تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ماشومتوب یوه ځانګړنه لوبې کول دی. [ارواپوهانو ماشومتوب د لوبو کولو پېر نومولی دی]. لوبې پدې پېر کې د فعالیت یو طبیعي روش دی. تر درې کلنۍ وړاندې  له لوبو سره یو ځای فعالیت پېلېږي او سوکه سوکه پراخېږي او نوښتیز او ابتکاري حالت خپلوي. له همدې امله ارواپوهانو، کمکیتوب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ماشومتوب یوه ځانګړنه لوبې کول دی.

[ارواپوهانو ماشومتوب د لوبو کولو پېر نومولی دی].

لوبې پدې پېر کې د فعالیت یو طبیعي روش دی. تر درې کلنۍ وړاندې  له لوبو سره یو ځای فعالیت پېلېږي او سوکه سوکه پراخېږي او نوښتیز او ابتکاري حالت خپلوي. له همدې امله ارواپوهانو، کمکیتوب د نوښتیزو لوبو پېر نومولی دی؛ یعنې کوچنی، چې سوکه سوکه کوم نوښتونه ښيي، خپلو لوبو ته ابداعي حالت ورکوي او ځیرک کمکیان ځانګړنو او نوښتي لوبو ته مخه کوي. د دې کمکیانو لوبې ډېرې پېچلې وي او له ښو موخو برخمنې وي.

په بېلابېلو عمرونو کې د کوچنیانو لوبې ځانګړې ځانګړنې لري. لومړی یې له شیانو سره لوبې وي او بیا انسانان رانغاړي، له ۳ او ۴ کلنۍ سوکه سوکه ډله ییزو او ټولنیزو لوبو ته مخه کوي.

کمکی په دې لوبو کې د ډله ییزو لوبو قواعدو او مقرراتو ته غاړه ږدي او له نورو سره همکاري کوي او په دې همکارۍ کې له نورو چلن زده کوي او سوکه سوکه د ټولنیز ژوند له آرونو او قواعدو له نورو سره د سلوک څرنګوالی او د عملي  انضباط له مراعاتولو سره اشنا کېږي او دا یې له ټولنېزې او اخلاقي ودې سره مرسته کوي. د لوبو پر مهال، کوچنی له ستونزې سره مخوي؛ نو له ناچارۍ یې هواروي. په دې توګه، هم د ستونزو پر وړاندې مقاومت او هم یې  حل لار زده کوي او هم یې پر ځان ډاډ زیاتېږي، پر دې سربېره:

[لوبه یو اغېزمن لامل دی، چې د کوچني نوښت راولاړوي او ذهني وده یې لا پراخوي.]

د کوچنیانو جنس هم د لوبو په غوره کولو کې ونډه لري. نجونې له دې امله چې ارامه روحیه لري؛ نو معمولاً له ګوډیانو او نانځکو سره د لوبو په څېر ارامې لوبې غوره کوي؛ خو هلکان سختې لوبې کوي، چې ډېرې هلې ځلې پکې کېږي.

کوچنیان د لوبو پر  مهال ښه پېژندای شو؛ په لوبو کې چې کومه ونډه اخلي او په دې  وخت کې چلن ورسره او کړه وړه یې دنننی حالت راڅرګندوي او له دې  پلوه ځانګړی اهمیت لري.

کوم کوچنیان چې په کورنۍ کې له کافي پاملرنې برخمن نه دي یا د مور مېرې چلن کېږي، هغه کوچنیان، چې امنیت نه احساسوي یا ډېر تنبیه او ډبول کېږي، په لوبو کې د اندېښمنۍ او یوازیتوب حالت منعکسوي، چې باید لرې کولو ته یې هڅه وکړو.

په هر حال د کوچنیانو لوبه د هندارې په څېر ده، چې د کوچني روحیات، وړتیاوې او اروایي زمینې او لارې چارې راښيي او باید د کوچنیانو په پېژندنې کې ترې ګټنه وکړو.

پر اروايي اړخونو سربېره، لوبې د کوچني په جسمي وده کې هم ډېر اهمیت لری.

[لوبې د کوچني له بدني او عصبي روغتیا سره مرسته کوي؛ غړي او حواس یې روزي.]

دا اړخ په هلکانو کې له ډېر اهمیته برخمن دی، چې ډېر خوځښت جنب و جوش او فعالیتونو ته اړتیا لري؛ له همدې  امله د کوچنیانو په تېره هلکانو چاپېریال باید داسې وي، چې له کافي خوځښت او جنب و جوشه برخمنېدای شي.

افسوس چې ښاري ژوند، په تېره اپارتماني ژوند داسې دی، چې د کوچنیانو دا اړتیا لرې کولای نشي. هغه کوچنیان، چې په اپارتمانونو او تنګو چاپېریالونو کې وسي؛ باید په پارک او چمنونو کې لوبې او ټوپونه ووهي.

نه ښايي د ځان د سوکالۍ لپاره کوچنیان له لوبو  او خوځښته منع کړو؛بلکې باید هڅه وکړو داسې امکانات اوشونتیاوې چمتو کړو، چې کوچنیان په مناسبو چاپېریالونو کې پر لوبو  بوخت شي. په دې حال کې به د کوچنیانو اضافي قوت ولګېږي او عصبي هیجانات به یې راټيټ شي او په کورني چاپېریال کې به ډېره ارامي ومومي:

[نه ښايي د کوچنیانو له چغو او نارو سرو د خلاصون په موخه، کوڅو او سړکونو ته یې ور و شړو.]

 د کوچنیانو لوبوزلې

ماشوم له دویم کاله د زانګو پر ځای د کور د چاپېریال په لټه کې کېږي او د ډول ډول وزلو لاسرسي ته اړتیا پیدا کوي. په دې توګه، کوچنی هغو وزلو ته اړتیا مومي، چې لوبې ورسره وکړي. په کمکیتوب کې له لوبوزلو ګټنه خپلې هسکې څوکي ته رسي او ښوونځي ته په شاملېدو راټیټېږي؛ ځکه په ښوونځي کې تفریحي لوبې او ادمان په لوبوزلو د لوبو ځایناستېږي،که څه له لوبوزلو سره مینه تر تنکۍ ځوانۍ غځېږي(۱).

دلته پاموړ  ټکی دادی، چې له بریده هاخوا ډول ډول لوبوزلو ته اړتیا نشته؛ ځکه له بریده وتلې ډول ډول لوبوزلې کوچني ته پر دوی د تمرکز مجال  نه ورکوي او تل یې پام له یوې وزلې بلې ته ورګرځي، ذهن یې خپرېږي او له ودې لوېږي. بلخوا د کوچنیانو لوبو ته ساده او مضبوطې وزلې مناسبې دي  او ګرانبیه او ځلبلي وزلو ته اړتیا نشته.

فرانسوي مشهور روزنپوه، مورس دُبس وايي:

((موږ غټان چې وینو، چې کوچنی ګډه وډه ګوډۍ یا زوړ او رنګ یې تللی لرګین اس خوښوي؛ نو دا راته عجیب او نامفهومه ښکاري؛ خو د کوچني دا کار دې راته یوه زده کړه وي. ګرانبیه لوبوزلې یوازې د هغه ځانښوونه مړوي، چې کوچني ته یې ور ډالۍ کړې  وي)).

پاموړ ټکی دادی، چې په دې کار موږ په خپل لاس خپل  کوچنیان له وړوکتوبه له لوکسیت او تجمل پالنې سره اشنا کوو او پر دې مسایلو یې روږدوو. دا روږدېدل د بوټانو، څپلیو، جامو او د ژوند د نورو وزلو په باب هم رادبرېږي او د کورنۍ د وټیز دباو لاملېږي. پر دې سربېره د ټولنې اقتصاد هم له دې ډول لارو چارو زیانمېږي، په تېره که پام وکړو چې:

[دا ډول ګرانبیه وزلې له صنعتي هېوادونو په لوړه بیه راځي او پایله یې داده، چې د بهرنیو پانګوالو جیبونه ډکېږي او زموږ ملي اقتصاد کمزورېږي.]

همداراز، کوچنیان چې پر دغسې چارو روږدي شي؛ نو تمه یې وي چې په ګانده کې لوکس او اشرافي ژوند ولري او که دغسې چار ورته برابر نشي او بې شمېره تمې یې پوره نشي یا په راتلونکي کورني ژوند کې ګوزارې کولو ته اړ شي؛ نو خپه کېږي او احیاناً روحیه یې ماتېږي او ډېر ځل جدي ستونزې ورته راولاړېږي، چې کله پر ناسازګارۍ پای مومي.

دا مطلب د نجونو په باب له ډېر اهمیته برخمن دي. د مېړه او مېرمن د اړیکو د ناخوالو څېړنې ښيي، چې د دې ستونزو مهمه برخه وټیزه جرړه لري، چې د مېرمنې له بېخرته تمو راولاړه شوې ده. د دې بېخرته تمو تخم په وړوکتوب او تنکۍ ځوانۍ کې شیندل کېږي او راتلونکی ژوند یې له سختو ستونزو سره مخوي . په هر حال:

[په اشرافي روحیې سوکاله ژوند او پړک و پړوق ژوند روږدېدل یو ناوړه چار دی، چې نباید په کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کې رادبره شي.]

کوچنیان باید د ژوند له طبیعي ستونزو او کړاوونو سره اشنا شي، چې د نړۍ له واقعیاتو سره په چلن کې مقاوم وي او په پایله کې ورباندې لاسبري شي او که نازولی وي؛ نو بیا ژوند له ناکامۍ او ستونزو سره مخېږي.

له کوچنیانو سره لوبې کول

د کوچني په روزنه کې یوه بنسټیزه مساله داده چې موروپلار یا روزنپوه دې ځان د کوچنیتوب تر پولې راټیټ او له کوچني سره دې کوچني شي.

په اسلامي ښوونه کې په دې اړه ډېرې سپارښتنې شته.

پېغمبر اکرم(ص) ويلي: ((من کان له وله صبا؛ څوک چې کوچنی لري؛ باید د روزنې په لار کې یې، ځان تر کوچنیتوبه راورسوي (ځان دې د کوچني له نړۍ سره همغږی کړي، هغه چلن دې خپل وکړي، چې هغه پرې پوه شی).

له کوچني سره لوبې کول پردې سربېره چې په خوند او ښادۍ کې یې ډوبوي او مینه یې زیاتوي، په کوچني کې پر ځان ډادمني او ارزښمتنه ننګېرنه پیاوړې کوي. دغسې د لوبو په ترڅ کې نېغ په نېغ او په غیر مستقیم ډول ډېری اخلاقي اصول او آرونه ورښوولای شو او دا یو مناسب فرصت دی، چې نه ښايي له لاسه یې ورکړو؛ نو ځکه:

[د کوچنیانو د وګړې د پالنې یو دود، په لوبو کې ګډون کول دي]

د پېغمبر اکرم(ص) او دیني مشرانو د عملي ژوند له څېړنې څرګندېږي، چې دوی له کوچنیانو سره لوبو کولو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او دا یې د دوی  شخصیت روزنې ته مناسبه وزله ګڼله.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!