38_ اصحاب الرئس: د اسحاب الرئس په باب له امير المؤمنين حضرت علي )ك( يو اوږد روايت راغلى، چې لنډيز يې دا دى: هغوى يو قوم و، چې د صنوبر ونه يې لمانځله او ))پاچا ونه(( يې ورته ويله. د ولس اباد ښارونه يې درلودل، چې د ))رس(( سترې ويالې پر غاړه پراته ول. د […]
38_ اصحاب الرئس:
د اسحاب الرئس په باب له امير المؤمنين حضرت علي )ك( يو اوږد روايت راغلى، چې لنډيز يې دا دى: هغوى يو قوم و، چې د صنوبر ونه يې لمانځله او ))پاچا ونه(( يې ورته ويله. د ولس اباد ښارونه يې درلودل، چې د ))رس(( سترې ويالې پر غاړه پراته ول. د ښارونو نومونه دا و: ))آبان، آذر، دى، بهمن، اسفند ، فروردين ،اردیبهشت، خرداد، مرداد، تير، مهر او شهريور(( عجمو د خپل كال د مياشتو نومونه له همدې اخستي دي. د صنوبر ونې د درناوي په پار يې تخم په نورو سيمو كې كره او اوبخور ته يې يوه وياله ورځانګړې كړې وه، ان كه چا ترې اوبه څښلې، واژه يې او ويل يې: دا د خدايانو د ژوند لامل دى او پکار نه دي څوك ترې څه كمې كړي. د كال د هرې مياشتې، يوه ورځ به يې په يوه ښار كې اختر كاوه او له ښاره بهر د صنوبر ونې ته به تلل او قربانۍ يې ورته كولې، څاروي يې ورته ذبح كول، اور ته يې ورغورځول او چې لوګى به يې پورته شو؛ نو ونې ته به پر سجده پرېوتل، ژړل يې او زارۍ به يې كولې. په ټولو ښارونو كې يې همدا دود و، تردې چې د ستر ښار وار رسېده، چې د باچا پايتخت او نوم يې اسفنديار و. په اباديو كې مېشت خلك به په دې ښار كې راغونډېدل او پرله پسې يې دولس ورځې اختر و او د خپلې وسې قرباني يې كوله او د صنوبر ونې ته پر سجده پرېوتل، چې په كفر او د ونې په لمانځنه كې ښه ور ډوب شوي ول، خداى د بني اسرائيلو يو پېغمبر ورولېږه او تر يو وخته يې شرك پرېښود او د ايكي يو خداى عبادت ته راوبلل؛ خو دوی ايمان رانه وړ. ده هم ونې ته ښېرا وكړه او ونه وچه شوه، چې صنوبرلمانځو دا حال وليد، سخت خپه شول او ټولو د پېغمبر د وژنې هوډ وکړ. يوه ژوره څاه يې وايسته او پېغمبر يې پكې وغورځاوه او سر يې وربند كړ او له پاسه وركېناستل او تر مرګه يې د هغه چغې اورېدې. خداى يې هم په دې كړنې پسې يو سخت عذاب ورولېږه او ټول يې له منځه بوتلل او يو هم ترې پاتې نشو. په نورو رواياتو كې راغلي، چې ښځې یې هم د هم جنس پالۍ په بې لارۍ اخته وې[1].
په بني اسرائيلو كې (( برصيصا)) نامى يو نمځچاری- عابد و، اوږد وخت يې عبادت كړى و او د قرب مقام دې بريد ته وررسېدلى و، چې اروايي ناروغان یې ورته راوستل او په دعا يې رغېدل. يوه ورځ د يوې با وګړې – با شخصیتې كورنۍ يوه ښكلې ښځه خپلو وروڼو ورته راوسته او د رغېدا لپاره څه موده ورسره پاتې شوه. دلته شيطان په وسوسې اچولو لګيا شو او نمنځچاري ته يې ننداره دومره ښكلې انځور كړه، چې نمنځچاري له ښځې سره زنا وكړه. څه موده روسته څرګنده شوه، چې ښځه دوه ځانې شوې (او داچې د يوې ګناه كول همېش د سترو ګناهونو سرچينه وي) ښځه يې ووژله او د بېديا په يوې څنډې كې يې ښخه كړه. وروڼه يې له پېښې خبر شوو او دا خبر په ټول ښار كې خپور شو او امير هم پرې خبر شو او له يو شمېر خلكو سره وخوځېد، چې ځان له پېښې خبر كړي. چې كله د نمنځچاري ګناه جوته شوه؛ نو له عبادتځي یې راوكېښ. نمنځچاري پر خپلې ګناه تر منښتې روسته، امير امر وكړ، چې پر دار يې راځوړند كړئ. چې دار ته ور وخوت، شيطان يې په سترګو كې انځور شو او ويې ويل: زه وم، چې پردې ورځ مې اخته كړې او چې څه وايم، منه يې، چې و دې ژغورم. نمنځچاري وويل: څه وكړم؟ ويې ويل: يوازې سجده راته بسیا ده. نمنځچاري وويل: په دې حال كې خو مې له وسې پوره نه ده. شيطان وويل يوه اشاره هم بس ده. نمنځچاري د سترګې په كونج يا لاس يوه اشاره وكړه او شيطان ته يې سجده وكړه او ومړ او په مازې كفر له نړۍ ولاړ. هو! د شيطانيو، منافقانو او پلیونو د وسوسو پايلې يې دغسې دي[2].
[1] الميزان، 15: 218 مخ.
[2] نمونه، 23: 537 او 544 مخونه.
-
ټیګونه: