تبلیغات

د منتخبو آیتونو شرح سورة البقرة (پر له پسې ۴ مه برخه) بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ […]

د منتخبو آیتونو شرح

سورة البقرة (پر له پسې ۴ مه برخه)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۴۳﴾ = او په دې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان وسئ او استازى پر تاسې شاهد وي او تاسې،چې پخوا كوم لوري ته مخ اړو،هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نه هغوى ته چې الله لار ورښوولې وه (او په دې هم پوه شئ،چې مخكېنۍ قبلې ته مو نمونځونه سم وو) او الله هېڅكله ستاسې ايمان [= نمونځ] نه ضايع كوي؛ځكه الله پر خلكو لورین خوږمن دى .

 ۱۴۳- منځلارى امت: ځينې ستر مفسرین وايي، چې له دې آيته « تاسې مې منځلارى امت كړئ، چې پر خلكو ګواه وسئ» مراد د اسلامي امت يوه ځانګړې ډله؛يعنې سپېڅلي امامان دي. داچې « امت وسط» څه دى، دوه نظره اوڅار – مطرح دي: 1- امت وسط: يعنې منځلارې ډله، چې په ګروهو او كړنو كې يې افراط او تفريط (زيادښت او كمښت) نشته. هو! تل معصومو – پاكلمنيو امامانو د خپلې پاكۍ او الهي عصمت له امله، په ژوند كې له افراط او تفريطه ډډه كوله او په  ټولو چارو كې يې ښه سمه سيده لار خپله كړې وه او يوې خوا ته هم كاږه شوي نه ول؛ نو ځكه الله  پر خلكو ګواهان نيولي، چې په نړۍ كې د خلكو پر كړنو شاهدان وي او د قيامت په نياوتون كې د الله  پر وړاندې لېینه- شاهدي وركړي او الله  به يې د لېینۍ  له مخې پرېكړه وكړي. 2- امت وسط: يعنې هغه ډله، چې د پېغمبراكرم(ص) او خلكو ترمنځ وي؛ يعنې سپېڅلي امامان د خلكو د كړنو لووي –  شاهدان دي او پېغمبر پر امامانو لووی- شاهد دى. په قيامت كې امامان هم پر خلكو لېینه وركوي او پېغمبر د امامانو په هكله لېینه – ګواهي وركوي؛ لكه چې د نساء سورت په 41 آيت كې لولو: « پر هغه ورځ به يې حال څرنګه وي،چې له هر امته یې پر كړنو يو لووی راولو او تا به هم پر هغوى لووی كړو»؛ يعنې هر امت (چې اسلامي امت هم پكې راځي) لووي لري او پېغمبراكرم (ص) پر ګردو لوویو – شاهدانو، ږوی – ګواه او لووی دى. په هر حال دا آيت د مسلمانانو د يوې ځانګړې ډلې په هكله دى او نه د ګرد اسلامي امت په باب. تردې آيت لاندې له امام باقر (رح) روايت شوى: « يوازې پېغمبران او امامان د خلكو لووي- ګواهان دي او معقوله نه ده، چې مراد ترې ګرد اسلامي امت وي او الله  ترې لېینه- ګواهي وغواړي؛ ځكه په امت كې داسې كسان شته، چې لېینه – ګواهي يې د بوس ډكې هومره ارزښت نلري[1]»

 الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۴۶﴾ = کتابيان هغه [= پېغمبر] د خپلو زامنو په څېر پېژني؛ البته يوه ډله يې حق آگاهانه پټوي.

 ۱۴۶ – په مخكېنيو اسماني كتابونو كې د اسلام د پېغمبر (ص) ځانګړنې: تردې آيت لاندې له امام صادق (رح) روايت شوى: دا آيت د يهودو او نصاراوو په باب نازل شوى؛ ځكه الله  تعالى په زبور، تورات او انجيل كې د محمد (ص) او يارانو ځانګړنې او هجرت يې ياد كړى و؛ لكه چې په قرآن (فتح – 29) كې هم وايي: ((محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.)) او د رسول اكرم (ص) او يارانو ځانګړنې يې په تورات كې هم وې؛ نو چې كله الله ، پېغمبر(ص) راولېږه، كتابيانو پېژانده؛ لكه چې الله  په دې هكله وايي: « دا كتاب او پېغمبر يې چې له وړاندې پېژنده؛ خو چې ورغى، پرې كافران شول[2]»

 وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵۰﴾ = او له هر ځايه،چې راووتې؛ نو مخ دې مسجد الحرام ته كړه او چېرې،چې ياست،هماغه خوا ته مخ واړوئ (نمونځ وكړئ) چې بې له ظالمانو(چې له ځېله لاس نه اخلي) نورو خلكو ته ستاسې پر خلاف څه دليل او پلمه په لاس ور نشي (؛ځكه په ړومبيو اسماني كتابونو كې د پېغمبر له نښو يوه دا هم ده،چې هغه به دوو قبلو ته نمونځ كوي) ترې مه ډارېږئ او (یوازې) زما له (مخالفته) وډار شئ! او (دا د قبلې بدلون ځکه و،چې) خپل نعمت ورباندې پوره كړم، ښايي سمه لار ومومئ .

 ۱۵۰ – د حضرت علي(ک) خلافت: د نعمت تمامېدو د وعدې پوره كول: ځينو مفسرانو د آيت تردې برخې « (د قبلې تفسير له دې لامله و) چې خپل نعمت درتمام كړم» لاندې ويلي: الله  په دې آيت كې مسلمانانو ته ژمنه وركوي، چې خپل نعمت به ورتمام كړي. ددې ژمنې پوره كول، د مائدې په درېيم آيت كې ويل شوي: « نن مې ستاسې دين دربشپړ كړ او خپل نعمت مې پر تاسې درتمام كړ او اسلام مې درته (تلپاتې) دين كړ»؛ لكه چې ګردو شيعه مفسرينو او د اهل سنتو ډېرى علماوو راوړى، دا آيت هله رانازل شو، چې په « خم غدير» كې حضرت علي (ک) د نبي كريم (ص) له لوري پر ځايناستۍ منصوب شو[3].

  فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ ﴿۱۵۲﴾ = نو ياد مې كړئ، چې ياد مو كړم! او شكر مې وباسئ او (د نعمتونو) ناشكري مې مه كوئ.

 ۱۵۲ – د الله د ياد او شكر حقيقت او ځانګړنې يې: د الله  يادولو په فضليت كې ډېرى روايات راغلي: له پېغمبر اكرم (ص) نه روايت شوى، يوه ورځ يې خپلو اصحابو ته وويل: « د جنت په بڼونو كې وګرځئ» وپوښتل شو: رسول الله! څه د جنت بڼونه دي؟ ويې ويل: « د الله  د ياد غونډې، ګهيځ او ماښام دې غونډو ته ورشئ او الله  ياد كړئ.د چاچې دا ښه ايسي، چې پوه شي، الله ته څومره ارزښت لري؛ نو ودې ويني، چې ده ته الله  څومره ارزښت لري؛ ځكه الله خپل بنده ته دومره درناوی لري، چې بنده يې الله  ته لري او پوه شئ، چې د خپل مالك او خاوند پر وړاندې مو غوره او سپېڅلى چار، د هغه يادول دي؛ ځكه خپله د ځان په اړه وايي: زه د هغه يم، چې ياد مې كړي او هم يې ويلي: ياد مې كړئ، چې له خپلو نعمتونو سره مو ياد كړم. په اطاعت او عبادت مې ياد كړئ، چې تاسې له خپلو نعمتونو، احسانونو، سوكالۍ او رضا سره ياد كړم»؛ البته د الله  له ياده منظور، يوازې په خولې د الله  نامه اخستل نه؛ بلكې د الله يادول، او د زړه له كومې عبادت دى او كه ژبنى ذكر له زړه راووځي؛ نو ارزښت لري، كه نه بې ارزښته دى. بايد پوه شو، چې حقيقي ياد د انسان په كړو وړو كې ښكارېږي؛ لكه چې له نبي كريم (ص) نه په يوه روايت كې راغلي: « چې څوك د الله  اطاعت وكړي، الله  ياد كړي، كه څه  نمونځ، روژه او د قرآن تلاوت يې لږ وي او چې څوك د خدای سرغړاندي وكړي، الله يې هېر كړى، كه څه نمونځ، روژه او د قرآن لوستل يې ډېر وي[4]». قرآن د الله  د ياد ترڅنګ، د شكر ايستو حكم كوي او انسان د نعمت له ناشكرۍ ساتي. بايد الهي شكر د نشتمنۍ په ننګېرنه او مړه خوا الله  ته په اړتيا پسې وي، داسې چې يو نېكچارى د يو بېوزلي ناروغ درملنه كوي؛ نو له ناروغ سره د نېكچاري په باب يو ډول عاجزي پيدا كېږي، چې دا حالت له ژبني تشكر او مننې او چت دى، كه انسان د الله  د مخلوق پر وړاندې داسې دى؛ نو بايد د ټولو څيزونو د مالك الله  پر وړاندې به څنګه وي؟ هو! ژبنى شكر له خدايه له عالمانه شكره ډېر واټن لري[5].

 وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۵﴾ = او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې، لوږې، د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته؛

 ۱۵۵ – سر لوړي زغمناك: دا آيت وايي: الله  به بېشكه انسانان په سختيو او بېلابېلو كړاوونو ازمېښت كړي او يوازې زغمناك په دې ازمېینه كې سر لوړي او بريالي راووځي، ورپسې آيت زغمناك راښيي، چې هغه كسان دي، چې په كړاوونو كې وايي: «موږ د الله يو او پر لور يې ورګرځوو» ناويلې څرګنده ده، چې مراد يوازې ژبني ويل نه؛ بلكې پردې مطلب زړګنۍ ګروهه مهمه ده. داچې د «صبر» او «انالله و انا اليه راجعون» ترمنځ څه اړيكه شته، ځينو سترو مفسرانو ويلي، چې انسان او ټول شته، بدن، مال، مېرمن، اولاد او …يې پخپله له ځان څه خپلواكي او استقلال نلري او د الله  په ارادې شته شوي او الله  د انسان او شتو يې حقيقي مالك دى. كه څه الله په ظاهره انسان د څه څيزونو مالك كړى، چې دا يو نسبي مالكيت دى، چې بېرته ترې اخستل كېږي او انسان به تش لاس الله ته ورستون شي. له اميرالمؤمنين علي (ک) روايت شوى: «دا چې وايو «انا لله» پردې حقيقت منښته ده، چې الله  حقيقي واكمن دى او موږ يې مملك يو او داچې وايو «انا اليه راجعون» په دې منښته ده، چې مرو» هو! كه انسان د كړاوونو پر مهال دې ټكي ته پام وكړي،چې ټوله هستي يې د الله  ده او الله  حقيقي مالك دى او حق لري، چې څنګه غواړي، په شتو كې يې تصرف وكړي او بلخوا انسان به همدا ظاهري شته په نړۍ كې پرېږدي او يوازې به الله  ته ورستون شي، پوهېږي چې په حقيقت كې د هېڅ څيز مالك نه دى او له لاسه وتو په هکله یې نه خپه كېږي، چې د ده نه دي او د شتو منځه تلو په غم كې نه بې زغمه كېږي[6].  پر كړاوونو د زغم په هكله امام صادق (رح) له نبي كريم (ص) ‌روايتوي: « الله  وايي: « ما دنيا خپلو بندګانو ته په پور وركړې؛ نو چا چې له دنيا پور راكړ (؛يعنې د الله په لار كې انفاق وكړي) يو ته یې له لسو تر اووسوو پورې بدله وركوم، او چې څوك ترې پور رانكړي او په زور ترې يو څه واخلم، پر وړاندې يې درې څيزونه وركوم، كه له دوى مې يو پرښتو ته وركړى واى، له ما ځنې خوښېدې: د الله  صلوات او درود، الهي لورنه او الهي ښيون او هدايت» بيا امام صادق (رح) وويل: « دا درې بدلې هغوى ته دي، چې الله څه په زور ترې اخستي وي[7]»

 إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶۰﴾ = بې له هغو چې توبه ګار شول (او راوګرځېدل) او(خپلې بدې كړنې يې پر نېكو كړنو) سمې كړې او (پټ كړى حقيقت يې) راڅرګند كړ؛ نو توبه یې منم او زه خو ډېر لورین توبه منوونكي يم  .

 ۱۶۰ – الله  توبه مني: الله  يوازې د قرآن په همدې آيت كې د توبې په هكله له خپلې خولې خبره كړې ده او دا له هغه تن سره د الله  خورا مينه راښيي، چې توبه يې ايستلې او خپل تېر يې سم كړي وي. دا چې الله  په آيت كې ويلي: « زه يې توبه قبلوم او زه ډېر توبه منوونكى او لورين يم»؛ لكه چې ويلي يې دي: زه پخپله دا چار پر غاړه اخلم او بنده مې له ګناهونو پاكوم او دا ځانګړې لورنه د تواب (ډېر توبه منوونكى) او رحيم (د ځانګړي رحمت درلودونكى) په صفاتو كمال ته رسوي[8].  د امام باقر(رح) په يو روايت كې لولو: « د خپل بنده له توبې د الله  خوشحالي تر هغې خوشحاله ډېره ده، چې چا په تياره شپه كې خپله توښه وركه كړې وي او ويې مومي[9]»

 إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۶۴﴾ = سکه، د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې، چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې الله له پاسه را اوروي او مړه ځمكه پرې را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانونو او ځمكې ترمنځ ایل دي (؛ نو دا) عقلمنو ته (د يوه پاک ذات) نښې دي.

 ۱۶۴ – غوره الهي لورنه: عقل، يو نعمت دى، چې انسان پرې سموالى او ناسموالى، حق او باطل، رښتيا او دروغ او… يو له بله جلا كوي[10] او هدايت پرې مومي او نښه يې له حقه لاروي او پر باطلو ټينګار نه كول دي[11]. په آيتونو او اسلامي رواياتو كې پرعقل خورا ټينګار شوى او غوره الهي لورنه يې ګڼلې ده[12].  دا آيت هم وايي: دا عقلمن دي، چې په پنځون كې اندنه كوي او د خالق يوه نښه يې بولي او ډېرى خلك هم د الله  نښې ويني؛ خو هېڅ پند ترې نه اخلي. په يو روايت كې راغلي: يو شمېر وګړیو د رسول اكرم (ص) په مخ كې يو مسلمان وستايه. پېغمبر اکرم(ص) وويل: « عقل يې څنګه دى؟» وويل شول: رسول الله! موږ يې په عبادت كې له هڅې او د ډول ډول ښو چارو په هكله خبرې كوو او ته يې عقل پوښتې؟ پېغمبر(ص) وويل: « كوم مصيبت چې د احمق له حماقته راولاړېږي، د فاجرانو تر سرغړاندۍ بدتر دى. الله  په قيامت كې، ټول بندګان د عقل په كچې يې پورته بوځي او له دې مخې الله  ته ورنژدې كېږي[13]» البته د ټولنې ځينې وګړي انګېري، چې عقل؛ يعنې ځيركي او زرنګي؛ خو د رواياتو په ژبه كې عقل بې له دې ځنې دى. امام صادق (رح) يې په اړه وايي: « عقل يو څيز دى، چې الله  پرې ونمانځل شي او جنت يې لاس ته راوړنه وي» راوي وپوښتل: نو معاويه بن ابوسفيان څه درلودل؟ ويې ويل: « هغه ځيركي او شيطنت دى،چې عقل ته ورته دى؛ خو عقل نه دى[14]»

 وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ ﴿۱۶۷﴾ = او (په دې وخت كې) لارويان وايي: ((كاشكې يو ځل بيا دنيا ته تللي واى، چې له دې [= بېلارې مشرانو] مو بېزاري څرګنده كړې واى؛ لكه څنګه چې دوى نن (له موږه) بېزاره دي!(( (هو!) په دې توګه الله يې كړنې د افسوس او پښېمانۍ په بڼه ورښيي او له اوره وتونکي نه دي.

 ۱۶۷ – له انفاقه بخل او د قيامت ستره لیپخوري – پښېماني: د آيت تردې برخې « دغسې الله  يې كړنې د پښېمانۍ په بڼه ورانځوري» لاندې له امام صادق (رح) روايت شوى: « دا هماغه دى، چې خپل مال يې خوشې كړى او په كنجوسۍ يې د الله  په طاعت كې نه لګوي، بيا مري او داسې چاته يې پرېږدي، چې د الله  په طاعت يا سرغړونه بوخت دى؛ نو كه (وارث) مال، د الله  په اطاعت كې ولګوي؛ نو هغه يې (په قيامت كې) د كړنې (ثواب) د بل په تله كې ويني؛ نو حسرت خوري؛ ځكه دا ثواب خو يې د خپل مال پايله ده او كه وارث مال د الله  په سرغړاندۍ كې ولګوي (بيا هم حسرت خوري؛ځكه) همده وارث په دې شتمنۍ د الله  په سرغړونه كې پياوړى كړى دى[15]»  څرګنده ده، چې دا حديث په قيامت كې د سرغړاندو يو حسرت او پښېماني څرګندوي او د آيت مانا په دې حديث پورې نه را ايسارېږي.

 إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۷۳﴾ = [پوه شئ، چې الله] يوازې مرداره (غوښه)، وينه، د سرکوزي غوښه او څه چې د ((غيرالله)) په نامه ذبح كېږي، حرام كړي (؛ خو) كه څوك اړ شي، څه باک نشته؛ خو چې سرغړاند او بريدماتى نه وي؛ ځكه الله لورین بښوونکى دى.

 ۱۷۳ – د الله  حلال او حرام؛ د انسان له ګټو سره اړخ لګوي: حرام؛ يعنې ممنوع او چې كله وايي يو كار حرام دى، مانا يې داده، چې كول يې منع دي. حلال د حرامو پر وړاندې دي او مانا يې په عمل كې ازادي ده (؛يعنې كول يې منع نه دي) بايد پوه شو، چې د يو كار؛ خوړو يا … حلال يا حراموالى د انسانانو په ګټو پورې تړاو لري او الله  ته يې څه ګټه نه رسي؛ لكه چې د همدې سورت په 168 آيت كې وايي: « خلكو! له هغو (څيزونو) وخورئ، چې په ځمكه كې حلال او پاك دي!» او دا ټكى يې راپوهولى، چې د يو څيز له حلالوالي سره پاکوالی یې هم مل دی او پاک؛ یعنې څه چې د انسان له طبع سره ساز وي[16]. د مائدې سورت په 4 آيت كې هم وايي: « تا پوښتي، كوم څيزونه ورته حلال شوي. ووايه: څه چې پاك وي، درته حلال شوي….» الله  په دې آيت كې په عمومي توګه وايي: حلال هغه څه دي، چې پاك او د انسان له طبع سره جوړ وي[17]. له امام صادق روايت شوى: « چې څوك مرداره غوښه خوري، بدن يې كمزورى او رنځورېږي، زور يې كموي، نسل يې پرې كوي او ناڅاپي مري» ښايي دا مفاسد ددې له لامله وي،چې د هاضمې غونډال به له مردارې غوښې، سالمه او ژوندۍ وينه جوړولاى نشي، پردې سربېره، مرداره غوښه د ډول ډول ميكروبونو د راټولېدو ځاى دى؛ نو ځكه اسلام نه يوازې مرداره غوښه حرامه كړې؛ بلكې نجسه يې هم ګڼلې ده، چې مسلمانان ترې ځان وساتي[18]. البته موږ ته د ډېری احكامو فلسفه پټه ده؛ خو داچې موږ يې د حكيم الله  له لوري ګڼو، عملي كوو يې او د خپل الله  منو.

 إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۴﴾ = په رښتيا هغوى چې د الله له رالېږلي كتابه څه پټوي او په ناڅیزه بيه يې پلوري (نو په حقيقت كې) دوی خپلې ګېډې له اوره ډکوي (او له دې لارې، چې كومې ډالۍ او عايد تر لاسه كوي، په حقيقت كې سوځنده اور دى) او الله د قيامت پر ورځ خبرې ورسره نه كوي او ورته دردناك عذاب دى.

 ۱۷۴ – دين پلوري عالمان؛ د اور خوړوونكي: مفسران يوه خوله دي، چې دا آيتونه د كتابيانو په هكله رانازل شوي دي.

 وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴿۱۹۱﴾ = او دوى [هغه بوت نمانځي، چې له هېڅ جنايته لاس نه اخلي] هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ، او (همداسې يې) وباسئ؛ لکه چې تاسې يې ايستلي واست او فتنه او (بوت نمانځنه) تر وژلې ډېره سخته (گناه) ده او مسجدالحرام ته څېرمه تر هغه جګړه ورسره مه کوئ، چې دوی پکې درسره جنګېدلي نه وي که جګړه يې درسره وکړه؛ نو و يې وژنئ، همدا د کافرانو جزا ده .

۱۹۱ . فتنه، تر وژنې بدتره: د فتنې په اړه ويل شوي، چې دا څرګندنه – اصطلاح په آر كې په دې مانا ده، چې د سرو د ښو او نا ښو معلومولو ته په اور كې یې كېښوول دي او د ځينو په وينا له ناپاکۍ نه د پاکۍ په موخه په اور كې د سرو ايښوول دي. په قرآن كريم كې د فتنې اصطلاح او مشتقات يې شپېته ځل راغلي او په جلاجلا مانا كارول شوي دي، كله د ازمېښت او امتحان پر مانا[19]، كله د دوكې وركولو پر مانا[20]،كله د كړاو او عذاب پر مانا[21]، كله د بې لارېتوب پر مانا[22]او كله د شرك او بوتپالنې يا د ايمان را وړونكیو د لارې د خنډ پر مانا (همدا)؛ خو په ظاهره دا ټولې ماناوې د فتنې آريز مفهوم ته (چې وويل شول) ورستنېږي؛ځكه د څرګندنې – اصطلاح آريزې مانا ته يې په پامينوي، چې سره به د اور په زور نږه كوې چې سوچه سره به له ناپاکۍ پاكوي؛ نو په هر ځاى كې چې يو ډول فشار او سختي وي كارول کېږي؛ لكه ازمېښت چې معمولاً له فشار او ستونزو سره مل دى، عذاب چې د سختۍ او فشار يو بل ډول دى، دوكه او چل ول، چې تر دباوونو لاندې تر سره كېږي او همداسې شرك يا د خلكو ښيون په لار كې خنډ، چې له هر يو سره يو ډول دباو او سختي مل ده. لنډه خبره داچې بوتپالي او ترې راولاړ شوي ډول ډول وگړيز او ټولنيز فسادونه په مكه كې دود شوي وو او د الله  د امن حرم يې ككړ كړى و او فساد يې تر قتل او وژنې هم ډېر و. دا آيت وايي،چې د وينو د تويېدو له ډاره له بوتپالۍ سره له جگړې لاس مه اخلئ، چې بوتپالي تر وژنې بدتره ده[23].

 ۱۹۱ . د كعبې چاپېريال يا مسجد الحرام: ځكه يې د كعبې چاپېريال ته مسجد الحرام ويلى،چې الله  پكې داسې څيزونه حرام كړي،چې په نورو ځايونو كې حلال دي،چې يو يې بې احرامه مسجد الحرام ته ننووتل روا نه دي او چې څوك ورننوځي؛ نو لومړى بايد مُحرم شي. همداراز هلته جگړه او وينه تويېدنه حرامه ده (خو داچې د دفاع لپاره وي) د حرامو مياشتو، د نامو ايښوونې لامل همدا دى؛ځكه په دې مياشتو كې جگړه حرامه ده؛ خو د دفاع لپاره[24].

 وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۹۵﴾ = او د الله په لار كې لګښت وركړئ او (د لګښت په پرېښوولو) په خپلو لاسونو خپل ځانونه مه هلاکوئ او نېکي وكړئ، چې الله نېكان خوښوي.

۱۹۵ . انفاق؛ د ټولنې له منځه تلو د ژرغورنې لار: مفسرانو د دوو غونډلو [«او د الله  په لار كې نفقه وركړئ» او « ځان په خپل لاس مه هلاكوئ»] د اړيكې په اړه ويلي، چې انفاق ټولنه له هلاكت او منځه وړو ژغوري؛ ځكه كه انفاق هېر كړاى شي او شتمني د يو شمېر كسانو په لاس كې راټوله وي او پر وړاندې يې ډېرى خلك بې برخې وي؛ نو ډېر ژر به په ټولنه كې ستره چاودنه رامنځ ته شي، چې شتمن او شتمنۍ به يې پكې سوځي. دلته د انفاق او د هلاكت د مخنيوي اړيكه څرگندېږي؛ نو ځكه انفاق تر بېوزليو د شتمنو پر گټه دى. د ځينو مفسرانو په تعبير، د الله  په لار كې له انفاقه ډډه كول، د كنجوسۍ له لامله انساني روح وژني او هم د بېوسۍ له لامله ټولنه مري، په تېره چې اسلامي ټولنه پر احسان او نېكچارۍ راولاړه شوې ده. اميرالمؤمنين علي (ك) وايي: «شتمنۍ مو د زكات پر وركړې ساتئ[25]» بايد پام مو وي، چې انفاق پراخه مانا لري، چې فرضي انفاق (؛لكه زكات، خمس) او مستجي انقاق (؛لكه صدقه او خيرات) رانغاړي.

 الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۱۹۷﴾ = حج په ټاكليو مياشتو كې دى او چاچې په دې ميا شتو كې (د احرام په تړلو او د حج د مناسكو په پيل سره) حج پر ځان فرض كړ(؛نو پوه دې شي چې) د حج په وخت كې دې له خپلو مېرمنو سره کوروالى ونکړي، ګناه ترې ونشي او جګړه ونکړي او كومې ښېګڼې،چې كوئ، الله پرې پوهېږي. (او د حج) د لارې توښه درسره واخلئ، چې په حقيقت کې غوره توښه له نارواوو ځان ژغورنه ده؛ نو عقلمنو زما د (اوامرو له مخالفته) ځان وژغورئ .

 ۱۹۷ . ډېره غوره توښه: ځينو مفسرانو ويلي، چې دا آيت هغې ډلې ته اشاره ده، چې د الله د كور زيارت ته به روان شول؛ نو له ځان سره به يې هېڅ ډول توښه نه وړه او ان كه څه توښه به هم ورسره وه، د احرام پر مهال يې لرې كوله او ويل يې: موږ د الله  د كور زيارت ته ځوو، ناشونې ده، چې خواړه به رانكړي؟! كله به له همدې لامله په تنگسه كې كېدل او يا به يې له دې او هغه گدايي كوله. قرآن دا غلطه اندنه نه مني او وايي: چې ځان ته توښه چمتو كړئ. په عين حال كې يوه مهمه مانیزه موضوع هم ورښيي او وايي، چې ددې توښې ورهاخوا يوه بله توښه هم شته، چې بايد د آخرت سفر ته چمتو كړاى شي، چې هغه تقوا او ځان ساتنه ده[26].  تقوى د «وقايه» له مادې ده او مانا يې له هغو چارو د يو څيز ساتل دي، چې زيان ور رسوي. په بله وينا: تقوى د دنننی كابو كونې يو ځواك دى، چې انسان د شهواتو د سرغړاندۍ پر وړاندې ساتي او د قوي برېك په څېر انسان د گناه په كنده كې له ورغورځېدو ژغوري او له خطرناكو توندو حركتونو يې مخه نيسي[27]. اميرالمؤمنين على (ك) وايي: «د الله  بندگانو! پوه شئ، چې ځان ساتنه ټينگ او ناماتی سنگر دى[28]» په بل ځاى كې وايي: « باخبر! په واقع كې گناهونه د بدچلنه سپرليو په څېر دي، چې خپلې سپرلۍ (گناهكاران) بې قيضې په دوزخ كې ورغورځوي. باخبر! په واقع كې تقوا او ځان ساتنه د منونكيو سپرليو په څېر دي، چې خپل سپاره قيضه په لاس تلپاتې جنت ته ننباسي[29]»

 وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۲۰۱﴾ = او ځينې يې وايي : ((پالونكيه ! په دنيا كې نېکي راكړه او په آخرت كې هم نېکي راكړه او د اور له عذابه مو وژغوره.))

 ۲۰۱ . په دنيا كې نېكي د الله  خوښي: الله  په دې آيت او مخكې آيت كې، خلك په دوو ډلو ويشي: يوه ډله يوازې دنيا غواړي، له همدې لامله په آخرت كې څه برخمني نه لري. بله ډله له خدايه «حسنة» غواړي، ځينو مفسرانو ويلي، چې په دې آيت كې له «حسنة» مراد د الله رضا او خوښي ده؛ يعنې دويمه ډله د الله خوښي غواړي، نه هغه څه چې دوى او ځاني شهوات يې راضي كړي، په رواياتو كې يې د «حسنة» مصداقونه ښوولي دي.  له امام صادق (ع) څخه روايت شوى: «له حسنه مراد» د الله رضا، په آخرت كې جنت، پرېمانه روزي او په دنيا كې ښه خوى دى[30]» د نبي كريم (ص) په حديث كې وايو: «الله چې چاته شاكر زړه، پر ذكر بوخته خوله، په دنيوي او اُخروي چارو ملاتړې مؤمنه مېرمن، وركړي وي؛ نو په دنيا او آخرت كې يې نېكي وركړې او د دوزخ له عذابونو يې ژغورلى دى[31].» البته لكه چې وويل شول، دا روايات د «حسنة» بېلگې او مصداقونه راښيي، كه نه، د آيت مطلب، مطلق حسنه او ښه دي[32].

 وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَنْ تَأَخَّرَ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۰۳﴾ = او الله په شمېرليو ورځو (تشریق) كې ياد كړئ: (د ذي الحجي د مياشتې يوولسمه، دولسمه او ديارلسمه) خو څوك چې بيړه وكړي او د (الله ياد) په دوو ورځو كې وكړى؛ نو ګناهګار نه دى او که څوك ځنډ هم وكړي (او په درېیو ورځو كې يې وكړي) هم ګناهګار نه دى؛ خو چې پرهېزګاري يې کړې وي او د الله د اوامرو له مخالفته ځان وژغورئ او پوه شئ، په حقيقت کې يوازې به د ده لوري ته ورټول کړاى شئ.

 ۲۰۳ . په تشريق ورځو كې د الله يادولو دود : په اسلامي احاديثو كې په تشريق ورځو (د ذې حجې ۱۱، ۱۲ او ۱۳ مه ورځو) كې له الله يادولو منظور داسې ويل شوى، چې تر پينځلسو نمونځونو روسته (چې پيل يې د لوى اختر د ماسپښين او پاى يې د ديارلسمې ورځې گهيځ دى) دې دا غونډلې وايي: « الله اكبر، الله اكبر، لا اله الا الله والله اكبر، لله الحمد، الله اكبر على ما هدانا، الله اكبر على ما رزقنا من بهية  الانعام» د رواياتو له مخې، چې په آيت كې یې له «لمن اتقى» څخه مطلب له ښكاره ډډه كول دي؛ يعنې هغوى چې د احرام په حال كې ځانونه له ښكاره يا د احرام په حال كې له حرامو څيزونو ساتلى وي؛ نو تر لوى اختر روسته په «مينا» كې پاتېداى شي، چې الله  ياد كړي؛ خو چې ډډه يې كړې نه وي، بايد درې ورځې پاتې شي او مراسم پر ځاى كړي [33].

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿۲۰۷﴾ = او له خلکو هغه دى، چې د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او الله پر خپلو بندګانو خوږمن دى.

 ۲۰۷ . د الله  د لورنې يو آيت: په ۲۰۴ آيت (چې د «و من الناس» په عبارت پيل شوى) او ۲۰۵ آيت كې د هغوى په اړه خبره ده، چې پر هغه مهال پر خپلو گناهونو وياړېدل، په ښكاره يې له پېغمبر اكرم (ص) سره د مينې او دوستۍ خبرې كولې او په زړه كې يې د دښمنۍ طرحې كاږلې او كړنو يې دين او انسانيت ته فساد او هلاكت وراړاوه. دا آيت هم د « ومن الناس» په عبارت پيل شوى او ترې پوهېدل كېږي،چې خبره د مقابلې ډلې پر خلاف ده؛ يعنې د هغې رټل شوې ډلې پر وړاندې داسې كسان شته، چې ځانونه د الله  د رضا لپاره پلوري او گرد سره غوښتنې يې د الله  د خوښې تر لاسه كول دي. الله په دوى دين او دنيا سم او حق يې ژوندی كړى دى، د انسانانو ژوند پاك او خوندور وي او په دې توگه بشريت د اسلام له بركاتو برخمنېږي. له دې ځايه راڅرگندېږي، چې ولې د آيت په پاى كې وايي: «او الله  پر خپلو بندگانو مهربان دى»؛ ځكه په انسانانو كې د دغسې وگړيو شتون بندگانو ته يې د الله  د لورنې بېلگې دي او كه دوى د هغو مفسدو او منافقو دښمنانو پر وړاندې نه وي؛ نو د دين ستنې نړېږي. الله  تل د خپلو دښمنانو فسادپالي د خپلو دوستانو په سموپنالۍ له منځه وړي؛ لكه چې د همدې سورت په ۲۵۱ آيت كې وايي: « كه الله  د ځينو خلكو مخنيوى په ځينو نورو نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه» د شيعه و او اهل سنتو په ډېرى رواياتو كې راغلي،چې دا آيت د امير المؤمنين علي (ك) په شان كې رانازل شوى،چې په ليلة المبيت كې (پر هغه شپه چې مشركانو، د پېغمبر(ص) د وژنې هوډ وكړ او آنحضرت (ص) مدينې ته د هجرت هوډ كړى و) د پېغمبر پر ځاى يې په ويدېدو، ځان د مرگ خولې ته وركړ او په واقع كې خپل ځان يې د الله  په لار كې وپلوره[34].

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۲۰۸﴾ = مؤمنانو! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ورننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى .

 ۲۰۸ . د ايمان په سيوري كې سوله او آرامي: «سِلم» د سولې او ارامۍ په مانا ده. له دې آيت گټنه كېږي،چې سوله او ارامي يوازې پر الله  د ايمان په رڼا كې تر لاسه كېداى شي؛ ځكه توکیزه نړۍ او ورسره مينه د شخړو او لانجو سرچينه ده او كه بنيادم د ايمان مانیز ځواك كابو نه كړي، د سولې لاس ته راوړنه ناشونې ده؛ بلكې ددې آيت شريف له عمومي بلنې (چې بې استثنا ټول مؤمنين، چې د هر خېل، ژبې، سيمې او ټولنيز پوړ وي، سولې او صفا ته را بولي) گټنه كېږي، چې د يو نړيوال حكومت جوړښت (چې تر واكمنۍ لاندې به يې په هرځاى كې سوله وي) يوازې پر الله  د ايمان تر سيوري لاندې شونى دى. له آره د بشري زړونو ترمنځ د خپرېدو د عواملو (ژبه، خېل او…) پر وړاندې د نښلون يوه ټينگه كړۍ اړينه ده، چې دا كړۍ يوازې پر الله  ايمان دى، چې له دې اړپېچونو اوچت دى. د ايمان په رڼا كې سوله او پخلاينه د حج په مراسمو كې كتلاى شو. هلته ټول مسلمانان،چې د هر رنگ او خېل وي، په پوره ډاډېنه او آرامۍ، الله نمانځي او د الله  د بندگۍ په سيوري كې هر اختلاف او توپير پټېږي[35]. او د امام صادق (رح) په يو روايت كې «سِلْم» د حضرت على (ك) او سپېڅليو امامانو پر ولايت او امامت تفسير شوى دى؛ ځكه دا ولايت د اسلامي امت د يووالي خورا آريز چورليز كېداى شي او كه تر پېغمبر (ص) روسته ټول مسلمانان په دې ټينگ سنگر كې ورننووتي واى؛ نو د جمل، صفین او نهروان د جگړو په څېر بې شمېره ناخوالې رامنځ ته كېداى نشوى[36].

كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۲۱۳﴾ = (په پيل كې) ټول خلك يو امت و (په يوه لار روان ول او ترمنځ يې تضادونه نه ول، رو رو ټولنې او پاړکۍ رامنځ ته شوې او ترمنځ يې اړپیچونه او تضادونه پيدا شول،په دې وخت كې) الله پېغمبران ورولېږل چې (پر سم تګ) زيرګري او( پر كږو لارو د تګ له پايلو) ګواښګرندي ول او ورسره يې د [خدای] کتاب ولېږه، حق ته یې بلل، چې د خلکو ترمنځ د پېښ اړپېچ پرېکړه وکړي (مؤمنانو پكې اړپېچ ونکړ) اړپېچ یوازې هغوى راپېدا كړ،چې کتاب وركړ شوى و او ښه پاخه دلايل هم ورغلي ول؛ خو د خپلمنځي کينې او سيالۍ له لامله يې اړپېچ ته ملا تړلې وه؛ نو الله په خپله اراده مؤمنانو ته د دوى د شخړو پر مهال د حق لورى وروښود (؛خو بې ايمانه خلك هماغسې په اړپېچ او بېلارۍ كې پاتې شول) او د الله چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي .

 ۲۱۳ . د شريعت خاوند ړومبى پېغمبر: د سپېڅليو له رواياتو گټنه كېږي، چې تر حضرت نوح (ع) روسته دين تشريع شوى او ددې آيت شريف «كان الناس امة واحدة» غونډله – جمله، په حضرت نوح (ع) وړاندې پېر پورې اړوندېږي، چې خلكو د خپل فطرت له مخې ژوند كاوه او د نبوت، پېغمبرۍ او دين څه خبره نه وه، د قرآنكريم نور آيتونه هم دا مطلب تاييدوي[37].

  أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ ﴿۲۱۴﴾ = ايا انګېرئ همداسې به جنت ته ورننوځئ، حال دا لا تر اوسه پر تاسې هغه حالات راغلي نه دي، چې تر تاسې پر ړومبنيو راغلي ول؟ ستونزې پرې راغلې وې، كړاوونه ورورسېدل او دومره غمجن او اندېښمن شول، چې استازي او مؤمنو ملګرو يې وويل: ((چې کله به د الله مرسته راشي؟)) ( په دې وخت كې يې مرسته ترې وغوښته او ورته وويل شو:) پوه شئ،چې د الله مرسته نژدې ده !

 ۲۱۴ . د سختيو برسېرن تريخوالى او باطني خوږلنى يې: ځينو مفسرانو ويلي،هغه مهال چې مسلمانانو په احد كې ماتې وخوړه «عبدالله بن ابى، چې د مدينې يو منافق و» ورته وويل: ترڅو به ځانونه وژنئ؟ كه محمد (ص) پېغمبر واى، الله به يې ياران اسيران او وژلاى نه. په دې موقع كې، دا آيت رانازل شو،له دې آيته معلومېږي،چې يو شمېر مؤمنانو انگېرله، چې يوازې پر الله د ايمان اظهارول جنت ته د ورننووتو آريز لامل دى او ورپسې نه ښايي كړاوونه او خپگان وزغمي، الله ټولې چارې سموي او دښمنان له منځه وړي، قرآن دا ناسم اند رد كړى، دا ټكى څرگندوي،چې تلپاتې نېكمرغۍ او ابدي جنت ته د ورسېدو لپاره اړین دي،چې انسان د ستونزو او كړاوونو په بټيو كې واخږل شي، چې د پولادو په څېر پوخ او د ايمان حقيقت يې رابرسېره شي او بلخوا په ستونزو او سختيو كې هڅه وكړي او خپل استعدادوونه او وړتياوې وغوړوي، چې پر دې مهال یې الله  مرستندوى دى.

په يو روايت كې راغلي، چې رسول الله (ص) ته د صدر اسلام يو رښتوني مجاهد؛«حباب بن اَرَت» د مشركانو له ځورونې شكايت وكړ. حضرت ورته وويل: «تر تاسې وړانديني امتونه پر ډول ډول كړاوونو ربړېدل، تر دې چې ځينې يې له سره په اره دوه برخې كول….. ؛خو دې چار يې له دينه ونه گرځول[38]». په يو روايت كې راغلي، چې الله خپل مؤمن بنده ته كړاو او سختي د نعمت په څېر ورډالۍ كوي؛ ځكه څومره چې د مؤمن كړاوونه او سختي ډېره وي، پر الله  يې توكل، ښه او عاجزي او تضرع يې ورته ډېره وي او الله  ته ښه ورنژدې كېږي. په يو نبوي روايت كې لولو: «پرېمانه سختۍ او كړاوونه به پريمانه اجر او بدلې ولري؛ نو د الله  چې كوم بنده ښه ايسي؛ نو په پرېمانه ستونزو يې اخته كوي؛ نو كه څوك له خدايه راضي و، الله  به هم ترې راضي وي او چې خپه و؛ نو الله به هم ترې خپه وي[39]»

 كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۲۱۶﴾ = د خداى په لار کې جهاد درباندې فرض شوى، که څه نه يې خوښوئ او ښايي يو څيز بد وګڼئ؛ خو درته ښه وي او ښايي يو څيز ښه وګڼئ؛ خو درته بد وي او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.

 ۲۱۶ . شرع د انسانانو د ژوند له گټو سره اړخ لگوي: الله په دې آيت كې پرېكنده وايي، چې نه بايد بشري وگړي د دنيا له ښوو بدو د خپلو ټولنيزو پوهېدنو تابع وي؛ ځكه علم يې له هر پلوه محدود او ناڅيزه دى او معلومات يې د مجهولاتو پر وړاندې؛ لكه چې د سمندر پر وړاندې يو څاڅكى وي. انسانان؛ لکه چې څنگه د الله  په تكويني قوانينو كې د ټولو څيزونو د پنځون – پيدايښت له خوالو ناخبره نه دي او كله يو گټور څيز بې گټې گڼي (حال دا چې د علومو پر مختگ يې گټې را برسېروي) په تشريعي قوانينو كې هم ډېرى مصالح او مفاسد (ښه او بد) نه پېژني؛ نو ځكه شونې ده، چې يو څيز يې ښه و نه ايسي، حال داچې نېكمرغي يې پكې ده، يا يې يو څه ښه ايسي، حال داچې بدمرغي يې پكې ده.انسانان دې خپل محدود علم ته په پامنيوي، نه بايد د الله  د بې پايه علم پر وړاندې د الهي احكامو پر وړاندې ځان وښيي؛ بلكې بايد پوه شي،چې لوراند او لورين الله  كه د جهاد په څېر سخت احكام تشريع كړي، پر گټه يې دي. دې حقيقت ته پاملرنه په انسان كې د الهي قوانينو پر وړاندې د انضباط او تسليم روحيه پالي او پوهه او ليد يې له را ايسارو چاپېريالونو ورهاخوا وړي او له نامحدود؛ يعنې د الله  له بې پايه علم سره يې نښلوي. دا مطلب يوازې له دښمن سره په جگړه او جهاد پورې را ايسار نه دى؛ بلكې له يوه ټولنيز قانونه پرده لرې كوي او انسان ته الهي لارښوونه رابرسېروي ،سختۍ او تريخوالى ورته اسان او خوندوروي[40].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللَّهِ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۱۸﴾ = په حقيقت کې هغوى چې ايمان راوړى او هغوى چې هجرت كړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى؛ (؛نو) همدوى د الله رحمت ته هيلمن دي او الله مهربان بښونكى دى.

۲۱۸ . هيله: الهي لورنې ته هيله، د انسان د نېكمرغۍ له بنسټيزو لاملونو ځنې ده؛ ځكه هيله د انسان د خوځښت لاملېږي؛ البته ددې ټكي ويل مهم دي، چې د قرآن له نظره هغه هيله مطلوبه ده، چې د موخې له نورو وزلو او اړتياوو سره مل وي؛ يعنې انسان بايد هيلمن وي، چې د موخې تر پامنيوي روسته، دې موخې ته د ورسېدو لپاره اسباب او وسايل هم چمتو كړي؛ نو په داسې شرايطو كې دې موخې ته د رسېدو لپاره سترگې پر لار وي؛ بلكې يو بزگر،چې پر خپل وخت،ځمكه يووه كوي، تخم پكې كري، په موقع يې اوبخوروي، كر څاري، چې آفت ور و نه رسي او په دې شرايطو كې هيلمن دى، چې الله  ښه یېبرې – حاصلات ور په برخه كړي. ابدي نېكمرغۍ او الهي بې پايه لورنې ته د رسېدو لپاره هم همدا مطلب صادق دى. كه څوك د نېكمرغۍ سريزې (چې پر الله  ايمان، صالح كړه وړه او الهي تقوا ده) تر لاسه كړي او پر همدې وخت الهي بدلې او لورنې ته سترگې پر لار وي؛ نو دا حقيقي هيلمن دى؛ خو بې له دغسې شرايطو هيله تش د ځان دوكه كول دي؛ لكه چې دا آيت شريف الهي لورنې ته د هيلې نښه، پر الله  ايمان، په لار كې يې مهاجرت او جهاد راښيي[41]. په دې باب حضرت علي (ك) وايي: «چې چا خپل زړه د الله  هيلې ته نيولى وي؛ نو هيله يې له كړنو معلومېږي[42]».

 فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى قُلْ إِصْلَاحٌ لَهُمْ خَيْرٌ وَإِنْ تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۲۰﴾ = (الله خپل آيتونه درڅرګند کړل، چې) د دنيا او آخرت په باب (فکر وکړئ) او د پلارمړیو په باب دې پوښتي، ورته ووايه: ((د (چارو) سمبالښت يې غوره چار دى او كه ورسره ګډ شئ؛ نو روڼه مو دي)) الله ((ورانكاری)) له ((روغ چاري)) څخه پېژني او كه الله غوښتي واى؛ نو تاسې يې له ستونزو سره مخامخولئ (او حكم يې كاوه، چې د پلارمړیو پر پالنې سربېره، بيخي له خپلو مالونو يې ژوند او مالونه بېل كړئ؛خو الله داسې نه كوي)؛ ځكه الله بريمن حکيم دى .

۲۲۰ . د اړتيا تر بريده د پلار مړي له شتمنۍ گټنه: له امام صادق (رح) نه د دې آيت په شان نزول كې روايت شوى: چې كله د اسراء (۲۳) آيت او د نساء (۱۰) آيت رانازل شو، چې پكې د پلار مړيو شتمنيو ته له ورنژدېدو (خو داچې پلار مړيو ته گټوره وي) او د مالونو له خوړو يې منع شوې وه؛ نو كومو خلكو، چې په كور كې پلار مړي درلودل، له كفايت او پالندوينې يې لاس واخست او پر خپل حال يې پرېښوول او ان ځينو له خپلو كورونو وشړل او چې چا ايستلي نه ول، په كور كې يې داسې چلن ورسره كاوه، چې تر شړلو څه كم نه و؛ ځكه كوم خواړه يې چې د دوی له شتمنيو چمتو كول، له خپلو سره يې نه ورگډول او ان جلا يې ورته كټوه او ډوډۍ پخوله او چې پلارمړي به خواړه وخوړل؛نو پاتې يې ورته زېرمول،چې بل ځل يې وخوري او كه به خرابېدل؛ نو لرې يې اچول. دا ټولې چارې يې ځكه كولې، چې د پلار مړي د شتمنۍ د خوړو مسووليت ورترغاړې نشي. دې چار پالندويانو او پلار مړيو ته سترې ستونزې راولاړې كړې؛ نو ځكه نبي كريم (ص) ته ورغلل او د دې چلن په اړه يې وپوښتل، په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو او مسلمانانو ته يې وويل: چې د پلار مړيو له پالنې اوږې ايستل او پر خپل حال يې پرېښوول سم چار نه دى، غوره داده، چې پالندويي يې ومنئ او چارې يې سنبال كړئ او كه شتمنۍ يې درسره گډې شوې،څه توپير نه لري؛ خو كه نيت مو ښه وي؛ نو د يو رور په څېر ورسره وچلئ[43].

 وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۲۱﴾ = او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده،كه څه (ښكلا، شتمني او مقام يې) ستاسې خوښ وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛خو كه اړ شوئ؛مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى .كه څه (مال،ښكلا او شتمني يې) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي.

 ۲۲۱ . له مشركانو سره د واده ممنوعيت: دا آيت شريف ځكه له مشركانو سره واده منع كوي، چې دوى د جهنم بلونكي دي. دې ټكي ته پام خورا مهم دى، چې له آره له مشرك سره گډ ژوند او مينه سوکه سوکه انسان له خدايه لرې كوي او دوزخي كوي يې،كه څه د مشرك بلنه ژبنۍ نه وي، باطلې گروهې او ناوړه خويونه يې پر مؤمن لږ لږ اغېز كوي او له خدايه يې لرې كوي او شرك ته يې وركاږي. دا اغېز په تېره پر اولادونو ډېر دى؛ ځكه اولادونو ته د مور و پلار روحيات او خويونه د وراثت له لارې لېږدول كېږي او په دې ترڅ كې، د اولادونو په روزنه كې د مور و پلار اغېز يو اړين چار دى، په تېره كه مور مسلمانه او مومنه نه وي؛ ځکه اولادونه له ماشومتوبه د مور په غېږ کې روزل كېږي. د مشركانو پر خلاف مؤمنان د خپل ايمان او تقوا له لامله، په ژبه او كړنو خپل مېړه او اولادونه جنت او الهي بښنې ته رابولي او الله  دا بلنه په ځان پورې تړي؛ ځكه د مؤمنانو پالندوى دى او مؤمنان يې په لاسنيوي د الله  په لار كې گامونه اخلي[44].

 نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۲۳﴾ = مېرمنې مو ستاسې كروندې دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ (او زيار وباسئ،چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) زېرمه مو مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او پوه شئ،چې (يوه ورځ) له هغه سره مخامخېدونکي ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه  .

 ۲۲۳ . له مخكې ځان ته د نېكۍ اغېز ولېږئ: دا غونډله دې ته اشاره كوي، چې له كوروالي نهايي موخه خوند اخستل نه؛ بلكې له دې چاره بايد د ښو او وړ اولادونو د پالنې او روزنې لپاره گټنه وكړاى شي او له مخكې يې قيامت ته د يوې مانیزې زېرمې په توگه ولېږئ. دا خبره يو خبرتيا ده، چې بايد د مېرمن په ټاكنه كې داسې آرونو ته پاملرنه وشي، چې دې مهمې پايلې (؛يعنې د صالح اولاد روزنه) ته ورسئ. تر دې آيت لاندې له رسول اكرم (ص) څخه روايت شوى: «چې انسان مري؛ نو يوازې درېيو څيزونو ته هيلمن وي: جاريه صدقات (هغه مالونه، چې گټه يې خلكو ته رسي) هغه پوهه، چې گټه ترې وړل كېږي او صالح اولاد، چې دعا ورته كوي» په دې توگۀ د صالح اولاد روزنه له علمي آثارو، د سمو كتابونو له كښلو، د جوماتونو، روغتونونو او كتابتونو او نورو مرستندویه مؤسساتو له جوړولو سره په څنگ كې راغلې ده[45].

 وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۲۴﴾ = او الله خپلو سوګندونو ته مه لاسوندوئ، چې (په دې پلمه) له نېکو چارو، تقوا او د خلكو ترمنځ د روغې جوړې له چارو منع شئ . الله پوه اورېدونکى دى.

 لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۲۲۵﴾ = الله مو پر خوشې سوګندونو نه نيسي؛ خو په هغو مو نيسي، چې د زړه له كومي مو کړي وي، او الله زغمناک بښونكى دى.

 ۲۲۴ او ۲۲۵ . بې بنسټه قسمونه: ددې دوو آيتونو په شان نزول كې روايت شوى، چې د پېغمبر (ص) د يوه يار «عبدالله بن رَواحه» د زوم او لور ترمنځ څه لانجه پيدا شوه، قسم يې وخوړ، چې د لانجې په هواري كې به يې گوتې نه وهي. دا دواړه آيتونه رانازل شول او دا ډول قسمونه يې منع او بې بنسټه وگڼل[46]. له ۲۲۴ آيته گټنه كېږي، چې قسم خوړل (په تېره پر خدای) څه غوره چار نه دى. ددې دوو آيتونو او سپېڅليو امامانو د رواياتو له مخې، قسم په دوو ځايونو كې حقوقي ارزښت نه لري او معتبر نه دى: ۱- انسان قسم خوري، چې كوم فرضي يا مستحبي چار به نه كوي يا به كوم حرام چار كوي، په دې حال كې يې سوگند يې ارزښته دى او نه عملي كول يې سم دي[47]. له امام صادق (رح) نه روايت شوى دى: «چې درنه وغوښتل شول، چې دوه تنه سره پخلا كړه؛ نو مه وايه، چې له دې چاره مې قسم خوړلى دى[48]» ۲- هغه قسمونه چې بې پامه او بې له زړگني نيته او له يو څيزه له غوسې او يا د نورو په زور وشي او د وگړي د قسم حقيقي مفهوم ته پام نه وي[49]. له امام صادق (رح) څخه روايت شوى: «لغو قسم دادى، چې څوك ووايي: «نه پر الله » او «هو پر الله » خو بې له دې چې څه ژمنه وكړي[50]»  كه قسم بې له دې دوو ځايونو و، او يو چا حقيقي قسم وخوړ؛ نو فرض دي، چې پر قسم ودرېږي او كه قسم مات كړي، پر اخروي سزا سربېره كفاره هم پرې واجبېږي. د دروغو د قسم په هكله له امام صادق (رح) څخه يو روايت راغلى دى: «چې څوك آگاهانه په دروغو قسم خوري؛ نو په حقيقت كې له الله  سره جنگېدلى دى.[51]» د مائدې سورت د ۸۹ آيت له مخې، د قسم ماتولو كفاره، لسو مسكينانو ته خواړه يا لسو تنو اړمنو ته جامې وركول يا د يوه مريي آزادول دي (اوس خو مريي نشته؛ خو له هغو دوو چارو دې يو وكړي[52])

 وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۲۸﴾ = او طلاقې شوې ښځې دې تر درېيو مياشتنيو جامو وګوري او كه پر الله او قيامت ايمان لري؛ نو څه چې خداى د دوى په رحم (زيلانځ) كې پيدا كړي وي، پټ يې نه کړي او كه په همدې وخت (د عدت وخت) كې يې مړونه د خپلو اړيكو سمولو ته چمتو وي (؛نو تر نورو) حق لري،چې نكاح ورسره وكړي او پر ((مړونو)) د مېرمنو په ښه توګه داسې (حقوق) دي؛ لكه د مړونو چې پر ((مېرمنو)) دي؛ خو د نارينه وو پرې یوه ځانګړې مرتبه ده او خداى ځواکمن حکيم دى .

۲۲۸ . خورا ناخوښ حلال: ددې آيت او ورپسې څو نورو آيتونه ټوليزه ويينه طلاق دى. پخپله طلاق يوه اړتيا ده؛ ځكه ځينې وخت داسې علتونه رادبرېږي، چې د سړي او ښځې ترمنځ گډ ژوند ناشونی كوي او يا يې ژوند پر دباو او كړاو تېرېږي او كه ټينگار پردې وي، چې د واده تړون تر پايه وي؛ نو د ډېرو ستونزو سرچينه به شي؛ نو ځكه اسلام د طلاق له آر سره موافق دى؛ خو هڅه كوي تر شوني بريده راټيټ شي او تر هغې چې د گډ ژوند لپاره څه لار وي؛ نو څوك دې په طلاق پسې نه ځي، له همدې كبله، په اسلامي رواياتو كې طلاق سخت رټل شوى او د خورا ناخوښه حلال نامه وركړاى شوې ده.

له نبي كريم (ص) څخه روايت شوى: «د الله  له دې چاره خورا بد ايسي، چې په اسلام كې د كوم کور بنسټ پر بېلتون او طلاق ويجاړ شي» له امام صادق (رض) څخه روايت دى: «د الله په حلالو كې، طلاق يې خورا بد ايسي[53]

 وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِتَعْتَدُوا وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُمْ بِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۳۱﴾ = او چې ښځې مو طلاقې كړې او د ((عدت)) ورځې يې په پوره كېدو شي؛ نو يا يې په ښه توګه وساتئ (او پُخلا شئ) او يا يې په ښه توګه خوشې كړئ او زيان ورسولو لپاره يې مه ساتئ، چې (په حقوقو یې) تېری وکړئ او چا چې داسې وكړل، پر ځان يې ظلم كړى او (په دې كړنو او له الهي قوانينو پر ناوړې ګټنې) د الله پر آيتونو ملنډې مه وهئ او الله دركړي نعمتونه درياد كړئ او (هم) پر تاسې نازل شوي اسماني كتاب او حكمت (هم درياد كړئ) چې خداى پرې پند دركوي. له الله ووېريږئ او پوه شئ، چې الله پر هر څه پوه دى (او د هغوى پر نيت پوه دى، چې له الهي قوانينو ناوړه ګټه اخلي)

 ۲۳۱ . د طلاق د عدت فلسفه: په دې آيت او ورسره مل آيتونه كې د طلاق يو لړ احكامو ته اشاره شوې، چې يو يې تر طلاق روسته عده ده، داچې مطلقه ښځې درې ځل مياشتنۍ تېره كړي او پاكېدو ته سترگې پر لار وي او تردې روسته اجازه لري، چې له بل تن سره واده وكړي، د دې حكم په اړه اسلامي پوهانو دوه مهمې فلسفې يادې كړي دي: ۱- د ځوځات ساتنه، كه څه  معمولاً يو ځل مياشتنۍ د ښځې پر نه دوه ځانيتوب دليل دى، كله ليدل شوي، چې ښځې په عين دوه ځانۍ كې د دوه ځانۍ په پېلامه كې مياشتنۍ پرې راځي؛ نو ځكه ددې موضوع د پوره مراعتولو لپاره حكم شوى، چې ښځه دې درې ځل مياشتنۍ وويني او پاكه شي، چې له مخكېني مېړه يې نه دوه ځانيتوب پرېكنده څرگند شي او بل واده وكړاى شي. ۲- پخلاينې او راستنېدا ته لار: ډېری بېلتونونه د يوې كوچنۍ شخړې پر سر وي، چې په زړونو كې كينه بلوي او د طلاق لامل گرځي؛ خو ډېرېږي، چې تر ډېر لږ وخت روسته، ښځه او سړى په خود شي، پښېمانېږي او هيله كوي،چې بيا گډ ژوند پيل كړي. له همدې لامله اسلام حكم كړى،چې ښځې دې تر يو وخت عدت وساتي، چې ښايي د ژوند له آسمانه يې د شخړو تورې ورېځې لرې شي.  د امام باقر (رح) په يو روايت كې لولو:«مطلقه ښځه د خپل عدت په موده كې كړاى شي ځان ښكلى كړي، رانجه وكړي، خپل وېښتان رنگين او ځان معطر كړي او د خپلې خوښې جامې واغوندي…. ښايي له همدې لارې بيا د پخواني مېړه پام راواړوي او نارينه رجوع ورته وكړي[54]

 وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدْتُمْ أَنْ تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُمْ مَا آتَيْتُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۳﴾ = او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي . (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي . د ماشوم پر پلار لازمه ده،چې مور ته د تي رودنې په وخت كې په غوره توګه خوراك او جامې وركړي ( ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى، نه مور د خپل اولاد پر سر زیان وویني او نه پلار او نباید موروپلار د خپل اختلاف له لامله ماشوم ته زيان ورسوي، او پر وارث (که پلار یې مړ شي) يې هم دغسې ده او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي (ژر) غوڅ كړي؛ نو څه باك يې نشته او كه (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې) مو وغوښتل،چې خپلو اولادونو ته  دايي ونيسئ؛نو څه ګناه يې نشته؛خو په دې شرط، چې د مور پخوانى حق په ښه توګه ادا كړئ او د الله (د فرمان له سرغړونې) ووېريږئ او پوه شئ،څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى .

 ۲۳۳ . د كوچني په جسمي او روحي وده كې د مورنۍ شيدو اغېز: د فقهاوو له نظره، واجب نه ده، چې مور خپل اولاد ته تى وركړي؛ خو ډېره ښه او مستحب ده،چې تى خور د خپل مور تى وروي[55]. د مور شيده پر تي خور جسمي او روحي ډېرې ښې اغېزې لري. نننۍ پوهه وايي، چې مورني شيدې تر لومړيو مياشتو پورې د ماشوم ټولې اړتياوې پوره كوي او نورو خوړو ته يې هډو څه اړتيا نه وي. پر خوړو سربېره د تي وركوونكې ښځې روحيات او خلقيات هم تي خور ته ورلېږدول كېږي.  د علي (ك) په يو روايت كې لولو:«تي خور ته د خپلې مور شيدې خورا بركتي دي[56]»  همداراز ويلي يې دي: بې له موره كومه ښځه چې كوچني ته تى وركوي؛ نو مستحب ده، چې عقلمنه، پتمنه او ښكلې وي[57]. له حضرت علي (ك) روايت شوى دى: «تي خورو اولادونو ته مو، ښه ښځه غوره كړئ؛ لكه چې د واده لپاره مناسبه ښځه غوره كوئ؛ ځكه تى وركول د بنیادم پر خوى او خټه اغېز لري.[58]» الله  تعالى په قصص سورت كې وايي: د الله  په امر، چې د حضرت موسى عليه السلام مور، موسى عليه السلام په صندوق كې كېښود او د نيل رود ته يې ور وغورځاوه، فرعونيانو ونيو او د يوې دايي په لټه كې وو، چې تى وركړي؛ خو د الله  په حكم موسى عليه السلام بې له خپلې مور د بل چا تى په خوله كې ونه نيو او په دې توگه الله  د خپلې مور غېږ ته ورستون كړ. ځينو ويلي، چې موسى عليه السلام ته ځكه د نورو د شيدو په وركړې کې ممانعت و، چې الله نه غوښتل هغه چې پېغمبر كوي یې، داسې شيدي وخوري، چې په حرامو، غلا، رشوت او د نورو د حقوقو پر غصب ككړې شوي وي، هغه بايد د خپلې مور په څېر پاك شيده وخوري، چې د ناپاكيو پر وړاندې پاڅون وكړاى شي او له ناپاكانو سره مبارزه او جگړه وكړي[59]. په رواياتو كې تي وركوونكيو ته ډېر ثوابونه ويل شوي دي. له نبي كريم (ص) روايت شوى: « چې مور خپل كوچني ته تى وركوي؛ نو په هرځل رودلو يې هومره ثواب دى؛ لكه د اسماعيل عليه السلام له اولادې چې يو مريی ازادوي؛ نو چې د تي وركړه يې پاى ته ورسي، يوه پرښته يې پر څنگ وهي او وايي: چار دې له سره كړه؛ ځكه بښل شوې يې[60]»

 سرچینه: شرح منتخب آیات قرآن حکیم: لیکوال شیخ ناصر مکارم شیرازي

[1] (اطيب البيان، 2 / 228 او الميزان،1 / 314 )

[2] (اطيب البيان، 2 / 24)

[3] ( الميزان، 1 / 324)

[4] ( الميزان، 1 / 324)

[5] ( موضوعي تفسير، 14/ 246 )

[6] ( الميزان، 1 / 349)

[7] ( الميزان، 1 / 381)

[8] ( الميزان، 1 / 389 مخ او نمونه، 1 / 549)

[9] (سفينة البحار، 1/ 476 )

[10] ( الميزان، 1 / 404)

[11] ( الميزان، 17 / 251)

[12]  (اصول كافي، كتاب العقل الجهل)

[13] ( نمونه، 24 / 329)

[14] ( اصول كافي، 1 /28)

[15] (الميزان، 1 / 408)

[16] ( المیزان ۱/ ۴۱۶۱)

[17] ( المیزان ۵/ ۲۰۵)

[18] (نمونه ۱/ ۵۸۵)

[19]  (عنكبوت-۲)

[20]  (اعراف – ۲۷)

[21] (ذاريات – ۱۳)

[22]  (مائده – ۴۱)

[23] نمونه، ۲: ۲۱ مخ.

[24] اخستل شوى له: مصطلحات الفقه، ۲۰۸ مخ.

[25] نمونه، ۲: ۳۷ مخ.

[26] نمونه، ۲\ ۵۵ مخ.

[27] نمونه، ۱\ ۷۹ مخ.

[28] نهج البلاغه، ۱۵۶ خطبه.

[29] نهج البلاغه، ۱۶ خطبه.

[30] الميزان، ۲\۸۳ او ۸۷ مخونه.

[31] نمونه، ۲\ ۶۶ مخ.

[32] الميزان ۲\۸۷ مخ

[33] نمونه،۲ : ۷۰ مخ.

[34] الميزان، ۲ : ۹۹ مخ.

[35] نمونه، ۲ : ۸۱ مخ.

[36] اطيب البيان، ۲ : ۳۸۸ مخ + الاء الرحمن، ۱۸۶ مخ.

[37] الميزان، ۲ : ۱۴۵ مخ.

[38] نمونه، ۲ : ۱۰۰ مخ.

[39] اصول كافي، ۲ : ۲۷۸ مخ.

[40] نمونه، ۲ : ۱۰۷ مخ.

[41] اطيب البيان، ۲ : ۴۲۲ مخ.

[42] نهج البلاغه، ۱۵۹ مخ.

[43] نمونه، ۲ : ۱۱۷ او ۱۲۲ مخونه.

[44] نمونه، ۲ : ۱۳۳ مخ + الميزان، ۲: ۱۰۹ مخ.

[45] نمونه، ۲ : ۱۴۲ مخ.

[46] . نمونه، ۲ : ۱۴۵ مخ.

[47] اطيب البيان، ۲ : ۴۴۸ مخ.

[48] الميزان، ۲: ۲۳۱ مخ.

[49] اطيب البيان، ۲ : ۴۵۱ مخ.

[50] الميزان، ۲ : ۲۳۱ مخ.

[51] سفينة البحار، ۸ : ۷۵۹ مخ.

[52] نمونه، ۲: ۱۴۸ مخ.

[53] نمونه، ۲۴ : ۲۲۴ مخ.

[54] نمونه، ۲ : ۱۵۹ مخ او ۲۴ : ۲۲۴ مخ.

[55] اطيب البيان، ۲ : ۴۷۰ مخ.

[56] وسائل ، ۲۱ : ۴۵۳ مخ.

[57] د امام خميني (رح) د توضيح المسايل رساله، ۴۸۸ گڼه مساله.

[58] سفينة البحار، ۳ : ۳۶۲ مخ.

[59] نمونه، ۱۶ : ۳۴ مخ.

[60] بحار الانوار، ۱۰۱: ۱۰۷ مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست