بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ګناه ته مخونې او دليل جوړول د ګناه مخونه او ورته دليل راوړل ،تر ګناه کولو ډېره ناوړه دي . د ګناه مخونه يو ډول ديني ټګي ده . خداى په قرانکریم کې وايي: بَلِ الْإِنسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ. وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ [1]= حق دادى چې انسان پخپله له خپل حالته […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ګناه ته مخونې او دليل جوړول
د ګناه مخونه او ورته دليل راوړل ،تر ګناه کولو ډېره ناوړه دي . د ګناه مخونه يو ډول ديني ټګي ده .
خداى په قرانکریم کې وايي:
بَلِ الْإِنسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ. وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ [1]= حق دادى چې انسان پخپله له خپل حالته [ښو او بدو] خبر دى. كه څه هم خپلې پلمې وړاندې كړي.
يعنې د وجدان محکمه، ګناهکار په ټګۍ برګۍ او دوه مخۍ غندي، ګناه ته مخ ورکول په ټولنه کې ګناه عادي کوي او نورو ته هم د ګناه کولو لار هواروي. خلکو ته ناوړه څيزونه ښه ښکاره کوي. د ګناه مخونه تر ګناه بترعذر دى،د ګناه تر مخونې بله غټه ګناه نشته؛ځکه ګناهګار خو د توبې په غم کې وي؛خو مخوونکي پرګناه برغولى ږدي او دا کار نه يوازې د توبې لار نه ده؛بلکې په ګناه کولو کې يې لاپسې هڅوي.
د ګناه مخونه يو ډول ناروغي او عمومي بلا ده،چې په ډول ډول بڼو راټوکېږي؛خواص او عوام له سمې لارې کږوي او ستر خطر يې دادى ،چې ګناهګار ته د سمونې لارې تړي او په نظر کې يې واقعيتونه يا بدلوي او يا يې هم له منځه وړي.د ساري په توګه : خپلې وېرې ته د احتياط مخ ورکوي. د نفس کمزورتيا ته د حيا، حرص د ژوند د اړتياوو په برابرولو او ناغېړۍ او لټۍ ته د قضا او قدر مخ ورکوي. له دې به ستراو دردونکى غم بل نه وي،چې انسان د اسلام ارزښتمن مفاهيم واړوي او پخپلو لاسونو پرځان د ژغورنې لار بنده کړي .ګناه ته مخ ورکول پرګناه پوښ اچول دي،چې ګناه آسانه او بې خنډه وکړي . سارى يې داسې دى؛ لکه څوک چې حق پټوي او د((تقيه)) نوم پرې ږدي او يا کومې موخې ته د رسېدو لپاره چاته بډې ورکړي او د ډالۍ نوم پرې کېږدي.د ګناه مخونه يو ډول ټګي برګي او له مسلمانانو سره چل ول دى.دا کارونه په ښکاره ښکلي او شرعي ښکاري ؛خو باطن يې ډېر چټل دى.مثال يې داسې دى: که څوک څه پلوري؛نو خراب او بد توکې ترې لاندې او ښه پرې د پاڅه ږدي، چې خلک وغولوي .
يوه ور ځ پېغمبر اکرم د مدينې په بازار کې ګرځېده؛ يو سړى يې وليد چې مېوې او کجورې پلوري.پېغمبراکرم وويل : څومره ښه مېوې دي! وحې ورته وشوه ترمال لاندې يې وګوره ! پېغمبر اکرم لاس ورلاندې کړ؛نو ډېرې مردارې مېوې يې راووېستې او پلورونکي ته يې وويل: ما اَراك الاّ و قد جَمعت خيانة و غشّاً لِلمُسلمين = له مسلمانانو سره دخيانت لپاره دې هرڅه راټول کړي دي.[2]
ډول ډو ل مخونې :
ګناه ته مخونې ډېرې دي چې ځينې يې دادي :
- ګروهیزې یا اعتقادي مخونې
- سیاسي مخونې
- ټولنیزې مخونې
- ارواییزې مخونې
- هڅوبیزې یا فرهنګي مخونې
- وټییزې یا اقتصادي مخونې
- پوځي مخونې
او نورې مخونې
پر جبر ګروهه،ګروهیزه مخونه ده. ګناهکار،چې وپوښتل شي، ولې دې ګناه وکړه؟وبه وايي:په نصيب کې مې وه،زما په برخه کې وه، څه وکړو؟ زموږ پلرونوهم همدا شان کړي وو،موږ هم وکړل، آخر د مار بچى مار وي، په والله زماپه نصيب کې لمونځ نشته .
دا خبرې د خلکو له خولې زياتې اورېدل کېږي او په دې خبرو له دندو پښې سپکوي.د نحل په ٣٥ آيت او زخرف په ٢٠ آيت کې راغلي،چې مشرکان پر جبر ګروهن وو او ګناهونه يې کول.
وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ [3]= او مشرکانو ويل: (( که خداى غوښتي واى (؛نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو بې له هغه (الله) هېڅ څيز نه لمانځه او نه د هغه له بې اجازې يې کوم څيز حراماوه))، مخکېنيو يې همداسې چلن درلود؛نو ايا (دخداى) پر استازيو (د څرګند او) ښکاره (پېغام) رسونې پرته (څه ذمه واري ) شته ؟!
وَقَالُوا لَوْ شَاء الرَّحْمَنُ مَا عَبَدْنَاهُم مَّا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ [4] =او هغوى وايي: ((كه رحمان (خداى) غوښتلاى؛نو موږ هغوى نۀ لمانځلې. )) (؛خو) هغوى په دې (خبرې) هېڅ نۀ پوهېږي، بس په اټکل پسې روان دي (او همدا دروغ وايي).
د “يزيد” مخونه :
د امام حسين غوڅ شوى سر يې، په “شام” کې د يزيد په مخ کې کېښود،يزيد تر شعر ويلو وروسته حاضرينو ته وويل: ددې سرخاوند به ويل : په واکمنۍ کې زه تر يزيده غوره يم؛لکه چې دا آيت يې نه وه ويلي: [قل الّلهُم مالِك المُلك تُوتِى المُلك مَن تَشاء و تَنزع المُلك ممّن تشاء و تُعِزُّ من تشاء و تُذلُّ من تشاء]:ووايه خدايه ! د حکومتونو مالک ته يې او چا ته چې وغواړي، حکومت ورکوي او له چا يې اخېستى هم شې، چاته چې وغواړې عزت ورکوي او چاته چې وغواړي ذلت ورکوې].
يزيد تر ټولو ستر جنايت وکړ او بيا وروسته وايي: خداى غواړي چې موږ غوره شو او دښمن ځارځپلی- ذليل شي او دا شان پر خپلو جنايتونو برغولى ږدي او د خپلو ناوړو کړنو د مخونې لپاره ځان له سفسطې او جبر سره نښلوي .
جبر او اختيار ته کتنه:
د جبر و اختيار مسئله لرغونې ده او ډېر بحثونه پرې شوي دي. دلته موږ وايو :د وجدان له مخې موږ په ټاکنه کې آزاد او پخپله خوښه يو،د لاس حرکت مو د زړه له حرکت سره يو شان نه دى. د زړه حرکت زموږ په اختيار کې نه دى؛خو د لاس حرکت مو په اختيار کې دى. مسلوب الاراده نه يو. د ساري په توګه: د يو ښار د اوبو د نلونو سيستم په پام کې ونيسئ. نلونه له غټو واټونو ، وړو بيا کوڅو ته او وروسته کورونو ته راځي؛په کوڅه او واټونو کې د نلونو غځول زموږ په لاس کې نه دي ؛خو د کور بمبه زموږ په لاس کې ده،چې ډېره يې خلاصوو او که لږه. وريځې، باد، لمر او آسمان زموږ په واک او اختيارکې نه دي؛ خو ډوډۍ پيدا کول او خوړل يي زموږ په اختيار کې دي .
سم نه دي چې ووايو: موږ اراده نه لرو.دا هم سم نه دي چې ووايو: هرڅه زموږ په ﻻس او اختيار کې دي . جبر هم لکه د ښار د نلونو د غځولو د سيستم په شان زموږ په اختيار کې نه دى؛ خو په کور کې د اوبو بمبه زموږ په ﻻس کې ده.
د ارادې د ازادۍ دليلونه
اړنګ او ترديد: دا چې موږ د يو څيز په هکله اړنګ کوو، چې ويې کړو او که نه؛ نو دا زموږ د ارادې د آزادۍ د دليل نښه ده.
پښېماني:دا چې موږ يو کار وکړ او پرې پښېمانه شو؛نو دا زموږ د ارادې د آزادۍ دليل دى .
تاديب : ادب کول راښيي، چې هرڅوک د ادب وړ دي او د ادب وړتيا د ارادې آزادي ده .
نيوکه : د يو بل پر کارونو نيوکه د ارادې د آزادۍ دليل دى .د مثال په توګه: ولې پر ونه نيوکه نه کوو؛دا ځکه چې ونه اراده نه لري؛نو ځکه بايد له مسووليته د تېښتې لپاره ټوله پړه پر جبر وا نه چول شي .
ځينى کارمندان د خپلو ناوړو کارونو په هکله وايي :که موږ خلک تر دباو لاندې را نه ولو؛نو زموږ معاش به له شرعي پلوه ستونزه ولري. يو تن يو عالم وواژه. وپوښتل شو: ولې دې وواژه ؟ په ځواب کې يې ورته وويل : ماته خو مې خپلې ډلې امر کړى و او په دې وينا خپل تېري ته مخ ورکوي او دا همغه څه دي ،چې په قرآن مجيد کې راغلي دي:
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا [5]= او وايي (به): (( پالونكيه! په واقع كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه.
د ضرار د جومات جوړوونکيو مخونه
د “ضرار” د جومات جوړول د پېغمبراکرم په وخت کې يو مشهوره پېښه وه،چې د مدينې منافقينو غوښتل چې د”قبا” له جومات سره نږدې بل جومات پيدا کړي،چې ځانونه د اسلام لارويان وښيي؛خو موخه يې داوه چې تش په نامه جومات پيدا کړي او د اسلام له واکمنۍ سره مخالفت وکړي؛دوى پېغمبر اکرم ته راغلل او خپلې دسيسې ته يې داسې مخ ورکړ: د “بني سالم” ټبر له “مسجدالنبي” لرې پروت دى، موږ غواړو زړو او بېوسو خلکو ته جومات جوړ کړو، چې پکې لمونځ وکړي او همداراز نور خلک به هم په باراني شپو کې پکې لمونځ کوي .
دوى قسم وخوړ،چې نيت يې ښه دى . پېغمبراکرم ورته اجازه ورکړه . د “تبوک” جګړه رامنځ ته شوه [دهجرت پر نهم کال ] او پېغمبر اکرم تبوک ته ولاړ ؛نو چې راستون شو؛ منافقين د ښار وره ته ورغلل او ورنه يې وغوښتل، چې جومات پرانيزي چې رسمي بڼه ومومي .پردې مهال جبرائيل پرې د توبې د سورت له ١٠٧ څخه تر١١٠آيتونو پورې نازل کړل:
وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ. لاَ تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ. أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. لاَ يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْاْ رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلاَّ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ = او(له هغوى يوې بلې ډلې) يو جومات جوړ كړ، چې ( مسلمانانو ته ) زيان ورسوي او كفر (غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون واچوي او هغه چا ته ((څارځى)) وي، چې لدې مخكې يې د خداى او د هغه د پېغمبر پر خلاف په مبارزه لاس پورې كړې دى (؛نو ) هغوى سخت قسمونه خوري،چې: (( موږ خو د نېك ( كار اوخدمت) په نيت ( دا جومات جوړكړى دى))؛ خو خداى شاهدي وركوي چې هغوى بيخي دروغجن دي . هېڅكله په هغه (جومات) كې (پر عبادت) مۀ درېږه!(خو)كوم جومات، چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى چې (دعبادت لپاره) پكې ودرېږې، په هغه (جومات) كې داسې سړي دي، چې غواړي پاک او سپېڅلي شي خو او خداى پاكان خوښوي . او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي . (؛خو) دا ودانۍ يې چې جوړه كړى ده، تل يې په زړونوكې د شك او(نفاق) لامل دى؛ ترهغه چې زړونه يې ټوټې توټې شي(او مړه شي، كه نه هېڅكله به يې له زړونو و نه ووځي) خداى ډېر پوه حکيم دى .
نو ځکه دا جومات د مسجد ضرار په نوم مشهور دى. پېغمبر اکرم دا جومات وسوځو،ړنګ يې کړ او د مديني د ښا ر ډېران يې ترې جوړ او د منافقينو دسيسه يې شنډه کړه .
((هو منافقينو د ناروغانو، بېوسو او ګاونډيانو لپاره د جومات جوړونې په پلمه غوښتل چې په مسلمانانو کې د نفاق تخمونه وشيندي؛نو پېغمبر اکرم رسوا کړل.[6]
پېغمبراکرم ،حضرت علي ته وويل:(( د فتنه اچوونکيويوه نښه داده، چې په بېلابېلو پلمو د خداى حرام،حلالوي،شرابو ته د انګورو اوبه،رشوت ته ډالۍ او ربا ته سودا ګري وايي او له دې مخې پر خپلو سترو ګناهونو برغولى ږدي.))
حضرت علي (ک) د يو ستر مخونکي پر وړاندې
یو چا غوښتل چې د حضرت علي (ک) په حکومت کې ورننوځي؛نو يو شپه يې د حضرت علي (ک) کور ته په لوښي کې حلوا راوړه او غوښتل يې چې د ډالۍ په نوم رشوت ورکړي.حضرت علي وايي : “اشعث” چې حلوا راوړه؛ زما ترې کرکه وشوه او داسې راته ښکاره شوه، چې هغه يې د مار د خولې په اوبو پخه کړي وي؛ورته مى وويل : آيا ډالۍ ده،زکات دى او که صدقه ؟ زکات او صدقه پر موږ حرامه ده. هغه راته وويل :نه زکات دى او نه صدقه؛بلکې ډالۍ ده.ومې ويل : آيا د خداى د دين له لارې (په مخونه) راننوتى يې، چې ما وغولوې؟يا هم لېونى شوى يې او اوتې بوتې وايې ؟ و اللّه لَو اُعطيتُ الاَقاليم السّبعَة بما تحت اَفلاكها على ان اعصىَ اللّه فى نملة اَسلبها جلب شَعيرة ما فَعلتُه – که تر اوو اسمانو لاندې،چې هرڅه وي او ټول ماته راکړې؛ نو د خداى د حکم پر ضد به د مېږي په خوله کې د اوربشې د پوټکي هومره سر ونه غړوم او ماته ستاسې دا دنيا د ملخ په خوله کې له ژول شوې پاڼې هم بې ارزښته ده. [7]
د ډالۍ په نامه ددې کس د بډو پر وړاندې حضرت علي کلک دريځ ونيو او ويې نه منله .
د حضرت علي او معاويه بن ابوسفيان ترمنځ ١٨مياشتې د”صفين” جګړه اوږده شوه؛ حضرت عمارياسر (رض) د پېغمبراکرم ستر او مخور صحابي د حضرت علي (ک) په لښکر کې د معاويه بن ابوسفيان پر ضد جنګېده؛ټول مسلمانان پرې خبر وو،چې پېغمبراکرم، حضرت عمار ته ويلي وو:(( تقتلك الفئة الباغية= تا به باغي ډله ووژني.)) حضرت عمار (رض) د صفين په جګړه کې شهيد شو او څوک،چې په اړنګ کې و، ورته په ډاګه شوه چې معاويه بن ابوسفيان او پلويان يې ياغيان دي،چې حضرت عمار يې وواژه؛معاويه بن ابوسفيان د ټګۍ اوازه خپره کړه، چې عمار،علي وژلى؛ځکه علي هغه د جنګ ډګر ته لېږلى و او د مړينې لامل يې هم علي دى.
په دې دروغجنو اوازو او مخونو يې څه کسان وغولول . حضرت علي (ک) چې دا خبره واورېده؛نو په ځواب کې يې وويل: (( که د معاويه خبره سمه وي ؛نو حضرت حمزه (رض) به هم پېغمبر اکرم وژلى وي؛ ځکه هغه هم پېغمبر اکرم د جګړې ډګر ته لېږلى وو.)) حضرت عبدالله د “حضرت عمروعاص” زوى همدا خبره معاويه بن ابي سفيان ته وکړه، معاويه په دې خبره اور واخيست او پر حضرت عبدالله په غوسه شو او حضرت عمروعاص ته يې وويل: دا د احمق زوى له دې ځايه بهر کړئ .
د حضرت عمار (رض) پر وژنې د معاويه بن ابي سفيان د لښکر روحيه ډېره ضعيفه شوه او سخت پښېمنانه وو، چې ولې يې حضرت عمار وواژه؛خو معاويه بن ابي سفيان د خپلو غلطو اوازو او مخونو له لارې خپل پوځيان تېرايستل، ان تردې چې له خيمو راووتل او چغې يې کړې، چې عمار هغه وژلى چې د جګړى ډګرته يې راوستى و. [8]
د تاريخ د ظالمانو مخونه
په پخوانيوزمانوکې [د مثال په توګه د حضرت آدم په زمانه کې ] دا دود و، چا به چې خپله قرباني د غره پر سر ايښوده؛که اور به ورغى او سوځوله يې؛ نو د قربانۍ د قبلېدو دليل به و او که نه قرباني به يې نه منل کېده.
“حجاج بن يوسف ثقفي” د “عبدالملک” لخوا د “عراق” والي و او د تاريخ له مشهورو جنايتکارانو ځنې و. هغه به خپل مخالفين ژوندي نه پرېښوول. په يوجنګ کې يې مخالفين مسجدالحرام ته ننوتل او کعبې ته يې پناه يووړه، هغه ورپسې ورننوت او کعبه يې ورانه کړه. وايي چې بريښناراغله د “حجاج” لښکر ووېرېد او پر کعبه يې غشي ايشتل بند کړل. حجاج وويل : دا بريښنا ستاسې د غندنې دليل نه ؛بلکې هغه اور دى چې پر قربانۍ راځي او سوځوي يې او دا د قربانۍ د قبلېدو نښه ده؛نو دا برېښنا ستاسې د حق نيت دليل دى؛ نو له دې لارې يې خپل جنايت ته مخ ور کړ.[9]
د امنيت ساتنې مخونه
دامنيت ساتنه داسې سياسې مخونه ده،چې په تاريخ کې څو څو ځل ظالمو واکمنو کارولې ده. “هارون الرشيد” د عباسيانو پينځم واکمن و او له “بغداد” څخه مکې ته او بيا مدينې ته ولاړ او هوډ یې وکړ،چې امام کاظم ونيسي او بندي يې کړي .هارون الرشيد د پېغمبراکرم قبر ته راغى او خپل عمل ته يې داسې مخ ورکړ: زه چې کوم کار کوم له تا يې بښنه غواړم. زه غواړم “موسى بن جعفر” بندي کړم؛ځکه غواړي ستا په امت کې دوه والى راولي او وينه توى کړي. تردې وروسته يې په ځنځيرونو وتړه، بغداد ته يې واستاوه او بيا يې “بصرې” ته ولېږه او بندي يې کړ.[10]
وينو چې هارون الرشيد د ا منيت د ساتنې په نامه تېرى وکړ .
د امام حسين د شهادت مخونه
د امام حسين د شهادت په هکله دا مخونه ډېره مشهوره ده، چې حسين بن علي (رضى الله عنه) د خپل نيکه له دينه وتلى دى او د مسلمانانو دښمن شوى او غواړي چې اختلاف ته لمني ووهي . “عمرسعد” د خپلې مخونې له مخې وايي :زه سولې ته ځم؛خو په ستر جنايت يې لاس پورې کړ.د امام حسين تر شهادت وروسته د سعد يو پوځي د اهل بيتو مالونه د ژړا په حال کې لوټول، د امامانو يو ماشوم ورته وويل : ولې ژاړې ؟ ويې ويل : د لوټ او جنايت له کبله ژاړم . ماشوم ورته وويل : مه يې کوه. و يې ويل: وېرېږم چې بل څوک يې پټ نه کړي . [11]
کله ناکله انسان ګناه کوي او پړه يې پر ټولنې اچوي . ټولو همداسې کول؛ که مې نه واى کړي؛ نو بده به وه.که غواړې چې رسوا نشې؛ نو ځان له خلکو سره همرنګ کړه. ډهول وهل کېده؛ ټولو خلکو پکې ګډل،زه هم ورګډ شوم، انسان خو له ټولنې بېل ژوی نه دى.
دا شان خبرې په ورځني ژوند کې ډېرې اورېدل کېږي . البته دا شان مخونې په پخوانيو زمانو کې هم وې.د حضرت شعيب قوم بوت لمانځي وه،ربا او نورې کږنې او انګېرنې – خرافات هم پکې دود وې. حضرت شعيب به هغوى خداى پلو ته رابلل؛ نو خلکو حضرت شعيب ته وويل : شعيبه ! آيا ته د دې لمونځ حکم کوي چې موږ له هغو څيزونو منع کړې،چې زموږ پلرونو به کول؟ د حضرت شعيب ګناهګار قوم به د خپلو نيکونو له دودونو د لاروۍ په مخونه ګناهونه کول .
فرعون ستره واکمني درلودله او فسادي چاپېريال يې رامنځ ته کړى و. که غواړې چې رسوا نشې؛ نو له چاپېريال سره هم رنګ شه. ددې مخونې له لارې به ډېرى خلک په فرعون پسې تلل؛خو د فرعون ښځې چاپېريال ته غاړه کېنښووه او په کلکې ارادې يې خپل ايمان وساته؛خو سست خلک؛ لکه د حضرت نوح ښځه او زوى او همداراز د حضرت لوط ښځې د چاپېريال دودونو ته غاړه ږدي او دوى به پرحضرت نوح او حضرت لوط ملنډې وهلې [د تحريم په لسم اويوولسم آيتونو کې د فرعون ښځه ( آسيه ) د مؤمنې ښځې بېلګه او د نوح او لوط ( عليهماالسلام ) ښځې د کافرو ښځو بېلګې ښوولي دي].
پېغمبراکرم او حضرت علي (ک) هم خورا دښمنان درلودل؛ ځکه دوى کله هم د ټولنې ناسمو دودونو ته غاړه کېنښووه او په سختو حالتو کې يې هم له نادودو سره مبارزه وکړه؛ نو ځکه بايد د ټولنې ناسمو دودونو او دباوونو ته غاړه کېنږدو او مبارزه وکړو .
ځينې ارواییز حالات هم د ګناه د مخونې وسيله ګرځي چې دا دي:
نهيلى وايي: موږ نور په ګناه کې ډوب شو؛اوبه که د ((اورغوي)) هومره وي او که ((خوړ)) وي؛خو که له ورخه تېرې شي؛بېرته نه راګرځي،د ژغورنې هيله نشته. يا د هغه سپين ږيري په شان دى، چې عمر پرې تېر شوى او د لمانځه پر قرائت نه پوهېږي او که ورته وويل شي:راشه قرائت زده کړه؛ نو وايي اوس له موږ خبره تېره ده، زه نالوستى يم،څه نشم يادولاى .
څوک چې “سګرټي” وي؛ نو وايي چې: زه اوس سګرټ نشم پرېښوولاى؛خو که ورته د ورځې سل افغانۍ ورکړې،چې سګرټ پرېږده؛ نو پرېږدي يې. دليل يې دادى که اراده وکړي؛نو سګرټ پرېښوولاى شي؛خو په عين حال کې ځان مسلوب الاراده ګڼي او خپلې ګناه ته مخ ورکوي،چې عادت مې دى او پرېښوولاى يې نشم .
ويل کېږي چې له بديو منع واجب ده او ورته شا کول حرام دي . که ورته وويل شي ولې دې ورته شا کړه؛ وبه وايي: خجالت مې ويسته؛ نه مې غوښتل چې خپه يې کړم .
که چا ته وويل شي: زوى دې سم وروزه، چې “لوچک” او بې لارې نشي؛نو په ځواب کې وايي:که کابو يې کړم؛نو وېرېږم چې کينه ورسره پيدا نشي. ددې مخونې له لارې د اولاد له روزنې پښې سپکوي .
ځينې خلک که ګناه وکړي؛نو وايي: ټوکې مې کولې او له دې لارې پرخپله ګناه خاورى اړوي .
٦- که د يو سړي ورور او پلار د کفر پر لار روان وي او ورته وويل شي: ورسره دوستي مه کوه؛نو وبه وايي: اخر پلار او ورور څنګه پرېږدې؟
دا شان مخونې په ورځېنيو خبرو اترو کې ډېر ليدل کېږي؛خو قرآن يې نه مني او وايي:
قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ [12]= (پېغمبره) ووايه: ((كه تاسې ته خپل پلرونه، زامن، وروڼه،مېرمنې،خپلوان،ګټلي مالونه او هغه سوداګري، چې پر ناچلېدو يې اندېښمنېږئ او د خوښې كورونه، تر خداى او د هغه د پېغمبر او د هغه په لار كې تر جهاده درته ډېر ګران وي؛ نو د خداى (د) امر (عملي كېدو) ته منتظر اوسئ او خداى سرغړاندو ته سمه لار نه ښيي .))
٧- ځينې کسان په لومړي قدم کې ګناه، جايزه کوي او وروسته يې کوي. د مثال په توګه، وايي: غيبت دې نشي، هغه پلانکى خو داسې دى او يا هم يوکس داسې معرفي کوي چې غيبت يې جايز دى. دداسې پلمو لامل دادى چې ګناهکار د ګناه لپاره ځانته لار پرانيزې چې بې مسووليته ګناه وکړي او په خلاص لاس هرې ګناه ته لاس واچوي. د ساري په توګه: پر معاد،حساب،کتاب او قيامت ګروهه له هغو عواملو ځني دي،چې انسان له ګناه ژغوري .
توجيه کوونکي انسان په آزاده توګه دګناه کولو لپاره له معاده نمښته – انکارکوي او په دې اړه هرې دسيسې ته لاس اچوي .
قرآن وايي:
يَسْأَلُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ . فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ [13]= (له همدې امله) پوښتي چې: ((قيامت به كله وي؟!)) (ووايه) چې كله سترګې له هيبته ټېغې وخېژي (او خړې شي)،
رابرسېره کول د ګناهونو له مخونو ځنې دي او کله ناکله د انسان ابرو او حيثيت هم پکې له منځه ځي.البته هغه وګړي چې وجود يې ټولنې ته خطرناک وي، بايد رابرسېره شي؛خو د رابرسېرۍ په مخونه د درنو خلکو پټ ګناهونه بايد را و نه څپړل شي چې بې ابرو او بې عزته نشي.
هڅوبیزې مخونې هم پرګناه پرده اچوي او ګناهګار ګناه ته هڅوي. بېلګې يې دادي :
دا هم يو ډول بې بنسټه مخونه ده؛ځکه چې انسان ته خداى عقل، فطرت او وجدان ورکړى او دا هر څه د انسان دنننۍ رڼاګانې دي،چې ګناه پرې پېژني او بلخوا پېغمبرانو،امامانو او د خداى اولياوو هم پرې خپله غاړه خلاصه کړې او لار يې ښوولى ده؛نو انسان پخپله ناغیړي کوي او پر سمه لار نه ځي، په قرآن کې راغلي:
قُلْ فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ[14] =(ورته) ووايه : (( ټينګ (او غوڅ)” دليل خو له الله سره دى (داسې دليل چې هېچاته پلمه نه پاتې كېږى) او كه وغواړي؛نو تاسې ټولو ته (په جبر او زوره) لار ښيي (؛ خو دا چې اجباري لارښوونه بې ګټې ده؛ نو ځكه دا كار نكوي ) . ))
امام صادق (رح) ددې آيت د تفسير په باب وپوښتل شو،په ځواب کې يې وويل:(( خداى به د قيامت پر ورځ خپل بنده وپوښتي : زما بنده ! آيا پوهېدې (چې ګناه دې وکړه) که بنده ووايي چې : هو؛ نو خداى به ورته ووايي چې پوهېدې؛نو ولې دې پرخپله پوهه عمل ونه کړ او که بنده ووايي: نه پوهېدم؛نو خداى به ورته ووايي: ولې دې ځان نه پوهاوه،چې عمل دې کړى واى. په دې وخت کې به بنده د خداى پر وړاندې پاتې راشي او دا د خداى بالغه حجت دى.[15]))
پايله دا چې نالوستى وم او نه پوهېدم؛ نو په دې مخونو انسان له مسووليته ځان نشي ژغورلاى او له دومره لارښونو سره سره که بيا يې هم سر په کږو وي ؛نو د عذاب ډنډ ته به ولوېږي .
٢- پر توکم او کورنۍ وياړ هم يو ډول هڅوبیزه – فرهنګي مخونه ده:
دبېلګې په توګه: څوک له مؤمن سره شخړه کوي او ورسره خپلې اړيکې غوڅوي. ورته چې وويل شي: سوله وکړه او پْخلا شه ؛نو وايي : زه د پلانکۍ کورنۍ يم،زه څنګه ورشم او پْخلا يې کړم.د مومن سپکاوى ستره ګناه ده ؛نو دا کس له يوې شتمنې او مړې کورنۍ ځنې دى؛نو ځکه پْخلاينې ته نه ورځي. د اسلام په لومړيو وختونو کې به پېسمنو – متکبرو مشرکانو د حضرت بلال،حضرت صهيب او حضرت جوېبر (رضى الله عنهما) سپکاوى کاوه او ځينو شتمنو مسلمانانو به يې هم سپکاوى کاوه.
شيطان د خداى له درشله وشړل شو،هغه هم پرخپل توکم وياړېده؛نو ځکه يې د خداى له حکم سر وغړو او آدم ته يې سجده ونه کړه چې قرآن وايي:
قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلاَّ تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ [16]= خداى (ابليس) ته وويل :((ما چې درته د سجدې امر وکړ؛ نوڅه منع كړې چې سجده دې ونكړه؟)) ويې ويل : ((زه تر هغه غوره يم، زه دې له اوره پيدا كړي يم او هغه دې له خټې ! ))
څوک چې توکم او نبيره د غوره والي او لوړاوۍ کچه ګڼي؛نو د شيطان به مني؛ځکه خداى د لوړاوۍ کچه نژاد او نبيره نه؛بلکې تقوى او له ګناه لرېوالى بولي.غلط او بېځايه تعصبونه هم په دې ډله کې راځي،د جاهليت په پير کې به يې نجونې په ډېرې بې رحمۍ ژوندۍ ښخولې، که څه هم پېغله به وه. سول – منطق يې دا و: کېداى شي جنګ وشي او دښمن زموږ انجلۍ له ځان سره يوسي او دا انجلۍ به په هغه بل ټبرکې اولاد راوړي[17].
د همدې بې بنسټه مخونې له مخې يې په زرګونو بې ګناه نجونې په غټه کنده کې په بې رحمۍ ژوندۍ ښخولې او د هغوى ژړا او چغو ته يې نه کتل.
هو! د ګناه مخونه ګناه ته عادي بڼه وربښي او اندونه هم اړوي . په دې خلکو کې به چې کومه نجلۍ وشوه ؛نو مخ به يې له شرمه تور اوخته او په دې هڅه کې و،چې پټه يې کړي او يوه ورځ يې ژوندۍ ښخه کړي. دا موضوع ګانې د نحل سورت په ٥٨ آيت او د زخرف سورت په ١٧ آيت کې هم راغلي دي :
= وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [18]= او چې كله د هغوى يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!)
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [19] = او چې کله د هغوى (مشرکانو) کوم يو ته د هغه اولاد د زوکړې زېرى ورکړاى شي،چې هغوى يې لوراند (خداى) ته مثال راوړي (؛نو) له ډېره غمه يې مخ تک تور اوړي.
٣- سم نه پوهېدل هم له هڅوبیزو – فرهنګي مخونو ځنې دي .
يوې ښځې ته که ووايي چې: ستر او حجاب دې سم کړه او که سړي ته ووايي چې: ښځو ته مه ګوره؛نوپه ځواب کې وايي: ځه مړه ! چې زړه پاک وي،څه پروا نه کوي.ګومان کوي چې پاک زړه به بسیا وي؛خو خپلې کړنې ته پام نه کوي.که ورته وويل شي چې: په واده کې دې ښځې او سړي سره يوځاى نه کېني؛نو په ځواب کې وايي : موږ سره خوېندې او وروڼه يو او په همدې مخونې ګناهونه کوي او وايي: واده دى،مېلمستيا ده،اختر دى ،ماشوم دى، خېر دى، پرېږده او د دې مخونو او ناسمو انګېرنو له لارې حرام پر حلالو بدلوي. کله ناکله وايي: قسم مې کړى ،چې له پلانکي سره خبرې ونه کړم،يا د چا پر مارکه به ولاړ نشم؛ځکه چې په يوه کار کې مې ورسره اړيکې پيکه او ترينګلې شوي دي،چې دا ډول قسمونه سم نه دي.که څوک قسم وکړي چې سګرټ به څکم ؛نو دا سوګند ناسم دى؛خو که قسم وکړي چې سګرټ به پرېږدم؛نو دا قسم يې سم دى؛ځکه د سګرټو پرېښوول تر څښلو غوره دي .
له يو مخوونکي سره د امام صادق (رح) چلن
امام صادق د لارښوونې په هکله خبرې کولې او ويې ويل: څوک چې ځاني غوښتونو ته غاړه کېږدي او يوازې خپله خبره کوي او د بل چا نه اوري؛نو سارى يې د هغه مخور سړي په شان دى،چې ډېر ناپوهان به ورتلل؛ وامې ورېدل چې ناپوهان د يو سړي ډېر صفتونه کوي،ځانګړنې يې بيانوي؛نو ما هم هوډ وکړ،چې له نږدې يې ګورم او له مانیزو درجو يې خبرشم. مخ مې پټ کړ،چې خلک مې و نه پېژني؛ومې ليدل چې ډېرې ناپوهه او وچ مغزي ترې راټول دي او پر ټګيو او برګيو يې غولوي. خلک ترې ولاړل او هغه هم روان شو؛زه هم ورپسې شوم، نانواني ته ورسيد،هغه يې هم وغولو او دوه ډوډۍ يې ترې پټې کړې؛ له دې ځايه تېر شو او د انارو هټۍ ته ورسېد،هغه يې هم پخپلو خبرو وغولو او دوه اناره يې ترې پټ کړل؛زه يې کارونو هک پک کړم،و مې ويل ښائي انار يې هم اخېستې وي ؛خو له دې کاره يې موخه څه ده؟ له هغه ځايه ولاړ او زه هم ورپسې ولاړم؛ يو ناروغ مخې ته ورغى؛ دوه ډوډۍ او انار يې ورته ورکړل او دښتې ته يې مخه کړه؛زه هم ورپسې شوم، ورغلم او ومې پوښته : د خداى بنده! ستا اوازې مې له خلکو ډېرى اورېدلي،ته مى نن تر سترګو لاندې وې،ستا کارونه چې مې وليدل؛زړه مې پرېشانه شو. يوه پوښتنه لرم، ځواب يې راکړه چې زړه مې آرام شي.ويې وويل : څه پوښتنه لرې؟ ومې ويل : ومې ليدې،چې نانوايي ته ورغلې او دوه ډوډۍ دې ترې راوخېستې او بيا دې د انارو له هټۍ دوه اناره را پټ کړل . و يې ويل: تر هرڅه مخکې بايد پوه شوم چې ته څوک يې ؟ ومې ويل : د حضرت آدم اولاد او د رسول الله امتي يم . ويې ويل: سپينه خبره کوه!څوک يې او له کومې کورنۍ يې؟ و مې ويل : له نبوي کورنۍ يم . ويې ويل: په کوم ځاى کې اوسې ؟ و مې ويل : په مدينه کې.ويې ويل : ته جعفربن محمد يې. ومې ويل: هو! راباندې نيوکه وکړه او ويې ويل : ستا نسب او نبيره او دا چې ته له نبوي کورنۍ يې؛ تا ته هېڅ ګټه نه لري؛ځکه چې تا ته پلار نيکونو علم پرېښى او کوم څيز چې بايد وستايل شي؛ترې بې خبره يې ؟ و مې ويل : هغه څه دي؟ويې ويل: قرآن. ومې ويل : د قرآن پرکومه برخه نه پوهېږم.ويې ويل : دا آيت دې نه دى لوستى،چې وايي:(( چا چې ښه كار راووړ؛ نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چا،چې بد كار راووړ؛نو د همدې بدو هومره به سزا وركړل شي او تېرى به پرې ونشي . ))
ما دوه ډوډۍ او دوه اناره را پټ کړل؛ څلور ګناهونه مې وکړل. انار او ډوډۍ مې چې بېوزلي ته ورکړل؛نو د هرې صدقې به ما ته څلويښت اجرونه راورسي او څلور ګناهونه چې ترې کم کړم ؛نو٣٦ ثوابونه راته پاتې کېږي.امام صادق وايي، چې دا خبره مې واورېده؛ ورته مې وويل : مور دې سر ته کېنه ! ته د قرآن پر حکمونو نه پوهېږې او ناپوهه يې، آيا اورېدلي دې نه دي ،چې خداى د مائدې په (٢٧)ايت کې وايي:[ اِنّما يَتَقبّلُ اللّه مِنَ المُتّقين= بېشکه خداى د پرهيزګارانوکړنې قبلوي ]
لکه څرنګه چې ته دې چارو ته مخ ورکوې؛ داسې نه ده؛بلکې حقيقت دادى چې تا دوه ډوډۍ او دوه اناره راپټ کړل ؛نو څلور ګناهونه دې وکړل او د خاوندانو بې اجازې دې صدقه کړل. څلور نورګناهونه دې هم وکړل؛ ټول دې اته ګناهونه وکړل، نه څلويښت ثوابونه در رسي او نه له خداى سره ٣٦ ثوابونه لرې . امام وايي : دا خبرې مې چې ورته وکړې؛ الک دلک شو او زه ترې راستون شوم .
امام صادق وايي : د داسې ناوړو مخونوله لارې خلک بې لارې کوي او خپله هم بې لارى وي.
له دې پېښې لاندې ټکي لاس ته راځي:
مخونې او دلايل توږل دومره خطرناک دي،چې کله ناکله انسان د خپلې راى تفسير ته راکاږي او د خداى په کتاب کې لاس وهي. د مخ ورکوونکي انسان په لاس کې قرآن د موم يا خمبېرې په شان دى،چې هرې خوا ته يې پخپله خوښه تاووي او امام صادق دې ګواښ ته ګوته نيولى او وايي چې: ((ناپوهه او هغوى چې ناسمې پوهېدنې لري، نه ښايي چې دې ډګرته راننوځي .))
مخکى وويل شو چې: له را برسېره کېدلو او راښکارکېدلو، بايد ناوړه ګټنه ونشي؛خو په داسې ځايو کې بايد راښکاره شي؛لکه څرنګه چې امام صادق د هغه ناپوهه بې لاري راښکاره کړه، چې خلک پرې ونه غولېږي او و يې ويل: (( هغوى به څومره بختور وي چې د پېغمبر اکرم د خبرو په لار کې قدم پورته کوي او پېغمبر اکرم د داسې خلکو په هکله وايي: له عادلو به زده کړې کوې او د علم له لارې به له ځانه د تحريف کوونکيو،د باطلو ناروا تورونه او د ناپوهانو جوړ کړاى شوى پړ پړې لرې کوي . ))
د پېغمبر اکرم دا حديث او د امام صادق طريقه راښيي، چې بې لاري او بدعت کوونکي بايد په ډاګه شې؛ ځکه دوى په ټولنه کې ځانګړى مقام لري او لارښوونه يې پر ټولنه اغېز لري؛نو بايد ورسره فرهنګي مبارزه وشي. د بېلګې په توګه: که يو چا شراب څښلي وي او موټر چلوي؛نو بايد رسوا يې کړو او ټولو ته يې په ډاګه کړو؛ ځکه د موټر سپرلۍ له خطرسره مخ دي او د سپورليو له ژوند سره لوبې کوي؛خو هغه چې په کور کې پټ شراب څښي ؛نو رسوا کول يې روا نه دي .
د وټییزو – اقتصادي مخونوځينې بېلګې دادي :
د ټولنيز نیاو- عدالت په نامه د نورو حقونه لتاړي،د وټییزو ستونزو په نامه “جنين” غورځوي. د اخېستنې او خرڅونې په نامه د سود خوړل.
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ [20]= هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې را پاڅېږي؛ لكه شيطان تېر ايستلى ( شيطان يې حواس خراب کړي وي ځان نشي نيولاى،كله لوېږي او كله راولاړېږي ) دا ځكه چې وايي:(( راكړه وركړه هم د سود غوندې ده ( او ترمنځ يې څه توپير نشته دى . ) )) حال دا چې خداى راكړه وركړه (( بيع )) روا او((ربا)) ناروا كړې ده (؛ځكه ددې دواړو ترمنځ ډېرتوپير دى)؛ نو چا ته چې الهي نصحيت ورسېد او له سوده يې لاس واخېست؛ نو [د تحريم د حكم تر نازلېدو] له مخه يې چې څه خوړلي، هغه خو يې خوړلي دي،( او دا حكم پر مخكېنيو نۀ عملي كېږي ) او معامله يې له خداى سره ده ( او تېر به يې خداى وبښي ) ؛خو څوك چې تردې حكم وروسته بيا هم سود خوري؛ نو همېشه مېشت دوزخيان دي.
د ډالۍ په نامه يا بډې ورکوي يا يې اخلي. د مصلحتي دروغو په نامه حرام دروغ وايي. له نشتمنۍ د وېرې په نامه اولاد وژني.
وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا[21] = او د تنګسې له وېرى خپل اولادونه مه وژنئ،موږ هغوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې، وژل يې ستره ګناه ده !
او د نورو زبېښلو ته د ښه سنبالښت – مديريت په نامه مخ ورکوي.
يو شمېربني اسرائيل د سيند تر غاړې د ((ايله)) په بندر کې ميشت وو.خداى د ازمېښت لپاره د پېغمبرله لارې يې ورته حکم وکړ، چې د “خالي” پر ورځ به د کبانو ښکار مه کوئ؛خو دوى د سيند له غاړى سره واړه ډنډونه جوړ کړل؛ دلته د “خالي” پر ورځ کبان راتلل او دوى به د “خالي” پر ماښام د ډنډونو خوله بندوله او په بله ورځ به يې پکې کبان نيول او داسې به يې وويل: موږ د”خالي” پر ورځ د کبانو ښکار نه کوو؛ځکه خداى منع کړي يو. دوى به د ښکار سرېزي د”خالي” پر ورځ برابرولې؛ خو توجيه به يې کوله چې موږ د خالي پرورځ ښکار نه کوو .
خداى پرمخ ورکوونکيو خلکو(- ايله ) سخت عذاب راکوز کړاو ټول يې هلاک کړل. په روايتونو کې راغلي د ((ايلي)) خلک د ګناه پر وړاندې درې ډلى وو. يوې ډلې به ګناه کوله او پر نېکيو امر او له بديو منع ته يې شا کړې وه.بلې ډلې ګناه ونه کړه؛خو پر وړاندې يې بې پروا وو او له بديو منع يې هم نه کوله، بلې ډلې نه ګناه وکړه او نه تش ليدونکي وو؛بلکې له بديو منع يې هم کوله .
امام صادق وايي : ((هَلَكت الفِرقَتان و نَجَت الفِرقَةُ الثالثة [22] دوه ډلې (ګناهکاراو چوپ ناست ) هلاک شول او درېمه ډله (چې ګناه يې ونه کړه او له منکرو يې منع وکړه ] وژغورل شوه. ))
عبرتناکه کيسه
امام باقر وايي: د هجرت په لومړيو کې “سعد”د “اهل صفه” [هغه اصحابه کرام چې د جومات پر چوتره مېشت وو ] له مؤمنينو و، ډېر بېوزلى و، تل يې په جماعت لمونځ کاوه .د پېغمبر اکرم ملازم و او لمونځ يې نه پرېښوده. پېغمبر اکرم چې ورته کتل؛نو پر نشتمنۍ يې زړه سوځېده او ډېر يې پرېشانه کاوه؛ يوه ورځ يې سعد ته وويل: که څه مې لاس ته راشي،ستا اړتياوې به لرې کړم.څه موده تېره شوه،څه يې لاس ته ور نه غلل؛ نو پېغمبر اکرم ډېر پرېشانه و،چې له سعد سره يې مرسته ونه کړه.خداى چې د پېغمبر اکرم دا غم وليد؛نو جبرائيل يې ورولېږه، له جبرائيل سره دوه درهمه وو او پېغمبراکرم ته يې وويل: رسول الله ! خداى د سعد په هکله ستا پرغم پوه شو؛نو ايا خوښ يې چې د سعد اړتياوې لرې شي؟پېغمبراکرم وويل: هو. جبرائيل وويل:دا دوه درهمه واخله او ورته ووايه چې: سوادګري پرې پيل کړه.پېغمبر اکرم دوه درهمه واخېستل او لمانځه ته له کوره راووت. سعد يې وليد،چې په تمه دى.پېغمبراکرم ورته وويل : آيا پر پېر، پلور پوهېږې ؟ سعد وويل : پر خداى قسم څه نه لرم چې سوادګري پرې وکړم. پېغمبراکرم ورته دوه درهمه ورکړل او ورته يې وويل : پردې دوو درهمو سوادګري کوه او د خداى روزي لاس ته راوړه.پېغمبراکرم ورته تر لمانځه وروسته وويل: پاڅېږه او د رزق او روزۍ په ګټلو پسې ولاړ شه ،چې زه دې پرحال غمګين يم.
سعد ملا وتړله او په دې دوه درهموکې زيات برکت و او سعد ډېره شتمنې وګټله او د جومات ترڅنګ يې ځان ته کور هم جوړ کړ. حضرت بلال به چې اذان کاوه؛ نو پېغمبر اکرم به ليدل چې سعدپر سوداګرۍ بوخت دى،نه اودس کوي او نه لمانځه ته راځي . پېغمبر اکرم ورته وويل : سعده ! دنيا له لمانځه منع کړې؟ سعد په ځواب کې وويل :څه وکړم؟خپله شتمني توى کړم . پردې کس مې څه پلورلي، پيسې ترې اخلم، له دې بل مې څه پېرلي،پيسې يې ورکوم؛نو په داسې حال کې لمانځه ته راتلاى شم؟پېغمبر اکرم د سعد په خبرو خپه شو،چې دا خپګان يې تر مخکېني ډېر و. جبرائيل پرې نازل شو او و يې ويل: خداى ستا په خپګان پوه شو؛غواړې چې سعد د لومړي ځل په شان بېوزلى او نشتمن شي او له عبادت او لمونځ سره يې مينه زياته شي؟ او که نه،غني وي او عبادت ته يې پام نه وي؟په دې دواړوحالتونو کې کوم يو خوښوې؟پېغمبراکرم وويل: لومړنى حالت مې يې خوښ دى؛ځکه په دويم حالت کې، دنيا ترې دين اخېستى. جبرائيل وويل : پر دنيا زړه تړل ازمېښت دى او انسان له آخرته ژغوري . جبرائيل،پېغمبراکرم ته وويل : هغه دوه درهمه ترې بېرته واخله؛ نو وضع به يې لومړي حالت ته راشي.پېغمبراکرم، سعد ته وويل : خوښه دې نه ده،چې زما دوه درهمه بېرته راکړې. سعد وويل : پرځاى به يې دوه سوه درهمه درکړم.پېغمبراکرم وويل:هماغه دوه راکړه. سعد هماغه دوه ورکړل.تر دې وروسته دنيا سعد ته شا کړه او ټول مالونه يې له لاسه ولاړل او سعد بېرته خپل لومړي حالت ته راغى. [23]
دا هغوى ته ګواښ دى ،چې پر دنيا يې زړه تړلى وي .
له دښمن سره جنګېدل خورا ګران کار دى؛څوک چې قوي ايمان نه لري ؛نو له دې دندې پښې سپکوي.کله زاړه مورو پلار پلمه کوي، کله ښځه او بچي،کله ګرمي او ساړه،کله هم د کرنې ېیبرې – محصولات اوکله هم ځان پر ناروغۍ وهي .
د تبوک جګړه د هجرت پر نهم کال راپېښه شو. پېغمبر اکرم ټولو ته د “روم” د لښکرو پر وړاندې د((تيارشئ)) حکم وکړ؛ ځينو له دې حکمه سر وغړو او خپل مالونه او ځانونه ورته غوره ښکاره شول. پلمه يې دا وه، چې سخته ګرمي ده او د “تبوک” سيمه هم لرې ده او نور به يې هم له جګړې منع کول . په قرآن کې راغلي:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ [24] = ( د تبوك له جګړې) پاتې شويو له ” رسول ا لله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله، چې د خداى په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او(يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل :(( پدې ګرمۍ كې ( غزا ته) مۀ ځئ .)) (ورته) ووايه، كه پوهېداى :((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى ! ))
د خندق په جګړه کې مخونه
د احزاب (خندق ) جګړه د هجرت پر پينځم کال راپېښه شو، ځينو غوښتل له جګړې وتښتي؛نو دا پلمه يې ونيوه،چې زموږ کورونه سمې دروازې نه لري؛خو پېغمبر اکرم دا ټولې پلمې و نه منلې. په قرآن کې راغلي:
وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا [25] = او (همداراز دريادكړه) چې كله يوې ډلې يې وويل: (( د يثرب (مدينې) خلكو! دا ستاسې د تمېدو ځاى ندى؛ نو بېرته (خپلوكورونو ته) ستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې: (( په واقع كې زموږ كورونه بې څوكه دي،)) حال دا چې بې څوكه نۀ وو، هغوى يواځې غوښتل چې (له جګړې) وتښتي.
د تبوک په جګړه کې يو منافق چې “جد بن قيس” نومېده، پېغمبر اکرم ته وويل: اجازه راکړه چې په جګړه کې ګډون ونه کړم؛ځکه له ښځو سره مينه لرم. که “رومي” نجونې مې وليدې ؛کېداى شي چې زړه مې ښوى شي او ما له جهاده وژغوري . ددې مخونې په ردولو کې دا آيت نازل شو:
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ [26] = او له دوى (منافقانو) يو تن وايي: (( موږ ته اجازه راكړه ( چې په جهاد كې برخه وانخلو) او موږ په ګناه كې مۀ غورځوه!)) پوه شئ ! چې دوى (همدا اوس ) په ګناه كې لوېدلي دي او بېشكه دوزخ كافران را ايسار كړي دي.
د حدبيې د سولې په درشل کې مخونه
د”هجرت” پر شپږم کال د “ذيقعده” په مياشت کې پېغمبر اکرم له څلور سوو کسانو سره يو ځاى د عمرې په نيت مدينې ته روان شو. دا حرکت پوځي خوځښت او مانور و او موخه يې د مشرکانو وېرول وو؛ نو پېغمبر اکرم ټول وهڅول چې پکې ګډون وکړي. مسلمانان چې مکې ته نږدې ورسېدل؛ نو مشرکانو يې مخه ونيوه . پېغمبرا کرم د مکې په شل کيلومټرۍ کې د “حديبيه” کلي ته ولاړ او هلته يې د حديبې تړون لاسليک کړ او دې سولې مسلمانانو ته په راتلونکي کې د امتيازاتو لاس ته راوړو لار هواره کړه.پېغمبر اکرم له نورو مسلمانانو سره بېرته مدينې ته راستون شو. پېغمبر اکرم چې په دې حرکت کې د ګډون حکم کړى و؛خو ځينو پکې ګډون ونه کړ او داسې پلمه يې کوله: دا به څرنګه شونې وي،چې مسلمانان بېرته ژوندي راشي حال دا چې مشرکان د بريد په حال کې دي[27].
مسلمانان چې راستانه شول؛نو سرغړونکيو غوښتل چې خپلى ګناه ته مخونه ورکړي.غوښتل يې چې پېغمبراکرم ته راشي او د ښځو او بچو د ساتنې پلمه ورته وکړي ؛خو دا پلمه يې له مخکې رد شوې وه.
سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا = [28] له بېديانيو عربو، چې څوك (د حديبيې له سفره) شاته پاتې شوي وو،ژر به ( په پلمه) ووايي: (( موږ خپلو شتمنيو او اولادونو بوخت كړي وو (چې د حديبيې په سفر كې مو ستا ملګرتيا ونكړاى شوه؛) نو موږ ته بښنه وغواړه.)) هغوى پخپلو ژبو هغه څه وايي، چې په زړونو كې يې نشته. ووايه:(( كه (خداى) تاسې ته زيان يا ګټه رسول وغواړي؛ نو څوك شته چې د خداى د پرېکړې د مخنيوي وس ورسره وي؟؛بلكې (دا) خداى دى، څه چې كوئ، تل ترې خبر دى.
وحشتناکه مخونه
پر کال ١٣٢٥ل ( ١٩٤٥ز) “امريکا” د “جاپان” پر دوو ښارونو “اټومي بمونه” وغورځول. دا چاودنې د هغه وخت د ولسمشر “ترومن” په حکم تر سره شوې وې او د “هيروشيما” په ښار کې يې(١٥٠) زره تنه ووژل. ترومن پېښې ته داسې مخ ورکړ:((مادا تاريخي حکم د زرګونو امريکائي پيلوټانو او سرتېرو د ژغورنې لپاره وکړ.))
ترومن غوښتل ددې مخونې له ﻻرې نړيوال وغولوي؛خو نړيوالو ډېر ژر دا جنايت وغنده او دا د بې ننګۍ داغ پرې تلپاتې شو. دغسې په ١٣٥٨ل د “جدي پر شپږمه پخواني “شوروى اتحاد”، پر “افغانستان” يرغل وکړ او ((برژنيف)) د شوروى واکمن و چې ددې يرغل په مخونه کې وايي: ((د افغانستان خلک د “امپرياليزم” تر ګواښ لاندې دي او موږ يې دفاع ته وردانګلي دي.)) چې د يرغل په پايله کې افغانستان ويجاړ او نژدې دوه ميلونه شهېدان شول،دا ده د خلکو دفاع!!!که په رښتيا د مخونو لمنه پرانستې وي؛ نو وحشي جنايتونو ته به په دو تېرايستونکيوو جملو مخ ورکړ شي.
[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]
[1] قیامت/ ۱۴. ۱۵
[2] وسایل ۱۲/ ۲۰۹
[3] نحل / ۳۵
[4] زخرف / ۲۰
[5] احزاب/ ۶۷
[6] نهج البلاغه، ۱۵۶ خطبه
[7] نهج البلاغه ۲۲۴ خطبه
[8] اعيان۴۲/ ۲۱۵
[9] مجمع البحرين،
[10] ارشاد شيخ مفيد،۲/ ۲۳۱
[11] مقتل الحسين مقرم، ص 369، امالى صدوق، مجلس 31.
[12] توبه/۲۴
[13] قیامت/ ۷، ۶
[14] انعام/ ۱۴۹
[15] نور الثقلين ۱/ ۷۶،
[16] اعراف/۱۲
[17] د امام صادق وینا ده. كافى،۲/ ۱۶۲
[18] نحل /۵۸
[19] زخرف/ ۱۷
[20] بقره/۲۷۵
[21] اسراء/۳۱
[22] مجمع البيان، 4 /493. روضه كافى، 153مخ
[23] وسائل الشيعه، 12 /297-298
[24] توبه/۸۱
[25] احزاب/۱۳
[26] توبه /۴۹
[27] طبرى تاریخ، 2 ټ، سيره ابنهشام، 2،ټ نمونه، 22 /10 – 17.
[28] فتح/۱۱
-
ټیګونه:
- 1. ګروهیزې یا اعتقادي مخونې
- www.andyal.com
- ارواییزې مخونې
- اندیال
- بې ځايه خجالت
- پر توکم او کورنۍ وياړ
- پر ګناه روږدي کېدل
- پوځي مخونې
- ټولنیزې مخونې
- جبر او اختيار ته کتنه:
- د ارادې د ازادۍ دليلونه
- د امام حسين د شهادت مخونه
- د امنيت ساتنې مخونه
- د تاريخ د ظالمانو مخونه
- د سبت د اصحابو داستان
- د ضرار د جومات جوړوونکيو مخونه
- ډول ډو ل مخونې
- سیاسي مخونې
- عبرتناکه کيسه
- کينه کښ کېدل
- ګناه ته مخونې او دليل جوړول
- له يو مخوونکي سره د امام صادق (رح) چلن
- مخونې
- نا امیده کېدل
- نالوستى وم نه پوهېدم
- نهیلي
- نهیلی
- هڅوبیزې یا فرهنګي
- وټییزې یا اقتصادي مخونې
- وحشتناکه مخونه