۲۴۶ . طالوت او جالوت «بني اسرائيلو د حضرت موسى (ع) له مړيني روسته د خداى دين واړو او د خپل پالونكي له اوامرو يې سرغړاندي وكړه،په دوى كې د «ارميا» په نوم يو پېغمبر و، چې پر نېكيو يې ورته امر كاوه او له بد چارويو يې منع كول؛ خو دوى ورته غاړه نه […]
۲۴۶ . طالوت او جالوت
«بني اسرائيلو د حضرت موسى (ع) له مړيني روسته د خداى دين واړو او د خپل پالونكي له اوامرو يې سرغړاندي وكړه،په دوى كې د «ارميا» په نوم يو پېغمبر و، چې پر نېكيو يې ورته امر كاوه او له بد چارويو يې منع كول؛ خو دوى ورته غاړه نه اېښووله. خداى تعالى پرې له «ارميا» څخه د سرغړاندۍ له امله جالوت (قبطي او د مصر بومي او اصلي اوسېدونكى) مسلط كړ او ده بني اسرائيل سخت ذليل كړل او د كار وگړي يې ورته ووژل او پاتې يې له خپلو سيمو وشړل او د هغوى مالونه يې واخستل او ښځې يې خپلې مينزې كړې. بني اسرائيل پر هغه مهال خپل پېغمبر ته (چې شموييل نومېده) ورغلل او له خپل سخت وضعيت يې ورته شكايت وكړ او ويې ويل: له خدايه وغواړه، چې يو بولندوى راته وټاكي، چې د خداى په لار كې جگړه وكړو. په هغې زمانې كې «نبوت» په يوې كورنۍ (او ځوځات) كې او واكمني او حكومت به په بلې كې و.
له همدې امله يې دغسې له خپل پېغمبره غوښتنه وكړه، پېغمبر يې وپوښتل: كه دغسې بولندوى درته وټاكل شو او جهاد درباندې واجب شو؛ نو ژمنه كوئ، چې له جهاده به اوږې نه سپكوئ؟ هغوى وويل: پلمه مو څه ده، چې د خداى په لار كې به جگړه نه كوو، سره له دې چې دښمن له خپلو كورنو شړلي يو او له خپلو ښځو او اولادونو يې جلا كړي يو؟ خو خداى تعالى خپل پېغمبر خبر كړ، چې دوى به جگړې ته شا كړي.
همدا چې جهاد پرې فرض شو، بې له لږو يې نورو ټولو جگړې ته شا كړه، په پايله كې پېغمبر يې ورته وويل: خداى تعالى طالوت درته بولندوى كړى دى.
بني اسرائيل غوسه شول او ويې ويل: هغه او واكمني؟ موږ پخپله واكمنۍ ته وړ يو، هغه نه شتمني لري او نه د «لاوي» له ځوځاته دى، چې په كورنۍ كې يې نبوت وي او نه د «يوسف» له ځوځاته دى، چې تل يې په كورنۍ كې واكمني وه؛ بلكې هغه د «بنيامين» (د يوسف عليه السلام سكه ورور) له ځوځاته دى، چې نه پكې نبوت و او نه سلطنت. پېغمبر يې په ځواب كې وويل: خداى درباندې غوره كړي او علمي او جسمي ځواكمني يې وركړې او خداى هر چار له خپلې پوهې كوي.
هو! طالوت په اسراييلو كې د غښتلې تنې خاوند او عالم و؛ خو نشتمن و او بني اسراييلو يې پر نېستۍ نيوكه كوله، چې ډېره شتمنۍ نه لري. پېغمبر يې وويل: داچې د خداى له لوري درباندې واكمن شوى، نښه يې داده، چې په پرښتو بار د «عهد صندوق» درته در شي.
دا هماغه صندوق دى، چې خداى د موسى مور ته ورولېږه او مور يې موسى په ورڼي كې تړلى پكې كېښود او په سيند كې يې واچو. تل دا صندوق له بني اسراييلو سره و او بركت يې ترې لټاوه او چې د حضرت موسى عليه السلام د مړينې وخت راورسېد، د تورات تختې خپله زرې او د نبوت نښې يې پكې كېښوولې او«يوشع» ته يې وسپاره…. (؛خو) د بني اسراييلو گناهونه او صندوق ته يې بې احترامي ددې لامل شول، چې خداى ترې صندوق واخلي او تر هغه زمانې، چې په پوره عزت او شرف ژوند كاوه، جالوت پرې لاسبرى شو، چې خوار او ذليل يې كړل…..[1] »
داود عليه السلام، جالوت وواژه: له امام صادق روايت شوى، چې «داود او وروڼه يې څلور تنه ول، بوډا پلار يې ورسره وسېده او داود تر ټولو كشر و، د پلار رمه يې پووله او وروڼه يې د طالوت په لښكر کې وه. يوه ورځ يې پلار داود ته ورغږ كړ، چې زويه، دا خواړه مې چې پاخه كړي، خپلو وروڼو ته يوسه، چې د دښمن پر ضد غښتلي شي. داود چې ټيټ قدى، شين سترگى، كم وېښتان او پاك زړى و؛ خواړه راواخستل او د جگړې د ډگر پر لور ور روان شو. په ډگر كې يې وليدل، چې د لښكر ليكي سره نژدې شوي دي. داود په تلو تلو كې له يوې ډبرې سره مخ شو،چې يو غږ ترې راپورته شو،چې داووده ما واخله او په ما جالوت ووله، چې خداى د جالوت وژنې ته پنځولې يم. داود ډبره راواخسته او په هغه كڅوړه كې يې واچوله، چې چبنډه پكې وه،چې رمه پې پرې راتاووله، لار يې ونيوه او لښكر ته ورننووت او اوري، چې ټول د جالوت خونړيتوب او اتلولي ستايي او خورا ځواكمن يې بولي.
داود وويل: څه خبره ده، چې دومره يې غټ بولئ او پر وړاندې يې ځانونه مو بايلودې دي؟ پر خداى قسم، مازې، چې ورسره مخ شم، و به يې وژنم. خلكو دا خبره طالوت ته ورسوله او داود يې طالوت ته بوت… طالوت وويل: هيله ده، چې خداى، جالوت په دې ځوان ووژني، چې گهيځ شو، خلك پر طالوت راغوڼد شول او دواړو لښكرې يو بل ته مخامخ ودرېدې. داود وويل: جالوت راته وښيه. همداچې و يې ليد تيگه يې له كڅوړې راوايسته او په چپنډه كې يې كېښووله او د جالوت پر لور يې ور گوزاره كړه. تيگه د جالوت پر وچ ولي ولگېده او په مغزو كې يې ورننووته. جالوت له اسه راولوېد. خلكو چغې كړې: داود، جالوت وواژه (خلكو تردې پېښې روسته) داود خپل واكمن كړ او دومره مشهور شو، چې ته وا چا هډو د طالوت نوم اورېدلى نه دى. خداى پر داود «زبور» را نازل كړ او پښتوب يې ورزده كړ او غرونو او مارغانو ته يې امر وكړ، چې الهي تسبيحات ورسره غبرگ كړي….[2]»
[1] الميزان، ۲ : ۳۰۰ مخ.
[2] الميزان، ۲ : ۳۰۳ مخ.
-
ټیګونه: