د قسط او عدل کلمې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په وار وار سره راغلي ،(( قسط )) د (( ظلم )) اوعدل د (( جور)) په مقابل کې راځى او معمولا دا دواړه کلمې په مرادف ډول استعمالېږي،حال دا چې د (قسط )) او ((عدل )) کلمې ډېر ژور مفهوم لرى . […]
د قسط او عدل کلمې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په وار وار سره راغلي ،(( قسط )) د (( ظلم )) اوعدل د (( جور)) په مقابل کې راځى او معمولا دا دواړه کلمې په مرادف ډول استعمالېږي،حال دا چې د (قسط )) او ((عدل )) کلمې ډېر ژور مفهوم لرى .
د طبقاتي ( ټولنپوهنې ))له نظره ،(( قسط )) د ټولو ټولنیزو څيزنو ((زيربنا )) دى.
(( قيام با لقسط)) او((قايم بالقسط ))،چې په قرآن کريم کې په وار وار سره راغلي او زيات ټينگار پرى شوى،هم د څښتن تعالى کار دى اوهم د څښتن تعالى د پېغمبرانو او هم د اسلامي رهبرانو او اسلامي امت رسالت دى .
((قسط))هغه واقعيت او حقيقت دى،چې هستى پرى ((قايمه )) ده ؛يعنې د خلقت نظم د قسط بيانوونکى دى،چې هره ذره او عنصر یې پخپل ځاى او بهير کې واقع شوى،لويو او کوچنیو ښکارندو- پديدو له خپل شان سره مناسب ځاى نيولى،داسې نه ده،چې يو څيز له بل څيز څخه يا لوي شي، د کوچني څیز ځاى یې نيولى وى او يا یې بې ځايه کړى وي ؛نوځکه وايو ،چې کاينات ( له کوچنۍ ذرې څخه تر لويو لويو کهکشانونو پورې) د (( قسط)) پر بنياد قايم دى،چې ((څښتن )) تعالى دا واقعيت داسې بيانوي :
شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمًَا بِالْقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ[1]= خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي، چې له هغه پرته بل معبودنشته او پرېښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولې دي، له هغه پرته بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.
دغسې انسانان او بشري ټولنې،چې د هستۍ جز گڼل کېږي،بايد د ((قسط)) بيانوونکى وي ،چې اوس نه دي؛يعنې د څښتن تعالى بندگان د رحمان خداى جل جلاله د پراخه دسترخوان د توکیز- مادي او مانیز- معنوي نعمتونو څخه د خپل (( حق)) په اندازه متناسب ځاى ونيسي او د پالونکي له توکیزو او مانیزو نعمتونو څخه دهغه پيژندل شوي ((حقوق )) ادا شي. د هرچا واقعي حق وپېژندل شي،چې له خپل استعداد،شان او لياقت سره په خپل موقعيت کې ځاى ونيسي،هر((اندیز- فکري )) يا ((علمي )) کارکوونکى د خپل کار مالک شي ،عادلو او صالحينو ته د ټولنې زمامداري ورپه غاړه شي،عالم ته دعلم د خپرلو او د خلکو (الناس) د روښانولو حق ورکړل شي،د هر چا استعداد تشخيص او بيا ورته د ودې ( = رشد) مخه پاکه شي،چې د کايناتو له عمومي نظام سره همغږه ده ،ټولوپيغمبرانوعليهم السلام د ((قسط)) د قايمولو مسؤوليت پرغاړه درلود.
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ [2]= او هر امت يو استازى لري او چې استازى يې ورته راشي؛ نو ترمنځ يې په انصاف پرېکړې کېږي او تېرى پرې نه کېږي.
دغسې د ((قسط )) قايمول پرهرچا باندې لازم دي،چې پر دغسې حقيقت ايمان لري.
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا[3]= او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ ( چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې تصميم لري؛ نو خداى به يې جوړ كړي؛ ځكه خداى پوه او باخبر دى ( او د ټولو پر نيتونو پوه دى ) .
وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ[4]= او يهودو او نصاراوو، وويل:(( موږ د خداى زامن او (ځانګړي) دوستان يې يو)) ورته ووايه: ((؛نو تاسي ولې د خپلوګناهونو له امله ځوروي؟! بلكې تاسې دخداى له پيدا كړيو يو بشر ياست (خداى چې) چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چا ته چې يې خوښه شي (اومستحق يې وبولي) سزا وركوي، د آسمانو اوځمكې او څه چې پکې دي، واكمني د خداى ده او د ورستنېدنې بهير د هغه پر لوري دى . ))
د(( قسط)) پربنياد جوړه شوى ټولنه ،يوه (( توحيدى ټولنه)) ده،چې ټول خلک دخپلو استعدادنو او لياقت په اندازه په ټاکلومدارونوکې واقع شوي،چې دغسې ټولنى ته امت وایې . په (( امت)) کې ((عدالت )) د(( قسط )) پربنياد اجراء کيږى ؛يعنې د بشري ټولنو د افرادو او ډلو ترمينځ وضع شوى قوانين او ټولنیزې اړيکې (عدالت) په ټولنه کې دهغوى د واقعي برخې (( قسط)) پربنياد رامنځ ته کېږي.
د قرآن کريم د صريح حکم له مخې د اسلام له اهدافو څخه يوهدف او په پایله کې د مسلمانانو له مسؤوليتونوځنې يو مسؤوليت((خلک)) د قسط قايمولو لپاره راپاڅول دي.
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ[5]= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.
دلته څښتن تعالى اعلانوي،چې رسولان مى له کتاب او تلې سره لېږلي او ددى رسالت هدف دا دى،چې خلک د قسط تطبيق ته راپاڅوي د پاملرنى وړ دا ده،چې سملاسي یې ورپسې اوسپنه (الحديد) مطرح کړى او بيا د خلکومسؤوليت،چې د خداى او دهغه له پېغمبرانو سره په دې رسالت کې مرسته وکړى او په پاى کې،چې د څښتن تعالى لپاره دوه صفتونه ( قوى او عزيز) ياد شوى دواړه د سرلوړۍ او قدرت صفتونه دي.
دا درس موږ ته راښیې ،چې : د(( کتاب اوتلى )) هدف خلک ((قسط )) ته راپاڅول دي ؛خو د((قسط)) تطبيقول (( ايمان )) ،((پوهې )) اود ((قانون )) سربېره په زور(اوسپنې ) پورې هم اړه لري .
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ [6]= هغوى چې د خداى پرآيتو نو كافران كېږي او پېغمبران پرناحقه او عدالت خپروونكي وژني؛ نو ورته د (الهي ) دردناك عذاب زېرې وركړ ه.
أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ[7]= دا هغه كسان دي چې ( ددې سترو ګناهونو له امله يې ) په دنيا او اخرت كې (ښه) کړه وړه تباه شول او مرستندوى ( او شفاعت كوونكى ) نلري
له دې آيتونو معلومېږي هغه کسان ،چې له خدايه نمښته- انکار کوي او هغوى ،چې پېغمبران او قسط غوښتونکى وژني؛نو په يو صف کې دى ، چې طبقاً ((خداپرستى )) د(( پېغمبرانو رسالت )) او دهغو کسانو بلنه ،چې خلک د(( قسط تطبيق )) ته رابولى درى واړه يو دي .
موږ د يو مثال په ترڅ کې د (( قسط )) اوعدل په کلمو او د دوى ترمنځ په اړیکه ځان پوهوو:
عدل : د ټولنى د وګړیو او ډلو ترمنځ د ټولنیزو اړيکو ( ،چې يا د رسمي پېژندل شويو حقوقو له مخې وي ) قانوني بڼې ته (( عدل )) وایي.
قسط :
څوک چې په ټولنه کې د يو مسؤوليت ژمنه پرغاړه لري،په توکیزو نعمتونو او ټولنیزو امکاناتو کې دهغه واقعي برخې ته (( قسط)) وایي.
نو د سمو جزایې قوانينو او شريفو قاضيانو په موجوديت کې هيڅوک ،څوک نشي ځورولاى اوعدالت پلي کېږي،چې په دى صورت کې هر څوک د خپلو شتمنيو ،حقوقو ،گټو او امکاناتوساتونکى وي اوڅوک پريوبل باندې تيرى نشي کړاى .
دلته احمد ، محمود ته د مزدورۍ د رسمي نرخ له مخې شل افغانى ورکړى ،که محمود قضایې محکمى ته شکايت وکړي،چې ما خو د مجبوريت له مخې دا مزدوري منلى و؛ځکه په هېواد کې د ورځنۍ مزدورۍ رسمي نرخ همدا ټاکل شوى دى خو؛د کار واقعى ارزښت مې پنځوس افغانى دى ؛نو قاضى ،چې د رسمي پيژندل شويو قانوني حقوقو له مخې قضاوت وکړي؛نومحمود پړ او ملامت دى .
خوقسط وایي :دا سمه ده ،چې شل افغانى مزدوري تا د هېواد د رسمي نرخ له مخې ورکړى،په قانونى لحاظ پر تا نیوکه نه لري ؛ځکه د کار (( قيمت )) یې د رسمي وضع شوى قانون له مخې شل افغانى دى؛خو د کار ارزښت او((واقعى حق )) مې پنځوس افغانى دى ،نورې ديرش افغانى دې څه کړى ؟ قانوني مزدوري دې ورکړی ؛خو((واقعى حق )) دى ترپښو لاندې کړى ؛نوځکه دلته د (( عدل )) خوله چوپه ده ؛خوقسط نیوکه کوي ،((قسط)) د((برخى )) په مانا دى . دشل افغانيوپه ورکړى سره عدالت اجراکېږي ؛خو((قسط)) نه ؛نوځکه ((عدل )) د((څور)) په مقابل کې دى ،چې د وضع شويو حقوقو( چې ټولومنلى وى ) له مخې قضاوت کوي .
خو((قسط)) ( هغه حق چې وګړی یې پر ټولنه لري) اقتصادي زيربنا لري .((عدل)) روبنا او((قسط )) زيربنا دى .(( عدل)) د افرادو ترمنځ د وضع شويو قوانينو له مخې دى او((قسط )) نه ؛نوځکه ((عدل)) د((ځور)) په مقابل کې دى ،چې دوضع شويو حقوقو(چې ټولومنلى وى ) له مخې قضاوت کوى.
خو((قسط)) ( هغه حق چې فرد یې پرټولنه لرى ) اقتصادى زيربنا لرى . ((عدل )) روينااو((قسط)) زيربنادى .(( عدل)) دافرادترمنځ دوضع شويوقوانينوله مخې دى او ((قسط)) په اقتصادي او طبقاتي نظام اود((مالکيت)) په اصل پورې اړه لرى . يا((قسط)) په اقتصادى زيربنا او د((مالکيت )) په اصل پورې اړه لري .
مثلاً په انگلستان کې د سالمو قضایي محکمو او عادلو قاضيانو د موجوديت له امله په يوه زياته اندازه عدالت اجراکيږى ؛خوپه هغه فلانى هېواد( …….) کې عدالت نشته؛ځکه که چا درنه خولۍ يوړه ته د دې جرئت نه لرى ،چې ووایې زما خولۍ یې يوړه ؛ځکه ويرېږى ،چې څادر هم رانه وانه خلى .
په انگلستان کې عدالت شته اوپه هغه پلانى هېودا کې نشته؛ خو څه ،چې په دې دواړو هېوادونو کې نشته ،(( قسط)) دى ؛ځکه (( قسط)) په قضایې محکمو پورې اړه نه لري ؛بلکې د ټولنى په (( اقتصادي نظام )) او (( اقتصادى زيربنا)) پورې اړه لري،چې په دواړو هېوادونو کې طبقاتي نظام حاکم دى . په يو هېواد کې دعدالت د اجرا لپاره بايد دهغه هېواد قضایي محکمې اصلاح شي ؛خود((قسط))لپاره بايد دهغه اقتصادي زيربنا ړنگه شي؛ځکه د ((قسط)) تطبيقول يوازې د ملکيت په نظام کې داجتماعي انقلاب د بدلون له لارى ممکن دي .
عدل : ټولنه هرچاته د وضع شوي قانوني حق له مخې حق ورکوي .
قسط : ټولنه بايد هرچا ته دخپلى (( حقيقى برخى )) له مخې برخه ورکړى .
هغه عدالت ،چې ((قسطى)) زير بنا و نه لري (بې له قسطه عدالت ) دروغجن اوموقتي عدالت دى ؛خو د قسط د موجوديت په صورت کې عدالت حتمى شته ؛ځکه بنسټ ،چې پر ((حق)) ولاړ وي روبنا خوحتمى ده . ((قسط)) د ټولنى د ټولو افرادو ترمنځ د برابرۍ په مانا نه دى ؛ځکه دا هم نا ممکنه ده او هم له انصافه لرى ده ؛بلکه د((قسط )) پربنياد ټولنه کې د افرادو ترمنځ وضع شوى قوانين ( = عدالت ) د ((قسط)) پربنياداصلاح کېږي او د هر چا قانوني حق (مزد) له واقعي حق سره برابرېږي ،يعنې عدالت د قسط له مخې اجرا کېږي ؛ځکه د بنیاد په اصلاح سره فرع خپله اصلاح کېږي او دا چې ((قسط)) زيربنا اوعدل روبنا ده ؛نوځکه په قسط نظام (امت) کې قانونى حق (مزد) له واقعى حق سره سم ورکول کېږي .
د ټولنې د جوړښت طرح یې دغربي اوشرقي افکارو پر بنیاد نه ؛بلکه له اسلامه د سمې پوهېدنې له امله د (( قسط)) برمبنا ده .
نړيوال استکبار د حق او باطل له ذهنى جگړو نه وېرېږي ؛بلکه داسلام د(( ټولنیز رسالت )) ( ،چې د قسطي نظم منځ ته راوړونکى دى ) له جنگه ويريږى .
وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا[8]= (( او دا چې زموږ ځينې مسلمانان دي او ځينې ظالمان دي؛ نو چا چې اسلام ومانه؛ نو هغوى د ښيون [/هدايت] په لټه كې وو.))
نوځکه قاسطون ښکاره ظالمان ،جباران ،جلادان ،د خلکو د حقوقواو ازادۍ دښمنان د ،( زر)) او (( زور)) نمانځوونکى او د استبدادي قدرت غوښتونکى دي.
په عمومي توگه داسې وايو،چې د اسلامي نړۍ مخامخ دښمنان ( قاسطون ) نړيوال استکبار دى او دا چې مستکبرينو نړى په خپلومنځونوکې ويشلى ؛نو د جهاني کفر هره څېره ،چې په اقتصادي ،سياسي ،فرهنگي ،پوځي اوټولنیز لحاظ پر هر اسلامي هېواد برلاسي او واکمنه وي ؛نو هماغه مستکبرين د هماغه هېواد لپاره ((قاسطون )) دي .
هغوى ،چې اسلام یوازې د وګړیزو عبادتونو د دين په توگه منلى او د ټولنې د جوړولو لپاره د اسلام د ټولنیز رسالت له مخې د قسط بر بنیاد طبقاتي دريځ نه لري ؛نو د دى ډول مبارزو پایله د يو ((بت)) له منځه وړل او د بل راوستل دي .
خو د اسلامي اوختون- انقلاب د پلويانو مبارزه له اسلامه د سمې پوهېدنې پر بنياد پيل شوى ،چې مبارزه یې پر((تخريبي حالت )) سربېره ((تعميري حالت )) هم لري؛ځکه د يرغلگرو او مستکبرينو ترماتې وروسته د((قسط)) له مخې ټولنه جوړوي،چې دې مبارزاتي پړاو ته ((تعميري پړاو)) وایي.
اسلام يوازينې دين دى ،چې خلک په هراړخيزه توگه په ظاغوتي نظامونو ( پانگوالى ،ولسپالنه – نشليزم، ټبرپال، سیمه وال، توکمپالي، ژبه پال ، توکیزوال- او …) او د شر او الحاد په ټولو ډولونو پوهوي او د له منځه وړولپاره یې د مبارزې سمه لارهم ورښیې .
د((وجدان محکمه )) يا (( وړوکى قيامت ))
په قرآنى آيتونو کې له غور او پلتڼې څرگند ېږي،چې ((انساني نفس)) درې پړاونه لري او داسې نه ده،چې گنې ((نفس )) په درې ډوله دى .
اوس د((نفس )) درې پړاونه تشريح کوو:
(( اماره نفس )) ،(( لوامه نفس )) ،(( مطمینه نفس)) .
١_ اماره نفس : په دې پړاو کې ((نفس))، انسان بديو،شهواتو ،فجوراو فسق ته هڅوى ؛نو ويل کېږي،چې په دې پړاو کې پر انسان ((اماره نفس )) واکمن وي .
وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ[9]= او زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امركوي؛خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى.
لوامه نفس : په دې پړاو کې انسان په غلط کار يا غلط فکر يا ناوړه نيت پښېمانېږي او انسان ورباندې ملامتوي؛نو ويل کېږي،چې په دې پړاو کې پر انسان ((لوامه نفس )) واکمن وي او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح ورته (( ضمير)) او (( اخلاقي وجدان )) هم وایي . په ځينو انسانانو کې (( لوامه نفس )) ډېر قوى اوغښتلى وي ،په ځينوکې کمزوری وي ؛خو په هر صورت هر انسان په دې پړاو کې نه وي اوبله دا،چې د زياتوگناهونوله کبله لوامه نفس بېخي له منځه هم ځي .
لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ. وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ[10]= د قيامت پر ورځ قسم! او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملا ماتوونكي نفس (چې قيامت حق دى)!
٣_ مطمینه نفس : په دې پړاو کې انسان پرسمه لار( تقوى) باندې پر تللو او د کږې (فجور) په پريښودو ډاډينه ننګیري- محسوسوي او د بشپړې تقوى مقام ته رسېدو او د مسؤوليت احساس کوي . داسې چې په اسانۍ سره دهغه د کږېدوشونتیا نشته .
يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ. ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً[11]= (( ډاډمن نفسه! دخپل پالونكي لوري ته دې وګرځه ، حال دا چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى.))
څښتن تعالى د قيامت په سورت کې دوه قسمه ( زه قسم خورم دقيامت په ورځ زه قسم خورم په ملامتوونکى نفسى يا ويښ وجدان ) يادوي ،اوس موږ پرې دې مسلې رڼا اچوو ،چې ددې دواړو قسمونو ترمنځ څه اړيکې دي؟
حقيقت دا دى دى ،چې د قيامت د شتوالي لپاره يو دليل دا هم دى ،چې په انسانانوکې د ((وجدان محکمه )) شته .داسې ،چې د نېکيو د سرته رسولو په پایله کې د سړي روح خوشالېږي او په دى توگه هغه ته بدله ورکوي او د بدکاراوگناه په سرته رسولو کې یې روح سخت ربرړېږي اوپه دى توگه ورته سزا ورکوي.
نوڅنگه ،چې په ((عالم صغير= انسان )) کې وړوکى محکمه شته دغسې ((عالم کبير= کاينات )) به هم،هرومرو((ستره محکمه )) ولري .
نوپه انسان کې د((اخلاقى وجدان =ملامتوونکى نفس )) له شتوالى موږ پوهيداى شو،چې ((قيامت =معاد)) شته او له دې ځايه د دواړو قسمونو اړیکه څرگندېداى شي. يا په بله وينا د لومړي قسم لپاره دويم قسم دليل دى .
د قيامت د ((سترې محکمې )) او د ((اخلاقي وجدان )) او کوچني محکمې ترمنځ ورته والى :
١_ دلته قاضي ،شاهد او د حکم پلي کوونکى يو دى ؛لکه ،چې په قيامت کې هم همدغسې دي .
قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ[12]= ووايه: ((خدايه! (اى) د اسمانو او ځمكې څېرونكيه (او پيداكوونكيه او) پر پټو او ښكاره و پوهېدونكيه! ته به د خپلو بندګانو تر منځ په څه كې، چې اختلاف يې درلود،پرېكړه وكړې.))
٢_ د اخلاقي وجدان په کوچنۍ محکمه کې سپارښتنه ،بډې ،ډله ټپله او واسطه نه منل کېږي .دغسې دقيامت ستره محکمه هم ده .
وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ [13] = او هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب ) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى شي او نه يې تاوان منل كېږي، چې ( په بدل كې يې پرېښوول شي) او نه ورسره مرسته كېداى شي .
٣_ د وجدان په محکمه کې سترى دوسیې په لږ وخت کې فيصله کېږي ،نه پکې استيناف ته ضرورت شته او نه بيا نوې کتنې ته او نه په مياشتو او کلونوکلونو سرگردانۍ ته ،دغسې د قيامت ستره محکمه هم ده .
أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّا نَأْتِي الأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ[14]= او ايا نګوري چې موږ (تل) په ځمكې پسې راځوو او د هغې له شاوخوا( او اړخونو) ځنې يې كموو؟(او ورو ورو ټولنې، مدنيتونه او پوهان له منځه ځي ) او خداى حكومت كوي او هېڅوك د هغه د احكامو د مخنيوي يا رد وسه نلري او هغه چټک حسابى دى.
٤_ د دې نړۍ د رسمي محکمو پرخلاف د ويښ وجدان د محکمې د سزاگانو اثار لومړى د انسان له دننه راولاړېږي او بيا یې پر بهر اغېزې غورځوي ،لومړى د انسان روح ځوروى او بيا یې په تنه ، څېره ،خوب اوخوړو کې اغېزې څرگندېږي .دغسې دقيامت ورځ هم ده .
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ. الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ[15]=(هغه) الهي بل شوى اور دى. (هماغه اور) چې پر زړونو لوېږي او خوله اچوي.
٥_ د وجدان محکمه شاهدانوته څه اړتیا نه لري؛بلکه د انسان خپل معلومات دهغه په گټه يا زيان د شاهدى په توگه منل کېږي .لکه ،چې د قيامت پر ورځ هم د انسان لاس،پښې ،پوټکى او تنه دهغه پراعمالوشاهدي ورکوي.
وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ [16]=دهغه مخکې به د وروستنيو تر راتلو پورې ايسار کړاى شي ،بياکله ،چې ټول هلته ورشي ؛نودهغو غوږونه اودهغوسترگى اودهغودجسم پوستکى به پرهغوشاهدى ووایې ،چې هغوى په دنيا کې څه کول )) .
د دواړو محکمو[17] له عجيب شا نته ورته والي جوتېږي،چې د ((معاد)) مسله فطري ده ؛ځکه د هستۍ ددې ستر سمندر په يو څاڅکي کې ،چې دا ډول پټه اوعجيب شانته محکمه وي؛نو دا ستر عالم خو به هرومروحساب ،کتاب اومحکمه هم لري . [18]
(( د قرآن مجيد د تفسير ډولونه ))
قرآن مجيد د څښتن تعالى کلام دى او د څښتن تعالى کلام يې د مبارک ذات په څېر ناپایه دى؛نو له همدې امله د قرآن کريم بې پايه سمندر په بشري مقياسونو نشو کچ کولاى او نه یې ژوروالى درک کولاى شو؛خوبيا هم هرڅوک د خپلى پوهى او ادراک په اندازه له قرآن گټه اخستلاى شي او پردې سربېره څومره ،چې مو ظرفيت زياتېږي او فکر مو پراختيا مومي هومره د قرآن له معارفو برخمنېداى شو.
نو ځکه د قرآن شنل دې تم نشي او که داسې وشول ؛نو عملا مو د قرآن پر محدوديت منښته- اعتراف کړی،چې دا د څښتن له کلام سره کله هم اړخ نه لگوي .
ځينې فکر کوي،چې گنې قرآن یوازې يو ډول تفسير لري؛خوکه ځير شو راته به څرگنده شي،چې د قرآن مجيد لپاره لږترلږه پینځه ډوله تفسير تصورولاى شو،چې ځينې یې د علماوو له لارې ترغورلاندې نيول شوي او کتاب يا کتابونه ترې جوړشوي ،حال دا چې پر ځينو نورو ډولونو یې لاسم غور نه دى شوى:
١_ د قرآن د مفرداتو تفسير:
په دې ډول تفسيرکې مفسر زيار باسي ،چې د((الفبا)) د ټکيو په اډون – ترتيب او(( معجم)) صورت سره د قرآن هره يوه څرګندنه- اصطلاح په بيل بيل ډول ترغورلاندې ونيسي او ددې مفرادتو اصلي ريښه او په قرآن کې یې د استعمال ځايونه معلوم کړي.
په دې باب ډېر کتابونه ليکل شوي،چې مهم یې دا دى :
الف _ (( المفردات فى غريب القرآن )) دا کتاب ابو القاسم حسين بن محمد بن المفضل الراغب لا صفهانى ليکلى ،چې د پنځمې هجرى قمري پيړۍ له علماوو ځنې دى.
ب _ ((وجوه قرآن ))
دا کتاب ابوالفضل حبيش بن ابراهيم تفليسى ليکلى ،چې دشپږمې هجري پيړۍ له علما وو ځنې دى .
٢_ ترتيبي تفسير :
په دې ډول تفسيرکې آيتونه د سورتونو له مخې ترغور لاندې نيسي او د اسلامي علماوو( تقريباً اکثريت ) تفاسيرپه همدې ډول دي .
ددې ډول تفسير په سل گونو اوزرگونو ټوکه کتابونه ليکل شوي .
٣_ موضوعي تفسير:
په دې ډول تفسيرکې مفسر ترتيبي تفسير په پام کې نه نيسي او په يوې موضوع کې ،چې څومره آيتونه وي راټولوي اويو ځاى یې ږدي مثلاً په جهاد پورې اړوند آيتونو راټولوي او له ټولګې یې نوي حقايق را برسېره کوي او د قرآن له سمندره پر قيمتي مرغلرو برلاسى کيږي . په دې اړه ارزښتناک کارونه شوي ؛خو بايد منښته- اعتراف وکړو،چې د قرآن دا ډول تفسيرد پخلي پړاو ته نه دی رسېدلى او لا تر اوسه خپل لومړي پړاونه وهي.
٤_ ارتباطي تفسير(یا ځنځيري تفسير) :
د طبيعت په کتاب ( تکويني کتاب ) او د قرآن په کتاب ( تدويني کتاب ) کې پرتې مسلې يو له بله بېلې نه دي او د دواړو ترمنځ داسې قوي اړيکې شته،چې د طبيعت او د قرآن حقايق يوله بل سره نښلوي.
په دې ډول تفسيرکې دمفسر دنده داده ،چې ( په موضوعي تفسيرکې يې موضوعات سره راغونډ کړي اوبيا یې يو له بل سره په اړه وڅېړي .
مثلاً (( ايمان )) له تقوا سره . تقوا له جهاد سره ، جهاد له صالح عمل سره او صالح عمل له شفاعت سره په اړه وڅېړي اوهمداراز قرآن د موضوعي ارتباط او ځنځير په بڼه تر غور لاندې ونيسي. ترهغه ځايه ،چې موږ پوهيږو تر اوسه پورې دا ډول تفسير ترغورلاندې نه دى نيول شوى .
٥_ کلي تفسير يا د قرآن نړۍ ليد:
په دې ډول تفسير کې مفسر د قرآن ټوله منځپانګه له کايناتو ( دهستى عالم سره په اړه تر غور لاندې نيسي يا په بله وينا (( تکويني کتاب )) او(( تدويني کتاب )) يو له بل سره نښلوي او دواړه يو له بل سره په اړه ويني او دواړه يو د بل په رڼا کې تفسيروي .
د قرآن مجيد دا ډول تفسير اوس ناشونی دى او زموږ له وسى پوره نه دى؛ځکه دى پړاو ته د رسېدو لپاره لومړى بايد مخکني پړاوونه ووهل شي ؛يعنې بايد د قرآن موضوعي تفسير تر بسیا بریده وده وکړي او بيا ارتباطي تفسير پيل او پراختيا ومومي او بيا مفسر دا ټول له کايناتو سره په اړه ترغور لاندې ونيسي .ددى ډول تفسيرلپاره زموږ عمر کفايت نه کوي او دا په راتلونکيو نسلونو پورې اړه لري .
يادونه : دا ویینه – بحث له (( تفسير نمونه )) څڅه ژباړل شوى .
[1] ( آل عمران/۱۸)
[2] ( يونس/۴۷)
[3] ( نساء/۳۵)
[4] ( مايده/۱۸)
[5] (حديد/۲۵)
[6] (آل عمران/۲۱)
[7] ( آل عمران/۲۲)
[8] (جن/۱۴)
[9] (يوسف/۵۳)
[10] (قيامت/۱، ۲)
[11] ( فجر/۲۷، ۲۸)
[12] (زمر/۴۶)
[13] (بقره/۴۸)
[14] (رعد/۴۱)
[15] (همزه/۶- ۷)
[16] (سجده/۲۰)
[17] يادونه : د (( وجدان محکمې )) په باب د زياتو معلوماتو لپاره د استاد ناصر مکارم لاندې کتابونه ولولئ .
١_ رهبران بزرگ (بحث وجدان ) .٢_ معاد وعالم پس از مرگ ( بحث دلايل معاد) .
[18] يادونه : دابحث له (( تفسير نمونه څخه ژباړل شوى.))
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- عدل او قسط