر” په حکومت کې يې چارې سمبالولې (اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ) .

٨_ د اړتيا پر مهال د وړتيا بيانول، له توکل او زهد سره هيڅ منافات نه لري (إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ) .

٩_ له دوو ځانګړنو پاچا يوسف ته وويلې (مکين او امين) او دوه ځانګړنې،چې يوسف (ع) ځان ته وويلې ( حفيظ او عليم ) ؛نو دا ټولى د وړ او لايق دولتي چارواکې ځانګړنې دي. مکين، امين ،؛يعنې ځواک او امانت ، “حفيظ ، عليم”؛ يعنې پاسوالي او کارپوهه .

﴿۵۶﴾ وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاء وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ او دغسې مو يوسف ته (د “مصر”) پر ځمكه واكمني وركړه، چې هر چېرې يې خوښه وه او سېداى شو، موږ خپل رحمت چاته چې وغواړو (او وړ يې وبولو) ور پر برخه كوو او د نېكانو اجر نه لاهو كوو .

﴿۵۷﴾ وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ =(خو) د اخرت بدله هغوى ته غوره ده، چې ايمان يې راوړى او پرهېزګاران دي .

ټکي

په دې دوو آيتونو کې حضرت يوسف په “محسن”، “مؤمن” او “متقي” ستايل شوى دى .

په دې ټول سورت کې د خداى اراده د خلکو له غوښتنونو سره پرتله کړاى شو؛ وروڼو يې د يوسف (ع) په څاه کې اچولو او په مريي کولو غوښتل خوار يې کړي؛خو د “مصر” واکمن د هغه په باب وويل : (( اکرمى مثواه )) پر هغه بايد پام وشي .د “مصر” د واکمن ښځې غوښتل لمنه يې ناولې کړي ؛خو خداى پاک وساته ؛ځينو غوښتل په بندي کولو يې مقاومت له منځه يوسي او سپک يې کړي؛(( لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ ))؛خو خداى اراده وکړه ،چې عزت ورکړي او د “مصر” واکمني يې ورکړه ((مَكَّنِّا لِيُوسُفَ)) .

امام صادق وويل : (( يوسف (ع) يو آزاد او حُر انسان و، چې د وروڼو حسادت په څاه کې وغورځاوه،د ښځو شهوت،بند، تور ،رياست او ځواک پرې اغيز و نه کړ.)) (تفسيرر نورالثقلين ) .

اخروي بدلې ،تر دنيوى بدلو غوره دي ؛ځکه :

الف: محدوديت نه لري ( لهم مايشاوؤن ) (زمر/٣٤) .

ب : تلپاتې دي ( خالدين فيها) ( فرقان/٧٦) .

ج : په يو ځاى پورې محدودې نه دي ( نتبوامن الجنة حيث تشاء( زمر/٧٤).

د : موږ يې نشو حسابولاى (اجرهم بغيرحساب )( زمر/١٠ ) .

ه : عوارض،آفات او ناروغۍ نه لري ( لايصدعون عنهما)(واقعه/١٩).

پيغامونه :

١_ پاکلمنو او پرهېزګارانو ته عزت ورکول الهي سنت دي (كَذَلِكَ).

٢_ که څه هم په ظاهره د “مصر” واکمن يوسف (ع) ته وويل : ((إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ))؛خو په واقع کې خداى و،چې يوسف (ع) ته يې مکنت ورکړ( مَكَّنِّا) .

٣_ د تصرف حق د حکومت له چارو ځنې دی (مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ) .

٤_ يوسف (ع) ډېر اختيارات درلودل (حَيْثُ يَشَاءُ) .

٥_ځواک که وړ ته يې وسپارل شي؛نو رحمت دى؛ګنې زيان به يې ډېر وي (نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا) .

٦_ په الهي نړۍ ليد کې هيڅ کار بې بدلې نه پاتې کېږي ( َلاَ نُضِيعُ).

٧_ د خلکو د حق ضايعول يا د ناپوهۍ له مخې وي يا کنجوسۍ يا ناوسۍ او يا ….. ،چې هيڅ يو يې هم په خداى کې نشته (وَلاَ نُضِيعُ ).

٨_ په دنيا کې حکومت او ځواک ته رسېدل له نېکۍ ،ايمان او تقوا سره هيڅ منافات نه لري (مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ…. أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ).

٩_ الهي مشيت،نظام لرونکى او قانون مند دی . که وايي :(مَن نَّشَاء) چا ته مو،چې خوښه وي او ورپسې وايي : زموږ خوښه بې جهته نه ده ؛ بلکې بنسټ يې د خلکو نېکچارې آرونه دي (وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ) .

١٠_ پردې سربېره،چې د نېکچارو په دنيا کې غوړه وي، آخرت يې هم له نعمتونو ډک وي (وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ) .

١١_ د نېکانو د پام وړ خبره : که هغوى په دې دنيا کې بدلې ته و نه رسېدل ؛نو بله دنيا خو شته (وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ) .

١٢_پاچاهي او حکومت هم د اخروي اجر پر وړاندې هيڅ دي (وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ…) .

١٣_الهي خلکو ته مادي امکانات او ظاهري حکومت هيڅ ارزښت نه لري، څه چې ورته ارزښت لري؛ آخرت دى (وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ) .

١٤_ که چا د تقوى جامې واغوستې؛نو موږ به هم خپل نعمتونه ورولېږو. (نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا….. لِّلَّذِينَ …. وَكَانُواْ يَتَّقُونَ).

١٥_ ايمان له تقوى سره چاره ساز دى ؛خو د ګناهکار مؤمن برخليک مبهم وي (آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ) .

١٦_ چا که تقوا خپله کړه؛نو ارزښت او اخروي ثواب يې ډېر زيات وي (كَانُواْ يَتَّقُونَ) .

١٧_او له اخروي بدلې د ګټنې شرط ايمان او تقوا ده (وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ) .

١٨_ په ايمان کې د تقوا درجه خورا لوړه ده (آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ) .

﴿۵۸﴾ وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ = (د كنعان سيمه سوکړې نيولې وه) او د يوسف وروڼه ( د خورا کتوکيو (غله) د لا س ته راوړو لپاره “مصر”ته) راغلل او هغه ته ولاړل، يوسف هغوى وپېژندل؛ خو وروڼو يې يوسف ونه پېژاند .

ټکي :

د يوسف (ع) د وړاندوينې سره سم ،خلک اوه کاله په نعمت او باران کې وو؛خو ورپسې اوه کاله وچکالي شوه او سوکړه شوه،چې په “مصر”، “فلسطين” او “کنعان” ټولو کې راغله.حضرت يعقوب (عليه السلام) خپلو زامنو ته وويل : د غلې د لاس ته راوړو په موخه “مصر”ته ولاړ شئ . هغوى “مصر”ته راغلل او خپله غوښتنه يې وکړه.يوسف د غلې په غوښتنونکيو کې خپل ورونه وليدل؛خو وروڼو يې يوسف (ع) و نه پېژنده، چې حق هم همدا و؛ځکه چې په څاه کې له غورځېدو او حکومت ته تر رسېدو پورې تقريباً ٢٠ که ٣٠ کاله واټن و.

يوسف (ع)،چې له څاه راوايستل شو؛نو تنکى ځوان و ( يا بشرى هذا غلام ) څو کاله هم د واکمن په کور کې خدمتګار و، کلونه يې هم په بند کې تېرکړل او له زندان راوتو يې هم اوه کاله په وچکالۍ کې تېر شوي وو؛ خو اوس، چې سوکړه ده، ورونه يې “مصر” ته راغلي ول.

پيغامونه :

١_ د سوکړې پر مهال جيره بندي په کار ده او هر څوک بايد خپل حق اخستو ته په خپله راشي،چې نور يې له نومه ناوړه ګټنه و نه کړي .

٢- سره له دې،چې کړاى يې شول ،چې يو تن د ټولو په استازيتوب راشي ؛خو ټول راغلل . (إِخْوَةُ )

٢_ که د سوکړې پر مهال نورو سيمو رانه مرسته وغوښته؛نو بايد ورسره مرسته وشي. (وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ) .

٣_ د اړتيا پر مهال بايد غلي او بېکاره کېننو؛بلکې کار وکړو او له نورو هېوادونو هم مرسته وغواړو (وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ).

٤_ کله ظالم ،مظلوم ته اړ کېږي (وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ) .

٥_ بې له “مصر”يانو له يوسف (ع) سره د نورو خلکو ليدل هم ډېر اسان وو (وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ ) ( د حکومت چارواکي بايد داسې کړلار وسنجوي، چې خلک يې په اسانۍ وويني ) .

٦_ د ماشومتوب د مهال خاطرات د انسان په ذهن کې پاتې کېږي او له ذهنه يې نه وځي ( ورونه يې غټ وو،چې يوسف (ع) ورسره و؛خو حضرت يوسف وړوکى و،چې هغوى يې ليدلي وو؛ نو يوسف (ع) هغوى وپېژندل؛خو هغوى يوسف(ع) ونه پېژنده ) .

﴿۵۹﴾ وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ أَلاَ تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ = او چې كله (يوسف) د هغوى د غلې څټه تياره كړه، ورته يې وويل : (( (بل ځل) خپل مېرنى ورور راته راولئ؛ايا نه ګورئ، چې زه په څه شان پيمانه ډكه اړوم او غوره مېلمه پال يم ؟

ټکي :

يوسف (ع) وويل : (ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم) ؛يعنې د پلار يو زوى هم لرئ او و يې نه ويل : زما ورور؛نو معلومېږي ،چې يوسف (ع) هغوى پر ځان پوه نه کړل او د ناپېژندګلو په حيث يې له وروڼوسره د خبرو باب پرانست او د تعبيرونو د ويناوو له مخې، وروڼو يې ځان د حضرت يعقوب (عليه السلام) او حضرت ابرهيم عليه السلام لمسي وښوول . هغوى وويل:موږ يو زوړ پلارهم لرو،چې زموږ د يو ورور په پار،چې لېوه وداړه ،د غم له امله يې ژړغونى د کور په ګوټ کې پروت دى او خپل يو ورورو مو هم د هغه خدمت ته په کور کې پرېښى ؛نو که شونې وي ؛نو د هغوى برخه هم راکړئ ،چې خوشاله له دې ځايه ستانه شو . يوسف (ع) هم مشوره ورکړ، چې بې د هغوى له برخې د حضرت يعقوب (عليه السلام) او زوى برخه يې هم ورکړئ .

يوسف (ع) د خپل سرغړاندو وروڼو راماتولو ته وويل : (أَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ) زه تر ټولو غوره کوربه يم او ورونه يې رامات شول؛خو خداى د خلکو راماتولو ته زيات تعبيرات لري :

( خيرالرزاقين ) غوره روزي رسوونکى ( جمعه/١١) .

( خيرالغافرين ) غوره بښوونکى ( اعراف/١٥٥) .

( خيرالخاتمين ) غوره خلاصوونکى .( اعراف/٨٩ ) .

( خيرالماکرين ) غوره تدبيرونکى ( انفال/٣٠ ) .

( خيرالوارثين ) غوره وارث ( انبياء/٨٩) .

( خيرالحاکمين) غوره حاکم ( يونس/١٠٩ ) .

خو بياهم ډېرخلک شته ،چې نه راماتېږي.

پيغامونه :

١_ د غلې پر ويش يوسف (ع) نېغه څارنه درلوده (جَهَّزَهُم) .

٢_ د يوسف (ع) د سمې سمبالنې پايله وه،چې نه يوازې د “مصر” د خلکو اړتيا پوره شوه؛بلکې د “مصر” د شاوخوا خلکو ته يې هم خېر ورسېد (جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ ) .

٣_ هم راز داري پکار ده او هم رښتيولي.يوسف وويل:( بِأَخٍ لَّكُم) او و يې نه ويل : زما ورور،چې هم راز داري او هم رښتينولي وساتل شي .

٤_ اشخاص،موسسې او يا هغه هېوادونه،چې وټيزې مرستې کوي کړاى شي د ودې او پراختيا يا نورو مصلحتونو ته ځينې شرايط وړاندې کړي (ائْتُونِي بِأَخٍ….) .

٥_ ان د کړکېچ او سوکړې پر مهال هم بې عدالتي او کم فروشي رټل شوى او منع چار دى (أُوفِي الْكَيْلَ) .

٦_ په معامله کې بايد د جنس مقدار مشخص شي ( الکيل ) .

٧_ د بديو ځواب په ښېګنه ورکړئ.( يوسف خپلو وروڼو ته د نورو په څېر خپله برخه ورکړه او هغه ظلم ،چې پرې شوى و،هيڅ يې راياد نه کړ) ( وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ….. أُوفِي الْكَيْلَ) .

٨_ کم خرڅونه او يا د دولت د مديرانو،وزيرانو،رئيسانو او يا کارکوونکيو بې عدالتي او يا عدالت د مشر پر غاړه وي (أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ) .

٩_ د حضرت يوسف په وخت کې په “مصر”کې پېر و پلور په پيمانه و (أُوفِي الْكَيْلَ) .

١٠_ د عمومي امکاناتو د ويش مـسوول بايد عادل وي (أُوفِي الْكَيْلَ) .

١١_ له قدرته غچ اخستنې ته ګټه مه اخلئ (أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ) .

١٢_ مېلمه پالنه د انبياوو اخلاق دي (خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ) .

١٣_ که حالات ښه وي او که سوکړه وي ؛نو د هغو کاروانونو يا مسافرانو درناوى پکار دى ،چې سيمې ته مو راننوځي (خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ) .

﴿۶۰﴾ فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلاَ تَقْرَبُونِ =نو كه هغه راته رانه ولئ ؛نو له ما سره تاسې ته غله نشته او نه راته را نژدې شئ .))

پيغامونه :

١_ په مديريت کې هم ورين تندى پکار دى او هم تريو. لومړى زېرى او ورين تندى ( َأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ) او بيا تريو تندى او وېرول (فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي) .

٢_ د هېواد چارواکي بايد د ناوړه ګټنو جرړې وچې او لارې يې له منځه يوسي . (فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ) .

٣_ په مديريت کې د تريو تندي او يا د وېرولو ترمنځ توپير نه وي پکار (فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ) ( هر څوک د خپل حق هومره ) .

٤_ په مديريت کې د تريو تندي او يا وېرولو مانا دا نه ده ،چې مدير سلو په سلو کې خپل هوډ پلی کړي؛ځکه يوسف (ع) داسې انسان نه و، چې چمتو شي، ورونه يې له سوکړه مړه شي .

٥_ د مشرۍ يو شرط د کړلارو په پلي کولو کې غوڅوالی دى (فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلاَ تَقْرَبُونِ ) .

 ﴿۶۱﴾ قَالُواْ سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ =هغوى وويل :(( موږ به يې له پلارسره خبرې وكړو(او هڅه به وكړو، چې پر رالېږلو يې راضي شي ) او موږ به دا كا روكړو.))

ټکي :

“مراودة” پرله پسې داسې مراجعې ياغوښتنې ته وايي ،چې له التماس او چل ول سره وي .

د وروڼو له خبرو د ا بوى راته د “ابانا” پر ځاى يې وويل : ( اباه ) د سورت په پيل کې هم د وروڼو خبرې همدا وې : (لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا) (زموږ پلار ته يوسف او ورور يې [ =بنيامين ] تر موږ خورا ګران دى ) .

پيغامونه :

١_ د وړوکي زوى سفر ته د پلار خوښي پکار ده (سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ) .

٢_ د يوسف (ع) ورونه خبر وو،چې کله له پلاره د بنيامين د وړو غوښتنه وکړي؛ نو څه غبرګون به ښيې .[( سَنُرَاوِدُ) پرله پسې خبرو ته وايي ،چې له نقشې او تدبير سره يوځای وي ] .

٣_ حضرت يعقوب د يوسف (ع) تر پېښې وروسته بنيامين له سترګو نه لرې کاوه او له پلاره د بنيامين جلاکول هم ډېر ستونزمن چار و(سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ) .

﴿۶۲﴾ وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ = او (يوسف بيا) خپلو مامورينو ته وويل :((دوى چې (د غلې په بدل كې ) كوم قيمت وركړى دى،هغه يې په څټو كې كېږدئ ! ښايي چې خپلو كورنيو ته تر رسېدو وروسته هغه وپېژني او ښايي بيا راشي .))

ټکي :

په تېرو آيتونو کې حضرت يوسف پر “صادق”،”محسن” او”مخلص” وستايل شو؛نو سپينه ده ،چې هغه به بيت المال خپلو وروڼو او پلارته نه وربښي او شونې ده،چې هغه د خپلو وروڼو او پلار د غلې پيسې په خپله ورکړي وي او يا داچې له خپل شخصي ماله يې ورکړي وي .

ورته يې خپلې پيسې وروګوځولې ،ښايي بېرته راشي (لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) .

پرون يوسف مريى او خدمتګار و؛خو نن په خپله مريان او خدمتګاران لري . (لِفِتْيَانِهِ) ؛خو له وروڼو سره د ملاقات پرمهال يې نه غچ واخست او نه يې ګيله وکړه او نه يې په زړه کې کينه درلوده؛بلکې د هغوى د شتمنيو په بېرته ورګرځولو يې وښوول،چې مينه ورسره لري .

پيغامونه :

١_ د يو لايق مدير او مشر طرح بايد نوښت ولري (اجْعَلُواْ) .

٢_ بدي پر ښېګڼه حيران کړئ (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ) .

٣_صله رحم ؛يعنې مرسته کول؛نه معامله کول .( اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ) .

٤_په داسې وخت کې،چې د پلار او وروڼو وضع ښه نه وي ؛نو ترې پيسې اخستل له عزت نفس سره سمون نه لري (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ) .

٥_ يوسف (ع) د پيسو ورګرځولو کار څو تنو ته وسپاره، ښايي دې ته وي، چې کار يې ژر ترسره شي او وروڼه يې هم خبر نشي (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ) .

٦_ څومره مو،چې له لاسه کېږي؛نو له نورو سره په پټه مرسته وکړئ .( فِي رِحَالِهِمْ) .

٧_ نه غچ او نه کينه؛بلکې په ډاليو ورکولو ملاقات او اړيکو ټينګولو ته لار چاره برابره کړو . (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ) .

٨_ د انسانانو د زړونو لاس ته راوړو ته بايد له پيسو تېر شو (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ …. لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ).

٩_ د خلکو د راماتولو غوره لار احسان او نېکي ده (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ …. لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ )

١٠_ مشران دې خپلو کارکوونکيو ته خپلې کړلارې او طرح وړاندې کړي، چې کارونه ښه ترسره شي . (لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) . (يوسف خپل ټول کسان پوه کړل، چې له دې کاره يې مطلب د هغوى د کاروان راستنول دي.

١١_ په طرحو او کړلارو کې يې سل په سلو کې د پلي کېدو يقين پکار نه دى (لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) .

﴿۶۳﴾ فَلَمَّا رَجِعُوا إِلَى أَبِيهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ = نو چې كله خپل پلار ته ورستانه شول، و يې ويل: ((پلاره ! ( زمونږ د ورور بنيامين په نه شتون كې د غلې ) پيمانه پر موږ منع شوه؛ نو ته زموږ ورور له موږ سره ولېږه، چې (د غلې) پيمانه واخلو او موږ به يې هرومرو وساتو .))

پيغامونه :

١_ حضرت يعقوب (عليه السلام) پر خپلې کورنۍ او زامنو بشپړ واک او مديريت درلود تر دې ،چې ټول تګ راتګونه يې تر څارنې لاندې وو. (يَا أَبَانَا مُنِعَ ) .

٢_ بنيامين هم د خپل پلار بې اجازې مسافرت ته نه ته (فَأَرْسِلْ مَعَنَا) .

٣_ د يو شي د اخستو او يا د چا د باور راماتولو ته بايد له عواطفو ګټنه وشي (أَخَانَا) .

٤_ دا چې مجرم له دننه په تشويش کې وي ؛نو پرله پسې پخپله خبره سپارښتنه کوي.( وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) ( د ((إِنَّا)) ويى او د ((لام)) کلمه په اسميه جمله کې دټينګار نښه ده ) .

﴿۶۴﴾ قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلاَّ كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِن قَبْلُ فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ = (يعقوب) وويل :(( ايا زه پر تاسې دده په اړه هماغسې باور وكړم؛لكه چې تر دې مخكې مې دده د ورور (يوسف) په باب     درباندې كړى و (او ومو ليدل چې څه وشول) ؟! او( په هرحال ) خداى ډېر ښه ساتندوى (او) د لورنو ډېر لورين دى .))

ټکي :

پوښتنه :سره له دې ټولو بديو،چې د حضرت يعقوب (عليه السلام) زامنو درلودې ؛نو هغه بيا ولې خپل بل زوى هم داسې بې اعتباره زامنوته ورکړي ؟

ځواب : امام فخر رازي (په کبير تفسير کې په دې اړه ګڼ شمېر احتمالات مطرح کړي،چې هر يو يې دې هوکړې ته يوه مخونه کېداى شي .

١_ ورونه د خپل پخواني (د پلارمينه ) ته نه و رسېدلي، وروڼو د خپل لومړي عمله خپله مطلوبه موخه (د پلارميني ) تر لاسه نه کړه .

٢_ وروڼو يې له دې ورور سره د يوسف په پرتله کمه کينه درلوده .

٣_ کېداى شي وچکالۍ او سوکړې داسې شرايط رامنځ ته کړى وو، چې دويم سفرهم اړين و.

٤_ له ړومبۍ پېښې لس ګونه کلونه تېرشوي وواو هېره شوې وه.

٥_ خداى ورسره ژمنه کړې وه ،چې زوى به دې وساتم .

په ١٢آيت کې حضرت يعقوب د يوسف (ع) په اړه د وروڼو پر ساتنه ډاډ وکړ؛نو يوسف (ع) او د سترګو ليد يې له لاسه ورکړ؛خو د بنيامين په اړه يې پر خداى ډاډ وکړ،و يې ويل : (فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا) ؛نو هم غښتلى شو، هم يې د سترګو ليد وموند او هم يې بيلتون پر نښلون بدل شو.

پيغامونه :

١_ څوک چې د بدو چارو مخينه لري ؛نو په آسانه پرې ډاډ جايز نه دى (هَلْ آمَنُكُمْ) آيا تاسې رښتين وبولم ؟

٢_پخوانۍ ترخې پېښې رايادول انسان راتلونکيو پېښو ته بيمه کوي ( آمَنُكُمْ عَلَيْهِ عَلَى أَخِيهِ مِن) (؛يعنې پخوا مې يو ځل درباندې ډاډ وکړ، ومو ليدل،چې څه مو وکړل ) .

٣_ په يو ځل ماتې خوړلو مه نهيلې کېږئ (فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا) يعقوب دويم ځل د خداى په توکل خپل زوى وروڼو ته وسپاره.

٤_وروڼوخپل ځانونه ساتونکي وښوول (إِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) ؛خو حضرت يعقوب (عليه السلام) ټينګار وکړ،چې خداى ساتونکى دى (فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا).

٥_ ظاهري او مادي عوامل که څومره هم زيات وي، ډاډ پرې نه دى پکار؛بلکې يوازې پر خداى ډاډ توکل پکاردى (فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا) .

٦_ د خداى لورنې ته پاملرنه او پرې توکل د پېښو استقبال ته ورشئ (فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ).

٧_الهي ساتنه په خپله يو ډول لورنه ده (فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) .

﴿۶۵﴾ وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَاعَهُمْ وَجَدُواْ بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي هَذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ = او چې كله يې خپلې څټې پرانستې؛ نو و يې ليدل، چې پانګه يې بېرته وركړې ده، و يې ويل: (( پلاره! موږ نور څه غواړو؟!، دا زموږ پانګه ده چې بېرته راكړه شوې ده (؛نو څومره به ښه وي،چې ورور راسره ولېږې ) او موږ خپلې كورنۍ ته غله راوړو، خپل ورور به هم وساتو او يو اوښ ورى به نور هم زيات راوړو، دا (يو اوښ ورى) پيمانه (عزيز ته) نا څېزه ده .))

ټکي:

کېداى شي د آيت مانا داسې وي : دا غله ،چې مو اخستې، زموږ ستونزې نه هواروي،که بل ځل ولاړ شو؛نو ډېر بار به راوړو .

د ((نَمِيرُ)) ويى له ((مير)) ده ؛يعنې خوراکي توکي او د(( َمِيرُ أَهْلَنَا)) مطلب يعنې خپلې کورنۍ ته خواړه راوړو .

له (( َنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ)) ګټنه کېږي،چې د هرانسان برخه يو اوښ بار و،چې په خپله بايد ورپسې راغلى واى .

پيغامونه :

١_ د يوسف (ع) هنر نه يوازې انسانتوب؛بلکې انسان جوړونه ده (وَجَدُواْ بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ )( خپلو کينه کښو او جفاکار ووروڼو ته په پټه ډالۍ ورکوي،چې د راستېندو لامل يې شي. قرآن وايي : ((ادفع بالتى هى احسن-بدي پر ښېګڼه لرې کړئ)) (فصلت/٣٤) .

٢_ که په پيل کې د يو جنس بيه وا نه خستل شي؛نو اخستونکى به سپک شي . که مطلب مو دا وي ،چې چا ته پيسى ورډالۍ کړئ ؛نو لومړى ترې قيمت واخلي ؛خو بيا يې په عاقلانه توګه بېرته ورکړئ (رُدَّتْ إِلَيْهِمْ) .

٣_ سړى د کورنۍ د خوړو مسئوول دى (وَنَمِيرُ أَهْلَنَا ) (؛يعنې د کورنۍ خواړه به راوړو ) .

٤_په تنګسه کې د خوراکي توکيو په کنډه کول غوره کار دى . (وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ) .

﴿۶۶﴾ قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلاَّ أَن يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ = و يې ويل :(( زه به هغه درسره ونه لېږم،څو راسره ټينګه الهي ژمنه وكړئ ،چې هغه به هرومرو بېرته راته راولئ؛خو داچې (د مرګ يا بل لامل له مخې) تاسې بې وسې شئ؛ نو چې كله يې ورسره خپله ژمنه وكړه؛نو پلار يې وويل :” څه چې وايو، خداى پرې څارن او ساتندوى دى! ))

“موثق” پر خبره يا ژمنې ډاډ ته ويل کېږې، کېداى شي وعده قسم او نزر وي (مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ) .

پيغامونه :

١_يوازې پر خپلوۍ بسياينه مه کوئ ؛بلکې ټينګه ژمنه وکړئ ( پلاروويل : درسره يې نه لېږم ) ( لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى…..) .

٢_ پر خداى ايمان او قسم تر ټولو پياوړى ملاتړ دى (مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ) .

٣_له چا مو،چې ژمنه ماتول يا بدچلن وليد ؛نو بل ځل ترې ټينګه ژمنه واخلئ (مَوْثِقًا) .

٤_ خپل زامن په اسانې له نورو سره مه لېږئ (تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ).

٥_ په تړون کې د هر ډول ناوړه پېښو وړنداوينه پکارده (إِلاَّ أَن يُحَاطَ بِكُمْ) (؛خو داچې موږ ته يوه ناوړه پېښه راپېښه شي،چې په دې صورت کې موږ مسئووليت نه لرو )

٦_ قانوني اوحقوقي ټينګار مو د خداى له ياده ونه باسي (اللّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ)

﴿۶۷﴾ وَقَالَ يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ = او (“مصر” ته د خوځېدو پر مهال، حضرت يعقوب (عليه السلام)) وويل :(( زامنو !( ښار ته ټول ) پر يوه وره مه ننوځئ ؛بلكې له بېلابېلو وروڼو ننوځئ (چې د خلكو درته پام نشي) او (زه په دې سپارښتنه) د خداى له لوري د (کېدونکې) کومې پېښې مخه نشم نيواى،حكم يوازې د خداى دى، ما پر هماغه توكل كړى دى او توكل كوونكي بايد پر هغه توكل وكړي .))

پيغامونه :

١_ پر ګناهکار اولاد هم د پلار زړه خوږېږي (يَا بَنِيَّ) .

٢_ د اولاد روغ ساتنې ته تدبير پکار دى (يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ).

٣_ چې کله نصيحت کوونکى عالم او پوه وي؛نو فرمان اخستونکي ته پکار نه دي،چې ځان د حکم پر فلسفه پوه کړي . پر (لاَ تَدْخُلُواْ…..) يې عمل وکړاو د هغې د فلسفې او راز پوښته يې و نه کړه .

٤_ د سفر په درشل کې نصيحت پر انسان خورا ښه اغېز کوي،حضرت يعقوب (عليه السلام) خپلو زامنو ته د وتو پرمهال وويل : (يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ) .

٥_ ځان له حساسيتونو او د خلکو د سترګو له نظرېدو وساتئ. يوې نوې سيمې ته يوه ډله ځوانان ورننوتل د بدګومانۍ او د نظرېدو لامل ګرځي .( لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ) .

٦_ يوازې ژغورونکي او منع کوونکي مه اوسئ ؛بلکې د هوارۍ لار يې هم بايد وښيو (لاَ تَدْخُلُواْ…. وَادْخُلُواْ) .

٧_ موخې ته رسېدو ته بايد له ډول لارو ورننوځو (وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ) .

٨_ښه مدير بايد پر کړلار سنجونې سربېره ،د احتمالاتو حساب هم وکړي ؛ځکه انسان د خپلو چارو په اداره کې خپلواک نه دى ؛يعنې زموږ له ټولو سنجوونو او حسابونو سره بيا هم هر څه د خداى په لاس کې دي او زموږ د کړلارو د پلي کيدو هيڅ تضمين نشته (وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ) .

٩_ انسان د الهي حتمي مقدراتو پر وړاندې بې له غاړه ايښوونې هيڅ چاره نه لري (وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ) .

١٠_ خداى د هستۍ مطلق واکمن دى (إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ) .

١١_ هم احتياط او هم محاسبه پکار ده ؛( تَدْخُلُواْ) اوهم پر خداى توکل (عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ).

١٢_ بې له خدايه پر بل توکل پکار نه دى (عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ)؛نو ځکه يوازې هغه کافي دى ( وکفى بالله وکيلا )نساء /٨١) غوره کار سازى دى (فهم الوکيل (آل عمران/ ١٧٣) .

١٣_ حضرت يعقوب (عليه السلام) په خپله هم توکل وکړ او هم يې نور دې کار ته راوبلل (تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ).

﴿۶۸﴾ وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِلاَّ حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ = او هماغسې د خپل پلار له لارښوونې سره سم، هغوى ښار ته ننووتل، دې كار له هغوى الهي حتمي پېښه نه شوه لرې كولاى؛ خو يوازې د حضرت يعقوب (عليه السلام) په زړه كې يوه اړتيا وه، چې ( په دې توګه يې) ترسره كړه (او خاطر يې ارام شو) او بېشكه هغه زموږ د ورښوولي علم خاوند و؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي (چې تقدير پر تدبير نه بدلېږي ) .

ټکي:

دا چې د يعقوب (ع) د زړه ارمان څه و،چې ترسره شو؛نو په دې اړه څو احتماله شته :

١_ يوسف (ع) ته د بينامين رسېدل او له يوازېتوبه د يوسف (ع) راوتل که څه هم د غلا تور ورباندې و.

٢_ د پلار او زوى د يوځايوالي ګړندي کول ،چې وروسته به ورته اشاره وشى .

٣_ د دندې سرته رسول،بې له دې ،چې د پايلې ضامن يې وي . د يعقوب (ع) حاجت هغه دى ،چې د کار په سريزوکې لنډون ونشى او له يوه وره ور نه ننوځي ؛نور چې هر څه کېږي، د خداى په لاس کې دي.

پيغامونه :

١_ ترخې تجربې انسان ادبوي او د مشرانو خبرو منلو ته يې چمتو کوي .( وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم) .

٢_ د پلار خبره منل لازم او ارزښت لري (دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم) .

٣_ که د چا بې ادبۍ او منفي ټکيو ته اشاره کوئ ؛نو ښه ټکيو او ادب ته يې هم اشاره کول پکار دي (دَخَلُوا…. أَبُوهُم ) (که پخوا زامنو پلار ته د بې لارۍ بنسټ ورکاوه ؛خو نن ورته تسليم دي ) .

٤_ که خداى وغواړي؛نو زموږ محاسبات،هوښيارتوب او کړلارې کارسازې دي او که خوښه يې نه وي؛نو څوک به هيڅ و نه کړای شي (مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ) .

٥_ يعقوب (ع) له داسې رازونو خبر و او سلا يې نه ليده ،چې و يې وايي (حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ) .

٦_ د الهى اولياوو دعا قبلېږي (حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا) .

٧_ د انبياوو علم د خداى له لورې وي (عَلَّمْنَاهُ ) .

٨_ ډېر خلک حقيقي عالمان نه پېژني (عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ) .

٩_ ډېر خلک اسباب او عللو ته په تمه وي او د خداى د حاکميت او پرهغه له توکل بې خبره دي (أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ).

١٠_ د حق او باطل د تشخيص کچه اکثريت (او ډېرى ) نه دى (أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ) .

﴿۶۹﴾ وَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّي أَنَاْ أَخُوكَ فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ = او چې كله وروڼه يوسف ته ورننوتل؛نو هغه خپل ورور (بنيامين ) له ځان سره كېناوه (او) ويې ويل: (( په واقع کې زه ستا (هماغه) ورک ورور يم!؛ نو څه چې (وروڼو) كړي وو، مه خپه كېږه!)) .

ټکي :

په تفسيرونو کې راغلي چې کله د يعقوب (ع) زامن “مصر” ته راننووتل؛ نو يوسف (ع) يې کوربه شو او هرو دوو تنوته يې يوه کاسه خواړه راوړل .بنيامين يوازې پاتې شو،يوسف (ع) هغه له خپل ځان سره په څنګ کې کېناوه او بيا يې دوو دوو تنو ته يوه کوټه ورکړه او بيا يې هم بنيامين خپلې کوټې ته يووړ. بنيامين پر يوسف (ع) د تېر شويو ظلمونو خبره راواچوله ؛نو دلته د يوسف (ع) د صبر کاسه ډکه شوه،ويې ويل : مه خپه کېږه،زه هماغه يوسف يم او داسې پر ټينګا يې وويل: (( انى انا اخوک ))،چې دې خبرې ته يې بيخي احتمال پرېنښود،چې ګواګې زه دې د ورور پر ځاى يم .

د ((فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ)) د غونډلې د مانا په اړه دوه احتماله شته : يا دا چې د خپلو وروڼو پر تېرو چارو دې مه خپه کېږه ،يا له دې پروګرامه مه اندېښمنېږه،چې مريان يې ستا پاتې کېدو او ساتنى ته جوړوى او لوښى دې په بار کې ږدي .

پيغامونه :

١_ ورونه ،چې پرون پر خپل ځواک غره ول او ويل يې:(نحق عقبة)؛ يعنې غښتلې ډله يو؛خو اوس بايد د خوړو لاس ته راوړو ته يوسف (ع) ته لاس اوږد کړي (دَخَلُواْ عَلَى ) .

٢_ وينا دوه ډوله ده ؛پټه او ښکاره . يوسف (ع) يوازې په پټه بنيامن ته وويل (إِنِّي أَنَاْ أَخُوكَ ) ( هره خبره بايد په خپل ځاى کې وشي ) .

٣_ ځينې چارې يوازې بايد له خواصو سره وشي (إِنِّي أَنَاْ أَخُوكَ) .

٤_ چې کله کوم نعمت ته ورسېدئ ؛نو پخوانۍ سختۍ مو هېرې کړئ (يوسف او بنيامين يو بل ته ورسېدل ؛نو پخواني غمونه بايد هېرشي ) ( فَلاَ تَبْتَئِسْ) .

٥_ د يوې نقشې پلي کېدو ته بايد يې ګناه له روحي نظره توجيه شي (بنيامين ته وويل شو،چې تابه د غله په نامه وساتو؛نو مه خپه کېږه) (فَلاَ تَبْتَئِسْ) .

﴿۷۰﴾ فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ= او چې كله (د يوسف مامور) د هغوى څټې وتړلې؛ نو د باچا د اوبو څښلو کټورى يې د هغه د( سكني) ورور په څټه كې كېښود، بيا (د يوسف په لارښوونه) جارچي نارې كړې : (( كاروانيانو! تاسې غله ياست.))

مهم ټکي :

((السِّقَايَةَ )) هغه لوښى دى ،چې پکې اوبه څښل کېږي . ((رَحْلِ )) هغه کڅوړې ته ويل کېږي،چې پر اوښ ايښوول کېږل .(( الْعِيرُ)) د هغه کاروان په مانا دى،چې خوراکي توکي وړي (مفردات ).

دا څويم ځل دى،چې يوسف (ع) په نوښت لاس پورې کوي، يو ځل يې د غلې پيسې په ګنډې کې کېښووې ،چې ورونه يې بېرته راوګرځي؛دا ځل يې ورته لوښى په ګنډې کې کېښود،چې بنيامين له ځان سره وساتي .

حضرت يوسف تېر ځل لوښى په مريانو د وروڼو په بار کې کېښود (اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ)؛خو په دويم سفر کې يې په خپله سقايه ( د اوبو لوښى د بنيامين په بار کې کېښود (؛ځکه د راز خبره وه ) ( جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ) .

په تفسيرونو کې راغلي : يوسف (ع) او بنيامين ،چې سره ځان ته شول ؛ نو يوسف (ع) بنيامين وپوښت : خوښه دې ده ،چې له راسره پاتې شې، بنيامين خوښي وښووه ؛خو ويې وويل: پلار يې له وروڼو ژمنه اخستې ، چې هغه به را ته روغ رمټ راستنوئ . يوسف (ع) ورته وويل : زه به دې د پاتې کېدو لار چاره جوړه کړم ؛نو د بنيامين په خوښه يې دا کار وکړ.

پوښتنه : ولې په دې کېسه کې پر بې ګناهو د غلا تور لګول شوى؟

ځواب:بنيامين په پوره پوهې دا پروګرام او تور ومانه ،چې له يوسف (ع) سره پاتې شي،سمه ده چې ورونه يوې شېبې ته خپه او تورن شول؛خو بيا ترې تور لرې کړای شو. سربېره پردې ساتندويان او سرتېري له دې بې خبره وو،چې پخپله يوسف (ع) لوښى په بار کې ايښى و .(جعل) ؛نو په طبيعي توګه يې چغې کړې (إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ ) .

پېغمبراکرم (ص) ويلي : څوک چې جوړ جاړي ته دروغ ووايي؛نو دروغ يې دروغ نه شمېرل کېږى او بيا پېغمبر(ص) همدا آيت ولوست وګ 🙁 تفسيرنورالتقلين ) .

پيغامونه :

١_کله جرم پېژندنې ته لار جوړونه جايزه ده او مهمو چارو ته يو تن پر غلا تورنول په دې شرط،چې له مخکې پوه شوى وي. (إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ) وګ 🙁 الميزان تفسير) .

٢_ که په ډله کې يو غل وي ؛نو خلک پر ټوله ډله د غلا اړنګ کوي.( إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ) .

﴿۷۱﴾ قَالُواْ وَأَقْبَلُواْ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ =كاروانيان راوګرځېدل او ويې ويل : (( څه موورك شوي دي ؟))

﴿۷۲﴾ قَالُواْ نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاء بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ = (د باچا مامورينو) وويل :(( د باچا کټورى مو ورك كړى دى! او چا چې راووړ،د يو اوښ ورى غله به وركړ شي او زه ددې (بدلې) ضامن يم .))

ټکي :

د ((صُوَاعَ)) او ((السِّقَايَةَ)) ټکي يوې مانا ته کارول شوي،هغه لوښى،چې هم پرې اوبه څښل کېږى اوهم ورباندې غنم اندازه کېږى ،چې له يو څيزه څو موضوع ته کار اخستل کېږي .

((صُوَاعَ )) هغه لوښى دى ،چې د يو “صاع” ( تقريبا درې کيلو ګرامو) غنمو ګنجايش لري .

د ((حِمْلُ)) ټکى بار ته وايې او د (( حِمْلُ )) ټکى هم د بار په مانا دى؛ خوهغه بار دى،چې پټ وي؛لکه باران،چې په وريځو کې وي يا ماشوم، چې د مور په زيلانځ-رحم کې وي . وګ :(مفردات راغب )

د (وَلِمَن جَاء بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ)؛[څوک چې داسې وکړي؛نو زه به ورته داسې انعام ورکړم ] ته په فقهي څرګندنه ((حجاله)) وايې ،چې مخينه او قانوني اعتبار لري .

پيغامونه :

١_ وروڼو د ((مَّاذَا تَفْقِدُونَ )) په غونډلې وړانديز وکړ،چې مخکې له دې، چې د چا غلا نه وي جوته شوي ؛نو پر چا تور مه لګوئ .

٢_ انعام ايښوول له پخوا دود و (وَلِمَن جَاء بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ) .

٣_ انعام بايد د وګړيو او وخت سره تناسب ولري،د سوکړې پر مهال تر ټولو ښه انعام يو اوښ غله ده (حِمْلُ بَعِيرٍ) .

٤_ ضامن بايد پېژندل شوى انسان وي (وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ) .

٥_ ضامن بايد د اعتبار خاوند وي (وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ) .

٦_ ډاډ ورکونې ته ضامن ورکول تاريخي مخينه لري (وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ) .

 

﴿۷۳﴾ قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ =(وروڼو) وويل :(( په خداى قسم تاسې پوهېږئ،چې موږ دې هېواد ته د فساد لپاره نه يو راغلي او نه موږ غله يو!))

ټکي :

د يوسف (ع) وروڼو وويل : تاسې پوهېږئ،چې موږ غلا او فساد ته نه يو راغلي،داچې له کومه پوهېدل، څو احتماله شته :

(١) کېداى شي يوسف (ع) پوه کړي وي ،چې دا ډله غله نه دي .

(٢)کېداى شي،چې سيمې ته د راننوتو پر مهال پرې پوه شوي وو،چې غله نه دي .

هو! د دولت د چارواکيو دې پام وي،چې په هرحالت کې په تېره بيا په کړکېچنو شرايطو کې د پرديو پر تګ راتګ او وتوو ننوتو څارنه وشي او پام وشي ،چې دا پردي او ناپېژندګلو مسافر څه ته راغلي او چېرته ځي .

پيغامونه :

١_ ښه مخينه دبرائت نښه ده . (لَقَدْ عَلِمْتُم) .

٢_ د “مصر” د هغه وخت ځواکونه او استخبارات دومره کارپوهه او کار ازمېلي وو،چې پوه شوي وو، دا ډله غلا ته نه ده راغلې.( مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ ) .

٣_ غلا او لوټ پر ځمکه د فساد بېلګې دي .(مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ ) .

﴿۷۴﴾ قَالُواْ فَمَا جَزَآؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ= هغوى وويل : ((نو كه دروغ ووايئ، سزا يې څه ده ؟))

ټکي :

ښايي پوښتونکى پخپله حضرت يوسف وي ؛ځکه پوهېږي ،چې ورونه به د “کنعان” د سيمې د قوانينو او د حضرت يوسف له نظرسره سم خپل نظر څرګندوي .

پيغام

١-د سزا ټاکنې ته د مجرم وجدان هم ورمند ته راوبلئ (فَمَا جَزَآؤُهُ…) .

﴿۷۵﴾ قَالُواْ جَزَآؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ = (وروڼو) وويل: (( سزا يې ( هماغه) كس دى، چې (کټورى) يې په څټه كې پېدا شي (او ددې كار په سزا كې به ستاسې مريى وي) موږ ظالمانو (غلو ته) دغسې سزا وركوو )) .

پيغامونه :

١_ په ځينو قومونو کې د غل سزا د غله مريي کول وو (فَهُوَ جَزَاؤُهُ ) د “مجمع البيان تفسير” د وينا له مخې د غل سزا يوکال مرييتوب و .

٢_ په قانون کې استثناء او تبعيض نشته،چې غلا به يي وکړه ؛نو مريى به شو (مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ) .

٣_ دلايل بايد دومره پياوړي وي،چې مجرم په اسانه خپل جرم ومني (مَن وُجِدَ).

٤_ په يوه ډله کې د يو غل شتون د ټولې ډلې غلا نه راښيي (مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ) .

٥_ د جرم روښانول،د قانون پر ويلو او د جرم د سزا په بيانولو د مجرم نيوکې ډېرې کمېداى شي (جَزَآؤُهُ مَن وُجِدَ) .

٦_ په يوه بل هېواد کې د يو مجرم سزا د هغه هېواد قانون له مخې کېداى شي ؛نه د کوربه هېواد (كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ) .

٧_ غلا د ظلم يوه بېلګه ده [ظالم د “سارق” پرځاى راغلى دى ] (نَجْزِي الظَّالِمِينَ ) .

 

﴿۷۶﴾ فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاء أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاء أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مِّن نَّشَاء وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ =نو په دې وخت كې (يوسف) د خپل (سكني) ورور له څټې مخكې د هغو نورو د څټو په لټولو پيل وكړ،چې کټورى يې د خپل ورور له څټې راوايست،په دې توګه مو يوسف ته چاره او تدبير ښوولى و (؛ځكه) هغه (د “مصر”) د باچا د قانون له مخې خپل ورور نه شو نيواى؛خو دا چې خداى وغواړي . زموږ چې چا ته خوښه شي، درجې يې لوړوو او د هر يو عالم پر سر يو عالم شته ( خو له الله سره نه برابر شته او نه ترې پورته)

ټکي :

د ((کيد)) ټکى په هرځاى کې د مزموم او ناوړه پر مانا نه دى کارېدلى (( کيد)) طرح او نقشې ته هم کارول شوى دى (كِدْنَا) .

د تالاشۍ پرمهال داچې بنيامين له نقشې خبر و؛نو زړه يې ډاډه و؛نو ځکه په دې ټوله پېښه کې له هغه چا يوه نيوکه هم نه ده روايت کړې او داچې نقشه همداسې په رازکې پاتې شي او د چا پرې اړنګ رانشي؛نو تالاشي يې له نورو پيل کړه، تردې چې د بنيامين وار راورسېد؛نو غلا شوى څيز په بار کې يې راووت ؛نو له نقشې سره سم هغه بايد په “مصر”کې پاتې شي. دا يوه الهي نقشه وه؛ځکه يوسف (ع) د “مصر” د قوانينو له مخې نه شو کړاى ،چې غله له ځان سره ګرو ونيسي .

پيغامونه :

١_ د استخباراتو او امنيت مامورين بايد داسې خپلې دندې ترسره کړي، چې څوک پرې پوه نشي او ان څوک پرې شک هم ونه کړي .( فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ) ( تالاشي يې لومړى د بنيامين له بار پيل نه کړه؛بلکې لومړى يي نور ورونه تالاشي کړل ) .

٢_ د مامورينو کړنې هم د مشر يا رئيس پر غاړه راچول کېږي (فَبَدَأَ) ( په ظاهره ،چې وينو؛نو په خپله يوسف تلاشي نه وه پيل کړې؛خو قرآن وايي، چې هغه تالاشي وکړه ).

٣_ د دولت له لوري د تورن د مال لټول جايز دى (فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ) .

٤_ فکر،نوښت او چاره لټول له غيبي مرستو دي (كِدْنَا) .

٥_ د يوسف (ع) ټولې نقشې الهي الهامات وو(كِدْنَا لِيُوسُفَ) .

٦_ له يوسف سره د بنيامين پاتې کېدل د يوسف (ع) په ګټه وو (كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ).

٧_ د قانون منل او درناوى ان په غيرالهي نظامونو کې هم په کار دي (مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ ) .

٨_ چارواکي هم بايد قانون ومني او درناوى يې وکړي ( يوسف (ع) د “مصر”د قانون درناوى کاوه؛نو ځکه يې له يوې سنجول شوې نفشې سره سم خپل ورورله ځان سره ايسار کړ) (لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ) .

٩_ مانيز مقامونه هم پوړونه لري (نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ) .

١٠_ علم او پوهه د غوره والي تومنه ده (نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مِّن نَّشَاء وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ) .

١١_ بشري پوهه ډېره محدوده وي (وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ) .

 

﴿۷۷﴾ قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ =(وروڼو) وويل : ((كه هغه (بنيامين) غلا وكړي (؛نو د حيرانتيا خبره نه ده؛) تردې مخكې يې ورور (يوسف) هم غلا كړې ده.)) يوسف ( سخت خپه شو او) دا خپګان يې پر زړه وزغامه او هغوى ته يې ښكاره نه كړ؛(همدومره يې) وويل : (( تاسې ( زما په آند) د مرتبې ( چې ورور مو له پلاره غلا كړ او د مريي په نامه مو وپلوره) له پلوه ډېر بد خلك ياست او الله په هغه خبره ښه پوهېږي، چې تاسې يې (د يوسف په اړه) كوئ .))

ټکى :

له ورور سره کينه،دروغ پرې ټرل او بې ځايه تور لګول هغه دلايل وو،چې يوسف (ع) يې د ((أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا)) ويلو ته اړ کړ ؛يعنې وضع مو ډېره خرابه ده.

پيغامونه :

١_ متهم يا انکار کوي او وايي،چې زه مجرم نه يم ؛( وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ) يا خپل کار ته مخونه ورکوي،وايې : غله ډېر دي .( فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ) .

٢_ کينه کښ ان تر کلونو کلونو تېرېدو وروسته،خپل ټک ورکوي (فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ) .

٣_ د ورور خوى پر ورور اغېز کوي (أَخٌ لَّهُ) ( د مور خوى پر اولاد اغېز کوي، بنيامين او يوسف له يوې موره وو).

٤_ چيرته ،چې نيت پاک نه وي؛نو پر خلکو تور لګول هم ډېر اسان وي (إِن يَسْرِقْ فَقَدْ… ) ( د بنيامين له باره د لوښي راوتل،پر دې مانا نه دي، چې هغه غل دى ؛خو دا چې د بنيامين وروڼو ورته په زړه کې خيرى درلود؛نو د غلا ټکى يې وکارو او دا خبره يې رښتيا وګڼله .

٥_چيرته چې نيت پاک نه وي ؛نو له وړې خبرې غټه جوړه شي ((يَسْرِقْ )) د “مضارع فعل” دى،چې د هغې کار ته کارول کېږي د((سيرق )) پر ځاى ،چې “ماضى” فعل دى او همېشني کار ته استمالېږې ).

٦_ موخى ته په رسېدو کې بايد د خلکو اروړۍ ټکورۍ او تورونه وزغموو.( سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ) .

٧_ کله ځينې خپلې حيا ساتنې ته د نورو له حيا سره لوبې کوي (سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ ).

٨_ سړيتوب او د سيني پراخوالى د مشرۍ ځانګړنه ده. د حضرت يوسف پر ورور د غلا تور ولګېده ؛خو په زړه کې يې وساتله .( فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ) .

٩_ رازونه له ننګېرنو-احساساتو مه بلهاروئ ( وروڼو پر يوسف (ع) د غلا تور ولګاوخ؛خو د مصلحت له مخې يې څه هم ونه ويل ) (فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ)

١٠ _ د خبرې راڅپړل او رابرسېرونې ارزښت نه وي (وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ)

١١_ که بنيامين دا لوښى پټ کړى هم واى ؛خو بيا هم ترې د ورنو جرم دروند و؛ ځکه هغوى خپل ورور يوسف غل ګڼه.( أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا) .

﴿۷۸﴾ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ = هغوى وويل :((عزيزه! دده پلار بوډا دى (چې سخت خپه كېږي) ددې پر ځاى له موږه كوم يو ونيسه (ځکه) موږ تا له نېکانو وينو.))

ټکي :

چې کله ورونه پوه شول،بنيامين هرومرو ايساروي او دوى خو له پلار سره ژمنه هم کړې وه او بلخوا د يوسف (ع) په باب له پلار سره يې يوه مخينه هم درلوده ؛نو چې و يې ننګېرل،چې له وروره بېلدل ورته ډېر تراخه دي ؛نو خپله غوښتنه يې په ځانګړي ډول وکړه او په زاريو شول او په پسته ژبه او په عاطفي ويناوو؛لکه ته ښه او د سيرت خاوند يې ؛ ته د لوى سينې خاوند يې ، پلار مو زوړ او سپين ږيرى دى؛د هغه پر ځاى چې موږ هر يو غواړې؛نو ايسار مو کړه او له دې لارو يې د يوسف (ع) پام رااړوه.

پيغامونه :

١_ الهي مقدرات يوه ورځ د هر سخت زړي او ظالم پوزه پر ځمکه ږدي. (يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ) غونډله د بېوسۍ او زاريو نښه ده ) .

٢_ خداى به هغو متقيانو ته عزت ورکړي،چې بدانو پرې تېرې کړى دى ( يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ ).

٣_ د ژوند خواږه ترخه،غم خوشالي،سختي اساني،کمزورتيا او پياوړتيا د ښه خلکو په اراده کې بد لون نه راوړي،يوسف (ع) هر چېرته او په هر شرايطو کې ښه ستايل شوى دى (إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) غونډله هم په هغه ترخو حالاتوکې د بنديانو له خولې او د عزت او واکمنۍ پرمهال واورېدل شوه .

 

﴿۷۹﴾ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلاَّ مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّآ إِذًا لَّظَالِمُونَ = يوسف وويل :(( پناه پر خداى،كه بې له هغه بل څوك ونيسو،چې زموږ لوښى (کټورى) ورسره راوتلى؛ نو بېشكه له ظالمانو به يو.))

ټکي:

که د يوسف (ع) خبرو ته پام وشي؛نو پوه به شو،چې نه غواړي بنيامين غل وښيي؛نو ځکه نه وايي : (( وجدناه سارقاً ؛بلکې وايي : ((وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ ))؛يعنې داچې لوښي د هغه په ګنډې کې و؛ نه دا چې هغه يو غوڅ غل دى .

که يوسف (ع) د بنيامين پر ځاى يو بل ورور له ځان سره ايسار کړی واى؛ نو ټوله نقشه به يې له منځه تللې واى او وروڼو به ورسره د يو غل په صفت چلن کړى و او په لار به يې خورا په عذاب کړى و او که بل د بنيامين پر ځای ايسار شوى و؛ نو ننګېرله به يې، چې پرناحقه نيول شوى دى .

پيغامونه :

١-قانون منل هر چا ته په کار دي او قانون ماتول ان د “مصر” يو ستر چاروکي ته هم منع دی. (مَعَاذَ اللّهِ)

٢_ ښه انسانان د قانون درناوى کوي (مِنَ الْمُحْسِنِينَ، قَالَ مَعَاذَ اللّهِ)

٣_ قاضى بايد له ننګېرنو اغېزمن نشي (قَالَ مَعَاذَ اللّهِ)

٤_ورمندون-قضاوت يو حساس چار دى،چې بايد پکې له خدايه مرسته وغوښتل شي (مَعَاذَ اللّهِ) .

٥ _ يوسف (ع) په دوو ځايونو کې د “معاذ الله” په ويلو خداى ته پناه يووړه . په لومړى ځل ،چې زليخا ورسره په خونه کې ځان ته شوه او بل ځل د ورمندون پرمهال (مَعَاذَ اللّهِ) .

٦_ قانون تر پښو لاندې کول تېری دى ( پکار نه ده،چې واسطې ته قانون تر پښولاندې شې) (مَعَاذَ اللّهِ)

٧_ بى ګناه ته د ګناهکار سزا ورکول پکار نه دي،ان که په دې چار مو بې ګناه خوښ هم وي .( مَعَاذَ اللّهِ)

 

﴿۸۰﴾ فَلَمَّا اسْتَيْأَسُواْ مِنْهُ خَلَصُواْ نَجِيًّا قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُواْ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ الأَرْضَ حَتَّىَ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللّهُ لِي وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ= او چې كله (وروڼه) ترې نهيلي شول؛ نو په ګوښه كې په مشوره شول، مشر (ورور) يې وويل :((ايا نه پوهېږئ، چې پلار مو درنه الهي ژمنه اخستې ده او تردې مخكې (هم) تاسې د يوسف په باب (هغه ته) پاتې راغلي ياست، زه به هېڅكله له دې هېواده تر هغې ولاړ نشم،څو مې پلار را ته اجا زه راكړي يا خداى زما په باب پرېكړه وكړي، چې هغه ډېر غوره پرېکړه كوونكى دى .

ټکي :

((خَلَصُواْ)) يعنې ځان له نورو بېلول. (( نَجِيًّا)) ؛يعنې نجوى يا پسپسکې يې وکړې ؛نو ((خَلَصُواْ نَجِيًّا))؛يعنې داچې پټه جرګه يې وکړه ،چې څه وکړي .

پيغامونه :

١_ داسې بايد غوڅ او ټينګ وسو،چې بد غوښتونکي راڅخه نهيلي شي (فَلَمَّا اسْتَيْأَسُواْ مِنْهُ) زارۍ او هيلي مو د الهي احکامو له پلي کېدو منع نه کړي .

٢_ يوه ورځ وه ،چې همدې وروڼو سره مشوره وکړه ،چې څرنګه يوسف(ع) له منځه يوسي(اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا….. تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ)؛خو نن مشورې او زارۍ کوي،چې څرنګه بنيامين را خلاص کړي (خَلَصُواْ نَجِيًّا)

٣_ چې پلار په کور کې نه وي؛نو د کور مسئووليت د مشر ورور پر غاړه وي (قَالَ كَبِيرُهُمْ) .

٤_ په کورنۍ او ټولنه کې د مشر او کشر د مقام په رعايتولو ټينګار شوى دى (قَالَ كَبِيرُهُمْ)

٥_ په ترخو او ناوړه پېښو کې د مشر مسئووليت تر ټولو زيات وي (قَالَ كَبِيرُهُمْ)

٦_ ژمنه او تړون بايد هرومرو پلى شي (أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا)

٧_ کلک ټرونونه او ژمنې د ناوړه ګټنو مخه نيسي (أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا) .

٨_خيانت او جنايت د عمر تر پايه د انسان وجدان عذابوي (وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ) .

٩_تحصن (هړتال) موخې ته د رسېدو پخوانۍ لار ده (فَلَنْ أَبْرَحَ الأَرْضَ) .

١٠_ غربت تر خجالته ښه دى (فَلَنْ أَبْرَحَ الأَرْضَ)

١١_ تل ځان پر خداى وسپارئ . (وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ) .

﴿۸۱﴾ ارْجِعُواْ إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُواْ يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلاَّ بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ=تاسې خپل پلار ته ولاړ شئ او (ورته) ووايئ چې : پلاره ! په واقع کې زوى دې غلا كړې او موږ، ته چې څه معلوم دي،له هغه پرته مو شاهدي نه ده ورکړې او موږ د پټو (چارو) څارونکي نه وو.

پيغامونه :

١ – انسان ځانمنى دى،هلته يې غوښتل ډېر غنم ترلاسه کېږي؛نو و يې ويل : (فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا)؛يعنې ورور مو راسره ولېږه؛خو نن چې د کور خبره شوه؛ نو ويې ويل : (ابْنَكَ ) زوى دې غلا کړې ده او و يې نه ويل: ورور مو .

٢ _شهادت او ګواهۍ بايد د علم پر بنسټ وي (وَمَا شَهِدْنَا إِلاَّ بِمَا عَلِمْنَا) .

٣-په تړون او قانون کې نااټکل شويو پېښو ته هم بايد تبصره واړندې شي (وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ ) .

٤_ په ډاګه خپل عذر ووياست (وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ) .

 

﴿۸۲﴾ وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيْرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا وَإِنَّا لَصَادِقُونَ=(اوكه باور دې نه کېږي )؛ نو له هغه كلي وپوښته، چې موږ پكې وو او (همداراز) له هغه كاروانه (وپوښتنه) چې ورسره راغلي يو او موږ (په خپله وينا كې) بيخي رښتوني يو.))

ټکي :

((قريه)) يوازې د کلي پر مانا نه؛بلکې د اوسېدانې ځايونو ته هم ويل کېږي ؛نو که سيمه ښار وي او که کلى او د (وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ)) مانا دا ده،چې له اوسېدونکيو يې وپوښتئ،((الْعِيْرَ)) هغه کاروان ته ويل کېږي،چې خوراک توکي وړي .

د يوسف (ع) وروڼو،چې پلار ته په لېوه د يوسف د خوړل کېدو خبره کوله؛نو دليل يې نه درلود؛خو دلته يې خپلې خبرې ته دوه دليلونه درلودل؛ يو د “مصر” خلک پوښتل او بل د کاروان خلک پوښتل . پردې سربېره،چې په تېره پېښه کې يې وويل : ( لوکنا صادقين ) ،چې ((لو)) د شک او زړه سستۍ نښه ده ؛خو دلته يې د ((إِنَّا)) او د ((لام)) په ټکي په ((لَصَادِقُونَ )) کې وښوول،چې خبره يې د کاڼي کرښه ده .

پيغامونه :؛

١_ بده مخينه او دروغ تل د انسان د خبرې پرمنل کېدو منفي اغېز لري .( وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ)

٢_ د مدعا ثبوت ته د شاهدانو شهادت تر ټولو ډاډمنه لار ده .( وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيْرَ ) .

﴿۸۳﴾ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ =(يعقوب) وويل : (( (داسې نه ده)؛بلكې ځاني غوښتنو مو(ناسم) عمل درته ښايسته كړى دى؛نو زه صبر كوم؛خو ښكلى صبر(چې ناشكري پكې نه وي) هيله ده،چې هغوى ټول خداى له ما سره يو ځاى كړي ؛(ځكه) چې هغه پوه (او) حكيم دى .))

ټکي:

چې کله وروڼو د يوسف (ع) پر وينو لړلى کميس په ظاهره غمجن زړه پلار ته راوړ او ويې ويل: يوسف لېوه وداړه ؛نو حضرت يعقوب ورته وويل : ((بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ))؛ځاني غوښتنو مو (ناسم) عمل درته ښايسته كړى دى او زه به صبر وکړم ؛نو دلته هم،چې ترې دوه ځامن ( بنيامين او مشر ورور) بېل شوي وو؛نو همدا غونډله يې تکرار کړه؛ نو کېداى شي پوښتنه ذهن ته راشي؛چې د يوسف (ع) په پېښه کې؛خو وروڼو خيانت وکړ؛نو د بنيامين په کيسه کې دا خبرې نه وې ؛نو دوی ولې په دواړو حالتونو کې د يعقوب (ع) ځواب او د خبرې لمن يو شان ته و؟

((بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ)) د “الميزان تفسير” داسې ځواب ورکړى دى،چې يعقوب ويل غواړي،چې دا چار مو ستاسو د پخوانيو بدو کارونو ادامه ده .

صبر کله د ناچارۍ او بېچارګۍ له امله وي ؛لکه اهل دوزخ ،چې وايي: ( سواء علينا اصبرنا ام جزعنا) صبر او چغې مو پر خلاصون اغېز نه لري؛ خو کله صبر د پوهې له مخې او په خپله خوښه او خداى ته د تسلمېدو لپاره وي ،چې ددې صبر څېره په هرځای کې په يوه نامه مطرح ده ،د جهاد په ډګر کې صبر مړانه ده . په دنيا کې صبر زهد دى ،د ګناه پر وړاندې صبر تقوا ده . د شهوت پر وړاندې صبر عفت دى او د حرام مال پر وړاندې صبر ورع دى .

کله شيطان بدي او ګناه ښکلې انځوروي ( وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ)( انفال/ ٤٨) کله د دنيا ځل بل ( إِذَا أَخَذَتِ الأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ) ( يونس/٢٤ ) او کله د انسان نفس دا کار کوي (سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ) .

پيغامونه :

١_ نفس د ګناه مخونې ته بد کارونه انسان ته ښايسته ښيي (سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ) .

٢_ صبر د الهي انسانانو کړنلاره ده او ښکلى صبر هغه دی ،چې پکې د خداى د رضا پر خلاف يوه خبره هم ونشي ( فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ) . وګ 🙁 تفسيرنورالثقلين )

٣_ تل د خداى لورنې ته هيله پکار ده او هيڅ کله نهيلي نشئ (عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ) .

٤_ يعقوب (ع) د خپلو درېو زامنو(يوسف،بنيامين او مشر زوى ) پر ژوند يقين درلود او کتو ته يې هيله من و (أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا) .

٥_ الهي قدرت ته د نويو او زړو ستونزو حلول يو شانته او ډېر اسان وي خداى کړاى شي پرونی يوسف او ستاسې نننى ورور سره يو ځاى کړي (جَمِيعًا) .

٦_مؤمن انسان ترخې او ناوړه پيښې هم د خداى حکمت بولي (الْحَكِيمُ) .

٧_ پردې خبره يقين درلودل،چې د خداى ټول کړه د علم او حکمت له مخې دي؛انسان ته په سختيو کې لويه سينه او صبر ورکوي (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ، إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ) .

﴿۸۴﴾ وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ =او(يعقوب) له هغوى مخ واړاوه او و يې ويل : ((هى هى يوسفه !)) او د سترګو تور يې سپين شوي وو؛ خو غمونه يې ( پر زړه) زغمل (او هېڅكله يې ناشكري نه كوله ) .

مهم ټکي :

((أَسَفَى )) هغه غم او خپګان ته ويل کېږي،چې له غوسې سره يو ځاى وي،د يعقوب (ع) سترګې ژړغونې ،پرژبه يې ((يَا أَسَفَى)) او په زړه کې يې غم و .

په يوه روايت کې د امام باقر له خولې خبره روايت شوې،چې ويلي يي دي . پلار مې (على بن الحسين ) د کربلا تر پيښې شل کاله وروسته په هر مناسبت کې ژړل،وپوښتل شو : دا دومره يې ولې ژړل؟ ويې ويل :” يعقوب (ع) يوولس زامن درلودل،چې يو يې ورک شو،سره له دې،چې ژوندى و؛نو دومره يې وژړل،چې سترګو يې کار پرېښود؛خو ما پرخپلو سترګو وليدل،چې پلار ورونه او د نبوي کورنۍ او لس تنه شهيدان شول ؛نو څنګه و نه ژاړم .”

پيغامونه :

١_ کينه د ټول عمر له سپکاوي سره يوځاى وي،حضرت يعقوب له خپلو کينه کښو زامنو مخ واړ ( وَتَوَلَّى عَنْهُمْ) .

٢_ هغوى غوښتل د يوسف (ع) په له منځه وړو خپل ځانونه پر خپل پلار ګران کړي ؛(( يخل لکم وجه ابيکم ))؛خوکينې د پلار د غوسې چينې راوخوټولې (وَتَوَلَّى عَنْهُمْ) .

٣_ يعقوب (ع) پوهېده،چې پربل زوى يې تېری نه دى شوى؛ بلکې دا يوسف دى،چې تېری پرې شوى دى ( يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ) .  

٤_ ژړا او غم کله سترګې هم ړندوي (وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ).

٥_ په چا پسې ژړل او مينه پېژندګلو ته اړتيا لري ( يعقوب (ع) يوسف(ع) پېژنده ،چې سترګې يې ورپسې ړندې شوې ).

٦_ د غمونو ارزښت د شخصيت پر چورليد وي ( له يوسف (ع) سره تېری د نورو سره له تېري سره توپير لري د يوسف نوم مريى شي نه هغه دوه نور وروڼه ) .

٧_ د خپلو په بېلتون پسې ژړا او غم جايز دى (وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ) .

٩_ پر غوسه برلاسېدل يو غوره او د الهي انسانانو چار دى (فَهُوَ كَظِيمٌ) .

١٠_ ژړا او غم له صبر او “کظم غيظ” سره هېڅ منافات نه لري (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ، يَا أَسَفَى، فَهُوَ كَظِيمٌ) .

﴿۸۵﴾ قَالُواْ تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ = ( زامنو يې ) وويل :(( پر خداى قسم،ته چې يوسف دومره يادوې،ناروغ يا مړ به شې!))

ټکي :

((حرض)) هغه چاته ويل کېږي،چې مينې،غم يا خپګان ورته ملاماته کړې وي .

پيغامونه :

١_ يوسف (ع) بايد تل د خلکو په مغزو او په ياد کې پاتې شي . (تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ) .

٢_ که غواړئ ووينئ،چې څومره درباندې يو تن ګران دى ؛نو وګورئ، چې څومره مو يادېږي (تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ) .

٣_ هغه ،چې يوسف (ع) پېژني؛ په زړه کې ورته داسې سوى لري، چې نور يې نشي درک کولاى (تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا) .

٤_ روحي او اروايي مسايل پر جسم هم اغېز لري (حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ) .

﴿۸۶﴾ قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ= (يعقوب) وويل :(( زه خپل غم او خپګان يوازې خداى ته وايم (او هغه ته شكايت وړم ) او د خداى له لوري چې څه راته ښوول شوي، تاسې پرې نه پوهېږئ.

((بث)) دومره سخت خپګان ته ويل کېږي ،چې لرونکى يې ويلاى نشي .

په قرآن کې د انبياوو د ((انابه )) څو بېلګې مطرح شوي دي :

حضرت آدم (ع) د خپل کار له امله د خداى درشل ته وژړل .

((قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين (اعراف/٢٣)= دواړو وويل :(( پالونكيه ! موږ پر ځانو ظلم وكړ او كه موږ و نه بښې او رحم راباندې ونه كړې؛نو له زيانكارانو به يو.))

حضرت ايوب (ع) له خپلې ناروغۍ ((أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ( انبياء/٨٣) = ((بېشكه چې ما ته زيان ( رنځ اوبدني كړاو) رسېدلى دى))

حضرت موسى (ع) له خپل فقر او نېستۍ (رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ( قصص/٢٤)= (( پالونكيه! ما ته چې هر څه خير ښېګڼه راولېږې، زه ورته اړين يم.))

او حضرت يعقوب (ع) د خپل زوى له بېلتونه (إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي) .

پيغامونه :

١_ هغه چې رټل شوي هغه چوپتيا ده ،چې د انسان پر زړه او اعصابو دباو راوړي او د انسان روغتيا له خطر سره مخوي او يا د خلکو په مخ کې چغې او ژړا ده،چې د انسان موقعيت ټيټوي؛خو خداى ته شکايت کول او ژړل دي ،چې ګټه لري (إِنَّمَا أَشْكُو… إِلَى اللّهِ) .

٢_ موحد انسان يوازې خداى ته د خپل زړه درد وايي (إِنَّمَا أَشْكُو… إِلَى اللّهِ ) .

٣_ ظاهر ليدونکي انسانان له پېښو په اسانه تېرېږي ؛خو پاخه خلک آثار او پېښې تر قيامت پورې ويني (وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ…)

٤_ يعقوب (ع) د يوسف (ع) له ژوندي پاتې کېدو او داچې يوه ورځ به دا بېلتون پاى ته ورسي او د خداى په اړه له حقايقو او د هغه له صفتونو خبر و ،چې نور ترې خبر نه وو. (وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ) .

٥_ کېداى شي ((مَا لاَ تَعْلَمُونَ )) هماغه د يوسف (ع) خوب وي ،چې په پيل کې يعقوب (ع) تعبير کړى و .

﴿۸۷﴾ يَا بَنِيَّ اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ= زامنو! ولاړ شئ، يوسف او ورور يې ولټوئ او د خداى له رحمته مه نهيلي كېږئ،چې يوازې كافران د هغه له رحمته نهيلي كېږي .))

ټکي :

(( تحسس )) د حس له لارې پلټنې ته وايي . (( تجسس)) د بدو کارونو پلټنه ده او ((تحسس )) د ښه کارونو پلټنې ته کارول کېږي .

= د راغب له تعبيرسره ((رَّوْحِ)) او ((روح )) د ساه په مانا دي ؛خو ((رَّوْحِ)) پراختيا او رحمت ته کارول کېږي؛لکه د يوې ستونزې غوټه،چې پرانستل شي؛ نو د انسان په بدن کې نوې ساه راپيدا شي .

د تبيان په تفسيرکې راغلي : (( روح )) له (( ريح )) راوتلى دى؛لکه څنګه چې انسان د باد په لګېدو د راحتي احساسوي ؛نو انسان په الهي رحمت هم خوشحالېږي .

دروايتونو په رڼاکې : د خداى له رحمته نهيلې کېدل ستره ګناه ده.

وګ : ( من لايحضرالفقيه ، باب معرفة الکبائر) .

پيغامونه :

١_ پلار نه ښايي ،چې له خپل اولاد سره تل اړيکې پرې کړي ( په ٨٤ آيت کې پلار له اولاده مخ واړو؛خو په دې آيت کې يې بيا ورته پام وکړ او ورته يې وويل: ‌زامنو! ) ( يَا بَنِيَّ) .

٢_ پېژندنه او هوښيارتيا،حرکت ته اړتيا لري . (اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ) .

٣_ الهي پېرزو ته رسېدل له لټۍ سره اړخ نه لګوي (اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ) .

٤_ الهى اولياء په خپله هم نه نهيلي کېږي او نور هم له دې چار ژغوري (وَلاَ تَيْأَسُواْ) .

٥_ نهيلي د کفر نښه ده (لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ)؛ځکه نهيلې انسانان له ځان سره وايي،چې د خداى قدرت پاى ته رسېدلى دى ) .

﴿۸۸﴾ فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ= نو چې كله (وروڼه “مصر” ته ولاړل او) يوسف ته ورغلل؛ نو و يې ويل: ((عزيزه ! موږ او كورنۍ مو په (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅيزه پانګه راوړې ده، ته پرې موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات راباندې وكړه، چې خداى خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي .))

مهم :

((بضاعت)) هغه مال ته ويل کېږي،چې ((بيه )) ولري. ((مُّزْجَاة )) د ((ازجاء)) له ريښى راوتلى،چې د طرد پر مانا دى او له هغه ځايه ،چې خرڅونکى کمه بيه بېرته راګرځوي ؛نو((بضاعت مزجاة )) يې ورته ويلي دي .

ځينې مفسران وايي : له (( َتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ)) مراد د بنيامين د بېرته راګرځولو غوښتنه ده .

په رواياتونو کې راغلي: يعقوب (ع) يوسف (ع) ته ليک وليکه،چې پکې د يوسف (ع) ستاينه د کنعان د سوکړې بيان او د بنيامين د آزادى غوښتنه او له غلا د خپلو زامنوخلاصون پکې ليکلى و او هغه ليک يې له خپلو زامنو سره يوسف ته ورولېږه، چې کله يوسف (ع) ليک د خپلو وروڼو په مخ کې ولوست؛نو ښکل يې کړ او له سترګو يې دومره اوښکې راتويې شوې ،چې جامې يې لمدې شوې.

وروڼو يې ،چې تراوسه يوسف (ع) نه وپېژندلى،حيران شول،چې ولې مو د پلار دومره درناوى کوي ؟؛نو لږه لږه يې د هيلې ساه واخسته، د يوسف (ع) خندا يې ،چې وليده ؛نو له ځانونو سره يې وويل : دا خو به يوسف نه وي . وګ : (تفسيرنمونه ) .

پيغامونه :

١_ يعقوب (ع) ته يوسف (ع) ګران دی (فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ) او وروڼو ته يې غنم ( ناوف لناالکيل ) .

٢_ د نورو سپکوونکی به يوه ورځ سپک شي؛هغه زامنو،چې يوه ورځ په غرور ويل : (وَنَحْنُ عُصْبَةٌ) مونږ قوي يو (فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ) ورور مو غل و (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ) زمونږ پلار پرکږه دى؛ خو نن په ټيټ سر وايي : (مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ) .

٣_ مرستې غوښتنې ته ځانګړې لار پکار ده :

الف :د مرسته کوونکي ستاينه (يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ) .

ب : خپل حال او اړتيا بيانول (مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ) .

ج : دبودجې کم والى ( مالي فقر) ِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ).

د : په مرسته کوونکي کې د مرستې د انګېزې پيدا کول . (وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ) .

٤_ فقر او اړتيا د انسان د ذلت لامل دى (مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ)

﴿۸۹﴾ قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ =(يوسف) وويل : (( ايا پوه شوئ،چې تاسې د ناپوهۍ پر وخت (او ځوانۍ کې) له يوسف او ورور سره يې څه وكړل ؟))

ټکي :

کېداى شي په يوه پوښتنه کې ډول ډول موخې پټې وي،مثبت او جوړونکي يا منفي او کړوونکي. يوسف (ع)،چې وپوښتل آيا پوهېږئ ، چې له يوسف او ورور سره يې مو څه وکړل ؟ کېداى شي، دې ته وي ، چې زه له کيسې خبر يم او يا کېداى شي له دې پوښتنې موخه دا وي ، چې بد کار مو کړى دى،توبه وکړئ او کېداى شي د بنيامين پر زړه ټکور ته وې،چې په ناسته کې و او کېداى شي د خپل عزت د جوتولو او د هغوى رټلو ته وي ،چې ولې له دې ټولو جنايتونو سره د تصديق هيله لرئ .

په پورتينو موخو کې ،چې وويل شوې، درې لومړۍ موخې د يوسف (ع) له مقام سره اړخ لګوي؛خو پاتې د حضرت يوسف له کرامت او پتمنۍ سره اړخ نه لګوي،چې راتلونکي آيتونه پرې رڼا اچوي . يوسف (ع) سره له دې،چې د دروغو او غلا تور پرې ولګېد؛خو څه يې و نه ويل او يوازې خپلو وروڼو ته يې وويل : ( لاتثريب عليکم اليوم ) .

ناپوهي يوازې نه پوهېدنې ته نه ويل کېږي ؛بلکې د هوسونو برلاسېدل هم يو ډول بې توجهي ده.ګناهکار انسان،چې څومره عالم وي،جاهل دى؛ ځکه پام يې نه وي او په خپله يې ځان ته د دوزخ اور اخستى وي . پيغامونه :

١_د ګناهونو او خطاګانو دوسيه به يوه ورځ راپرنستل شي او و به پوښتل شي؛نو آيا خبر يې،چې څه دې کړي ( هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم) .

٢_ ځوانمردي ؛خو په دې کې ده،چې د ګناه جزييات را و نه سپړل شي ؛نو ځکه يوسف (ع) په پوښلي توګه وپوښتل : څه موکړي دي؟ (مَّا فَعَلْتُم) .

٣_ چې قدرت ته ورسېدې؛نو نور مظلومان مه هېروئ (مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ).

٤_ ځوانمردي؛خو په دې کې ده،چې ګناهکار ته د عذر لار تلقين شي (يوسف (ع) خپلو خطاکارانو وروڼو ته وويل: اوس خو مو دا کارونه نه دي کړي؛بلکې د ناپوهۍ پر مهال مو کړي دي (إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ) .

﴿۹۰﴾ قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ= هغوى وويل:((ايا ته هماغه يوسف يې؟)) ويي ويل:(( (هو) زه يوسف يم او دا زما ورور دى، خداى پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛نو په پاى كې بريالي كېږي؛) ځكه خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي .))

 څومره وخت چې به تېرېده ؛نو هومره وروڼه حيرانېدل،چې ولې د “مصر” چارواکى زموږ د پلار ليک ته وژړل ؟ دا چارواکى له کومه د يوسف (ع) له کيسې خبر دى ؟رښتيا آيا څېره يې يوسف (ع) ته ورته ده ؟ هسې نه ، چې پخپله يوسف وي ؟؛نوښه به دا وي،چې پخپله يې وپوښتو؛خو خبره دا ده که يوسف نه و؛نو آيا راته به ونه ويل شي ،چې ليونيان ياست ؟ او که يوسف و؛نو له دې خېجلتوب سره به څه کوو؟؛خو اخر يې وپوښتل: ته يوسف يې ؟ دلته څه صحنې رامخې ته شوې او دلته به کوم انځور وباسي ؟يوازې خداى دا کار کړاى شي او بس .

شرايط بايد داسې چمتو شى،چې خلک پوښتنه وکړاى شي او د خلکو ښوونې او روزنې ته نوره هم ډډه ولګېږي . د يوسف (ع) په وروڼو کې د پوښتنې او د ځان پوهلو انګېزه مخ په زياتېدو وه. له ځان سره يې وويل : ولې يې ټينګار درلود ،چې بنيامين له ځان سره راوړو؟ غلا شوى لوښى ولې زموږ په بار کې راووت ؟په لومړي نوبت کې يې ولې راته پيسې بېرته راکړې ؟ هغه له کومه د يوسف له کيسې خبردى ؟

داسې نه،چې بل ځل غله را نه کړي؛نو چې کله دې خبر د هغوى په زړونو کې بړاس وکړ؛نو و يې پوښتل : ته يوسف يې ؟ ويې ويل :هو! امام صادق وويل : حضرت امام مهدى ؛به هم څوک نه پېژني تردې ،چې خداى ورته امر وکړي او ځان وښيي وګ (بحار ١٢/٢٨٣) .

پيغامونه :

١_ د وخت تېرېدنه او ترخې او خوږې پېښې اړيکې او پېژندګلوي بدلوي ، تردې چې ورور به ورور نه پېژني . (أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ) .

٢_ الهي اولياء خپل ټول نعمتونه د خداى له لوري ګڼي (مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا) .

٣_ د صبر او تقوا اجر په دنيا کې هم ورکول کېږي (أَنَاْ يُوسُفُ …. مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ..) .

٤_ هغه لايق واکمن او چارواکى وي،چې د پېښو،کينو،شهوتونو، سپکاوي،زندانونو او د زهرجنو تبليغاتو په ازموينه کې بريالى راوتلى وي (مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ….).

٥_ وخت وپېژنئ او تبليغ ته ترې ګټه پورته کړئ ( چې کله ورنه له خپل کاره خېجله شول او د يوسف (ع) د خبرو منلو ته يې چمتووالى وښووه ؛ نو هغه وويل : (مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ) .

٦_ د خداى پېرزو د حکمت د کچو پر بنسټ وي (مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ) .

٧_ صبراو تقوا د عزت بنسټ دى (مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ) .

٨_ صبر او تقوا د نېکانو ځانګړنې دي (مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ) .

 

 

﴿۹۱﴾ قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ=(هغوى) وويل:(( پر خداى قسم، چې په رښتيا خداى ته پر موږ غوره كړى يې او موږ وران کاري وو!)) 

ټکي :

((ايثار=سرښندنه)) پر ځان د نورو غوره والي ته وايي. د يوسف (ع) وروڼو د غلط فکر پر بنسټ (نَحْنُ عُصْبَةٌ) پر غلط کار لاس پورې کړ او و يې ويل : هغه په څاه کې ورواچوئ ؛ ((وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ)) خداى هم پر هغوى تنګسه راوړه ،چې نس مړولو ته هم پر زاريو شول ؛(( مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ) ؛نو منښته يې وکړه،چې دسيسه مو سمه نه وه ؛(كُنَّا لَخَاطِئِينَ) ،بيا هماغه غلطه آندنه پر منلي واقيعت بدل شو،چې حکيم خداى ته پر موږ غوره او برلاسى کړې ((لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا)) .

د يوسف وروڼوځو ځل د (( تالله )) پر صيغه قسم وخوړ؛

١_(تَاللّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ) پر خداى قسم ،چې تاسې په خپله پوهېږئ ،چې موږ ستاسې سيمې ته فساد او غلا ته نه يو راغلي .

٢_ (تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ) پلار ته يې وويل : پر خداى قسم ،چې ته تل يوسف ! يوسف ! کوې .

٣_ ( تالله انک لفى ضلالک القديم ) پلارجانه ! پر خداى قسم ته د يوسف په افراطي مينه کې پر کږو يې .

٤_ (تَاللّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا) يوسف ته يې وويل : پر خدا ى قسم ،چې خداى درته پرمونږ غوره والى درکړ.

پيغامونه :

١_ که د کينې له امله د چا پرکمال او غوره والي منښته ونه کړو؛نو په زور ذلت به پرې منښته وکړو(لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا) .

٢_ د خداى د ارادې پر وړاندې کې څوک نشي درېداى (آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا) .

٣_ د قدرت پر مهال داسې کار مه کوئ ،چې بيا د بې واکۍ پر مهال خېجله ياست. ( و نحن عصبة…..وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ)

٤_ پرګناه منښته د بښنې لارې چارې برابروي (وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ) .

﴿۹۲﴾ قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ=(يوسف) وويل:(( نن پر تاسې پړه نشته، خداى دې تاسې وبښي او هغه د لورنو ډېر لورين دى))

ټکي :

((تثريب )) د رټلو،ګناه ګڼلو او زياتې ملامتۍ پر مانا دى .

د مکې د سوبې پر ورځ مشرکانو کعبې ته پناه يووړه؛نو حضرت عمر (رض) وويل : موږ به نن غچ اخلو. پېغمبر اکرم (ص) وويل : نن د بښنې ورځ ده او مشرکان يې وپوښتل : نن زما په اړه ستاسې څه خيال دى ؟ ويې ويل : خير دى ته مو مهربانه ورور يې. پېغمبر اکرم وويل: نن زما خبره هماغه د يوسف خبره وه (لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ) ؛نو حضرت عمر وويل : زه له خپلې خبرې خېجله يم . وګ : ( تفسير قرطبي) .

د حضرت علي (ک) وينا ده :چې کله پر دښمن برلاس شوې ؛نو ددې بري شکرانه بښنه ده . وګ : (نهج البلاغه/١١حکمت ) .

په حديث کې راغلي : د ځوان زړه نرې وي او د همدې آيت تر لوستلو وروسته يې وويل : داچې يوسف (ع) تر خپلو وروڼو ځوان و؛نو خپل ورونه يې ژر وبښل . وګ: (بحار١٢/٢٨٠)

پيغامونه :

١_ ديني پراختيا د رياست او واکمنۍ غوره وسيله ده (لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ) هو! هغه چې د خپلو وروڼو ټول تېري بښي؛نو په رښتيا،چې د رياست وړ دى .

٢_همداچې چا پر خپله ګناه منښته وکړه؛نو بس يې دى او نور يې مه رټئ (وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ قال لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ) .

٣_خپله تېرېدنه ټولو ته اعلان کړئ،چې نور مو څوک ونه رټي.( لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ) .

٤_ يوسف (ع) د خپلو ګناهکارو وروڼو پر روحي بيا رغاونې لاس پورې کړ؛نو موږ ته هم دا کار په کار دى (لاَ تَثْرَيبَ…).

٥_ د قدرت او بر لاسۍ پر مهال بښنه د الهي اولياوو خوى دى (لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ) .

٦_ ځوانمردي له يوسفه زده کول پکار دي ،چې هم له خپل حقه تېر شو او هم يې ورته له خدايه بښنه وغوښته (لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ) .

٧_داچې انسان څوک بښي؛نو خداى چې ارحم الراحمين دى ؛ نو هغه خو به هرومرو بښنه کوي (يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ) .

٨_ د ګناهکارو بښنه الهي خوى دى ( يغفر د مضارع په قالب کې راغلى دى ) .

٩_ خداى هغوى هم بښي،چې کلونه کلونه يې الهي پېغمبران (حضرت يعقوب او يوسف) ځورلي دي .( وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ).

١٠_ د نورو بښل ( سرغړاندو) د الهي بښنې لامل ګرځي (لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) .

١١_ خداى پر بښنې او رحمت ستايل (؛ لکه أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ،) د دعا اداب دي .

﴿۹۳﴾ اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ= زما دا كميس درسره يوسئ او زما د پلا ر پر مخ يې وغوړوئ (چې) بينا شي او ټول خپلوان مو ماته راولئ ))

ټکي :

د حضرت يوسف په کيسه کې کميس يې په څو ځايونوکې راغلى دى .

الف : (وَجَآؤُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ) وروڼو د يوسف (ع) کميس په دروغو په وينو ولړه او پلار ته يې يووړ،چې يوسف لېوه وداړه .

ب : (رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ) له شا شلېدلى کميس د جرم او مجرم د پېژندنې لامل شو.

ج : (اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي) کميس د ړوند يعقوب (ع) د بينا کېدو لامل شو.

تر اوسه د يوسف (ع) پېژندنه،ترې بښنه غوښتل او د حضرت يوسف بښنه او تېرېدنه او له خدايه هم د يوسف (ع) په واسطه وروڼو ته بښنه غوښتل تر سره شول ؛خو لا تر اوسه د پلا ړندېدل ،چې د هغوى د جرم اثار دي، لا پاتې دي .

په دې آيت کې ددې ستونزې د هوارۍ لار راښوول شوې ده .

پردې سربېره، په روايت کې راغلي،چې يوسف (ع) وويل : کميس مې پلار ته يوسئ،چې زما په وينو لړلى کميس مو وروړى و او څرنګه چې د هغه زړه مو خپه کړى و، دا ځل يې خوشحاله کړئ .

په روايتونو کې راغلي،چې يوسف (ع) به خپل وروڼه شپه او ورځ له ځان سره پر دسترخان کېنول او هغوى به خېجله وو؛نو يوسف (ع) ته يې پيغام ولېږه،چې د هغوى دسترخان دې بېل کړي؛ځکه چې ستا شتون مو خېجلوي ! يوسف (ع) ځواب ورکړ،چې زه؛خو وياړم، چې درسره يم او درسره ډوډۍ خورم . خلکو به چې زه ليدم؛نو ويل يې : سپېڅلى او پاک دى هغه خداى ،چې د شل درهمو يو مريي ته يې دومره عزت ورکړ؛خو نن ستاسې شتون ما ته عزت دى ،اوس به خلک وويني ،چې زه يو بې اصل او بې نسبه نه يم او نه وم، زه ستاسې په څېر ورونه او د يعقوب (ع) په څېر پلار لرم (نمونه تفسير ) .

پيغامونه :

١_ د الهي اولياوو په اړوند څيزونو تبرک جايز دى (اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي ) (د يوسف (ع) کميس ړندې سترګې بينا کړې ) .

٢_ څوک چې خپلې نفساني غوښتنې کابو کوي ؛نو ان جامى يې هم سپېڅلې شي( ِقَمِيصِي) .

٣_ تبرک ته يوازې سپېڅليو څيزونو ته کتل په کار نه دي؛بلکې لمڅول يې هم په کار دي .

٤_ خپګان او ښادي د سترګو پر رڼا اغېز لري (وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ )؛نو ځکه ښه اولاد ته (( قرة العين )) ويل شوي دي ( التبه که ونه غواړو دا مسئله د معجزې له اړخه وڅېړو) .

٥_ وصال زړه راژوندى او ړندې سترګې بينا کوي (فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا ) .

٦_ په معجزه او کرامت کې عمر او کال شرط نه وي ( د زوى کميس د پلار سترګې ورغولې )

٧_ خداى هماغه څه چې يوه ورځ د يعقوب (ع) د خپګان لامل و،نن د حضرت يعقوب د زړه د خوښۍ او د رغېدو لامل يې کړ (کميس پرې يوه ورځ خپګان راوړ او نن خوشحالي ) .

٨_ شتمن اولاد دې خپل کمزوري خپلوان په تېره بيا خپل موروپلار تر وزرونو لاندې ونيسي (وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ) .

٩_ ټولنيز شرايط د دندې پر عمل اغېز لري (وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ) په هغه شرايطو کې د يوسف (ع) زړه سول په هغه ډول،چې بايد کورنۍ يې “مصر” ته راغلې وي .

١٠_ د خپلوانو د ستونزو لرې کول ( د نورو خلکو د حقوقو په پام کې نيوو سره ) په کار دي . (وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ(

١١_د کور بدلول او هجرت ډېرې ګټې لري؛لکه پخواني تراخه هېرول (وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ) .

١٢_ د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان دې د امکان په صورت کې د يو بل ترڅنګه او يو بل ته نږدې ووسي (وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ) .

١٣_ يوسف (ع) دومره مړانه درلوده،چې وروڼو يې و نه شو زغملای او څاه ته يې ورګوذار کړ؛خو حضرت يوسف خپل ټول ورونه او کورنۍ راوغوښته او ځان ته يې رانږدې کړه .

١٤_ خپلوان که څومره هم سرغړاندي وي؛نو ورسره اړيکې پرېښوول نه دي په کار(وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ) .

١٥_هغوى چې غم ځپلي وي ؛نو د سوکالۍ فکر يې په کار دى. (أَجْمَعِينَ )

١٦_ غوره پېرزو هغه ده ،چې ټولو ته وي (أَجْمَعِينَ ) .

﴿۹۴﴾ وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ =او چې كله (د وروڼو) كاروان (له “مصر”ه) ووت؛ نو پلار يې (په كنعان كې) وويل : كه ما پر ناپوهۍ او كم عقلۍ نه تورنوئ؛نو ماته خو بيخي د يوسف بوى راځي .

 ټکي :

((فَصَلَتِ))؛يعنې لرې شو .(( فَصَلَتِ الْعِيرُ)) ؛يعنې کاروان له “مصر” لرې ولاړ .(( تُفَنِّدُونِ)) د (( فند)) له ريښې دى ،چې د فکر د ناوسى او سفاهت پر مانا دى .

يعقوب دې ته وارخطا و،چې شاوخوا خلک پرې د کم عقلۍ ټاپه و نه لګوي؛نو و يې ويل :((لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ))؛خو د خواشينۍ خبره ده ،چې پر پېغمبر ځينې شاوخوا خلکو او ځينو اصحابو پرې دا ټاپه ولګوله، تردې چې د رحلت پر مهال يې وويل : قلم او کاغذراوړئ ،چې څه درته وليکم او عمل پرې وکړى،چې هيڅکله به بى لارې نشئ ! چې يو وويل : پېغمبر(ص) پرتې وايې : (صوارم المهرقة ، ٢٢٤مخ ) او پېغمبر اکرم (ص) يې پرېنښود چې څه وليکي .

نو ځکه يوازې حضرت يعقوب د يوسف (ع) بوى درک کولاى شي ؟ ((إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ)) .

په دې کې هېڅ خبره نشته ؛لکه څنګه چې يوازې انبياء وحې درک کولاى شي او موږ يې نشو درک کولاى؛نو نورې چارې هم داسې دي ، چې هغوى يې کولاى شى؛خو مونږ نه.

مګر د خندق د جګړې په موخه مو د کلنګ وهلو او د هغه د غږ د اورېدو پر مهال د خدای رسول ونه ويل ،چې زه ددې کلنګ له غږه د امپراطورايو د راپرځېدو غږ اورم ؛خو ځينې د کمزور ايمانو وګړيو وويل : پېغمبر (ص) له خپلې وېرې د ښار شاوخوا ته کنده وباسي او د هر کلنګ له غږ سره د امپراطوريو د راپرځېدو زېرى ورکوي !

کېداى شي د((يوسف له بوى )) مراد د يوسف (ع) په باب يو نوى خبر وي،چې دا مسئاله په علمي نړۍ کې د ((تله پاتي)) ؛يعنې له لرې ځايه د فکر لېږد په نامه مشهوره شوې ده او بيخي غوڅه علمي خبره ده؛يعنې هغوى ،چې يو بل ته نږدې وي او يا داچې د ځانګړي روحي ځواک خاوند وي ؛نو همدا هغه انسان ته، چې په هر ځاى کې څه ورپېښ شي ، دى هم ترې خبرېږي .

امام محمدباقر وپوښتل شو: کله بې دليله خپګان راباندې راشي ،چې شاوخوا خلک هم راباندې پوهېږي. امام وويل: مسلمانان په پنځونه کې له يوې خټې دي،همدا چې يوه ته کومه پېښه راپېښه شي؛نو پر هغه بل هم خپګان راځي ( نمونه تفسير) .

د ارواښاد علامه ابوالقاسم خويي د نهج البلاغې په شرحه کې راغلي : امام ته د رڼا يو ستنه وي،چې خداى اراده وکړي؛نو امام،چې ورته وګوري ؛نو راتلونکې ورته ښکاري او کله هم د عادي خلکو په څېر وي .

که د حضرت يوسف د بوى بويول د بو يولو په ځواک پورې اړوند وبولو؛نو دا بايد معجزه او خارق العاده چار وبولو،چې حضرت يعقوب (ع) بوى له لرې بويوي .

پيغامونه :

١_ انسان په باطني پاکوالي کړاى شي مانيز حقايق درک کړي (إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ)؛خو د حقايقو درک کول هم محدود دي او داسې نه ده ،چې هغوى په هر ځاى او هر وخت کې وکړاى شي،هر څه درک کړي (فَصَلَتِ الْعِيرُ) .

٢_ که حقايق درکولاى نشو؛نو د نورو مقام ته سپکاوى نه دى پکار. (لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ ) حضرت يعقوب وويل : کم عقله مې مه بولئ .

٣_ ټول خلک د حقايقو د اورېدو ظرفيت نه لري او پر ويونکي د بې عقلۍ ټاپه لګوي (لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ) .

٤_ په ناپوهانو کې د پوهانو اوسېدل سخت دي (لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ) .

﴿۹۵﴾ قَالُواْ تَاللّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ = ( شاوخوا يې) وويل :(( پر خدا ى قسم، ته خو په هماغه پخواني سوداييتوب کې يې!))

ټکي :

دهمدې سورت په اتم آيت کې يې وويل : وروڼو خپل پلار ته وويل : (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ) زموږ پلار له يوسف سره د بې ځايه مينې له امله بې لارې دى .دلته يې وويل : (ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ)؛يعنې اوس هم په هماغه پخوانۍ خطا کې يې .

عادي وګړي نه ښايي الهي اولياء له خپلې پوهې سره وسنجوي او حکم وکړي ،چې دا کار کېدونکى دى که نه . حضرت علي (ک) وايي : خلک همداچې په خپله نه پوهېږي ؛نو له هر يوه سره مخالفت کوي ( نهج البلاغه/١٧٢ حکمت ) .

پيغامونه :

١- حضرت يعقوب او يوسف (ع) خپلو هېښنده خبرو ته هيڅکله قسم و نه خوړ؛خو وروڼو يې په بېلابېلو ځايونو کې قسم وخوړ، وروڼو يې په ٧٣، ٨٥ ، ٩١ او٩٥ آيتونو کې قسمونه وخوړل .هو ګرانو! د الهي انبياوو په څومره،چې له لاسه کېږي قسم ونه خورئ . ( قالوا تالله ) .

٢_ د نېکانو کارونه په خپل عقل مه سنجوئ . (إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ) ( پر پلار د ګمراهۍ د ټاپې لګلو همدا پايله وه،چې هغوى په خپل عقل د پلار کارونه وسنجول ) .

٣_ سره له دې،چې حضرت يوسف د يعقوب (ع) له سترګو لرې و؛خو د هغه پر ژونديتوب ګروهمن و او دا خبره يې خپلو شاوخوا کسانو ته هم کوله؛نو ځکه ورته ويل کېدل،چې ته بيا هم په هماغه پخوانيو بى لاريو کې يې .( إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ) .

﴿۹۶﴾ فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ= نو چې زېرى ورکونکى راغى او كميس يې د يعقوب پرمخ وغوړاوه؛ نو بينا شو! ويې ويل :(( ما تاسې ته نه و ويلي چې په واقع کې زه د خداى له لوري پر هغه څه پوهېږم،چې تاسې پرې نه پوهېږئ .))

ټکي:

که د سترګو له سپينېدو مطلب ((وابيضت عيناه)) د رڼا کمېدل وي ؛ ((بصيرا)) د رڼا د زياتېدو پرمانا دي او راښيي خوشحالي او خپګان د انسان د سترګو پر ليدو اغېز کوي او که مطلق ړندېدل وي،چې د آيت له ظاهره ((فَارْتَدَّ بَصِيرًا)) هم ښکاري؛نو يوه معجزه او توسل دى ،چې قرآن په خپله دا خبره جوته کړې ده .

په دنياکې ډول ډول مېلې دي ؛د يوسف (ع) وروڼو يوه ورځ خپل پلار ته خبر يووړ،چې يوسف لېوه وخوړ او نن يې ورته د هغه د واکمنۍ خبر! .

پيغامونه :

١_ د انبياوو د علم سرچينه الهي علم دى (أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ…) .

٢_ انبياء پر الهي ژمنو بشپړ ډاډ لري (أَلَمْ أَقُل….) (؛يعنې درته مې نه وو ويلي،چې مه نهيلي کېږئ، بيا “مصر”ته ولاړ شئ او په يوسف (ع) پسې وګرځئ ) .

٣_ حضرت يعقوب د زامنو د خيالونو پر خلاف د يوسف (ع) پر ژونديتوب او ددې بېلتون پر پاى ته رسېدو ايمان درلود (أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ) .

٤_ ناصالحه اولاد د پلار د ړندېدو او صالح اولاد د پلار د رغېدو لاملېږي ( ابيضت عيناه … فارتد ) .

٥_ پر طبعيي قوانينو الهي اراده واکمنه ده (فَارْتَدَّ بَصِيرًا) .

٦_ د الهي انبياوو جامې او ورپورې اړوند سامان هم د خير او برکت سرچيني دي (أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا).

٧_ ډېرداسې څيزونه دي،چې مکروه شمېرلېږي ؛خو ټولو ته پکې خېر وي؛ لکه څنګه چې سوکړه ټولو ته ترخه وه ؛خو د يوسف (ع) په څېر انسان د آزادۍ او واکمنۍ او د يعقوب(ع) د وصال او پر سوکړې د برلاسېدو لامل شوه (إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ) . 

﴿۹۷﴾ قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ=( زامنو يې) وويل : ((پلاره ! له خدايه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه،چې موږ خطاكاران وو .))

﴿۹۸﴾ قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ = هغه وويل :(( ژر به له خپل پالونكي درته بښنه وغواړم،چې هغه ډېر بښونكى (او) لورين دى .))

 ټکي :

د حضرت يعقوب زامن موحدان ول او د خپل پلار له ځانګړي مقامه خبر وو؛ (يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا)؛خو داچې پر خپل پلار يې د ((ضلال )) ؛يعنې بى لارۍ تور ولګاوه ،مرا يې په ګروهه کې بې لاري نه ده ؛بلکې له يوسف (ع) سره په مينه او تشخيص کې بى لاري ده .

ظالم ته درې ورځې دي : د قدرت ورځ، د مهلت ورځ او د پېښمانۍ ورځ .مظلوم ته هم درې ورځې دي : د حسرت ورځ ،چې په دې او يا په هغې دنياکې به وي .

هغوى چې له غلطۍ نه خپل پلار ته وويل : (إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ)؛خو چې کله پر خپله غلطۍ پوه شول ؛نو ويې ويل (إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ) .

د مجمع البيان او اطيب البيان په تفسيرونو کې راغلي ،چې حضرت يعقوب د جمعې د شپې يا که سهار ته په تمه و،چې خپل زامنو ته پکې دعا وکړي ؛نو د ((سوف)) ټکى يې وکاروه، ويې ويل (سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ ) ؛يعنې په راتلونکې کې به درته له خدايه بښنه وغواړم .

پيغامونه :

١_ زورمټي-ظلم د ذلت او خوارۍ تومنه ده؛پر هغه ورځ ،چې وروڼو يې يوسف (ع) په څاه کې واچو؛نو د هغوى د خندا او د يوسف (ع) د خوارۍ او ژړا ورځ وه ؛خو نن خبره سرچپه . ( يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا) .

٢_ د خپلو ګناهونو بښل کېدو ته د خداى اولياوو ته توسل جايز دى (يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا) .

٣_ اولاد ته د پلار دعا هېښنده اغېز لري (يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا) .

٤_ ګورئ پام مو اوسه ،چې توبې ته هيڅکله ناوخته نه وي (اسْتَغْفِرْ لَنَا).

٥_ پر ګناه او خپله خطا منښت د بښنى لاملېږي (إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ) .

٦_ دعا ته ځانګړي ساعتونه وي (قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ) .

٧_ پلار نه ښايي،چې کينه کښ وي او نه ښايي ،چې د خپل اولاد خطاګانې په ذهن کې وساتي (أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ) .

٨_ سرغړاند،چې پر خپله ګناه منښته کوي ؛نو مه يې ملامتوئ او چې کله يې وويل : (إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ) موږ سرغړاندي وو؛نو پلاريې ورته وويل : (سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ) .

٩_ ګناهکار انسان الهي مغفرت ته هيلمن کړئ (سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ) .

١٠_ د دعا قبلېدو او الهي اولياو توسل ته سينه پراخه کړئ (سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ) .

١١_ حضرت يعقوب له خپل حق تېر شو او الهي حق ته يې ورته د دعا وعده ورکړه (أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ ) .

١٢- پر سترو ګناهانو او ګناهکارانو هم لورنه کېږي (هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ) سره له دې ،چې دوه الهي پېغمبران کلونه کلونه وکړېدل ؛خو بيا هم د خداى له درشله دبښنې هيله کېداى شي .

 

﴿۹۹﴾ فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُواْ “مصر” إِن شَاء اللّهُ آمِنِينَ= نو چې کله پر يوسف ورننوتل؛ نو مور و پلار يې په غېږ كې ونيول او ويې ويل : (( ان شاءلله په (امن و) امان كې ښار ته ننوځئ)) (او همدلته پاتې شئ) . 

ټکي :

نه پوهېږم د کيسې دا برخه څرنګه وليکم ! يوسف (ع) د خپل موروپلار       استقبال او هر کلي ته له ښاره بهر کېږدۍ وهلې وه او په تمه و،چې په درناوي يې “مصر” ته رادننه کړي ؛( فَلَمَّا ) وروڼو او مور و پلار ځان سفر ته چمتو کاوه ؛نو په ټول کنعان کې شور ځوږ و.

خلکو ليدل ،چې څرنګه تر کلونوکلونو بيلتون وروسته يې ،چې د خپل زوى د روغتيا خبر واورېد او حال داچې د يعقوب (ع) سترګې هم روغې شوې وې ،په مينه خپل زوى ته خوشحاله او روان دى،خلک هم ددې پلار و زوى پر خوشحالۍ ډېر خوشحاله ول،په تېره بيا ددې په خاطر، چې اوس يوسف (ع) د “مصر” د حکومت واکمن او خزانه دار هم دى ،چې هغه مهال د حضرت يوسف مرستې او تدبيرونه ول،چې “کنعان” يې هم له سوکړې وژغوره؛ نو تاسې پخپله ووياست،چې انسان څومره په مينه دا کيسه ليکلاى شي .

د ((أَبَوَيْهِ )) له ټکي جوتېږي،چې د يوسف (ع) مور هم ژوندۍ وه ؛خو هغه ليکنه،چې تر اوسه يې لا ما پخپله هم ځواب نه دى موندلاى، دادى،چې ولې په دې کيسه ان يو ځل هم د مور د وير او خپګان په اړه څه نه دي راغلي او دا خبره تر اوسه لا همداسې چوب پاتې ده .

په روايتونو کې راغلي ،چې حضرت يعقوب، يوسف (ع) ته قسم ورکړ او پر ټينګار يې ترې وغوښتل ،چې کيسه ورته وکړي ؛خو چې کله يوسف (ع) خپله کيسه راواخسته او ويې ويل ،چې وروڼو مې د څاه غاړې ته يووړم او په زور يې راځنې کميس ووايست؛نو حضرت يعقوب بې سده شو؛ نو چې په سد کې شو؛نو بيايې له يوسفه وغوښتل،چې نوره کيسه هم ورته وکړي؛ خو يوسف (ع) ورته وويل : پر ابراهيم،اسماعيل او اسحاق دې قسم وي ،چې ما ددې کيسې له کولو معاف کړه ! چې يعقوب (ع) هم ورسره ومنله ( نمونه او مجمع البيان تفسيرونه ) .

پيغامونه :

١-له ښاره بهر د چا “هرکلي” ته وتل ستايل شوى چاردى د ((فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ)) له غونډلې ګټنه کېږي ،چې حضرت يوسف د يعقوب (ع) هر کلي ته له ښاره بهر وتلى و او هملته يې ورته کېږدۍ وهلې وه او همدا چې کاروان راورسېد؛نو يوسف (ع) وويل : (ادْخُلُواْ مصر…) .

٢_ پام مو اوسه ،چې څوکۍ او مقام مو د مور و پلار له درناوي غافل نه کړي (ادْخُلُواْ مصر…) .

٣_ ان لوړ پوړي چارواکي هم که د هېواد د امنيت په باب خبرې کوي ؛ نو د خداى پېرزوينې ته دې يې پام وي (إِن شَاء اللّهُ)؛ځکه که خداى و نه غواړي؛نو د چا پلار به هم امنيت رانه وړي ؛لکه هغه ډلې،چې له تيږو کورونه جوړکړل،چې په امان کې وي ؛خو خداى د هغوى دا امنيت ګډ وډ کړ.

(وَكَانُواْ يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَفَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ ( حجر/٨٢-٨٣)= او (ځان ته) يې په غرونوكې د امن كوټې توږلې؛خو په پاى كې هغوى سهار وختي (مرګونې) كړيكې ونيول!))

٤_ استوګنځى ټاکل د امنيتي چارو تر ټولو مهمه برخه ده (آمِنِينَ)

﴿۱۰۰﴾ وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ= او خپل مور و پلار يې پر تخت كېنول او ټول (يوولس وروڼه او مور وپلار) هغه ته (د خداى د شکرانې لپاره) سجده کوونکي (پرځمکه) پرېوتل او (يوسف) وويل: ((پلاره! دا زما هماغه د مخكېني خوب تعبير دى، چې پالونكي مې رښتيا كړ او له ما سره يې ښېګڼه وكړه،چې زه يې له زندانه را و ايستم او تاسې يې (دکنعان) له بېديا(“مصر” ته) راوستئ، حال داچې شيطان زما او د وروڼو ترمنځ شخړه اچولې وه،په حقيقت کې پالونكى مې چاته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) په خورا باريکو تدبيرونو خپله غوښتنه پوره کوي؛(ځكه) يوازې هغه پوه حكيم دى . 

ټکي :

((عرش)) هغه تخت ته ويل کېږى،چې سلطان پرې کېني.((خَرُّواْ)) پر ځمکه پرېووتو ته وايي. (( بدو)) بيديا ته او ((نزغ)) فساد ته د يو کار پيلولو ته وايي.

((لطيف)) د خداى له نومونو يو نوم دى ؛يعنې د هغه ځواک د کړکېچنو چارو په منځ کې هم نفوذ کوي او له دې آيت سره يې تناسب دا دى ،چې د يوسف (ع) په ژوند کې داسې ړندې غوټې وې ،چې يوازې د خداى قدرت پکې نفوذ وکړ او هغه يې خلاص کړ.

حضرت يوسف د کعبې په څېر شو او موروپلار او ورونه د هغه پر لور،د کرامت لپاره خداى ته سجده وکړه (وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا) او که دا سجده بې له خداى بل چا ته واى؛نو حضرت يعقوب او يوسف (ع)،چې د خداى دوه پېغمبران ول،دا کار(سجده ) به يې نه واى کړې او کېداى شي دا سجده تواضع ته وه،نه عبادت ته،چې په دې صورت کې هم يوسف (ع) ته سجده کول څه بد چار نه و .

هماغسې،چې حضرت يعقوب د کيسې په پيل کې يوسف (ع) ته وويل : ((ان الشيطان للانسان عدومبين ))؛نو يوسف هم په پاى کې وايي : ((مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي)) .

حضرت يعقوب د کيسې په پيل کې حضرت يوسف ته وويل : (( ان ربک عليم حکيم )) او په پاى کې يوسف هم وويل : (( إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ )) دا د پام وړه خبره ده .

پيغامونه :

١_ په هر مقام کې ،چې يو؛نو خپل مورو پلار پر ځان غوره وبولئ (وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ) هغه چې ډېر خپګان پرې راغلى وي ؛نو ډېر درناوى يي هم بايد وشي .

٢_ انبياء هم د حکومت پر تخت ناست دي (عَلَى الْعَرْشِ) .

٣_ د پرحقه واکمنانودرناوى پکار دى (وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا) .

٤_ حضرت يوسف ته د پلار او وروڼو سجدې يې خوب تعبير کړ ( رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ) . (وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا)

٥_ خداى حليم دى ،کله د يو خوب تعبير او يا د دعا قبلېدل کلونه کلونه وروسته راپېښيږي (هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ) .

٦_ د ترخو پر واقيعت بدلول د خداى کار دى (قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا) ګورئ ! چې حضرت يوسف د خپل صبر او لويې سينې په باب هيڅ خبره نه کوي؛ بلکې دا ټول د خداى کارونه بولي.

٧_ د الهي اولياوو خوب حق دى (جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا) .

٨_ د ژوند په هر پړاو کې خداى پر خپلو کارونو څارن دی ،سره له دې ، چې ځينې داسې خبرې راپېښې شوي،چې حضرت يوسف يې دې مقام ته ورساوه ؛خو بيا به هم حضرت يوسف ويل : (وَقَدْ أَحْسَنَ بَي) ؛يعنې دا زما خداى و،چې پر ما يې پېرزو وکړه.

٩_ يو له بل سره د کتنې پر مهال پخواني ترخه مه رايادوئ (أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ) او د يوسف (ع) له پلار سره د کتنې پر مهال هم لومړۍ خبره د خداى شکر و،نه پخوانۍ ترخه رايادول،هغه په څاه کې د غورځېدو او د بندي کېدو خبرې و نه کړې ؛بلکې له زندانه د راخلاصېدو خبره يې پيل کړې ) .

١٠_ سينه مو پراخه کړئ او د مېلمه زړه خپه نه کړئ ( په دې آيت کې حضرت يوسف له څاه د راوتو خبره نه؛بلکې له بنده د راوتو خبره کوي، چې ورونه يې خېجله نشي ) . (إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ) .

١١_نارينه وو د پراخې سينې خاوندان شئ،نه کينه کښ او غچ اخستونکي . حضرت يوسف وايي: (نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي) شيطان وسوسه ورواچوله؛ ګنې ورونه مې بد نه دي .

١٢_ الهى اولياء زندان ته تلل او راوتلل په توحيد او ربوبيت پورې اړوند ګڼي . (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ) (إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ) .

١٣_ په غمونو او خپګانو پسې پراختيا اوخوشحالي وي (أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ) .

١٤_ په بيديا کې ژوند يوه اړتيا ده نه ارزښت ؛په آيت کې له بيديا نه ښار ته استوګنى ته راتلل نعمت شمېرل شوى دى . ( وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ).

١٥_د موروپلار ترڅنګ د اولاد ژوند يوه الهي پېرزو ده (وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ ) .

١٦_د حضرت يوسف په وخت کې “مصر” تمدن او ښاري ژوند درلود ؛ خو کنعان کليوال ژوند درلود .

١٧_ ښه او غوره ژوند ته حرکت او سفر پکار دى (وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ) .

١٨_ د خداى مخلص بنده هر څه د خداى ګڼي او له پېښوګيلې نه کوي .( په دې آيت کې د ((جَعَلَهَا رَبِّي ))،(( أَحْسَنَ بَي))،((أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم)) ټکي ټول د الهي پېرزو خبرې دي .

١٩_ ورونه او د يوې کورنۍ غړي بايد پوه شي،چې شيطان پکې په اختلاف پسې دى (مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي) .

٢٠_ ځان تر نورو لوړ مه بولئ (بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي) حضرت يوسف و نه ويل: شيطان هغوى دوکه کړل؛وايي: شيطان زما او د هغوى ترمنځ … ؛يعنې ځان يې هم ددې پيښى يو اړخ وباله .

٢١_ د خداى ټول کارونه له پېرزو ډک وي (إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ) .

٢٢_ټولې خوږې او ترخې پېښې د الهي حکمت او علم له مخې راپېښيږي . (الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ) .

﴿۱۰۱﴾ رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ= پالونكيه ! د واكمنۍ يوه (ستره) برخه دې راكړه او د خوبونو پر تعبيرولو دې پوه كړم .د اسمانو او ځمكې هستوونكيه !يوازې ته په دنيا او اخرت كې زما پالندوى يې، ما مسلمان مړ كړه او له صالحانو سره مې يو ځاى كړه !))

ټکي:

الهى اولياء،چې کله خپل عزت او ځواک ته ګوري ؛نو ژر خداى ورياد شي او وايي: خدايه هر څه ستا دي . حضرت يوسف هم همداسې وکړل ، خبره يې له پلاره راواړوله او خداى ته يې ورواړوله .

خداى د “مصر”حکومت دوو تنو ته ورکړ،يو فرعون ته ،چې هغه يې د ځان وباله، ويې ويل : ( اليس لى ملک “مصر”) او بل حضرت يوسف ته چې هغه يې د خداى وباله،ويې ويل : (آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ) .

د حضرت ابراهيم عليه السلام اندنه په ځوځات کې يې راټوکېږي ابراهيم (ع) وويل : ( اسلمت لرب العالمين ) زه د عالمونو پالونکي ته تسليم يم (بقره/١٣١) بيا لمسى يې حضرت يعقوب خپل اولاد ته سپارښتنه کوي،چې له ايمانه سره له دنيا ولاړ شئ .( لاتموتن الا وانتم مسلمون ) (بقره/١٣٢) دلته د حضرت يعقوب زوى هم مرګ په داسې حال کې غواړي ،چې خداى ته تسليم وي ؛(توفنى مسلماً)؛ په هر حال کې حضرت ابراهيم عليه السلام له صالحينو ځنې دى ؛(انه فى الاخرة لمن الصالحين ) (بقره/١٣٠ ) او حضرت يوسف غواړي ورسره يو ځاى شي (الحقنى بالصالحين ) .

د حضرت يوسف،چې تل خداى مل و؛نو ورته يې پوهه او حکومت ورکړ او خطر يې ترې لرې کړ؛خو بيا هم خپل عاقبت ته وارخطا دى ؛نو د هغه انسان پرحال ژړل په کار دي ،چې خپل مال او علم يې پر دوکه لاس ته راوړى وي ؛نو پخپله سوچ وکړئ ،چې عاقبت به يې څه وي :

خداى حضرت آدم ته څه نومونه وروښوول ؛(وعلم آدم الاسماء) ( بقره/ ٣٣٠) .

حضرت داود (ع) ته يې د زره جوړولو علم ؛( و علمناه صنعة لبوس ) ( انبياء/٨٠) حضرت سليمان ته يې له مرغيو سره د خبرو علم ( علمنامنطق الطير)(نمل/١٤) او يوسف (ع) ته يې د خوب د تعبير علم وروښود( علمتنى من تاويل الاحاديث ) او د اسلام پېغمبر ته يې ټول لومړني او اخرني علمونه وروښوول ( وعلمک ما لم تکن تعلم )( نساء/ ١١٢) .

پيغامونه :

١_ د حکومت ورکول د الهي ربوبيت له چارو دي (رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ) .

٢_ حکومت د خپل اند،شتمنۍ،ځواک او ملګرو پايله ونه بولو؛بلکې الهي اراده يې اصلي لامل دى .( آتَيْتَنِي)

٣_څه چې خداى نېکانو ته ورکړي او يا يې ترې اخلي، روزنې ته يې وي (رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي، رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ) .

٤_حکومت د پوهانو حق دى؛ نه د نالوستو او ناپوهو (آتَيْتَنِي… وَعَلَّمْتَنِي) . د حضرت يوسف پوهه د هغه د واکمنۍ وسيله شوه.

٥_ په هر ځاى او وخت کې ځان پر خداى سپارل پکار دي (أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ ) .

٦_ ځواک،واکمني او سياست له دين د وتو زمينه ده؛خو داچې خداى    درسره مل شي (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) ( حضرت يوسف په څاه کې يوه دعا کوله او په زندان کې بله؛خو همدا چې چارواکى شو؛ داسى دعا يې وکړه: “خدايه ! له دې دنيا دې مسلمان ولاړ شم !”

٧_ د خداى بندګان د ځواک او عزت پر مهال د مرګ ،قيامت او د خپل کار د عاقبت په فکر کى دي .( تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) (؛لکه څنګه چې د فرعون مېرمن د فرعون په ماڼۍ کې د قيامت په فکر کې وه او ويل يې : (( رب ابن لى عندک بيتا فى الجنة( تحريم ، ١١)=خدايه ! په جنت کې ځان ته نږدې يو ځاى راکړه .))

٨_ د خداى عظمت يوازې ددې له امله نه دى ،چې موږ ته يې نعمتونه راکړي ؛بلکې اصلي خبره خو دا ده ،چې هغه د ټولې هستۍ خالق دى ( فاطر السموات ولارض ) .

٩_ د حضرت يوسف وياړ دا نه دى ،چې پر خلکو واکمن دى؛بلکې دا دى،چې خداى پرې واکمن دى (أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ) .

١٠_ د يو کار ښه پاى ته رسول، د هغه کار تر پيله مهم وي . انبياوو به د کارونو ښه پای ته دعا کوله؛( تَوَفَّنِي مُسْلِمًا)؛يعنې داچې زه درته تسليم يم ؛نو تر مرګه مې همداسې وساتې ( الميزان تفسير) .

١١_ د دعا پر مهال لومړى د خداى نعمتونه رايادول پکار دي ؛( رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي) بيا نور څه غوښتل پکاردي (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) .

١٢_ قدرت ته تر رسېدو وروسته له خداى سره اړيکې ( دعا) پرېکول نه دي پکار(رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي….) .

١٣_ د حضرت يوسف د ژوند په ټولو پړاوونو کې خداى ته پام و(رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي) .

١٤_عادلانه واکمنۍ ته علم او پوهه پکار ده (آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي) .

١٥_ په دعا کې يوازې مادي چارو ته پام د هوښيار انسان چار نه دى (فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ) .

١٦_ د انسان واکمني لنډه ده ؛( آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ) ؛خو خداى پر ټوله هستۍ واکمن دى .( فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ) د انسان علم محدود او ناڅيزه دى.(مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ)؛خو خداى د علمونو سرچينه ده (عَلَّمْتَنِي ) .

١٧_ خداى چې ځمکې او آسمانونه جوړواى شي؛نو انسان ته هم لوړې درجې او مقام ورکواى شي (رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ…. فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ ).

١٨_ خپل اوسني ايمان ته غره کېدل پکار نه دي ؛بلکې تر پايه د ايمان ساتنه مهمه ده ( توفنى مسلما)

١٩_ د ايمان تر ټولولوړه درجه خداى ته تسليمېدل دي (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) .

٢٠_ حسن عاقبت يا ښه پايله هغه ښکلى نعمت دى ،چې خداى خپلو بندګانو ته ورکړى دى (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) .

٢١_ له ايمانه سره له دې دنيا تلل او په صالحانو کې شمېرل کېدل د هر پاک انسان د زړه هيله وي (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) .

٢٢_ الهی انسانان حکومت خلکو ته د خدمت لپاره غواړي (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) .  

٢٣_ په آخرت کې تر ټولو ستر او لوړ مقام د صالحانو وي ( حضرت يوسف هم هيله لري ،چې ور سره شي ) (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ)

 د حضرت يوسف عليه السلام سيرت

( د يو بريالي مشر ځانګړنې )

د حضرت يوسف د کيسې په پاى کې سېرې ته يې کتنه کوو.

١_ په ترخو پېښو کې (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ…) او په ښاديو خوشحاليو کې (رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ) خداى ته پوره پام .

٢_ د هرې ډلې کږې لارې شا ته اچول : ( انى ترکت ملة قوم لايومنون بالله وهم بالاخرة کافرون ) .

٣_ د صالحو مشرانو پر لار تلل : ( واتبعت ملة آبائى ابراهيم…. والحقنى بالصالحين ) .

٤_ د خداى د رضا لاس ته راوړو ته تر وروستۍ سلګئ زغم : (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) .

٥_ د سيالانو پر وړاندې مړانه ( احب الى ابينامنا) .

٦_ په پېښوکې صبر (يجعلوه فى غيابت الجب ،ارادباهلک سوء) .

٧_ د سوکالۍ په پرتله پاک لمني او تقوى غوره کول ( معاذالله ، قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي ) .

٨_ له پردېو ( د رازونو) پټول ( وشروه بثمن بخس ) .

٩_ پوره پوهه (وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ_ انى حفيظ عليم …) .

١٠_ خوږه او پسته ژبه (فلماکلمه قال انک اليوم لدينا مکين ) .

١١_ کورنى اصالت : ( ابائى ابراهيم و اسحاق ) .

١٢_له مخالفينو سره له سړې سېنې کار اخستل : ( ياصاحبى السجن ).

١٣_ اخلاص : ( کان من المخلصين ) .

١٤_ پر نورو زړه سوى او ورته لارښوونه ( ءارباب متفرقون خير ام الله الواحد) .

١٥_ نوښتګر (جعل السقاية، ائتونى باخ لکم،فذروه فى سنبله..) .

١٦_ خاکساري او عاجزي : ( رفع ابويه على العرش ).

١٧_ بښنه او تېرېدنه : ( لاتثريب عليکم ) .

١٨_ پتمني او سړيتوب : ( نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي) .

١٩_ امانتساتي : ( اجعلنى على خزائن الارض الى حفيظ عليم ) .

٢٠_ مېلمه پال : ( ان خيرالمنزلين ) .

﴿۱۰۲﴾ ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ= دا(د يوسف قصه) د غيبو له خبرونو ده، چې موږ يې تا ته وحې كوو! او په هغه وخت كې خو ته ورسره نه وې،چې هغوى ټولو په يوه خوله دسيسه جوړه کړې وه.

پيغامونه :

١_انبياء په وحې له غيب سره آشناکېږي (ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ…..) .

٢_ انبياء له ټولو غيبي خبرونو خبر وي (مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ) .

٣_ چې د خداى خوښه نه وي ؛نو نه د خلکو هوډ (أَمْرَهُمْ ) نه د هغوى غونډه (أَجْمَعُواْ) او نه د هغوى دسيسه (يَمْكُرُونَ) څه نشي کړاى .

٤_ په پرله پسې او يو له بل سره په تړلو پېښو کې اصلي ټکى مه هېروئ . د حضرت يوسف د کيسې اصلي چورليد د يوسف (ع) له منځه وړل وو . (أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ) .

﴿۱۰۳﴾ وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ= كه ته څومره ټينګار هم وكړې؛نو ډېرى خلك ايمان نه راوړي. 

ټکى :

د ((حرص)) ټکى له يو څه سره زياتې مينې او لاس ته راوړو ته يې ډېرې هڅې او کوښښ ته وايي .

پيغامونه :

١_ ډېر ځلى قرآن د خلکو پر ديني ګروهو نيوکې کړي دي (وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ) .

٢_ پېغمبران د خلکو له لارښوونې سره ځانګړې مينه لري . (حَرَصْتَ) .

٣_ هر حرص د رټنې وړ نه وي (پېغمبر اکرم (ص) د خلکو ايمان راوړو ته حرص درلود) (حَرَصْتَ ) .

٤_ د خلکو کاږه فکرونه او ايمان نه راوړل دې ددې لامل نشي ،چې موږ د دين له تبليغه لاس واخلو (وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ) .

﴿۱۰۴﴾ وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ= او ته له هغوى (د قرآن د تبليغ) ا جر نه غواړې؛ دا( قرآن) خو نړيوالو ته بې له پنده بل څه نه دى .))

ټکي:

د اسلام پېغمبر هم د نورو پېغمبرانو په څېر له خلکو د هغوى د لارښوونې پر وړاندې هيڅ اجر و ثواب ونه غوښت؛ځکه له خلکو توقع درلودل د بلنې منل درنوي . د طه د سورت په څلوېښتم آيت کې وايو: ( ام تسئلهم اجراً فهم من مغرم مثقلون )؛مګر له خلکو دې کومه مزدوري وغوښته ،چې ورکول يې ورته درانده وي.

د شورى سورت په ٢٣ آيت کې لولو : د رسالت اجر او مزدوري له نبوي کورنۍ سره مينه ده ( الا المودة فى القربى )؛نوځکه له اهل بيتواو نبوي کورنۍ ) لاروي پخپله د خلکو په ګټه ده،نه د پېغمبر؛ځکه په( سباء/ ٤٧) کې لولو: ( و قل ماسئلتکم من اجر فهو لکم )څوک چې له اهل بيتو سره مينه لري او لاروي يي کوي ؛نو په حقيقت کې د پېغمبر او خداى اطاعت کوي.

قرآن ذکر دى ؛ځکه: د الهي نعمتونو او صفتونو رايادونکى دى، د تېر او راتلونکې رايادونکى دى .

د ټولنو د پرمختګ او شاتګ رايادونکى دى، د قيامت رايادونکى دى . د هستۍ د عظمت رايادونکى دى، د تاريخ د شخصيتونو او ژوند رايادونکى دى .

قرآني معارف او احکام هغه حقايق دي،چې بايد زده شي، تل ذهن ته وسپارل او عمل پرې وشي ؛ځکه (( ذکر)) هغه پوهې او معرفت ته ويل کېږي ،چې په ذهن کې حاضر عين او غفلت ترې ونشي .

پيغامونه :

١_ نه ښايي د دين مبلغ له خلکو تمه ولري؛لکه څرنګه چې پېغمبرانو نه درلوده (وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ) .

٢_ د خلکو د لارښوونې پر وړاندې د انعام تمه درلودل رټل شوي دي؛نه لاس ته راوړل يې ( تسئل ) .

٣_قرآني ‌ښوونې فطري دي او ټول خلک کړاى شي ګټنه ترې وکړي . [ د (( ذکر)) ټکى په هغه ځاى کې دى ،چې انسان پرې پوهېده ؛خو هېر کړى يې دى .)

٤_د پېغمبرانو دنده رايادول او د فطرتونو راويښل دي ( ذکرللعالمين ) .

٥_ د اسلام د پېغمبر رسالت نړيول و .(للعالمين ) .

٦_ د خلکو ايمان نه راوړل دې ديني مبلغان، د دين له تبليغه نهيلي نه کړي . که د ځمکې پرمخ په يوه سيمه کې هم چا پرې ايمان رانه وړ؛نو په بل ځاى کې دې تبليغ وکړي ( للعالمين ) .

﴿۱۰۵﴾ وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ= او په اسمانو او ځمكه كې د خداى څومره ډېرى نښې دي،چې پرې تېرېږي او مخ ترې اړوي .))

 ټکي :

لکه چې دا آيت د پېغمبر اکرم (ص) او هر ستر او پرحقه امام تسل او ډاډ ته وي ،چې که خلکو يې خبره ونه منله ؛نو نه دې خپه کېږي،هغوى تل د خداى د ځواک او حکمت نښې وينې؛خو يوې شېبې ته هم اندنه نه کوي، دا دومره زلزلې، کسوفونه،خسوفونه،تالندې،ستوري، کهکشانونه ويني ؛خو بياهم سرغړوي .

د ((يَمُرُّونَ عَلَيْهَا)) غونډله درې ډوله مانا شوې ده :

١_ پر الهي آيتونو د انسان مرور؛يعنې د هغوى ليدل دي .

٢_ د الهي آيتونو له مروره مطلب د ځمکې حرکت دى ؛ځکه د ځمکې په حرکت انسان پر آسماني اجرامو مرور کوي .( تفسيرالميزان ) .

٣_ د آسماني آيتونو له مروره دا وړاندوينه هم ده ،چې انسان به پر فضايي وسايطو سپور شي او په فضا کې به وګرځي

وګ : ( سفر نامه حج؛ آيت الله ماني) .

٤-اغراض او مخ اړونه تر غفلته خطرناک دي. سره له دې،چې نښې ډېرې دي (كَأَيِّن) او انسان تل ورسره اړيکه لري (يَمُرُّونَ) ؛خو نه يوازې داچې هېروي يې او ترې غفلت کوي ؛بلکې په يو وخت کې له دې ټولو نښو سره ترې مخه اړوي.

پيغامونه :

١_ ټوله هستي د خداى پېژندنې نښه او رمز دى (آيَةٍ) .

٢_ انسان که پر ځېل شى؛نو هيڅ نه مني (وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ ) .

٣_ بې اندنې رغۍ کتنې د پرمختګ او لارښوونې لاملېداى نشي. (يَمُرُّونَ ……مُعْرِضُونَ)

٤_ يوازې پوهه بسيا نه ده،د حق منل هم پکار دي ،چې ايمان حاصل شي (يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ) .

 

﴿۱۰۶﴾ وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ= او ډېرى يې خداى مني؛ خو ( په دې ډول چې) له هغه سره نورشريكوي .))

ټکي :

د امام رضا وينا ده : په دې آيت کې شرک د کفر او بوت نمانځنې پر مانا نه دى ؛بلکې مراد ترې بې له خدايه بل ته پاملرنه ده . وګ 🙁 تفسيرنمونه ) .

د امام صادق وينا ده :په انسان کې شرک په توره شپه کې پر يوه توره تيږه د يوه تور مېږي له حرکته هم پټ وي . ( سفينة البحار١/ ٦٩٧) .

امام باقر وويل : خلک خداى ته په عبادت کې موحد دي ؛خو له خداى پرته د بل په لاروۍ کې په شرک کې راګېرېږي .( کافى ٢ /٢٩٢)

او په نورو روايتونو کې راغلي ،چې په دې آيت کې له شرکه مراد د نعمت شرک دى ؛لکه څوک چې ووايي،چې پلاني مې کار جوړ کړ او که پلانى نه واى ؛نو پو پناه به وم .( نمونه تفسير) .

پيغامونه :

١_ ايمان هم خپلې درجې لري او داسې نږه ايمان ډېرکم دى،چې پکې هېڅ ډوله شرک نه وي (وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ) .

د مخلص مؤمن نښې.

١_ په انفاق کې 🙁(لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا( انسان /٩)) له چا د ثواب يا جزا تمه نه لري .

٢_ په عبادت کې : (وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (کهف/١١٠ ) بې له خدايه د بل عبادت نه کوي .

٣_ په تبليغ کې :(إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ) (هود/٢٩ ) بې له خدايه له بله د ثواب تمه نه لري .

٤_ په واده کې : (وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ)(بقره/٢٢١) يې د انتخاب کچه ايمان وي .

٥_ له خلکو سره په چلن کې : (قُلِ اللّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ) (انعام /٩١ ) يې يوازې د خداى رضاپه پام کې وي .

٦_ له دښمن سر په جنګ کې ( ولايخشون احدا الا الله (احزاب /٣٩ ) بې له خدايه له بل هيڅ چا نه وېرېږي .

٧_ په مينه اومحبت کې ( والذين آمنو اشداء حباً الله بقره/١٦٥) ورته د خداى هومره څوک ګران نه وي .

٨_ په سوداګرۍ ، کار و کسب کې : (رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ (نور/٣٨ ) الله ترې هيڅ کله خداى هير نه وي .

 په شرک د ککړ مؤمن نښې

١_ له نورو يې د عزت هيله وي (أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ) ( نساء /١٣٩ ) .

٢_ ښه او ناوړه عمل يې سره ګډ وډ وي (خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا ( توبه/١٠٢) .

٣_ له نورو سره په چلن کې يې کچه ګوندي او ډله ايز تعصب وي (كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (مؤمنون/٥٣ ) .

٤_ په عبادت کې بې پامه او ريا کار وي (الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ الَّذِينَ هُمْ يُرَاؤُونَ(ماعون/ ٥-٦ ) .

٥_ په جګړه کې له خلکو وېرېږي (يخشون الناس کخشية الله (نساء/ ١٣٩) .

٦_ په سوداګرۍ او مادي چارو کې تل د راټولو او ډېرولو په حال کې وي (أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ(تکاثر/ ا ) .

٧_ که دين او دنيا ورته مخې ته کېښوول شي ؛نو دنيا به خوښوي او پېغمبر به ځان ته ېرېږدي (وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا(جمعه/١١).

﴿۱۰۷﴾ أَفَأَمِنُواْ أَن تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ= ايا هغوى له دې ډاډمن دي،چې د خداى عام عذاب پرې راشي،يا په بې خبرۍ كې ناڅاپه پرې د قيامت ساعت راشي ؟ 

ټکى .

((غَاشِيَةٌ)) د هغه عقوبت او پايلې پر مانا دى،چې پر ټولنه يا وګړي راځي .

پيغامونه :

١_ څوک دې ځان تضمين شوى نه بلي . (أَفَأَمِنُواْ) .

٢_ په حق پسې تګ ته د خداى د قهر احتمال هم کافي دى؛خو خبره دا ده ،چې ځينې دا احتمال هم نه ورکوي (أَفَأَمِنُواْ) .

٣_ د خداى له قهره تېښته نشته (غَاشِيَةٌ ) .

٤_ د انسان نيولو ته د عذاب لږه برخه هم بس ده (غَاشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ) .

٥_ د قيامت يادونه د روزنې لامل دى (تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ) .  

﴿۱۰۸﴾ قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ = ووايه :(( دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي په پوهې او دليل (خلك) د خداى لوري ته رابولو! پاك دى خداى!او زه له مشركانو نه يم ! ))

﴿۱۰۹﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ اتَّقَواْ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ= او موږ تر تا مخكې هم يوازې د سيمو له اوسېدونکيو سړي، د استازيو په توګه لېږلي وو،چې وحې مو ورته کوله! ايا (ستا د بلنې مخالفين) پرځمكه نه ګرځي، چې وويني تر دوى د پخوانيو قومونو پايله (او پاى) څه شوه؟ او هرومرو د اخرت كور پرهېزګارانو ته غوره دى!نو ولې عقل نه کاروئ ؟!

ټکي :

توحيد ته رابلونکي له عامو خلکو سره توپير لري ؛لکه څنګه چې مو په دوو تېرو آيتونو کې وويل : عام خلک له ايمان سره شرک هم ګډوي ؛( وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ)؛خو آسماني مبلغ بايد وکړاى شي ووايي : (وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) .

پيغامونه :

١_ د انبياوو لار روښانه او ټول پرې پوهېداى او تلاى شي (هَذِهِ سَبِيلِي) .

٢_ څوک چې د حق پر لار ځي او يا ورته کار کوي ؛نو بې وېرې دې په ډاګه ټولو ته خپل درېځونه څرګند کړي (هَذِهِ سَبِيلِي) .

٣_ مشر بايد خلک خداى ته راوبلي؛ نه ځان ته (أَدْعُو إِلَى اللّهِ) .

٤_ ګرځېدل او سفر بايد يوې موخې ته وي (يَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُواْ) .

٥_ پر خپلو سترګو ليدل حقيقت ته د رسېدو خورا غوره لار ده (يَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُواْ) .  

٦_ پر ځمکه ګرځېدل او له تاريخه ځان خبرول او ترې عبرت اخستل روزنى ته ډېره ګټوره ده . (فَيَنظُرُوا) .

٧_ د نورو عبرت ته د لرغونو اثارو ساتل پکار دي (فَيَنظُرُوا) .

٨_ په تاريخ کې د انبياوو رالېږل،وحې راتلل او د مخالفينو ورکېدل الهي سنتونه دي (كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ) .

٩_ کفار له پېغمبر اکرم سره له مخالفته څه لاس ته نشي راوړاى،په دنيا کې هم پر عذاب ککړ وي ؛خو د تقوى خاوندان اخرت لاس ته راوړي ، چې تر دنبا ډېرغوره وي (وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ) .

١٠_ د الهي انبياوو دنده دا وه،چې بشر دې ته اړکړي ،چې له خپل فکر او عقله کار واخلي (أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ) .

١١_ عقل انسانان د الهي انبياوو پر لار روانوي (أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ) .

﴿۱۱۰﴾ حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ=( پېغمبرانو خپلې بلنې ته او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې پېغمبران نهيلي شول او(خلكو) ګومان وكړ، چې هغوى ته دروغ ويل شوي،په دې وخت كې پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو و مو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب مخه نشي اړول کېداى .))

ټکي :

د تاريخ په اوږدو کې ټولو پېغمبرانو خپله دنده سمه ترسره کوله او ټينګار يې پرې هم کاوه. د خلکو له لارښوونې به نهيلي شول او مخالفانو به يې هم له ځېل او مخالفت لاس نه اخسته. ددې کارونو بېلګې په قرآن کې راغلي دي :

د انبياوو د نهيلې کېدو بېلګې

تردې وروسته چې حضرت نوح (ع) کلونه کلونه خلک خداى ته راوبلل ؛ نو بې له څو کسانو پرې چا هم ايمان رانه وړ؛نو خداى ورته وويل : ( لن يؤمن من قومک الامن قد آمن )؛ بې له هغوى چې ايمان يې راوړى،له قومه به دې بل څوک ايمان را نه وړي.نوح (ع) په خپلو ښېراوو کې،چې د نهيلۍ نښه يې ده ، وويل : ( ولا يلدوا الا فاجرا کفاراً )؛يعنې له دوى به له کافر او فاجر پرته بل څوک ونه زيږېږي ( نوح /٢٧) .

د حضرت هود، صالح ، شعيب ، موسى او عيسى عليهم السلام د ژوند کيسې هم که ولوستل شي ؛نو و به ګورئ،چې هغوى د خلکو د ايمان له نه راوړو نهيلي شوي ول.

د انبياوو پر خبره د باور نه درلودو بېلګه

کفارو به د پېغمبرانو خبرې دروغ ګڼلې . د هود د سورت په ١٢٧ آيت کې لولو: بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ (هود/٢٧)=ګومان،چې تاسې دروغجن ياست.)) يا داچې فرعون موسى ته وويل : (إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا( اسراء/ ١٠١ ) = ګومان کوم ،چې پر تا کوډې شوي دي.

د خداى د بري بېلګه

قرآن الهي برى حق ګڼي ،چې خداى پر ځان لازم کړي دي ( و کان حقاً علينا نصر المؤمنين (روم ، ٤٧)=داچې موږ ته د مؤمنانو ياري په کار ده . يا په بل ځاى کې وايي : (نجينا هوداً والذين آمنو معه( هود/٥٨) = مونږ هود او مؤمنان وژغورل.

پيغامونه :

١-د انسان ځېل کله دومره شي ،چې د لوى سينو د پېغمبرانو خلق هم راتنګ کړي (إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ) .

٢_ ښه ويني ،حسن نيت او حوصله هم بريد لري (حَتَّى ) .

٣_ خپله انرژي په نه اصلاح کېدونکيو خلکو مه لګوئ ؛د خلکو د سمونې او سمې لارې ته د منلو وړتيا ته هم ليدل پکار دي (اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ) .

٤_ مجرمانو ته مهلت ورکول او د عذاب ځنډول يې الهي سنت دى (حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ ) ؛يعنې دومره مو مجرمانو ته مهلت ورکړ،چې انبياء هم نهيلي شول .

٥_ د الهي عذاب ځنډېدل مجرمانو ته د تکذيب ډاډ ورکوي (حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ) .

٦_ د خلکو له لارښوونې د پېغمبرانو نهيلي کېدل،د الهي عذاب شرط دى (إِذَا اسْتَيْأَسَ ….وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا….) .

٧_ پېغمبرانو ته الهي مرستې هم يو ځانګړى وخت لري (إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءهُمْ ) .

٨_ الهي قهر پر نږه مؤمنانو او پېغمبرانو نه راځي (فَنُجِّيَ ) .

٩_ قهر، عذاب ، پېزوينه او مرستې ټولې دخداى په لاس کې دي (مَن نَّشَاء الْمُجْرِمِينَ ) .

١٠_ د انسان خلاصون او يا پر عذاب يې ککړېدل په خپل لاس کې يې دي (مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ) .

١١_ د خداى اراده او غوښتنه قانوني ده (مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ) .

١٢_ د خداى لار نه بندېږي (إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ….. وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا) .

١٣_ هېڅوک د خداى د قهر مخه نشي نېواى (وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا) .

١٤_ الهي سنت دادى،چې خدای د انبياوو ملاتړى او د مجرمانو هلاکوونکى دى (جَاءهُمْ نَصْرُنَا، وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا ) .

﴿۱۱۱﴾ لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ= البته چې د هغوى په قيصو كې عقلمنو ته عبرت و!( دغه قرآن ) له ځانه جوړې شوې خبرې نه؛ بلكې (له ده) وړاندې د (الهي) كتابونو تاييدونکى دى او څه (چې دانسان د نېكمرغۍ بنسټ دى ) تفصيل يې دى او ايمان راوړنکيو ته لارښود او رحمت دى .

 ټکي :

((عبرت)) او (( تعبير)) د تېرېدو پر مانا دى ،له يوې صحنې بلې صحنې تېرېدو ته وايي . (( د خوب تعبير )) له خوبه واقعيت ته تېرېدل دي او ((عبرت))؛يعنې له ليدنو او کتنو څخه نه ليدلو او نه اورېدلو نه تېرېدل دي .

((قَصَصِهِمْ )) ښايي د ټولو انبياوو کيسو ته اشاره وي او کېداى شي مراد ترې د حضرت يوسف،حضرت يعقوب،وروڼو،د “مصر” او د خوږو او ترخو کيسې وي ،چې په دې سورت کې راغلي دي .

پيغامونه :

١_ د کيسو امتياز په دې کې دى ،چې پند ترې اخستل کېږي. د سورت په پيل کې يې وويل : (نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ) او په پاى کې يې وويل : (لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ ) .

٢_ لکه څرنګه چې حضرت يوسف له ټولو ستونزو سره سره ،چې ورته مخې ته راغلې،عزت او قدرت ته ورسېد، د اسلام پېغمبر به هم سره له دې ټولو دسيسو ،چې ورته يې وکړې او کوي يې قدرت ته ورسي (لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ ) .

٣_ يوازې هوښياران دي ،چې له کيسو پند او عبرت اخلي (عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ ) .

٤_ قرآني کيسې د عيني واقيعتونو بيان او له عبرته ډکې دي (مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى ) .

٥_ سمه او رښتيا وينا ژور اغېز لري (عِبْرَةٌ …. مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى) .

٦_ قرآن له نورو آسماني کتابونو سره پر يوه لار روان دى (تَصْدِيقَ الَّذِي) .

٧_ قرآن د انسان ټولې غوښتنې وړاندې کړي دي (وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ) .

٨_ قرآن رڼا او لارښوونه ده او هيڅ ډول کږلاري پکې نشته . (وَهُدًى ) .

٩_ يوازې د ايمان خاوندان د قرآن له لارښوونې او لورنې ګټنه کړاى شي (وَهُدًى ) (وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).

١٠_ نکته سنجي او عبرت اخستل عقل ته اړتيا لري ( عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ)؛خو د رڼا او لورنې لاس ته راوړل ايمان ته اړتيا لري (لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) .

١١_ د حضرت يوسف کيسه حقيقت پلټونکيو ته آيت (آيات للسائلين ) هوښيارانو ته عبرت (عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ) او د ايمانوالو ته د لارښوونې او رحمت وسيله ده (وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) .

 

سرچینه : تفسیر نور، مفسر شیخ محسن قرآیتي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!