تبلیغات

 د يوولسم هجري كال پېښې  هغه ليک چې کښلو ته پرې نه ښوول شو د پېغمبراکرم د ژوند وروستۍ ورځې د تاريخ حساسې شېبې دي. مسلمانانو په هغو ورځو كې د خپګان شېبې تېرولې، د ځينو اصحابو ښكاره مخالفت او د حضرت “اسامه” په لښكر كې نه ګډون، د هغوى پټې سياسي هلې ځې راښوولې،چې […]

 د يوولسم هجري كال پېښې

 هغه ليک چې کښلو ته پرې نه ښوول شو

د پېغمبراکرم د ژوند وروستۍ ورځې د تاريخ حساسې شېبې دي. مسلمانانو په هغو ورځو كې د خپګان شېبې تېرولې، د ځينو اصحابو ښكاره مخالفت او د حضرت “اسامه” په لښكر كې نه ګډون، د هغوى پټې سياسي هلې ځې راښوولې،چې د پېغمبر اکرم تر  وفات وروسته د اسلام، حكومت او سياسي چارې تر لاسه كړي او د پېغمبر اکرم رسمي ځايناستى،چې د “غدير” پر ورځ يې ټاكلى و، له صحنې وباسي.

پېغمبر اکرم هم د هغوى له نقشې خبر و؛نو ځكه يې د شنډولو لپاره ټينګار درلود،چې ټول اصحاب دې د حضرت “اسامه” په لښكر كې ګډون وكړي او ژر تر ژره دې له مدينې د روم له لښكر سره د جګړې پر لور ووځي؛خو د سياست د صحنې لوبغاړو د خپلې نقشې پلي كولو ته د يو لړ پلمو په راوړو،په دې  لښكر كې له ګډونه سرغړونه وکړه او ان د لښكر د تګ  مخنيوى يې هم وكړ،چې بالاخره له 16 ورځو ځنډ وروسته د پېغمبر اکرم د مرګ د خبر په خپرېدو، بېرته مدينې ته راستانه شول.

 د پېغمبر اکرم مطلب دا و،چې د وفات پر ورځ يې مدينه له مزاحمو سياسي وګړيو تشه وي،چې ځايناستي ته يې د خلافت پر كرسۍ د كېناستو لپاره  خنډ پيدا نه کړي؛خو هغوى نه يوازې له مدينې ونه وتل؛ بلكې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د موقعيت د ټينګښت او تثبيت مخه يې هم ونيوه او په بېلابېلو پلمو يې د پېغمبر اکرم مخه هم نيوه.

 پېغمبر اکرم د هغوى د ځينو لوڼو د پردې تر شا سياسي هڅو هم خبر و او سختې تبې نيولى و،چې جومات ته راغى او د منبر تر غاړې ودرېد او پر لوړ غږ  يې،چې له جوماته بهر هم اورېدل كېده، وويل:(( خلكو! (د فتنې) اور بل شوى او فتنو يې د شپې د تيارې په څېر مخ کړى او تاسې زما پر وړاندې هيڅ ډول لاسوند نه لرئ،ما چې څه حلال كړي (؛نو)هماغه قرآن حلال كړي او،چې څه مې حرام كړي،هغه قرآن هم كړي دي.)) (431)

دا وينا د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته د اسلام د برخليك په باب د هغه تشويش يې راښيي.

 رښتيا! د پېغمبر اکرم مطلب څه و، چې ويې ويل: (( اوربل شو!))

 آيا بې له درز او تفرقې يې كوم بل مطلب و،چې مسلمانانو ته په څار کې و او دا اور د پېغمبر اکرم تر وفات  وروسته پر لمبو شو،چې تر اوسه هم لمبې وهي او نه دى مړ شوې؟

قلم او مشواڼۍ راوړئ چې ليک وليكم

پېغمبر اکرم له هغو پټو هڅو خبر و،چې له كوره يې بهر د خلافت خپلولو ته كېدى؛نو دا چې خلافت له خپل محوره كوږ نه شي او د اختلاف مخه يې نيولې وي؛نو هوډ يې وکړ د حضرت “علي” (ک) د ځايناستۍ او د خپلو اهل بيتو د موقعيت خبره د ليكلي سند په ډول پاتې شي؛نو هغه ورځ،چې اصحاب يې پوښتنې ته راغلي وو،سر يې ټيټ كړ، لږ څه فكر يې وكړ،بيا يې اصحابو ته وكتل او و يې ويل:

(( كاغذ او مشواڼۍ راوړئ،چې څه درته وليكم، چې وروسته ترې بې لارې نه شئ.)) (البته ويلو ته يې اړتيا نه شته،چې د پېغمبر اکرم مطلب دا و، چې ليک يې “كاتب” وليكي؛ځکه پېغمبر اکرم د خپل عمر تر پايه قلم په لاس كې نه و اخستې او ليک يې نه و ليكلى).

 پر دې  مهال حضرت “عمر” د ناستې چوپتيا ماته کړه او و يې ويل:

(( د پېغمبر ناروغي سخته شوې. قرآن  راسره دى او اسماني كتاب راته بس دى.))

 د حضرت عمر پردې خبره، خبرې اترې وشوې؛ځينو ورسره مخالفت وكړ او و يې ويل: (( بايد د پېغمبر اکرم حکم اجرا شي. ولاړ شئ او كاغذ او قلم راوړئ،چې څه غواړي، و يې ليكي)) او ځينو د دويم خليفه اړخ ونيو او د قلم او كاغذ د راوړو مخه يې ونيوه.

 پېغمبر اکرم د هغوى له دې اختلاف او سپين سترګۍ خورا خپه شو او ويې ويل:(( پاڅېږئ او زما له كوره ووځئ.))

“ابن عباس” ددې پېښې له رانقلولو وروسته وايي: (( اسلام ته تر ټولو ستر غم دا و چې د ځينو اصحابو شخړه ددې لامل شوه، چې پېغمبر اکرم خپل ليک و نه ليكي.)) (432)

له ليکه د پېغمبر اکرم مطلب څه و؟

كېداى شي دا پوښتنه راولاړه شي،چې پېغمبر اکرم د كومې موضوع په اړه ليک ليکه ؟

ځواب يې څرګند دى، چې  پېغمبر اکرم غوښتل، د حضرت “علي” (ک) د خلافت او وصايت خبره پخه كړي او خلكو ته د خپلو اهل بيتو د لاروۍ خبرې وكړي او دا خبره موږ د “ثقلين” د حديث پر بنسټ كوو،چې داهل سنتو او شيعه و عالمان پرې يوه خوله دي؛ځكه د ليک په باب يې وويل: ((ځکه يې درته ليكم،چې تر ما وروسته بيخي بې لارې نه شئ.))

چې دا جمله يې د “ثقلين” په حديث كې هم كړې او له كتاب او اهل بيتو د لاروۍ علت يې دا ګڼلى،چې كه  ددې دوو درندو لاروي مو وكړه؛ نو بې لارې به نه شئ او حديث داسې و: (( په تاسې كې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې كه  لاروي مو يې وكړه؛نو هېڅكله به بې لارې نه شئ،چې د خداى كتاب (قرآن) او زما عترت او اهل بيت دي.))

له يارانو سره وروستۍ وداع

پېغمبر اکرم په ناروغۍ كې كله كله جومات ته راته او له خلكو سره يې لمونځ كاوه او د ځينو خبرو په باب يې ورته يادونه كوله.

 يوه ورځ،چې سخت ناروغ و او سر يې په سرتړوني تړلې و او حضرت “علي” (ک) او حضرت “فضل بن عباس” په تخرګونو كې نيولى و او پښې يې پر ځمكه راکښلې، جومات ته راغى او پر منبر كېناست او پر خبرو شو: ((خلكو! وخت رارسېدلى،چې له تاسې ولاړ شم،كه چا ته مې د څه وعده وركړې وي؛ نو راغلى يم پوره يې كړم.))

 پر دې  مهال يو سړى را پاڅېد او و يې ويل: (( څه موده مخكې مو ژمنه راكړې وه،چې كه واده وكړم؛نو څه پېسې به راكړې.))

 پېغمبر اکرم، “فضل” ته حكم وكړ،چې پيسې وركړه.

 پېغمبر اکرم له منبره راكوز شو او كورته ولاړ او بيا د جمعې پر ورځ، له خپل وفات درې ورځې مخکې،يو ځل بيا جومات ته راغى او خلكو ته يې خبرې وكړې او د خبرو په ترڅ كې يې وويل: (( څوك كه پر ما حق لري؛نو ووياست؛ځكه په دې دنيا كې قصاص تر هغې دنيا اسان دى.))

پر دې  مهال “سواده بن قيس” پاڅېد او ويې ويل: (( د “طايف” له جګړې،چې راستنېدو،په خپل اوښ سپور وئ او غوښتل مو اوښ په متروكه ووهۍ،په تېر کې مو زه پر ګېډه ووهلم او اوس قصاص غواړم.))

 د پېغمبر اکرم خبره يوازې اخلاقي ست نه و؛بلكې غوښتل  يې داسې حق هم جبران كړي، چې د چا ورته پام نه و.

حكم يې وكړ،چې ولاړ شئ او له كوره هماغه متروكه راوړئ. بيا يې خپل كميس پورته كړ،چې “سواده بن قيس” خپل قصاص واخلي. د پېغمبر اکرم ياران ژړغوني په تمه وو،چې څه به كېږي. آيا “سوادة” به خپل قصاص واخلي؟ و يې ليدل،چې “سوادة” بې واکه د پېغمبر اکرم مباركه سينه او ګېډه ښكلوي.پر دې مهال پېغمبر اکرم ورته دعا وكړه او و يې ويل: (( خدايه “سواده” وبښې؛ځکه ستا رسول يې وباښه.)) (433).

 

431_طبقات ابن سعد 2/ 216، سيره ابن هشام 2/ 654

432_ صحيح بخارى د علم كتاب لومړى ټوك، 22 مخ او همداسې 2ټوك، 14 مخ  ، صحيح مسلم، 2 ټوك، 14

مسنداحمدلومړى ټوك، 325 مخ ، طبقات كبرى 2 244

433_ مناقب آل ابى طالب لومړى ټوك  \ 164 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!