تبلیغات

د خلفاو رضى الله عنهم په ويناوو كې د حضرت علي (ک) فضايل حضرت علي د حضرت ابوبكر(رض) له نظره : ٭ حضرت ابوبكر (رض) وايي:څښتن او رسول يې رښتيا وويل؛د څښتن رسول له غاره دباندې پر هغه شپه،چې مدينې ته د تګ اراده موكړې وه، وويل:(( زما او د علي لاس په عدالت او […]

د خلفاو رضى الله عنهم په ويناوو كې د حضرت علي (ک) فضايل

حضرت علي د حضرت ابوبكر(رض) له نظره :

٭ حضرت ابوبكر (رض) وايي:څښتن او رسول يې رښتيا وويل؛د څښتن رسول له غاره دباندې پر هغه شپه،چې مدينې ته د تګ اراده موكړې وه، وويل:(( زما او د علي لاس په عدالت او مساوات كې يو شان دى . [1]))

٭ ام المؤمنين عايشه وايي:پلار مې (حضرت ابوبكر ) ليده،چې ډېر د علي څېرې ته ګوري. ورته مې وويل : پلار جانه ! ولې د علي څېرې ته ډېر ګورې؟ راته يې وويل : لورجانې!د څښتن له رسوله مې واورېدل چې: (( د علي څېرې ته كتل عبادت دى . [2]))

٭ له حضرت ابن عمر نه روايت دى،چې حضرت ابوبكر ويلي دي:د اهلبيتو په هکله د حضرت محمد عليه السلام د خبرو خيال ساتئ او په اهلبيتوكې يې درناوى وکړئ او اهلبيت يې مه ازاروئ[3].

٭ له حضرت حارث بن اعور نه روايت دى، چې يوه ورځ پېغمبر اکرم پخپلو يارانو كې ولاړ و،چې ويې ويل : ((هغه سړى درته وښيم، چې په علم كې د حضرت آدم (ع)،په پوهه كې د حضرت نوح (ع) او په حكمت كې د حضرت ابراهيم (ع) غوندې دى؟)) ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې حضرت ابوبكر وويل:دا سړى څومره نېكمرغه دى،چې له درېو پېغمبرانو سره دې برابر كړ؛ نو هغه څوك دى؟پېغمبر اکرم ورته وويل:((ابابكره! آيا هغه نه پېژنې؟)) حضرت ابوبكر وويل:څښتن او استازى يې ښه پوهېږي.پېغمبر اکرم وويل:((هغه “ابالحسن علي بن ابيطالب” دى.))بيا حضرت ابوبكر وويل: وا وا ابالحسنه! ستا جوړه به پېدا نشي.[4].

٭ شعبي وويل: يوه ورځ حضرت ابوبكر ناست و،چې له ورايه يې پر حضرت علي يې سترګې ولګېدې او و يې وويل:كه څوك غواړي، چې تر ټولو د ستر مقام نوم او منزلت خاوند او تر ټولو پېغمبر (ص) ته نږدې ووينئ؛نو دا هغه دى چې را روان دى .[5]

٭ له زيد بن علي بن الحسين نه روايت دى: له خپل پلار “علي بن الحسين” نه مې اورېدلي:له خپل پلار “حسين بن علي” مې اورېدلي: حضرت ابوبكر ته مې وويل:ابوبكره! تر رسول الله وروسته تر ټولو غوره انسان څوك دى؟ راته يې وويل: ستا پلار…..[6]

٭ له معقل بن سيار مزني روايت دى:له حضرت ابوبكر نه مې اورېدلي دي چې و يې ويل:علي بن ابيطالب د پېغمبر اکرم له اهلبيتو دى[7].

د رياض النضره د2ټوك په 163مخ كې راغلي:حضرت ابوبكر او حضرت علي د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته د هغه قبر ته ولاړل،چې حضرت علي حضرت ابوبكر ته وويل:مخكې شئ !حضرت ابوبكر ورته وويل: زه به كله هم تر هغه چا مخكې قدم وانه خلم،چې خپله مې له رسول الله،د هغه په هکله اورېدلي:((علي له ما سره هغه مقام او منزلت لري؛لكه زه يې چې له څښتن سره لرم. [8]))

٭ له معقل ابن سيار مزني روايت دى:وا مې ورېدل،چې حضرت ابوبكر حضرت علي ته ويل:((عقدة رسول الله))؛يعنې هغه چې د مسلمانانو له پېغمبر سره يې بيعت وكړ.[9]

٭ له حضرت قيس بن حازم نه روايت دى:حضرت ابوبكر له حضرت علي سره وكتل. حضرت ابوبكر د حضرت علي څېرې ته وكتل او په موسكا شو؛ حضرت علي ورته وويل: ولى موسكى شوې.حضرت ابوبكر وويل: له پېغمبر اکرم نه مې واورېدل چې ويې ويل:(( هغه به له پُل صراطه تېرېږي، چې علي ورته اجازه وركړى وي. [10]))

٭ حضرت ابوبكر پر منبر وويل:ما پريږدئ! ما پريږدئ! علي چې وي؛نو زه په تاسې كې غوره نه يم[11].

 د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٤ مخ ) له ابن سمان روايتوي،چې وايي : د رسول اکرم تر مړينې وروسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه ، حضرت ابوبکر له اصحابو سره سلا مشوره وکړه؛ هر چا يوه خبره وکړه،چې علي ته يې وويل : ابالحسنه ! ته پکې څه وايې؟ علي وويل : که څه ترې رسول اکرم اخستل او تا ورته پرېښوول؛نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى .ابوبکر ورته وويل : ته چې وايې؛نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي .

( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٠١ مخ ) او ( رياض النضره: درېم ټوک،٩٩ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي، چې عبدالله بن عمر وويل : څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل : د ملګري کيسه دې وکړه،چې څنګه سړى و . ابوبکر په ځواب کې ورته وويل :ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى زه ورسره په غار کې وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال داچې زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛خو رښتيا خبره داده،چې حديث نقلول ترې سخت دي؛نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ؛نو علي ته ورغلل او هغه ته يې وويل : د تره زوى دې څنګه سړى و ؟ حضرت علي ورته وويل : نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛سپين سور بخن مخ يې درلود؛ويښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه ويښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې ويښتان نه درلودل،غاښونه يې ځلېدل،پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې د نقرې د لوښي په څېر ځلېده،پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛نو ټول به ورته پر ژړا وو،پر خلکو تر ټولو مهربانه و،د پلار مړيو مهربانه پلار او د بېوزليو ډاډمن ملاتړ و؛تر ټولو مېړنى،سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه،ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو،تخت يې د ام غيلان له لرګي و،چې په منځ کې يې د کجورې پاڼې وې؛دوه پګړۍ يې درلودې،چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز،ګډ يې برکت ، کوړه يې ممشوش او لښکر يې لواء محمد نومېده . په خپله به يې د اس په پښو کې نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې .

[1] . وګورئ : 1 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 438مخ، 953حديث . 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : باب مناقب السبعون؛ 277مخ، 17حديث، 300مخ . 3 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 11ټوك، 604مخ، پينځم ټوك د بيروت چاپ .

[2] وګورئ : 1 _ ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 358مخ . 2 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء؛ 172مخ. 3 _ابن مغازلي؛ مناقب؛210مخ، 252حديث، لومړى چاپ. 4 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 391مخ، 895حديث ( دمحمودي شرحه)

[3] وګورئ :1 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 54باب، 194او 256مخونه . 2 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 13ټوك، 638مخ .

[4] وګورئ : سيد هاشم حسيني تهرانى، بوستان معرفت؛ 447مخ، د خوارزمي د مناقبو له 7فصل، 45مخه راخستى دى.

[5] وګورئ : بوستان معرفت،650مخ، چې له ابن عساكر (تاريخ اميرالمؤمنين، 3ټوك، 70مخ، 100حديث) او خوارزمي (مناقب، 14فصل، 98مخ) يې راخستې دى.

[6] وګورئ : كنزالعمال؛ 12ټوك، 489مخ (موسسه الرساله بيروت – پينځم چاپ)

[7] وګورئ : كنزالعمال؛ 13ټوك، 115مخ.

[8] وګورئ : آثارالصادقين؛ 14ټوك، 277مخ، له فضايل الخمسه، لومړى ټوك، 297حديث يې راخستې دى.

[9] وګورئ : العقده :كحرمه، والجمع عقد كحرم، الولايه، البيعه المعقوده او همداسې : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 3ټوك، 54مخ، 1092حديث.

[10] دا روايت د ډاكټر تيجانى سماوي د” آنګاه هدايت شدم” د كتاب په 2مخ كې راغلى چې هغه هم له لاندې كتابونو راخستې دى : 1 _ ابان السمان په الموافقه كې 137مخ . 2 _ ابن حجر ، الصواعق المحرقه؛ 126مخ،3 _ ابن مغازلي شافعي، مناقب علي ؛ 119مخ .

[11] وګورئ : “چرا شيعه شدم” ، محمد رازى؛ 332مخ چې له لاندې كتابونو نه چې راخستى دى : فخر رازي، نهايه العقول. طبري پخپل تاريخ كې. بلاذري په انساب الاشراف كې. سمعاني په فضايل كې غزالي په سرالعالمين كې. سبط بن جوزي په تذكره كې. قاضي فضل ابن روز بهان او ابن ابي الحديد.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست