بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ځوانان دې بوډاتوب ته نه په تمه کېږي تر څو غواړئ د غفلت په خوب کې ووسئ او په فساد او تباهۍ کې ډوب وسئ ؟ له خدايه وډارېږئ؛د چارو له عاقبته ځان وساتئ،د غفلت له خوبه راپاڅئ .تاسې تر اوسه لا راويښ شوي نه ياست؛تر اوسه مو لا ړومبى ګام […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ځوانان دې بوډاتوب ته نه په تمه کېږي
تر څو غواړئ د غفلت په خوب کې ووسئ او په فساد او تباهۍ کې ډوب وسئ ؟ له خدايه وډارېږئ؛د چارو له عاقبته ځان وساتئ،د غفلت له خوبه راپاڅئ .تاسې تر اوسه لا راويښ شوي نه ياست؛تر اوسه مو لا ړومبى ګام نه دى پورته کړى .په سلوک کې ړومبى ګام ((يقظه=ويښتيا)) ده؛خو تاسې ويده ياست؛سترګې مو خلاصې؛خو زړونه مو ويده دي .که زړونه خوبوړي او د ګناهونو له امله تور او زنګ وهلي نه وو؛نو داسې هوسا به مو خپلو ناوړ کړنو او ويناوو ته دوام نه ورکاوه .که لږ مو د اخروي چارو او وېرونکيو عاقبتونو په باب فکر کاوه؛نو هغه دندو او مسووليتونو ته به مو ډېر اهميت او ارزښت ورکاوه،چې در پر غاړه دي .
تاسې يوه بله نړۍ هم لرئ؛معاد او قيامت هم درته شته (لکه نورو موجودات،چې عود او رجعت نه لري،تاسې هغسې نه ياست). ولې عبرت نه اخلئ؟ ولې نه هوښيارېږئ او نه راويښېږئ ؟ ولې دومره په هوسا د مسلمانانو غيبت او ورپسې بدردې او سپکې سپورې وياست او ورته غوږ ږدئ ؟ پوهېږئ هغه ژبه،چې غيب پرې شوى وي،د قيامت پر ورځ د نورو تر پښو لاندې چکول کېږي ؟ آيا خبر ياست،چې “الغيبة ادام کلاب النار” آيا پوهېږئ،چې دا اختلافونه،دښمنۍ،کينې، بدکڅۍ،ځانمني،غرور،کبر او ځاني غوښتنې څومره ناوړه عواقب لري؟ آيا پوهېږئ،چې ددې رذيله او محرمه کړنو عاقبت دوزخ دى او شونې ده،چې خداى مه کړه اور ته مو د ننووتو لامل شي ؟
خداى مه کړه انسان په بې درمله درد اخته شي .کوم رنځونه،چې درد لري،انسان درملنې ته اړباسي؛طبيب او روغتون ته ځي؛خو هغه رنځ خورا خطرناک وي،چې بې درده وي او نه احساسېږي او هله ترې انسان خبرېږي،چې اوبه له ورخه تېرې شوې وي . اروايي رنځونو کې درد درلود؛نو بيا به هم د شکر ځاى و؛ځکه بالاخره انسان به يې درملنې ته اړايسته؛خو څه وکړو،چې دا خطرناک رنځونه درد نه لري . د غرور او ځانمنۍ رنځ بې درده دى . نورې ګناهګانې بې درده زړه او اروا فاسدوي . دا رنځونه نه يوازې درد نه لري؛بلکې خوندور ظاهر لري .هغه مجلسونه او غونډې خورا ګرم او خوندور وي،چې غيبت پکې کېږي ! له نفس او دنيا سره مينه،چې د ټولو ګناهونو جرړه ده،خورا خوندر دي .
مستسقي [1] په اوبو له منځه ځي؛خو تر پايه د اوبو له څښلو خوند اخلي او قهراً که انسان له يوه رنځه خوند واخست او درد يې هم نه درلود؛نو په درملنې پسې به يې هم نه ځي او څومره،چې ورته د خطر اعلان وشي، چې دا وژونکى دى؛نو باور به نه کوي . که انسان د دنيا نمانځنې او ځاني غوښتنو پر رنځ اخته شو؛زړه يې د دنيا مينې ونيو،له دنيا پرته او له نورو څيزونو بېزاره شو؛نو العياذبالله له خداى،د خداى له بندګانو او ملائکة الله سره به دښمني کوي او ورسره به د کينې احساس کوي او چې کله د سبحان خداى په امر پرښتې يې ساه اخستو ته راشي؛نو خورا د کرکې احساس کوي؛ځکه هغه پوهېږي، چې خداى او ملائکة الله غواړي،چې له خپلې محبوبې (دنيا او دنيوي چارو يې) بېل کړي او شونې ده،چې له حضرت حق تعالى سره په دښمنۍ له دنيا ولاړ شي . له مشرانو يو ويل :يو سړي ته ولاړم،چې ځلکدن يې و .د ژوند په وروستيو شېبو کې يې سترګې پرانستې و يې ويل :کوم ظلم،چې خداى راسره وکړ،چا هم راسره نه دى کړى؛ځکه په څومره سخته او ستونزو کې مې دا ماشومان لوى کړل؛اوس غواړي له هغوى مې بېل کړي آيا تردې هم بل ستر ظلم شته ؟که انسان ځان مهذب نه کړي او له دنيا ډډه و نه کړي او مينه يې له زړه و نه باسي؛نو وېره ده،چې د مړينې پر مهال له خداى او الهي اولياوو سره په کينه او دښمنۍ له دنيا سترګې پټې کړي . آيا سرايله بشر د مخلوقاتو اشرف که په حقيقت کې د مخلوقاتو شر دى ؟ ” والعصر ان الانسان لفى خسر الا الذين آمنوا و عملوا الصالحات و تواصو بالحق و تواصوا بالصبر[2] ” په دې سورت کې يې يوازې “مؤمنين”،چې د صالح عمل خاوندان دي،استثناء کړي دي او “صالح عمل” هغه عمل دى،چې له روح سره سمون خوري؛خو ګورئ،چې د انسان ډېرى اعمال له سترګې سره سمون خوري . د “تواصى” چار هم نه دى . که داسې وي،چې له دنيا او نفس سره مو مينه درباندې برلاسې شي او پرې نه ږدي،چې حقايق او واقعيات درک کړئ،کړنې مو خداى ته نږه کړئ؛نو تاسې به حق او صبر ته له تواصى وساتي،ستاسې د هدايت په لار کې به خنډ شي،په خسران کې ياست،د دنيا او آخرت تاوانيان ياست؛ځکه ځواني مو له لاسه ورکړې ده،له اخروي او جنتي نعمتونو هم بې برخې پاتې شوي ياست او کومه دنيا هم نه لرئ .نور که الهي جنت ته لار نه مومي او د الهي رحمت ورونه پرې تړلي دي او د دوزخ اور ته به ځي؛نو لږ تر لږه دنيا خو لري او له دنيوي خوندونو برخمن دي؛خو تاسې ….
ځاى وساتئ له دې،چې خداى مه کړه له دنيا او نفس سره مينه درکې ورځ په ورځ زياته شي او چار تردې بريده راورسي،چې شيطان وکولاى شي،چې ايمان درځنې واخلي .ويل کېږي :د شيطان ټولې هلې ځلې او غورځې پورځې دادي،چې ايمان درځنې واخلي .[3]
ټولې وزلې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې يې ددې لپاره دي،چې له انسانه ايمان پټ کړي .چا سند نه دى درکړى، چې ايمان به مو ثابت پاتې شي،کېداى شي ايمان “مستودع”[4] وي او په پاى کې يې شيطان درځنې واخلي او له خداى او الهي اولياوو سره په دښمنۍ له دنيا ولاړ شئ ؛يو عمر مو له الهي نعمتونو ګټنه کړې وي او په پاى کې بې ايمانه او د نعمت له خاوند سره په دښمنۍ له دنيا ولاړ شئ .
که له دنيا سره مينه،اړيکه او ورته لېوالتيا لرئ؛نو پرې يې کړئ؛دا دنيا له خپل ټول ظاهري ځل بل سره تر هغه ناڅيزه ده،چې د مينې وړ وي؛داخو لا پرېږده،چې انسان د همدې ژوند له مظاهرو هم بې برخې وي،له تاسې سره د دنيا څه دي،چې زړه پرې وتړئ؟ که د دنياپالو په څېر هوسا او له ځل بله ډک ژوند ولرئ او خداى مه کړه خپل ژوند په مزو چړچو کې تېر کړئ؛نو د عمر تر تېرېدو وروسته به وګورئ،چې د يو خوږ خوب په څېر هر څه تېر شوي دي؛خو عاقبتونه او مسووليت به تر تله ستاسې پر غاړه وي . دا ژر تېرې او په ظاهره خوږ ژوند (که ښه خوږ تېر شي) د هغه ناپايه عذابونو پر وړاندې څه ارزښت لري ؟ کله د دنياپالو عذاب ناپايه وي .هغه دنياپال، چې خيال کاندي،دنيا يې لاس ته راوړې او له ټولو خوندونو او مزو چړچو برخمن شوي دي؛نو هغوى په غفلت او تېروتنه کې دي،چې دنيا خپله چاپېريال او د ژوند ځاى ګڼي او خيال کوي،چې هر څه همدا دي، چې زه يې لرم .دا د اجسامو عالم تر هغه پراخه دى،چې بشر تصور وکړي،چې لاس ته يې راوړې ده او هغه برسېروي او تېروي يې . دا دنيا سره له دې ټولو اوزارونو او وزلو،په روايت کې راغلي دي،چې : ما نظ اليها رحمة[5]؛نو بايد وليدل شي،چې هغه بل عالم،چې خداى تبارک و تعالى پنځولى دى او د رحمت نظر يې ورته کړى دى،څنګه دى . “د عظمت معدن”،چې انسان ورته رابولي، څنګه او څه دى .بشر تردې خورا کوچنى دى،چې پوه شي د عظمت معدن څه دى .
تاسې که خپل نيت نږه کړئ،کړنې مو نېکې کړئ،له نفس او مقام سره مينه له زړه بهر کړئ؛نو عاليه مقامات او رفيعه درجات درته چمتو او په تمه دي؛کوم مقام،چې د خداى صالحو بندګانو ته په نظر کې نيول شوى دى،ټوله دنيا او پکې څيزونه يې پر وړاندې پيساڼى ارزښت هم نه لري؛نو کوښښ وکړئ،چې دې عاليه مقاماتو ته ورسئ او که و مو کولاى شول،چې ځان اصلاح،سم او پرمختګ وکړئ،تردې چې په دې عاليه مقاماتو او رفيعه درجاتو مو هم چورت خراب نه وي او بې اعتنا پرې ووسئ او د خداى عبادت دې مقاماتو ته د رسېدو په خاطر او پار و نه کړئ؛بلکې داچې د عبادت وړ او کبريايي دى؛د هغه عبادت وکړئ[6] ورته سجده وکړئ او سر ورته پر خاوره کېږدئ؛نو هغه به وي،چې نوراني حجابونه به مو څيرلي وي او د عظمت معدن ته به مو لار موندلې وي .آيا تاسې،چې کومې کړنې لرئ او پر کومه لار،چې روان ياست،کولاى شئ،چې داسې مقامونو ته ورسئ ؟ آيا له عقوباتو او وېرونکيو عقوباتو او د دوزخ له اوره تېښته به شونى چار وي ؟ تاسې خيال کوئ،چې سپين لمنو امامانو، د امام زین العابدین او صحابه کرامو چغې او ژړاګانې د خلکو د ښوونې او روزنې لپاره وې ؟هغوى سره له دومره معنوياتو او مقام يې چې درلود،د خداى له وېرې يې ژړل او پوهېدل،چې کومه لار يې،چې په مخ کې ده،تلل پرې څومره ستونزمن او خطرناک دي .له ستونزو، مشکلاتو، له صراط پله د تېرېدو له کړکېچونو (چې يو اړخ ته يې دنيا او بلخوا يې آخرت دى او له دوزخه تېرېږي) خبر وو؛له قبر،برزخ،قيامت او وېرونکيو عواقبو خبر وو؛نو ځکه کله هم هوسا نه وو او تل يې د آخرت له سختو عقوباتو خداى ته پناه وړه .
تاسې ددې وېرونکيو عقوباتو په اړه څه فکر کړى دى او د خلاصون څه لار مو موندلې ده ؟کله به ځان تهذيب او اصلاح کوئ؟تاسې،چې اوس ځوانان ياست،د ځوانۍ ځواک لرئ،پر خپلو ځواکونو واکمن ياست او تر اوسه درباندې جسمي کمزوري نه ده برلاسې شوې؛که د خپل ځان د جوړلو او تزکيې په فکر کې نشئ؛نو په بوډاتوب کې،چې کمزوري او سستي درباندې برلاسې شوه او د ارادې،هوډ نيولو او مقاومت ځواک مو له لاسه ورکړ او د ګناهونو پېټي مو زړه ښيرن او تور کړ؛نو څنګه به وکولاى شئ،چې ځان جوړ او مهذب کړئ ؟هره ساه،چې اخلئ،هر ګام،چې پورته کوئ او د عمر هره شېبه مو چې تېرېږي، سمونه او اصلاح ستونزمنېږي او شونې ده،چې ظلمت او تباهي ډېره شي؛څومره،چې عمر ډېرېږي،د انسان له نېکمرغۍ سره په ټکر کې چارې ډېرېږي،ځواک لږېږي؛نو چې زاړه شوئ؛نو ستونزمنه ده،چې د تهذيب،فضيلت او تقوا په لاس ته راوړو کې بريالي شئ؛توبه نشئ کولاى؛ځکه توبه يوازې د “اتوب الى الله” په ويلو نه پلي کېږي؛بلکې د ګناه پر پرېښوو ټينګار او اراده يې مهمه ده.[7] هغوى ته پر ګناه پښېماني او د تل لپاره پرېښولو ته يې عزم خورا ستونزمن چار دى،چې د خپل ژوند پنځوس يا شپېته کاله يې په غيبت او دروغو کې تېر کړى وي او په همدې ګناهونو کې يې خپله ږيره او سر سپين کړى وي او داسې وګړي د عمر تر پايه پر داسې ناوړچاريو اخته وي .
ځوانان دې بوډاتوب ته نه په تمه کېږي (موږ سپين ږيري يو او له ستونزو يې خبر يو)تاسې تر څو ځوانان ياست،کولاى شئ،چې يو څه وکړئ او تر څو چې د ځوانۍ اراده او ځواک لرئ،کولاى شئ ځاني غوښتنې،دنيا ته لېوالتيا او حيواني غوښتنې له ځانه لرې کړئ؛خو که په ځوانۍ که د ځان د سمونې او اصلاح په فکر کې نه وسئ؛نو په سپين ږيرتوب او سپين سرتوب کې اوبه له ورخه تېرېږي .تر څو چې ځوانان ياست يو فکر او چاره وکړئ،خپله سمونه او اصلاح بوډاتوب ته مه پرېږدئ .ځوان زړه لطيف او ملکوتي دى او د فساد انګېزې پکې لږې دي؛خو څومره،چې عمر ډېرېږي،په زړه کې د ګناه جرړه پياوړې او کلکېږي،تردې چې رانړول يې ناشوني شي؛لکه څنګه چې په روايت کې دي : په پيل کې د انسان زړه د هندارې په څېر روڼ او پاک وي او هره ګناه،چې انسان کوي پر زړه يو تور ټاکى اضافه کېږي،[8] تردې چې زړه تور شي او ناشونې ده،چې شپه او ورځ پرې بې د پالونکي څښتن له سرغړونې تېر شي او چې زوړ شو؛نو ستونزمنه ده،چې زړه يې لومړني حالت ته راورسي او که خداى مه کړه تاسې ځان اصلاح نه کړ او په تور زړه او په ګناه له ککړو سترګو،غوږونو او ژبو سره له دنيا ولاړئ؛نو له خداى سره به څنګه ملاقات کوئ ؟ دا الهي امانات،چې په بشپړ پاکوالي او طهارت درسپارل شوي،څنګه به يې ککړ بېرته ورکوئ ؟ دا سترګې او غوږونه،چې په واک کې مو دي،دا لاس او ژبه،چې تر حکم لاندې مو دي،دا غړي،چې ژوند پرې کوئ –ټول د متعال خداى امانات دي،چې په بشپړې پاکۍ او سم درکړل شوي دي-؛نو که په ګناه ککړ شول؛خداى مه کړه که پر محرماتو ولړل شول،رذالت يې پيدا کړ؛نو چې کله غواړئ دا امانتونه بېرته ورستانه کړئ؛نو شونې ده،چې وپوښتل شئ،چې دا د امانتساتۍ دود نه و؟ موږ دا امانتونه داسې نه وو درکړي ؟کوم زړه مو چې درکړى و، داسې نه و؟کومې سترګې مو چې درسپارلې وې،داسې نه وې؛نو هله به ددې پوښتنو او ګروېګونو پر وړاندې څه ځواب لرئ؛خپل خداى به څنګه له دې خيانتونو سره مو چې ورسره کړي دي،ملاقات کوئ .
تاسې ځوانان ياست؛خپله ځواني مو په دې لار کې ايښې ده،داسې چې دا چارې درته له دنيوي نظره دومره ګټه نه لري؛که دا ګرانبيه وختونه او د ځوانۍ پسرلى د خداى،سپېڅلې او ټاکلې موخې په لار کې په کار واچوئ؛نو تاوان او ضرر به مو نه وي کړى؛بلکې دنيا او آخرت دواړه به مو تامين او خوندي وي؛خو که وضع مو په همدې بڼه وي،چې اوس ليدل کېږي،خپله ځواني به تلف کړئ او د ځوانۍ پسرلى مو بې حاصله تېر شوى وي او په بله نړۍ کې به د خداى پر وړاندې سخت مسوول وسئ او پوښتنه به يې درځنې کېږي؛حال داچې ستاسې ددې کړنو سزا او فساد راولاړونکى کردار مو يوازې په بلې نړۍ پورې نه محدودېږي او په دې نړۍ کې به هم له بېلابېلو ستونزو او غمونو سره لاس و ګرېوان شئ او بلاګانو او بدمرغيو کندې ته به ورګوزار شئ .
[1] .مستسقي :هغه چې د استسقاء په رنځ اخته دى او “استسقا” د هغه رنځ نوم دى،چې رنځور ډېرى اوبه غواړي . (فرهنګ معين د “مستسقي” او “استسقا” تر ټکيو لاندې)
[2] . پر زمانې قسم!بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى ؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه کړې وي . (د “عصر” سورت)
[3] .قال فبما اغويتنى لاقعدن لهم صراطک المستقيم=شيطان وويل :داچې بې لارې دې کړم؛نو زه به دې هم بندګان بې لارې کړم (اعراف/١٦) . د علي بن ابراهيم په تفسير کې د اعراف دسورت تر ١٧ آيت لاندې راغلي دي :که وګړي د هدايت پر لور ځي؛نو شيطان کوښښ کاندي،چې د دين له لا رې يې کاږه کړي . (د علي بن ابراهيم تفسير؛لومړى ټوک،٢٢٤ مخ؛د برهان تفسير؛دويم ټوک،پينځم مخ .)
[5] .د روايت متن داسې دى : فمالها عندالله –عزوجل-قدر ولا وزن؛و الا خلق فيما بلغنا خلقا ابغض اليه منها؛ ولان نظر اليها مدخلقها= د خداى عزوجل په نزد دنيا هېڅ ارزښت نه لري او خداى تعالى په هغو موجواتو کې،چې پنځولي يې دي او موږ ته يې خبر رارسېدلى،داسې موجود نه دى پنځولى،چې تر دنيا ورته ډېر مبغوض وي او خداى چې کله دنيا پنځولې ورته يې د رحمت نظر نه دى کړى.(بحارالانوار؛اويايم ټوک، د “ايمان او کفر” کتاب،١٢٢ باب،١٠٩ حديث،١١٠ مخ .)
[6] .له امام صادق (رح) نه روايت دى : العباده ثلاثة :قوم عبدواالله-عزوجل-خوفا؛فتلک عبادة العبيد،و قوم عبدوا الله تبارک و تعالى طلب الثواب؛فتلک عبادة الاجرآء؛ و قوم عبدوا الله-عزوجل-حباً؛فتلک عبادة الاخرار؛و هى افضل العبادة = عبادت درې ډوله دى :هغه ډله،چې د وېرې له امله د خداى عزوجل عبادت کوي او دا د بندګانو عبادت دى او ځينې ثواب ته د رسېدو په پار د خداى عبادت کوي،چې دا د مزدورانو عبادت دى او ځينې د مينې له امله د خداى عزوجل عبادت کوي،چې د آزداګانو عبادت دى او همدا تر ټولو غوره عبادت دى . (وسائل؛ لومړى ټوک،”ابواب مقدمة العبادات”،نهم باب،لومړى حديث،٤٥ مخ .) (“اصول کافي”؛درېم ټوک، د “ايمان اوکفر”کتاب، د “عبادت” باب،پينځم حديث،١٣١ مخ .
[7] . حضرت علي (ک) وايي : ان الاستغفار درجة العليين؛و هو اسم واقع على ستة معان: اولها الندم على ما مضى؛و الثانى العزم على ترک العود اليه ابدا…. په تحقيق،چې استغفار لوړه درجه ده او هغه اسم دى،چې پر شپږو معناوو واقع کېږي :لومړى يې پر تېرو پښېماني ده .دويم يې د تل لپاره نه ستنېدو ته عزم دى …. نهج البلاغه،٢٨١ مخ، ٤٠٩ حکمت
[8] . امام باقر (رح) وايي: ما من عبد الا وفى قلبه نکتة بيضاء؛فاذا اذنب،خرج فى النکتة نکتة سوداء؛فان تاب،ذهب ذلک السواد؛و ان تماد فى الذنوب،زاد ذلک السواد حتى يغطى البياض؛فاذا تغطى البياض،لم يرجع صاحبه الى خير ابدا….. هېڅ بنده به نه وي؛خو داچې پر زړه يې يو سپين ټکى وي؛نو ګناه،چې وکړي،يو تور ټکى پرې پيدا شي؛نو که توبه وکړي،هغه تور ټکى له منځه ځي او که ګناه ته دوام ورکړي، هغه توروالى ډېرېږي او سپين والى يې،چې وپوښل شو؛نو د هغه زړه خاوند به کله هم نېکۍ او ښېګنو ته راستون نشي …. ( “اصول کافي” درېم ټوک) د “ايمان او کفر” باب، “باب الذنوب”،شلم حديث،٢٧٤ مخ .