تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  د سورة ص د منتخبو آیتونو شرح د ص سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو کې رالنډېږي:  ١- توحيد، له شرک سره مبارزه ، د اسلام د پېغمبر نبوت او د توحيد او نبوت پر ضد د مشرکو دښمنانو ځېلتوب . […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 د سورة ص د منتخبو آیتونو شرح

د ص سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو کې رالنډېږي:  ١- توحيد، له شرک سره مبارزه ، د اسلام د پېغمبر نبوت او د توحيد او نبوت پر ضد د مشرکو دښمنانو ځېلتوب . ٢-  د الهي نهو تنو پېغمبرانو د ژوند يوه څنډه ، په تېره داوود ، سليمان او ايوب(عليهم السلام) حالاتو ته اشاره شوې،په ژوند  کې يې ستونزې او خداى ته يې د بلنې په باب مطالب ويل شوي،چې تر زور زياتي لاندې ړومبيو مسلمانانو ته د زده کړې يو درس وي .  ٣- په قيامت کې د سرغړاندو کفارو برخليک او په دوزخ کې يې د شخړو يادونه کوي او مشرکانو او بې ايمانو ته يې د چار پاى ورښيي . ٤-  د انسان پنځون – پيدايښت،لوړمقام يې او آدم ته د پرښتو د سجدې په هکله خبرې کوي او راښيي،چې د انسان د صعودي او نزولي قوس ترمنځ څومره ډېر واټن دى . ٥-  ټول ځېلي دښمنان ګواښي او د اسلام پېغمبر(ص) ته ډاډ ورکوي او دا واقعيت هم څرګندوي،چې دا په خپله بلنه کې نه له چا اجر او مزدوري غواړي او نه چاته څه رنځ او کړاو  (نمونه، 19: 203 مخ)

 ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ ﴿۱﴾ = صاد، له نصيحت (او د الله له ياده) پر ډک قرآن قسم (چې دا كتاب الهي معجزه ده).

بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ ﴿۲﴾ = هو! کافران په لويي، سرغړونې، (جاهلي) ځېل او (له حق سره) په مخالفت کې (لګیا) دي.

كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ ﴿۳﴾ = تر دوى مخكې مو څومره قومونه هلاك كړل؛ نو (د عذاب راتلو پر مهال يې) چغې وختې (او مرسته يې غوښته)؛ خو د ژغورنې وخت تېر شوى و.

 1 تر 3_ كافران؛ په ښاڅمنۍ او اړپیچ – کبر او اختلاف كې راګېر: له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې راغلي: [ ابوجهل او يو شمېر قريش د پېغمبراکرم (ص) تره ابوطالب ته ورغلل او ويې ويل: وراره دې ځورولي يو او زموږ خدايان يې هم خپه كړي. را و يې غواړه او ورته ووايه، چې زموږ له خدايانو لاس واخلي، چې موږ یې هم خداى و نه كنځوو. ابوطالب يو تن په پېغمبراکرم (ص) پسې ولېږه، چې پېغمبر(ص) كوټې ته راننووت او شاوخوا ته يې وكتل؛ نو ويې ليدل، چې له ابوطالب سره يوازې مشركان ناست دي. ويې ويل: ((السلام على من اتبع الهدى)) بيا كېناست. ابوطالب، پېغمبر(ص) ته د دوى خبرې وكړې. پېغمبر(ص) په ځواب كې وويل: ايا دوى چمتو دي،چې په يوه غونډله كې راسره موافقه او خوښي وښيي او په رڼا كې يې پر ټولو عربو مخكې شي او واكمني وكړي؟ ابوجهل وويل: هو! موافق يو. مطلب دې كومه يوه غونډله ده؟ پېغمبر(ص) وويل: ووياست: ((لا اله الا الله))، چې ناستو دا غونډله واورېده، دومره وډار شول، چې ګوتې يې په غوږونو كې كېښوولې او په بيړه ووتل او ويل يې: (( دغسې يو څيز مو په راروسته دين كې اورېدلى نه دى. دا يو جوړ كړاى شوى دين دى.)) بيا يې الله  په اړه ددې سورت له(1) تر (7) آيتونو پورې رانازل كړل.] (نمونه، 19: 206 مخ)

 جُنْدٌ مَا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِنَ الْأَحْزَابِ ﴿۱۱﴾ = (هو!) دوی له لویو ډلو یو کوچنی ټولګی دی،چې هلته یې (= بدر) ماتې پر برخه وه (چې له حقيقته لرې دى او پلمې کوي)

11_ دې كوچني لښكر ماتې خوړلې: دا آيت پېسمن- كبرجن كافران سپكوي. ((هُنَالِكَ)) د هلته پر مانا او لرې ته اشاره ده، له همدې امله، يو شمېر يې په بدر غزا كې د مشركانو ماتې ته اشاره بولي، چې له مكې وړاندې پېښه شوه. د احزاب تعبير په ظاهر كې ټولو ډولو ته اشاره ده، چې د پېغمبر(ص) پر ضد راپاڅېدلي او الله  وځپل او د مشركانو ټولى يې يوه كوچنۍ ډله ده، چې پر برخلیك به يې اخته شي. ددې خبرې ګواه، ورپسې آيتونه دي، چې دا ټكى یې په ډاګه كړى. هېر نه كړو، چې دا سورت له مكي سورتونو ځنې دى او دا خبره قرآن هله كړې، چې مسلمانان لږكي ول؛ داسې چې شونې وه، مشركان يې د يوې مړۍ په څېر ښوىې تېر كړي. هغه مهال د مسلمانانو د بريا هېڅ نښه نه ښكارېده او د بدر، احزابو او حنين برياوې لا راغلې نه وې؛ خو قرآن پرېكنده وويل: دا سر سخت دښمن، يو كوچنى لښكر دى، چې ماتې به وخوري. نن هم قرآن دا زېرى د نړۍ مسلمانانو ته وركوي (چې له هر خوا د تېري كوونكيو ځواكونو په ولكه كې دي) ، چې كه د ړومبيو مسلمانانو په څېر د الله  پر ژمنه ودرېږي؛ نو هغه به هم د احزابو د لښكر د ماتې پر ژمنې وفا وكړي. (نمونه، 19: 226 مخ.)

وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ﴿۲۱﴾ = او ايا د مدعيانو خبر دررسېدلى، چې (د داوود) د محراب (عبادتځي) پر دېوال وروختل.

إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاءِ الصِّرَاطِ ﴿۲۲﴾ = چې (ناڅاپه) پر داوود ورننووتل؛ نو ترې ووېرېد او دوى وويل: ((مه وېرېږه، (موږ) دوه تنه مدعيان يو، چې يو پر بل مو تېرى كړى؛ نو ترمنځ مو په حق پرېكړه وكړه او بې انصافي مه کوه او سمې لارې ته مو ورسیخ کړه.

إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ ﴿۲۳﴾ = په رښتینه كې دا (سړى) مې رور دى او د ده نهه نوي مېږې او زما يوه مېږه ده؛ نو راته وايي چې دا (هم) راكړه او په خبرو کې راباندې زورور دی .))

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ﴿۲۴﴾ = (داوود) وويل : (( په يقين هغه په دې غوښتنه كې پر تا تېري كوي، چې ستا يوه مېږه پرخپلو مېږو ورزياتوي او بېشکه ډېر شريكباڼي (او دوستان) پر يو بل تېرى كوي؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او نېکچاري دي؛ خو [په رښتینه کې] داسې خلک لږ دي .)) داوود پوه شو، چې (په دې پېښه كې) مو وازمېيه؛ نو له خپل پالونكي یې بښنه وغوښته او پړمخ پر سجده پرېووت او توبه يې وايسته.

فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِكَ وَإِنَّ لَهُ عِنْدَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۲۵﴾ = نو دا (تېروتنه) مو وروبښله او په حقيقت كې هغه زموږ پر وړاندې د لوړې رتبې خاوند او د ښې پايلې درلودونکى دى.

 21 تر 25_ د داؤد (ع) ستر ازمېښت: له قرآنه ګټنه كېږي، چې څو تنه د عدل لپاره د داؤد(ع) د دېوال پر ماڼۍ وروختل او ورغلل. لومړى وډار شو، بيا يې د شاكي شكایت ته غوږ كېښود، چې ويې ويل: زه يوه مېږه لرم او رور مې 99 لري او وايي، چې دا يوه هم راكړه. داؤد (ع) شاكي پر حق وباله او دا غوښتنه يې تېرى وګاڼه. بيا له خپله چاره پښېمانه شو او له خدايه يې بښنه وغوښته او وبښل شو؛ خو دلته دوه ټكي د ځير وړ دي: 1_ ازمېښت. 2_ بښنه غوښتل او توبه. قرآن په دې دوو برخو كې، په مشخص ټكي ګوته ايښې نه ده؛ خو په دې آيتونو او اسلامي رواياتو كې له شتو قراینو معلومېږي، چې داؤد (ع) د ورمندون او قضاوت په هكله پرېمانه معلومات درلودل او الله  غوښتل ازمېښت یې كړي؛ نو بيا يې دا غير عادي شرايط (د ماڼۍ پر دېوال يې ورختل او ورتلل) ور وړاندې كړل. په ورمندون كې يې لږ څه بېړه وكړه او مخكې تردې چې د مقابل لوري څرګندنه وغواړي، ورمندون يې وكړ؛ كه څه ورمندون يې پوره عادلانه و او له آيتونو هم راولاړېږي، چې د شخړې دواړه لوري یې پر خبره قانع شوو او د داؤد (ع) له غونډې ووتل؛ خو داؤد (ع) په چورت كې شو او سره له دې، چې پوهېده عادلانه ورمندون يې كړى؛ خو داچې د قضا د غونډې آدابو ته يې پاملرنه كړېنه وه، چې لازم وو، په خپلو ويناوو كې يې بيړه كړې نه واى؛ بلكې پکار وو، چې د مقابل لوري خبره يې هم اورېدلې او بيا يې ورمندون كړى واى؛ نو ژر يې خپلې ښويېدنې ته ورپام شو او د وخت له تېرېدو وړاندې يې جبران كړه، له هغه ((ترك اولى)) يې بښنه وغوښته او الله  هم ورتېر شو. (نمونه، 19: 244 مخ)

يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ﴿۲۶﴾ = داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې؛ نو د خلكو ترمنځ په حق پرېكړه كوه او په ځاني غوښتنو پسې مه ځه، چې د الله له لارې به دې واړوي؛ په حقيقت كې هغوى چې د الله له لارې اوړي (؛ نو) د حساب د ورځې د هېرولو له لامله ورته سخت عذاب دى.!

 26_ د بېلارېتوبونو سرچينه: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې د قيامت ورځې هېرول، د ټولو بېلارېتوبونو سرچينه ده. دا آر، د انسانانو په ژوند كې معاد ته د پاملرنې روزنيز اغېز څرګندوي. په دې باب، چې په اسلامي سرچينو كې كوم روايات راغلي، ډېر د ځير وړ دي؛ لكه له پېغمبراکرم(ص) نه په يوه مشهور حديث كې راغلي او هم له علي (ك) روايت شوى: (( خلكو! تر هر څه وړاندې ډارېږم، چې په دوو څيزونو كې راښكېل شئ: په ځاني غوښتنو پسې تلل او په زړه كې د اوږدو هيلو پالنه. په ځاني غوښتنو پسې تلل مو له حقه پر شا كوي او اوږدې هيلې، قيامت درنه هېروي)) وړ ده، چې دا غونډله په سروزرو وكښل شي او ټولو په تېره د واكمنو، قاضيانو او پازوالانو په مخكې راځوړنده كړاى شي. له امام باقر نه په يوه روايت كې لولو:((بنيادم په درېيو څيزونو هلاكېږي: هغه کنجوسي، چې عملي شي، هغه ځاني غوښتنه، چې ومنل شي او داچې انسان له ځانه راضي وي.)) (نمونه، 19: 264 مخ.)

إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ ﴿۳۱﴾ = هغه وخت (درياد كړه)، چې سلیمان ته ماښام مهال ګړندي اصيل اسونه وروړاندې کړای شول،

فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ﴿۳۲﴾ = نو ويې ويل : ((دا آسونه مې د الله لپاره خوښ دي)) (او په جهاد كې ګټه ترې اخلم، همداسې یې ورته كتل) تردې،چې له سترګو يې پناه شول .

رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ ﴿۳۳﴾ = (اسونه دومره په زړه پورې ول، چې ويې ويل : ) بېرته يې راوګرځوئ؛ نو د دوى (د نازولو لپاره) یې پر پنډيو او غاړو لاس راښكل پيل كړل .

31 تر 33_سليمان (ع) خپل پوځي ځواك معاينه كوي: له دې آيته او هغه قراين، چې په شاوخوا كې یې شته، داسې معلومېږي، چې سليمان (ع) يو مازديګر هغه چابك او په ځغاسته كې ګړندي اسونه ليدل، چې جهاد ته یې چمتو كړي ول او پوځيان له همدې اسونو سره له مخې يې تېرېدل. داچې يو دادمل- عادل او ځواكمن پاچا بايد يو پياوړى پوځ ولري او د پوځ يو له مهمو وزلو ځنې، ګړندۍ سپرلۍ دي، په قرآن كې دا ځانګړنه د سليمان (ع) د مقام په يادولو پسې راغلې ده. داچې دلته و نه انګېرل شي، چې سليمان (ع) له ځواكمنو اسونو سره مينه د دنيا پالنې اړخ لري، ويې ويل: دا اسونه مې د الله  په پار خوښ دي او غواړم‎ په جهاد كې یې وكاروم، بيا يې سترګې ورته نيولې وې، تر دې چې له كتو يې پټ شوو. سليمان(ع) ته دا ننداره دومره د خوشحالۍ وړ او ښكلې وه، چې امر یې وكړ: بيا يې راولئ، چې دا چار وشو؛ نو سليمان پخپله اسونه ونازول او پر پنډيو او غاړو يې لاس ورته كش كړل او په دې توګه يې هم د هغوى روزاندان- مربيان وهڅول او هم يې هغوى ونازول. معمول ده، چې د يوې سپرلۍ ناز وركولو ته پر سر مخ، يال، غاړې او پښو يې لاس راكاږي. كومه وزله، چې د انسان په لوړو موخو كې لاسنيوى ورسره كوي؛ نو مینه ورسره ښوول، د سليمان (ع) په څېر له يوه ستر پېغمبره څه هېښنده چار نه دى. (نمونه، 19: 272 مخ)

وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ ﴿۳۴﴾ = او په يقين سلیمان مو وازمېيه او پر تخت يې مو يوه جوثه وغورځوله، بیا يې (د الله درشل ته) توبه وكړه.

34_ د سليمان (ع) سخت ازمېښت: تردې آيت لاندې حديث پوهانو او مفسرانو روايات او تفسيرونه راوړي. تر ټولو څرګند يې دا دى، چې سليمان (ع)هيلمن و، يو مېړنى زوى يې پر برخه شي، چې د هېواد په اداره په تېره له دښمن سره په جهاد كې يې مټ شي. ګڼ شمېر مېرمنې يې درلودې او له ځان سره يې وويل: له دوى به د ډېرو زامنو خاوند شم، چې مې له موخو سره مرسته وكړي؛ خو داچې دلته يې غفلت وكړ او ((ان شاء الله)) يې و نه وايه، چې په ټولو حالاتو كې پر الله  د انسان د ډډې وهلو څرګندوونكى دى، په هغه وخت كې يې له مېرمنو هېڅ زوى ونه زېږېد؛ يوازې د يوې بې ساه تنې په څېر يو عیبجن، ناقص الخلقه او نيمګړى زوى يې وزېږېد، چې يې راووست او پر تخت يې ورته واچو. سليمان (ع) سخت چورتي او خپه شو، چې ولې يوه شېبه هم له خدايه غافل شوى او پر خپل ځواك يې ډډه وهلې ده؛ نو توبه یې وكړه او له خدايه يې بښنه وغوښته. دويم تفسير، چې تردې تفسير روسته پاموړ دى. داچې سليمان (ع) الله  تعالى په سخت رنځ ازمېښت كړ؛ داسې، چې د يوې بې ساه تنې په څېر پر خپل تخت ولوېد او همداسې و، چې په پاى كې یې توبه وكړه اوالله  پر ړومبي حال كړ. (نمونه، 19: 280 مخ.)

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ ﴿۳۵﴾ = ويې ويل : (( پالونكيه! ومې بښه او داسې واكمني راكړه، چې بې له ما یې هېڅوك وړ نه وي؛ (ځكه) چې يوازې ته ډېر ښې ورکړې والا يې.))

 35_ ولې سليمان (ع) دغسې واكمني وغوښته؟: ددې آيت په تفسير كې له امام كاظم (رح) نه په يو روايت كې راغلي: (( واكمني دوه ډوله ده: هغه واكمني، چې پر خلكو د لاسبرۍ او ظلم تر لاسه كېږي او هغه واكمني، چې د الله  له لوري ده؛ لكه د ابراهيم د كورنۍ، طالوت او ذوالقرنين واكمني؛ نو حضرت سليمان(ع)، الله  ته وويل، داسې واكمني راكړه، چې تر ما روسته هېڅوك ونشي ويلاى، چې د سليمان واكمني پر خلكو باندې په لاسبرۍ او زور تر لاسه شوې ده؛ نو عزوجل الله  باد ورته ايل كړ… او هم شياطين… او د مارغانو ژبه يې وروښووله او پر ځمكه يې واكمني ورټينګه كړه، له همدې لامله پر هغه مهال او ورپسې زمانو كې، خلك پوه شول، چې واكمني يې د خلكو له ټاکنیزو حكومتونو يا په زور راوړل شويو حكومتونو سره هېڅ ورته والى نه لري.)) بيا امام وويل: ((پر الله  قسم! څه چې سليمان ته وركړاى شول، بل يو پېغمبر ته هم ورنكړل شول؛ خو موږ [اهل بيتو] ته راكړل شوي دي)) له دې روايته مطلب دادى، چې سليمان (ع) انحصاري واكمني او مُلك و نه غوښت؛ بلكې داسې واكمني يې وغوښته، چې خلك یې په اړه دغسې او هاغسې ونشي ويلاى او په زور او تېري يې تورن كړي؛ نو الله  دا واكمني له هېښنده معجزو سره ورګډه كړه، چې وښيي د الله  له لوري ده؛ نه د خلكو د زور او لاسبرۍ له لارې. (نور الثقلين، 6: 261 مخ او پيام قرآن، 7: 139 مخ.)

وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۴۴﴾ = (او ورته مو وويل:) او (د كڼکو) جارو راواخله او(خپله ښځه) دې پرې ووهه او خپل قسم مه ماتوه، په يقين موږ هغه د زغم خاوند وموند، څه ښه بنده و! (؛ ځكه) چې هغه توبه ګار و.

 44_د حضرت ايوب (ع) د مېرمنې سرغړونه: له مشهور مفسر حضرت ابن عباس (رض) څخه روايت شوى، چې شيطان يا شيطان صفته په طبيعي بڼه د ايوب (ع) مېرمنې ته ورښكاره شو او ويې ويل: زه دې مېړه رغوم؛ په دې شرط، چې جوړ شو، ماته دې ووايي، چې يوازې زه يې د رغولو لامل وم او بله هېڅ مزدوري نه اخلم. مېرمن يې، چې د خپل مېړه له رنځه سخته خپه وه، ورسره يې ومنله او ايوب (ع) ته یې دا وړانديز وكړ. د ايوب (ع)، چې د شيطان دام ته پام و، سخت غوسه شو او قسم يې وخوړ، چې خپله مېرمن تنبيه كړي. ځينو ويلي، چې ايوب (ع) هغه په يوه كار پسې ولېږله؛ خو ځنډنۍ شوه. ايوب (ع)، چې له رنځه كړېده، سخت خپه شو او دغسې قسم يې وخوړ؛ خو په هر حال، كه هغه له يوه پلوه د دغسې سزا وړ وه؛ خو داچې د الله  د پېغمبر د رنځ پر مهال يې رنځورپالي – پرستاري كړې او خپله وفا يې ښوولې؛ نو ددغسې بښنې بخره وړ – استحقاق يې درلود. سمه ده، چې د غنمو په ډندركيو يا د کجورو د وږې په لښتو وهل يې د قسم واقعي مصداق نه و؛ خو ايوب (ع) دا چار ځكه وكړ، چې د الله  د نامې احترام وساتل شي او هم قانون ماتونه خپره نشي؛ البته دغسې يو چار په هغه ځاى كې وړ دى، چې مقابل لورى د بښنې وړ وي او انسان غواړي په عين بښنه كې د قانون ظاهر هم وساتي؛ كه نه په هغه ځاى كې، چې د بښنې استحقاق نه وي، بيخي دغسې چار روا نه دى. (نمونه، 19: 299 مخ د ايوب (ع) د پېښې د زياتو معلوماتو لپاره د انبياء سورت د 83 آيت څرګنده وګورئ.)

إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ ﴿۴۶﴾ = په حقيقت كې دوى مو د آخرت اندۍ په ځانګړې ځانگړنه ساز کړي وو.

 46_ د پېغمبرانو د پاك زړۍ ځانګړنه: ((الدَّارِ))، چې مطلق ياد شوى، مراد ترې د آخرت كور دى؛ ته وا له دې بل كور نشته او بې له دې، چې هر څه دي، پر لور يې يوه لار ده. هو! همېش د پېغمبرانو او د حق د وليانو بله نړۍ ياده وه. د ليد څنډ يې په دنیوي څو ورځيني ژوند او خوندونو كې نه را ايسارېده. له دې ژر تېرېدونكي ژوند هاخوا يې، له نعمتونو ډك تلپاتې ژوند ليده او ورسره نښلون ته يې هڅې كولې. شونې ده، چې د نورو هم آخرت ته ورپام شي، په تېره، چې كوم دوست يې ومري او په جنازه يا دعاء كې يې برخه واخلي او ښايي په دې حالاتو كې لږ څه بدلون پكې راشي او تر مړينې روسته ژوند ته يې ورپام شي؛ خو دا د نږه او پاك زړي ياد نه دى او د دنيا له ياد سره ورګډ شوى دى؛ خو الهي نارينه بلې نړۍ ته ژور، ساهو، نږه او پاك زړې پاملرنه لرې؛ ته وا همېش يې قيامت په سترګو كې حاضر دى او په دې آيت كې د ((خالصة)) تعبير همدې ټكي ته اشاره ده. (نمونه، 19: 308 مخ)

وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِنَ الْأَخْيَارِ ﴿۴۸﴾ = او “اسماعيل” ،”يسع” او “ذوالكفل” درياد كړه، چې دا ټول له نېكانو ځنې وو.

 48_ يسع او ذوالكفل: الله  دا دوه ستر په قرآن كې ياد كړي او ستايلي پېغمبران يې ګڼلي دی. په رواياتو كې هم ويل شوي، چې پېغمبران ول. له امام رضا (رح)  نه په يو روايت كې راغلي، چې پر ((جاثليق مسيحي)) يې د نيوكې په ترڅ كې وويل: (( يسع هماغه چارې كولې، چې عيسى كولې: د اوبو پر مخ تله، مړى يې راژوندى كاوه، ړوند يې ليدوونكى كاوه، د پيس رنځور يې رغاوه؛ خو امت يې پر خدايي ورته قايل شو.)) له امام جواد (رح) نه په يو روايت كې لولو، چې ((ذوالكفل، يو پېغمبر و، چې تر سليمان بن داؤد روسته اوسېده او د داؤد (ع) په څېر يې په خلكو كې ورمندون كاوه او نامه يې ((عويديا)) و.)) (الميزان، 17: 217 مخ.)

وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِنَ الْأَشْرَارِ ﴿۶۲﴾ = او وايي : ((پر موږ څه شوي،(په دنيا كې) چې كوم سړي مو بدان ګڼل، (په اور كې) يې نه وينو؟

أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ ﴿۶۳﴾ = ايا (په دنيا کې) مو ملنډې پرې وهلې يا (دومره ناڅيزه او سپک دي، چې) زموږ سترګې يې نه ويني؟! ))

 62 او 63_ چې څوك مو بدان ګڼل، په اور كې يې نه وينو؟!: چې په قيامت كې د ابوجهل او ابولهب په څېر د بېلارېتوب مشران ويني، چې د عمار ياسر، صهيب او بلال په څېر انسانان په دوزخ كې نشته؛ نو په خود كېږي او يو بل پوښتي: نو دا خلك څه شو؟ دوى خو موږ اخلالګر، اشرار او كوڅه ډب ګنل، چې د ټولنې نظم يې خپه او زموږ د نېكونو وياړنې يې له منځه وړلې، موږ د اشرارو تور پرې ورتاړه (نمونه، 19: 325 مخ.) او په نړۍ كې مو ملنډې پرې وهلې.نه پوهېږو موږ تېروتي يو او هغوى ژغورل شوي دي که سترګې مو تېروځي او په اور كې يې نه وينو. (الميزان، 17: 221 مخ.) له امام صادق نه په يو روايت كې لولو، چې خپل يو يار ته یې وويل: ((الله  په قرآن كې تاسې د اهل بيتو لارويان ياد كړي ياست؛ هلته چې دښمنان مو د دوزخ په اور كې وايي: ولې دلته هغه خلك نه وينو، چې اشرار مو ګنل؟… پر الله  قسم، له دې خلكو مراد تاسې ياست، چې يوه ډله مو اشرار ګڼي، پر الله  قسم، په جنت كې به خوشحال ياست؛ خو دوزخيان به مو په دوزخ كې لټوي.)) (نمونه، 19: 327 مخ.)

قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ ﴿۶۷﴾ = ووايه : دا يو لوى خبر دى،

 67_ ستر خبر: دا كوم خبر دى، چې اشاره ورته شوې او په ستریا ياد شوى دى؛ قرآن مجيد د پېغمبراکرم رسالت، قيامت، د مؤمنانو او كافرانو برخليك، د الله  وحدانيت يا دا ټول؟ داچې قرآن دا ټولې چارې رانغاړي او مشركانو ورته شا كوله؛ نو مناسبه ده، چې دا ستر خبر ((قرآن)) وي. هو! دا ستر اسماني كتاب، د ټولې هستۍ په عظمت ستر خبر دى، چې ددې هستۍ د خالق له اړخه رانازل شوى؛ داسې خبر، چې يوې سترې ډلې يې د رانازليدو پر مهال عظمت ونه موند، يو شمېر ملنډې ورباندې ووهلې، يو شمېر كوډې ورته وويلې او يو شمېر شعر وګاڼه؛ خو ډېره موده تېره نه وه، چې دې ستر خبر، خپل باطن را برسېره كړ او د بشري تاريخ بهير يې واړو. په زړه پورې خو داچې دا آيت په مكه كې او تر هجرت وړاندې رانازل شوى، چې په ظاهره مسلمانان خورا كمزوري ول او د بريا ورونه پرې تړلي ول. ان نن هم ددې ستر خبر ستريا نړيوالو او ان پخپله مسلمانانو ته هم پوره په ډاګه نه ده او بايد په ګانده كې راښكاره شي. د قرآن دا وينا، چې ((تاسې ترې مخ اړوونكي ياست))، تر اوسه صدق مومي او د مسلمانانو همدا مخ اړونه لامل شوې، چې ددې الهي فيض له خوټاندې چينې پوره خړوب نشي، چې په رڼا كې يې پر مخ ولاړ شي او د وياړ او شرف څوكې ايل كړي. (نمونه، 19: 331 مخ.)

مَا كَانَ لِيَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿۶۹﴾ = ما ته د ملا اعلى (او د پرښتو د پاسنۍ نړۍ) په باب معلومات نشته، چې (پرښتو، د آدم د پنځون په اړه خپلمنځي) ويينې او ناندرۍ وهلې.

69_ په ملا اعلى كې شخړه: بېشكه پرښتو له پالوونكي سره شخړه او لانجه نه درلوده؛ خو همداچې الله  ورته وويل: ((زه به پر ځمكه ځايناستى رادبره كړم))؛ نو په خبرو اترو شوې او و يې ويل: ((ايا هغه پكې ځايناستوې، چې فساد او وينه تويوي)) او الله  يې په ځواب كې وويل: (( چې پر كومو حقايقو پوهېږم، تاسې پرې نه پوهېږئ . (بقره_ 30) )). دې خبرو اترو ته شخړه ويل شوې، چې يو مجازي اطلاق دى او راروسته آيتونو ته يوه سريزه ده، چې د آدم د پنځون په اړه خبرې كوي. (نمونه، 19: 332 مخ.)

قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ ﴿۸۶﴾ = (پېغمبره!) ووايه: ((پردې [رسالت] درنه څه بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو، (رياکارانو او له ځانه جوړوونکيو) ځنې يم. (خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي). ))

 86_ متكلف څوك دى؟: متكلف هغه دى، چې پر ځان يو څيز (حال داچې صلاحيت يې نه لري) په سختۍ او ساختګۍ وتپي او ددې غونډلې ((ووايه زه له متكلفينو ځنې نه يم)) مانا دا ده، چې دا رسالت مې له ځانه جوړ كړى نه دى. په رواياتو كې د متكلفينو په اړه پرېمانه ويينې او نښې يې راغلي دي. له پېغمبراکرم (ص) نه په يوه حديث كې راغلي: (( متكلف درې نښې لري: همېش تر ځان لوړو سره شخړه كوي، دداسې مطالبو په باب خبرې كوي، چې پرې نه پوهېږي او په داسې چارو پسې وي، چې بيخي نه وررسي)) له پېغمبر اکرم(ص)نه په يو بل حديث كې لولو: ((متكلف درې نښې لري: مخامخ غوړه مالي كوي، پسې شا غيبت كوي او د كړاو پر مهال خوشحالي كوي.)) له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((متكلف تېروتى دى، كه څه په ظاهره حقيقت ته ورسي… متكلف د چار په پاى كې يوازې خواري او پستي تر لاسه كوي او نن هم بې له رنځ، زحمت او خپګانه بله برخمني نه لري. د متكلف ظاهر، ځان ښوونه او باطن يې نفاق دى او تل په همدې دوو وزرونو الوځي. لنډه داچې تكلف، چې هرڅه وي، د صالحينو له خويونو او د متقيانو له شعارو ځنې نه دى؛ لكه چې الله  خپل استازي ته وايي: [ زه نبوت ته د بلنې لپاره هېڅ بدله درڅخه نه غواړم او له متكلفينو ځنې نه يم].)) (نمونه، 19: 352 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!