خلافت د چــــــــار يارانو په دېرش کاله وو يــــــــارانو بيا د پسه بادشاهي شوه په سپېدې کې ســـــياهي شوه اول بغي راپيدا شـــــول څوک بادشاه څوک امر اشول سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر ( 50 ) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې ( جعده د اشعت بن […]
خلافت د چــــــــار يارانو په دېرش کاله وو يــــــــارانو
بيا د پسه بادشاهي شوه په سپېدې کې ســـــياهي شوه
اول بغي راپيدا شـــــول څوک بادشاه څوک امر اشول
سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر ( 50 ) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې ( جعده د اشعت بن قيس لور ) مسموم او شهيد کړ او د مسلمانانو مشري امام حسين رضى الله عنه ته ور پر غاړه شوه .
امام حسين (رضي الله عنه) د هغه وخت د ټولنيزو شرايطو او د امام حسن رضي الله عنه او حضرت معاويه بن ابي سفيان د سولې تړون له مخې لس كاله پر زغم تېر كړل او وخت ناوخت يې څه د مخامخېدو پر مهال او څه د ليك له لارې واكمنو ته لارښوونې كولې.
حضرت معاويه بن ابي سفيان پر 56 هجري كال د يزيد ځايناستي (ولايت عهدي) اعلان كړه اوله خپلو واليانو يې وغوښتل چې د يزيد لپاره بيعت واخلي .
حضرت معاويه بن ابي سفيان،چې له خلكو خپل زوى (يزيد) ته بيعت واخست؛نو تردې وروسته د امت ټولنيز او سياسي شرايط واوښتل؛ځكه د زوى وګړه او چلن دود له پلاره بېخي بېل و.[1]
حضرت معاويه بن ابي سفيان د خپل عمر په وروستيو شېبو كې ويل:
فياليتنى لم اعن فى الملك ساعه – و لم اسع فى لذات عيش نوافر= كاشكې د يو ساعت لپاره هم پاچا نه واى.[2]
حضرت معاويه بن ابي سفيان د ژوند په وروستيو كې پاچاهي يزيد ته وسپارله،چې واکمنۍ یې عبرتناکې ځانګړنې درلودې او پر دې پوهېدل به د كربلا پېښه، عاشورا او د پېغمبر اكرم د كورنۍ اسارت ښه راڅرګند كړي.
ارواښاد ابوالاعلي مودودي د پاچاهۍ زمانې اته ځانګړنې ښوولي چې دا دي:
( 1 ) _ د مشر ټاكنې په دود كې بدلون.
( 2 ) _ د مشر ژوند دود اوښتې وه .
( 3 ) _ د بيت المال كيفيت اوښتى و؛ داسې چې بيت المال د مشر شخصي شتمني انګېرل كېده .
( 4 ) _ د بيان د آزادۍ پاى ته رسېدل.
” د پاچاهي په زمانه كې، وجدانونه بنديان شول ،ژبې وتړل شوې. دود شوه،چې خوله به يوازې غوړه مالۍ ته خوځي؛ خو وجدان ځواكمن و او حق يې نه شو پټولاى؛نو ځكه تړل، ازار، ربړونه او وژنه دود وه “[3]
لاندى بېلګو ته ځير شئ:
مروان بن حكم ( د مدينې واکمن)، مسور بن محزمه په دې تور په كوتكونو وواهه،چې ورته يې ويلي وو: ” خبره دې بېځايه ده” او څه موده وروسته چې پر 75 هجرى كال عبدالملك بن مروان مدينې ته راغى، د پېغمبر اكرم پر منبر ودرېد او ويې ويل:
” يوازې توره د خلكو علاج دى،كه څوك راته اتق الله ( له خدايه ووېرېږه ) ووائي؛ نو څټ به يې ورپرې كړم ” .
5 _ د قضا د آزادۍ پاى
د دويم خليفه (رضى الله عنه) په زمانه كې،علي ( ك ) خپه شو او خليفه ته يې وويل: تا ولې راسره په درناوي خبرې كولې؛خو زما مقابل لورى دې په عادي نوم ياداوه؟خليفه ورته وويل: په دې خپه يې چې له مقابل لوري سره يوځاى يې ؟
علي ( ك ) ورته وويل: نه! په دې خپه يم ، چې يو ډول چلن راسره نه كوې،ما په كنيه يادوئ او هغه بل نه.[4]
خو په پاچایۍ كې مالونه ،ځانونه او پت د پاچا په مزاج پورې تړلي وو،څوك يې وژل او څوك يې پرېښوول .
6 _ د شورايي حكومت پاى
يادونه: د يزيد د ځايناستۍ لپاره څه نمايشي مشورې شوې وې.[5]
7 _ د توکميزو او ټبريزو تعصبونو راټوكېدل
8 _ قانون لتاړل .
په دې زمانه كې قانون او خلكو ته حرمت او درناوى له منځه تللي و ، “زياد” چې د بصرې او كوفې والي شو؛نو پر منبر يې وينا اوروله ، څو تنو پرې ډبرې وورولې،سملاسي يې حکم وكړ،چې د جومات ورونه وتړئ او په تورو يې بې له محاكمې لاسونه ورپرې كړل .[6]
دا وې د پاچاهۍ زمانې ځانګړنې.
حسن بصري ( رح ) ويلي:
طبري روايت كړى،چى حسن بصري ( رح ) ويلي: حضرت معاويه بن ابي سفيان څلور ځانګړنې درلودې، كه يوه يې هم درلوداى؛ نو د هلاكېدو لپاره يې بسيا وه:
( 1 ) _ سفهاء او پرېوتي وګړي يې پر امت لاسبري كړل، هغه مهال ځينې اصحاب او د فضيلت خاوندان هم وو .
( 2 ) _ خپل زوى يې ځايناستى كړ، حال داچې تل نېشه او مست و ، ورېښمينې جامې يې اغوستې او ټنګ ټكور يې هم كاوه .
( 3 ) _ زياد بن ابيه ته يې خپل ورور ووايه ، سره له دې چې پېغمبر(ص) ويلي دي : اولاد د فراش د خاوند ( د ښځى مېړه ) دى او زناكار بايد سنګسار شي.
( 4 ) _ د حجر بن عدى او يارانو وژنه، پر حضرت معاويه دې د حجر بن عدى او يارانو د وژنې له امله افسوس وي، … [7]
ارواښاد مودودي په خپله تاريخي څېړنه كې له “محمدى اسلام” نه كږلېچ او انحراف له دې ځايه بولي،چې خلافت پر ملوكيت او پاچاهۍ واوړېد او د “خلافت او ملوكيت” د كتاب شننه پر همدې موضوع ولاړه ده .اروښاد سيد قطب ( عدالت اجتماعي در اسلام ،بخش سيستم سياسي در اسلام) ،عبدالحميد جودة السحارة (ابوذر)، طه حسين (آشوب بزرګ ) خوارج او زيديه شيعه ، كږلېچ د درېم خليفه (رض ) وروستي شپږ كاله خلافت بولي،چې لومړي شپږ كاله يې د شيخينو (رضى الله عنهما ) په دود تېر كړل او د خلافت پر اوم كال يې هغه دود ته شاكړه او موږ بايد دا شننې د مودوي له شننې سره پرتله كړو،چې د چا دلايل پیاوړي دي.
بله شننه هم شته او هغه داچې د پېغمبراكرم تر وفات وروسته د ځايناستۍ پر سر اړپېچ د نادودو پيلامه ده “اثنا عشريه” شيعه ځان د همدې شننې پلويان بولي،په دې باب اړوند كتابونه ولولئ او له پورته دوو شننو سره يې پرتله كړئ .
بله شننه هم شته،چې ارواښاد شاه ولي الله محدث دهلوي په ” ازاله الخفاء ” كې اوڅار كړې او هغه دا چې د څلورګونو خلفاوو خلافت الهي تقدير و.
بايد ووايو چې د تاريخي مسايلو په شننه او څېړنه كې سړى له خپله عقله كار اخلي،سوچ او غور كوي او بيا وروسته دريځ نيسي او د مسايلو د څېړنې دا برخه په مذهبي فقهي اړخ پورې څه اړه نه لري او كېداى شي تاريخي دريځ نيونې له فقهي اړخ سره كوشير شي، د بېلګې په توګه:
سبط ابن جوزي حنفي ( 654 س مړ ) خوشال بابا ( 1100 س مړ )، د افغانستان ستر عالم ، شيخ ابراهيم بن سليمان قندوزي حنفي ( 1294س مړ ) او حمزه بابا ( ۱۳۷۲ – ۱۹۹۲ز مړ ) دوى له فقهي پلوه احناف دي؛خو تاريخي دريځنيونې يې “د دولس ګونو امامانو پر پلوۍ دي ” .
يزيد
علايلي د یزید د روزنې په اړه په خپل کتاب کې یو لو مسایل شنني،چې لوستل یې ګټور دي.[8]
د يزيد د اخلاقي شخصيت په باب مسعودي ليكي:
” هغه سرمست ځوان و، شپه و ورځ يې شراب څښل ،ساز او سرود ته يې مخه وه ، بيزوګانې يې ګډولې او ژوند يې پر چټټیاتو تېراوه “.[9]
سبط ابن جوزي د يزيد يو شعر را اخلي،چې پښتو مفهوم يې دا دى: “اى نديمانو! راپورته شئ او د مطرب زړه راښكوونكى غږ واورئ، د شرابو پياله پورته كړئ،علمي او مانيزې خبرې پرېږدئ. د چنګ له نغمو د اذان غږ نه اورم او د جنتي حورو پر ځاى مې بوډۍ ساقي غوره كړې ده “.[10]
پلار يې يزيد ته ليك لېږلى،چې قلقشندي را اخستى دى: “ستا په باب رارسېدلو خبرنو خپه او نهيلى كړى يم . يزيده! ځان دې هلاك او بديو ته دې مخه شوې او فضايل دې پريښي،چې ډېرې ټكې درباندې كېږي. يزيده! كاشكې نه واى پيدا شوى، چې درته هيلمن واى؛ خو اوس چې ځوان شوى يې؛نو پر مصيبتونو دې اخته كړي يو ، پر تا دې افسوس وي ….”[11]
ابن اثير ليكي: ” يزيد د سرجون رومي مسيحي په مشوره عبيدالله بن زياد كوفې ته ولېږه “.[12]
حال داچې قرآن كريم وايي:
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[13]= مؤمنانو! يهود او نصارى خپل پالندويان (دوستان او ملا تړي) مه نيسئ،چې دوى (ستاسې په مقابله کې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې دى هم د هغوى له ډلې دى . هو! خداى ظالمانوته لار نه ښيي.))
يزيد ته يې چې د امام حسين (رض) سر كېښود؛ نو پر شونډو او غاښونو يې په همسا وواهه او شعر يې ووايه،چې ابن جوزي را اخستى او پښتو مفهوم يې دادى:
” كاشكې اوس مې په بدر او احد كې وژل شوي نيكونه واى، چې كتلي يې واى ،د هغوى غچ مې واخست ،څومره به رانه خوشحاله واى او آفرين به يې راته وايه . بني هاشمو له حكومت سره لوبې وكړې او نوم يې پرې دين كېښود ، حال داچې له آسمانه د وحې څه خبره نشته “.[14]
له مدينې نه يوه ډله شام ته ولاړه،چې له نژدې حالات وڅاري او هم د كربلا د پېښې په باب څېړنه وكړي ،چې راستنه شوه، ويې ويل :
له داسې چا راستانه شول، چې دين نه لري، شراب څښي، تمبور غږوي اوسپي هم جنګوي.”
عبدالله بن “حنظله غسيل الملائكه” وويل :
” پر خداى قسم له يزيد راوتلي نه وو،چې پر ځان ووېرېدو، چې له اسمانه راباندې ډبرې ونه ورېږي،يزيد پر خپلې حيا اړ نه دى،شراب څښي او لمونځ نه كوي “[15]
يزيد د خپلې څلور كلنې واكمنۍ پر لومړي كال د پېغمبر اكرم د لمسي د وژنې حكم وكړ.
شهــادت د خپل نمسى يې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث ” حسيــــــن منى و انا من الحســــين “[16]
دوه كاله وروسته يې مدينې ته يو لښكر ولېږه او د ” حره ” زړه بوږنوونكې پېښه يې رامنځ ته كړه، چې اصحاب او زيات شمېر تابعين پكې شهيدان شول او له نورو يې د مريينې بيعت واخست.
يزيد د مدينې د پاڅون د ځپلو لپاره د “مسلم بن عقبه” په مشرۍ يو لښكر ولېږه، پاڅون يې وځپه او د لښكر مشر درې ورځې د مدينې ښار لښكر ته آزاد پرېښود، چې خلك ووژني او مالونه يې ولوټوي.[17]
د “حره” پر ورځ اوه سوه د قرآن قاريان او درې تنه د رسول اكرم اصحابان شهيدان شول.[18]
دومره يې ووژل،چې نژدي وو، په مدينه كې څوك ژوندى پاتې نشي. په روايتونو كې راغلي،چې پر هغه ورځ له زرو ښځو سره زنا شوې وه او دوه ځانې شوې وې او په بل روايت كى راغلي،چې په وژل شويو كې د مهاجرينو او انصارو اوه سوه تنه مشران او ازاد شوي مريان وو او پر دوى سربيره په لس ګونو زره نور هم وژل شوي ول .[19]
په روايت كې راغلي،چې لښكر مشر له خلكو داسې بيعت واخست، چې د يزيد بندګان او مريان به وسئ او چې هر څنګه غواړي ستاسې پر مالونو او ځانونه تصرف كولاى شي.[20]
په مدينه كې پاتې خلكو ورسره په همدې توګه بيعت وكړ، بې له “علي بن حسين” (ځكه په پاڅون كې نه و) او “علي بن عبدالله بن عباسه” (چې ماما يې په لښكر كې و) او نور چا چې له بيعته سرغړاوه، ټول يې ووژل.[21]
پېغمبر اكرم ويلي: څوك چې مدينوال وډاروي،خداى دې هغه ووېروي او لعنت دې پرې وي او هېڅ کړه وړه یې نه منل كېږي”.[22]
بل ځل يې په عبدالله بن زبير (رض) پسې مكې ته لښكر ولېږه،د كعبې پرده يې څېرې كړه او خونه يې ړنګه کړه.
ارواښاد ګل پاچا الفت وايي:
مدينه كې خونريزي كړي په مكه وړي يرغلونه
د عــــــلي او امـــامــانو كنځل ځاى شول منبرونه
قــــــرآن منــــــع مســــلمان كړ د كفارو له كنځــــــلو
خطــــيبان يزيــــد مجـــبور كړل علي ته په پوچ ويلو
او كه څو نور كلونه پاتې واى؛نو د امام حسين د وړاندوينې له مخې، معلومه نه وه، چې په دين كې به څه پاتې واى كه نه ؟ [23]
د يزيد كورنۍ ځانګړنه
له كورني اړخ يزيد د حضرت معاويه زوى د ابوسفيان لمسى دى. ابوسفيان يوويشت كاله د پېغمبر اكرم پر ضد د مشركانو او قريشو مشري پر غاړه درلوده او د مكې په سوبه كې تسليم شو،چې بيا ورپسې زوى يې (معاويه) هم راغى او اسلام يې ومانه . د درېم خيلفه (رضى الله عنه) په زمانه كې ابوسفيان وويل : ” د اميه زامنو ! خلافت چې د تيم او عدى ټبرونو ته ورغى؛ نو زه هم ورته په تمه شوم ! اوس چې دررسېدلى؛ نو تاسې يې د غونډسکی په څېر پخپلو كې لاس په لاس كړئ،پر خداى قسم،چې نه جنت شته او نه دوزخ !! ” [24]
په بل روايت كې راغلي: پلار يې معاويه له هجري اتلسم كال راهيسې نولس كاله پر شام ( لبنان ، سوريه ، فلسطين ، اردن ) بې له كوم تشويشه واكمن و او علي ( ك )،چې خليفه شو ، له بيعته يې سرغړونه وکړه او يوسلولس ورځې په صفين كې د دواړو لوريو تر منځ جګړه وشوه او پايله يې منځګړتوب شو،چې بيا ورپسې نولس كاله درې مياشتې او څو ورځې پر ټولو مسلمانانو واكمن شو او حكم يې وكړ، چې پر منبرونو علي (ک) وكنځئ .[25]
حال داچې د مسلمان كنځل فسق او وژل يې كفر دى .[26] بلخوا په روايتونو کې راغلي دي،چې حضرت علي ته کنځل،پېغمبراکرم ته کنځل دي،لاندې روايتونو ته پام وکړئ :
حضرت عبدالله بن جدلي وايي: له ام سلمې رضي الله عنها كره ولاړم، راته يې وويل: په تاسو كې څوك رسول اکرم كنځي؟ ورته مې وويل: سبحان الله ! ( له خدايه پناه غواړم) ام سلمه راته وويل: (؛نو) ولې علي كنځئ؟ ما له رسول اکرمه اورېدلي: ((څوك چې علي كنځي؛نو ما کنځي.))[27]
ابوبكر بن خالد وايي: سعد بن مالك مې په مدينه كې وليد او راته يې وويل :خبر شوى يم ،چې علي(ک)كنځئ. ورته مې وويل : هو همداسې ده ! راته يې وويل:په خيال مې،چې اوس به هم دا كار كوئ .ورته مې وويل: له خدايه پناه غواړم .راته يې وويل: هېڅكله علي(ک) مه كنځه،كه سر مې اره كړي ؛نو علي(ک)به ونه كنځم؛ځكه له رسول اکرم مې په دې باب اورېدلي : ((څوک چې علي وكنځي؛نو زه یې کنځلی یم.))[28]
ابن عبدالبر ليكي:
“امام حسن چې ومړ،حضرت معاويه تر حج وروسته مدينې ته راغى او غوښته يې چې د رسول اكرم صلى الله عليه و آله پر منبر علي (ك) ته سپكې سپورې ووايي. ورته وويل شو، چې دلته حضرت سعد بن ابي وقاص رضى الله عنه اوسي او فكر نه كوم، چې په دې كار به خوښ وي؛ نو څوك ورپسې ولېږه او نظر يې معلوم كړه،حضرت سعد،ورته په ځواب كې وويل: كه داسې دې وكړل؛ نو له جوماته وځم او بيا به هلته ګام كېنږدم؛ نو له ناچارۍ،تر هغه چې حضرت سعد وقاص ژوندى و، حضرت علي ته په مدينه كې كنځلې نه كېدې او چې حضرت سعد رضى الله عنه له نړۍ سترګې پټې كړې؛ نو د پېغمبر اكرم پر منبر به علي (ك) كنځل کېده او خپلو استازيو ته يې حكم وكړ، چې د مسلمينو پر منبرونو علي (ك) وكنځئ او استازیو یې هم حكم عملى كاوه.”[29]
ابن عبدالبر زياتوى:” ام المؤمنين ام سلمه بي بي ،حضرت معاويه ته وليكل: تاسې په دې كار، پر منبرونو باندې خداى او رسول صلى الله عليه و آله كنځئ؛ ځكه تاسې علي بن ابيطالب او مينوالو ته يې سپكې سپورې وايئ او زه خداى ګواه نيسم،چې خداى او پېغمبر يې علي دوست ګڼي، حضرت معاويه دې ليك ته ارزښت ور نه كړ”
ابن ابي الحديد ليكي:”جاحظ راوړي، چې يو شمېر بني اميه ، حضرت معاويه ته ورغلل او ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! ته خو خپلو هيلو ته ورسېدې؛ نو څه كېږي، چې په علي پسې له سپكو سپورو لاس واخلې؟
ورته يې وويل: نه ! پر خداى قسم، تر هغه به دې كار ته دوام وركړم، چې ماشومان پر همدې باور ځوانان شي او مشران بوډاګان شي او داسې څوك پيدا نشي،چې د علي فضايل بيان كړي”.[30]
علي(ک) ويلي :((قسم پر هغه خداى،چې دا نه رازرغونوي او هستي ترې راټوكېږي.اُمي پېغمبر راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمن به څوك ستا دوست نه وي او بې له منافق به څوك درسره كينه نه لري.))[31]
د ترمذي په سننو كې راغلي: “د مؤمن به له علي سره مينه وي او د منافق به بد ايسي.”
حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم،چې نهه ډلې ورته راغلې او ويې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه،چې ابن عباس لا ړوند شوى نه و. ابن عباس ورته وويل: درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نه پوهېدم څه خبرې يې كولې. لږ وروسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او غوسه لګيا و : تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي كنځي او ورپسې خبرې كوي،چې لس ځانګړنې لري،چې نور څوك يې نه لري : (دلته په دې روايت کې د حضرت علي (ک )لس ځانګړنې راوړل شوي دي،چې له ويينې د وتو په موخه يې له راوړو ډډه کوو)[32]
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله عليه (99-101ه ق) په زمانه كې په علي (ک) پسې د كنځلو مخنيوى وشو
دا و د نيكه او پلار له اړخه د يزيد كورنۍ ځانګړنه .
شپېته كاله مخكې د امام حسين نيکه (پېغمبراكرم) د مشركانو او د قريشو د مشرانو (چې يو يې ابوسفيان دى) له لاسه مكه پرېښوده او مدينې ته مهاجر شو؛ خو شپېته كاله وروسته د همدې پېغمبر لمسى (امام حسين) د ابوسفيان د لمسي (يزيد) له لاسه مدينه پريښوده او مكې ته راځي،ځير شئ ! څه هېښنده بدلون او اوښتون – انقلاب منځ ته راغلى حالات دومره اوښتي، چې يزيد ته د اميرالمؤمنين په نامه له امام حسين نه بيعت اخلي او هغه هم د مروان بن حكم له لارې، هغه چې پلار يي حكم بن عاص پر پېغمبر اكرم ملنډې وهلې او پېښې يې كولې،چې پېغمبر صلى الله عليه و آله بيا طايف ته وشاړه او د وليد بن عتبه پلار په بدر كې مجاهدينو وژلى و؛نو اوس له دغسې يوې ډلې سره واكمني ده، چې له اسلام، پېغمبر او نبوي كورنۍ سره اوږده ترخه دښمني لري .
د امام حسين د پاڅون لاملونه
له تاريخي څېړنې څرګندېږي،چې امام حسين د درې دلايلو له مخې راپاڅېد :
(1) په نېكيو امر او له بديو منع او د اسلام پاسوالي: امام ځان د پېغمبر ځايناستى او د دين پاسوال ګاڼه او دا يې پر ځان فرض كړې وه،چې د پاچاهي او د جاهليت د پاسوالانو د راپرځېدو لپاره به راپاڅي،كه سياسي او پوځي بريا يې په برخه شوه؛ خو ډېره ښه،كه نه په خپلو سپېڅليو سرښندنو به د “محمدي اسلام” رښتونې څېره له دوه مخو بېله كړي او پخپلو وينو به د حق او باطل تر منځ تلپاتې كرښه وباسي.
د كربلا په لار كې يې په “بيضه ” كې د ُحر لښكر ته وينا كړه:
” طبري ليكي: ” خلكو! رسول اكرم ويلي: څوك چې ويني ظالم واكمن د خداى حرام حلال بولي ، الهي ژمنې نه تر سره كوي، د پېغمبر اكرم له سنتو سره مخالفت كوي او د خداى له بنده ګانو سره په ګناه او تېري چلن كوي او په لاس او ژبه پرې نيوكې نه كوي؛ نو له خداى سره ښيي، چې د ظالم واكمن پر برخليك یې اخته كړي. خلكو! پوه شئ، چې دوى “شيطان ” ته غاړه ايښې او د لوراند خداى له اطاعته يې مخ اړولى. فساد يې ښكاره شوى او الهي احكامو ته يې شا كړې ده . بيت المال يى د ځان کړی او شخصي کڅوړه يې ترې جوړه كړى ده، د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام كړي او زه له رسول الله صلى الله عليه و آله سره د خپلوۍ له امله د واكمنۍ او خلافت وړ يم….”[33]
د غزل بابا وايي :
د امام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پکې غالب ملكيت و
حق يې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دى قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بې د دوى نه دومره توان و
په ګردن يې چاړه تله او ثنا خوان و
چې يې نېت د تګ و كړى له يثربه
اصحابانو ورته وې عالي نسبه
ته چې درومې دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دې اس نيولى له جلبه
(2) له يزيد سره يې بيعت نه كاوه :
يزيد ته يې پلار وصيت كړى و،كهحسين بن علي درسره بيعت ونه كړ؛ نو كار پرې مه لره .[34]
خو د پلار وصيت یې ونه مانه او هم يوازي پر حكومت بسيا او قانع نه و؛نو د مدينې والي ته يې امر ولېږه،چې له حسين بن علي نه بيعت واخله. امام له يزيد سره بيعت د اسلام د بشپړ ټغر راټولول ګڼل؛نو ځكه يې مدينه پريښووله او مكې ته راغى.
ارواښاد الفت وايي :
اسلام نه مني هېڅكله د يزيد متابعت
حسين سر شي وركولى نه لاسونه د بيعت
(3) د كوفې خلك،چې مكې ته د امام له راتګه خبر شول؛ نو ليكونه يې ورولېږل،چې موږ دې ملاتړى يو او راشه؛نو دې كار په ظاهره د امام دلايل لا نور هم غښتلي كړل.
ارواښاد الفت وايي:
محـــــمد او مؤمنــــانو كول ځكــــه جهــــــادونه
چې د خداى پر لار سم كړي دا بې لارې قدرتونه
د اسلا م روح دى جهــــاد له ناروا سره عنــــــــــاد
حمايـــــــت د مظلومــــــــــانو وركول د هـــر فساد
هغه كله مسلمان دى چې خر كېږي د دجــــــــــال
وظيفه د مسلمان ده له دجـــــــــــــــال ســــره جدال
چاچـــــــــې يو قدرت منلى په جهـــــــان كې د الله
اصلي كار يې دى جهان كې جهاد في سبيل الله
[1] . ( 1 ) _ ابن اثير ،كامل 3/315 ، ( 2 ) _ حديث وليكل شى او هم د سولى د تړون مادې ، ( 3 ) _ ابن اثير، كامل 2/503 ، طبرى ،تاريخ الامم و الملوك 4/224
[2] . (البدايه و النهايه 8/141-142)
[3] . (خلافت وملوكيت 194مخ)
[4] . الامام على صوت العداله الانسانيه ، 1/71 )
[5] . العقدالفريد 3/131-129-ابن اثير 3/216 – تهذيب ابن عساكر 6/155-طبرى 6/171-ابن اثير 3/218-ائن كثير 8/80-79-ابن اثير 3/218-216 العقدالفريد 3/131-130
[6] . تاريخ الامم و الملوك 4/174-175 )
[7] . 1 _ د طبرى تاريخ ، د 51 كال پېښې ، 2 _ د ابن اثير، كامل 202-309 مخونه .
3 _ د ابن عساكر تاريخ 2/379 ، 4 _ ابوريه ، شيخ المضيره ، 184-185 مخونه
[8] . ( الامام الحسين ، 66 مخ )
[9] . ( مروج الذهب ، 3/77 او سبط ابن جوزي حنفي (تذكره الخواص 286-292 )
[10] . ( تذكره الخواص / 291 مخ)
[11] . ( صبح الاعشى 6/387 )
[12] . ( كامل 3/268 )
[13] (مائده/51 )
[14] . (تذكره الخواص، 261)
[15] . ابن جوزي ، پر يزيد د لعن د جواز رساله .
[16] . د حمزه شينوارى كليات 4/337 مخ
[17] . طبرى تاريخ 117، ابن اثير تاريخ (الكامل) 3/47 د ابن كثير تاريخ 8/220
[18] . د ابن كثير تاريخ 6/234 .
[19] . د ابن كثير تاريخ 8/22
[20] . طبري تاريخ 7/13
[21] . التنبيه والاشراف، 264مخ،مروج الذهب 3/71
[22] . قاضى زنګه زورى، تاريخ آل محمد 30مخ.
[23] ( الف ) ابن قتيبه الدينورى ، الاامامه و السياسه 1/179-185 او 2/11 نه وروسته ، ( ب ) مروج الذهب 3/72-73 ، ( ج ) يعقوبى تاريخ 2/ 251-252 ، ( د ) – تذكره الخواص 289 ، ( ه ) تاريخ الخميس 2/303 ، ( ز ) سيوطى ، تاريخ الخلفا، 9 مخ.
[24] . الاغانى 6/356-355 ، الاستيعاب 690 ، النزاع والتخاصم 20 ، شرح نهج البلاغه ( ابن ابى الحديد ) ، 3/451
[25] . (الكامل 3/472 د 51ه پېښې، ابن ابى الحديد، شرح نهج البلاغه 4/56-57 مخونه).
[26] . (مسند امام حنبل 1/ 385، 411، 433، 446)
[27] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 2 ، ص 374 ، ح 32104 ؛ مسند احمد : ج 2 ،ص 323 ، ح ؛ فضائل احمد : ص 90 ، ح 133 ؛ الانساب الاشراف : ص 91 ، ح 219 ؛ مسند ابو يعلي : ج 12 ، ص 444 ، ح 7013 ؛ معجم كبير طبراني : ج 23 ، ص 322 ، ح 737 او ص 323 ، ح 738 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 6 ، ص 389 ، ح 5828 ؛ معجم صغير طبراني : ج 2 ، ص 21 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 121 ؛ تاريخ بغداد : ج 7 ، ص 401 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 171 ـ 172 ، ح 664 ـ 665 او ص 182 ـ 184 ، ح 667 ـ 671
[28] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 375 ،ح 3211 ؛ مسند ډبو يعـلي : ج 2 ، ص 114 ، ح 777 ؛ مناقب كوفي :ج 2 ، 548 ، ح 1057 ؛ عقد الفريـد : ج 5 ، ص 114 ؛ ترجمة الامام علـي من تاريخ دمشق : ج 3 ، ص 71 ، ح 1103 ؛ تهذيب الكمال : ج 12 ، ص 555 ، ح 2768 .
[29] . (عقدالفريد 3/ 127)
[30] . (شرح نهج البلاغه، د 57 خطبې شرحه)
[31] . مصنف ابن ابي شيبه :ج 6 ، ص 368 ، ح 32055 ؛ صحيح مسلم : ج 1 ، ص 86 ( باب 33 ) ، ح 131 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 114 ؛ كتاب السنه : ص 584 ، ح 1325 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ،ص47 ، ح 8153 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 376 ، ح 6924 ؛ منـاقب كوفـي : ج2 ، ص 479 ، ح 978 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 195 ، ح 689 او 690 .
[32] . سيره ابن هشام : ج 2 ، ص 334 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 110 ؛ مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32091اوج 7 ، ص 392 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 178 ، ح 3062او6063 ( ج 4 ، ص 51 ، ط قديم )اوج 17 ، ص 197 ، ح 11122 ( ج 2 ، ص 26 ، ط قديم) ؛ فضائل احمد : ص 74 ، ح 111اوص 119 ، ح 176اوص 149 ، ح 216اوص 211 ، ح 291 ؛ كتاب السنه : ص 551 ، ح 1188اوص 588 ، ح 1351 ؛ صحيح مسلم : ج 3 ، ص 1433اوج 4 ، ص 1872 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 457 ، ح 951اوص 496 ، ح 977او996اوص 500 ، ح 1002 ؛ مسند روياني : ج 2 ، ص 172 ، ح 1172اوص 166 ، ح 1149 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 77 ، ح 12593 اوص 114 ، ح 12722 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 131 ؛ البداية و النهاية : ج 7 ، ص 342 او . . .
[33] . (تاريخ 4/304)
[34] . (ابن شهر اشوب، مناقب 4/88)