بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د جنتيانو څېره د جنتيانو د څېرې د خوشحالۍ په هکله قرآن شريف وايي : وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ( عبس/۳۸)= پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي (٥٤٦) وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ (قيامت/۲۲، ۲۳) = هو) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ ( غوړېدلي ) وي،يوازې د خپل […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د جنتيانو د څېرې د خوشحالۍ په هکله قرآن شريف وايي : وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ( عبس/۳۸)= پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي (٥٤٦)
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ (قيامت/۲۲، ۲۳) = هو) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ ( غوړېدلي ) وي،يوازې د خپل پالونكي لوري ته به ګوري . (٥٤٧)
خوشحاله او ښکلې څېرې،چې الهي پېرزو ته سترګې په لار دي .
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ (غاشسيه/۸)= پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي، (٥٤٨)
هغه مخونه،چې د قيامت پر ورځ له الهي نعمتونو برخمن دي . ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ(عبس/۳۹)= خندان او خوښ به وي. (٥٤٩).
جنتيان به پر هغه وېرونکى ورځ وراخطا نه وي او د الهي نعمتونو په زېري ورکولو به خندان روان وي .
وياړ او نورو ته بلنه
قرآن شريف وايي : فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ. إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ. فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ. قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ.(حاقه/ ۱۹، ۲۴) = نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛نو(له ډېرې خوښۍ او وياړه به) وايي: (( (محشريانو!) راشئ كړنليك مې ولولئ! بېشكه يقين مې درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم.))؛نو هغه به په خوښ ( او په زړه پورې) ژوندكې وي،په (ابدي ) لوړ مقامي جنت كې،چې د مېوو واڼل به يې په واک کې وي. (٥٥٠)
په لوړ مقامي جنت کې ژوند کوي او له جنتي نعمتونو به برخمن وي .
ورورولي او مينه
په جنت کې به هېڅ ډوله کينه او خپګان نه وي . قرآن شريف وايي : ((وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ)) (اعراف/۴۳) = او له زړونو يې خيري (او کينې) راوباسو( چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوندوكړي ) (٥٥١).
موږ هر ډوله دښمني،کينه او حسادت (٥٥٢)(غِلّ د پټ نفوذ په مانا دی او داچې حسد او کينه په پټه د انسان پر اروا اغېز کوي؛نو ورته غِلّ ويل شوی او ښايي نورو ناوړه صفتونو ته هم غِلّ وويل شو) د هغوى له زړه لرې کړى او ټول مو سره د صميمت او ورورولۍ پر کرسۍ کېنول .
بې ځايه ناسته پاسته او بې ځايه خبره به نه وي
هلته به نور دروغ،تورلګول،پېغور،ملنډې وهل او بې ځايه خبره نه وي .
((لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا)) (مريم/۶۲) (٥٥٣)اورېدل به يوازې سلام وي؛يعنې داسې غونډلې به کارېږي،چې د اروا،فکر او ژبې له روغتيا به راولاړېږي .
په بل ځاى کې راغلي دي : لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا(واقعه/۲۵) = هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري. (٥٥٤)
د نباء په سورت کې راغلي دي : لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا (نباء/۳۵) = هلته به چټيات او دروغ نه اوري. (٥٥٥)
نه به لغوه خبره واورې او نه به يو بل ته د دروغو نسبت ورکړئ او هلته به ټولې خبرې واقعيت لري او ځانګړى خوږلنى به پکې وي .
جامې او سينګار
د جنتيانو بنګړي به له سرو زرو وي او پردې سربېره پر لوء لوء به سينګار شوي وي.
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ (فاطر/ ۳۳) = (اجر يې) همېشني جنتي باغونه دي، چې ورته به ننوځي،هلته به د سروزرو په بنګړيو او مرغلرو سينګار شي او جامې به يې ورېښمينې وي. (٥٥٦)
په بل آيت کې د سپينو زرو بنګړي راغلي دي : ((وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ)) ( انسان/ ۲۱) (٥٥٧).
جامه به شين رنګ او له نازک حرير (سندس) او ډبل سندس (استبرق) وي .
أُوْلَئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا (کهف/۳۱) = هغوى ته همېشني جنتونه دي، چې تر ونو او ماڼيو لاندې يې ويالې بهېږي،هلته د سرو زرو په بنګړيو سينګارېږي او د نرمو او ډبلو ورېښمو زرغونې جامې اغوندي،هلته پر تختونو ډډه وهي،څومره ښه اجر او څومره ښه استوګنځى دى ! (٥٥٨)
په زړه پورې خبره خو داده،چې دا جامې زړېدل نه لري او نه له فيشنه غورځېږي او هلته نوره سختي او ستړتيا نشته .(( لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ)) (فاطر/ ۳۵) (٥٥٩)
مېلمه پالان
د جنتيانو د مېلمستيا په هکله قرآن شريف وايي : وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا (انسان/ ۱۹) = او (د مېلمستيا لپاره) پرې ګرچاپېره(( همېشني هلكان)) ګرځي، كه و يې ويني (؛نو) د شيندل شويو مرغلرو ګومان به دې پرې راشي. (٥٦٠)
جنتي خواړه
کومې مېوې ته يې،چې زړه کېږي؛نو خوري به يې .
وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ( واقعه/۲۰) = راز راز مېوې،چې خوښې کړي (٥٦١).
قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ (حاقه/۲۳) = چې د مېوو واڼل به يې په واک کې وي. (٥٦٢)
((وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ)) (محمد/ ۱۵) (٥٦٣) د مرغيو هر ډول غوښه،چې څومره او کله هم غواړي؛نو ورکول کېږي به .
وَلَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ(واقعه/۲۱) = او د هر ډول مرغانو غوښې،چې وغواړي. (٥٦٤)
په جنت کې ډول ډول نهرونه شته؛لکه :
الف: د رڼو اوبو نهرونه،چې کله هم پکې بدلون نه راځي . ((أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ))
ب: د شيدو نهرونه،چې هېڅکله يې په خوند کې بدلون نه راځي . ((وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ ))
ج: د پاکو شويو شاتو نهرونه . ((وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى))
د: د شرابو نهرونه،چې برخمن به ترې خوندونه اخلي . ((وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ))(٥٦٥).
جنت د امن سيمه ده
قرآن شريف وايي :إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ (دخان/۵۱)= په رښتيا چې پرهېزګاران د امن په ځاى كې دي (٥٤٣).
د تقوا خاوندان په قيامت د ثابت او امن مقام خاوندان دي .
په بل ځاى کې وايي : الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ (انعام/۸۲) = (هو) هغوى چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې د(شرك) له ظلم سره نه وي ګډلى؛نو امن يوازې همدوى ته دى او همدوى پر سمه لار برابر دي! (٥٤٤)
په قرآن شريف شريف کې راغلي دي : ((لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ)) (انعام/۱۲۷) (٥٤٥) د حق غوښتونکيو لپاره په قيامت کې له پالونکي سره د امن کور شته دى .
تلپاتې نعمتونه
په قرآن شريف کې دا خبره څو ځل راغلې،چې د جنت او جنتيانو نعمتونه تلپاتې دي او يو ځل ،چې جنتي جنت ته ورننوت ؛نو راوتل يې ترې نه بيا نه وي او دا خبره يې څو ځل د (( خالدين فيها)) په جملې ويلې ده .
په بل ځاى کې وايي : ((أُكُلُهَا دَآئِمٌ)) (رعد/ ۳۵) (٥٣٨)؛جنتي مېوې نه موسمي دي، نه فصلي او نه يې چينجى وهي،چې د يوې مودې لپاره نه وي او يا داچې قرآن شريف وايي : لَّا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ (واقعه/۳۳) = چې نه پاى ته رسي او نه يې جنتيان له خوړو منع کېږي. (٥٣٩)
جنتي مېوې نه د دنيا د مېوو په څېر ورکېږي او نه يې انسان له خوړو ژغورل کېږي؛خو په دنيا کې کله مېوه نه وي او چې وي؛نو لاس ته راوړل يې سخت وي او يا داچې موږ ورته لاس رسي نه لرو او يا داچې موږ اشتها نه لرو او يا داچې مېوه لا نه وي رسېدلي او يا داچې مېوه ورسته شوې وي او يا داچې موږ يې له خوړو ژغورل شوى يو؛خو جنتي مېوې تل وي او هېڅکله د هېڅ جنتي لپاره منع نه دي او عوارض هم نه لري .
په قرآن شريف کې راغلي دي : إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ (ص/ ۵۴) =(او وايي:) په حقيقت كې دا زموږ “روزي” ده،چې هېڅ نه تمامېږي. (٥٤٠)
جنتي ميوې او نعمتونه ډېر دي . وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ(واقعه/۳۲) = او (ورته) پرېمانه مېوى (دي). (٥٤١)
او ټول يې د ډېرېدو وړتيا لري. ((وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ)) (ق/ ۳۵) (٥٤٢)؛يعنې د جنتيانو پر غوښتنو سربېره نور هم ډېر راسره شته ان ترې زياته او غوره)
د جنت هوا
د جنت هوا په زړه پورې او ښايسته ده . قرآن شريف وايي : مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا (انسان/۱۳) = هلته [په جنت کې] به يې پر تختونو ډډه وهلې وي [او] هلته به د لمر [ګرمي] او سخت ساړه نه ويني. (٥٣٠)
په جنت کې نه لمر ليدل کېږي،چې تودوخه يې څوک وکړوي او نه زمهرير،چې ساړه يې څوک وکړوي . د جنت د هوا په هکله همدومره بس،چې قرآن شريف ٣٦ ځل ويلي دي : ((جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ))-هغه باغونه،چې د ونو ښاخونه يې پر بو بل دي او ورلاندې ترې د رڼو اوبو نهرونو روان دي؛هغه ونې،چې نه وچېږي،چې ډول ډول يې شته،چې په قرآن شريف کې هم د ځينو نومونه راغلي دي :
فِي سِدْرٍ مَّخْضُودٍ (واقعه/ ۲۸) = (هغوى) د نااغزنو بېرو( ترسيورې) لاندې دي.
وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ (واقعه/ ۲۹)= او د كيلو تر ونو لاندې،چې وږي يې پر يو بل پراته دي (٥٣١)
هغه ونې، چې سيورى يې تلپاتې دى او لمر يې سيورى تر اغېزى لاندې نشي راوستى ((وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ )) ( واقعه / ۳۰) او په څنګ کې يې اوبه روانې دي ((وَمَاء مَّسْكُوبٍ)) ( واقعه/۳۱) او پر دې ټولو سربېره هلته ښکلې موسيقي هم ده،چې د روايتونو په رڼا کې جنتي حوريانې يې غږوي،چې مفاهيم يې عرفاني دي . (٥٣٣)
جنت د کاميابۍ مقام دى
په دوزخ کې کړاوونه دي؛خو په جنت کې مزې چړچې دي،چې قرآن شريف وايي : يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (زخرف/۷۱) = پر هغوى به ګرچاپېره (د خوړو) د سروزرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ګرځول كېږي او هلته به ټول هغه څيزونه وي،چې زړونه وغواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست. (٥٣٤)
يعنې هر هغه څه چې انسان يې اراده وکړي او له هر څه چې سترګې خوند اخلي،ټول به د انسان په واک کې وي. دا غونډله وړه خو پخه ده او سره له دې،چې لنډه ده؛خو د جنت په باب يې دومره پراخ بنسټه معلومات ورکړي،چې د دنيا ټول ليکونکي او شاعران راټول شي ؛ نو دې ته ورته غونډله به جوړه نه کړاى شي .
د دنيا نعمتونه که څومره هم عالي وي او انسان يې هر څومره هم لاس ته راوړي؛خو يوه نه يوه ورځ ترې د انسان سترګې مړېږي، د مثال په توګه : ښکلې منظرې هغوى ته په زړه پورې دي،چې نه يې وي ليدلي؛خو څوک چې په هغه سيمه کې وسېږي؛نو څه ځانګړى خوند او په زړه پورې توب ورته نه لري او ورته عادي وي؛خو د جنت پر نعمتونو سترګې نه مړېږي؛بلکې تل تر تله په زړه پورې دي او کېداى شي دا هر څه پکې د پرله پسې بدلونونو له امله وي،چې د جنتيانو سترګې پرې نه مړېږي ؛ لکه څنګه چې قرآن شريف وايي :لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ (ق/۳۵) = هغوى چې څه وغواړي،هلته ورته (چمتو) دي او له موږ سره ډېر نعمتونه شته (چې د هېچا په خو او خاطر کې نه راځي). (٥٣٥)
څه چې جنتيان غواړي،راسره شته او تر هغې نه ډېر راسره دي .
د جنت صفت په ټکيو نه کېږي . خداى وايي :د هېڅ چا لپاره د تصور وړ نه ده ،چې موږ د هغوى لپاره،چې سهار وختي دعاګانې کوي،څومره سترګې روښانوونکي نعمتونه ساتلي دي .
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (سجده/۱۷) = نوهېڅوك نه پوهېږي، چې خداى يې د سترګو يخوالي ته د هغوى د کړنو په رڼا کې کوم څه پټ کړي دي. (٥٣٦)
لکه څنګه چې په تېرو اسماني کتابونو کې هم راغلي دي ، چې خداى وايي :((اعدت لعبادى ما لا عين رات ولا اذن سمعت ولا خطر بقلب بشر)) خپلو صالحو بندګانو ته مو داسې څيزونه چمتو کړي،چې نه سترګو ليدلي،نه غوږ اورېدلي او نه د انسان په فکر کې راغلي دي . (٥٣٧) ( بحارالانوار، ۸/ ۱۹۱)