تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي : فمن علامه احدهم انك ترى له… و حرصا فى علم و علما فى حلم. و قصدا فى غنى. و خشوعا فى عباده. و تجملا فى فاقه. و صبرا فى شده. و طلبا فى حلال و […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي :

فمن علامه احدهم انك ترى له… و حرصا فى علم و علما فى حلم. و قصدا فى غنى. و خشوعا فى عباده. و تجملا فى فاقه. و صبرا فى شده. و طلبا فى حلال و نشاطا هدى و تحرجا عن طمع. يعمل الاعمال الصالحه و هو على و جل. يمسى و همه الشكر و يصبح و همه الذكر

« متقي انسان د علم زده کړې ته حریص وي. علم له زغم او منځلاري له مړښت – غنا سره ورګډوي. په عبادت کې خاشع، د هدایت په لټه او له تمې تښتېدونکی دی. سره له دې چې ښې چارې کوي؛ خو زړه یې لړزان دی. چې شپه شي د همت ملا یې شکر ایستنې ته تړلي وي او چې ګهیځ شي ټوله هڅه یې د حق ذکر کول وي».

ګټور علم ته حرص، غندل شوی حرص نه دی.

په علم کې حرص په ګټور علم کې د حرص په مانا دی، چې د خطبې په پیل کې هم مو خبرې پرې وکړې. دا حرص غندل شوی نه دی؛ ځکه چې دهغه ګټور علم تړاو له زغم سره مل دی. داسې دې و نه انګیرل شي چې د حرص له کلمې ځنې مطلب غندل شوي او مذموم وګړي دي. تر هغه روسته چې کړنې مو د افراط، تفریط او اعتدال په تلو وتللې او هر یو مو جلا جلا کړې؛ نو تر دې روسته د منځلاریو کړنو، لږ یا ډېر یې مطلوب دي او دا افراطي او تفریطي کړنو لږ و ډېر یې نامطلوب دي.

دروغ ویل لږ یا ډېر یې بد دي. نباید ووایو د دروغو لږ یې هم بد دي او ډېر یې هم بد دي او په ترڅ کې یو څه دروغ ښه دي! یا په بحث کې ناپلوي، لږه یې بده ده، ډېره یې هم بده ده؛ بلکې منځنی برید یې ښه دی او یا رښتیا ویل او یا انصاف، ډېر یې بد دی او منځلاري پکې ښه ده او همدغسې، انصاف چې څومره ډېر وي ښه دی. همدغسې دی له زغم سره مل ګټور علم. ناپوهي (جهل) چې څومره هم وي بده ده. نه دا چې لږه ناپوهي درلودل بده ده او باید په اندازه یې ولرو، په همدې سبب متقیان د علم په زده کړه کې حریص دي، لکه چې په عدل، انصاف، تقوا او… هم ډېر یې غواړي او منځلاري نه خپلوي او نه وایي ډېره تقوا ښه نه ده او افراطي ده او د دبدبې لپاره د علم لږه زده کړه هم بده ده، ډېره خو یې لا څه کوې. د سعدي په وینا:

از صد يكى به جاى نياورده شرط علم        وز حب جاه در طلب علم ديگرى‏

از من بگوى عالم تفسيرگوى را        گر در عمل نكوشى نادان مفسرى‏

(كليات سعدى، ص 754)

زغم او ګذاره د انبیاوو ځانګړنه ده

خو زغم د رښتینو عالمانو ځانګړنه ده. یو څوک هله عالم ګڼلی شو، چې زغمناک وي. د معصومینو په کلماتو کې دي چې  كادا الحليم ان يكون نبيا

«زغمناک پېغمبرۍ ته ورنژدې دي».

حلم او زغم یعنې د غوسې سړول او د خلکو د جفا زغمل. او دا د عالم کېدو شرط دی. هغه چې نه پوهېږي انسانان جلا جلا طبعې، مزاجونه او غوښتنې لري او هغه چې نه پوهېږي، هر ځای، د حق پلي کېدو ځای نه دی؛ بلکې باید په ډېرو ځایونو کې له ناپوهانو سره ګوذاره وکړو او له حقه تېر شو؛ نو تر اوسه د علم له سترو برخو بې برخې دی. باید د غلیمانو پر وړاندې مقاومت وکړو او باید له ظالمانو خپل حق واخلو؛ خو باید له دوستانو، غولېدلیو، د کورنۍ له غړیو او له تر لاس لاندیو سره له زغم او ګوذارې کار واخلو. نباید په هر ځای کې، وچ کلک قانون عملي کړو. اخلاق او له دې جملې ځنې زغم، په تېره په ارشاد او ښوونه کې، بې انداړې بریاوې له ځان سره لري .

د خلکو د جفا زغمل روح ته ځلا او کمال وربښي. د خلکو جفا یو ډول رنځ دی چې د انسان په روزنه او تهذیب کې سخت اغېزمن دی. مولوی د یو عارف داستان راوړي چې بدخویه مېرمن یې درلوده. یو مرید یې لیدو ته ورغی. ښځې،عارف ته په ډيرو سپکو سپور، مرید رخصت کړ. مرید، عارف په یو ځنګل کې پیدا کړ، چې مار په لاس پر زمري ناست راروان دی. سلام یې پرې واچو، ویې پوښتل، له دې ټول کرامت او مقام سره سره ولې دې خپله مېرمن کنځي؟ ویې ویل: دا کرامت مې چې وینې د هغې د جفاګانو د زغملو په پار موندلی دی:

گرنه صبرم مى‏كشيد بار زن        كى كشيدى شير نر بيگار من‏

اين قدر خود درس شاگردان ماست        كر و فر ملحمه‏ى ما تا كجاست‏

تا كجا؟ آنجا كه جا را راه نيست        جز سنابرق مه الله نيست‏

از همه اوهام و تصويرات دور        نور نور نور نور نور نور

(مثنوى، شپږم دفتر، 2138 او 2144 -2146 بیتونه)

په عین شتمنۍ کې منځلاري

په عین شتمنۍ کې د منځلاری مانا داده، چې د انسان د جیب واک دده په لاس کې وي، نه دا چې د لاس واک یې د خپل جیب په لاس کې وي. نه ښایي ښه درلودل په ښه لګولو پای ته ورسي. هغه چې پوهېږي مال په کوم ځای کې ولګېږي، که شتمن هم شي په چارو کې به یې څه اغیز ونلري او په خوشې او چټي لګښتونو به لاس پورې نکړي. له پېغمبراکرم (ص) نه روایت دی، چې ویلي یې دی؛ درې ځانګړنې د ژغورنې لامل دي:

خوف الله فى السر و العلانه و العدل فى الرضا و الغضب و القصد فى الغنى و الفقر[1]

« په پټه او ښکاره له خدایه ډاریدل، د چا په خپګان او خوښۍ کې په عدل و انصاف ورسره چلېدل، او په شتمني او نېستۍ کې منځلاري خپلول»

یو شمېر عارفان چې له غنا تښتېدل،علت یې دا و، چې د استغنا له سرغاړۍ اندېښمن و او ډارېدل چې په شتمنتوب کې منځلاري مراعات نشي کړای چې:

كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى أَن رَّآهُ اسْتَغْنَى (علق/۶،۷) = هېڅكله داسې نه ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان (ناشکره موجود دى او) سرغړونه کوي، (په تېره بيا هغه وخت) چې ځان (د دنيا) له شتمنۍ برخمن (او وسمن) وويني.

غزالي او کاشاني نېستي پر شتمنۍ غوره بولي

غزالي او کاشاني د فقر او غنا په اړه تر ډېرې څېړنې روسته، دې فتوا ته رسي چې:

فلنطلق القول بان الفقر لكافه الخلق اصلح[2]

« په مطلق ډول ټولو خلکو ته نیستي تر هستۍ ښه ده».

او دا فتوا پردې دلیل ده، چې له شتمنۍ ډېر آفتونه راولاړېږي.

پردې سربېره، د شتمنۍ سمه وېشنه، غنا په ټولنه کې استثنايي کوي او ټول له دې رنځه خلاصوي او دا هم په خپل وار د تقوا پر لیکه یو چار دی . خو په عین فقر کې سینګار د متقیانو له ښکلیو او انساني ځانګړنو ځنې دی. هر وخت، انسان ته د ژوند مخ نه وی او انسان تل برخمن نه دی. آیا په تنګلاسۍ کې، د نېستۍ څرګندول، د عزت ماتول او د معیشت پر تنګوالي ناصبري، د نورو نظر راماتول، د نورو مینه راماتول او سرټیټونه یو مطلوب چار دی؟ سرلوړي او کرامت یې کوم ځای ته ویلی دی؟ روسته به د صبر په اړه خبرې وکړو.

د حلالو غوښتو څرګندنه

په « حلالو غوښتو» کې دوه ټکي پراته دي: یوه غوښتنه او بله حلال. پوښتنه داده، چې ایا انسان باید په حلالو پسې ورشي یا دا چې حلال په ده پسې راشي؟ ځینې کسان وو، چې دا فکر یې دوداوه چې د حلالو غوښتل د هغو انسانانو وظیفه ده چې د لارې په پیل کې وي او د هدایت د لارې مخکښان څه اړتیا نلري، چې په حلالو پسې ورشي. که نصیب یې لوږه وي، ورباندې به زغمناک وي او که سوکالي یې پر برخه وي، خدای به په خپله په وزلو روزي ورورسوي او دوی به هم منندویان وي. په دې لیدلوري کې، مؤمن سالک او خدای پېژاندی متقي هغه دی، چې د نړۍ له متاع او نعمتونو یې لاس مینځلی وي او نا ورکړې روزي ونه غواړي. غزالی په ډاګه په «التوحید والتوکل» کتاب وایي:

« دینوالو ته د رزق غوښتل قبیح (او ناړه) دي او عالمانو ته خورا قبیح»

 او راروسته عالمانو په حقه د غزالي دا خبره ناسمه بللې ده. څرګنده ده، چې دا فکر له شرعي نظره، یو باطل فکر دی. په روایاتو کې راغلي چې د حلالو ترلاسه کول د عباداتو برخه او بلکې غوره برخه یې ده، او مؤمن یې په ترلاسه کولو مکلف دی. او بېشکه پر هر مسلمان لازم دي چې د اړتیا تر بریده او د وسې هومره کار وکړي او د ځان او خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي. د اخلاقو کومو عالمانو چې په دې اړه مناقشه او ویینه کړې، نظر یې دا و،که په حلالو پسې ورتلل اوږدو او دقیقو نقشو ایستو ته اړتیا ولري؛ نو له توکل سره به اړخ ونه لګوي. خو که څوک د ټولنې په اسانو او عادي لارو حرکت وکړي، هڅه به یې له توکل سره په ټکر کې نه وی. ( د غزالي په څېر) د اخلاقو ددې ډلې عالمانو له نظره، ځینې چې نن یو شمېر چارې کوي، نقشې کاږي، بازارونه پیدا کوي، چې تر شوني بریده ډېره ګټه تر لاسه کړي؛ نو دا چارې یې له الهي توکل سره په ټکر کې دي.

خو حلال، د علي (ک) د خبرې مطلب دادی، چې پر الهي حلالو د اډانې له لارې او بې له دې چې حرامو ته اړتیا پیدا کړي، یو انسان د یو سالم ژوند د ګوذارې شونتیا لري. په بله وینا پوښتلای شو: ایا داسې وخت به را ورسي چې پر الهي حلالو په منګولو لګولو به مو ژوند تېر نشي او په وګړېزو او ټولنيزو چارو کې به له ټينګو او جدي خنډونو سره مخ شو او له ناچارۍ به په تاويل لاس پورې کړو او يو شمېر حرام، حلال کړو او يا ان بې تاويله، له ناچارۍ ځان پر حرامو اخته کړو او په الهي ممنوعه سيمه کې پښه کېدو؟

د ديني تشريع فلسفه او ديني ښوونې راښیي، چې الهي حلال د يو نېکمرغه ژوند تېرولو لپاره بسيا وي او څه اړتيا نشته چې انسان حرام، حلال کړي. متقی انسان نه يوازې د حلالو په تر لاسه کولو پسې دی، بلکې دا مفهوم ترې اخلي چې الهي حلال په دومره بسياينه دي، چې وګړنی او ټولنيز ژوند پرې تنظيمولای شو او کله به هم اړ نشو چې محرماتو ته ورمخه کړو. دلته پر قاعدې او بنسټ خبره ده، نه پر استثنا. په شرع کې په اضطراری حالت کې له میته – مردارې ګټنه روا ګڼل شوې؛ خو د حلالو په لاس ته راوړو د شريعت ټينګار له وړاندې پردې فرض دی، چې انسان کله هم په داسې وضع کې نه راځي چې الهي حرامو ته يې اړتيا د ژوند قاعده شي نه په استثنايي توګه (چې خپله اسان شريعت استثنائات ورته په ګوته کړي دي).

حلال فطري اړتياوې مړوي

د حلالو د غوښتو بله مانا داده، چې په شرع کې د انسان د فطري اړتياوو لرې کولو او مړولو ته سمه او پوره چاره سنجولې شوې ده چې دا هماغه له الهي حلالو ځنې برخمنېدل دي او هيڅ ډول اړتيا به رامخې ته نشي چې څوک د خپلو فطري اړتياوو مړولو ته په ناروا لارو لاس پورې کړي او متقی هغه دی چې هم خپلې فطري او اروايي اړتياوې لرې کړي او هم د اړتياوو لرې کولو ته له حلالو ګټه واخلي او هم ګروهن دی چې هډو اړتيا نه پيدا کېږي چې له دې کړۍ به د باندې پښه کېدي. له متقيانو سره دا نه ښايي چې فطري اړتياوو ته شا کړي او يا يې مړولو ته په نا مشروعو لارو چارو لاس پورې کړي. په رواياتو کې راغلي چې:

ان الله يحب ان يوخذ برخصه كما يحب ان يوخذ بعزائمه[3]

« د خدای دا ښه ايسي لکه څنګه يې چې رواوو ته اهميت ورکوي، دغسې نارواوو ته يې هم اهميت ورکوي»

نبايد د خدای بندګان پر ځان د الهي رواوو کړۍ راتنګه کړي؛ ځکه د يو ښه ژوند اړتياوې د خدای په حلالو کې خوندي شوي او په دعا کې لولو چې:

اللهم اغننى بحلالك عن حرامك[4]

«خدايه! په حلالو دې ما له خپلو حرامو وساته»

و نشاطا فى هدى

« متقي د هدایت موندنې په لټه کې دی»

د «هوس» او «هدایت » ټکر

د «هدایت» ویی –  کلمه په قرآن او نهج البلاغه کې، د «هوی» له کلمې سره په ټکر کې ده نو ځکه کله چې ويل کېږي، متقيان په «هدایت» پسې روان دي، يوه څرګنده او دقيقه مانا يې داده، چې د هوی، هوس او د نفس له فرمانه ډډه کوي. حضرت علي(ک) د  حضرت مهدی د را ښکاره کېدو پر وخت د خلکو د فکري وضع په اړه وايي:

يعطف الهوى على الهدى اذا عطفوا الهدى على الهوى و يعطف الراى على القرآن اذا عطفوا القرآن على الراى

(نهج‏البلاغه، خطبه‏ى 138)

« يعنې د زمانې امام (مهدي) چې راښکاره کېږي هوا،هوس او ځاني غوښتنې د هدايت په ولکه کې کوي؛ دا ځکه چې هدايت د ځاني غوښتنو ايل شوی و، همداراز نظريات د قرآن په تله تلي؛ دا ځکه چې قرآن په رايه اړول شوی و»

يعنې دوه ستر ګروهېز او انديز – عقیدتي او فکري کړاوونه چې شريعت او خلک ورباندې اخته، او خلک يې د يو سمونګر – مصلح راښکاره کېدو ته اړ کړي، له منځه وړي. دا مصلح هدایت او قرآن بيا ځلي چورلېز – محور کوي او هوی او رای ورته ايلوي.

د هدایت او هوس ټکر، يو مانا وال ټکر او تر يوه حده د هدایت د مانا څرګندوونکی هم دی، د پوښتنې ځای دی چې چا هدایت موندلی او څوک بېلاري دي؟ په بېلارېتوب د هدایت پلورل پر څه مانا دي؟ او ولې هغوی چې دغسې سودا کوي، زيانمن دي؟

 فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ (بقره/۱۶) = او (دې) سوداګرۍ ورته ګټه نه ده كړې او هدایت یې موندلی نه دی

او ولې خدای دغسې کسان پر بېلارېتوب اخته کوي؟

أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ (جاثیه/۱۶) = ايا هغه دې لیدلی، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولې؟!او خداى د پوهې له مخې (چې د هدایت وړ نه دى) بېلارې كړ.

ځواب دا دی هغو انسانانو هدايت موندلی، چې د هوی له سرايښوونې ځنې خوشې شوي وي. هدايت دا نه دی، چې د هوی او هوس په مغلوب ذهن کې د يو لړ عقیدو – ګروهو درلودل دي. څوک چې هوس او تمه، خپله قبله او معبود کړي او په هغو نظرياتو پسې ولاړ شي، چې د ده د طبعې او تمې تابع وي؛ نو هرومرو به ددې نظرياتو حقوالی او ناحقوالی ورته په دويمه درجه اهميت کې وي او د هدايت له لارې به لرې وغورځېږي او همدا ده د نامتقيتوب مانا؛ ځکه تقوا داده، چې عاطفه عقل ته ايل یا تابع او رای یا نظر د حق تابع کړي، نه دا چې حق، رای ته ايل شي. او د مولانا په تعبير:

تا هوى تازه است ايمان تازه نيست        كاين هوى جز قفل آن دروازه نيست‏

(مثنوى، لومړی دفتر، بيت 1079)

يعنې «څو چې هوا تازه وي، ايمان تازه نه دی، چې دا هوا هله بندېږي چې وريې و تړل شي».

د علي(ک) په تعبير، متقی هغه دی چې ګهيځ له خوبه پاڅي، بيړه يې د هدايت لاس ته راوړو لپاره وي؛ يعنې د ځاني غوښتنو پر مخ پښې ايښوول، دغسې يو څوک هره ورځ ځان تلقينوي، که دوه چارې ورمخې ته شوې او حق د هوی پر وړاندې ودرېد؛ نو د حق لار به خپلوي. ايا هدايت له هوی پالنې بېلولای شو، هو.

بَلِ الْإِنسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ. وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ (قیامت/۱۴، ۱۵) = حق دادى،چې انسان پخپله ځان ښه پېژني. كه څه هم خپلې پلمې وړاندې كړي .

دې چار ته بسيا ده چې انسان حق منونکی وي، عذر راوړل، چې حق و باطل او هدايت و هوس يو له بله جلا کولای نشو، پخپله را کې د هوی او هوس شتون راښيي. چا چې ځان له هوسه ډک کړی وي، ډارېږي هسې نه چې حق ورښکاره شي.

له همدې امله هڅه کوي، چې حق وپوښي او ويې نه پېژني. د حق پېژندل مېړانه غواړي او دا چې په رواياتو کې راغلي

اشجع الناس من غلب هواه [5] 

« خورا زړه ور هغه دی، چې پر خپلې هوی لاسبری شي.»

ډېر له مانا ډک روايت دی. ډېری وګړي له حق سره له مخامخېدو ډارېږي؛ ځکه خپل هوس ورته ګران دی او نه غواړي څه يې پر ضد حکم وچلوي. حق لټونه که څه شونې ده؛ خو اسانه نه ده او ايا حق کوم يو ارزان څيز دی، چې په اسانۍ تر لاسه شي؟

در ره منزل ليلى كه خطرهاست در آن        شرط اول قدم آن است كه مجنون باشى‏

(ديوان حافظ، غزل 458)

يعنې «د ليلی منزل ته په لار کې خطرونه دي، د قدم ړومبی شرط دا دی، چې مجنون اوسې»

چا چې د مجنونېدو هوډ نه دی کړی او هلاکتونه یې منلي نه وي حق به هم ورمخ نه کړي. له نفس سره مبارزه، له خدايه مرسته غوښتل او د تقوا خپلول ددې لاملېږی چې حق انسان ته ور کړای شي:

إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا (فرقان/۲) = كه د خداى (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وزله به در پر برخه كړي (ځانګړې پوهه،چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ)

فرقان؛ يعنې د حق و باطل تر منځ د تميز ځواک او د سم سيخ تشخيص خاوندېدل.

و تحرجا عن طمع

* له تمې بچېدل، د متقي توب شرط دی.

تمه د قناعت ضد ده او د قناعت په توضيح کې به چې راروسته اوږده ويينه پرې لرو له تمې د بچېدو مانا هم را برسېره شي.

يعمل الاعمال الصالحه و هو على وجل

متقی هغه دی، سره له دې چې ښې چارې کوي، زړه يې لړزان دی؛ يعنې ځانوينی نه دی او پوهېږي چې په لار کې ډېر آفتونه او مهالک ورته پراته دي.

و المخلصون على خطر عظيم

او هم پوهېږي چې:

در اين ورطه كشتى فروشد هزار        كه پيدا نشد تخته‏اى بر كنار

(بوستان، بيت 46)

یعنې «په دې ګړنګ کې په زرګونو بېړۍ ورډوبې شوي، چې پر څنډه یوه دړه هم پیدا نشوه.»

له مکره نه خوندیتوب د متقیتوب شرط دی

 او هم پوهېږي که د کینې یا رخې توره لړی راپورته شي؛ نو د طاعت درمند به یو دم وسوځي او هم پوهېږي چې طاعت بې د حق له مرستې او توفیقه کېدونی نه دی او دا ټول هر څه متقي، عاجز او بې تمې کوي. ډېر داسې عزتمن ول چې په دې پوړۍ پورته ختلي ول او څه مقاماتو ته رسېدلي هم ول او بلعم باعورا شول؛ خو ناڅاپه یې پښې وښوییدې او اسفل سافلین ته وغورځېدل.

يمسى و همه الشكر و يصبح و همه الذكر

« متقي شپه مهال پر مننې بوختېږي او د ورځې د خدای یاد ته ملاتړي»

شکر په اسلامی ښوونو کې

شکر او ذکر دوه ډېر مهم قرآني او د دیني معارفو اصطلاحات دي. د آدم تر هبوط روسته، شیطان خدای ته وویل چې:

وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ (اعراف/۱۷)= او ډېرى به یې منندوی و نه مومې.

پخپله خدای هم دا مانا په بل ځای کې دغسې وایي:

وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ (سبا/۱۳) = او له بندګانو مې ډېر لږ منندوى دي.

 ډېری خلک نامنندویان دي او دوی ټول د شیطان مړۍ دي، د شکر مقام خورا هسک دی او د هغو نږه خلکو ور پر برخه دی چې د شیطان په لومه کې نښتي نه وي. شکر د ډېری دیني مفاهیمو په څېر- چې د انسان په اروا پورې اړوندېږي – یو مرتبه درلودونکی چار دی. چې کله عقل، ایمان، کفر او… ته اشاره کوو باید پوه شوو چې دوی بېلابېلې درجې لري. لکه عقل په پام کې ونیسئ. د یو درې کلن ماشوم عقل هم عقل دی او د ریاضي د نابغه عقل هم عقل دی؛ خو ترمنځ یې خورا ډېر توپیر دی. چې کله وایو منندویان هغه کسان دي چې د شیطان له منګولو خوشي شوي او هیڅ تصرف ورباندې نلري، نیت مو دا نه دی چې ځان او نور نهیلی کړو. هغه د مننې هسکه څوکه ده چې وویل شوه؛ خو شکر او مننه ټیټې مرتبې هم لري. په قرآن کې دي چې:

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ(ابراهیم/۷) = او (همداراز درياد كړه) چې کله پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!))

حضرت علي (ک) وایي:

من اعطى اربعا لم يحرم اربعا: من اعطى الدعاء لم يحرم الاجابه و من اعطى التوبه لم يحرم القبول و من اعطى الاستغفار لم يحرم المغفره و من اعطى الشكر لم يحرم الزياده (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 135)

چا ته چې څلور څیزونه ورکړای شي، له څلورو نورو څېزونو به بې برخې نشي؛ چا ته چې د دعا توفیق ورکړ شو. له منلو به یې، چا ته چې د توبې توفیق ورکړ شو، له قبلېدو به یې، چا ته چې د استغفار توفیق ورکړ شو، له بښنې به یې او چا ته چې د شکر او مننې توفیق ورکړ شو د نعمت له زیاتوالي به یې برخې نشي.»

پر نعمت د شکر دقیقه مانا

د الهي نعمت پر وړاندې د شونی غوره غبرګون ښکاره کول، نعمت شکر ګاږل دي او دا کټ مټ د انسان په چاپېریال، پېر او پوهې پورې د شکر مرتبې او مشروط والی راښیي.

یو الهي نعمت هم را ته نه وایي، چې څه راسره وکړئ. د هر نعمت پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه ښودلای شئ، لکه یوه ټوټه سکاره سېځلای شئ، لرې اچولای شئ، یا یې د ګېډې پړسوپ ته ټکولای او خوړلای شئ او یا پلورلای شئ او یا کتاب لوستلای، سوځولای او یا د مولوی په وینا بالښت کولای شئ؛ خو خورا منندویه برخمني هغه ده چې پوره برخمنی ترې ترلاسه کړې.

گرچه مقصود از كتاب آن فن بود        گر تواش بالش كنى هم مى‏شود

ليك از او مقصود اين بالش نبود        علم بود و دانش و ارشاد و سود

(مثنوى، درېیم دفتر ، 2989 او 2990 بیتونه)

یعنې: « که څه له کتاب به مطلب هغه فن و، نه یې بالښت کولای هم شې؛ خو مطلب یې بالښت نه و؛(بلکې مطلب) یې پوهه، علم، لارښود، ارشاد او ګټه وه».

د نعمت شکر دادی، چې انسان په نړۍ کې د مخلوق په تړاو غوره شونی غبرګون وښیي او څرګنده ده، چې دا غوره غبرګون یوازې شونی غبرګون نه دی او تشخیص یې په فکري بلوغ او له نړۍ، انسان او خدایه د انسان په پېژندنې پورې پوره تړاو لري.

یعنې څومره مو چې له نړۍ، د شیانو له ځانګړنو او کارونې او د پیدایښت له موخې، راته له ایستل شوي لیکی، له خدای او له هستۍ سره یې تړاو او د زمانې او چاپېریال له وضع پېژندنه ډېره وي؛ نو هغومره به مو منندوینه او شکر کاږنه غوره وي. د همدې دلیل له مخې د خدای مخلص بندګان، ځان په نږه توګه په غوره مسیر کې غورځوي او همدا یې د منندوی والي مانا ده. نو شکر او مننه له آګاهۍ او پوهې سره نیغ تړاو لري. او څوک چې ښه پوه وي، هومره ښه منندوی دی. د نعمت کفران؛ یعنې د نعمت بد لګول، له ناپوهۍ سره نیغ تړاو لري. شکر او قناعت یو له بل سره تړاو لري، چې د قناعت په ویینه کې به پرې رڼا واچول شي. حضرت علي د بعثت د پېر د عربستان د جاهلو خلکو په اړه وايي:

نومهم سهود و كحلهم دموع. بارض عالمها ملجم و جاهلها مكرم (نهج‏البلاغه، خطبه‏ى 2)

« ویښوالی ددې خلکو خوب وه، اوښکې یې رانجه وو، په هېواد کې یې د عالمانو خولې ورتړلې وې او د ناپوهانو درناوی کېده.»

دا د نعمت د کفران یوه څرګنده بېلګه ده، چې د عالمانو خولې یې چوپې کرې وي او جاهلان عزتمن وبولي. کله چې د نعمت د مننې او د نعمت د کفران خبره کېږي، نباید یوازې خوراک او اغوستن  ته مو ور پام وي، علم او عالمان هم د خدای ارزښتناکه نعمتونه دي او باید ډېره غوره، ښه پوره او په ښه شکرانه ګټنه ترې وکړو. د عالمانو او متقیانو کورونو ته نه ورتلل او فضیلت ترې نه ترلاسه کول، د دوی ضایع کول دي. ته وا مولوی همدا مضمون له نهج البلاغې اخستی، چې رسول اکرم(ص) ته وایي:

جاهلان سرور شدستند و ز بيم        عاقلان سرها كشيده در گليم‏

هين روان كن اى امام‏المتقين        اين خيال انديشگان را تا يقين‏

(مثنوى، څلورم دفتر ، 1472 بیت)

او بیا همدا د نعمت کفران دی، چې لوږه او ډار رامنځ ته کوي، که په هره ټولنه کې پیدا شي، د ناراستی او ناسمۍ نښه یې ده:

وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (نحل/۱۱۲) = خداى (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) له هر لوري پرېمانه روزي وررسېده؛خو د خداى د نعمتونو ناشكري يې وكړه او خداى (هم) د خپلو كړنو له امله د لوږې او وېرې خوند پرې وڅاكه.

دا آیت د ټولنې د مزاج د سالموالي یا ناسموالي د قضاوت لپاره یوه مهم آر او اصل دی. وایي په هر ځای کې چې ناامني او نیستی وه د نعمت د کفران، د خدای د ناخوښۍ او د ټولنې د بېلاریتوب نښه ده. سوکالي او امنیت د الهي نعمت یو څرګند مصداق دی او چې نه وي، د الهي عذاب نښه ده. هو، شونې ده چې یوه ټولنه د ازمېښت په پېر کې پر لوږه او ډار اخته شي؛ خو دا یوه استثنا ده، نه قاعده او یو نامطلوب چار دی نه یو مطلوب، او باید په زغم و صبر ترې تېر شو او الهي نعمت ته ورمخه کړو. قرآن وايي:

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (بقره/۱۵۵) = او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې او لوږې او د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته.

وینئ چې د ازمېښت پر مهال، وګړي یا ټولنې ته ډېره لږه لوږه او ډار  (بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ)، ورمخه کوي او دا یو طبیعی چار دی چې ټولنې تل په یوه حال نه پاتې کېږي؛ خو د لوږې او ډار غځېدا، او دا هم د برخمنۍ تر پېر روسته، ددې ټولنې په بنسټ او تګلاره کې د خلل او نیمګرتیا نښه ده. د لوږې او ډار لرې کونه، خدای په خپلو نعمتونو کې ګڼلې ده او قریشو ته ددې نعمت پر وړاندې د خدای نمانځنې توصیه کوي:

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ (قریش/۴، ۵) =  نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ونمانځي؛ هماغه (خداى) چې د لوږې پر مهال خواړه ورکړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل .

او څرنګه ددغسې یو نعمت تر لاسه کول موخه نه وي او له لاسه ورکول یې، د غم لامل نه شي، او ولې باید ځینې کسان د لوږې او ډار ستایوونکي وي او د امنیت او سوکالۍ د نعمتونو غځېدا خوښه نه کړي؟ له آره په قرآن کې د باطل حکومت یوه نښه د لوږې او ډار رادبره کول دي:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (بقره/۲۰۴) = د دنيا په ژوند كې د ځينو خلكو خبرې دې اريانوي (په ښكاره ښه مينه څرګندوي) او څه یې چې په زړه كې وي، خداى پرې ګواهوي؛خو هغه سخت ځېلي جګړه مار دى.

وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ(بقره/۲۰۵) = (چې نښه يې داده) چې پسې شا شو، پر ځمكه د فساد په خپرولو كې هڅه كوي، كښتونه او څاروي له منځه وړي او (سره له دې چې پوهېږي) خداى فساد نه خوښوي

 د حرث او نسل (کښت او بشري ځوځات) له منځه وړل؛ یعنې د لوږې او ډار (جوع و خوف) رادبره کول. او بیا داسې ځای ته وررسو، چې نه یوازې خلک، بلکې حکومت هم باید شاکر وي او بلکې دا دواړه یو له بل سره لازم او په تړاو کې دي: شاکره واکمني او شاکر خلک یا کافره واکمني او کافر خلک.

د متقیانو تل خدای ياد وي

و يصبح و همه الذكر

« د متقي ګهيځ مهال، ټول پام ذکر ته وي»

د ذکر خورا ټيټه مرتبه، په پټو سترګو او تقليد د خدای د نامې يادول دي. او خورا اوچته مرتبه يې دا ده، چې د انسان وجود عين د خدای ياد او د خدای په محضر کې عين حضور شي؛ يعنې بڅرې غيبت پکې پاتې نشي، چې بايد له هره غيبته استغفار وکړو.

آن گدا گويد خدا از بهر نان        متقى گويد خدا از عين جان‏

(مثنوى، دویم دفتر دوم، 498 بیت)

يعنې« ګدا خدای د ډوډۍ لپاره يادوي؛ خو متقي يې له عين ځانه او د زړه له کومي» او له دې مخې يو هم له ژوند سره ټکر نه لري.

رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ (نور/۳۷) = (په كورو كې داسې) سړي دي،چې سوداګري او راكړه وركړه يې د خداى له ياد نه ناگاروي .

بلکې که الهي ذکر له ژوند سره ټکر درلود، دينداري ستونزمنېده او انسان د دين او دنيا د ټاکنې په دوه لارې کې هک اریانېده . قرآن عقلمنو (اولوالالباب) ته دوه څرګندې ځانګړنې ور يادوي: ذکر او فکر.

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ(آل عمران/۱۹۰) = هغوى چې په ناسته، ولاړه او پر څنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې اندنه كوي ( او وايي) پالونكيه ! دا دې چټي او(بې موخې)  پیدا کړي نه دي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته!

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (آل عمران/۱۹۲) = پالونكيه! په واقع کې تا چې څوك (د كړنو له امله يې) په اور كې وغورځاوه؛ نو په يقين رسوا دې كړ او ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته.

د خدای يادول د شرع له ټينګو دستوراتو ځنې دي. دا چې په قرآن کې راغلي، خدای ډېر ياد کړئ، يو پاموړ چار دی او بدله یې داده، چې خدای به هم موږ یاد کړي:« فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ: یاد مې کړئ چې یاد مو کړم» په ځینو ځایونو کې فکر له کاره لوېږي او یا د شیطان شیطنت یې اندېښمنوي؛ نو ځکه دلته حق ته پنا وروړل او یادول یې، د فکر غوټه پرانځي:

اين قدر گفتيم باقى فكر كن        فكر اگر جامد بود رو ذكر كن‏

ذكر آرد فكر را در اهتزاز        ذكر را خورشيد اين افسرده‏ساز

(مثنوى، شپږم دفتر 1475 او 1476 بیتونه)

* د خدای هېرونه د ځان هېرونې لاملېږي.

د چا چې خدای یاد وي، ځان یې هم یاد وي او د چا چې ځان یاد وي، خدای یې هم یاد وي. دا د واړه چارې یو له بل سره تړاو لري؛ نو ځکه څوک چې خدای هېروي، ځان هېروي:

 وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ  = (حشر/۱۹) او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ،چې خداى يې هېر كړى؛ نو خداى (هم) خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدوى پوله ماتي دي .

او څوک چې ځان پېژني؛ نو خپل پالونکی هم پېژني: من عرف نفسه فقد عرف ربه.

د خدای لږ یادول، د ځان لږ یادول،دي، هغه چې د خدای له یاده تش شو، له ځانه تش شو. انسان په حق درنېږي او بې حقه سپکېږي.

شیطان چې په انسان کې ورننووت، انسان نری او ډنګړوي؛ خو خدای د چاغوالي او د روح او زړه، د درونوالي لاملېږي؛ له همدې لامله ځینې کسان په قیامت کې درانه او ځینې سپک دي.

إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ (زمر/۱۵)

وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (طه/۱۲۴) = او څوک چې زما له ياده مخ واړوي؛ نو بېشکه چې ژوند به يې (سخت او) تنګ وي او د قيامت پر ورځ به يې ړوند راپاڅو. ))

قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا (طه/۱۲۵) = هغه به وايي :(( پالونكيه ! زه دې ولې ړوند راپاڅولم؟! زه خو په حقيقت كې سترګور وم !))

قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنسَى (طه/۱۲۶) = (خداى) وايي: (( لكه څنګه چې زموږ نښې درغلې وې؛ خو هېرې دې كړې او نن به ته هم هماغسې هېرېږې .

د آخرت ستر نعمت، د خدای دیدار دی او هغوی چې هېرېږي، هماغه کسان دي، چې د خدای له یاده بې برخې دي:

كَلَّا إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ(مطففین/۱۵) = هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري)؛بيشكه دوى پر هغه ورځ د خپل پالونكي له (ليدو) بې برخې شوي دي

د خدای په یاد زړه ډاډمنېږي

بې خدایه انسان اندېښمن او نا آرام دی او په هر باد هرې خوا ته ځي، لکه په سیلۍ کې د بوسو یو ډکۍ. خو د خدای یادول ډاډمني، درونوالی او وقار راوړي، چې توپانونه انسان نه لړزوي، او همدا د پېغمبرانو د پایښتنې راز دی:

أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/۲۸) = يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

یعنې د زړه مرغه چې هرې لوري ته ولېږې، ځاله به ونه کړي، اندېښمن او نارامه به پاتې شي. دا مرغه یوازې د حق په غېږ کې ارامېږي:

هيچ كنجى بى‏دد و بى‏دام نيست        جز به خلوتگاه حق آرام نيست‏

(مثنوى، دویم دفتر، بيت 591)

یعنې: «هیڅ یو کونج بې داړنه او بې لومي نه دی، ډاډمني یوازې د حق په غیږ کې ده».

بې خدایه انسان، عین لومه او داړن دی؛ نو ځکه چېرې چې ولاړ شي، داړن، چیچونکي او سړي خواره به ورسره وي. دا پردي د حق غېږ ته ورننوتای نشي.

د بې خدایه خلکو د اندېښمنی راز

پوښتو چې ددې پېښې راز په څه کې دی؟ ولې د انسان زړه د خدای پر یاد ډاډمنېږي او ولي نور څېزونه یې نه اراموي او په اندېښمنۍ کې یې غورځوي؟ ولې ځینې کسان ځان په ډول ډول بوختیاوو، نشو او مستیو بایلي او غفلت او بې خودۍ ته پناه وروړي:

دمى از هوشيارى وارهند        ننگ خمر و زمر بر خود مى‏نهند

جمله دانسته كه اين هستى فخ است        فكر و ذكر اختيارى دوزخ است‏

مى‏گريزند از خودى در بى‏خودى        يا به مستى يا به شغل اى مهتدى‏

(مثنوى، شپږم دفتر، 225 -227 بیتونه)

مولوی دا پوښتنه دغسې ځوابوي، دا په بیخودۍ کې له خودۍ تښتېدونکي، خپله هستي په لومه کې ویني او ځان بدرنګ وینی او زغم نه لري چې ځان د خپل ځان به حضور کې وویني؛ نو ځکه په داسې یو تن یا څیز پسې ځي، چې دوی له خپلو ځانونو خلاص کړي او ننداریزو ځایونو ته یې بوځي؛ ځکه ځانونه د نندارې وړ نه بولي. هغه ځان چې خپله ښکلی او مینه ناک دی، هغه ځان چې خپله د نندارې وړ او لطیف دی؛ ولې له خپل ځانه وتښتي او ځان له ځانه لرې کړي او په غفلت کې اوسېدانه غوره کړي او د پردیو په مناظرو کې نظر وکړي؟ د مولوی په ګروهه، له مرګه تېښته د باطن له بد رنګوالي راولاړیږي؛ ځکه مرګ د انسان هېنداره ده او هر څوک ځان په دې هینداره ویني؛ نو ځکه بدرنګ ترې تښتي:

اى كه بگريزى ز مرگ اندر فرار        آن ز خود ترسانى اى جان هوشدار

د مولوی له نظره، آن ځینې «بوختیاوې» هم له ځایه تېښته ده؛ نو ځکه هر کار کار نه دی؛ بلکې ځینې کارونه عین بي کاري ده او په عین غټوالي کې تش او بی باطنه دي. «اریک فروم[6]» وایي: په لویدیځ کې د بوختیاوو ډېرېدنه او د کار کونې درناوی په دې کې وه، چې پروتستانتیزم خلکو ته جبري اندنه ورزده کړه او دوی یې لاس تړلي او برخلیک یې له وړاندې ورته ټاکل شوی ګڼه؛ نو د اروپایانو وجدان راوپارېد او ددې نه زغمېدونکي باور له تراخو د تښتې لپاره ځانونه یې په کارونو او بوختیاوو کې ورډوب کړل. غفلت زیږی کار همدا دی، چې د عارفانو له نظره عین بې کاري ده:

گويد او كه روزگارم مى‏برند        خود ندارد روزگارى سودمند

گويد ار كارم برآوردند خلق        غرق بى‏كارى است جانش تا به حلق‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 2645 او 2646 بیتونه)

كار او دارد كه حق را شد مريد        بهر كار او ز هر كارى بريد

ديگران چون كودكان اين روز چند        تا به شب‏تر حال بازى مى‏كنند

(مثنوى، شپږم دفتر، 587 586 بیتونه)

اوس څرګنده شوه چې ولې د حق یاد د ارامۍ لامل دی؛ ځکه د انسان جرړه له خدای او ملکوتیانو څخه ده؛ نو ځکه بې له خدای سره په ملګرتوب کې ارامي نه مومي. نور څېزونه هم همجنس نه دي، او له روح سره یې جوړه نه لري. روح د ملکوت له جنسه دی او بې له ملکوتیانو سره له ملګرتوب او ناستې پاستې به ارامي ونه مومي:

نخست موعظه‏ى پير صحبت اين حرف است      كه از مصاحب ناجنس احتراز كنيد

(ديوان حافظ، غزل 244)

یعنې د پیر د موعظې د خبرې لومړی ټکی دادی، چې د ناجنسو له ملګرتوبه ډډه وکړه»

دا نا جنسه معاشر یعنې بې له خدایه هر څه؛ ځکه روح مو خدایي دی او له خدای سره ملګرتوب ته پنځول شوی، نه له نورو سره. او د نعمت کفران دی چې داړنو، لېوانو او روح ناپېژاندو ته یې په مېلمستیا ورکړو. ډېر کسان راځي او د «زړه» تښتونې نیت لري؛ خو باید زړه د ملکوتیانو زړه تښتوونکیوته وروسپارو چې پراخوي یې، نه ابلیسان چې بې له زړه تنګیو بل څه نه راوړي.

غيرتم نايد كه پيشت بايستند        بر تو مى‏خندند عاشق نيستند؟

عاشقانت در پس پرده‏ى كرم        بهر تو نعره‏زنان بين دم به دم‏

عاشق آن عاشقان غيب باش        عاشقان پنج روزه كم تراش‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 3201 -3203 بیتونه)

 یعنې «غیرت مې نه راځي چې مخې ته ودرېږي، درباندې خاندې (او) عاشقان نه دي؟ عاشقان دې د کرم د پردې تر شا دي. د غیبو د عاشقانو عاشق اوسه، د پینځو ورځو عاشقان لږ توږه»

مسخ شوي او له ځانه پردي انسانان او هغه نفسونه چې د آدمیت له طبیعته اوختي وي، مخدراتو او نېشه یي توکیو ته پناه وروړي؛ خو که انسان انسان وي، یوازې د خدای په یاد ډاډمنېږي، او دا غوره ازمېښت دی، چې معلوم شي څوک له انساني فطرته لرې شوی او څوک ورکې پاتې؛ خو له خدای سره ملګرتوب یوازې د ده د ولیانو په ناسته پاسته کې تر لاسه کېږي:

هر كه خواهد همنشينى خدا        تا نشيند در حضور اوليا

(مثنوى، دویم دفتر، 2163 بیت)

 یعنې « څوک چې له خدای سره ملګرتوب غواړي؛ نو د اولیاوو په حضور کې دې کېني.»

 د خدای له ولیانو سره ناسته د خدای په حضور کې ناسته ده

له خدای سره د ملګرتوب یوه غوره لاره، د خدای له اولیاوو سره ناسته ده. د اولیاء والله و ډېر لږ کرامت دادی چې خپل ملګري په الهي پاکو شرابو نشه کوي. او په کومو کې یې د حق وریادولو خواږه ورکېنوي:

معجزاتى و كراماتى خفى        بر زند بر دل ز پيران صفى‏

كه درونشان صد قيامت نقد هست        كمترين آنكه شود همسايه مست‏

(مثنوى، شپږم دفتر، 1300 او 1301 بیتونه)

پخپله (هم) قیامت دي او په انسان کې هم قیامت راولاړوي، او دغسې ده، چې زړه د خدای پر یاد او د اولیاو الله په حضور کې بیا ژواکي مومي او له حیوانیته چې عین مرګ دی، ژغورل کېږي. رزقناالله و ایاکم.

[1] وسایل : ۱ټ، ۷۹مه؛ او صدوق خصال:۸۴مخ

[2] احياء علوم‏الدين و المحجه البيضاء، كتاب الفقر و الزهد

[3] وسايل‏، ج 1، ص 81 و ج 11، ص 481.
[4] مفاتيح الجنان

[5] من لايحضره الفقيه، ج 4، كتاب النوادر، حديث 16

[6] اريك فروم گريز از آزادى، ژباړه عزت‏الله فولادوند

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!