بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پسرلى او قيامت ژوندي کېدل او مړه کېدل هغه موضوعات دي،چې بشر يې تل آندنې او څېړنې ته اړ کړى دى.دا موضوع په قرآن کريم کې ستر الهي آيت ياد شوى دى . په ځينو آيتونو کې دا چار د احديت د سپېڅلي ذات د آيت په نامه ياد شوى دى.د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
پسرلى او قيامت
ژوندي کېدل او مړه کېدل هغه موضوعات دي،چې بشر يې تل آندنې او څېړنې ته اړ کړى دى.دا موضوع په قرآن کريم کې ستر الهي آيت ياد شوى دى . په ځينو آيتونو کې دا چار د احديت د سپېڅلي ذات د آيت په نامه ياد شوى دى.د بقرې سورت په ١٦٤ آيت کې دا چار وړوکى قيامت ګڼل شوى،چې پخپله د ستر قيامت نښه ده.
((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ = سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې،په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او پر هغوى مړه ځمكه را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې،چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي،چې عقل لري او له پوهې كار اخلي .))
بل آيت د فاطر د سورت نهم آيت دى،چې وايي:
((وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ = او خداى هغه دى،چې بادونه يې لېږلي دي،چې ورېځې راپورته كوي، بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړو ځمكو ته شړو؛ نو تر مړوالي (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) ژوندي كول (هم) همدغسې دي.))
بياوايي:
((وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ . وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ . رِزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ (ق/١١_٩)= او موږ له اسمانه ډېرې بركتناكې اوبه راښكته كړې دي؛نو په هغه مو باغونه او رېبل كېدونكي دانې راټوکولي دي او هم مو پرې د کجورو لوړې وګيزي ونې (را زرغونې کړي دي). چې بندګانو ته ((روزي)) وي او په هغه (باران) مو مړه ځمكه را ژوندۍ كړه؛(هو له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي.))
په ځينو آيتونو کې دواړو موضوعاتو ته اشاره شوې ده؛لکه د حج د سورت پينځم او شپږم آيتونه:
((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ . ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ = خلكو! كه تر مرګ وروسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ چې:) موږ تاسې له خاورې پيداكړي ياست، بيا له څاڅكي،بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې) بيا له يوې بوټۍ غوښې چې ځينې يې شكل او خلقت لري او ځينې يې بې شكله وي .( دا موږ ددې لپاره ښيو) چې تاسې ته څرګنده كړو (چې موږ پر هر كار قادر يو )او جنينونه چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې پورې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا تاسې د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه دا ده چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسېږئ، په دې تر څ كې (له تاسې) ځينې مړه كېږي او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسېږي؛داسې چې پر هر څه تر پوهېدو ورسته، بيا پرهېڅ نه پوهېږي (بلخوا) او ته ( په ژمي كې ) ځمكه وچه او شاړه وينې؛خو چې كله پرې باران ووروو؛نو خوځېږ ي او ډډه شي او هر ډول ښكلي(بوټي) راټوكوي . دا له دې ا مله دي، چې ( پوه شئ) الله حق دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او پر هرڅه قادردى .))
دا د قرآن عنايت دى،چې خداى د ژوند ورکونکى او د ژوند اخستونکى معرفي کوي او ژوند ورکول او ژوند اخستل د خداى ځانګړنه ګڼي.په دې هکله خورا آيتونه دي؛خو اړه نشته،چې را يې وړم؛يوازې دومره پکار ده،چې په دې اړه د قرآن له سول سره اشنا شو.
څه چې بايد موږ ورته پام وکړو،دادي : هغه څه چې د توحيد او د الهي ازلي ځواک آيت ورته ويل شوى،همدا د ژوندي کولو او مړو کولو “روان سنت” دى،چې په سترګو يې وينو او سترګې مو ورسره روږد شوې دي او د الهي ملکوت له ځلاوو يوه ځلا ده.
د ژوند په هکله ډېرى مسايل بشر ته مجهول او معما دي.همدا بشر،چې سپوږمۍ ته خېژي او يوه ورځ به ستورو ته هم وخېژي،د ژوندي موجود د ژوند په اسرارو کې ټپ پاتې دى.
حيات تر مادې لوړ واقعيت دى
موږ دومره پوهېداى شو،چې ژوند يوه رڼا ده،چې له لوړ څنډه -افقه پر تپه تياره ماده لګېږي.ماده په خپل ذات کې بې ژونده او مړه ده او په ځانګړيو شرايطو کې استعداد مومي،چې يوه رڼا پرې له اوچت څنډه ولګي او د خپلو ځانګړيو قوانينو تر اغېز او واک لاندې يې کړي. څوک چې خپل فکر په مادې او جسم پورې محدود ګڼي،روښانه دليل دى،چې اوچت او لوړ افق (څنډه) هم شته،چې پر بې ځانه مادې وړانګې اچوي،خپله تجلي او ځلا ترې بېرته اخلي، ژوندي کول او مړه کول کوي.
البته د توحيد او خداى پېژندنې له نظره،ماده او ژوند سره توپير نه لري؛دواړه خداى پنځولي او د حق پر ذات قايم دي؛خو هغوى،چې فکر يې په اجسامو او د اجسامو په ځانګړنو کې محدود کړى؛ورته پکار دي،چې درک کړي،چې عالم يوازې په جسم او مادې پورې محدود نه دى؛تر مادې او جسم لوړ افق هم شته،چې اغېز يې اجسامو ته رارسي؛عالم يوازې پوټکى نه دى؛ددې عالم په باطن کې نور عالمونه دي،چې ددې عالم چاپېريال دى او پنځونه او ژوند د هغې نړۍ يوه وړانګه ده او که احياناً ماده په ځينو شرايطو کې صيقل شي؛نو له هغې نړۍ پردې صيقل شوې مادې(؛يعنې هغه ماده،چې د ساه درلودو وړتيا يې لاس ته راوړې،)وړانګې ولګي. تاسې د مادې په مړ بدن کې د ژوند رڼا وينئ،د مادې د سيال او متحرک جوهر په منځ کې،چې مري او ژوندۍ کېږي،د ژوند يوه ثابته لړۍ وينئ؛نو که هغه څيز وي،چې په خپل ذات کې مړ دى او هغه څه هم وي،چې په خپل ذات کې ژوندى دى؛يو څيز،چې په خپل ذات کې بدلېدونکى او ناپايښته دى او شته؛ څه چې په خپل ذات کې ثابت او باقي دى او شته او څه چې په خپل ذات کې بې بڼې او بې څېرې دى او شته او څه چې عين نقش،څېره او فعليت دى او شته.
آيا ژوند د مادې ځانګړنه ده؟
شونې ده،چې څوک وانګېري ژوند د مادې له ځانګړنو ځنې دى او د مادې د کمال ورزيات بل کمال نه دى .
دې خبرې ته ځواب ورکول ژوره علمي ويينه غواړي؛خو څه چې سملاسي ويلى شو دادي،چې موږ درک کولاى شو،چې يو توکيز عنصر هم ځان ته او په يوازې د ژوند ځانګړنه نه لري،چې کله دوه يا ډېر عنصرونه سره يو ځاى شي؛نو حداکثر دومره شونې ده،چې دواړه خپل شته سره شريک کړي او څه چې نه لري؛بل ته يې نشي ورکولاى او په يو بل کې د څو عنصرونو د فعل و انفعال په پايله کې به حداکثر دومره وشي،چې ټول د يو عمومي ځانګړنې خاوندان شي،چې د هر يو له ځانګړنو به بهر نه وي او په اصطلاح يو منځنى څرنګوالى مومي.
نننيو پوهانو جوته کړې،چې ژوند د خپلو ځانګړيو ځانګړنو سره د مادې له ځانګړنو سره هېڅ ډول ورته والى نه لري.
يو له همدې پوهانو وايي:
((ماده د خپلو قوانينو له مخې هر څه کوي. ماده له ځانه د نوښت ځواک نه لري؛خو ژوند د نوښت ځواک لري او هره شېبه نوې ونډې او موجودات راښکاره کوي.))
ژوند پر مادې واکمن او برلاس دى؛نه دا چې د مادې تابع او محکوم دى.هماغه پوه وايي:
((ژوند په خپلو بېلابېلو بڼو کې_که وحيدالحجروي وي يا کثيرالحجروي _ د طبيعت پر عناصرو برلاسېږي او اړباسي يې،چې له خپلو اصلي ترکيباتو راووځي او نوى حالت غوره کړي.))
نن پوهان منښته کوي : که د ژوند جوهر د قالب له نظره د مادې د لوښي تابع دى؛خو له ډېرو نظرونو پر ماده واکمن او برلاس دى؛داسې نه ده،چې سل په سلو کې د مادې تابع وي.ژوند يو لړ وړانګې لري،چې ماده يې نه لري.همدا چې ژوند پيدا شو؛نو يو لړ داسې حرکتونه پيدا شول،چې پخوا نه ول؛نقشه ايستل،انجينري، ښکلا، شعور، ادراک،لېوالتيا،شوق او مينه پيدا شوه او داسې څيزونه پيدا کېږي،چې بېلګه يې هېڅکله په بې ساه او بې اروا ماده کې نه وه او همدا بې روحه ماده پخپله د لايزال حق د ځواک ښکاروندى ده؛خو هومره،چې ژوند تر مادې متکامل دى،پر عليم او حکيم پنځوونکي يې شهادت هم تر مادې ډېر او څرګند دى.
موجود سنت او نظام
لکه څنګه،چې ګورو په قرآن کريم کې د مرګ او ژوند په همدې ثابت او روان نظام استدلال شوى او همدا روان نظام شهادت ته راغوښتل شوى دى؛نه داچې دا ثابت او روان نظام شاته کړي او په نادرالوقوع او ورکو چارو استدلال وکړي. همدا روان نظام،هر کال د ځمکې راژوندي کېدل،له نطفې د جنين پيدا کېدل او بيا يې بشپړېدل،همدا هره شېبه نوې پنځونه ده؛همدا مرستې او لورنې دي،چې هره شېبه له غيبه رارسي.
لرې مه ځئ ! خپل شاوخوا ته مو وګورئ،چې خداى د همېشني نوښت او دايمي تکميل په هنداره کې ووينئ.
قرآن حکيم وايي:
((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ . ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ . ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ. ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ (مؤمنون/١٥-١٢)=او په باوري توګه، موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى؛بيا مو د څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [=زېلانځ] كې كېښود؛ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛نو بيا مو هغه (علقه) پرمضغه [=د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېريو څېز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل،بل ځل هغه مو په نوې بڼه پيدا كړ؛نو ډېر ستر دى هغه خداى، چې تر ټولو پيداكوونكيو ډېر ښه پيداكوونكى دى . تاسې تر دې (پړاوونو) وروسته هرومرو مړه کېدونکي ياست ؛))
په قرآن کريم کې همدا روان نظام شهادت ته راغوښتل شوى دى؛همدا د طبيعت عادي او معمولي نظام د پنځولو او تکوين نظام دى،هغه نظام دى که ژور فکر پکې وکړو؛نو د مادې له څنډه به مو له اوچت څنډ سره اشنا کړي؛يعنې قرآن کريم خداى راته د بشري معلوماتو له مثبت اړخه راپېژني؛نه له منفي اړخه.پردې مطلب بايد رڼا واچوم،چې په دې هکله د قرآني ښوونو ارزښت څرګند شي.
خداى په معلوماتو کې ولټوئ؛نه په مجهولاتو کې
ځينې وګړي روږد دي،چې خداى په خپلو مجهولاتو کې ومومي؛ يعنې هرې معما ته چې ورسېدل او حلولاى يې نشي؛نو پر “طبيعت هاخوا” يې ورتپي.
که له ځينو وپوښتې:کومه ډوډۍ،چې خورې څرنګه په دې بڼه شوه او ډوډۍ شوه؟
و به وايي: وړه ول،چې په نانوايي کې خمبيره او پخه شوه.
-څرنګه وړه شول؟
-غنم ول او د جرندې تر پله لاندې وړه شول.
-غنم څرنګه پيدا شول؟
-بزګر وکرل،له ځمکې راوټوکېدل،ويې رېبل او په درمند کې يې ترې غنم وايستل .
-څرنګه راوټوکېدل؟
-باران پرې وورېد،لمر پرې ولګېد او شنه شول.
-باران څرنګه وشو؟
-په دې نو خداى پوهېږي.
ته وا،چې تردې پړاوه وروسته خداى په جريان کې نه و او وروسته په جريان کې شو.
د خداى په هکله دا ډول انګېرنه ناسمه،بې لارې کوونکې،کفر او الحاد دى.په دې انګېرنه کې انسان خداى د ځان په څېر له بل مخلوق سره ورته کړى،خداى يې ددې نړۍ د لاملونو په ترڅ کې يو لامل فرض کړى دى،حال داچې هغه له ګردو لاملونو اوچت دى او د ټولو لاملونو سرچينه دى.
په دې ډول انګېرونو کې داسې دي؛لکه وا چې کار د خداى او مادي لاملونو ترمنځ ويشل شوى وي : نيم کار خداى او نيم يې بې له خدايه مادي لاملونه کوي.داسې به وي،چې خداى په نورو کارونو کې ونډه نه لري؛خو د باران په ورښت کې،چې د خداى کار دى،نور لاملونه پکې ونډه نه لري او که ووايې : نه ! د باران ورښت هم د همدې لاملونو په څېر يو لامل لري؛نو په نظر کې يې به خداى ته کوم ځاى پاتې نشي.
خداى ته په هغوى ځايونو کې دخالت ورکوي،چې د طبيعت ظاهري اسباب يې ويني_؛لکه د ډوډۍ پخېدل،د غنمو وړه کېدل او…. او تر ډې ټکي وروسته داچې د طبيعت ظاهري اسباب يې نه ويني او پرې نه پوهېږي؛نو خداى رامنځ ته کړي؛يعنې خداى په خپلو مجهولاتو کې لټوي؛لکه له “طبيعت هاخوا”،چې يوه زېرمه وي،چې موږ بايد خپل مجهولات پکې ولټوو.
واقعي خداى هغه نه دى،چې د طبيعت او مادې د علل په کتاب کې شي او دا هغه خداى نه دى،چې قرآن يې ښيي او د قرآن د وينا له مخې،د توحيد په باب دا ډول فکر کول شرک،کفر او الحاد دى.کوم خداى،چې قرآن ښيي، په هر څه او هر ځاى کې دى؛يو ځاى ترې تش نه دى او له ټولو لاملونو او موجوداتو سره يې نسبت يو شان دى.د عللونو او اسبابونو ټولې لړۍ د هغه پر ذات قايمې او ولاړې دي.
دا لار د هغو سرسري خلکو معمولي لار ده،چې خداى په خپلو مجهولاتو او په هغو چارو کې لټوي،چې په ظاهري لاملونو يې نه پوهېږي؛خو قرآن شريف د ژوند،مرګ او شته متقن نظام له لارې او له دې لارې،چې په دې متقن نظام کې د ژوند څنډ تر مادې اوچت دى؛هغه رڼا ده،چې پر بې روحه ماده لګي،هغه کمال دى،چې پرې ور اضافه کېږي،هغه حقيقت دى،چې ماده ورته يوازې منونکې او قبلونکى اړخ لري؛نه د فاعليت او له دې لارې لاس مو نيسي او د ملکوت څنډ او باطني نړۍ ته مو ورنږدې کوي.
ددې وينا او فکر له مخې،ژوند چې په هر ځاى کې پيدا شي،په هره ماده کې،چې پيدا شي،د هرو شرايطو او قوانينو له مخې،چې پيدا شي،که يودمي پيدا کېږي او که په تدريج وده کوي،که يو ژوندى له بله شوى وي او يا که د ژوند شرايط په بله بڼه چمتو شوي وي،که د ژوند د شرايطو چمتو کوونکى بشر وي (که يوه ورځ بشر وکړاى شول،چې په بشپړه توګه د ژوند شرايط چمتو کړي_ او که د ژوندون د مادي شرايطو چمتو کوونکى بشر نه وي؛نو په دې ټولو بڼو او حالاتو کې ژوند د خداى رڼا او فيض دى؛ هغه رڼا ده،چې د شرايطو تر چمتو کېدو او مستعېدو وروسته مادې ته ورکول کېږي .
د ژوند د پيل مسئله
دا چې ځينې خلک تل غواړي خداى په خپلو مجهولاتو کې ولټوي؛ نه معلوماتو کې_ توحيد ته تردې بل ستر خطر نشته_ځينې بې خبره او بې څېړنې د ژوند او خداى په هکله د ژوند د پيل په مسئلې پسې ځي،چې په لومړي ځل څرنګه پر ځمکه ژوند پيل شو؛ځکه د علم له اړخه راته ويل کېږي،چې د هر ساه کښ سرچينه بل ساه کښ دى او تر اوسه نه دي ليدل شوي،چې يو ساه کښ_ان که يوه حجره وي_ له بې ځانه مادې پيدا شوى وي،بلخوا علم راته وايي،چې داسې پېرونه پر ځمکه تېر شوي،چې موجودات پرې نه ول او نه پرې اوسېداى شول؛ځکه ددې مسلک د ويناوو له مخې،ميليونونه کلونه مخکې د ځمکې تودوخې دا اجازه نه ورکوله،چې ژوند پرې وکړاى شي،بيا د ځمکې پوټکى سوړ شو او تر ميليونو کلونو پورې پر ځمکه بې له عضوي موادو هېڅ هم نه ول؛نو ژوند او ژوندون څرنګه پيدا شو؟
دا په خپل وار بشر ته يو بل مجهول دى.هغوى،چې خداى په خپلو مجهولاتو کې لټوي،وايي: دا چې په عادي او معمولي چارو ورته مخونه نه ورکول کېږي؛نو الهي ځواک په لومړي ځل ژوند پيل کړى دى.
د ډاروين څرګندونه
“ډاروين” د علم الحيات پوه او د فلسفي ښوونځي خاوند و،چې په خپله الهي انسان او د مسيح په دين پابند و_که څه هم ځينو يې فلسفه ناوړه تعبير کړې او هغه يې له خدايه د نمښتې-انکار وسيله کړې ده_دا سړى،چې کله د ساه کښو لړۍ او له يو بله يې بېلېدل بيانوي؛نو دې ته را رسي،چې په پيل کې يوازې يو ډول ساه کښ پر ځمکه و،چې هغه له نورو نه و اخستل شوى.دلته وايي:ړومبى ډول ساه کښ په “الهي نفخه=الهي پوکى” رامنځ ته شوى دى.
اړنګ نشته،چې ړومبى ساه کښ د نورو ساه کښو د لړيو په څېر په الهي نفخه رامنځ ته شوى؛خو دا سړى انګېري،چې خداى يوازې په ړومبي موجود کې ساه اچولې او ددې کار پيل يوازې خداى کړى و او د خداى دنده د سرلړونو پيدا کول دي او بيا ماده په خپله وسمنه ده،چې ژوند نورو ځوځاتونو ته ولېږدي؛حال دا چې د کار لومړى،پاى او منځنى يو شان دي؛ژوند تل او په هر حال کې_څه په پيل کې او څه د تکامل په حال کې_ الهي نفخه ده.
په قرآن کريم کې راغلي:لکه څنګه چې آدم ابوالبشر په الهي نفخه رامنځ ته شوى،ټول بشر په هماغه مرسته او ورکړه رامنځ ته کېږي،چې د قرآن په تفسير کې يې “نفخه” نوم دى،وايي:
((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ . ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ . ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ =(سجده/٩-٧)))
د اعراف د سورت په يوولسم آيت کې وايي:
((وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ=او په رښتيا موږ تاسې پيدا كړئ، بيا مو ستاسې بڼه جوړه كړه، بيا مو پرښتو ته وويل : ((،چې آدم ته سجده وكړئ .)) نو بې له ابليسه (ټولو) سجده وكړه، چې له سجده كوونكيو نه و .))
دلته وايي: تاسې مې پيدا کړئ،بڼه مو درکړه،بيا مو پرښتو ته امر وکړ،چې سجده درته وکړي؛خو يوازې شيطان ډډه وکړه.هغه کس،چې وويل شو سجده ورته وکړئ هماغه دى،چې په نورو آيتونو کې د روح د پوکي نسبت ورته شوى و.پردې سربېره،د قرآن کريم نور آيتونه هم پردې مطلب دلالت کوي،چې يوازې حضرت آدم نه دى،چې په الهي پوکى پنځول شوى دى.
په قرآن کريم د حضرت آدم (ع) کيسه
هېښنده خو داده،چې په قرآن حکيم کې د حضرت آدم کيسه په دې نامه نه ده راغلې،چې پر توحيد شهادت ورکړي يا داچې ووايي د بشر ژوند داسې پيل شو؛نو د خداى پر خدايي منښته وکړئ؛بلکې د ښوونې لپاره راغلې ده.البته قرآن کريم د حضرت آدم د پيدايښت کيسه په ځانګړي څرنګوالي بيان کړې ده.
فرض به کړو،چې د علم الحيات څرګندونې هم د څېړنې بريد ته رسېدلي او د ډولونو د بېلېدو قانون هم څرګند شوى وي،داسې دليل په لاس کې نشته،چې شونې نه ده،چې يودمي خوځښت رامنځ ته شي او ستر ټوپ ووهل شي او په لږه موده کې يو موټى خاوره پر معتدل انسان واوړي؛يعنې هغه پړاوونه،چې بايد په پېړيو کې ووهل شي،تر ځانګړيو شرايطو لاندې چټک چمتو شي (ان د هستۍ د روان دود مخالف هم نه دى.د هستۍ په دود کې د شرايطو او حالاتو په اختلاف،د يو حرکت سرعت بدلېږي)؛لکه څنګه چې خنډ نشته،چې پر عکس حرکت يې سست کړي؛لکه څنګه په ځانګړيو شرايطو کې د ماشومتوب،ځوانۍ او بوډاتوب پېر اوږدوي او ډېر يې هم اوږدوي.
مراد مې دادى،چې د توحيد په مسئله کې قرآن د ژوند د پيل په چارو نه دى تللى او نه يې دي ويلي:داچې ژوند پيل لري_که له وحيدالحجروي موجود وي که له کثيرالحجروي_؛نو خداى په دليل وپېژنئ.د حضرت بابا آدم (ع) کيسه يې هم بل مراد ته کړې ده.دا کيسه ددې لپاره شوې،چې که انسان د الهي اسماء ښوونو ته ورسي؛نو مقام يې تر پرښتو هم لوړېږي او پرښتې داسې انسان ته سجده کوي.ددې لپاره بيان شوې،چې له انسان سره د شيطان له دښمنۍ پرده اوچته کړي،چې بشر دې له خپلو دنننيو شيطاني وسوسو خبر وي.ددې لپاره راغلې،چې شيطان خپل تکبر او لويي د خداى له درشله وشاړه.ددې لپاره راغلې،چې که له ځاني غوښتنو مو لاروي او له الهي احکامو مو سرغړاونه وکړه؛نو لوړ انساني مقام مو له کوم ځايه کوم ځاى ته راښکته کېداى شي.
دا کيسه په قرآن کريم کې داسې راغلې ده:
[((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ .وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ. قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ. قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُمْ بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ . وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ . وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ . َأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ. فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ(بقره/٣٨-٣٠)= (هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى،خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پرفساد او وينه تويېدنه ككړ ول،كه ددغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږئ.)) او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [=د پيدايښت د رازونو پوهه او د ژويو نومونه]وښودل، بيايې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل:((كه رښتيني ياست؛نو ددې (شيانو) نومونه وښيئ )) (پرښتو) عرض وكړ:((ته پاك او سپېڅلى يې، موږ يوازې پر هغه څه پوهېږو،چې تا راښوولي دي،ته پوه او حكيم يې.)) خداى آدم ته وويل: ((هغوى ددې ژويو له نومونو (او رازنو) خبركړه))؛نو چې كله (آدم) هغوى له نومونو خبركړل (خداى) وويل:((ايا تاسې ته مې و نه ويل،چې زه د اسمانو او ځمكې پر پټو خبر يم ؟! او همداراز څه چې ښكاره كوئ اوکه يې پټوئ پرې پوه يم .)) او (درياد كړه) چې موږ پرښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه؛خو ابليس و نه كړه،سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانوله ډلې شو . او ومو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې اوسېږئ او په هر ځاى كې د هغه له نعمتونو مو،چې (څومره) څه زړه غواړي پرېمانه وخورئ (؛خو) دغې ونې ته مه نژدې كېږئ، چى له تېري كوونكيو به وشمېرل شئ .)) نو شيطان له جنته د هغوى د ښويېدنې لا مل شو او دواړه يې له هغه څه راوايستل، چې دوى پكې ول او (پردې وخت) موږ ورته وويل: (( ټول (ځمكې ته) راكوز شئ !حال دا چې له تاسې به ځينې د ځينو نورو دښمنان وي.او تاسې ته پر ځمكه تر يوې ټاكلې مودې پورې هستوګنه او دګټنې وزلي دي .)) بيا آدم له خپل پالونكي څو كلمې زده كړې؛( چې په هغوى يې توبه وايسته) او خداى يې توبه ومنله ؛ځكه چې خداى توبه منونكى (او) مهربان دى.موږ وويل:(( ټول ( له دې ځايه) راكوز شئ.))
سرچینه: بیست ګفتار، استاد مرتضی مطهری
-
ټیګونه:
- آيا ژوند د مادې ځانګړنه ده
- پر توحيد ژوند او د قرآن استدلال
- پسرلى او قيامت
- په قرآن کريم د حضرت آدم (ع) کيسه
- حيات تر مادې لوړ واقعيت دى
- خداى په معلوماتو کې ولټوئ؛نه په مجهولاتو کې
- د ډاروين څرګندونه
- د ژوند د پيل مسئله
- ژوندي کېدل او مړه کېدل
- که وحيدالحجروي وي يا کثيرالحجروي
- مرګ او ژوند
- موجود سنت او نظام