بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د کفارو او مجرمانو څېره او وضع د عقل وضع قرآن شريف وايي : وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ(حج/۲) = او خلك به بېسده وينې او حال داچې دوى به نشه نه وي؛ خو د خداى عذاب سخت دى ! (٤٤٤) د قيامت او زلزلې پر […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د کفارو او مجرمانو څېره او وضع
قرآن شريف وايي : وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ(حج/۲) = او خلك به بېسده وينې او حال داچې دوى به نشه نه وي؛ خو د خداى عذاب سخت دى ! (٤٤٤)
د قيامت او زلزلې پر مهال به خلک مست او بې فکره ووينې؛خو په واقع کې هغوى مست نه دي او د خداى عذاب دومره سخت دى،چې د هغوى له سره يې سد وړى دى .
قرآن شريف وايي : يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (توبه/۳۵) = (پر هغه) ورځ،چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،چې ځان ته مو راغونډ كړي وو؛نو اوس د خپلو راغونډو شويو څيزونو خوند وڅكئ . (٤٤٥)
هغه شتمن،چې خپله شتمني د خداى په لار کې نه انفاقوي؛نو پر هغه ورځ به هماغه درهم او دينار سره شي او پر تنديو او تشيو به يې کېښوول شي او ورته به وويل شي: دا هماغه دي،چې په دنيا کې مو د شتمنۍ او (( کنز)) په نامه زېرمه کړي ول . له ډېرې وېرې به يې سترګې نه خوځي او يو ځانګړي ځاى ته به الک دلک ګوري.تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ(ابراهيم/۴۳) (٤٤٦) .
پر هغه ورځ به سترګې له اوښکو ډکې ټيټې وي.((خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ)) (قلم/۴۳، معارج،۴۴) (٤٤٧)
په نورو آيتونو کې راغلي،چې ګناهګاران به د قيامت پر ورځ ړانده وي او چې پوښتي : قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا(طه/۱۲۵) = هغه به وايي :(( پالونكيه ! زه دې ولې ړوند راپاڅولم؟! زه خو په حقيقت كې بينا او سترګور وم !))
ورته به ځواب ورکړ شي :قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنسَى(طه/۱۲۶)=(خداى) وايي: (( لكه څنګه چې تا ته زموږ نښې راغلې وې او تا هېرې كړې؛(نو) نن به ته هم هماغسې هېرول کېږې . (٤٤٨)
وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا (اسراء/۷۲) = اوڅوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بې لارې وي. (٤٤٩)
په روايت کې ددې آيت په تفسير کې راغلي :هغوى چې په دنيا کې اسمانونه،ځمکه او د شپې او ورځې راتګ ويني؛خو خداى يې نه وي پېژندلاى؛نو په عمل کې هغوى ته ورته دي،چې د خداى هېڅ کوم اثر يې نه دى ليدلى او پر زړه ړانده دي،چې د څارويو په څېر ژوند کوي او په قيامت کې به هم ړانده راپاڅي . (٤٥٠)( تفسير نورالثقلين، ۳/ ۱۹۶)
د هغې ورځې ړوندتوب په دنيا کې د زړه د ړوندتوب پايله ده . په روايتونو کې راغلي دي : د هغوى چې وسه رسي،چې حج ته ولاړ شي ؛ خو دا کار ځنډوي؛نو د قيامت پر ورځ به ړوند وي. (٤٥١)( تفسير نورالثقلين، ۳/ ۱۹۶) .
په قيامت کې ډول ډول پوړونه او تم ځايونه دي،چې ځينو ته يې ((موقف البکا=د ژړا تم ځاى)) وايي،چې ګناهګاران به پکې ژاړي؛خو دا ژړا به ورته هېڅ ګټه نه لري.
امام صادق وايي : څوک چې په دنيا کې بې ځايه خاندي؛نو په قيامت کې به يې ژړا ډېره وي.( ۴۵۲) ( وسايل ۸/ ۴۸۰)
په روايت کې راغلي: بې له دريو سترګو نورې ټولې به ژاړي،هغه سترګې،چې د حرامو په ليدو ښکته شي او ورته ونه ګوري،هغه سترګې،چې د خداى د عبادت لپاره ويخې وي او هغه سترګې،چې د خداى له وېرې اوښکې تويې کړي .(٤٥٣)(وسايل، ۱۱/ ۱۷۹)
په بل روايت کې راغلي:هغوى چې موږ ته وير وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به ويرجن نه وي . (٤٥٤) ( بحارالانوار، ۴۴/ ۲۷۸)
قرآن شريف وايي : يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ ( آل عمران/ ۱۰۶)= پر هغه ورځ به وي،چې د ځينو څېرې به ځلانده او د ځينو به تورې شي .
په بل ځاى کې وايي :كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا ( يونس/۲۷) (٤٥٦)؛ته به واچې د شپې تپې تيارې د ګناهګارانو مخ پوښلى دى .
بيا وايي :وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ (عبس/ ۴۰)= پر هغه ورځ به پر ځينو څېرو د خاورو دوړې پرتې وي. (٤٥٧)
په قيامت کې به داسې مخونه وي،چې ګردونه به پرې ناست وي.ديني مشرانو راته سپارښته کړې،چې اودس ته مخ پرېمنځئ ؛نو د قيامت په ياد کې وسئ او داسې دعا وکړئ : خدايه ! پر هغه ورځ مې مخ سپين کړې ، چې د ګناهګارانو مخ تورېږي .
خلک وايي : د پلاني پوزه يې پر خاوره وموږوده . قرآن شريف هم د هغوى په هکله،چې د انبياوو خبرو ته يې غوږ نه نيوه او د خداى آيتونه يې بې ځايه کيسې ګڼلې،وايي :
سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ (قلم/ ۱۶) = ژر به يې پر پوزه نوغى ( او داغ) كېږدو [او رسوا به يې كړو]!
پر پوزه داغ لګول د هغوى د سترې بدمرغۍ،خوارۍ او ذلت نښه ده او د پوزې پر ځاى يې د خرطوم ټکى ځکه راوړى،چې ښه يې سپکاوى وشي .
قيامت يو يا دوه پوړه نه لري؛بلکې بېلابېل پوړونه لري او هر يوه يې بېلابېل شرايط لري او پر هغه ورځ په هر پوړ کې ګناهګاران بېلابېله وضع لري؛په يوه پوړ کې يې پر خولو ټاپه لګول کېږي.(( الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ (يس/۶۵) (٤٥٩) يا داچې هغوى به پړمخه ،کاڼه ،ړانده او ګونګ راپاڅي. ((وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا اً )) (اسراء/۹۷) (٤٦٠)او خبرى به نشي کولاى او پر هغه ورځ به د ژبې پر ځاى د انسان نور غړي خبرې کوي،په ځينو پوړنو کې به نورو ته زارۍ کوي،کله به پر هغوى لعنت وايي،چې دوى يې بې لارې کړي دي او کله خو خواشيني وي او سر ټکوي او د خپلې اصلاح ژمنه کوي .
قرآن شريف وايي : وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ ( فرقان/ ۲۷) = او هغه ورځ (دريادكړه) چې ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي (٤٦١).هغوى چې په دنيا کې نا اهله ملګري درلودل؛نو د قيامت پر ورځ به ګوته په خوله وايي : څومره به ښه ول،چې له پلاني سره ملګرى نه وم ! له څښتنه يې غافله او بې لارې کړو. څومره به ښه ول،چې له پلاني پېغمبر سره مې يوه فکري اړيکه خو درلوداى .
په روايتونو کې راغلي : دا خواشيني به هغوى ته وي،چې د مشرۍ په مسئله کې په فاسدو کسانو پسې تللي دي او د ځاني غوښتنو او ګوندي ګټو په پار يې د معصومو امامانو مشرۍ ته شا کړې وي او د الهي قوانينو پر ځاى يې په خپل فکر او عمل کې دنيوي قوانينو ته وړتيا ورکړې وي . (٤٦٢) ( تفسير نورالثقلين، ۴/ ۱۲)
خداى خپل استازي ته وايي :وَلَوْ تَرَى إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُؤُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمانا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ (سجده/۱۲) = او كاشكې ته هغه وخت ووينې،چې مجرمان ځوړند سرونه د خپل پالونكي پر وړاندې ولاړ وي او وايي: پالونكيه! د څه وعده دې، چې كړې وه،و مو ليدل او وا مو ورېدل؛ نو بېرته مو ولېږه، چې ښه كارونه وكړو(اوس) مو پوخ باور راغلى دى. (٤٦٣)
که پر هغه ورځ ووينې،چې څنګه هغوى،چې معاد نه مانه؛نو چې په قيامت کې حاضر شي؛نو په سر کوزۍ خپل پالونکي ته ووايي : پالونکيه !قيامت مو وليد او و مو مانه او اوس مو حق اورېدو ته غوږونه خلاص شول ؛نو دنيا ته مو ستانه کړه،چې صالح اعمال وکړو او موږ ددې صحنې په ليدو د يقين مقام ته ورسېدو او هر څه منو. په اخرت کې تر ټولو ستره سرکوزي خېجلتوب ،رسوايي او پړ کېدل دي ؛ ځکه په همدې دنيا کې،چې توبې ته په سلونو ورنه خلاص دي،انسان چې څه وکړي؛نو همداچې سند او يا عکس يې ورښوول کېږي ؛ نو خېجله شي او چمتو وي،چې ځمکه وچوي او لوړ يې تېر کړي؛خو خپله رسوايي په خپلو سترګو ونه ويني .
قرآن شريف هغوى ګواښلي،چې انبياء او اسماني کتابونه يې نه منل او ځېل يې کاوه ،وايي : ((وَأُوْلَئِكَ الأَغْلاَلُ فِي أَعْنَاقِهِمْ)) ( غافر/ ۷۱) هغوى بايد راياد کړي هغه ورځ،چې په ورمېږونو کې ورته کړۍ اچول شوې وي.
دا چې د مجرمانو په ورمېږونو کې به دوزخي کړۍ اچول کېږي په بېلابېلو آيتونو کې راغلي دي .
دا ټولې خبرې،چې د سترګو،شونډو او غاښونو په هکله وشوې،د هغه وراخطايې له امله دي،چې مجرمان يې په زړونو کې لري؛خو قرآن شريف په ځانګړي توګه د زړه په هکله هم خبرې کړې دي؛لکه : مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لاَ يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاء(ابراهيم/ ۴۳) = ځغلي به، سرونه به يې نېغ پورته نيولي وي،سترګې به نه رپوي او رډ به ګوري (؛ځكه هرې لوري ته چې ګوري؛نو د عذاب نښې ښكارېږي) او (په دې حال كې) زړونه يې (ښويېږي او له هيلو او عقله ) تشېږي! (٤٦٥).
په ذلت به يې سر اسمان ته کړى وي؛حال دا چې سترګې به يې رپ نه وهي او په زړه کې به يې وېره وي او په ټوليزه توګه به يې اراده او فکر له لاسه ورکړى وي .
په بل ځاى کې راغلي دي : قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ (نازعات/ ۸) = پردې ورځ به [له قيامته د منكرانو] زړونه سخت پرېشانه وي.(٤٦٦)
قرآن شريف د هغوى په هکله،چې په دنيا کې يې يوازې شتمنۍ ډېرولې او د بېوزليو د بېوزلۍ په ليدو يې بيا هم د خداى په لار کې له اخلاصه لاس اخستى وي او خپل حيواني ژوند ته ادامه ورکړې وي،وايي :
يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ(توبه /۳۵) = (پر هغه) ورځ چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،چې ځان ته مو راغونډ كړي ول؛نو اوس د خپلو راغونډو شويو څيزونو خوند وڅكئ . (٤٦٧)
په دنيا کې هماغه ډېرى شوي سکې به يې سرې پر تندي،تشيو او ملا کېږدي،ورته به ووايي : ((هَذَا مَا كَنَزْتُمْ)) دا هماغه ستاسې سکې او کنز دي،چې ډېرى کړې مو وې او انفاق مو نه کاوه .
قرآن شريف په دې هکله وايي : وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ (محمد/۱۵) = او داسې خوټېدلې اوبه به پرې څښل كېږي (چې) كولمې به پرېكوي؟! (٤٦٨).
د جنتيانو پر وړاندې له غوره او ښو اوبو،شاتو،شيدو به برخمن وي ، دوزخيانو ته به د اوبو پر ځاى داسې سرې اوبه ورکړ شي،چې له دننه به يې وسوځوي .
په قيامت کې به د انسان غړي او پوټکى يې پر خلاف ګواهي ورکوي. هغه ګناهونه يې،چې پر پوټکي کړي دي ؛لکه زنا،لواط او دې ته ورته نور ګناهونه او کوښښ يې کاوه،چې له خلکو يې پټ وساتي؛نو پر هغه ورځ به يې پوټکى پر خلاف ګواهي ورکوي او رسوا به يې کړي.
قرآن شريف وايي: وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ( فصلت / ۲۱) = او د خپل (بدن) پوټكو ته وايي: (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: (( هغه خداى موږ پر خبرو راوستو، چې هر شى په خبرو راولي او هغه تاسې لومړى ځل پيدا كړئ او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ.)) (٤٦٩)
په بل ځاى کې راغلي دي :كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا ( نساء/ ۵۶) (٤٧٠) چې کله د مجرمانو پوټکى وسوځي او جغجغۍ شي ؛ نو موږ ورته بل نوى پوټکى ورکوو؛لکه يوه خښته،چې ماته شي او بيا په قالب کې واچول شي او بيا له هماغې خاورې او خټې نوې خښته جوړه شي .
په روايت کې راغلي : د خداى يو منکر وويل: د نوي پوټکي ګناه څه ده،چې سزا ورکول کېږي؟ورته وويل شو : نوى پوټکى هم له هماغه سوځېدلي پوټکي جوړ شوى او بيا يې د خښتې مثال ورکړ .
د نوى پوټکي ورکول د دې لپاره دي،چې د سوځېدو درد يې کم نشي ؛ ځکه د انسان پوټکى ډېر حساس او ظريف دى او د سوځېدو پر مهال ډېر زيات کړېږي؛خو چې پوټکى وسوځېد؛نو درد يې کم شي . قرآن شريف په دې آيت کې وايي،چې موږ د نوي پوټکي په ورکولو د درد له کمېدو مخنيوى کوو .
په قيامت کې د حاضرېدو څرنګوالى
قرآن شريف وايي :وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِهِ(انشقاق/۱۰) = او چا ته چې كړنليك يې وروسته د شا له خوا وركړ شي. (٤٧١)
په قيامت کې مجرمانو ته کړنليک په چپ لاس کې ورکول کېږي،هغه هم له شا څخه او نه له مخې؛ځکه ښه سپکاوى يې وکړي، چې مجرمان خپل تور کړنليک وويني او په کيڼ لاس کې ورکړ شي،چې د دوزخي کېدو نښه يې ده ((وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ)) ؛نو چغې به کړي ((فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ)) څومره به ښه ول که کړنليک يې نه و راکړى ((وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ )) څومره به ښه ول،چې له خپل کاره بې خبره وم ! ((يا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ )) څومره به ښه ول،چې هماغه مرګ هر څه ته د پاى ټکى ايښى و او بيا نه وو را ژوندي شوي او له دې حالاتو سره نه واى مخ شوي!(( مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ )) هغه شتمني اومال مې هېڅ پکار رانغله،چې خپل ټول عمر مې پرې تېر کړى و! ((هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ)) ( حاقه/ ۲۵- ۲۹) (٤٧٢)
کوم قدرت او مقام مې،چې په دنيا کې درلوده، له لاسه مې ولاړ او د نن لپاره مې زېرمه نه کړ! او هله به دوزخيان په ډېر بد چلن دوزخ ته ور واچوي .
قرآن شريف وايي:وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِي الأَصْفَادِ (ابراهيم/ ۴۹) = پر هغه ورځ به مجرمان وويني،چې يو له بل سره به په ځنځيرونو تړل شوي وي (٤٧٣)
هغه لاسونه،چې په دنيا کې تېري او ظلم ته خلاص وو؛نو هلته بايد تړل شوي وي او هغه سرونه،چې په دنيا کې له الهي قوانينو سرغړونه کړې وه؛ نو پر هغه ورځ به پکې کړۍ اچول شوې وي او پر هغه ورځ د خداى له دښمنانو سره په يوه ليکه کې درول شوي وي .
-
ټیګونه: