بسم الله الرحمن الرحیم د قصص سورت انځور دا سورت ٨٨ آيتونه لري او تر هجرته مخکې په مکه کې نازل شوى او د “قصص” نوم پرى ځکه ايښوول شوى ،چې د٢٥ آيت پېل کې يې د ((قصص)) ټکى راغلى دى . ٣-٤٦ آيت پورې يې په تفصيل د حضرت موسى عليه السلام او […]
بسم الله الرحمن الرحیم
د قصص سورت انځور
دا سورت ٨٨ آيتونه لري او تر هجرته مخکې په مکه کې نازل شوى او د “قصص” نوم پرى ځکه ايښوول شوى ،چې د٢٥ آيت پېل کې يې د ((قصص)) ټکى راغلى دى . ٣-٤٦ آيت پورې يې په تفصيل د حضرت موسى عليه السلام او فرعون کيسه او د پاى آيتونو يې د “قارون” کيسه او د صابرانو، نېکانو، فاسدانو او ګناهکارانو برخليک ته يې اشاره کړې ده.
د قرآن شريف په٣٤نوروسورتونوکې هم د حضرت موسى (ع) او فرعون کيسې ته اشاره شوې ؛خو يوازې په دې سورت کې د حضرت موسى (ع) د ژوند ټول اړخونه؛ زوکړه ،ماشومتوب،ځوانۍ ،واده (او نبوت ) څېړل شوى دی (تفسير فى ظلال القرآن ) .
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
دلوراند او لورين څښتن په نامه
﴿۱﴾ طسم= ط، سين، ميم.
﴿۲﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ= دا د ښکاره كتاب آيتونه دي ( چې خير او بركت يې ښكاره او د حق او باطل بېلوونكى دى).
﴿۳﴾ نَتْلُوا عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ= موږ د موسى او فرعون د داستان (يوه برخه) په رښتيا پر تا لولو،د هغو خلكو (د پوهېدو) لپاره چې (حق غواړي او) ايمان راوړي.
پيغامونه :
١_ قرآن د اسلام تلپاتې معجزه ده؛نو ځکه له عربي الفباوو جوړ شوى دى،که هغه د بشرکلام بولي ؛نو په څېر دې يې راوړي (طسم، تِلْكَ آيَاتُ) .
٢_ د لارښوونې او روزنې کتاب بايد څرګند او روڼ وي . (الْكِتَابِ الْمُبِينِ)
٣_د پخوانيو خلکو د قيصو ويل راښيي،چې په تاريخ کې الهي قوانين شته که تاريخ حساب کتاب او قانون نه درلود؛نو موږ به ترې نن خپل ژوند ته ګټه نشوه اخستلاى . (نَتْلُوا …. مِن نَّبَإِ مُوسَى………. لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) .
٤_ د تاريخ په رانقلولو کې مهمو ټکيو او عبرت لرونکيو پېښو ته پام وکړئ . [((نَّبَإِ)) مهم خبر ته ويل کېږي .]
٥_ له طاغوت او ظالمانو سره مبارزه د انبياوو عليهم السلام اصلي دنده ده . (مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ) .
٦_ قرآني کيسې خرافات او چټيات نه دي . (نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ).
٧_ د کيسو له ويلو د قرآن موخه دا وه ،چې مؤمنان سمه لار ومومي (لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) .
٨_ د لارښوونې لومړى شرط وړتيا ده (لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ).
﴿۴﴾ إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ= فرعون په هېواد (مصر) كې لويي وکړه او د هغه اوسېدونكي يې پر بېلابېلو ډلو وويشل؛ يوه ډله يې بېوسې كړه: د هغې هلكان يې وژل او ښځې (نجونې) يې (د وينځيتوب او خدمت لپاره) ژوندۍ پريښوولې (ځکه) هغه له وران کاريو و.
ټکي :
د((شِيَع )) کلمه د ((شيعة )) جمعه ده او د لاروۍ پر ماناده ؛خو داچې معمولا په يوه ډله کې ځينې له ځينو نورو لاروي کوي ؛نو د ډلې پر مانا هم ده .
د ((نساء)) کلمه د ښځو پر مانا ده ؛خو کېداى شي په دې آيت کې ترې مراد نجونې وي ؛ځکه د هلکانو پر وړاندې راغلې ده .
د فرعون کلمه د شخص نوم نه ؛بلکې د مصر د پاچايانو نوم و؛لکه څنګه چې ((کسری )) د ايران او ((قيصر)) ((د روم )) د پاچايانو نوم و .(لغتنامه د هخدا و مفردات راغب ) .
پيغامونه :
١_ د پېغمبرانو د راتګ پر وخت د ټولنې پر اوضاع او احوال ځان پوهول يو مهم چار دى (إِنَّ فِرْعَوْنَ….) .
٢_ د نظام په پېژندنه کې وګړي مهم نه دي ؛بلکې کړنې ارزښت لري (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ) (د فرعون نوم د هغه د استکباري او ظالمانه کړنې له امله دى ) .
٣_ تکبر او سرغړونه هر ډول فساد او ګناه ته لار هواروي (عَلَا فِي الْأَرْضِ ……. يَسْتَضْعِفُ ….. يُذَبِّحُ) .
٤_ مستکبرين پر خلکو د واکمنۍ په موخه پکې درز اچوي (جَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا) اوچې خلک يوه خوله او يو موټى وي ؛نو د مستکبرينو دسيسې به شنډې او هيڅ به ونشي کړای .
٥_ بې اتفاقي،د ذلت اوخوارۍ سريزه ده. لومړى خلک ډلې ډلې او يو له بله بېلې شي او بيا کمزوري شي (شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ) .
٦_ د نورو مامورينو ناسم کارونه هم د ستر په غاړه حسابېږي .په دې آيت کې د فرعون د يارانو ټول جنايتونه په هغه پورې تړل شوي دي . (جَعَلَ، يَسْتَضْعِفُ ، يُذَبِّحُ ) .
٧_ خداى د درز اچونې مسئاله تر قتل او وژنې مخکې ياده کړې ده ښايي له همدې امله وي،چې بې اتفاقي،وژنې ته لار برابروي او يا تر هغه بتره وي . (شِيَعًا…. يُذَبِّحُ ) .
٨_ تفرقه اچوونکې مفسدان دي (كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ) . هو! هغه ټولنه،چې واکمن يې متکبر،خلک يې بې اتفاقه ،صالحان يې ګواښل کېږي او ګټې يوازې په سوکالې طبقې پورې تړاو ولري ؛نو پوه شئ،چې دا فرعوني او طاغوتي ټولنه ده.
﴿۵﴾ وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ = او موږ غوښتل د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكى) وارثان كړو.
ټکي :
د ((منت )) ټکى دلته د ستر او ارزښتمن نعمت پرمانا دى (مفردات راغب ) نه د هغه منت پر مانا،چې د نعمتونو يادول د نورو د سپکاوۍ او رټنې ته وي ،چې دا رټل شوى او بد چار دى.
بېشکه کوم چار ته،چې الهي اراده وي ؛نوضرور به کېږي او هيڅ څوک يې نشي بدلولاى ، قرآن وايي: (إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ= بېشكه د هغه كار دغسې دى،كه كله يو څيز وغواړي (؛نو) يوازې ورته وايي،چې: ((شه!))؛نو (بس) شي. ( يس ٥٨٠) .
سره له دې،چې ټول نعمتونه د خداى له لوري دي او بندګان په ټولو نعمتونوکې د هغه د منت ګرو دي ؛خو هغه سپېڅلى ذات يوازې په څو ځايونو کې د منت تعبير راوړى،چې هرومرو به يې ډېر زيات اهميت راښيي؛لکه :
الف _ د اسلام نعمت : كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ )(نساء ٩٤) .
ب_د نبوت نعمت :( لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا)(آل عمران ١٦٤) .
ج_د لارښوونې نعمت (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ) (حجرات ،١٧).
د_د مؤمنانو د واکمنۍ نعمت (وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ. .
په ډېرى روايتونو کې د حضرت مهدي آخرالزمان حکومت ددې آيت مصداق ګنل شوى دى (تفسيرکنزالدقايق) .
پر ځمکه د مستضعفانو د واکمنۍ خبره په قرآن کې په بېلابېلو عبارتونو او بيانونو کې راغلې ده :
الف_ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ(نور/٥٥) = خداى له تاسې له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي.
ب_ وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُواْ ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلاَئِفَ فِي الأَرْضِ (يونس / ١٢- ١٣)= موږ له تاسې مخكېني امتونه، چې ظلم يې وكړ، هلاك كړل، بيا مو تاسې تر هغوى وروسته پرځمكه د هغوى ځايناستي كړئ .
ج_ (أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ( انبياء/ ١٠٥)= زما صالح بندګان به د ځمكې (د حكومت) وارثان شي.
د_ وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُواْ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الأَرْضِ( اعراف/١٣٧)=او موږ هغوى چې (د ظلم ا و تېري له امله) كمزوري او بېوسې شوي وو، د بركتي ځمكې، د ختيځ او لويديځ وارثان كړل.
ه_ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ – وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الأَرْضَ مِن بَعْدِهِمْ (ابراهيم/١٤- ١٣)= موږ هرومرو ظالمان هلا كوو او هرومرو تر هغو وروسته به تاسې پر ځمكه مېشت كړو.
پيغامونه :
١_د مستضعفينو نړيوال حکومت او له مظلومانو ملاتړي د خداى غوښتنه او اراده . (نُرِيدُ) .
٢_ په خپلسري طاغوتي حکومت کې کارپوهان پخپله کمزورېږي (اسْتُضْعِفُوا) .
٣_ خداى د نړۍ د راتلونکې خبر ورکوي (نَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً).
﴿۶﴾ وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ= او هغوى ته پر ځمكه[=مصر او شام] واكمني وركړو او(بلخوا) فرعون او هامان او لښكر ته هماغه څه وښيو،چې ترې[=بنې اسراييل] وېرېدل.
پيغامونه :
١_ مستضعفين دې نه نهيلي کېږي ؛ځکه چې خداى به هم ورته واک ورکړي (وَنُمَكِّنَ لَهُمْ) .
٢_ که څه هم د طاغوت اصلي سزا په هغه بله نړۍ کې ده ؛خوپه دې دنيا کې به هم د خداى له قهره خوندي نه وي (نُرِي….. مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ).
٣- خداى کافران د مؤمنان په لاس ذليل او خواروي . (نُرِي….. مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ).
﴿۷﴾ وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ= موږ د موسى مور ته الهام وكړ چې: ((هغه ته تى وركړه او چې كله پرې ووېرېدې ؛ نو(د نيل) په سيند كې يې وغورځوه او مه وېرېږه او مه خپه كېږه، چې موږ يې بېرته تا ته راولو او د استازيو له ډلى به يې وګرځوو.))
﴿۸﴾ فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ=(چې كله مور د خداى په حكم هغه سيند ته واچاوه؛نو) د فرعون كورنۍ هغه (له اوبو) راوايست، چې دښمن او د خپګان لامل يې شي. هو! فرعون او هامان او د هغوى لښكر خطا كاران وو.
ټکي :
فرعون ته ويل شوي وو،چه سږکال به يوماشوم وزېږي،که لوى شو؛نو پاچاهي به دې نسکوره کړي ؛نو حکم يې وکړ : څومره ماشومان ،چې وزېږي؛ويې وژنئ ؛خو همداچې موسى عليه السلام وزېږيد؛نو خداى يې مور ته الهام وکړ،چې ورته تر شيدو ورکولو ورورسته يې په يو صندوق کې کېږده او په سيند کې يې واچوه .
په دې آيت کې د حضرت موسى عليه السلام مور ته دوه امره،دوه نهې او دوه زيرې ورکړل شوي دي : ((أَرْضِعِيهِ – فَأَلْقِيهِ ))دوه امره ،(( تَخَافِي- تَحْزَنِي )) دوه نهې او((رَادُّوهُ -جَاعِلُوهُ )) دوه زيري دي .
د ((خوف)) ټکى احتمالي خطر ته پکارېږي او د ((حزن )) ټکى غوڅ تشويش ته پکارېږي ( تفسيرالميزان ) .
په دې آيت کې له سينده مراد د مصر په هېواد کې د نيل سيند دى،چې د فرعون ماڼۍ هم ورسر په څنګ کې جوړه شوې وه.
پيغامونه :
١_ خداى په خپګانونو او سختيو کې تر ټولو ستر لارښوونکى او ملاتړى دى. د موسى (ع) مور له دې وېرېده ،چې زوى به يې د فرعون سرتېري ووژني ؛خو خداى ورته الهام وکړ،چې تى ورکړه ( َرْضِعِيهِ) .
٢_ ښځې ته هم الهي الهام راتلاى شي (وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى) .
٣_ د غيبي مرستو نزول له مادي امکاناتو له ګټنې سره هېڅ منافات نه لري . شيدى ورکول. په صندوق کې ايښوول ،پر خداى له توکل سره هېڅ منافات نه لري (أَرْضِعِيهِ) .
٤_ شرايط ،چې څومره هم سخت شي ؛نو له ماشومه د مور شيدې سپمول نه دي پکار (أَرْضِعِيهِ) .
٥_ په الهي فرمانونو کې رازونه پټ وي ،چې کېداى شي په لومړۍ کتنه کې معقول ونه برېښي (فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ) .
٦_ د خداى د حکم په پلي کولو کې نه له چا وېرېږئ او نه پر چا چرت خراب کړئ (وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي) ( د حضرت موسى مور دوه خپګانه درلودل : يو د زوى د وژل کېدو او بل يې د بېلتون خپګان ،چې په وروسته آيتونوکې به وګورئ،چې خداى څرنګه دواړه خپګانونه لرې کړل .)
٧_ څه مو، چې د خداى په لار کې ورکړل ؛نو په ښه توګه به درته راوګرځي (فَأَلْقِيهِ ، رَادُّوهُ ، جَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ)( د حضرت موسى مور د خداى د حکم له مخې خپل زوى په سيند کې خوشې کړ؛خو خداى ورته بېرته راوګرځاوه او د نبوت مقام ته يې ورساوه ) .
٨_ د خداى ،چې چا ته خوښه وي ؛نو له غيبي خبرو به يې خبر کړي (وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ).
٩_ فرعون حضرت موسى له سينده راو ايست؛خو په پايله کې د موسى (ع) له لاسه په هماغه سيند کې لاهو شو (فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا) ( هو! خداى ته ډېره اسانه ده ،چې يو وړوکې ماشوم په سيند کې وساتي او روغ رمټ سړى پکې لاهو کړي ) .
١٠_ چې خداى وغواړي او درسره مل وي ؛نو دښمنان به درته لار هواروي (فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ)
(ژباړن: رحمان بابا وايي :
چې الله درسره مـــل نه وي رحمــــانه
چې لښکرې درسره وي يک تنهـا يې
١١_ د الهى ارادې پر وړاندې د انسان غوښتنه بې اغېزې ده (لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا) فرعون و انګېرله ،چې ډالۍ ورته په ګوتو ورغلې ؛خو خداى غوښتي ول،چې دښمن به يې پخپله لمنه کې وروزي .
١٢_ فرعون ،وزير او سرتېرو يې نقشه جوړه کړه او پلې يې هم کړه ؛خو د خداى تدبير د هغوى ټولو تدبيرونو او نقشې خاورې ايرې کړې (كَانُوا خَاطِئِينَ) .
﴿۹﴾ وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ= د فرعون مېرمنې ( چې پوه شوه، هلك وژني؛ نو ويې) وويل: (( (دا ماشوم) به زما او ستا د سترګو يخوالى وي! مه يې وژنئ، ښايي موږ ته ګټور شي يا به يې پر زويولۍ ونيسو.)) او هغوى نه پوهېدل (چې خپل اصلي دښمن پخپله غېږ كې پالي)!
ټکي :
څو ښځو د حضرت موسى په ژوند کې بنسټيزه ونډه درلوده : د حضرت موسى مور،خور،ښځې او د فرعون ښځې . دې آيت هم د موسى (ع) له وژنې په مخنيوې کې د فرعون د ښځې ونډې ته اشاره کړې ده .
پيغامونه :
١_ښځې د خپلواکې ارادې او اغېزمنې ونډې درلودونکې دي (وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ ) (د فرعون ښځې د فرعون رايه بدله کړه او د فرعون شان، شوکت،سلطنت،دبدبه او شتمنۍ د فرعون د ښځې د ارادې مخه ونشواى نيولاى ) .
٢_ د ښه طرحو او مشورو په ورکولو کې ځنډ مه کوئ ،چې ورانې طرحې درنه رامخکې نشي ، تردې مخکې چې فرعون خپل هوډ څرګند کړي،مېرمن يې ورته سمه لار وروښووه . (وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ ) .
٣_ د وړانديز ورکولو پر مهال له عاطفي او په زړه پوريو ټکيو کار واخلئ (قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ) .
٤_ د ټولو زړونه د خداى په لاس کې وي؛ هغه کړاى شي د فرعون په څېر سخت زړونه هم رانرم کړي (قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ).
٥_ له بديو سره ،چې مخ شوئ؛نو لومړى د عاطفى له مخې چلن وکړئ او بيا پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ (قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ )
٦_ پر ژبه پر نېکيو امر او له بديو منع لاس مه اخلئ ،چې ډېر اغېز لري (لَا تَقْتُلُوهُ ) د فرعون ښځې د ( لَا تَقْتُلُوهُ) په ويلو د حضرت موسى له وژل کېدو مخنيوى وکړ) .
٧_ ښځه له بديو منع دنده ډېره ښه ترسره کړاى شي (لَا تَقْتُلُوهُ ) .
٨_ طاغوتان له لومړنيو انساني عاطفو هم بې برخې دي ،چې ان د هغى لپاره هم ورته يادونه پکار ده (لَا تَقْتُلُوهُ ) .
٩_ پر نېکيو امر او له بديو منع ګټې خلکو ته ووياست،چې خلک يې درسره په اسانۍ ومني (لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا)
١٠_ په طاغوتې نظامونوکې د قانون د وضع کولو او لغو کولو کچه ځاني غوښتنې او د هغوى خپلې ګټې وي ( د ټولو هلکانو د وژلو قانون هم د شخصي ګټوله امله رامنځ ته شو او د اوبو راوړي ماشوم (موسى) په اړه، چې په راتلونکې کې ورته هيلمن و، هغه قانون يې هم لغوکړ( لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا) .
١١_ځينې انسانان په ظاهرکې ډېر جيګ ريبي ؛خو په باطن کې د خپلو دنننيو غوښتنو بنديوان وي . فرعون ،چې ادعا کوله: (انا ربکم لاعلى ) په پای کې دا خبره مني ،چې يو اوبو راوړى ماشوم ورته کېداى شي په راتلونکى کې ګټه ورورسوي (عَسَى أَن يَنفَعَنَا) .
١٢_ خداى ،فرعون ته زوى نه و ورکړى ،چې د اوبو راوړي زوى په منلو ورته خپله بېوسي نوره هم څرګنده شي (نَتَّخِذَهُ وَلَدًا).
١٣_ کله د دوو انسانانو ترمنځ مينه د يوغيبي خط پر بنسټ وي ،چې دواړه انسانان ترې خبر هم نه وي . (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ).
﴿۱۰﴾ وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِن كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ= او د موسى د مور زړه (د زوى له ياد پرته) تش ګوګل و او كه زړه يې موږ (پرايمان او هيله) ټينګ كړى نه واى، چې له مؤمنانو وي؛ نو نژدې وه، چې راز را برسېره كړي.
﴿۱۱﴾ وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ=(د موسى مور) د هغه خور ته وويل: ((په هغه پسې ولاړه شه او و يې لټوه))؛نو خور يې له لرې پېښه داسې وڅارله، چې هغوى پرې نه پوهېدل.
ټکي :
د ((الميزان )) تفسير د (وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا) آيت د هغه د ظاهر او د مخکې او شا آيت له مخې داسې مانا کړى دى : په وحې د موسى د مور زړه آرام شو او نوره وېره يې نه درلوده او که هغه الهي ژمنه نه وه ؛ نو د موسى مور به له ډېرې پرېشانۍ هغه راز رابربنډ کړى واى .
تر دې وروسته، چې د حضرت موسى مور د خپل زوى صندوق په اوبو کې ورواچو؛نو د موسى عليه السلام خور ته يې دنده ورکړه ،چې دا پېښه وڅاري،هغې هم د فرعون له سرتېرو هر څه په پټه څارل. حضرت موسى له سينده راو ايستل شو او د فرعون د ښځې غېږ ته ورغى او تر هغه يې وڅاره چې پوه شوه، د فرعون درباريان دې ماشوم ته د يوې داسې ښځې په لټه کې دي،چې شيدې ورکړي ؛خو حضرت موسى د هيڅ چا تى نه اخلي،بالاخره د موسى (ع) خور وړانديز ورکړ،چې د هغه مور به دا دنده تر سره کړي ،چې دربار هم ورسره ومنله او له دې وړانديزسره سم يې د څارنې دنده پاى ته ورسوله .
پيغامونه :
١_ راز رابرسېرول د ايمان د سستوالي او کمزورۍ نښه ده (لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا) .
٢_ د زړه ارامتيا د خدای په لاس کې ده (رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا)
٣_ د زړه ارامي د ايمان يوه نښه ده (رَّبَطْنَا……… لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ).
٤_ څه چې خداى ته ارزښت لري ايمان دى،نه ښځه او نه نر(لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) .
٥_ ښځې او نجونې هم بايد په ټولنيزو چارو کې له لازمو تدابيرو برخمنې وي (وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ) .
٦_ حساسيت راپاروونکې چارې ؛نورو ته وسپارئ (لِأُخْتِهِ)د حضرت موسى په پېښه کې کېداى شي د مور حساسيت يې راوپارېږي او راز بربنډ شي.
٧_ پر خداى توکل پردې مانا نه دى ،چې انسان مسايلو ته بې توپېره شي، سره له دې، چې د حضرت موسى مور مؤمنه وه ؛خو بيا يې هم خپله لور په موسى (ع) پسې ولېږله (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ، وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ).
٨_ په طاغوتي نظامونوکې د خپل ځان خيال ساتل پکار دي (قُصِّيهِ) .
٩_ د رازونو ساتلو ته د خپل چلن عادي کول يو ضروري چار دى (عَن جُنُبٍ) د حضرت موسى خور له ورايه صندق څاره ،چې دا څارنه عادي وي او د حساسيت لامل نشي او دښمن پرې خبر نشي.
١٠_ مؤمن بايد خپله دنده د دښمن له سترګو پټه ترسره کړي ( وهم لايشعرون ) .
١١_ که غواړئ ،چې دښمن مو له کړنو خبر نشي ؛نو پر وړاندې يې د خپلو حرکتونو خيال ساتئ (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ) .
﴿۱۲﴾ وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ = او موږ لا د مخه هغه (ماشوم) د شيدو وركوونكيو ښځو له تيونو منع كړى (چې يوازې د مور غېږې ته ستون شي) او خور يې (چې د دايي د پيدا كولو لپاره د مامورانو بيړه وليده؛نو) ويې ويل: ((ايا زه تاسې ته داسې كورنۍ وښيم،چې دا هلك درته وپالي او د هغه له خواخوږيو وي.))
ټکي :
((مراضع )) د((مرضع )) جمع ده ؛يعنې شيدې ورکونکې ښځې؛دايه .
پيغامونه :
١_ که خداى ونه غواړي ؛نو د فرعون د حکومت په څېر تشکيلات به هم د يو ماشوم د خوړو له پوره کولو بېوسې وي (حَرَّمْنَا) .
٢_ تر ټولو لومړني کارونه ؛لکه د ماشوم د تي رول هم د خداى په اراده کې دي ؛نو که خداى و نه غواړي ؛هغه کار به هم ونشي (حَرَّمْنَا).
٣_ رضاع او ماشوم شيدو ته دايي ته ورکول له پخوا راهيسي دود و (الْمَرَاضِعَ) .
٤_ چې د يو متکبر انسان سر پر تېږه ولګېد؛نو د نورو ان د يو ناپېژندلي انسان وړانديز او لارښوونه هم په اسانه مني .( فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ)
٥_ څه چې د راپارېدو او حساسيت لامل ګرځي ؛نو په اړه يې وړانديزونه په عادي ډول ووايئ (هَلْ أَدُلُّكُمْ) .
٦_ د دښمن پر وړاندې هوښيارتيا پکار ده (د حضرت موسى خور د موسى (ع) د مور نوم وانه خست او و يې نه ويل :(( على امه ))؛بلکې هغه يې يوه ناپېژندلې معرفي کړه (أَهْلِ بَيْتٍ) .
٧_ د يو ماشوم اړتياوې يوازې خواړه نه وي ؛بلکې کورنۍ او مينې ته هم اړين وي (يَكْفُلُونَهُ) .
٨_ خپل وړانديزونه داسې ووايئ ،چې اورېدونکى يې پخپله ګټه وبولي (يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ) .
﴿۱۳﴾ فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ= نو هغه مو خپلې مور ته راوست،چې سترګې يې پرې يخې شي او غمجنه نشي او پوه شي، چې بېشکه د خداى وعده رښتيني ده؛خو ډېرى يې نه پوهېږي.
ټکي :
١_ کله نوم انسان ته مزاحم او خنډ وي ؛مثلا په دې کيسه کې د حضرت موسى مور ومنل،چې د دايه په نامه به خپل زوى ته شيدې ورکړي ؛ ځکه که دا کار يې د مور په نامه کړى واى؛نو د ماشوم د وژنې او د مور د کړخت لامل به و.
پيغامونه :
١-الهي ژمنې هرومرو ترسره کېږي په اووم آيت کې خداى وعده ورکړه ، چې ماشوم به ورته بېرته راوګرخوي او په دې آيت کې لولو،چې ورته يې راوګرځاوه .( انارادوه اليک = فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ) .
٢-نوزېږى د مور د سترګو رڼا وي . ( کى تقر عينها)
٣- د حق لارويانو ته موخې مهمې دي؛نه نوم (رددنا الى امه) په پايله کې ماشوم د مور غېږې ته راستون شو که څه هم د مور په نامه نه ؛بلکې د دايې په نامه ؛خو نوم مهم نه دى ،بلکې د ماشوم راستنېدل مهم دي .
٤_ مور د تنګو او ژورو اړيکو له لارې،چې له اولاد سره يې لري؛د هغه په ژوندکې ډېره مهمه ونډه لري (إِلَى أُمِّهِ) (دلته د حضرت موسى پلار نه دى ياد شوى ) .
٥_ کله د مور او خور له لارې د راز ساتل کړاى شي د انسان ژوند خوندي کړي (إِلَى أُمِّهِ) (د حضرت موسى مور او خور کلونه د مورولۍ پر راز پرده واچوله ) .
٦_ آخر به سختۍ پاى ته ورسي او بېلتون به پر نښلون واوړي (فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا) تر خپګانونو او غمونه وروسته ، آخر هم خداى حضرت موسى خپلې مور ته ورستون کړ. (ان مع العسريسرا) .
٧_ که خداى وغواړى؛نو يو انسان د دوو متضادو ډلو د هيلو لاملېداى شى ( د حضرت موسى او فرعون کورنۍ ) ( قرة عين لى ولک- تقرعينها) .
٨_ پراختيا او خوشحالي خپګان او غمونه د انسان پر ليد اغيز لري (تَقَرَّ عَيْنُهَا)؛لکه څرنګه چې د حضرت يوسف بېلتون، حضرت يعقوب ړوند کړ(وابيضت عيناه من الحزن ) ( يوسف/٨٤) .
٩_پر خداى ايمان پړاوونه او درجې لري، د حضرت موسى مور يوه مؤمنه ښځه وه((رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ))؛خو مؤمن هم بايد د يقين او علم پړاو ته ورسي (وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ) .
١٠_د ځينو پېښو فلسفه او دليل د الهي ژمنو پر حقانيت پوهېدل دي (وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ) .
١١-ډېرى خلک ظاهر ته ګوري او د خداى پر مدبرانه او حکيمانه نقشو نه پوهېږي (أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ).
﴿۱۴﴾ وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ= او چې كله (موسى) د ځوانۍ منګ ته ورسېد او غښتلى شو(؛نو) موږ ورته حكمت او پوهه وركړه او موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو.
ټکي :
((اشد)) له ((شدت )) اخستل شوى ،چې د ځواکمنېدو مانا ورکوي او ((استوى )) له (( استواء)) څخه اخستل شوى،چې د خلقت د کمال او اعتدال مانا ورکوي .
د ((حُکماً وعلماً)) عبارت په قرآن کې درې ځل راغلى ،چې هر ځل پکې حکم له علم مخکې دى،چې حکم د سمې پوهې او د سم ورمندون-قضاوت ځواک ته وايي او ((علم )) پوهې ته وايي.
پيغامونه
١_ د مسؤوليت پر غاړه اخستو لومړى شرط ،جسماني بلوغ او روحي او فکري وسمني درلودل دي (وَلَمَّا بَلَغَ) .
٢_ بلوغ يوازې بدني ودې او جنسي ځواک ته نه وايي؛بلکې د فکر او عقل په کمال پورې هم تړلى ده (بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى) .
٣_ د خداى ژمنه به هرومره پوره کېږي (جاعلوه من المرسلين- ولمابلغ….آيتناه ) .
٤_ د الهي پېرزوېنو رانازلېدل هم مناسبې لارې چارې غواړي (وَلَمَّا بَلَغَ….. آتَيْنَاهُ ) .
٥_ حکمت پر علم مقدم دى (حُكْمًا وَعِلْمًا) .
٦_ له نېکانو سره لطف او ښېګڼه الهي سنت دى (وَكَذَلِكَ) .
٧_ د نېکانو اجر يوازې په آخرت کې نه وي (وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) ( خداى حضرت موسى ته د هغه د احسان په بدل کې حکمت او پوهه ورکړه)
﴿۱۵﴾ وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِن شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ= او ښار ته پر داسې مهال ننووت،چې اوسېدونكي يې (بوخت او) ناخبره وو؛ ناڅاپه يې دوه تنه سړي وليدل، چې پخپلو كې په جګړه بوخت دي : يو يې خپل لاروى و (او له بني اسراييلو و) او بل له دښمنانو و. لاروي يې د مقابل لوري پر خلاف له موسى مرسته وغوښته؛نو موسى هغه يو سوك وواهه؛ نو د هغه کار يې پوره کړ(=ويې واژه) موسى وويل: (( دا (ستاسې جګړه) د شيطان كار دى؛(ځكه) چې هغه دښمن (او) ښكاره بې لارې كوونكى دى.))
ټکي :
ښکاري خو داچې حضرت موسى تر نبوته مخکې له ښاره بهر ژوند کاوه او ايا د انقلابي فعاليتونو له امله هلته اوسېده او يا دې ته،چې د فرعون ماڼۍ له ښاره بهر وه .
پوښتنه :که د خداى پېغمبران معصوم دي؛نوداچې حضرت موسى يو تن پر سوک وواهه او و يې واژه؛نو دا پېښه څنګه منل کېداى او تفسيرېداى شي ؟
ځواب : د(( هذامن عمل الشيطان )) په غونډله-جمله کې د((هذا)) ټکى د هغو دوو سړو نښتې ته اشاره ده؛نه حضرت موسى ته ؛يعنې دا نښه د شيطان چار دى .
حضرت موسى هم د هغه سړي د وژلو هوډ نه درلود او يوازې د يو مؤمن دفاع ته يې دا کار کړى و؛نو ځکه خداى هم هغه پردې وژنه نيوکه و نه کړه او په بل ځاى کې وايي : (وقتلت نفسا فنجيناک من الغم (طه/٤٠)=تا يو فرعوني وواژه او خپه شوې او موږ ته له دې غمه خلاص کړې )
پيغامونه :
١_ د ټولنې خيرغواړي او مصلحان بايد کله د يو ناپېژندګلو په بڼه په غير رسمي توګه ،بې له کوم نوم او نښې په خلکو کې کار وکړي (وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا) .
٢_حضرت موسى تر نبوته مخکې هم ياران او لارويان درلودل (مِن شِيعَتِهِ ) .
٣_که څه هم حضرت موسى د فرعون په ماڼۍ کې لوى شوى و؛خو بېوزليو هغه د تفکر له امله خپل مشر او ملاتړى باله (فَاسْتَغَاثَهُ ) .
٤_ د بېوزليو ملاتړي د الهي اولياووکړنلار ده . (فَوَكَزَهُ مُوسَى).
٥_ انبيا ځواکمن،غيرتي،نارينه،مېړني،د مظلومانو ملاتړي او د ظالمانو دښمنان ول (فَوَكَزَهُ مُوسَى) .
٦_ په لازم وخت کې الهي انسانان له دښمن سره لاس وګرېوانېږي او د خپلو مټو له زوره هم کار اخلي (فَوَكَزَهُ مُوسَى) .
﴿۱۶﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ= (بيا يې) وويل: ((پالونكيه! ما پرځان تېرى وكړ،ما وبښه))؛نو خداى هغه وبښه (ځکه) چې يوازې هغه ښه بښونكى (او) مهربان دى.
ټکي :
پوښتنه : د ((ظلمت نفسى=پر ځان مې ظلم وکړ)) غونډله د يو داسې انسان له خولې اورېدل کېږي ،چې د پېغمبرۍ مقام ته رسېدلى دى ؛ نو دا خبره څه مانا لري؟
ځواب : له ظلمه مراد دلته د غير عمدي (وژنې پر ټولنېزو اغېزو اخته کېدل دي،نه ګناه ،چې د عصمت له مقام سره منافات لري ؛ځکه خداى حضرت موسى سوچه (مخلص) بولي (انه کان مخلصاء) (مريم/٥١) او څوک چې دې پړاو ته رسېدلى وي ؛نو ګناه نه کوي؛ځکه شيطان پخپله منښته کړې،چې په مخلصينو کې د ننووتو وس نه لري (( [ فبعزتک لاغوينهم اجمعين الا عبادک منهم المخلصين ) . (ص/٨٢-٨٣)
پيغامونه :
١_ په دعاګانو کې خداى ته د((رب )) په ټکي غږکوئ (قَالَ رَبِّ) .
٢_ که څه هم يوګناه په لوی لاس نه وې شوې؛خو نه ښايي انسان يې له طبيعي اغېزو غافل شي (ظَلَمْتُ نَفْسِي) (حضرت موسى د مؤمن بچ کولو ته ميدان ته راودانګل ؛خو په ناقصدۍ ترې مړى وشو؛خو په واقع کې ګناهکار وګنل شو؛خو دې عمل يې چار ستونزمن کړ) .
٣_ صالحان ان له هغوکږلاريو،چې له په لوی لاس يې هم نه وي کړي ،له خدايه بښنه غواړي (فَاغْفِرْ لِي ) (حضرت موسى پخپل استغفار له خدايه څوڅيزونه وغوښتل : هم يې د خپل کار ټولنېزې اغېزې لرې کېدل ،هم يې د خپل راتلونکي په باب پرېشاني لرې کوله او هم د فرعونيانو د غچ اخستو دسيسې شنډول ).
٤_ دانبياء دعا قبليږي (فَغَفَرَ لَهُ ) .
﴿۱۷﴾ قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ= موسى ژمنه وكړه چې: ((پالونكيه! ددې لورنې په شكرانه كې به زه هېڅكله د مجرمانو ملاتړ و نه كړم.))
ټکي :
کېداى شي د((أَنْعَمْتَ عَلَيَّ)) په غونډله کې له نعمته مراد الهي بښنه وي .
پيغامونه:
١_ جسمي ځواک يو الهي نعمت دى (بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ) ( حضرت موسى دومره غښتلى و،چې يو کافر يې پر يو سوک له پښو وغورځاوه ) .
٢_ پر نورو ظلم نه کول د الهي نعمتونو د شکر غوره بڼه ده. ( بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ) .
٣_له ګناهکارانو سره مرسته ګناه ده (فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ) ( د ايتونو په رڼا کې د نورو پرګناه راضي کېدل هم ګناه ده ) .
﴿۱۸﴾ فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ= نو سبا يې کړ [او موسى] په ښار كې وېرېدونكى و او هره شېبه يوې پېښې ته سترګې پر لار (او غوږ په اواز) و؛ناڅاپه يې هماغه سړى بيا وليد،چې پرون يې ترې مرسته غوښتې وه، نن بيا ورنه په چغو مرسته غواړي؛موسى ورته وويل: ((په رښتيا چې ته ښكاره بې لارې (او جګړه مار) يې.))
پيغامونه
١_ هره وېره رټل شوې نه ده،خپلو موخوته د نه رسېدو او يا دښمن خپلو هيلو ته له رسېدو نه وېره يوه ستايل شوې وېره ده .( خَائِفًا يَتَرَقَّبُ) .
٢_ د خپلو کارونو د انعکاس او هوډونو په اړه پام ولرئ (يَتَرَقَّبُ ) .
٣_ سره له دې،چې حضرت موسى د فرعون په ماڼۍ کې ژوند کاوه ؛ خو له خلکو سره يې اړيکې درلودې او په خلکو کې پر خيرغواړي مشهور و (يَسْتَصْرِخُهُ).
٤_ هر کار په خپل ځاى او وخت کې وکړئ ( إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ).
٥_ خپل بې پامه ملګري نېمګرتياوو ته يې ورمتوجه کړئ ،غوږونه پرې ورتاوکړئ او ددې امله ،چې خپل مو دى او يا په يوه ډله کې درسره دى ترې مه تېرېږئ . (إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ) .
﴿۱۹﴾ فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِن تُرِيدُ إِلَّا أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ= نو چې كله يې وغوښتل، چې د دواړو پر (ګډ) دښمن بريد وكړي؛ نو هغه په چغو وويل: (( موسئ! ته غواړې و مې وژنې؛ لكه چې پرون دې هم يو سړى وژلى و؟ ته يوازې همدا غواړې، چې په دې هېواد كې سر زورى شې او نه غواړې له سمونپالو شې!))
پيغامونه:
١_د خپلو ملګرو پر ناوړه چارو نيوکې نه ښايي ددې لامل شي ،چې تاسې يې له ملاتړه لاس واخلئ (سره له دې،چې حضرت موسى په تېر آيت کې د ((إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ)) په غونډلې پر خپلو يارانو نيوکه وکړه ؛خو بيا يې هم هوډ نيولى و، چې ملاتړ ترې وکړي ) (أَرَادَ أَن يَبْطِشَ) .
٢_په هرځاى کې نصيحت او خبره ګټه نه لري،کله له زوره هم کار اخستل پکار دي (أَرَادَ أَن يَبْطِشَ).
٣_ په استکباري نظام کې،چې فرعون د خلکو معصوم او بې ګناه ماشومان وژني،ورته خداى ويل کېږي؛خو حضرت موسى ،چې د وژنې نيت هم نه درلود او يو کافر ترې په خطا کې ووژل شو،ورته جبار ويل کېږي (تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ)
﴿۲۰﴾ وَجَاء رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ=(دغه وخت) د ښار له لرې ګوښې [=د فرعونيانو له مركز] يو سړى په منډه راغى او موسى ته يې وويل: (( د قوم مشران ستا په باب مشورې كوي،چې تا ووژني؛ نو له واره (له ښاره) ووځه،بېشكه چې زه ستا له خواخوږيو يم.))
﴿۲۱﴾ فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ= نو موسى په وېره او اندېښنه، چې د هر لوري څارنه يې کوله، له ښاره وووت او دعا يې وكړه چې: ((پالونكيه! ما له ظالمانو وژغوره.))
ټکي :
په دې آيت کې د ((رجل)) له ټکي مراد (( هماغه د آل فرعون مؤمن)) دى،چې د مؤمن (غافر)سورت يې په نوم دى؛ هغه خپل ايمان پټ ساتلى و او په پټه يې له حضرت موسى سره مرسته کوله .
پيغامونه :
١_ حضرت موسى د فرعون په دربار کې پلويان او جاسوسان درلودل (وَجَاء رَجُلٌ) .
٢_ له ظالم سره مرسته په هره بڼه چې وي حرامه ده ؛خو له مؤمنانوسره د مرستې په پار په ظالم حکومت کې کار کول حرام نه دي (وَجَاء رَجُلٌ )
٣_ طاغوتيان خپلې هوساينې او امنيت ته په خلکو او د ښار په مرکز کې نه اوسېږي (أَقْصَى الْمَدِينَةِ) .
٤_ د خلکو د ځان ساتلو ته زيات کوښښونه وکړئ (يَسْعَى) .
٥_ کله په هماغه خپله موقع کې خبرول ،زړه سوى او په کار کې بېړه کول د يوملت برخليک بدلولاى شي (يسعى ) [ نوکه هغه سړي موسى (ع) خبرکړى نه واى او هغه له ښاره وتلى نه واى ؛نو د فرعون مامورينو به وژلى واى ].
٦_د موسى په څېر يو مؤمن انقلابي په خپلو فعاليتونو د کفر ټلواله او پلويان يې حيرانوي (إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ) .
٧_ له طاغوتيانو راچاپېره خلک هم له طاغوت سره په جرم کې شريک دي (يَأْتَمِرُونَ بِكَ) .
٨_ د خائنانو د دسيسو رابربڼدول فرض دي (فَاخْرُجْ) .
٩_د ټولنې خيرغواړي او مصلحان بايد تل هجرت ته چمتو وي (فَاخْرُجْ).
١٠_ د خلکو نصيحتونه او په زړه پورې خبرې د زړه پر غوږنو واورئ (فَخَرَجَ – فَخَرَجَ ) .
١١_ ځان دښمن ته په ګوتو کې ورکولو ته مړانه نه ويل کېږي (فَخَرَجَ ).
١٢_ د انبياوو ژوند له کړاوونو او خپګانونو ډک و (فَخَرَجَ ) .
١٣_خپلې هلې ځلې وکړئ ؛خو پايله يې له خدايه غواړئ (فَخَرَجَ – قَالَ رَبِّ نَجِّنِي) .
١٤_د دعا په څنګ کې سم حرکت او کوښښ هم پکار دى (فَخَرَجَ – قَالَ رَبِّ نَجِّنِي) .
١٥_ الهي مشران په ټولو حالاتو کې له خدايه مرسته غواړي (رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ) (رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي- قصص/١٦) (بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ- قصص /١٧) (رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ – قصص/ ٢٤) .
﴿۲۲﴾ وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ= او چې كله يې مدين ته مخه كړه؛نو و يې ويل: ((هيلمن يم، چې پالونكى مې را ته سمه لار وښيي.))
ټکي:
((مدين)) د شام په سهېل او د حجاز په شمال کې او تبوک ته نږدې پروت دى ،چې هغه مهال د فرعون له واکمنۍ بهر و .
پيغامونه :
١_ خوځښت،هجرت اوله ډول ډول تاکتيکونو کار اخستل ،انقلاب ته پکار چارې دي (وَلَمَّا تَوَجَّهَ ) .
٢_ لومړى حرکت وکړئ او بيا دعا او هيلمن شئ (وَلَمَّا تَوَجَّهَ …..قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي) .
٣_ تل د غوره او نږدې لارو د غوره کولو په لټه کې شئ (سَوَاء السَّبِيلِ) .
٤_ په هر حال کې هيلمنېدل ښه چار دى (عَسَى رَبِّي) .
٥_ سړې تودې د انسانو په روزنه کې الهي سنت دى (وَلَمَّا تَوَجَّهَ .. قَالَ عَسَى رَبِّي) .
٦_ چارې مو د خداى په نامه پيل کړئ (وَلَمَّا تَوَجَّهَ …. قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي) .
٧_ طاغوتي نظامونه د کږلارۍ او بې عقله هوډونو چاپيريال دى؛نو له خدايه سمه لارښوونه غوښتل پکار دي يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ) .
﴿۲۳﴾ وَلَمَّا وَرَدَ مَاء مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاء وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ= او چې كله د مدين د اوبو (څاه) ته ورسېد؛نو ګوري، چې يوه ډله خلك خپل څاروي خړوبوي؛خو د هغو شا ته يې دوې ښځې وليدې، چې خپل څاروي ايساروي (او څاه ته نه نژدې كېږي؛موسى) له ښځو پوښتنه وكړه: (( (له دې كاره) ستاسې موخه څه ده؟(ولې مو څاروي نه اوبه كوئ؟) )) هغوى وويل: ((موږ تر هغو خپل څاروي نه اوبه كوو،تر څو دغه ټول شپانه (خپل څاوري) بو نه ځي او زموږ پلار خورا بوډا دى (او دا كارونه يې تر وسې پوره نه دي.) ))
﴿۲۴﴾ فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ= نو موسى د هغوى څاروي اوبه كړل، بيا يو سيوري ته كېناست او و يې ويل: (( پالونكيه! ما ته چې هر څه خير ښېګڼه راولېږې، زه ورته اړين يم.))
ټکي :
((تذودان )) له ((ذود)) له مادې اخستل شوى،چې د منع کولو او مخنيوي پر مانا دى .
په دې آيت کې د ((وجد)) ټکى دوه ځل راغلى،چې د دوو بېلابېلو کتنو نښه ده،حال داچې که ښځې او سړى سره يو ځاى وي ؛نو پر يوه کتنه به ليدل شوي واى .
پيغامونه :
١_ اوبه ملي سرچينه ده؛نه شخصې (مَاء مَدْيَنَ…. …..النَّاسِ يَسْقُونَ) .
٢_ د ښځو له حيا او کمزورۍ ناوړه ګټنه نه دي پکار،که ښځو ته قانون او ملاتړي سازمانونو جوړ نشي؛نو ډېر سړي به د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي (أُمَّةً …..يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ.)
٣_ د نارينه وو او ښځو ترمنځ بېل چاپېريال يو ارزښت دى،چې د حضرت شعيب لوڼو مراعات کړ (وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ) .
٤_ له خپل موقعيته ناوړه ګټنه پکارنه ده (وَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ) (دواړه ښځې د حضرت شعيب عليه السلام لوڼې وې ؛خو له خلکو يې و نه غوښتل ،چې د پلار په پار دې يې ورته لار خلاصه کړي ).
٥_ د خداى د پېغمبر لوڼو شپونتوب وکړ؛خو هېڅکله يې سوال و نه کړ (امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ) .
٦_ شپنتوب د ډېرو الهي انبياوو چار و (وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ) که پلار مو ډېر زوړ نه واى ؛نو پخپله به يې شپونولي کړې واى .
٧_ پام مو اوسه ،چې شخصي ستونزې مو له خلکو سره له مرستې منع نه کړي (مَا خَطْبُكُمَا) د حضرت موسى خپل ځان په خطرکې و ؛خو بيا يې هم له نورو سره له مرستې لاس وانه خست ) .
٨_ له ښځمنو ملاتړ انساني ارزښت دى (مَا خَطْبُكُمَا) .
٩_ د اړتيا پر مهال د نارينو او ښځو خبرې پروا نه لري (مَا خَطْبُكُمَا) .
١٠_ له نامحرم سره د خبرو پر مهال خلاصه خبره پکار ده (مَا خَطْبُكُمَا) .
١٢_ له کوره بهر د ښځې کار کول پروا نه لري؛خو په دې شرط،چې :
الف : ښځه د کار په چاپيريال کې ځان ته نه وي (امْرَأتَيْنِ ) .
ب: له سړيو سره يو ځاى نه وي (مِن دُونِهِمُ – لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاء)
ج: لوڼوته هم کار کول پکار دي (وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ) .
١٥_ له خلکو سره بې شرطه په بيړه مرسته وکړئ (فَسَقَى لَهُمَا). حضرت موسى،چې د هغوى دوو ښځو سوليز-منطقي دليل واورېد؛نو بې پوښتنې يې د هغوى غوښتنه پر ځاى کړه .
١٦_ د زړه له کومې د خلکو خدمت وکړئ او د خپلې ستونزې هوارى له خدايه وغواړئ (فَسَقَى لَهُمَا-رَبِّ إِنِّي) (حضرت موسى يې ګډو ته اوبه ورکړې ؛خو خپلې لوږې ته يې هېڅ هم ونه غوښتل؛بلکې له خدايه يې مرسته وغوښته)
١٧_هر څه له خدايه غوښتل پکار دي (رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ) .
١٨_ پخپله دعا کې خداى ته لارې مه ښيئ (لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ) ( حضرت موسى سره له دې،چې وږى و؛خو له خدايه يې ډوډۍ له خواړه ونه غوښتل ) .
﴿۲۵﴾ فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ= نو له هغو دوو ښځو يوه خورا په حيا کې راغله او موسى ته يې وويل: ((پلار مې تا غواړي،تا زموږ (پسونو) ته اوبه وركړې دي،چې مزدوري يې دركړي )) موسى چې هغه[=شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته واوروله؛نو ورته يې وويل: ((مه وېرېږه، ته له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې.))
پيغامونه :
١_ له کوره د ښځو بهر وتل بايد د حيا او عفت پر بنسټ وي (تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء) (په قرآن کې د ښځو تر ټولوستر کمال حيا ګڼل شوې ده ).
٢_ په بلنو کې ښځې دې د ښځو له لوري او سړي د سړيوله لوري راوبلل شي (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ) .
٣_ بې بلنې ځان مه ميلمه کوئ (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ) .
٤_څوک چې د طاغوت له لمنې وتښتي ؛نو د خداى د پېغمبر په کورکې به ميلمه شي (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ) .
٥_ پلار بايد د خپل اولاد له کړنو خبر وي او د کړنو پر وړاندې يې مناسب غبرګون وښيي (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَث) ( حضرت شعيب ،چې وليدل لوڼې يې نن وختي راغلې؛نو ددې ژر راتګ پوښتنه يې وکړه او هوډ يې ونيو،چې له حضرت موسى مننه وکړي.)
٦_ ميلمه پالنه او د مسافر خيال ساتل د پېغمبرانو ځانګړنه ده (يَدْعُوكَ) .
٧_ د خلکو خدمت ته ارزښت ورکړئ ( ِيَجْزِيَكَ ) .
٨_ حضرت موسى کار خداى ته وکړ؛خو حضرت شعيب د مزدورۍ په ورکولو ورنه مننه وکړه ،چې دا دوه کارونه يو له بل سره هېڅ منافات نه لري (أَجْرَ مَا سَقَيْتَ ) .
٩_ پېښې،پوهانو او د تفسير او شننې خاوندانو ته بيان کړئ (قَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ ) .
١٠_ د مؤمنانو پايله ،نېکمرغي او خلاصون دى (نَجَوْتَ ) .
١١_د الهي اولياوو ترڅنګ اوسېدل هم پخپله يو ډول امنيت دى (نَجَوْتَ )
١٢_ د انبياوو دعا قبلېږي (نَجَوْتَ ) حضرت موسى پرون دعا وکړه : (رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ – قصص/٢١) او نن اوري : (لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) .
﴿۲۶﴾ قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ= له هغو دوو (نجونو) يوې وويل: (( پلاره! دى په مزدورۍ ونيسه؛ ځكه ډېر غوره سړى چې ته په مزدورۍ نيسې(؛نو همداسې) يو څوك دې وي،چې غښتلى او امين وي.))
ټکي :
امام رضا وويل : حضرت شعيب له خپلو لوڼو وپوښتل : څرنګه پوه شوې، چې دا ځوان امين دى ؟ ورته يې وويل : چې مې ورته ستاسې بلنه ورکړه ؛نو راته يې وويل : زه به مخکې او تاسې راپسې شئ او له شا راته لارښوونه کوئ،چې سترګې مې ستاسى پر بدن ونه لګي (بحار١٣ /٤٤ )
پيغامونه :
١_ ښځې او لوڼې هم په کورنۍ کې د سول-منطق او حکمت پر بنسټ د وړانديز حق لري او له نورو سره هېڅ توپيرنه لري (قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ) .
٢_ د کور ټول غړي دې وړانديزونه ورکړي؛خو وروستى هوډ دې د کور مشر ونيسي (اسْتَأْجِرْهُ).
٣_پاکلمنې ښځې په دې لټه کې وي،چې له کوره کمې ووځي (اسْتَأْجِرْهُ) ( له کوره بهر سختې چارې نارينه وو ته وسپارئ ).
٤_ کار کول ننګ نه دى،د خداى پېغمبرانوهم کارکاوه (اسْتَأْجَرْتَ).
٥_ په ټاکنه کې غوره وټاکئ (خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ) .
٦_ګومارنې ته دوه عنصره ؛وسمني (کارپوهه ) او د امانت ژمنه پکار دي (الْقَوِيُّ الْأَمِينُ) .
٧_ د يو چا تخصص او ژمنه ځان ته په عادي شرايطو کې معلومه کړئ ، بې له دې،چې د مقابل لوري ورته پام وي . (الْقَوِيُّ الْأَمِينُ)
٨_ځينى وګړي په مصنوعي خويونو،چاپلوسۍ او ريا، اصلي واقعيت پټوي؛خو حضرت موسئ په يوه طبيعي صحنه کې د يو کار په کولو کار او کارګرۍ کې ځان وښود .
کار او کارګري
خداى له خلکو د ځمکې آبادي غوښتې،چې بې له کار او کوښښه دا چار ناشونى دى .( وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُّجِيبٌ (هود/٦١)= او د ” ثمود ” قوم ته مو د هغو( قومي ) ورور ” صالح ” (ولېږه) چې و يې ويل:(( زما قومه ! الله ولمانځئ،چې تاسې ته له هغه پرته بل معبود نشته، هغه تاسې له ځمكې پېدا كړئ ا و پرې مېشت يې كړئ ( او د هغې ابادي يې تاسې ته پرېښوده )؛ نو له هغه بښنه وغواړئ، بيا يې درشل ته توبه وكاږئ،چې پالونكى مې (خپلو بند ګانو ته) نژدې او (د هغوى د دعاګانو) قبلوونكى دى .))
په ټول قرآن کې پرنېک عمل زيات ټينګارشوى دی،چې پراخه مانا لري.
الهى انبياء بزګران ،شپانه ،درزيان او ترکاڼاڼ ول.
په سلام کې کار عبادت او د جهاد په څېر دى .(وسائل١٢/ ٤٣)
د بېکارانو دعا نه قبلېږي.
کار د جسم او روح د روزنې،د بې کارۍ د وخت د ډکولو، له فساده د مخنيوي، د ودې نبوغ او نوښت،د وټيزې پراختيا،عزت او پر ځان د بسياېنې او له نورو سره د مرستې لامل دى.
قرآن وايي : هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ ( ملک/١٥) =(الله) هغه دى،چې ځمكه يې تاسې ته اېل كړه؛ نو په څنډوكې يې ګرځئ او (د خداى حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ چې د مړيو) ژوندي كول يوازې د هغه لوري ته دي .
اسلام د کارګر مټو ته ځانګړى مقام ورکړى دى او د کارګر حق ته پاملرنه، زړه يې خوشحاله ساتل ،پر وخت يې مزدوري ورکول او ورسره له ټاکل شوې مزدورۍ د اضافه مزدورۍ پر ورکړه خورا ټينګارکړى دى؛لکه څرنګه چې يې پر بزګرۍ ټينګارکړى او د يوې ونې د خړوبولو ثواب يې يو مؤمن ته د اوبو ورکولو هومره بللى دى.
حضرت علي کرم الله وجهه د خپل خلافت پر خپل والي ته سپارښتنه وکړه: پر بزرګرانو دې ظلم ونشي او د مالياتو په اخستوکې ورسره مراعت وکړې.
فکري کار هم خورا ارزښت لري،تردې چې يو ساعت فکر تر کلونو عبادته غوره ګڼل شوى دى .
په کار کې پر لټۍ او ناغېړۍ نيوکې شوي،تردې چې رسول اکرم وويل: خداى خو داسې خوښ او خوشحاله وي،چې که څوک کوم کار کوي ؛ نو هغه دې په ښه توګه ترسره کړي .
قرآن وايي : چې له يو مهم کاره خلاص شوئ ؛نو بل مهم کار پېل کړئ (فاذا فرغت فانصب )؛نو بې کاري رټل شوې ده .
هو! بيکاري د ستړيا،ستومانۍ، ناغېړۍ او د شيطاني فعاليتونو او د فتنې د راولاړېدو او پراختيا لامل ده.
البته اسلام کار ته يو وخت ټاکلى او هغوى چې د رخصتۍ پر ورځ کار کوي،ورته متجاوز ويل شوى دى (وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَواْ مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ (بقره/٦٥)=او بېشکه تاسې خو د خپل قوم هغه ډله پوره پېژنئ، چې د شنبې پر ورځ يې ګناه كړې وه، موږ ورته وويل ((د رټل شويو (او ذليلو) بيزوګانو په څېر شئ! )).
امام رضا وويل : مؤمن بايد خپل وخت پر څلورو برخو وويشي کار، عبادت ،خوند،د دوستانو ليدو او د ژوند د چارو ترسره کولو ته .که داسې ونه کړي ؛نو انسان پر يو حريص عنصر واوړي ،چې پر حرص ډېرې زياتې نيوکې شوي دي.
اسلام ته د کارڅرنګوالى ارزښت لري ،نه څومره والی (هود/ ٧) .
هر خوا ته، چې يې واړوې اسلام کار ته خورا ارزښت ورکړى؛ په يوه حديث کې راغلي : د خداى بېکاره اود ډېر خوب خاوندان نه خوښېږي (وسائل ١٢/٣٧)
امام باقروويل : څوک چې د دنيا په چار کې ناغېړی وي ؛نو د آخرت په چار کې خو به ډېر ناغېړی وي .( وسائل ١٢/٣٧) .
په حديث کې وايو : يو فقير او بېکاره پېغمبر ته راغى او مرسته يې وغوښته. پېغمبر اکرم وويل: څوک په کور کې تبر لري ؟يو وويل :زه يې لرم؛ هغه تبر راووړ او پېغمبر اکرم ورته له هغه لرګي پنډ جوړ کړ،چې ورسره وو او ور يې کړ او ورته يې وويل : دا د کار وسيله او کوښښ پرتا دى . له دې خبرو څوټکي راوځي :
١_ انبياء د خلکو د ژوند په فکر کې وي .
٢_ د ټولنې تر ټولو کمزوري وګړي د ټولنې له مشر سره کتلای شي .
٣_ ټولنه مرستې ته اړتيا لري ،تبر له يو چا او لاسکى د بل چا او همغږي او تبر جوړول د پېغمبر اکرم په واسطه .
٤_ له فقرسره مبارزې ته بايد د توليد وسايل د ټولنې کارنده ځواکونو ته ورکړل شي .
﴿۲۷﴾ قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ=(شعيب) وويل: (( زه غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ته يې ګورې) په نكاح دركړم، په دې (شرط)، چې ته راسره اته كاله مزدوري وكړې؛ نو كه لس كاله پوره كړې؛نو هغه به دې (له راسره احسان) وي، زه نه غواړم پر تا دروند پېټى كېږدم،ته به ما ان شاالله له نېکانو ومومې.))
ټکى :
موږ کړاى شو خپلو چارو ته الهي رنګ ورکړو؛لکه څرنګه چې قرآن وايي : ( صبغة الله ومن احسن من الله صبغه ) ( بقره/١٣٨) چې خپل مخ او لاس وينځو،بايد د اودس په نيت يې ووينځو،چې کېنو؛نو د پېغمبر اکرم په څېر مخ په قبله کېنو،د بري ليک او مقام پر ځاى د خداى رضا ته زده کړه وکړو، خپلې مېرمنې ته چې څه يا جامې اخلئ ؛نو د ديني اخترونو په مناسبت يې واخلئ، خپل اولاد ته چې ډالۍ ورکوئ ؛نو هله يې ورکړئ ،چې په کوم مانيز کمال کې يې پرمختګ کړى وي؛لکه څرنګه چې يې په دې آيت کې د اته کلونو پر ځاى وويل : د اتو حجونو هومره.
پيغامونه :
١_ که يو چار د سړيتوب او له بېوزليو د ملاتړ په موخه وشي؛نو پر مانيز اجر سربېره دنيوي اجر هم لري (قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ) ( د حضرت موسى عليه السلام ځان په خطر کې و؛خو اوس پردې سربيره،چې په امنيت کې دى، د ژوند او مېرمن خاوند هم شو) .
٢_ د واده ښه دودونه (؛لکه د انجلۍ کور ته تګ او ورسره د پلار په شتون کې خبرې ) بايد د خداى له پېغمبرانو زده کړو (إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ – أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى) .
٣_ تر واده مخکې د زلمي پېژندنه يو اړين آر دى (وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ- قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ) ( حضرت موسى په رښتينې توګه خپل سرګذشت حضرت شعيب ته ووايه او چې شعيب (ع) پر موسى (ع) پوره ډاډ پيدا کړ؛نو هله يې پر خپلې لور د موسى مارکه ومنله ) .
٤_ که ډاډ مو حاصل کړ،چې يو زلمی د کار وسه او ورسره مينه لري ؛نو خير دى که اوس مادي امکانات او کور نه لري ؛له واده سره يې هوکړه وکړئ )( إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ).
٥_ څه پروا لري،چې که د واده وړانديز د لورد پلار له اړخه وشي (إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ) .
٦_ په واده کې د لوڼو په منځ کې د مشرې او کشرې نوبت ته کتنه تل اړين کار نه دى( إِحْدَى ابْنَتَيَّ) حضرت شعيب (ع) حضرت موسى ته وويل : غواړم يوه له مې درواده کړم؛خوشرط يې ونه کړ،چې مشره درکړم که کشره ) .
٧_ پلار ته پکارنه دي،چې د لوڼو په ودونو کې توپير راوړي (إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ) .
٨_هلک او انجلۍ دواړه کړاى شي د مارکې پر مهال يو بل ته مخامخ کېني ( هاتين) .
٩_جنسي غريزې ته مو پام اوسه ،چې پياوړې غريزه ده ،ان په نبوي کورنۍ کې د کور او کار د چاپيريال امن ته ،لومړى د واده خبره کېږي او بيا د ګومارنې (أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ = عَلَى أَن تَأْجُرَنِي) .
١٠_ واده له مهر سره يو ځاى وي (عَلَى أَن تَأْجُرَنِي) .
١١_ ضرور نه ده،چې مهر دې مال او شتمني وي،حضرت شعيب حضرت موسى ته وويل : لور به مې درواده کړم؛خو په دې شرط ،چې (اته کاله به راته کار کوې (تَأْجُرَنِي ) ( البته د اسلام په شريعت کې بايد د د ديني پوهانو د فتواوو له مخې عمل وشي ) .
١٢_ د تړونونو مهال ويش د عبادت او مانيزو چارو پر بنسټ چمتو کړئ (ثَمَانِيَ حِجَجٍ) ( د اته کالو پر ځاى يې وويل : اته حجونه ) .
١٣_ د ښه کارونو د دودولو يوه لار د مانيزو وختونو(ايام الثه ) لمانځل دي (ثَمَانِيَ حِجَجٍ) .
١٤_ د نبوت مقام د مهر او د سوداګرۍ د مال په باب د خبرو مخنيوى نه کوي.( ثَمَانِيَ حِجَجٍ) .
١٥_ د حج مراسم په تېرو اديانوکې هم وو(حِجَجٍ ) .
١٦_ د انجلۍ پلار،چې له هلک سره د مهر په باب خبرې کوي ؛نو لږ تر لږه (تر ټولو لږ دې ووايي ) او نور دې يې د زلمي خوښې ته پرېږدي ،چې څومره يې زياتولاى شي (فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ) . حضرت شعيب حضرت موسى ته وويل : که اته کاله بيا لس کاله کوې ؛نو بيا ستا خوښه ده
١٧_ د مهر په چارو کې پر زلمي ډېره تنګسه مه راوړئ (فَمِنْ عِندِكَ) .
١٨_ د انجلۍ پلار دې د واده په چارو کې ډېره سخت ګيري نه کوي (وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ) .
١٩_ د مهر د اېښووو پر مهال د زلمي وټيز حالت په پام کې نيول پکاردي .( أَشُقَّ عَلَيْكَ)
٢٠_ صالح انسانان نه دي هغوى چې پر خپلو کارګرانو او ترلاس لاندې خلکو سخت ګيري کوي (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ) .
٢١_ زلمى بايد د نويو خپلوانو له اړخه پوره ډاډه وي (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ) .
٢٢_ بې د انشاءالله ويلو او له خدايه د مرستې له غوښتو پرته چا ته راتلونکى ته وعده مه ورکوئ (إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ) .
٢٣_ د زلمي او ناوې د کورنيو په منځ کې متقابل ډاډ اړين چار دى (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ) .
د واده ارزښت :
په روايتونو کې راغلي : واده د نيم دين د ساتلو لامل دى . د واده شوي انسان دوه رکعته لمونځ د ناواده شوي انسان له اويا رکعتونو سره برابر دی . د واده شوي انسان د خوب ثواب د ناواده شوي انسان تر روژې ډېر وي ( ميزان الحکمه ) ډېر خلک واده د بېوزلۍ لامل بولي؛خو د خداى رسول وايي: واده رزق پراخوي او همداراز وايي: څوک چې د تنګ لاسۍ له وېرى واده نه کوي،له موږ ځنې نه دى او پر خدا شکي شوى دى (ميزان الحکمه ) .
په نورو روايتونو کې راغلي: څوک چې د يو مسلمان ورور واده ته لاس پورته کوي ؛نو خداى به پرې د قيامت پر ورځ ځانګړې پېرزوينې وکړي ( کافى ٥/ ٣٣١)
قرآن پر واده سپارښتنه کړې او بيا بيا يې سپارښتنه کړې ،چې له بېوزلۍ مه وېرېږئ ،که لاس مو تنګ وي ؛نو خداى به مو پر خپل فضل او کرم مړه خوا کړي . ( نور/٣٢ ) .
واده د ډاډمنۍ لامل دى، واده کورنۍ نږدې کوي،زړونه او د پاک نسل د روزنې او د لاسنيوي روحيه راژوندۍ کوي.
بيا روايتونه وايي : واده ته بيړه وکړئ ،د يوې انجلۍ،چې د واده وخت راورسيد؛د هغى پخې او رسېدلې مېوې مثال لري ،چې که له ونې را ونشوکېږي؛نو ورسته به شي (ميزان الحکمه ).
د مېرمنې ټاکنې ته په عمومي توګه د خلکو کچې دا وي : شتمني،ښکلا،حسب و نسب ؛خو په حديث کې راغلي : ستا دې د مېرمنې د ټاکنې محور ګروهه، اندنه او ليدانه وي . (کنزالمعال/ ٢٤٦٦٠٢) .
په يوه حديث کې راغلي : ډېرى داسې ښکلا دي ،چې د هلاکت لاملېږي او هم شتمنۍ دي،چې د ګناه لامل دي ( ميزان الحکمه ) .
د خداى رسول وويل : که د لور پر مارکه مو راغلل،که د هغه دين او اماتنوالي مو خوښه وي؛نو منفي ځواب مه ورکوئ؛ګنې پر ستره فتنه او فساد به ککړ شئ. (بحار١٠٣/٣٧٢)
د لور د واده په اړه يو چا له امام حسن سره مشوره وکړه؛نو ورته يې وويل : لور دې متقي ته ورکړه،چې که لور دې يې خوښه وي ؛نو درناوى به يې کوي اوکه خوښه يې نه وي ؛نو د تقوا له امله به پرې ظلم او تېرى نه کوي .(مکارم لاالخلاق . ا/ ٤٤٦ ) .
روايتونه وايي : هغوى ته لور خور مه ورکوئ، چې الکلي مشروبات څښلي ،بد اخلاقه وي ا وسم فکري خط ونه لري او په سمه کورنۍ کې نه وي لوى شوى. ( ميزان الحکمه ) .
﴿۲۸﴾ قَالَ ذَلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ= موسى) وويل: (( (سمه ده) دا تړون دې زما او ستا ترمنځ وي؛ البته له دې دواړو مودو،چې زه هر يوه پوره كړم؛نو بيا به پر ما كوم زياتى نه وي (او زه به يې په ټاكنه كې خپلواك يم) او څه چې وايو خداى پرې شاهد دى.))
ټکي :
د((أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ)) عبارت دوه ډوله مانا شوى دى: يو داچې که د انجلۍ مهر اته کاله وي او که لس ،پر ما هېڅ ظلم نه دى او بله مانا يې دا ده ،چې تردې دوو وختونو وروسته،چې مې غوښتل درنه ولاړ شم؛نو نه ښايي څوک مې مخنيوى وکړي. زه به د تړون د مودې هومره پاتې شم او تر هغې وروسته به زه په خپل واک کې يم .
پيغامونه :
١_د واده په نکاح کې ( د طلاق پر خلاف) شاهدانو ته اړتيا نشته (بَيْنِي وَبَيْنَكَ).
٢_په تړونو کې ځان ته اختيارات په پام کې ونيسئ او په ځينې ځايونو کې خپل لاس خلاص پرېږدئ (أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ) .
٣_ پر خداى ايمان د تړونو سلامتيا ډاډمنوي (وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ)
﴿۲۹﴾ فَلَمَّا قَضَى مُوسَىالْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِن جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ= نو چې كله موسى موده پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره (له مدين څخه مصر ته) روان شو؛نو د طور له لوري يې يو اور وليد؛خپلې كورنۍ ته يې وويل: (( تم شئ، ما اور ليدلى دى؛(زه ځم) چې تاسې ته له هغه ځايه څه خبر راوړم يا له هغه سكروټه راواخلم، چې ځان پرې تود کړئ.))
ټکي :
د((آنَسْتُ)) ټکى د هغه کتنې پر مانا دى،چې له انس او ډاډ سره وي . د ((جَذْوَةٍ)) ټکى د ټوکړې په مانا دى د (( َصْطَلُونَ )) ټکى د ((صلى)) له جرړې دى،چې په اور د ګرمېدو پر مانا دى .
خپلې ښځې ته د حضرت موسى ټول خطابونه د جمعې له ضمير سره راغلي (( امکثوا= آتيکم = لعلکم = تصطلون )) کېداى شي دې ته وي،چې هغه لس کاله ژوند،چې حضرت موسى له خپلې ښځې سره کاوه، اولاد يې هم درلود .
په دې آيت کې د ((وَسَارَ بِأَهْلِهِ )) ، ((آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ)) ،(( لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ)) له جملو او د سوره طه (( اجدعلى النار هدى) له غونډلې جوتېږي،چې حضرت موسى د شپې حرکت کړى و،چې تپه تياره او ساړه وو ،چې په دې ترڅ کې يې لاره هم ورکه کړه .
پيغامونه :
١_ مؤمن پخپله خبره او ژمنه ولاړوي (قَضَى مُوسَى الْأَجَلَ) .
٢_نه ښيي ښځه او اولاد د هجرت خوځښت او د مسووليت د ترسره کولو د مخنيوي لامل شي او هغوى ته هم نه ښيې،چې سړي پرېږدي؛بلکې ورسره يو ځاى به وي . (وَسَارَ بِأَهْلِهِ ) .
٣_ پر کوم ځاى چې ډاډ نه لرئ ؛نو خپله کورنۍ هلته مه وړئ . (امْكُثُوا) د اور ليدل د ((إِنِّي آنَسْتُ نَارًا)) له غونډلې سره قرينه يې حضرت موسى ته ځانګړى وه . او حضرت موسى ته ناڅرګند او مبهم و؛نو له کورنۍ يې وغوښتل ،چې هماغلته پاتې شي،چې پخپله هغه اور ته ورشي .
٤_چې پوهېږئ يو چار نشئ کړاى؛نو چا ته يې وعده هم مه ورکوئ (لَّعَلِّي آتِيكُم – لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ) [ د (((لعل)) ټکې د ښايي پر مانا دى ؛ يعنې کېداى شي خبر يي راوړم او يا ګرمولو ته څه اور.]
٥_ سړى د ښځې او کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو مسئوول دى (لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ) .
٦_عرفان او د کمال لوړو پوړونو رسېدو ته په کار ندى ،چې ښځه او بچي پرېږدې ؛بلکې انسان کړاى شي پخپل عادي او طبيعي ژوند هم د عرفان او د کمال لوړ پوړونو ته ورسي .( سَارَ بِأَهْلِهِ…….قَالَ لِأَهْلِهِ…. لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ) .
﴿۳۰﴾ فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِي مِن شَاطِئِ الْوَادِي الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَن يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ= نو چې كله هغه (اور) ته ورسېد، د ناو د ښي غاړې په هغه بركتي ځمكه كې له ونې غږ وشو چې: (( په رښتيا همدا زه الله يم؛ نړۍ پال.
ټکي :
د ((شاطى)) ټکى د غاړې او ساحل=کڅ مانا ورکوي او د (( وادى )) ټکى د سيند او درې مانا ورکوي. ((بقعة )) هغه ټوټه ځمکې ته ويل کېږي ، چې د خپل شاوخوا له ځمکې سره توپير ولري .
خداى کړاى شي هر ډول وحې راولېږي . خداى کړاى شي زړونو ته الهام وکړي يا داچې پرښته راولېږي يا ان له يوې ونې غږ راپورته کړي او يا له خپل پېغمبرسره خبرې وکړي ؛لکه د شورى په سورت کې چې لولو:
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ( شورى/٥١)= او له هېڅ بشر سره وړ نه ده، چې خداى ورسره خبرې وكړي؛خو په (نېغه) وحې (په خوب كې يا په الهام يا اشارې سره)،يا د پردې تر شا يا (له پرښتو) كوم استازى لېږي؛نو څه چې غواړي، پخپله اجازه يې وحې كوي؛(ځكه) چې هغه لوړ مقامى حکيم دى.
پيغامونه :
١_ ځينى ځايونه سپېڅلي وي (الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ) .
٢_ په کوم ځاى کې،چې تعجب وي ؛نوب ايد ډېرټينګار وشي ،مؤمن چې د لومړي ځل غږ واوري ؛نو تعجب کوي له همدې امله د خداى کلام له ((إِنِّي أَنَا)) سره په ټينګار راغلى (إِنِّي أَنَا) .
٣_ نا پيژندګلو ته ځان وروپېژنئ (إِنِّي أَنَا اللَّهُ) .
٤_خداى د خپلې ارادې پلي کولو ته فکرونه په يوځانګړي بهير کې اچول. حضرت موسى اور پيدا کونې او د کورنۍ ګرمولو ته هغې خو اته راکښودل شو؛خو د خداى موخه بل څه وه (إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ……….. إِنِّي أَنَا اللَّهُ) .
﴿۳۱﴾ وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ= او (ويې ويل:) همسا دې وغورځوه؛ نو چې (همسا يې وغورځوله او) و يې ليدل،همسا د مار په څېر خوځېږي، (وډارشو او) شا يې واړوله، وتښتېد او ان تر شا يې هم و نه كتل.(غږ وشو:) موسئ! راوګرځه او مه ډارېږه،بېشكه چې ته له ژغورليو ځنې يې.
پيغامونه :
١_ خداى له هرڅه معجزه جوړواى شي (أَلْقِ عَصَاكَ) .
٢_ سترو دندو ترسره کولو ته بايد کړلار له مخکې تمرين او تکرار شي (أَلْقِ عَصَاكَ) (حضرت موسى لومړى پخپله بايد معجزه وويني،چې وکړاى شي،خلکوته يې وروښيي.
٣_ انبياء هم په بشري چارو کې د نورو انسانانو په څېر تشويش لري (لَا تَخَفْ ) .
﴿۳۲﴾ اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ= لاس دې په خپل ګرېوان كې ننباسه،چې بې له كوم عيبه تك سپين (او ځلېدونکى) راووځي او د وېرې د لرې كېدو لپاره دې خپل مټ له ځان سره جوخت کړه؛نو دا دوه [=د همسا او تك سپين لاس معجزې] ستا د پالونكي له لوري څرګند دلايل دي،(چې بايد) فرعون او د هغه (هېواد) مشرانو ته يې (يوسې)؛(ځكه) هغوى سرغړانده خلك دي.))
﴿۳۳﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ=(موسى) وويل: ((پالونكيه! ما له هغوى يو تن وژلى دى، وېرېږم چې وبه مې وژني.
ټکي:
د ((وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ)) غونډله يا په دې مانا ده،چې د وېرې پر مهال لاسونه دې پر سينه ير په ترخګونو کې ږده ( د ځينو پر خلاف چې کله وډار شي؛نو لاسونه پورته وړي) او يا د همت ملا تړلو،هوډ نيونې او مخکې تګ په مانا ده. (الميزان تفسير)
په تورات کې راغلي : چې کله حضرت موسى لاس په ګرېوان کې ښکته کړ؛نو لاس يې د برګي رنځ ونيو او د واورې په څېر سپين واوخوت (تورات سفر خروج،څلورم باب،٦ جمله)؛خو قرآن کريم د حضرت موسى د لاس د سپين والي لامل د برګي رنځ نه ګڼي؛بلکې هغه د الهي ځواک نښه ګڼي،چې د برهان او استدلال پر وړاندې کولو کې د هر ډول شک او اړنګ لار بنده کړي. (بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ)
پيغامونه:
١-د قهر له نښو سره د پېرزو نښې هم اړينې دي. (تهتز کانها جان-بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ) ( د وېرونکي مار ترڅنګ ځلېدونکى لاس هم اړين دى)
٢- الهي معجزات نيمګړتيا او عوارض نه لري (مِنْ غَيْرِ سُوءٍ)
٣-بلنه او ښوونه بايد سوليزه او الهي اډانه ولري. (بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ)
٤-د ټولنې سمونې لپاره بايد ړومبى د فساد په جرړو او سرچينو پسې ولاړ شو . (إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ)
٥- د قصاص قانون پخوانۍ مخينه لري . (قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ)
٦-هڅونه او وېرونه،ګواښ او زېرى د روزنې دوه بنسټيز عناصر دي. (بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ)
٧-د مسئووليت په منلو کې خنډونه مطرح او و ارزوئ .(فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ)
﴿۳۴﴾ وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ= او زما د ورور هارون ژبه ترما ښه روانه ده؛نو ته هغه راسره مرستيال ولېږه،چې تائيد مې كړي؛ځكه وېرېږم چې ما به دروغجن وګڼي.))
﴿۳۵﴾ قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ= ويې ويل: (( ژر به ستا مټ ستا په ورور ټينګ (او پياوړى)كړو او تاسې دواړو ته به برلاسي در پر برخه كړو او زموږ د نښو په بركت به تاسې ته هېڅ زيان و نه رسولاى شي،تاسې او ستاسې لارويان بريالي دي.))
ټکي :
هارون (په لغت کې غر ميشتي يا قاصد ته وايي) د حضرت موسى مشر ورور،د بني اسرائيلو له انبيا وو و،چې په قرآن کې ستايل شوى دى .
حضرت موسى په خپل ماموريت کې له دوو څيزونو وېرېده ،يو د قتل له قصاصه (إِنِّي فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ) او بل د حق له دروغ ګڼلو (إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ) .
د دندې د سپارلو پر مهال د يو انسان ټولو اړخونو ته پام وکړئ . که څه هم حضرت هارون په عمر او خبرو کې تر حضرت موسى مشر او خوږ ژبى و؛ خو حضرت موسى ته د نورو وړتياوو او ځانګړنو له امله دا دنده ورسپارل شوې وه؛ البته حضرت هارون هم الهي پېغمبر و.
د تبليغ، ارشاد،پر نېکيو امر او له بديو د منع کولو په طريقه کې بايد کله دوه تنه يا ډېر وګړي پکار لاس پورې کوي (ارسله معى )
پر نېکيو امر او له بديو منع کې اصلي ټکى اغېز کول دي؛که اشاره اغېزکوي؛نو اشاره وکړئ، که خبره اغېزکوي؛نو د زمانې شرايطو ته ليدل پکار دي او د وخت له مخې ګام اوچتول پکاردي.
پيغامونه :
١_د نورو پرکمالاتو منښته پخپله کمال او ارزښت دى . (هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي) حضرت موسى سره له دې،چې اولوالعزم پېغمبر و؛ خو د خپل ورور پرکمال منښتى و .
٢_ خوږه او روانه ژبه تبليغ ته اغېزمنه ده (هُوَ أَفْصَحُ) .
٣_ تبليغ ته له غوره لارې ګټه واخلئ (هُوَ أَفْصَحُ) .
٤_ له هر ځواکه پخپل ځاى کې کار واخلئ (هُوَ أَفْصَحُ) ( هارون روانه ژبه درلوده او په دې تبيلغي دنده کې خوږې او روانې ژبې محوري ونډه درلوده؛نو ځکه حضرت موسى له خدايه وغوښتل،چې ورسره يې مرستيال کړي .)
٥_ پکار نه ده ،چې چارواکي پر ټولو کمالونو سمبال وي (هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي) ( سره له دې،چې اصلي مسئوول حضرت موسى و ؛خو په ځينې چارو کې حضرت هارون غوره و) .
٦_ په يو الهي رسالت کې دويم تن هم بايد خداى وټاکي (سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ)؛ لکه څرنګه چې ګروهمن يو د اسلام د پېغمبر ځايناستى هم بايد خداى وټاکي ) .
٧_ د خپلوانو ايمان او ملاتړ پر نورو اغېز ته اړين چار دى (يُصَدِّقُنِي)
٨_د انبياوو دعا قبلېږي (فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ- سَنَشُدُّ عَضُدَكَ) حضرت موسى له خدايه وغوښتل ،چې ورور يې حضرت هارون د هغه مرستيال کړي او خدای هم ورسره ومنله ) (ارسل معى-شنشد عضدک)
٩_ غوره ورورولي د حق د تاييد ورورولي او د خداى د امر پلي کولو ته د يو بل مټ کېدل دي (سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ) .
١٠_ د انبياوو لړۍ د الهي آيتونو تر سيورې لاندې بشپړېږي.( فَلَا يَصِلُونَ – إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا) .
١١_ان انبياء هم هيلې او ډاډ ته اړتيا لري . خداى حضرت موسى، حضرت هارون او لارويانو ته يې د بري زېرى ورکړ او هغوى يې ډاډمن کړل (أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ) .
۳۶- فَلَمَّا جَاءهُم مُّوسَى بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ = نو چې کله موسى هغوى ته زموږ له څرګندو نښو سره ورغى؛نو هغوى وويل: ((دا خو يوازې له ځانه جوړې شوي كوډې دي او (موږ) پخپلو نېکونو کې دا (خبرې) ندي اورېدلي!))
پيغامونه :
١_تور د مستکبرانو پر لاس د سمونپالو پر خلاف تر ټولو ستره وسله ده (مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى)
٢_ د الهي پېغمبرانو ښوونې،د تېرو خلکو د دودونو تابع نه وې (وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا)
٣_ د عقايدو په منلو کې کچه منطق او برهان دى؛ نه د پلار نېکه خبرې (وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا)(داچې يو تفکر له پخوا په ټولنه کې نه و ؛ نو مانا يې دانه ده ،چې سم به نه وي )
٤_ د خواشينۍ خبره ده،چې ځينې انسانان څرګند منطق له پخوانيو تپو تيارو ځاروي ( جاوهم باياتنا بينات – وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ )
۳۷- وَقَالَ مُوسَى رَبِّي أَعْلَمُ بِمَن جَاء بِالْهُدَى مِنْ عِندِهِ وَمَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ =او موسى وويل: ((زما پالونكى د هغه (پرحال) ښه خبر دى، چې د هغه له لوري يې لارښوونه راوړې ده او(همداراز پوهېږي) چې (په دنيا اواخرت كې) د چا پاى ښه كېدونكې ده. هو، ظالمان بريالي كېداى نشي. ))
ټکي : په تېر شوي آيت کې راغلي، چې فرعونيانو په پوره گستاخۍ الهي معجزې کوډې وګڼلې او څرگنده يې کړه،چې موږ داسې خبرې له خپلو نېکونو نه دي او رېدلي ؛نو په دې آيت کې حضرت موسى يې په ځواب کې وويل : تاسې دروغجن ياست ؛ځکه له ما مخکې د حضرت يوسف په څېر انسانانو ستاسې نېکونه سمې لارې ته رابلل او د حضرت ابراهيم دين يې دوداوه.
پيغامونه :
١_د هغو خلکو پر وړاندې پر خداى توکل په کار دى ،چې الهي معجزې کوډې گڼي .( ماهذا الاسحر… ربى اعلم ….)
٢_ پوچې خبرې په الهى خبرو خنثى کړئ ( ما هذا الاسحر ربى اعلم…)
٣_خداى ټولو خلکو ته پېغمبر رالېږلى دى ( ربى اعلم بمن جاء بالهدى )
٤_هغوى چې سمه لاره موندلې؛نو پايله يې ښه ده ( له عاقبة الدار)
٥_ معاد ته د خلکو پامول د الهي انبياوو ستره دنده وه ( من تکون له عاقبة الدار)
٦_ هغوى چې الهي پېغمبرانو ته کوډگر وايې؛داسې ظالمان دي،چې ناوړه پاى لري ( لايفلح الظالمون )
۳۸- وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ = او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه تاسې ته كوم بل خداى نه پېژنم.(خو د لا ډېرې څېړني لپاره) هامانه! ماته پرخټه باندې اور بل كړه (خښتې پخې كړه) او ماته يو (لوړ) برج جوړ كړه، ښايي چې د موسى د خداى (پرحال) خبر شم او زه خو په ټينګه هغه دروغجن ګڼم.))
ټکي :
د((صرح )) ټکى د لوړې او دنگې ماڼۍ پر مانا دى . دا آيت راښيي ، چې په پخواني مصر کې هم د خښتو سترې بټۍ وې،چې د اوچتو او سترو برجونو د جوړولو ځواک يې درلود .
پيغامونه :
١_استکباري روحيه ، د حق د مننې مخه نيسي، فرعون وويل : له ځان پرته درته بل هيڅ خداى نه پېژنم ( ما علمت لکم من اله غيرى )
٢_مستکبران خپل عقايد پر نورو پر زور تپي ( ماعلمت لکم من اله ).
٣_د مستکبرانو شعار دادى: څه چې نه پېژنم؛نو نشته ( ماعلمت ) .
٤_پر ظاهري سترگو د خداى ليدل فرعوني تفکر دى ( اطلع الى اله موسى )
٥_خلکو ته ځواک ښوونه،د څېړنې په نامه غولول او د اذهانو اړول د مستکبرانو يودود دى. (فاوقد لى يا هامان…)
٦_مستکبران خپل ځان د هر څه محور بولي ( فرعون به په هر ځاى کې ځان مطرحاوه ( ماعلمت –غيرى – اوقدلى – فاجعل لى – لعلى اطلع – انى لاظنه)
۳۹- وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ = او (په پاى كې) هغه (= فرعون) او لښكر يې پر ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او و يې ګڼله، چې دوى زموږ لوري ته نه راګرځول كېږي.
پيغامونه
١_ خلک د واکمنو په دين وي ( استکبرهو وجنوده ) .
٢_د قرآن د ستاينو او نيوکو کچه حق دى ( بغير الحق ) .
٣_د دنيا پر تلپاتې والي ګروهه، د استکباري خوى ځانگړنه ده ) (وظنوا انهم الينا لا يرجعون )
٤_معاد هېرول او ورته پام نه کول د استکبار پر لور تگ دى ( لا يرجعون)
استکبار او مستکبر
د تاريخ په اوږدو کې داسې خلک پيدا کېدل،چې مغرور به ول او ځان يې د هر څه مرکز او محور باله، په دې سورت کې فرعون وايي : ( ما علمتم لکم من اله غيرى ) زه درته له ځان پرته بل معبود نه پېژنم او کله، چې کوډگرو پر حضرت موسى ايمان راوړ؛نو و يې ويل : ( آمنتم به قبل آذن لکم ) ايا زما له اجازې پرته مو پر موسى ايمان راوړ؟
فرعون تمه لري ،چې هيڅ څوک دې،د هغه له اجازې پرته پر څه شي عقيده ونه لري . نن هم ځينې فرعونان او ځواکونه شته ،چې ځانونه يې د نړۍ د سياست او اقتصاد محورکړي.
مستکبران د ځواک ښوونې لپاره کله يو کس ،ډله يا هېواد له منځه وړي او يا ورسره مرستې کوي؛لکه نمرود،چې حضرت ابراهيم ته وويل : ( انا احيى و اميت) (بقره/٢٥٨) ددې خلکو ژوند او مړينه زما په لاس کې ده . څوک چې وغواړم وژنم يې او چې و يې وغواړم ؛نو له زندانه يې خلاصوم.
مستکبران کله د دنيا ماديات خلکو ته رامخې ته کوي ؛لکه چې فرعون به ويل : ( اليس لى ملک مصر وهذه الانهار تجرى من تحتى ) ايا د مصر حکومت زما نه دى ؟ آيا نه وينئ،چې دا ويالې زما تر ماڼـۍ لاندې بهېږي ؟ ( زخرف / ٥١ )
مستکبران کله په غرور خلک ځان ته تسليموي . فرعون هغو کوډگرو ته،چې ايمان يې راوړ، وويل : ( لا قطعن ايديکم و ارجکلم من خلاف ) ( لاسونه او پښې به مو سرچپه غوڅې کړم . ( اعراف / ١٢٤ )
مستکبران کله په بې ځايه ځان ښوونې، ساده خلک د ځان مريانوي. قارون به داسې په کوڅه او بازارکې گرځېده ،چې ظاهري دنيا پرسته خلکو به د حسرت اوسيلې ايستل او ويل يې : کاشکې موږ ته هم هغه څه وي،چې د قارون لپاره دي . ( قصص/ ٧٩ )
مستکبران کله خلک په بې بنسټه ژمنو ځان ته راجذبوي. فرعون کوډگرو ته وويل :که حضرت موسى بې پته کړئ ؛نو ستر انعام به درکړم او په حکومت کې به مقام درکړم . ( اعراف /١١٤)
مستکبران کله په خپلو سفرونو زړونه څپڅپاندوي. قرآن وايي : په ښارونو کې دکفارو تگ دې مغرور نه کړي ( آل عمران / ١٦٦ ) مستکبران کله د نورو په سپکولو اروايي جګړه پيلوي او پر انبياوو او لارويانو يې بې بنسټه تورونه لگوي او اراذل ورته وايي. ( شعراء / ١١١)
مستکبران کله د دنگو ماڼيو په جوړولو زړونه را کاږي . فرعون خپل وزير هامان ته وويل :داسې برج راته جوړ کړه ، چې ور وخېژم ،چې د موسى خداى ترې ووينم . ( غافر/ ٣٦)
وگورئ ،چې قرآن څومره ژور دى،چې د مستکبرانو کړنلار يې داسې انځور کړې، چې زموږ د وخت له مستکبرانوسره هم اړخ لگوي .
۴۰- فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ = نو موږ (هم) هغه او لښكر يې ونيول او په سيند كې مو وغورځول؛نو وګوره چې د ظالمانو(د كار) پاى څرنګه وه!
ټکي :
په دې آيت کې فرعون او سرتېري يې له هغه بې ارزښته څيز سره ورته شوي ، چې له ځمکې اخستل کېږي او سيند ته ور اچول کېږي . دا سپکاوى ددې لپاره دى،چې ټول ځواکونه د خداى د ځواک او قهر پر وړاندې هيڅ هم نه دي.
(( نبذ))؛يعنې د بې ازښته او ناڅيزه څيزونو لرې غورځول.
پيغامونه :
١_الهي عذابونه،يوازې په قيامت کې نه وي ( فرعون په همدې دنيا کې غرق شو)( فاخذناه )
٢_د ظالم انسان انډيوالان هم ورسره په جرم کې شريک وي . (فاخذناه و جنوده )
٣_د مستکبرانو پايله ذلت او خواري ده ( نبنذناه ) .
٤_له تاريخي پيښو نه عبرت واخلئ ( عاقبة ( ظالمين ) ( د فرعون د عاقبت پر ځاى يې وويل : د ټولو ظالمانو عاقبت به داسې وي ) .
٦_ مهم دکار پاى او عاقبت دى؛نه د کار ژر تېرېدونکې برخې (فانظر…عاقبة الظالمين )
۴۱- وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ . وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُم مِّنَ الْمَقْبُوحِينَ = او موږ هغوى[=فرعونيان] د اور پر لور د بلنې مشران وګرځول او د قيامت پر ورځ به ورسره هېڅ مرسته ونشي او په دې دنيا كې به يې (نوم) په لعنت سره يادېږي او د قيامت پر ورځ به له بدمخو وي .
ټکي :
لکه څنگه چې قرآن مجيد د لارښوونې او رڼا مشرانو ته د ((ائمة) ټکى کارولى، ( وجعلنا هم ائمة يهدون بامرنا ) ( انبياء / ٧٣ ) نو دا ټکى يې د بې لارې او اور ته وروړونکيو ته هم کارولى دى (( وجعلناهم ائمة يدعون الى النار ))؛نو ځکه هر څوک به له خپل مشر سره،چې په دنيا کې يې ټاکلى وي، د الهي عدل مخې ته حاضرېږي ( يوم ندعوا کل اناس بامامهم ) ( اسراء/٧٠) فرعون هم يو له دې مشرانو دى،چې پر هغه ورځ په خپل قوم دوزخ ته ورننباسي ( يقدم قومه فاوردهم النار) ( هود/ ٩٨ ) .
پيغامونه :
١_استکباري روحيه انسان د دوزخيانو مشروي ( جعلناهم ائمة يدعون الى النار) .
٢_ په واقع کې د مستکبرينو تبليغات د دوزخ بلنه ده ( يدعون الى النار) .
٣_مستکبرينو،چې نن خپل زړه په مادياتو خوشحاله کړى دى؛نو د قيامت پر ورځ به ځان ته وي او د مرستې به يې څوک نه وي . ( يوم القيامة لا ينصرون )
٤_الهي عذاب يوازې د قيامت پر ورځ نه وي (واتبعناهم فى هذه الدنيا)
٥_د خلکو ښېرې او لعنت د الهي عذاب يوه بېلگه ده ( اتبعناهم فى هذه الدنيا لعنة )؛لکه څنگه چې د خلکو د خير دعاد الهي پېرزو نښانه ده ( واجعل لى لسان صدق فى لاخرين) ( شعراء/٨٩ )
٦_د ظالم تر ورکېدو وروسته هم ورپسې ښېرې او لعنت ويل پکاردي ( اتبعناهم ….. لعنة)
٧_په دنيا کې تورمخي د آخرت د تورمخۍ لامل دى ( يوم لقيامة هم من المقبوحين )
۴۳- وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِن بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَى بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ = او موږ د ړومبنيو قومونو تر هلاكولو وروسته په رښتيا موسى ته كتاب وركړ،چې خلكو ته د زړونو د روښنايۍ سبب، لارښود او رحمت و، ښايي پند ترې واخلي.
ټکي :
د (( بصائر)) ټکى د (( بصيرت )) جمع ده، چې د “ليدانې” او پوهې مانا ورکوي او د ((ابصار)) ټکى د (( بصر)) جمع ده ،چې د سترگې پر مانادى.
پيغامونه :
١_د طاغوت له ماتې سره صالحانو ته لارې چارې برابرېږي. ( آتينا موسى الکتاب من بعد ما اهلکنا )
٢_د مستکبرانو دکار پاى هلاکت او له منځه تلل دي . ( اهلکناالقرون الاولى)
٣_دينوالي بايد د پوهې له مخې وي (بصائر)
٤_الهي احکام خلکو ته لورنه دى ( الناس…. رحمة )
٥_اسماني کتابونه د پوهې او لارښوونې لامل دي.( بصايرللناس وهدى )
٦_چې انسان پوه نشي؛نو لارښوونه به هم ورته ونشي او چې لارښوونه ورته ونشي؛نو د خداى پېرزو به هم پرې ونشي ( بصائرللناس وهدى ورحمة)
٧_دين د انسان د فطرت يوه برخه ده او اسماني کتابو نه له دې فطرته يوازې دوړې څنډي . ( يتذکرون )
۴۴- وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَى مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ = او موږ چې کله موسى ته (د نبوت) چار وسپاره؛ نو ته خو د طور (غره) په لويديزه څنډه كې نه وې او نه ته (هغه وخت چې موږ ورته معجزې وركولې) په شاهدانو كې وې.
ټکي :
د (( ما کنت)) عبارت څلور ځل په دې آيت او نورو آيتونو کې راغلى ، چې ټينگار کوي، د قرآن تاريخي خبرونه غيبي دي.
د تېرو خلکو د تاريخ له لوستو کړاى شو ورسره ژوندوکړو، که څه هم ورسره فيزيکي حضور و نه لرو. حضرت علي خپل زوى امام حسن ته وويل : ما د پخوانيو هومره ژوندنه دى کړى ؛خو د هغوى ژوند مې مطالعه کړى او پکې مې فکر کړى ؛نو داسې يم،چې ته وا ورسره مې ژوندکړى دى . ( نهج البلاغه / ٣١ليک)
پيغامونه :
١_د يو “اُمي” انسان له خولې د حضرت موسى د ژوندکيسه په جزيئاتو بيانول د قرآن د علمي اعجاز نښه ده ( ماکنت ……. وماکنت )
٢_قرآني کيسې له غيبو راغلي او ويل شوي؛ نه داچې د چا د سترگو ليدلى حال وي ( وماکنت )
٣_د طور د غر لويديزه برخه د تورات د نرول ځاى و ( بجانب الغربى )
۴۵/ ۴۶- وَلَكِنَّا أَنشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ . وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ = او بلکې موږ د پېړيو په پوړيو کې ډېر خلک منځ ته راوستل، چې اوږده زمانه پرې تېره شوې ده (چې د انبياوو آثار يې له زړونو لرې شول؛ نو ته مو له اسماني كتاب سره ولېږلې). ته هېڅكله د مدين له خلكو سره اوسېدلى نه يې، چې (له حالاتو يې خبر اوسې او) هغوى (=د مكې مشركانو) ته زموږ آيتونه ولولې؛ خو موږ وو چې ته مو ولېږلې (او دا آيتونو مو دركړل). او هم ته هغه وخت د طور غره په څنډه كې نه وې چې موږ موسى ته غږ وكړ؛خو دا ستا د پالونكې له لوري يوه لورونه ده (چې دا معلومات دركول كېږي)،چې ته پرې هغه خلك ووېروې، چې له تامخكې ورته كوم ګواښونکى نه و راغلى، ښايي چې پند واخلي.
ټکي :
د(( ثاوياً)) ټکى د ((ثوت )) له ټکي اخستل شوى ،چې د ميشت مانا ورکوي ؛لکه څنگه چې د(( مثوى )) ټکى هم ترې اخستل شوى ،چې د ځاى مانا ورکوي .
پيغامونه :
١_د وخت تېرېدو د تېرو انبيا وو آثار تت کړل او د اسلام د پېغمبر دراتگ لپاره يې لاره هواره کړه. ( فتطاول عليهم العمر……کنا مرسلين)
٢_ بعثت د خداى سنت دى ( کنا مرسلين )
٣_انبياء هم د نورو خلکو په څېر که په وحې خبر نشي ؛نو له غيبي خبرو بې خبره وي ( ماکنت ….)
٤_د ځان اوخداى پېژندنې کونجي ، د ناپوهۍ او پوهۍ ، عجز او ځواک ، شتمنۍ او بېوزليۍ ،نيمگړتيا اوکمال ترمنځ پرتلنه ده .( ماکنت ….لکن رحمة من ربک )
٥_د قرآن د ټولوکيسو سرچينه وحې ده ( ماکنت اذ نادنيا)
٦_د قرآن د رښتينو،حقيقي او عبرت ناکو کيسو بيانول د روزنې او لورنې وسيله ده . ( رحمة من ربک لتنذر)
٧_د غافلو انسانانو د لارښوونې لپاره وېرول ډېرگټور دي ( لتنذر- من تذير)
٨_خلک د ګروهې او لار په ټاکنه کې ازاد دي او د پېغمبرانو د سمون په مننه کې پرې هيڅ زور نشته ( لتنذر…. لعلهم يتذکرون )
٩_انسانان په خپل فطرت په خپل ضمير کې له ځينو مسـئلو خبر دي ؛ خو د هېرېدو مخنيوي ته يې بايد خلکو ته يادونه وشي ( يتذکرون )
۴۷- وَلَوْلَا أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ = اوكه (د كوم پېغمبر له لېږلو مخكې) هغوى د خپلو كړنو له امله پر مصيبت او مجازاتو اخته كېدل؛ نو ويل به يې: (( پالونكيه! موږ ته دې ولې يو استازى نه رالېږه، چې ستا د احكامو لاروي مو كړې واى او له مؤمنانو واى.))
ټکي :
تېر شوي آيت د انبيا وو د راتگ موخه “انذار”او “اخطار” وگاڼه . په دې آيت کې راغلي : د بعثت بله موخه د “اتمام حجت-غاړه خلاصول” او پرخلکو د عذر او پلمې د لارې تړل دي.
د آيت مفهوم دادى،چې کفار وايي : زموږ غم او بدمرغي د هغه فاسد عمل له کبله ده ،چې پېغمبر مو نه درلود،که پېغمبر مودرلوداى ؛نو اوس به نه وو ککړ،چې خداى يې په ځواب کې وايې : موږ د اتمام حجت لپاره ورته پېغمبران ور وليږل .
پيغامونه :
١_د انسان ډېر غمونه او ناوړه پېښې يې د خپل عمل پايله ده ( تصيبهم مصيبة بماقدمت ايديهم )
ځان پوه کړئ،چې نېک او بد اعمال په دې دنيا کې هم خپل اغېز راښيي.
٢_ پر خداى ايمان او له انبياوو لاروي له غمونو د خلاصون لار ده . ( تصيبهم مصيبة – لولا ارسلت )
٣_يوازې د علم،عقل او فطرت له لاسه هېڅ نشي کېداى ؛بلکې په څنگ کې ورسره وحې هم په کارده. ( لولا ارسلت )
٤_د انبيا وو بعثت غاړه خلاصول دي ،چې څوک ونه وايي : موږ ؛ خو خبر نه وو او په ناپوهۍ کې رانه گناه شوې ده ( لولا ارسلت )
٥_لاروي او اطاعت د واقعي ايمان نښانه ده . ( نتبع آيا تک و نکون من المؤمنين )
۴۸- فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِن قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ = خو چې كله هغوى ته زموږ له لوري حق راغى(؛نو) ويې ويل: (( ولې دې پېغمبر ته هماغه څه نه دي وركړل شوي،چې موسى ته وركړاى شوي وو ؟))؛خو (د دوى په څېر پلمه ګر) له هغو معجزو منكرشول، چې مخكې موسى ته وركړاى شوې وې او ويې ويل: ((دا دواړه (=موسى او هارون) دوه كوډګر دي،چې( زموږ د بېلارۍ لپاره) يو لاس شوي دي ))او(( په حقيقت کې موږ دواړه نه منو))
ټکي :
داچې د (( سحران نظاهرا ) جمله کومو دوو څيزونو ته اشاره کوي، زيات احتمالونه ورکړل شوي دي ،چې د راتلونکي آيت په رڼا کې به جوت شي ،چې مراد ترې قرآن او تورات و.
پيغامونه :
١_د پېغمبر اکرم او قرآن رسالت حق دى . ( لولا ارسلت الينا رسولاً – فلما جاءهم الحق )
٢_له حقه منکر، حق ته د پام پر ځاى يوازې باطلو ته پام وي (جاءهم الحق – لولااوتى مثل ما اوتى )
٣_ورسته پاتې ( متحجر) خلک نوې او منطقي خبره نه مني ( لولا اوتى مثل مااوتى موسى )
٤_ پر پېغمبرانو ډېرى د جادوگرۍ تور لگېده ( سمران ) پلمه ګر منکران تل دا خبرې کوي ،چې دا قرآن او تورات دوه د کوډو کتابونو دي،چې يو د بل ملا تړي دي )
٥_ ډېرى پلمه ګر ناوړه مخينې لري ( او لم يکفروا …. من قبل ) .
٦_دښمنان د منطق او دحق خبرې خلکو ته بدې ښيي،چې د خپل انکار لپاره لار پرانځي (سمران …….. انا بکل کافرون )
۴۹- قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ = ووايه: ((كه تاسې رښتيني ياست (چې تورات او قرآن د خداى له لوري ندي)؛نو د خداى له لوري تر دې دواړو ډېر ښه لارښود كتاب راوړئ، چې زه يې هم لاروي وكړم!))
پيغامونه :
١_د منکرانو بې ځايه خبرو ته مناسب ځواب ورکول پکار دي ( قل…..)
٢_يوازې نيوکه په کار نه ده ؛بلکې ورسره وړانديز هم پکار دى ( سمران تظاهرا ………فاتوا بکتاب )
٣_د انبياوو غوراوى دادى،چې يا به ورسره کتاب و او يا معجزه (فاتوا بکتاب – اهدى )
٤_اصلي تورات او قرآن د بشر د لارښونې لپاره غوره اسماني کتابونه دي ( فاتوا بکتاب …… اهدى منهما)
٥_دکفر پر وړاندې بايد د الهي اديانو لارويان يو د بل ملاتړي وي ( اهدى منهما ) او و يې نه ويل : (( اهدى منهما )) هو! قرآن او تورات دواړه تحريف-اړول شوي گڼي ؛خو د هغه گډ دښمن پر وړاندې،چې اسماني يو کتاب هم نه مني او د ((انا بکل کافرون )) شعار ورکوي،له هغه يې ملاتړ کړى او هغه يې په خپل څنگ کې راوړى دى.
٦_اسمانى مشر بايد خپلو مخالفينو ته په ښه توگه منطقي ځواب ورکړي ( فاتوا بکتاب… اهدى منهما اتبعه ) .
٧_ کچه له ښه او غورو وګړيو لاروي ده (اهدى منهما اتبعه)
٨_د استاد، ملگري او کتاب د ټاکنې کچه (( گټورتوب)) يې وي.( اهدى منهما اتبعه )
٩_انسان د اصلي تورات او قرآن په څېر د کتاب له راوړو عاجزدى ( ان کنتم صادقين )
۵۰ – فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ = نوكه ستا دا وړانديز يې و نه مانه؛ نو پوه شه چې هغوى يوازې د خپلو هوسونو لارويان دي او تر هغه به څوك لوى بې لارې وي، چې بې له الهي لارښوونې په خپل هوس پسې ولاړ شي؟! په رښتيا چې خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي.
ټکي :
د انسان لپاره درې مانيز دښمنان شمېرل شوي دي : دنيوي ځل بل ، ځاني غوښتنې او شيطاني وسوسې .په دې منځ کې دنيا او ځل بل يې دکونجي مثال لري ،چې يو خوا ته حرکت ته لار پرانځي او بلخوا لار بندوي؛يعنې هم ترې ښه گټنه کېږي او هم ناوړه . شيطاني وسوسې که څه هم ونډه لري؛خو انسان گناه کولو ته نه مجبوروي، پردې سربېره چې شيطان د الهي اولياوو په زړه کې نشي ورننووتى؛خو تر ټولو خطرناک دښمن ځاني غوښتنې دي ( تفسيراطيب البيان )
پيغامونه
١_کله ځاني غوښتنې دومره ښکلې شي ،چې د پېژندنې لپاره يې پوره پام او علم په کار دى ( فاعلم )
٢_په کوم ځاى کې،چې څوک خبره نه مني، ځاني غوښتنې پرې واکمنېږي ( لم يستجيبوا …….يتبعون اهدائهم )
٣_له حقه منکر او ځانپالي تر ټولو بې لارې وګړي دي ( من اضل ممن اتبع هواه )
٤_واقعي ښيون هغه دى ،چې سرچينه يې په ناپايه پوهه او حکمت کې وي ( هدى من الله )
٥_ځانمني ظلم دى او ځانمني له الهي لارښوونې ډېر لرې وي ( ان الله لايهدى القوم الظالمين )
۵۱/۵۲ – وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ . الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِن قَبْلِهِ هُم بِهِ يُؤْمِنُونَ = او په ر ښتيا موږ هغوى ته پرله پسې (د قرآن) خبرې راوړې، ښايي پند واخلي. هغو کسانو ته چې موږ له قرآنه مخكې (اسماني) كتاب وركړى و، هغو پر دې [=قرآن] هم ايمان راوړي.
ټکي :
د (( وصلنا)) ټکى له (( وصل )) څخه اخستل شوى ،چې د تړلو او نښلولو مانا ورکوي،چې له دې تړلو مراد يا د يادونو پرله پسې يادونې اويا د يې سمون او همغږي ده.
د انسانانو لارښوونه الهي سنت دى ،چې يوه شېبه هم نه پرې کېږي ( ان علينا للهدى) (ليل / ١٢ )،چې د الهي آيتونو ، انبياوو ، اوصياوو او د دين عالما ورته تدوام ورکوي؛( وصلنالهم ) اوکه د کومې سيمې اوسېدونکيو دې الهي ښيون ته لاسرسى نه درلود ؛نو يوه ډله دې له هغه ځايه مهاجرت وکړي،دين دې زده کړي او خلکو ته دې يې وښيي ( توبه/ ١٢٢)
پيغامونه
١_د روزنې لپاره،يادونې بايد په تدريج، پرله پسې او ډول ډول وي. (وصلنا) ( هو! له يوې يادونې سره د چا سمونې ته سترگې پر لار مه وسه.)
٢_ټول الهي آيتونه په يو بل پسې دي او سره اړخ لگوي (وصلناهم القول)
٣_ټول الهي آيتونه،اسماني کتابونه اوديني مشران يو لورى او يوه موخه لري ( وصلنالهم القول )
٤_انسان هېرونکى دى او يادونې ته اړمن دى ( يتذکرون ) .
٥_واقعي کتابيان هغوى دي،چې د اسلام په ليدو پرې ايمان راوړي. (الذين آتيناهم الکتاب …..به يومنون )
۵۳/ ۵۴ – وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ . أُوْلَئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ = او چې كله (قرآن) ورته لوستل كېږي، وايي:((موږ پرې ايمان راووړ؛ [ځکه] چې هغه حق (او) زموږ د پالونكي له لوري دى؛ په حقيقت کې موږ تردې له مخه (هم) مسلمانان وو.)) دا هغه كسان دي، چې دوه ځل ورته اجر وركول كېږي؛ داځكه چې: صبر يې كړى، په نېكيو د بديو مخه نيسي او زموږ له وركړې روزۍ نفقه وركوي.
پيغامونه
١_د حق غوښتونکي يوازې په حق پسې دي او نه گوري ، چې دا د حق خبره چا، کومې ژبې او له کوم توکم کړې ده . ( اذايتلى …قالوآمناً ) ( “يتلى” د مجهول په بڼه ؛يعنې ويونکى مطرح نه دى )
٢_که روح پاک وي؛نو د حق په اورېدو ايمان راوړي .( يتلى …..آمنا)
٣_هغه ايمان ارزښت لري،چې له معرفت او پېژندنې سره وي ( آمنابه انه الحق )
٤_د الهي لطف د لاس ته راوړنې لپاره د هر چاشرايط سره توپير لري ( يوتون اجرهم مرتين بما صبروا )
٥_څوک چې د حق مني ؛نو سينه دې ډول ډول ستونزو او نيوکو ته پراخه کړي ( قالوآمنا ….يوتون اجرهم …بماصبروا )
٦_د نورو له بديو تېرېدل او ورته بښنه هله ارزښت لري، چې د انسان عادت وي ( يدرون – ينفقون ) ( د مضارع فعل د دوام او استمرار نښانه ده ) هغه مؤمنان ستايل شوي،چې خواري ګر او بښاند وي )
٧_که سر پرې خلاص کړو،چې رزق د خداى له لوري دى؛نو انفاق به هم راته ډېر اسان شي . ( ممارزقناهم ينفقون )
٨_ انفاق يوازې په مال کې نه وي ؛بلکې په پوهه،ځواک او پت کې هم انفاق پکار دى ( مما رزقناهم ينفقون )
۵۵- وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ = او چې كله چټي خبره اوري؛نو مخ ترې اړوي او وايي:(( زموږ كړنې زموږ دي او ستاسې كړنې ستاسې دي .پر تاسې دې سلام وي (د وداع سلام) زموږ له ناپوهانو سره څه کار.))
ټکي :
په تېر شوي آيت کې خداى ورته د دوه ګرايه ثواب ژمنه کړې،چې د هغه په لار کې صبر وکړي اود خداى په لار کې خپل مال وبښي،چې دا آيت د صبر او ورپسې د ښه ځواب يوه بېلگه ده.
(( لغو))؛يعنې چټياټ،چې هم په خبره کې او هم په عمل کې رابرسېره کېداى شى او مؤمنانو ته سپارښتنه شوې ،چې ځان ترې وساتئ،چې د جنت يوه ځانگړنه هم داده،چې به پکې لغو او چټيات نه وي ( لا لغوفيها ولا تاثيم ) ( طور/ ٢٣ ) .
(( مدارا)) د ځواک له دريځه راکوزېدل دي . مثال يې د هغه پلار دي ، چې د خپل ماشوم لاس يې په لاس کې نيولى وي ، تېز تلى شي ؛خو ورو روان وي؛ خو(( مداهنه ) )) د کمزورۍ له درېځه نه راکوزېدل دي او مثال يې د ډېرو هېوادنو د مشرانو دى،چې د مړانى د نه درلودو له امله ځان نورو قدرتونو ته سپاري . الهي انبياء او اولياء له خلکو سره نرمي او ښه چلن کوي؛خو دکفر پر وړاندې له خپل غوڅ درځه نه راکوزېږي .
پيغامونه :
١_واقعي مؤمن هغه دى،چې نه يوازې د لغو او چټياتو غونډې ته نه ځي؛بلکې ان غوږ هم ورته نه ږدي او که واى هم ورېده ؛نو غبرگون ښيي ( واذاسمعوا اللغو اعرضوا عنه ) .
٢_د صبر يوه بېلگه چټياتو ته پام نه کول او پرې نيوکه ده ( صبروا- اعرضوا عنه )
٣_په ويلو اورېدو ،ليدواو معاشرت کې لغو ته شا کول هغه کمال دى، چې ټولو دينونو ستايلى دى .( سمعوا اللغو اعرضوا عنه ) ( پورتنى آيت د کتابيانو د يوې ډلې په اړه راغلى دى)
٤_ له بديو د منع يوه عمومي اوساده لار پر فکر نيوکه ده ( سمعوا….اعرضواعنه ) ( او د بې ځايه خبرې ځواب پر بې ځايه خبره مه ورکوئ) .
٥_انسان د هغه څه پر وړاندې مسول دى ،چې اوري يې ( سمعوا… اعرضوا)
٦_پرېکندتوب د ايمان نښه ده ( لنا اعمالنا ولکم اعمالکم ).
٧_ گټه او تاوان د هر چاخپل دى ( لنااعمالنا ولکم اعمالکم)
٨_ مخ اړونه بايد له مينې سره وي ( اعرضوا….سلام عليکم)
٩_پر چټي خلکو پټکې وکړئ او خبردارى هم ورکړئ (اعرضوا… لا نبتغى الجاهلين ) .
١٠_چټياټ د ناپوهۍ مېوه ده او بې ځايه ويونکى ناپوهه دى ( لا نبتغى الجاهلين)
۵۶- إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ . په حقيقت کې ستا، چې چا ته خوښه وي (؛نو) ته ورته (په زوره) سمه لار نشې ښوداى؛خو د خداى چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي او پالونكى دې، سم لاري ښه پېژني.
ټکي :
ددې آيت مضمون پېغمبر(ص) ته تسلي ورکول دي ،چې په دې آيت او نورو آيتونو کې په ډول ډول بيانونواو تعبيرونو راغلي دي ؛لکه د يوسف /٥٢ آيت ؛( وما اکثرالناس ولو حرصت بمؤمنين) پېغمبره ! څومره ،چې د هغوى د هدالت لپاره هلې ځلې وکړې ؛نو بيا به هم ډېرى خلک ايمان رانه وړي او د بقرې د سورت په ٢٧٢آيت کې راغلي ( ليس عليک هداهم ولکن الله يهدى من يشاء ( د خلکو پر سمې لار منل ستا پرغاړه نه دي او خداى،چې څوک وغواړي سمه لار ورښيي.
د درالمنثور په تفسير کې يو روايت راغلى ،چې پکې راغلي : د حضرت علي د پلار ابوطالب د ځلکدن پر مهال د خداى رسول ورغى او ترې يې وغوښتل ،چې ايمان راوړه ؛خو ورسره يې ونه منله ،چې بيا دا آيت رانازل شو!! خير موږ به دې خبرې ته اشاره نه کوو ،چې ددې آيت شان نزول څه دى او آيا په ابوطالب پورې اړه لري که نه ؛خو په دې روايت به څه رڼاواچوو.
علامه امينى د(( الغدير)) د کتاب خاوند د خپل کتاب په اتم ټوک تر ١٩مخ وروسته ټول دا روايتونه ردکړي او هغه يې د تاريخى سرچينې په رڼا کې څيړلى او ګروهمن دى، چې دا بې بنسټه روايتونه دي او ګروهمن دى،چې ددې روايتونو ټول راويان يا د ابوطالب د مړينې پرمهال واړه ما شومان وو او يا خو د ابوهريره په څېر کسان وو ،چې اسلام يې لا نه و راوړى.
اوهمداراز علامه اميني له ٣٣٠ مخ نه ٤١٠ مخ پورې د ابوطالب پر ايمان رڼا اچولې او د هغه د ايمان لپاره يې د ابوطالب سل گونه شعرونه،خاطرې او د اهلبيتو د خولې ډېر راوايتونه راوړي،چې ابوطالب پر رسول الله ايمان درلود،چې ځينې دليلونه يې دادى :
١_پرايمان يې د پېغمبر اکرم او امامانو خبرې.
٢_د ابوطالب پر مړينه د خداى د رسول خپگان .
٣_پر منبر ابوطالب ته د پېغمبر اکرم دعا او پېغمبر يې جنازه وکړه.
٤_پېغمبر اکرم وايي : زه به د قيامت پرورځ د خپلو والدينو او ابوطالب شفيع يم.
٥_ابوطالب ټولو بني هاشموته وصيت کړى و،چې د محمد ملاتړي شئ.
٦_ابوطالب خپلې کورودانې او زوى جعفر ته سپارښتنه کړې وه ، چې اسلام او لمونځ ته مو پام اوسه .
٧_ د پېغمبر پر ځاى ابوطالب خپل زوى په بستره کې ويده کاوه.
٨_ له ابوطالب سره د فاطمه بنت اسد ژوند،چې د هغې پر ايمان هيڅ څوک شک نه لري ؛نوکه ابوطالب مسلمان نه وي ؛نو څنگه يې مسلمانه ښځه درلوده.
٩_ابوطالب په خپلو ډېرو شعرونوکې خپل ايمان ښکاره کړى دى.
پيغامونه :
١_د الهي پېغمبرانو دنده يوازې خلکو ته د اسلام او الهي پيغامونو رسول ول، داچې خلکو ايمان نه راوړ؛نو دې په پېغمبرانو پورې هيڅ اړه نه درلوده ( انک لا تهدى )
٢_د پېغمبرانو پر بې لاريو زړه سوځېده اود هغوى سمې لارښونې لپاره يې بيړه درلوده ( من احببت )
٣_ ښيون يوازې د خداى کار دى ،چې يوازې پاک او چمتو زړونو ته يې کوي .( ولکن الله يهدى )
٤_د خداى غوښتنه د حکمت او پوهې پربنسټ ده ( يهدى من يشاء وهو اعلم )
۵۷ – وَقَالُوا إِن نَّتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِن لَّدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ = او هغوى وويل: ((كه موږ ستا د دين لارويان شو؛ نو له خپل هېواده به وتښتول (وشړل) شو. )) ايا موږ هغوى ته د امن حرم نه دى وركړى، چې (له هر ښار او سيمې)ورته زموږ له خوا د روزۍ په توګه هر راز محصولات را روان دي؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي .
ټکي :
د مکې ځينو مشرکانو پېغمبر اکرم ته وويل: که موږ درسره خبره ومنو؛ نو ډېر ژر به له خپل وطنه وتړل شو او ژوند به مو خوار شي.
خداى يې پردرې ځوابونو پلمې ردکړې :
لومړى ځواب : په همدې آيت کې راغلي او هغه داچې : هماغه خداى ، چې مکه يې د امن او د خلکو د راتللو ځاى وگرځاوه او تاسې ته يې پکې پراخه روزي درکړه ؛نو بيا هم کړاى شي در يې کړي ( د آيت يو ډول تسلي او زيرى دى )
دويم ځواب : په راتلونکي آيت کې راغلي او هغه داچې : فرضاً که خپلو گټو او سوکالۍ لپاره ايمان نه راوړئ؛نو د خداى له قهرسره به څه کوئ ؟ ( په دې جواب کې وېرول دي )
درېم ځواب د همدې سورت په ٦٠ آيت کې راغلى او هغه داچې : مگر د دنيا مال څومره ارزښت لري،چې د هغه لپاره پر خداى ايمان نه راوړئ ؟ پوه شئ څه چې له خداى سره دي،غوره او تلپاتې دي؛نو ستاسې ايمان نه راوړل ، هېڅ مخونه او دليل نه لري.
پيغامونه :
١_دين يوازې عقيده نه ؛بلکې عملي کړلار هم لري ( نتبع الهدى معک)
٢_دښمنان يوازې له حق او الهي لارې سره حساسيت نه لري؛بلکې پر مشر هم نيوکه لري ( ان نتبع الهدى معک ) .
٣_ايمان راوړل يوازې په پوهې پورې اړه نه لري ؛بلکې جرات ته هم اړتيا لري ( ان نتبع الهدى معل نتخطف) ( هو! ځينې د اسلام پر حقانيت ښه پوه دي ؛خو د خپلو گټو خوندي کېدو لپاره ترې سرغړوي)
٤_انسان له خپل هېواد سره مينه لري ( من ارضنا) .
٥_د نعمتونو د لاسه ورکولو وېره د خداى په يادولو لرې کړئ ( او لم نمکن لهم حرماً آمناً ) ( هو! د نعمتونو رايادول هم د توکل لامل دى )
٦_د اقتصادي حالت د ودې بنسټ ټولنيز امينت دى ( آمناً يحى اليه ثمرات )
٧_امينت او رزق د الهي حرم ( مکې) دوه ضمانت شوي نعمتونه دي ( آمناً يحى اليه ثمرات کل شى )
٨_پر هوسايي او سوکالۍ د ايمان غورواى له ډېروخلکو پټ دى ( ولکن اکثرهم لايعلمون )
۵۸ – وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّن بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ = او موږ ډېر ښارونه هلاك كړي دي (؛ځكه ډېرې سوکالۍ) په ژوند کې مست او مغرور کړي وو! دا يې (نړېدلې) مينې دي،چې تر هغو وروسته پكې يوازې ډېر لږ شمېر خلک اوسېدلي دي او همدا موږ يې وارثان يو.
ټکي :
د(( بَطِر)) ټکى د ډېر مال اوشتمنۍ له امله مستۍ او طغيان ته وايي .
په تېر آيت کې مو ويل : ځينو د خداى رسول ته وويل : که ايمان درباندې راوړو؛نو د مکې کفار به مو وشړي او خداى ورته وويل : هماغه خداى،چې مکه يې د رزق او امنيت ځاى وگرځاوه ؛نو ستاسې تر ايمان راوړو وروسته به هم درته همداسې نعمتونه درکړي.
٤_دتېرو مدنيتونو راپاتې او ويجارې نښانې وروستيو نسلونو ته ښه عبرت دى ( تلک مساکنهم ) چې د روزنې يوه کړلار دداسې ځايونو کتل دي .
٥_شتمن به خپله شتمني پرېږدي او ولاړ به شي؛نو ځکه بايد ابدي لارښوونه او نېکمرغي له فاني دنياسره معامله نه کړو ( نحن الوارثين )
۵۹ – وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ = او ستا پالونكى هېڅكله ترهغې د ښارونو او اباديو ويجاړوونكى نه دى، څو د هغوى په مركز کې يو استازى راپاڅوي،چې زموږ آيتونه ورته ولولي او موږ يوازې هغه ښارونه او ابادۍ ړنګوو، چې اوسېدونكې يې ظالمان (او مشرک) وي.
ټکي :
١_د الهي انبياوو يوه مهمه دنده خلکو ته دالهي آيتونو ويل دي. (يتلوعليهم )
٢_مکه د اسلام ام القرى ده ( بيعث فى امهار رسولاً ) .
٣_پر ظالمو ټولنو تل د الهي غذاب د راتگ احتمال شته . ( ربک مهلکى القرى….) .
٤_چې اتمام حجت نه وي شوى؛نو خداى پر چا عذاب نه راوړي ( ما کان ربک مهلک القرى حتى يبعث رسول )
٥_الهي قهر د خلکو د روزنې لپاره يوه لار ده ( هلاکت د (( ربک)) په ټکي پسې راغلى دى )
٦_تبليغي مراکز بايد د خلکو او ښار په منځ کې وي ( يبعث فى امها رسولا) ( دآيت د تبليغ د ځاى ښوونکى دى)
٦_د الهي انبياوو بلنې ته مثبت ځواب نه ورکول ظلم دى ( يتلوا عليهم …..واهلو ظالمون )
٨ _په دنياکې د ظالمانو هلاکول الهي سنت دى ( مهلکى القرى … اهلها ظالمون )
۶۰ – وَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ = او څه چې تاسې ته دركړشوي دي [د دنيوي ژوند ګټه او ګاڼه ده] او څه چې له خداى سره دي،غوره او تلپاتې دي؛نو ايا له عقله کار نه اخلئ؟!
ټکي:
په واقع کې دا درېم ځواب دى،چې خداى يې د مکې پلمه ګرو ته ورکوي (چې که ايمان راوړو؛نو ژوند به مو له ګواښ سره مخ شي) او هغه څه خورا ناڅيزه دي،چې د ايمان نه راوړو له لارې يې لاس ته راوړئ،حال داچې هغه چې له خداى سره دي تلپاتې او غوره دي.
پيغامونه :
١_خپل مال او شتمني د خپل کوښښ پايله مه گڼئ؛ بلکې هر څه د خداى له اړخه دي ( مااوتيتم )
٢_د دنيا نعمتو نه محدود دي ( من شئ ) ؛خو الهي نعمتونه له محدوديت او تصوره بهر دي ( ماعندالله خير وابقى ) .
٣_که د ايمان له امله مو دنيا له لاسه لاړه ؛نو تلپاتې او ناپايه نعمتونه به مو لاس ته لاوړي وي ( ما عندالله خير وابقى ) .
٤_څوک چې ژرتېرېدونکي نعمتونه پر تلپاتيو نعمتونو پلوري ؛نو هوښيار نه دى ( افلاتعقلون ) .
د قرآن له سترگو دنيا ته کتنه
په قرآن شريف کې د دنيا او په دنيا کې ژوند په بېلابېلو تعبيرونو راغلي او انسان ته ويل شوي ، چې تېر مو نه باسي.
دنيا عارضي ده . ( عرض الحيوة الدنيا ) ( نساء/٩٤ ) .
دنيا د لوبو وسيله ده ( دماالحيوة الدنيا الا لعب ولهو ) ( انعام/٣٢ )
دنيا لږه اوناڅيزه ده (فما متاع الحيوة الدنيافى الاخره الا قليل)( توبه/ ٣٨)
دنيا انسان مغرور او اغفالوي ( والحيوة الدنيا الا متاع الغرور ) ( آل عمران / ١٨٥ )
مال او اولاد د دنيا ښکلا ده ( المال والبنون زينة الحيوة الدنيا) ( کهف /٤٦)
دنيا يوه غونچه ده ،چې چا ته گل شوې نه ده ( زهرة الحيوة الدنيا ) (طه/١٣١ )
ولې آخرت پر دنيا پلورئ ؟ ( اشتروالحيوة الدنيا بالاخره ) (بقره/٨٦ )
ولې مو په دې فاني او وړه دنيا زړه څوشحاله کړى دى ؟ ( ارضيتم بالحيوة الدنيا ) ( توبه/٣٨)
ولې مو په دې وړې او ژرتېرېدونکې دنيا زړه خوشحاله کړى دى (قرحوا بالحيوة الدنيا ) ( اعد، ٢٦)
ولې مو دنيا پر آخرت غوره کړې ( يستحبون الحيوة الدنيا على لاخره (ابراهيم/ ٣)
ولې دينا والو ته خړ خړ گورئ ( لا تمدن عينيک الى ما متعنا به ) (هجر/ ٨٨)
ولې يوازې د دنياپه هکله فکر کوئ ( لم يرد الا الحيوة الدنيا ) ( نجم/ ٢٩)
آيا دنيا پال خبر نه دي ، چې ځاى يې په دوزخ کې دى ( و آثر الحيوة الدنيا فان الجحيم هى الماوى ( نازعات/٣٨)
البته دا خبرداري د دنيا پالوکابوکولو لپاره دي او په څه چې په دې آيتونوکې پرې نيوکې شوي دي ، دنيا پالنه ، آخرت پلورنه ، غافلېدل . مستېدل، او د بېوزليو حق نه ورکول دي ؛خو که انسانان د عدل اوانصاف په چوکاټ کې په دنيا پسې ولاړ شي او د دنيا او آخرت له نورو کما لاتو غافل نشي او د بېوزليو حق ادا کړي او د دنيا په گټو او لګولو کې ظلم ونه کړي ؛نو داډول مال او دنيا الهي لورنه ده.
۶۱- أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ = ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسي،د هغه چا په څېر دى،چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي دي،بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له وروستونيو وي؟!
ټکي :
دا آيت د مخکني آيت په څېر د هغوى په اړه دى ،چې د دنيا او مادياتو لپاره کافران پاتې کېږي .
په دې آيت کې، چې کومه وعده د ايمان او صالح عمل خاوندان ته ورکړ شوې،هماغه وعده ده ، چې د قرآن په بېلابېلو آيتونوکې ورکړ شوې؛بلکه د مائدې د سورت په نهم آيت کې : ( وعدالله الذين آمنو وعملوا الصالحات لهم مغفرة و اجر عظيم)
هغه مهال د پېغمبر اکرم (ص) مخالفان شتمن وګړي ول.
پيغامونه :
١_الهي ژمنې او اخروي بدلې هم سترې دي او هم ښه . ( وعداً حسنا) ( د “وعداً” ټکى،چې له تنوين سره راغلى د د “حسناً” د ټکي او چار ستروالي او عظمت ته اشاره ده.)
٢_الهي وعدې هرومرو ترسره کېدونکي دي ( ( وعدناه …..فهوه لاقيه).
٣_د پرتلنې کړدود د تبليغ او ښه پوهونې لپاره غوره لار ده ( افمن وعدناه …. کمن متعناه) (له هغوى سره ،چې الهي وعدې کېږي ،له نورو سره د پرتلنې وړ نه دي .
٤_د دنيا له مال او شتمنۍ گټنه هم د خداى په لاس کې دي . ( متعناه )
٥_په دنيا کې هوسايي په آخرت کې د هوسايئ پر مانا نه ده ( متعناه … من المحضرين )
حضرت على وايي : د دنيا په حلالو کې حساب او په حراموکې يې عقاب دى ( نهج البلاغه/٨٢)
٦_هغه خوند څه گټه لري ،چې پايله يې اور وي ؟ ( من المحضرين ).
۶۲/ ۶۲/ ۶۴ – وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ . قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَؤُلَاء الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ . وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ = او هغه ورځ (درياده كړه،) چې خداى پرې غږ وكړي؛ نو و به وايي: ((زما هغه شريكان چېرې دي،چې (تاسې زما سيالان) گڼل.؟!)) ( له معبودانو) پر يوې ډلې، چې (د خداى د عذاب) حكم کره شوى، وايي: (( پالونكيه! دوى [=عابدين] هغه کسان دي،چې موږ بې لارې کړو؛ځکه مو بې لارې کړل، چې پخپله (هم) بې لارې وو،اوس موږ ستا په درشل کې ترې خپله بيزاري او ناژمني اعلانوو(؛ځکه په حقيقت کې) هغوى موږ نه لمانځلو(؛بلکې خپلې ځاني غوښتنې يې لمانځلې).)) او هغوى[=عابدانو] ته ويل كېږي : (( خپل (هغه) معبودان راوبلئ، چې له خداى سره مو شريكان ګڼل (چې مرسته درسره وكړي)!)) نو هغوى به راوبلي؛خو هغوى ته به هېڅ ځواب ورنه کړي او (په دې وخت كې به) الهي عذاب (پخپلو سترګو) ويني (او ارمان به وکړي،چې) كاشكې سمه لار يې موندلې واى .
ټکي :
د قيامت پر ورځ ډول ډول او هېښنده پېښې رپېښېږي،چې په دې آيت کې ځينو ته اشاره شوې ده ،چې يو يې له مشرکانو رټونکې پوښتنې دي.بله پېښه د معبودا نو د کرکې او بېزارۍ ښکاره کېدل دي؛ له هغوى کسانو،چې د هغوى عبادت يې کاوه، درېمه پېښه : شيطان بې لارې رټي او ورته وايي : ما مه ملامتوئ ؛بلکې خپل ځان ملامته کړئ.(ابراهيم /٢٢)
د قيامت پر ورځ به هر څوک خپله گناه او پړه پرنورو وراچوي ؛خو له مقابل لوري داسې ځواب اوري : ( بل کنتم قوماً طاغين )( صافات/٨٢ ) خپله پړه پر موږ مه رااچوئ ؛بلکې تاسې په خپله سرغړوونکي وئ.
ځينې معبودونه ؛بلکه حضرت عيسى او پرښتې ګرمې نه دي ؛ خو شيطانان ،طاغوتونه او هغه عالمان گرم دي، چې په دين کې يې بدعتونه او اړونې راوړي او د هغوى په اړه د خداى عذاب هرومرو دى .
پيغامونه :
١_قيامت مه هېروئ ( ويوم …)
٢_د قيامت د ورځې محکمه ښکاره او خضوري ده ( اين شرکائى )
٣_داسې کار کول نه دي په کار،چې د قيامت پر ورځ يې ځواب نه شو ورکولاى ( اين شرکائى )
٤_بې له خدايه پر بل هر چا تکيه او توکل وهم او خيال دى ( تزعمون )
٥_د دنيا قدرمن او گران معبودان د آخرت بې قدره او خوران دي ( حق عليهم القول )
٦_څوک چې بې له خداه او د خداى پر ځاى پر هر چا غږ وکړي ؛نو الهي عذاب يې هرومرو دى .( حق عليهم القول ) .
٧_بې له خدايه د بل چا عبادت دوکه ده ( اغوينا ) .
٨_غوليدلي( د نورو د غولولو په فکر کې هم وي (اغوينا هم کما غوينا)
٩_انسانان د خپلو لارو په ټاکنه کې ازاد دي اوکړاى شي کږې لارې هم وټاکي( غوينا )
١٠_ له خواى پرته معبودان به يوه ورځ له خپلو عابدانو ته کرکجن شي . ( تبرانا )
١١_ د شرک حقيقت د ځاني غوښتنو لمانځه ده ( ما کانوا ايانا يعبدون)
١٢_دروغجن معبودونه به مو دکار او سختۍ پر مهال په کار رانشي (فدعو هم فلم يستجيبوا ) .
١٣_قيامت د حسرت ورځ ده ( لو انهم کانوا يهتدون) .
۶۵/ ۶۶/ ۶۷ – وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ . فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنبَاء يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءلُونَ . فَأَمَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسَى أَن يَكُونَ مِنَ الْمُفْلِحِينَ = او هغه ورځ (درياده كړه)، چې خداى به پرې غږ وكړي او و به وايي: ((تاسې (زما) استازيو ته څه ځواب وركړى و؟)) نو پر هغه ورځ به پرې هر څه پټ پاتې شي (او ټول څيزونه يې له ياده وځي، چې ان) يو بل پوښتلاى نشي؛نو څوك چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو هيله ده، چې له ژغورليو وي .
ټکي :
په تېر شوي آيت کې د توحيد په اړه پوښتنه وشوه ( اين شرکايى – ادعوا شرکائکم ) او په دې آيت کې نبوت ته اشاره شوې ده ( ماذ اجبتم المرسلين)
پيغامونه :
١_ټول د پېغمبرانو د بلنې پر وړاندې مسؤل يو .( ما ذااجبتم المرسلين )
٢_د قيامت پر ورځ د خبر د اخستو لارې بندېږي او ټول به حيران پاتې وي ( فعميت عليهم الانباء )
٣_د قيامت پر ورځ د پوښتنو پر مهال خلک نشي کړاى يو له بل سره مشوره او همفکري وکړي او الهي محکمې ته ځواب ورکړي .( فهم لا يتسائلون)
٤_اسلام د چا لپاره لاره نه ده بنده کړې ، د راستنيدو او د توبې لار ټولو ته پرانستې ده . ( من تاب )
٥_توبه يوازې د زړه پښېماني نه ده ؛بلکې واقعي ايمان او صالح عمل هم غواړي .( تاب وآمن وعمل صالحا)
۶۸/ ۶۹/ ۷۰ – وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ . وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ . وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ = او ستا پالونكى،چې څه وغواړي، پيداكوى يې او غوره كوي يې او هغوى (د خداى پر وړاندې) واک نه لري،خداى له هغه څه چې هغوى يې ورسره شريكوي،پاك او لوړ دى او ستا پالونكى پوهېږي،څه چې هغوى په سينو كې پټوي او څه چې ښكاره كوي او الله هغه دى،چې بې له هغه بل د لمانځنې وړ نشته، په دنيا او اخرت كې ټولې ستاينې يوازې دهغه دي؛ واکمني(هم) د هماغه ده او تاسې ټول به يوازې د هماغه لوري ته ورګرځول کېږئ.
پيغامونه :
١_مطلق ځواک يوازې د خداى دى ( يخلق مايشاء ويختار) .
٢_تکوين ( طبعيت او هستي ) او تشريع ( د ژوند قانون ) د خداى په لاس کې دي او د خلکو په لاس کى نه دي . ( ويختار ما کان لهم الخيرة )
٣_د اسماني مشر ټاکل د خداى له لوري دي؛ نه د خلکوله لوري ( ويختار ما کان لهم الخيرة )
٤_يوازې د هستۍ خالق د قانون ايښوونې حق لري ( يخلق مايشاء ….له الحکم )
٥_هغوى چې د خداى د قانون پر وړاندې ځمکني قانون ته غاړه ږدي، په حقيقت کې د خداى لپاره پر شريک قايل دي ( ماکان لهم الخيرة سبحان الله وتعالى عما يشرکون )
٦_بې له خدايه بل معبود نشته ؛نو ستاينه هم يوازې هغه ته ده .( لا اله الا هوله الحمد )
٧_پيداکول او ټاکل د خداى کار دى؛خو هغه هېڅکله باطل کار نه کوي ( سبحان الله )
۷۱- قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاء أَفَلَا تَسْمَعُونَ = ووايه : ((څه ګڼئ كه خداى پر تاسې شپه تر قيامته پورې اوږده كړي؛نو ايا بې له الله بل خداى شته،چې رڼا درته راولي؟! نو ايا(حقايق) نه اورئ؟!))
ټکي :
د ((سرمد)) ټکى د تل او دائم مانا ورکوي.
د (( افلاتسمعون )) جمله د آيت له منځپانگې سره،چې د شپې په باب ده، سمون خوري ؛ځکه په شپه کې د انسان د اورېدو ځواک هماغسې پرخپل ځاى وي . د شپې که د انسان سترگې پټې وي ؛ خو اورېداى شي؛ لکه چې راتلونکى آيت د ورځ په باب دى، چې د “افلاتبصرون” جمله پکې راغلې ده .
د نعمتونو په زوال او يا په بدلون کې تفکر، د خداى د پېژندگلو يوه لار ده، چې پرله پسې د شپې او ورځې راتگ يو ستر نعمت او د خداى آيت دى.
پيغامونه :
١_ له مخالفينو سره د استدلال دود بايد له خدايه زده شي ( قل ارايتم )
٢_د خداى پېژندنې غوره ښانه هغه وي ،چې هر څوک يې په هر ځاى او وخت کې لاس ته راوړاى شي ( قل ارايتم ) .
٣_د راويښوونکيو پوښتنو نوموتول د قرآن د روزنې يوه لار ده ( ان جعل لله….)
٤_د ځمکې حرکت او د شپې او ورځې راتگ ټول د الهي ارادې له مخې وي ( جعل ….. الليل سرمدا)
٥_طبيعت د الهي معرفت تر ټولو ښکلى کتاب دى ( الليل – ضياء )
٦_په عقايدو کې تقليد په کار نه دى ( ارايتم – افلا تسمعون)
٧_په تبليغ کې د مخاطبينو له وجدانه گټه واخلئ . ( ارايتم …من اله ….افلا تسمعون )
۷۱- قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ = ووايه: ((څه انګېرئ كه خداى پر تاسې ورځ تر قيامته پورې اوږده كړي؛ نو ايا بې له الله بل خداى شته،چې شپه درته راولي او هوساېنه پكې وكړئ؟نو ايا(حقايق) نه وينئ؟!))
پيغامونه :
١_ پر هستۍ واکمن نظام د خداى له لوري دى او که وغواړي ؛نو بدلولاى يي شي . ( ان جعل الله….)
٢_د خداى ځواک پر ټولو مخلوقاتو واکمن دى ( جعل …الليل سرمداًً، جعل …النهار سرمداً )
٣_شپه د ارام لپاره ده او انسان ارام ته اړتيا لري ( تسکنو ن فيه )
٤_بې بصيرته انسانان د رټنې وړ دي ( افلا تبصرون )
٥_شرک د بصيرت د نه درلودو پايله ده .( من اله غيرالله …. افلاتبصرون )
۷۳- وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ = دا د خداى لورنه دى،چې تاسې ته يې شپه و ورځ پيداكړې ده، چې (په شپه كې) هوساېنه وكړئ او( په ورځ كې) روزي ولټوئ او ښايي (د نعمت) شكر يې پرځاى كړئ .
ټکي :
د قرآن په آيتونوکې شپه پر ورځې وړومبۍ راغلې ده او کېداى شي ددې له امله وي ،چې د شپې تياره توب له خپله ځانه او ذاتي ده ؛ خو د ورځې رڼا د لمر له اړخه ده.
پيغامونه :
١_خلقت او د نعمتونو ورکړه د هغه د اړتيا او يا زموږ د غوښتنې له امله نه ؛بلکې د هغه د رحمانيت له امله ده ( ومن رحمته جعل )
٢_د شپې ارام د ورځې دکوښښ سريزه ده ( لتسکنو فيه ولتبتغوا)
٣_خداى بښونکى دى ؛خو انسان هم بايد خپل کوښښ وکړي ( من رحمة جعل ….. لتبتغوا)
٤_شپه د ارام او ورځ دکار او کوښښ لپاره ده . ( لتسکنوا فيه ولتبتغوا من فضله)
٥_څه مو،چې په لاس کې دي ، د هغه فضل دى، پر خپلومټو دومره مه نازېږئ .( من فضله )
٦_الهي مادي نعمتونه بايد موږ د خداى شکر او معنوياتوته سم کړي . ( لتسکنوا … لتبتغوا … لعلکم تشکرون)
٧_که دنيا د ودې ، د خداى د شکر او عبادت لپاره وي ؛نو رټل شوې نه ده ( لعکم تشکرون )
۷۴- وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ = او هغه ورځ (دريادکړه) چې(خداى) ورته غږ وكړي او و به وايي: ((زما هغه شريكان چېرې دي، چې (تاسې له خداى سره سيالان) انګېرل؟!))
ټکى :
دا آيت د همدې سورت د٦٢ آيت په څېر دى، چې تېرشو.
پيغامونه :
١_د قيامت پر ورځ د مشرکانو راغوښتل ديادونې وړ ننداره ده .( و يوم يناديهم )
٢_هغوى چې خداى ته پر شريک قايل دي؛نو ځان دې خداى ته ځواب ورکولو ته چمتو کړي ( اين شرکايى)
٣_د قيامت ورځ د مشرکانو د پښېمانۍ او د معبودانو د پو چتوب د جوتېدو ورځ ده .( اين شرکائى ) .
٤_معبودان په نااغېزمنتوب او مشرکان په بې ځوابۍ کې سره يو شان دي ( اين شرکائى)
٥_ خداى د قيامت د ورځې د محکمې قاضي دى ( اين شرکائى ) .
٦_د قيامت پر ورځ بې له خدايه بل هيڅوک ځواک نه لري . ( اين شرکائى )
٧_خداى شريک نه لري او څه چې ورسره شريک گڼل کېږي، وهم او خيال دى ( کنته تزعمون)
۷۵ – وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ = او(پر هغه ورځ به) موږ له هر امته يو شاهد راوباسو؛نو(مشركانو ته) به ووايو: ((خپل دليل راوړئ !)) خو هغوى به پوه شي، چې بېشکه (په الوهيت كې) حق يوازې د الله دى او د هغوى له ځانه جوړكړي دروغ (بوتان) به ټول (د هغوى له سترګو) تري تم شي.
ټکي :
د قيامت تمځايونه ډېر دي، په يو تمځاى کې د انسان پر خوله مهر لګېږي او نور غړي به يې شهادت ورکوي ؛( شهيدعليهم سمعهم وابصارهم وجلودهم ) ( فصلت/٢٠ ) په بل تمځاى کې انسان کړاى شي خبرې وکړي( وقفوهم انهم مسؤلون ) ( صافات /٢٤ ) په بل ځاى کې له انسان سره خبرې نه کېږي ؛( لا يکلمه الله ) ( بقره /١٧٤ ) ؛خو په بل ځاى کې خداى وايي : ( هاتوابرهانکم )
که څه هم ځينو احتمال ورکړى ،چې ددې آيت مراد به دا وي ، چې له هرې مشرکې ډلې به يو مشر د شاهد او وياند په نامه راباسي او پوښتنه به ترې وشي : د شرک دليل مو څه دى ؛خو هغه روايت ،چې تر همدې آيت لاندې له امام باقر نه روايت شوى ( الميزان تفسير ١٦/ ٢٠) مراد يې دادى ، چې په هر وخت کې به يو معصوم انسان ( پېغمبر يا د پېغمبر وصي ) وي،چې د انسان پر کړ نو به خبر وي ،چې د قيامت پر ورځې به د خلکو د کړنو شاهد اوگواه وي.
پيغامونه :
١_د قيامت پر ورځ ګواهان له خپلو امتونو راپورته کېږي (من کل امة شهيداً)
٢_د قيامت د ورځې محکمې ښکاره او حضوري وي . (شهيدا فقلنا )
٣_ داسې عقايد وټاکئ ،چې بنسټ او دليل ولري ؛ځکه شرک برهان نه لري او په آخرت کې څوک د خپلو بې ځايه عقيدو لپاره پلمه نشي راوړاى ( هاتوا برهانکم )
٤_مشرکان ، منطق او برهان نه لري ( هاتوا برهانکم )
٥_حقيقت پټول يوازې په دنيا کې امکان لري ؛خو چې قيامت شو ؛نو هرڅه به رابرسېره شي . ( فعلموا ان الحق لله )
٦_مجرمان خو د قيامت پر ورځ پر خپلو کړنو د انکار په فکر کې دي ؛ خو ور به شي او خبر به شي او شاهدان به يې خولې ورټپې کړي.(شهيداً …. فعلموا ان لحق للاً )
٧_د باطلو پوزه پر خاورو موږل کېږي او له منځه ځي ( ضل عنهم ماکانوا يفترون ) .
۷۶- إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ = په واقع کې قارون د موسى له قوم ځنې و؛ خو پر هغه يې ظلم وكړ او موږ هغه ته دومره خزانې وركړې وې، چې كليګانې يې (ايله) يوه غښتلي ټولي په سختۍ سره وړاى شوې!(دريادكړه) چې كله يې قوم ورته وويل:(( دا دومره د غرور خوښي مكوه(؛ځكه) خداى کبرجن خوشحالي كوونكى نه خوښوي!))
ټکي:
په مجمع البيان تفسير کې راغلي : قارون د حضرت موسى د ترور (خاله) زوى او پوه انسان و،او د تورات په ويلو کې بې سادى و، هغه په پيل کې د حضرت موسى له اويا کسيزو يارانو و او له حضرت موسى سره د طور غر ته دعا ته هم تللى و ؛خو له کله چې يې بې حسابه مال او شتمني لاس ته راوړه ؛نو له حضرت موسى سره يې پر مخالفت لاس پورې کړ او ځان يې د خداى پر قهر ککړ کړ.
حضرت موسى د خپلې مبارزې په بهيرکې له درې فسادي محورونو سره په مبارزه کې و: يو د زور او ځواک محور ،چې فرعون يې مشر و، بل شتمنۍ او زر، چې قارون يې بېلگه وه او درېم د چل او تزوير محور و، چې “سامري” يې مشري کوله، يا په بله وينا : حضرت موسى د “زر”، “زور” او “تزوير” له شوم مثلث سره لاس وگرېوان و.
پيغامونه :
١_د تاريخي بېلگو ويل راتلونکيوته عبرت د ى (ان قارون… )
٢_ښه مخينه د راتلونکي پر ښه والي دليلېداى نشي او يا هم له نننيو کږ لاريو يې سترگي پټېداى نشي .( کان من قوم موسى )
٣_ يوازې د پېغمبر خپلوي د بريا او ژغورنې لامل نه دى (کان من قوم موسى)
٤_د بې لارې خپلوانو درلودل نه ښايي د صالحو انسانانو مقام راټيت کړي . ( ان قارون کان من قوم موسى ) .
٥_بې حسابه شتمني د ځواک لامل او ځواک د تېري او عياشۍ لامل دى ( الکنوز- فبغى عليهم – لا تفرح)
٦_پام مو اوسه ،چې شتمي مو مغروره نه کړي ( لا تفرح)
٧_د شتمنو پر وړاندې “له بديو منع کول” ان بېوزليو ته هم په کار دى (قال له قومه لا تفرح )
٨_مغرور انسانان له الهي محبته بې برخې وي . (ان الله لا يحب الفرحين) ( ډېره شتمني خداى ته د نږدېدونښه نه ده)
ټکي :
۷۷ – وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ = او كومه شتمني،چې خداى در كړې، په هغې د اخرت كور وغواړه او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه او لكه خداى،چې درسره څنګه نېكي كړې ده، ته هم نېكي وكړه او هېڅكله پر ځمكه د فساد په لټه كې مه اوسه(؛ځکه) خداى وانکاري نه خوښوي .
ټکي :
په دې آيت کې څو روزنيزو لارښوونو ته اشاره شوې ده :
الف :دنيا ښه ده ؛خو آخرت هېرول نه دي په کار.
ب : له نورو سره ځکه احسان وکړئ ،چې خداى پر انسان پېرزو کړې ده.
ج : د (( ان الله لايحب المفسدين )) د آيت په پامنيوي له فساده لرېوالى پکار دى.
حضرت علي د (( لا تنس نصيبک من الدنيا )) د جملې په تفسير کې وويل :يعنې له خپلې روغتيا،ځواک، فراغت او ځوانۍ آخرت ته گټه واخلئ . ( تفسير نور الثقلين )
پيغامونه :
١_دنيا د آخرت دکرنې ځاى دى ( وابتغ فيما اتاک الله الدار الاخرة ) ( قارون ته وويل شول : په دې مادي امکاناتو دې آخرت ودان کړه )
٢_ د شتمنو شتمني د خداى ده .( اتاک الله ) .
٣_د آخرت فکر پکاردى؛خو دنيا هم هېرول نه دي پکار ( ابتغ-لا تنس)
٤_ مال او شتمني کړاى شي د آخرت د نېکمرغۍ لامل شي (وابتغ فيما اتاک الله الدار الاخرة)
٥_ شتمنو ته نصيحت کول ښه چار دى ( وابتغ ….)
٦_هر څوک دې په خپلې برخې او نصيب بسياينه وکړي او پاتې نورې دې پر اخرت ولگوي ( وابتغ …)
٧_په نصيحت کولو کې د انسان طبيعي اړتيا وو ته پام هم په کار دى (لا تنس نصيبک)
٨_بې حسابه شتمني نېکمرغي نه راوړي، د هر چا خپل نصيب وي (نصيبک )
٩_که څوک خپل آخرت اباد غواړي ؛نو له نورو سره دې نېکي وکړي (وابتغ …… واحسن )
١٠_که څوک نېکۍ ته رابلئ ؛نو د خداى نېکۍ وريادې کړئ ( احسن کما احسن الله اليک )
١١_ بې ايمانه شتمن ژر فاسدېږي ( لا تبغ الفساد)
۷۸- قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ القُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ =(قارون) وويل: (( دا(شتمني) ما ته د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده، چې بېشکه خداى له هغه مخكې داسې خلك هلاك كړي دي، چې تر ده غښتلي او شتمن وو؟! او(چې كله الهي عذاب راورسېږي؛ نو) له مجرمانو ګناهونه يې نه پوښتلېږي.( او سيده دوزخ ته ځي)
ټکي :
پوښتنه : سره له دې،چې د قرآن په ډېرو آيتونوکې وايو : د قيامت پر ورځ پوښتنه ، له هر چا ( فلنسئلن الذين ارسل اليهم ولنسئلن المرسلين) ( اعراف/٦) له ټولو څيزونو( ولتسئلن عما کنتم تعلمون) (نحل/ ٩٣ ) له هر حاله ( ان تبدوا ما فى انفسکم او تحفوه يحاسبکم به الله ) ( بقره/٢٨٤) او له هر ځاه ( ان تک مثقال حبة من خردل فتکن فى صخرة او فى السموات اوفى الارض يات بها الله ) ( لقمان/١٦ )کېږي ؛ نو ولې په دې آيت کې راغلي: ( لا يسئل عن زنوبهم المجرمون ) ؟!
ځواب : هغه آيتونه،چې پر پوښتنه دلالت کوي، په قيامت پورې اړه لري؛ خو دا آيت په دنيا کې د الهي قهر د نزول پر مهال دى،چې په هغه مهال نور د پوښتنې او ځواب لپاره مهلت نه وي .
پيغامونه .
١_علمي غرور کله انسان دومره ځانمنى کړي،چې نور د هيڅ چا خبرې او ونډې ته غاړه نه ږدي ( انمااوتيته على علم عندى)
٢_پر خپله پوهه نازېدل قاروني خوى دى ( على علم عندى )
٣_شتمني اوځواک الهي احسان وگڼئ ، نه د خپل علم او کوښښ پايله (خلکو به ويل : دا خداى دى، چې تاته يې شتمني درکړې ده ؛خو قارون به ويل : په خپله مې په خپله پوهه پيداکړې ده ) ( احسن الله – على علم عندى ) .
٤_له تاريخ سره آشنايي د عبرت ښه زده کړه ده . ( او لم يعلم …من قبله )
٥_د سرغړاندو ورمېږ ماتول الهي سنت دى . ( ځواک او شتمني د الهي قهر د راتلو مخه نشي نيواى ) ( اهلک من قبله )
٦_ ځواک او شتمني نېکمرغي نه راوړي ( اهلک ..اشدمنه قوة و اکثر جمعاً)
٧_د سر له پاسه سر وي ( و من هو اشد منه ) .
٨_ پاملرنه ! که د خداى قهر را ورسيد؛نو پر هغه وخت نورد پوښتنې او ځواب لپاره وخت نه وي ( لا يسئل عن ذنوبهم المجرمون ) .
۷۹ – فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ = او (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راوووت،د دنيوي ژوند لېوالو وويل: (( كاشكې څه چې قارون ته وركړل شوي دي، موږ هم درلوداى؛ ځکه هغه د سترې برخې خاوند دى!))
پيغامونه :
١_د غافلو انسانانو لاس ته ، چې ځواک او شتمني راشي ؛نو پايله يې وياړپلورنه، ځانښوونه او ځان سينگارول وي.(فخرج على قومه فى زينته)
٢_پر شتمنۍ ځان ښوول قاروني خوى دى. (فخرج على قومه فى زينته)
٣_قارونيان ځان تر نورو غوره بولي ( على قومه ).
٤_د واکمنو ځان پر نورو لوړگڼل کړاى شي د خلکو فرهنگ هم بدل کړي ( فى زينته ….ياليت لنا….) .
٥_ددنياځل بل د لنډ فکرو جذب او کږلارۍ ته يو جال دى ( قال الذين يريدون الحياة الدنيا)
٦_ د قارون په څېر کېدو هيله د لنډفکروکم عقلو دنيا پالو هيله ده (يريدون الحياة الدنيا ياليت لنا …)
۸۰- وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ = او پوهانو وويل: (( پر تاسې افسوس! الهي ثواب هغوى ته غوره دى،چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې کړي وي؛او دا (ثواب) يوازې زغمناكو ته وركول كېږي.))
ټکي : .
قارون خپل ځان پوه او د شتمنۍ لاس ته راوړل يې د خپلې پوهې پايله ګڼله ( اوتيته على علم عندى)؛خوخداى په دې آيت کې وايي : حقيقي علم د مال له زېرمولو سره اړخ نه لگوي .
پيغامونه :
١_پر دنيا زړه بايلونکي د رټنى وړ دي ( ويلکم )
٢_خداى د بني اسرائيلو د هغو پوهو خلکو ستاينه کړې، چې پر دنيا مين يې رټلي دي ( قال الذين اوتوا العلم ويلکم …)
٣_واقعي علم انسان آخرت ، تقوى او صالح عمل ته ورواړوي ( قال الذين اوتوا العلم ويلکم ثواب الله خير )
٤_پوه هغه دى،چې د دنيا ځل بل يې رانه کاږي او دنيا پال و رټي ( قال الذين اوتوا العلم ويلکم ثواب الله خير.)
٥_پوهان بايد خلک دې ته پرېنږدي،چې دنيا يې ځان ته راکاږي (قال الذين اوتوا العلم ويلکم ثواب الله خير)
٦_که څه له چا منع کوئ؛ نو د لزوم او وس پر مهال ترې غوره ورکول په کار دي ( ثواب الله خير )
٧_ايمان او صالح عمل هغه وخت نېکمرغي راوړاى شي، چې د تل لپاره وي ( آمن وعمل صالحا ً ولا يلقيهاالا الصابرون)
۸۱- فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ = نو په پاى کې موږ هغه او كور يې په ځمكه كې ننه ايست؛ نوكومه ډله يې نه درلوده،چې د الهي عذاب پر وړاندې ورسره مرسته وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نشوه كړاى.
ټکى:
انسان کړاى شي دوو لوريو ته حرکت وکړي : مخ پورته ( صعودي،چې معراج ته ځان ورسوي او مخ پر لاندې ( نزولي، چې ځمکې ته راکوز شي)
پيغامونه :
١_د ظلم پايله هلاکت دى . ( فبغى عليهم …..فخسفنابه)
٢_ځمکه کله د خداى د قهر دنده ترسره کوي .( فخسفنابه و بداره الارض )
٣_د مال ټولولو پايله کنجوسي، غرور او هلاکت دى . ( فخسفنا به و بداره الارض )
٤_شتمني د ژغورنې لار نه ده ( ماکان من المنتصرين )
۸۲- وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ = او هغوى چې پرون يې هيله درلوده،چې د قارون پر ځاى واى (چې كله يې دا ننداره وکړه؛نو) سهار يې وويل: (( پر موږ دې افسوس وي،(پوه شه) چې بېشكه خداى هر چا ته، چې وغواړي روزي پراخوي يا تنګوي،كه خداى پر موږ احسان نه واى كړى؛ نو موږ به يې هم د ځمكې تل ته ننه ايستلي واى . افسوس! نه وينې، چې كافران هېڅكله (له عذابه) ژغورل کېداى نشي .))
پيغامونه :
١_له مسائلو سره په مخامخېدو کې ژر قضاوت مه کوئ . ( هغوى چې پرون حسرت خوړ ، چې کاشکې د قارون په څېر واى ؛خو نن وايي : څومره ښه وشو، چې د هغه په څېر نه وو ) ( تمنوا مکانه بالامس يقولون – ويکانه …)
٢_هېڅکله داسې هېله ونه کړئ، چې د مغرورو شتمنو په څېر شئ ( تمنوا مکانه …. ويکان).
٣_د نورو شتمنۍ ته د هيلې پر ځاى پر الهي نعمتونو قناعت په کار دى ( تمنوا مکانه …. يبسط الزرق… ويقدر) .
٤_په ټولو هيلو کې د انسان گټه نه وي ( تمنوا مکانه )
٥_ کله د دعا نه قبلېدل پر انسان د خداى تر ټولو ستر احسان او نعمت دى .( تمنوامکانه …. من الله علينا)
٦_ پېښې د فطرتونو د راويښېدو ، د فکرونو او ناسمو انگېرنو د بدلېدو او سمون لامل گرځي ( لولا ان من الله علينا )
٧_که انسان خپله شتمني د خداى له لوري او د هغه لپاره و نه گڼي ؛ نو ځان يې کفر ته رسولى دى ( لا يفلح الکافرون )
۸۳- تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ =(هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى،چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د (ځان ساتيو) پرهېزګارانو ده.
ټکي:
دا آيت د قارون دکيسې پرېکړه ليک دى ،چې هر ډول مال ټولول او لوړاوى غوښتل په دنيا او اخرت کې د هلاکت لامل گرځي .
په روايتونو کې راغلي : حضرت على به دا آيت د بازار سوداگرو ته وايه .( د مجمع البيان او روح البيان تفسيرونه )
په حديث کې وايو : که څوک د خپلو بوټانو په مزو هم تر نورو نه ځان غوره وگڼي؛نو پر ځمکه به له کبرجنو وي .
ډېر دي داسې وګړي،چې د کور ، موتړ ، جامو، خبرو ، واده او پر اولاد د نوم ايښوونې داسې کار کوي ،چې د خلکو سترگې ځان ته راواړوي او خلکو ته پرې ځان وښيي ،چې د روايت له مخې، دوى پر ځمکه ځان تر نورو غوره بولي او له جنته بې برخې دي .
پيغامونه .
١_د آخرت کور ډېر ستردى .د ” تلک” ټکې د عظمت د بيان لپاره دى .
٢_هر ډول ځان غوره بلل منع دي ( لا يريدون علواً ) .
٣_د فساد جرړه د ځان په غوره گڼلو کې ده (لا يريدن علواً…ولا فساداً)
٤_پرهيزګار هغه دى،چې پر نورو د وياړنې او غوره والي اراده نه لري (لايريدون علواً….. والعاقبة للمتقين )
۸۴- مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ = څوك چې له نېكۍ سره راشي؛نو تر هغه غوره بدله وركول كېږي او څوك چې له بدۍ سره راشي؛نو يوازې د هغوى د كړنو(هومره) سزا وركول كېږي .
پيغامونه :
١_ښه کار،چې هر څومره او د هر چا له لوري وي،ستايل شوى دى ( من جاء بالحسنة )
٢_تر نېکچارۍ مهم تر قيامته يې سم رسول دي . ( جادبالحسنة ) ( ډېر دي داسې کسان ،چې ښه کارونه يې کړي ؛خو د خپلو گناهونو ، پر نورو منت ايښوونې او د نورو په سپکاوي يې له منځه وړي ا و نشي کړاى خپل ښه کارونه د قيامت ورځې ته سم ورسوي ).
٣_انسانان د خپل ژوند د لارې په ټاکنه کې ازاد دى (من جاء بالحسنة من جاء يا لسيئة).
٤_ خپلې خبرې پر ښو خبرو پيل کړئ ( لومړى د (( الحسنة ))کلمه راغلې او بيا (( السيئة )) )
٥_ د خداى د پېرزوينې په نظام کې د نېکيو اجر تر نېکيو زيات دى؛ که څه هم د عمل پړاو ته ونه رسي او يوازي په فکر او طرح کې پاتې شي؛ خو د بد کار سزا د بدکار هومره ده او د سزا شرط دادى، چې د فکر له پړاوه تېره شوې وي او عملي بڼه يې موندلې وي ( عملوالسيئات)
٦_نه ښايي د نورو نېکې چارې هېرې کړو؛که څه هم يو ساده عمل وي ( الحسنة )؛خو بدچارو ته بايد هغه وخت سزا ورکړ شي، چې پر خپلو بدو کړنو ټينگار کوي ( کانوا يعملون)
٧_خداى دنېکيو اجر د خپل فضل له مخې ورکوي ؛خو د بدچارو د سزا په هکله له خپل عدل سره سم چلن کوي ( فله خير منها – لا يجزى …. الا ما کانوا يعملون )
۸۵ – إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاء بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ = بېشكه چا چې دا قرآن پر تا فرض كړى دى، تا هرومرو خپل ځاى (= ټا ټوبي) ته ستنوي،ووايه: (( زما پالونكى تر ټولو ښه پوهېږي، چې چا د سمې لارښوونې (کړلار) راوړې او څوك ښكاره بې لارې دى .))
ټکي :
په اووم آيت کې تېر شو ،چې خداى د موسى عليه السلام مور ته وويل : خپل زوى دې په سيند کې واچوه او مه ورخطا کېږه ، موږ يې بېرته درته راوړو. ( القيه فى اليم – انا رادوه اليک ) په دې آيت کې هم خداى د اسلام له پېغمبر سره ژمنه کوي ،چې هغه به بېرته خپل ټاټوبي ته ولېږي. ( لرداک الى معاد) هو هغه ځواک ،چې موسى (ع) يې خپلې مور ته بېرته راوګرځاوه؛نو تا به هم ( تر هجرت وروسته ) مکې ته بېرته ولېږي.
داچې معادکومې مانا ته ګوته نيسي او مصداق يې څه دى، په دې هکله ډول ډول نظرونه وړاندې شوي دي .
ځينې وايي : مکې ته پکې گوته نيول شوې اودا آيت يې د يو غيبي خبر په حيث پېژندلى،چې پېغمبره ! همدا مکه به يوه ورځ ستا په لاسونو سوبه کېږي او بېرته به ورته راوگرځې . ځينې يې د پېغمبر اکرم د “محمود مقام” ( د شفاعت مقام ) او ځينې يې د قيامت او جنت په مانا تفسيروي؛خو روايات په دې آيت کې له معاده مطلب، نړۍ ته د اسلام د پېغمبر رجعت بولي ؛ خو زموږ د عقيدې له مخې له (( معاد )) نه مطلب (( رجعت )) دى؛يعنې داچې خداى به تر قيامت مخکې خپل ځينې اولياء دې نړۍ ته بېرته رالېږي.
پيغامونه :
١_ د قرآن ابلاغ دکفارو د سرغړاوي او د پېغمبر اکرم د هجرت لامل شو؛ خو خداى به بېرته پېغمبر خپل ټاټوبي ته ولېږي ( لرادک الى معاد )
٢_د قرآن تلاوت ، تبليغ او عمل تر هر چا مخکې پر پېغمبر اکرم قرض دى ( فرض عليک القرآن ) .
٣_د قرآن د فريضې تعبير يې لوړ مقام راښيي ( فرض عليک القرآن)
٤_د خداى د لارې مهاجر به په درناوي او عزت خپلو وطنونو ته بېرته ولاړ شي ( لرداک الى معاد ) د معاد کلمه د د بدبې او عزت نښه ده.
٥_د وينا پر مهال لومړى بايد له مثبتو ټکيو پيل وکړو. (من جاء بالهدى-من هو فى ضلال)
۸۶- وَمَا كُنتَ تَرْجُو أَن يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ = او هيلمن نه وې، چې تا ته دې دا اسماني كتاب القاء (او درکړاى شي)؛ بلكې دا ستا د پالونكي لورنه وه(اوس چې داسې ده نو) هېڅكله د كافرانو ملاتړ مه كوه.
ټکي :
په دې آيت کې د حضرت موسى او حضرت محمد ( ص) تر منځ دوه ورته والي ترسترگو کېږي :
١_ حضرت موسى د اور په لاس ته راوړو پسې ولاړ او رڼا ته ورسېد (فلما اتاها نودى) د اسلام پېغمبر هم د عبادت په موخه د حرا غار ته و لاړ او له اسماني وحې سره آشنا شو ( ماکنت ترجوان )
٢_په اوولسم آيت کې حضرت موسى وويل : (( رب بماانعمت على فلن اکون ظهيراً للمجرمين )) ((زما پالونکيه ! د هغه پېرزو له امله، چې پر ما دې کړې، هېڅکله به هم د مجرمانو مرستندوى نشم))
په دې آيت کې هم خداى پېغمبر اکرم ( ص) ته وايې : ( يلقى اليک الکتاب … فلا تکونن ظهيراً للکفرين)
ددې له امله ،چې پر تا اسماني کتاب القا شوى، هېڅکله هم دکافرانو لاسنيوى مه کوه .
پيغامونه :
١_انبياوو د روح د سپېڅلتيا او عبوديت په درلودو سره بيا هم د وحې د اخستو تمه نه درلوده؛ وحې د خداى لورنه وه ( ماکنت ترجوا…. الا رحمة من ربک )
٢_د پېغمبرانو بعثت او د اسماني کتابونو نازلېدل، د خدا د ربوبيت له نښو دي ( رحمة من ربک )
٣_ د کافرانو له ملاتړه ډډه کول خورا مهم دي ان چې د وحې د نازلېدو شکرانه گرځېدلى دى. ( يلقى اليک الکتاب …. فلا تکونن…)
٤_له کفر او جرمه هر راز ملاتړ منع دى . ( فلا تکونن ظهيراً للکفرين )
۸۷ – وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آيَاتِ اللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ = او هسې نه چې(کافران) دې د خداى د آيتونو تر نازلېدو وروسته (د هغه له تبليغولو) واړوي او (خلك) د خداى لوري ته رابله او هېڅكله له مشركانو مه اوسه.
ټکي :
بعثت پړاوونه لري :
الف – د وحې اخستل ( يلقى اليک الکتاب ) .
ب _له کفارو برائت ( فلاتکونن ظهيراً ) .
ج _په چار کې پرېکندتوب ( لايصدنک ) .
د _نورو ته بلنه ورکول ( ادع الى ربک ) .
هه_په عمل او ګروهه کې اخلاص (لا تکونن من المشرکين )
توحيد ته پاملرنه او د شرک اوکفر نفې کول دومره مهم دي،چې خداى په دې آيتونو کې څو څوځل پېغمبر اکرم ته اخطار ورکړى. په وروستيو آيتونو کې ددې مسئالې په اړه کومې جملې، چې راغلي، د دروند (نون) په ټينگار او د مبالغې په لحن راغلي دي ( لا تکونن – لايصدنک – لا تکونن)
پيغامونه :
١_د وحې په ابلاغ کې سستي دکفر د ملا ټپو ل دي ( فلا تکونن ظهيراً للکافر ين ولا يصدنک)
٢_دښمنان ان د پېغمبر لپاره هم دسيسې جوړوي ( لا يصدنک )
٣_اسماني مشران هم الهي تذکراتو او يادونو ته اړين دي ( لا يصدنک )
٤_رسالت بايد له عزت او پرېکندتوب سره وي [ لايصدنک … بعد اذ انزلت ]
٥_ پوهه او آگاهي دنده لاپسې درنوي [ بعد اذ انزلت اليک ]
٦_هغه به د حق په بلنه کې بريالى وي ،چې غوڅ او نا ماتى وي. [ لايصدنک ……… ادع الا ربک ) .
٧_بلنه بايد د زړه له کومې او سوچه وي او بې د خداى له رضا بل هيڅ څيز په پام کې و نه نيسي .[ ادع الى ربک ولا تکونن من المشرکين ) هو هغه کسان ،چې د نورو په پار د خداى لارې ته بلنه نه کوي ؛نو د شرک په کړۍ کې به وي .
٨_بلنه بايد ځان ته نه؛ بلکې خداى ته وي [ ادع الى ربک )
٩_له کفرسره مبارزه د پېغمبرانو د مبارزې له لومړيتونو گڼل کېږي او خداى پرې هم خورا ټينگار کوي . ( لا تکونن من المشرکين )
۸۸ – وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ = او له الله سره بل معبود مه بله (او مه لمانځه)، چې بې له هغه بل د لمانځنې وړ نشته، بې د هغه له (سپېڅلې) ذاته نور ټول څېزونه هلاکېدونكي دي،واکمني يوازې د هغه ده او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ .
ټکي :
ځينې وايې : څوک چې له خداى پر ته بل چا ته غږ وکړي ، مشرک به وي ؛ځکه خداى وايي : (( لا تدع مه الله احداً )) (جن/١٨)؛نو هغه کسان به مشرکان وي، چې د توسل لپاره د خداى پر اوليا وو غږ کوي ؛ خو دا آيت وايي : مشرک هغه دى، چې له خداى پرته بل چا ته خداى ووايي [ لا تدع مع الله الهاً آخر] مسلمان هيچا ته د خداى په توگه غږ نه کوي ، پر هغه کسانو غږ کوي، چې د خداى پر وړاندې د آبرو او عزت خاوندان وي او دا هغه آبرو او عزت دى، چې خداى ورکړى دى؛ لکه انبياوو اوالهي اولياء ته؛نه هر شفيع او خيالى ابرو من؛ځکه بوت لمانځو به هم په خپل خيال کې بوتانو ته د آبرو په سترگه کتل.
په دې آيت کې د شرک له منځه وړل پر ډول ډول عباراتو بيان شوي دي:
الف : له الله سره د بل خداى نوم مه اخلئ .
ب : له الله پرته بل معبود نشته .
ج: له هغه پرته هرڅه له منځه تلوونکي دي .
(د) يوازې هغه بر لاس دى .
هه : يوازې دهغه لورى ته ستنېږئ .
امام رضا ويلي دي : (( وجه الله )) د خداى استازى او پر ځمکه د خداى ححبتونه دي، چې په هغوى خداى ، دين او پوهې او معرفت ته پام اړول کېږي . (توحيد صدوق١١٧ مخ)
پيغامونه :
١_هغه واقعي مؤحد دى ، چې له ټولو معبودانو، سترو ځواکونو ، نومونو او طاغوتانو ازاد وي (( لا تدع مع الله الهاً آخر))
٢_څه چې له منځه تلونکي دي ، ورپورې زړه ونه تړو اوځان پکې بنديوان نه کړو . (( کل شى ءٍ هالک الا وجهه )) لکه چې حضرت ابراهيم عليه السلام ويلي وي : (( انى لا احب الآفلين – انعام/ ٧٦))
٣_ حاکميت يوازې دخداى دى (( له الحکم ))
٤_ واقعي معبود څو شرطونه لري :
( الف)فنا کېدونکى نه وي ( کل شى هالک الا وجهه )
(ب )پر هستۍ واکمن وي ( له الحکم )
٥- مرگ نابودي نه ده؛بلکې مبداء او پيل ته ورستنېدنه ده (اليه ترجعون ) .
پالونکيه ! د قرآن د لوستو ، پکې د تدبراو پند اخستو خوند راباندې وڅکې.
پالونيکه ! زړونه او ځانونه مو د قرآن په رڼا راڼه کړې.
پالونکيه ! وينا وې اوکړنې مو د قرآن او نبوي سنتو له مخې کړې.
آمين رب العالمين
سرچینه : تفسیر نور، مفسر شیخ محسن قرآیتی
-
ټیګونه:
- www.andyal.com