تبلیغات

هر څه خداى ته وسپاره په پخوا وختونو کې يو زوړ سړي ژوند کاوه او پوهېده، چې د عمر د کتاب وروستۍ پاڼې يې رارسېدلي دي؛نو خپل اولاد يې راوغوښت،ورته يې وويل : داسې شتمني نه لرم، چې در يې کړم؛خو څلور قانونه به در ډالۍ کړم او که دا قانونونه مو د خپل ژوند […]

هر څه خداى ته وسپاره

په پخوا وختونو کې يو زوړ سړي ژوند کاوه او پوهېده، چې د عمر د کتاب وروستۍ پاڼې يې رارسېدلي دي؛نو خپل اولاد يې راوغوښت،ورته يې وويل : داسې شتمني نه لرم، چې در يې کړم؛خو څلور قانونه به در ډالۍ کړم او که دا قانونونه مو د خپل ژوند بنسټ کړل؛ نو تر ټولو ښاد خلک به ياست او ښادي هغه څيز دى،چې بشر ورته اړين دى او هغه څلور قانونه دادي :

لومړ : هېڅکله له هغه څه مه وېرېږئ،چې خلک يې ستاسې په باب وايي،نور يوازې ستاسې په وېره او تصور کې وجود لري او تر ټولو کوچنى کار هم،چې کوئ؛حسابيږي؛نو هر هغه څه مو،چې په فکر کې سم راځي؛هماغه وکړئ، د خداى په ژوندي حضور کې يې وکړئ او ځان ته ووياست : نور،چې خبرې کوي،څه به نه وايم، پرېږده، چې ويې کړي .

دويم : په مادي څيزنو پسې ځان مه ورکوئ،خيال به کوئ، چې ستاسې دي،حال داچې تاسې د هغوى ياست او هغوى مو مالکان دي . هر څومره،چې مال ډېر راټول کړئ؛نو هومره به مو خپله ازادي کمه کړې وي . هېڅکله خپله ازادي نورو ته مه تسليموئ او څه چې درته په ژوند کې راپېښېږي، په ورين تندي ترې استقبال کوئ .

درېم : ډېرې ستونزمنې او سترې چارې اسانې حل کېږي او ډېرې کوچنۍ چارې سختې؛نو وړو کارونو ته په وړه سترګه مه ګورئ؛ځکه د وړو چارو حساب هم کېږي .

څلورم : څومره مو چې له لاسه کېدل خاندئ،تل لومړى په ځان پورې وخاندئ او بيا په نورو پورې، په هر چا کې د خندا يو څه شته دى . له ځان پلورنې او له تعلقاتو ځان لرې وساتئ او د نيمګړتيا له درلودو مه وېرېږئ .

هو! خندا د ذهن، روح او جسم پياوړې کوونکې ده. يو داسې پاکوونکې ده،چې له دننه مو راپاکوي،په هر هغه ورځ کې مو چې ونه خندل،داسې فکر وکړئ، چې هغه ورځ مو بېځايه تېره کړې ده.

“ويکتور هوګو” ويلي دي : خندا د خزان وهلي څېرې پسرلى دى.

“سانتايان” ويلي دي : هغه ځوان، چې کله نه وي ژړلي، وحشي دى او هغه زوړ، چې لا نه وي خندلي احمق دى .

او زما په اند هغه ځوان چې لا تر اوسه اوښکه نه وي تويې کړي؛نو د خداى له عاشقانو سره دې کېني او هغه زوړ،چې لا نه وي خندلي،له ځوانانو سره دې ناسته پاسته وکړي .

زړه تنګي او نهيلي،چې درباندې راغله؛نو د لرې کولو لپاره يې تر ټولو غوره لار خندا ده . خندا سرايت کوونکې ده، که څوک مو تر څنګ کې خاندي،ډېر په سخته به وکولاى شئ،چې د خپلې خندا مخه ونيسئ .

يو سړى پېژنم،چې د خپلې خونې دېوال يې د هغو خلکو پر انځورونو ډک کړى و، چې خټ خټ يې خندلي وواو چې غم او نهيلي پرې راتله؛نو دې انځورونو ته به يې کتل؛نو هله به وو، چې د خپلې خندا مخه به يې نه نيواى شوه او ځاى پر ځاى به خوشحالېده .

يوه ورځ مې د يو سړي کيسه واورېده،چې په اسانه يې د ناروغانو خدمت کاوه،ټوله شتمني يې يو البوم و، چې له ډول ډول ورځپاڼو او مجلو يې د خلکو پرخاندا انځورونه پکې لګولي وو؛ هغه به له دې البوم سره هغو ناروغانو ته ورتله،چې له ډېرې ناروغۍ او درده به پوزې ته رارسېدلي وو،دې ناروغانو ډېر وخت وو،چې د موسکا مانا يې هېره کړې وه؛خو چې دا انځورونه به يې ولېدل؛نو پر خندا به شول؛نو د هماغې شېبې لپاره به يې د خپل جسم ناروغۍ هېرې کړې او ښه به شول . شک نشته،چې دې چار به يې رغېدل تاندول .

خندا هغه ورزش،ادمان او دارو ده، چې د اخلاقي عضلاتو د پياوړي کېدو لامل ګرځي . خندا په حقيقت کې د روحاني او معنوي احساساتو د پرمختګ لامل ده .

چې غمجن ياست؛نو په هنداره کې خپلې څېرې ته وګورئ؛ و به ګورئ،چې څومره بدرنګ شوي ياست،چې بېخي خپلې اصلي څېرې ته ورته نه ياست .هغه فشار او دباو مو چې په څېره کې ليدل کېږي، د هغه منفي احساساتو پايله ده، چې د ذهن د تباه کولو په حال کې موي دي .

د منفي احساساتو له منځه وړو يوه لار هم ارامېدل دي، خپل ټول بدن سست کړئ،پوه به شئ، چې څېره مو وروستى غړى دى،چې سسته به شي؛موسکي شئ،وخاندئ؛نو پوه به شئ،چې غم څومره ژر ورکېدونکې دى او بېرته به خوشحاله شئ .

ددې ارامېدو راز په څو ټکيو کې دى :

هر څه خداى ته ورپرېږدئ،ژوند له ناوړه او له په زړه پوريو پېښو ډک وي او يوه ناوړه پېښه،چې راپېښه شي؛نو خپل توازم له لاسه ورکوو، چې دا په خپله د منفي احساس د لوړېدو لامل ګرځي،چې خپل ځان د غم او نهيلۍ په بڼه راښکاره کوي،له دې چارو سره د مخامخېدو يوه لار د موضوع جرړه راپيدا کول او د لامل او منفي احساس پر ځاى پرېښوول دي. پرېږ يې دئ ! هر څه خداى ته ورپرېږدئ! ايا خور مې نه درک کوي؟ پرېږدئ؟ ورور مې تل په تريو تندي راسره خبري کوي . پرېږدئ! تر ټولو ښه ملګرى مې دښمن شو. پرېږدئ! د ژوند نقشې مې خاورې ايرې شوې پريږدئ . بد چلن راسره شوى دى . پرېږدئ ! د کورنۍ يو غړى مې مړ شوى دى . پرېږدئ ! يو خپلوان مې ناروغه شوى دى . پرېږ يې دئ ! هر څه خداى ته پرېږدئ .

يو شتمن سړى و، چې تل وارخطا و،سره له دې چې د دنيا ډول مادي امکانات يې دلودل؛خو زړه يې هېڅ کله ښاد نه و. هغه يو خدمت کوونکې درلود،چې زړه يې د خداى له ايمانه ډک و، يوه ورځ چې دې خدمت کوونکي وليدل،چې دا سړى دمرګ تر پولې پورې وارخطا دى،ورته يې وويل: باداره! ايا دا حقيقت نه دى مخکې له دې،چې دې دنيا ته راشئ،خداى دا نړۍ سمبالوله ؟

بادار: هو!

خدمت کوونکي : سمه ده، چې ستاسې تر مړينې وروسته به هم خداى دا نړۍ سمبالوي؟

بادار: هو !

خدمت کوونکي : ښه به نه وي،چې ژوندي ياست خداى ته اجازه ورکړئ،چې دا نړۍ سمبال کړي؟

ښوونځس ته چې تلو؛نو دا شعر به مو وايه او ډېر خوند به يې کاوه : پر هغه ډاډ وکړه،چې کله درباندې د ترديدونو تورتمونه يرغل وکړي . پر هغه اعتماد وکړه،چې کله دې ځواک دې لږ شو. پر هغه ډاډ وکړه؛ځکه کله پرې په اسانه اعتماد وکړ؛نو ډاډ به دې تر ټول ډاډمن وي .

“رنويل کلاسير” څومره ښه ويلي دي :

ايا لار سخته او کنډوکپرې ده؟ خداى ته يې وسپاره . ايا زخمت ګالۍ؛خو پايله يې نه مومئ، خداى ته يې وسپاره . خپله انساني اراده هغه ته وسپاره، په تواضع غوږ شه،چې ذهن دې له الهي مينې ډک شي . هر څه خداى ته وسپاره .

په دې فاني دنيا کې، چې هر څه راځي او بېرته ځي، هېڅ څه نه پاتې کېږي؛ نو ايا څه څيز د خپګان ارزښت لري؟

هر څه خداى ته وسپارئ،څومره مو چې دا سپارښتنه او ايمان ډېر وي؛نو هومره به مو د ژوند جوړونکيو دندو لپاره انرژي ډېره وي .

يوه وړه خو ښکلې پېښه د”ايساپ”؛مشهور کيسه ليکونکي په ژوند کې راپېښه شوې وه: ايساپ يوه ورځ له خپلو بچو سره پر لوبو بوخت و،ورسره راغليو چغې وهلې او خنداګانې يې کولې؛ يو تن له هغه ځايه تېرېده او چې ويې ليدل د هغه په څېر يو ستر انسان خپل وخت داسې بربادوي؛حيران شو، ايساپ يې هم ځواب ورکولو ته يوه ليندۍ راواخسته او راويې سپړله او بيا يې نېغه شوې ليندۍ پر ځمکه کېښووه، بيا يې له سړى وپوښت : هوښيار انسانه ! داچې ليندۍ مې پردې بڼه کړه او ستنه مې ترې وايسته مانا يې څه ده؟ سړي د ايساپ ځواب نه درلود، ورته يې وويل : ته يې راته ووايه : ايساپ ورته وويل: که يوه ليندۍ د تل لپاره همداسې کږه په انحنا کې وساتل شي؛نو خپل انعطاف له لاسه ورکوي؛خو که څه مودې ته يې ازاده کړې؛ نو ګټنې ته به نوره هم مناسبه شي .

ايا په موږ کې ډېرى داسې کاږه نه يو؟ پکار ده څه وخت ته ځان سست کړو،چې پر خپل وخت ګټور شو او
حقيقي ارامېدل په خداى کې مېشتېدل دي، تر هغه چې خداى خپل ځواک په موږ کې جاري کړي او زموږ ټول ژوند له الهي ځواکه ډک شي؛نو په کار دي،چې کله چوپ شو.

“سادوواسواني” وايي : د ژوند د کتاب لومړى ټکې چوپتيا ده . د خداى په محضر کې چوپ او غلي کېنئ او د جلال ننداره يې وکړئ، بيا ځان خوشې کړئ،چې دې ته چوپتيا ويل کېږي،د چوپتيا پر مهال الهي ځواک په موږ کې جاري کېږي او موږ د عمل د وخت لپاره نور هم ګټوروي.

د ژوند حقيقي ځواک په سکوت کې پټ دى؛خو دنيا د عمل د ځواک نوکره ده، د دنيا ډېرى کړنې د ځان غوښتنې، يرغل او بې رحمۍ له مخې دي،حقيقي ځواک هغوى لري،چې پر خداى يې تکيه وهل زده کړې وي او همدا کسان دي، چې د نفرت،نفاق او سرګردانۍ په دې دنيا کې د ارامش سرچينه شي او خلکو ته هم ارامش ورکوي؛له داسې خلکو د ژوند په وچه بيديا کې د يو ارام سيند په څېر د ارامش څپې سرچينه اخلي .څوک چې ورته راشي،دواړه سپېڅلي کېږي، داسې انسان په خداى کې مېشت وي او خداى يې هم په زړه کې وي،هغوى په يو پټ ځاى کې،چې يوازې هغوى ته معلوم دى،يو له بل سره ويني او هغه پټ ځاى زموږ حقيقي کور دى او د انسان د ژوند په ټولو پړاوونو کې هغه بيا او بيا رغوي او تل له امنيت او ډاډه برخمن وي،له دې کوره بهر توپانونه،تندرونه او سيلۍ دي؛خو هغه له څه وېره نه لري، هېڅ څه يې نشي خپه کولاى،تل ارام او ډاډمن دى؛خو بېکاره او ناغېړى نه دى؛هغه د عمل انسان دى، هغه د کړنو خويونه،چې خداى ورډالۍ کړى،په کار اچوي او خپلې ټولې کړنې د څښتن درشل ته ورډالۍ کوي، د الهي ارادې او غوښتنې په نامه کار کوي؛ په واقع کې کار يې ستاينه ده، په عمل کې د بې عملۍ پړاو ته رسي؛ په ژوند کې يې چوپتيا له کار سره اغږل شوې ده او تر هغه ځاىه رسي، چې د چين ستر حکيم؛ “لاتسو” يې په هکله وايي : هغه هېڅ کار نه کوي؛خو هر څه تر سره کېږي .

موږ له جديت او سختۍ سره کار کوو؛خو هېڅ څه ته نه رسو. د ټولنې، ولس او بشر د ګټو لپاره هلې ځلې کوو، خپل اسايش او هوساينه ترې بلهاروو؛خو کار مو اغېز نه کوي او دنيا چې په چټکۍ د ورکېدو پر لور روانه ده او د دې کار دليل دادى،چې موږ له الهي ارادې سره همغږي نه يو؛چارې مو پر ځاني غوښتنو ککړې دي،تر نورو د غوره والي او په آخرت کې انعام اخستو په تمه يو. موږ خپل نفس نه دى پرېښى،خپل ژوند مو د کائنات ستر خالق ته نه دى وربښلى،هغه انسان،چې په خپل ژوند کې هر څه د څښتن درشل ته ورډالۍ کوي؛نو له هغه ارامش سره،چې په زړه کې يې مېشت دى په خپله بوختېږي،ځان د بشر د پرمختګ لپاره الهي خدمتګار ګڼي؛هغه د غم په دې دنيا کې داسې انسانان ويني،چې غمجن دي؛نو په مينه او د زړه له کومې د ټولو خدمت کوي، کار يې له خداىه نه لرې کوي، خداى يې د کار لارښود شي او هغه وايي: زه نه؛بلکې داخداى دى، چې په ما کار کوي،کار تل خدايي کار دى او په کار کې بيړه نه کوي.

بې ځايه او بې موخه جنجال نه کوي،ملنډې نه وهي،په کار کې يې بې قراري نشته؛بلکي هر څه يې له ارامشه ډک دي؛ هغه ارامش،چې د ټولو د ارامېدو لامل ګرځي،په کار کې يې له ټولو سره مينه پټه ده. يوه ورځ مې د همداسې يو انسان په هکله يوه کيسه ولوسته؛هغوى د حضرت عيسى مسيح له لارويانو ځنى و،هغه هم په هغه وخت کې د حضرت عيسى لاروي کوله،چې ان د حضرت عيسى نوم اخستل هم له ډېر کړخ سره يو ځاى وو، هغه نه وېرېده، هغه به پر خپله خوله خپل ژوند تېراوه،سره له دې چې په ځمکه کې به يې کار کاوه،په زړه کې يې د خپل استاد نوم هم يادواه، هغه له حضرت مسيح سره د مينې په خاطر ځمکه کرله او همدا وو، چې ځمکې يې زيات محصول هم ورکاوه، د محصول پر يوه کوچنۍ برخه يې ژوند تېرېده او نور يې هغه بې وزلېو ته ورکاوه،چې د خپل استاد ځلانده څېره يې د هغوى په څېره کې ليده؛د هغه د کور ور ټولو بېوزليو ته د تل لپاره پرانستى و،چې په دې خلکو کې به ډېرى مسافر وو، چې ان يو کپ ډوډۍ ته يې اړتيا درلوده.

حکومت له حضرت عيسى سره له دې ژورې مينې خبر شو؛ نو د هغه د وژلو لپاره څو سرتېري ولېږل،سرتېري تر ماښام وروسته کلي ته راورسېدل او د دمې او خوړو لپاره د يو ځاى په لټه کې شول؛خلکو ورته د همدې سړي پته ورکړه او ورته يې وويل : ډېر ميلمه پال او مهربان انسان دى . سرتېري د هغه سړي کور ته ورغلل او چې پوه شو دا هماغه دى،چې ورپسې راغلي دي،دې سړي هم له سرتېرو ګرم هرکلى وکړ او هغوى ته يې خواړه راوړل او چې پوه شو دا سرتېري يې وژلو ته راغلي دي،ځان يې سرتېرو ته ورمعرفي نه کړ؛خو ورته وويل،چې شپه ورسره پاتې شي؛بستره يې ورته هواره کړه او سرتېري ويده شول . هغه څه وکړل؟ له کلي و نه تښتېد؛بلکې له کوره بهر يې يو قبر د ځان لپاره وکانه؛ له مرګه نه وېرېده،د واده د زلمي په څېر په خپل واده کې خوشحاله و او غوښتل يې ژرتر ژره خپل ځان خپل معبود ته ورورسوي؛ټوله شپه ويښ پاتې شو او له خپل خداى سره راز و نياز وکړ،چې سهار شو؛نو سرتېرو ته ورغى،ورته يې وويل : زه هماغه يم،چې دلته ورپسې راغلي ياست . زما سر مو په واک کې دى،پر درکړل شوې دنده عمل وکړئ! سرتېري حيران شا ته شول او د هغه له وژنې ډډه وکړه او ورته يې وويل :وتښته؛خو هغه ورته وويل : ورونو! مه وېرېږئ! راغلي ياست،چې زما پر بې ارزښته سر د شهادت تاج کېږدئ،زه د خپل بادار په مينه مرم .

سرتېرو،چې غوښتل سر يې له تنې بېل کړي؛نو ژړل يې؛خو د سړي په څېره کې ځانګړې رڼا ځلېده؛له مرګه نه وېرېده او څېرې ته يې موسکې و؛نو کله يې چې ترې ددې کار راز وپوښټه؛نو ويې ويل: ډېر ساده دى، زه مينه کوم او موسکې يم،هره شېبه مى د خداى شتون ښادوي،کوښ کوم هغه چې استاد راښوولي،په ژوند کې يې پلي کړم،ډېر خوشحاله يم او دا خوشحالۍ رانه هېڅوک نشي اخستاى .مينه کوم او موسکې يم.

څوک داسې خبرې پر ژبه راوړي شي؟ ايا موږ له ټولو سره مينه کوو؟ له انسانانو،مرغيو او څارويو سره؟ هغه چې ښه مو ايسي ورسره مينه اسان چار دى؛خو ايا له هغه سره هم مينه لرو، چې بدى مو ايسي؟ له خپلوانو سره مينه اسان ده؛ خو ايا موږ له پرديو سره هم مينه کوو؟

مينه کول له هغه سره،چې صفت مو کوي اسانه ده؛خو ايا هغوى مو،چې رټي هم ورسره مينه کوو؟ مينه کول له هغوى سره ډېره اسانه ده،چې له موږ سره مرسته کوي؛خو ايا هغوى، چې له موږ سره مرسته نه کوي هم ورسره مينه کوئ، له شتمنو سره مينه اسانه ده؛خو ايا له بېوزليو سره هم مينه کوو؟ له ښه او پرهېزګار انسان سره مينه اسانه ده؛خو ايا له غل،ګناهکار او مجرم سره هم مينه لرو؟ ايا له هغوى سره هم مينه کوو،چې بې لارې دي او قانون په بند کې اچولي دي؟ ايا له هغو څارويو سره هم مينه لرو،چې قصابخانې ته وړل کېږي،چې خواړه مو شي؟ ايا له بوټو،څاريو،ګلانو،پاڼو او وخو سره مينه کوو؟ ايا پر سيندونو، غرونو، ستورو مين يو؟ ايا د شږي له هرې دانې،د اوبو له هر څاڅکي او د لمر له هرې وړانګى سره مينه لرو؟ ايا له خداى او مخلوقاتو سره يې مينه لرو؟ ايا د ژوندپه ټولو موقعيتونو کې خاندو؟ د نيکمرغيو،چې راته مخه وي؛نو خندل اسان وي؛خو ايا د بدمرغۍ پر مهال مو هم خندلي دي؟

څو مو مينه او خندل نه وي زده کړي؛نو پوه شئ، چې د الهي رحمتونو رارسېدو ته چمتو نه ياست، زموږ زړه سخت شوى دى، بايد نرم،لطيف او د زړه خاوره مو پسته شي،بايد د زړه په خاوره کې د مينې او خندا بېلچه ووهو،که ځمکه سخته وي؛نو بوټي پکې نه زرغونېږي،د زړه خاوره مو چمتو کړئ او دا چار په خندا او مينې شونې دى .

 

سرچینه :

د کتاب نوم : د زړه ټکور

ليکوال : جي پي واسواني

ژباړن : ډاکټر ذبيح الله اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست