د اسلام ځانګړنې “اسلام” د خداى د دين نوم دى،چې ټول پېغمبران ورته مبعوث شوي او ورته بلنه يې کړې ده. د خداى د دين هر اړخيز او بشپړه څېره د پېغمبرانو خاتم حضرت “محمد بن عبدالله” (ص) خلکو ته ابلاغ کړه او نبوت پرې پاى ته ورسېد او نن په همدې نامه په نړۍ […]
د اسلام ځانګړنې
“اسلام” د خداى د دين نوم دى،چې ټول پېغمبران ورته مبعوث شوي او ورته بلنه يې کړې ده. د خداى د دين هر اړخيز او بشپړه څېره د پېغمبرانو خاتم حضرت “محمد بن عبدالله” (ص) خلکو ته ابلاغ کړه او نبوت پرې پاى ته ورسېد او نن په همدې نامه په نړۍ کې پېژندل کېږي.
اسلامي ښوونې،چې د پېغمبرانو خاتم خلکو ته وښوولې او داچې د خداى د دين بشپړه او جامع څېره ده او داچې د تل لپاره د بشر لارښوونکى وي؛خپلې ځانګړې ځانګړنې لري،چې د ختميه له پېر سره متناسبې دي. په ټول کې دې ځانګړنو نه شو کړاى،چې په مخکنيو پېرونو کې _چې د بشر د ماشومتوب پېر و- وي.
دا هره ځانګړنه د اسلام پېژندو ته يوه کچه ده. په دې کچو او مقياسونو _چې هر يو د اسلامي ښوونو له اصولو ځنې يو اصل دى- کړاى شو د اسلام څېره لاس ته راوړو که څه هم مبهمه وي او هم کړاى شو تشخيص کړو،چې پلانۍ ښوونه د اسلام ده که نه.
موږ ادعا نه کړو،چې کړاى شو،چې ټولې کچې دلته راټولې کړو؛خو هڅه مو ده،چې لږ تر لږه جامع څېره يې وښيو.
هر ښوونځى او ايديولوژي،چې د بشر د ژغورنې،کمال او نېکمرغۍ طرح لري؛نو يو لړ ارزښتونه راوړاندې کوي او د وګړي او ټولنې په کچه ((بايدونه))، ((نبايدونه))، ((شايدونه)) او ((نشايدونه)) راوړي،چې بايد داسې ووسو او هغسې و نه وسو،بايد داسې او هغسې جوړ کړو،بايد پلانى اړخ وټاکو،بايد پلاني لوري ته ولاړ شو او پلانۍ موخه وټاکو؛د بېلګې په توګه : بايد ازاد ژوند وکړو،بايد مېړنى ووسو،بايد تل مخکې ولاړ شو،بايد پر ځان بسيا او پوره شو،بايد د قسط او عدالت پر بنسټ ټولنه جوړه کړو او بايد خداى ته د نږدېدو پر لوري ولاړ شو.
خو دا “بايدونه” او “نبايدونه” د ځانګړې فلسفې پر بنسټ دي،چې ورته مخونه ورکوي؛يعنې که يو ښوونځى يو لړ احکام راوړاندې کوي؛نو د هستۍ،نړۍ،ټولنې او انسان په هکله پر يو ډول فلسفې او نړۍ ليد ولاړ دي او داچې هستي داسې ده،ټولنه هغسې او انسان داسې؛نو بايد داسې او هغسې ووسو.
نړي ليد؛يعنې د نړۍ،انسان او ټولنې په باب د ليدونو،تفسيرونو او شننو ټولګه،چې نړۍ داسې او يا هغسې قانون لري،هغسې مخکې ځي، پلانۍ موخه پر مخ بيايي يا يې نه بيايي،مبداء لري که نه،پاى لري که نه او دې ته ورته…. او يا انسان داسې خټه او طبيعت لري؛د بېلګې په توګه : په ځانګړي فطرت پنځول شوى که نه،مختار او ازاد دى که مجبور، په طبيعت کې يو ټاکل شوى واقعيت دى که يو تصادفي واقعيت او يا ټولنه پر وګړيو پر واکمن قانون سربېره، بل قانون لري که نه،پر ټولنه او تاريخ واکمن قوانين کوم قوانين دي او دې ته ورته …
ايديولوژي د نړۍ ليد پر بنسټ ايښوول کېږي.دا چې ولې بايد داسې يا هغسې ووسو،ژوند وکړو،ولاړ شو،جوړ کړو او يا شو،ددې لپاره دي، چې نړۍ يا ټولنه يا انسان داسې او هغسې دى.
د هرې ايديولوژۍ ((ولې)) په هغه نړۍ ليد کې پټه ده،چې ايديولوژي يې پر بنسټ ده او په څرګندنه ايديولوژي د ((عملي حکمت)) له ډوله او نړۍ ليد د ((نظري حکمت)) له ډوله دى. د عملي حکمت هر ځانګړى ډول د ځانګړي نظري حکمت د ډول پر بنسټ دى؛د بېلګې په توګه : د “سقراط” عملي حکمت د هغه د ځانګړي ليد پر بنسټ دى،چې له نړۍ يې لري،چې هماغه يې نظري حکمت دى.
ولې ايديولوژۍ بېلابېلې دي او توپير لري؟ دا (ځکه) چې نړۍ ليدونه بېلابېل او توپير لري.ايديولوژي د نړۍ ليد تابع ده.
بلخوا نړۍليد،چې کړاى شو پر نړۍ پوهنه يې هم تعبير کړو،ولې بېلابېلې دي؟ ولې يو ښوونځى نړۍ داسې ويني او بل يې بل شان؟ يو يې داسې پېژني او بل يې هاغسې؟
ددې پوښتنې ځوابول څه اسان چار نه دى . ځينې،چې دلته رارسي،بې ځنډه د ټولنيزې هډې او طبقاتي وضع خبره رامنځ ته کوي؛مدعي دي، چې طبقاتي دريځ او يا ټولنيزه هډه هر چا ته ځانګړى ليد ورکوي او نړۍ ليدو ته يې ځانګړې سترګۍ ور پر سترګو کوي.له ټولنې سره د انسان اړيکه يا هغه څه چې په ټولنه کې توليد او توزيعېږي يا د توليد او توزيع د څرنګوالي او په پايله کې پخپله د انسان برخمني او بې برختوب،د انسان په اعصابو کې ځانګړى غبرګون رامنځ ته کوي او دننني حالت ته يې ځانګړې بڼه ورکوي، چې دا حالت د څيزونو په هکله فکر،ارزونه او ورمند اغېزمنوي. د مولانا جلال الدين بلخي د وينا له مخې:
چون تو برگردى و برگردت سرت خانــه راگردنده بيند منظرت
ور تو در کشتى روى بر يَم روان ساحـل يم را چو خود بين دوان
گــــــر تـــو باشى تنـــگدل از ملحمه تنــگ بينى جو دنيا را همه
ور تو خوش باشى به کام دوستان اين جهان بنمايدت چون بوستان
چون تو جزو عالمى پس اى مهين کل آن را همچو خود بيني يقين
هـــــــر کــــه را فعــــال دام و دد بـــود بر کريمانش گــــمان بـــــد بــود
ددې څرګندونې له مخې،څوک نشي کړاى خپل ليد سم او د بل غلط وګڼي؛ځکه ليد نسبي چار دى او له ټولنيز او طبيعي چاپېريال سره د هر چا د ځانګړې اړيکې پايله ده او هر چا ته هماغه سم دي،چې ويني يې.
خو خبره دومره هم ساده نه ده او په دې کې ويينه نشته،چې د انسان فکر تر ډېره له چاپېرياله اغېزمنېږي؛خو داچې انسان د فکر يوه ازاده غونډال لري،چې کړاى شي له هر اغېز ځان خپلواک وساتي_چې د دين په ژبه کې په فطرت تعبير شوى دى _ د نفې او نمښتې وړ نه دى.
فرضاً که وغواړو د انسان ساهوتوب او خپلواکي او په حقيقت کې واقعويني (واقع بيني) ترې واخلو؛نو لا تر اوسه ژر دى،چې په دې پړاو (نړۍ ليد او نړۍ پوهنه) کې يې وغندو.
خو د فيلسوفانو او هغه پوهانو له پلوه،چې په دې باب مطالعه لري،نن څرګنده ده،چې د نړۍ ليدونو او نړۍ پوهنو ريښه بايد په شناخت پوهنې کې ولټول شي،چې نن د شناخت يا معرفت څرګندونه نومېږي .
فيلسوفان شناخت پوهنې ته متوجه شوي دي،تردې چې ځينې مدعي شول فلسفه نړۍ پوهنه نه بلکې؛شناخت پوهنه ده.
نړۍ پوهنې ځکه بېلابېلېږي،چې د ((شناختن=پېژندلو)) په هکله څرګندونې بېلابېلې دي؛يو وايي : نړۍ بايد په عقل وپېژنو.بل وايي : بايد په حواسو يې وپېژنو او درېمى وايي،چې بايد د نفس په تزکيه، اشراق او الهام وپېژندل شي؛د يوه له پلوه د شناخت پړاوونه يو ډول او د بل له پلوه بل ډول دي؛د ځينو له پلوه د عقل په کار راتلنه محدوده او د بل له پلوه نامحدوده ده؛د شناخت سرچينه څه ده؟ کچه يې څه ده؟ او دې ته ورته.
نو د هر ښوونځي ايديولوژي يا آنده-مفکوره يې د نړۍ ليد پر بنسټ ده او نړۍ ليد يې د معرفت او شناخت په هکله د څرګندونې پر بنسټ ده. د هرې ايديولوژۍ مترقي توب په نړۍ ليد پورې يې اړه لري او د نړۍ ليد مترقي توب په شناخت پوهنې پورې يې اړه لري.په حقيقت کې د هر ښوونځي عملي حکمت په نظري حکمت پورې يې اړوند دى او نظري حکمت يې په سول پورې اړوند دى؛نو هر ښوونځى بايد په لومړي پوړ کې خپل سول مشخص کړي.
که څه هم اسلام فلسفي ښوونځى نه دى او د فيلسوفانو په ژبه او څرګندنه يې له خلکو سره خبرې نه دي کړي؛اسلام خپله ځانګړې ژبه لري، چې ټول طبقات پرې د خپلې پوهې هومره پوهېږي؛خو د خپلو مطالبو په ترڅ کې يې ددې ټولو مسايلو په باب ويناوې کړي دي_چې دا ډېره هېښنده هم ده_چې کړاى شو ايديولوژي يې د عملي فکر د غونډال-دستګاه په بڼه،نړۍ ليدونه يې د نظري حکمت په بڼه او د معرفت او شناخت پوهنې په اړه څرګندونې يې د يو سول د اصولو په بڼه راوړاندې کړاى شو.
څرګنده ده،چې دلته به موږ په يوې اشاره بسيا وکړو او تېر به ترې شو.
د اسلام ځانګړنې مو په درې قالبو کې ويلي،چې دادي:
د شناخت پوهنې ځانګړنې. د نړۍ ليد (نړۍ پوهنې) ځانګړنې او ايديولوژيکې (مفکوروي) ځانګړنې.
-
ټیګونه:
- د اسلام ځانګړنې