تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اسلامي مذاهبو پيوستون حمزه بابا وايي: د پــــرو جنبو لعنت له موږه ورک کړه ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را   د هېواد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د اسلامي مذاهبو پيوستون

حمزه بابا وايي:

د پــــرو جنبو لعنت له موږه ورک کړه
ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را
اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه
نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را
ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده
په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را

 

د هېواد علمي مرجع ستر ديني عالم او د روسانو د يرغلګرو پر وړاندې د پوځي،سياسي او فرهنګي سنګر غښتلي مجاهد محترم آيت الله العظمى شيخ محمد آصف محسني د کندهار اوسېدونکى او د خاتم النبين د علمي حوزې او اخوت اسلامي د ټولنې بنسټګر په ١٣٨٦ل د وري په مياشت کې د پېغمبر اکرم د بختورې زوکړې (١٢-١٧ ربيع الاول) په وياړ د مسلمينو د ” يووالي بنسټيز لار” يوه رساله کـښلې چې موږ هم له خپلې موضوع سره په اړه ځينې برخې يې را اخلو:

 په اسلام کې د مذهبونو جرړه

 ټول پوهېږي چې د اسلام دين د قرآن او د حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله وسلم) پر سنتو ولاړ دى او د عقايدو، اخلاقو، سياست،اقتصاد،ټولنې اوعباداتو اصلي سرچينه همدا دوه څيزونه دي او مسلمانان هم بې له استثناء کتاب او سنت مني؛نو اختلاف په څه کې دى؟

د مسلمانانو په منځ کې اختلاف دوه جرړى لري:

لومړى اختلاف د حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له رحلت وروسته د ځايناستي په هکله يې دى. ځينې وايي،چې حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) په دې اړه کوم ځانګړى کس نه دى ښوولى او دا چارې يې د مسلمانانو پر غاړه اچولي او له همدې امله اصحابو په بيړه د بني ساعده و په څپرګې “سقيفه ” کې راټول شول او يو تن يې د خليفه او واکمن په حيث وټاکه. ځينې ګروهن دي حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) خپل ځايناستى او وصي خلکو ته ورپېژندلى و او بايد له غوڅ حکمه يې سرغړونه ونه شي.

دا اختلاف په هغه وخت کې څرنګه ارزول کېده؟ په دې هکله دقيق معلومات نه لرو؟[1]؛خو دې کار وروسته پراخه اړخونه پيدا کړل او په اسلامي ټولنه کې په خورا خطرناکې بڼې راښکاره شو،چې ناوړه اغېزې يې تر ننه تر سترګو کېږي او له همدې ځايه په اسلام کې د تشيع او تسنن په نومو دوه بېل جريانونه راپيدا شول.

دويم اختلاف دا دى،چې له قرآن او سنتو بايد مسلمانانو ګټه اخستې واى او استنباط يې کړى واى؛ خو د اسلامي عالمانو پوهېدنه ترې يو شان نه وه او هرې ډلې د خپلې پوهې او استعداد له مخې له قرآن او سنتو استفهام او ګټه پورته کوله او په دې توګه د عقايدو په فروعو او فقه کې اختلاف رامنځ ته شو او اسلامي مذهبونه راپيدا شول.

د سنتو د اثبات ستونزه هم مطرح ده.د مثال په توګه يوه موضوع،چې په يو روايت کې راغلې وي،ځينو پوهانو ته به په اثبات رسېده او عمل يې پرې واجب ګاڼه؛خو همدا حديث نورو پوهانو ته نه دى رسېدلى او که رسېدلى وي؛نوپه معتبره طريقه به ورته نه و رسېدلى،چې په دې توګه حجت يې ورته نه درلود او عمل پرې ونه شو. دلته درېمګړى لامل هم بايد په پام کې ونيسو او هغه د وخت د سياسي او ټولنيزو عواملو په پام کې نيوو سره د پوهانو بشري احساسات او عواطف دي. زموږ استنباط کوونکي پوهان انسانان ول،چې نه ښايي سل په سلو کې له انساني عواطفو او احساساتو يې لرې وګڼو.

هو! له قرآن او سنتو د استنباط او همداراز دهغه وخت د سياسي او ټولنيزو شرايطو په پام کې نيولو سره د پوهانو د بشري احساساتو او عواطفو له امله بېلابېل مذاهب منځ ته راغلي ،چې دا چار نه بايد غير طبيعي او د تعجب وړ وګڼل شي؛ځکه دا دوه پدېدې (فکري توپير،احساسات او د چاپيريال اغېز) د بشر په ژوند کې وى او وي به. او دا د غير معصوم بشر د طبيعت ځانګړنه ده؛خو څه چې کړکېچ زيات کړى او د وينې توييدېنې او بدمرغۍ لامل شوي،دوه نورې لاسوهنې دي،چې دادي:

لومړى دعامو خلکو او د عالم،پير،مرشد او ملا په نامه د مذهبي مشرانو بې ځايه تعصبات دي،چې وړو مذهبي اختلافاتو ته يې لمن وهلې شخړې،تربګنۍ او کورنۍ نښتې يې رامنځ ته کړي او د مسلمانانو ژوند يې تريخ کړى دى. البته که د تعصب مانا له مذهب سره مينه وي؛نو کوم باک نه لري او د مخنيوي وړ هم دى؛خو که مانا يې له نورو مذهبونو سره دښمني وي؛نوبيا به خطرناک وي. د دې تعصبونو لاملونه دوه دي: لومړى يې د خلکو ناپوهي،ناوړه ګټه ، ځانمني او پر ناخبره خلکو واکمني ده.

دويم لامل يې د ښکېلاک او زبېښاک په موخه د سترو هېوادو لاسوهنه ده،چې د ولسونو ترمنځ بې اتفاقي پيدا کوي او د يو ملت د نننۍ ليکې کمزورې کوي او له مذهبي اختلافاتو هم ګټه اخلي. دې دوو[تعصبونو او د دولتونو لاسوهنو]نه يوازې د مذاهبو ترمنځ په درز پيدا کولو کې بسيا ونه کړه؛بلکې پر دروغو او تورونو يې هم لاس پورې کړ او بې خبره مسلمانان يې له يوبل سره پر جنګ واچول. موږ يې دلته د اسنادو له راوړو تېرېږو او په دې هکله ډېرې ناوړې غږې هم خپرې شوي دي د مثال په توګه،وايي چې د پلاني مذهب لارويان لکۍ لري او يا دهغه بل مذهب لارويان په خپلو مړيو کې لرګي منډي،د پلاني مذهب لارويان د قرآن د حفظ وړتيا نه لري د پلاني مذهب لارويانو ته سپکې سپورې او کنځل روا ګڼي،چې له دې ټولو د څلورو مذهبونو او د اماميه شيعه مذهب لارويان پوره پاک دي. بې له نواصبو ټول اهل سنت د پېغمبر اکرم له اهل بيتوسره مينه لري او بې له غاليانو ټول اهل تشيع دا صحابو کرامو درناوى کوي.

 د شيعه او سني ګډ ټکي

      شيعه اوسني په لاندې مسايلو کې يوه خوله دي:

(الف):- په عقايدوکې:

١- نړۍ خداى پيدا کړې ده.

٢- معبود يوازې الله تعالى دى او بې له هغه د بل چا عبادت کول شرک دى او مسلمان پرې له اسلامه وځي.

٣- خداى شريک نه لري.

٤- د خداى ذات د درک او پوهېدو وړ نه دى.

٥- خداى ازلي،ابدي او تل تر تله دې.

٦خداى،عالم،قادر،مريد،مختار،سميع،بصير او پر ټولو څيزونو پوه دى.

٧- ټول څېزونه خداى پيدا کړي دي.

٨- خداى ژوندى دى.

٩- خداى،متکلم او صادق دى.

١٠- خداى له اجزاوو جوړ شوى نه دى.

١١- خداى جسم او جسماني نه دى[2].

١٢- خداى د پېښوځاى نه دى .

١٣- خداى له خپلو مخلوقاتو سره ګډ نه دى؛بلکې وجود يې د موجوداتو له وجوده بېل دى.

١٤- خداى په هېڅ شي کې نه حل کېږي.

١٥- خداى بې له خپل ځانه بې نيازه او غني دى.

١٦- ټول مخلوقات خداى ته اړين دي.

١٧- په قرآن او سنتو کې،چې خداى په کوم ډول ښوول شوى؛نو دا سمه ده.

١٨- عرش،کرسي او لوح محفوظ حق دي.

١٩- ملائکې او هغه کتابونه،چې له اسمانه پر پېغمبرانو او په تېره بيا قرآن مجيد،چې پر وروستي پېغمبر حضرت محمد(صلی الله عليه و اله) نازل شوى رښتيني ګڼو.

٢٠- پر انبياووعليه السلام وحې حق ده او د حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له مړينې وروسته وحې بنده شوې ده.

٢١- قرآن د خداى کلام دى او عمل پرې لازم دى او نبوي سنت پر مسلمانانو په هر وخت کې حجت دي.

٢٢- اسلام نړيوال دين دى او د دنيا تر پايه به الهي دين شمېرل کېږي او بې له اسلامه نور ټول اديان منسوخ او د عمل وړ نه دي.

[ان الدين عند الله الاسلام]

٢٣- خداى پر خپلو بندګانو تېرى نه کوي.

٢٤- خداى د انسانانو د لارښوونې لپاره پاک او سپېڅلي کسان غوره کړي او د نبوت مقام ورکړى او خلکو ته يې رسولان او انبياء (عليهم السلام) رالېږلي او اسماني شرايع يې پرې نازل کړي دي.

٢٥- خداى ته د نږدېوالي او مقام له کبله ټول انبياء يو شان نه دي،ځينې پر ځينو نورو غوره دي [تلک الرسل فضلنا بعضهم على بعض]

٢٦- [ لا نفرق بين احد من رسله] ټول پېغمبران(عليهم السلام) د درناوۍ وړ دي.

٢٧- ځينې پېغمبران اولى العزم دي[3].

٢٨- د وخت په تېرېدو د اسلام په شريعت کې هېڅ ډول بدلون نه شي راتلاى اود څه په باب،چې اسلام حکم کړى بايد تر ابده پرې ټينګ ودرېږو.

٢٩- د قيامت د ورځې سوال او جواب او د عملونو تلل ټول حق دي او انسانان به پر دې ورځ راپاڅېږي.

٣٠- معاد يوازې روحاني نه؛بلکې جسماني هم دى.

٣١- مؤ‌‌منينو ته تلپاتې جنت دی اوکينه کښو کفارو ته هم تلپاتې دوزخ دى.

٣٢- په قرآن او سنتو کې د دوزخ د عذابونو او د جنت د نعمتونو په باب ، چې څه ويل شوي ټول پر حق دي.

٣٣- برزخي نړۍ حق ده.

٣٤- شفاعت سم دى.

٣٥- په قرآن او سنتو کې،چې د برزخي نړۍ په باب څه معلومات راغلي ټول يې مني.

٣٦- له قيامته منکر، مسلمان نه بلل کېږي.

٣٧- د مسلمان ځان او مال محترم دى او تېری پرې جايز نه دى.

٣٨- د شهادت پرکلمه [توحيد او رسالت] اقرار او اعتراف کول لازم دى او د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) راوړي څيزونه سم او رښتيا ګڼل.

٣٩- پر خداى،استازيو،پرېښتو او اسماني کتابونو ايمان درلودل لازم دي.

٤٠- خداى ژوندي کول کوي او مړه کول کوي او هر څوک ټاکلې نېټه لري او خداى روزي ورکوونکى دى.

٤١- د انبياوو معجزات حق دي اوهمداراز د اولياوو کرامات هم.

٤٢- قرآن کريم د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) تلپاتې معجزه ده اوهېڅ ډول کموالى او زياتوالى په کې لار نه ده پيدا کړى.

(ب) په فروعو کې:

١- (اولس رکعته) لمونځ په څلوروېشت ساعتو کې پينځه وخته فرض دى.

دوه رکعته د سهار لمونځ دى،څلور رکعته د ماسپښين، څلور د مازيګر ،درې رکعته د ماښام او څلور رکعته د ماسخوتن لمونځ دی ؛خو له پاکوالي او نورو شرايطو سره.

٢-په لمانځه کې قبله،کعبه ده،څاروي مخ په کعبه حلالېږي او مړي هم مخ په کعبه ښخېږي.

٣- د مړي د جنازې لمونځ واجب دى.

٤- په هر کال کې د روژى په مياشت کې روژه نيول واجب دي.

٥- د مالونو زکات ورکول او د فطر زکات ورکول واجب دي.

٦- پر هر شتمن حج کول واجب دي.

٧- په غنيمتونو او ځينې نورو څيزونو کې پينځمه (خمس) ورکول.

٨- د اسلام دفاع او خپرولو ته جهاد واجب دى.

٩- پر نېکيو امر او له بديو منع واجب ده.

١٠- د مړي غسل،کفن او ښخول واجب دي.

١١- په سلام اخست و او اچولو کې بيړه کول.

١٢- د بل سپکاوى،کنځل کول،غيبت،تورلګول،بل ته زيان رسول او بد ګومانونه منع شوي دي.

١٣- تېرى،وژنه،ځان ښوونه او ريا او سود خوړل منع شوي دي.

١٤- زنا،لواط او ځينې سريزې يې منع شوي دي.

١٥- ښځې بايد له نا محرمو ستر وکړي.

١٦- بيع،اجاره،مضاربه او دا شان نورې معاملې او راکړې ورکړې سمې دي.

١٧- په واده کې د مېړه اوښځې د نکاح تړل او په طلاق دهغوى د نکاح ماتول يې او پر طلاقې د عدت پوره کول لازم دي.

١٨- د ديات،قصاص او ضمانتونو د حدودوپه باب د الهي حکمونو پلي کول.

١٩- د قرآن او سنتو له مخې د ميراث وېشل. او نور داسې په سلګونو واجبات،محرمات او وضعي احکام شته،چې حنفي فقه او جعفري فقه پرې يوه خوله دي؛خو دلته د بحث د اوږدوالي له کبله يې نه شو راوړاى[4].

  دشيعه او سني تر منځ اختلافي ټکي

دلته موږ د دواړو مذاهبو تر منځ بنسټيزو اختلافاتو اشاره کوو:

الحمدلله د شيعه او سني په منځ د اسلامي عقايدو په اصولو کې[5] اختلاف نه شته او يوازې د عقايدو په څو جزيي مسئلو کې شته چې دادي:

١- د خداى د تکلم په تفسير کې اختلاف.

٢- اختلاف په دې کې دى،چې د قيامت پر ورځ به مؤمنين خداى ويني او که نه؟ اشاعره يې [د اهل سنتو ډېرى] پر ليدو ګروهن دي؛خو شيعه او يو شمېر اهل سنت [معتزله او ځينې اشاعره لکه فريد وجدی د شلمې پېړۍ د دايرۍ المعارف په کتاب کې] او فيلسوفان نه يوازې د خدای په نه ليدو ګروهن دي؛بلکې د عقل له مخې محال او ناشونې يې ګڼي.

٣- د خداى ذاتي صفات لکه علم،قدرت،ژوند او مثالونه يې عين د خدای ذات دی او يا يې پر ذات ورزيات دی. شيعه لومړی نظر مني؛خو اهل سنت په دې هکله اختلاف لري او دېرى اشاعره د خداى پر ذات ورزيات يې بولي.

٤- دا په شيعه او سني کې مشهوره ده،چې په قرآن کې تحريف او اړونه نه ده شوې؛يعنې سورتونه يې کم او ډېر شوي نه دي؛خو ځينو چې شمېر يې ډېر لږ دی خيال کړى،چې دقرآن ځينې آيتونه کم شوي او ددې خبرې اسناد هغه روايتونه بولي،چې دشيعه او سني په کتابو کې را غلي؛خو داشان روايتونه د دواړو لوريو دعالمانو دپام وړ نه دي او پرخلاف يې ځوابونه ورکړي دي. [وانا له لحافظون]

٥- کوم روايتونه،چې په معتبرو سندونو له پېغمبر اکرم روايت شوي دواړه لوري يې حجت بولي؛خو د ځينو روايت کوونکيو په هکله د دواړو لوريو په عالمانو کې اختلاف شته،چې يو شمېر راويان رښتيني ګڼي او يو شمېر دروغجن يا مجهول بولي،چې دا اختلاف د اهل سنتو اوشيعه و د رجالو دعلم په عالمانو کې هم شته دی.

٦- ټول صحابه عادل دي دا د اهل سنتو خبره ده. او يا ځينې يې ښه او ځيني نور يې نا اهله دې،دا دشيعه و نظر دی. دا يو کړکېچن او اوږد بحث دی.

٧- اهل سنت د حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځايناستي د څلورګونو خلفاوو حق ګڼي او شيعه يې د پېغمبراکرم د کورنۍ په دولس ګونو امامانو پورې ځانګړې بولي[6].

٨- د جبر او اختيار له پلوه اماميه شيعه انسان په خپلو کړنو کې مختار بولي او اشاعره (انساني) کړنې د خداى له لوري بولي،چې انسان يې يوازې کاسب دی.

٩- د اهل سنتو مشهور عالمان وايي: چې عام مسلمانان دې په فقهي مسائلو کې د څلورو مذهبونو [ابو حنيفه،مالک بن انس،محمد بن ادريس او احمدبن حنبل،رحهم الله] لاروي وکړي،حال دا چې شيعه وايي د اهلبيتو د دولس ګونو امامانو له نظريو بايد لاروي وشي؛خو د اهل سنتو ځينې عالمان اسلامي مذهبونه يوازې په څلورو مذهبونو کې منحصراو راايسار نه ګڼي.

 نهو اختلافي ټکيو ته دويمه کتنه

 ١لومړى ټکی مهم نه دی؛ځکه خداى ته د تکلم صفت بيخي ثابت دی. او د مانا تفسير يې جزيي او علمي خبره ده،چې د پام وړ نه دی.

٢- دويم ټکی به قيامت ته پرېږدو په دې دنيا کې ټول دا مني،چې خداى نه ليدل کېږي.

٣- د ذاتي صفتونو عينيت او يا پر ذات يي زياتوالى پوره علمي مسئله ده،چې عام خلک پرې نه پوهېږي او د خلکو په منځ کې هم د تعصبونو او شخړو لامل نه ده ګرځېدلې؛نو دا موضوع به د کلام په کتابو کې پرېږدو او د نظر د خاوندانو د اجتهاد درناوى کوو.

٤- په څلورم ټکی کې بايد تعجب وکړو. ددواړو لوريو عالمان د قرآن اوړېدنه او تحريف نه مني او په دې هکله راغلي روايتونه هم نه مني اوټول ټينګار کوي،چې نننى قرآن،د خداى قرآن دى او پرې وياړو؛خو ځينې ناپوهان او د غرض خاوندان ټينګار کوي،چې مقابل لوری د تحريف پر ګروهه تورن کړي او په دې هکله د يو عربي هېواد د سخت دريځو او افراطيانو ونډه خورا نامناسبه ده.ان ځينې ادعا کوي،چې دشيعه و قرآن دېرش سپارې نه؛بلکې څلويښت سپارې دی. دا په رښتيا،چې د تعجب خبره ده.د شيعه مسلمانانو په کورونو کې قرآن کريم شته او په اسلامي هېوادو؛ لکه عراق،ايران او لبنان کې چاپ شوي او زه قسم خورم،چې يو شيعه به هم لاتر اوسه پورې د څلويښتو سپارو قرآن نه وي ليدلى[7]؛خو د دروغو او تورونو بازار لاهماغسې تود دی. او ځينې لاتر اوسه له همدې لارې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي اوغولوي يې؛نو بايد د مسلمانانو پر بدمرغۍ اوښکې توى کړو. ويښ او پوه مسلمانان بايد له دې عبرت واخلي،چې دروغجن څرنګه موهومي اختلافاتو ته لمن وهي او خلک پرې بوختوي. او دوى دا ستر خيانت يا د تعصب له مخې او يا هم دپيسو لپاره کوي ايا پر زړه سواندو پوهانو اړينه نه ده،چې ددې دين پلوروونکيو هټۍ وتړي.

٥- د پينځم ټکي په هکله بايد ووايم،چې اهل سنتو خپل روايتونه په صحاح سته او نورو کې او شيعه و له اهل بيتو په اربعه او نورو کتابونو کې راټول کړي دي. اوهره ډله د بلې پر دود عمل نه کوي او د فقهي اختلافونو غټ علت همدا دی.څه چې ويلای شو دا دي : دا څرګند اختلاف يوازې د روايتونو په اسنادو او په طريقه کې يې دى او دا کار په خپله په روايتونو پورې نه؛بلکې د رجالو په علم پورې اړه لري؛داځکه په روايتونو کې اختلاف ډېر نه؛بلکې لږ دی. ډېر مطالب اهل سنتو په خپلو راويانو له اصحابو او له حضرت پېغمبراکرمروايت کړي چې شيعه همدا مطالب په خپلو راويانو د اهلبيتو له امامانو روايت کړي دي.

دا به څومره غوره وي چې يوه ډله عالمان د شيعه اوسني قريب المعانى[نږدې مانا لرونکي] روايتونه راټول کړي،چې دا به ډېر زيات روايتونه وي.؛نو پردې بايد ونه غولېږو،چې د شيعه او سني روايتي کتابونه د راټولېدو وړ نه دى او اختلاف په کې ډېر دى. او دې ته مو پام وي،چې د روايت په سند کې اختلاف د روايت د مانا له اختلاف سره يو نه دی او مهم هم دا دويم ټکې دی،چې په کې دومره اختلاف نه شته يا په بله وينا خپله د روايتونو په مانا کې دومره ډېر اختلاف نه شته.

ما په ١٣٥٥ل کې (په ژوند کې ددين ګټې) په نامه يو کتاب وليکه او په کابل کې دبيهقي موسسې له چاپ مخکې يو ځل له سره وليد،ما په دې کتاب کې ډېر روايتونه د شيعه و له لارې له امام محمد باقر او امام جعفرصادق(عليهماالسلام) روايت کړي ول،چې دبيهقي موسسې پر ما نيوکه وکړه ،چې تاسې نبوي روايتونه له پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) نه؛بلکې له امام محمد باقر او امام صادق روايت کړي؛نو زه په هغه وخت کې پوه شوم،چې د شيعه اوسني روايتونه څومره سره نږدې دي ان دا،چې په الفاظو کې هم سره يو شان دي. په پايله کې له بيهقي موسسې سره له سلامشورې وروسته مې له اهل بيتو راغلي روايتونو د يوې جملې په ورزياتوالي سره ومنل:[امام جعفرصادق(دنبوي احاديثو په روايت) ويلي دي]،چې د اهل سنتو له روايتونو سره،چې په خپله طريقه يې له حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) روايت کړي اړخ ولګوي،ما هم ورسره هغه جمله ومنله ؛ځکه پر دې ګروهن وم څه چې د اهل بيتو امامانو ويلي د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) له سنتو يې ويلې دي.او په دې هکله امام صادق وايي: موږ اهل رائ نه يو, څه چې وايو له خپلو پلرونو يې وايو،چې هغوى هم له رسول الله روايت کړي دي.

زه د مقارنې فقهې[8] او د مقارنو حديثونو په راټولو ټينګار کوم ، چې دا چار د شيعه اوسني د يووالي بنسټ دى.

٦- شپږم ټکې د صحابه و(رض) عدالت دی،چې په اهل سنتو کې دا مسئله څېړل شوی او ابن ابي الحديد معتزلي د نهج البلاغې په شرح کې په دليلونو او شواهدو دا موضوع اوږده څېړلې ده او د اهل سنتو د عالمانو نظريات يې را اخست ي دي. يو شمېر ټول اصحاب عادل نه ګڼي ؛بلکې وايي،چې په اصحابو کې عدالت (يو) اصل دى (اصالة العدل)؛خو دا چې د چا کړنې د عدالت پر خلاف ثابتې شي.

شيعه علما وايي: د صحابه و په عدالت ګڼلو کې لومړى بايد د هر وګړي ژوند او کړنې وڅېړل شي او بيا دې قضاوت وشي. ‎چې ما په (بحوث فى علم الرجال) کتاب کې په دې باب څرګندونې کړي.

د لومړنيو مهاجرينولپاره د عدالت اصل له قرآن کريم لاس ته راوړو. په دې اړه د ټولنيزې سمونې لار دا ده،چې دواړه لورې له افراط او تفريط [غلو او بد ژبۍ] ډډه وکړي او مشهور اصحاب په درناوۍ ياد کړي او بايد چې يزيد او په شان نور يې له امام حسين(،چې د جنتي ځوانانو ښاغلی دی) هم غوره ونه ګڼي. (وکذلک جعلنا کم امه وسطاً)

اهل سنت بايد د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له کورنۍ او له دولس ګونو امامانو(عليهم السلام) سره بي ميني ونه ښيي او چې فضايل يې بيانېږي؛نو خپګان دې نه څرګندوي.د اهل سنتو ټول عالمان په يوه خوله او اجماع د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له اهل بيتو سره مينه واجب ګڼي.ځينو د يزيد،شمر او داسې نورو په ملاتړ کې کتابونه ليکلي دي. ځينې وايي:حضرت حسين د خپل نيکه په توره ووژل شو (نعوذبالله منه).

شيعه بايد په خلفاوو پسې بدرد ونه وايي،چې ددې عمل ناوړه اغېزه دا شوه،چې په مسلمانانو کې يې د کينې تخمونه وشيندل او د پرديو لاسوهنو ته هم لار هواره شوه. زه دلته شيعه وو ته اعلان کوم ،چې په خلفای راشدينو پسې بدرد ويل حرام دي او دا حکم يوازې زما نه؛بلکې ډېر شمېر شيعه عالمان هم مني. د شيعه و بې خبره عوام بايد دې ټکي ته پام  وکړي،چې د شيعه و د فتواوو ګانو په کتابونو کې   (د مجتهدينو توضيح المسايل وګورئ) په اصحابو پسې د بد رد ويلو اجازه نه ده ورکړ شوى؛دا خو لا څه چې بد رد ويلو ته په کې ښه ويل شوي وي.

د تاريخي او عام بحثونو پايله،چې هر څه وي په دې بايد پوه شو، چې د مسلمانانو خپلمنځي شخړې،کينې او وينې توييدنې او ان د اسلام کمزوري کول،چې په هر نامه وي له کبيره محرماتو ګڼل کېږي او شيطان بايد مسلمانان ونه غولوي.د مسلمانانو د يووالي غوره لار دا ده،چې بايد د يو بل د احساساتو له راپارونې ډډه وکړي.

يو شيعه به هم د امام ابوحنيفه(رح) پر فتوى عمل ونه کړي او همداراز يو سني به هم د امام جعفرصادق(ع) پر نظر ولاړ نه شي ؛خو د مليونو مسلمانانو د مشرانو په توګه بايد د امام جعفرصادق او د امام ابوحنيفه درناوی وشي او د اسلامي علمي شخصيتونو پر وړاندې بې اعتنايي ونه شي او نه ښايي،چې د يو بل احساسات ټکني شي،چې دا يو ناسم او د ناپوهۍ عمل دی[9].

په ارواپوهنه کې وايي:د اصل تر اغېز د وګړي اغيز ډېر دی. علمي اختلاف په اصل کې اختلاف دی،چې په کې شخړه او وينه تويدنه نه شته؛خو د شخصيتونو په اړه اختلاف په وګړي کې اختلاف دى،چې کړکېچ زېږوي؛ځکه په دې باب بايد ډېر ځير او محتاط اوسو او د مذهبونو د مشرانو له سپکاوۍ په ټينګه ډډه وکړو خداى په قرآن کې مسلمانانو ته حکم کوي،چې د کفارو په خدايانو پسې بد رد مه وايئ،چې هغوى هم ستاسې خداى ته بد رد ونه وايي.ايا مسلمانانو ته پکار نه دي،چې له دې حکيمانه حکمه په خپلو دنننيو چارو کې ګټه واخلي؟!

٧- دشيعه او سني په منځ کې تر ټولو کړکېچن اختلاف د خلافت په هکله دی،چې د اسلام له لومړيو وختو راهېسې دوام لري،چې کاشکې دوام يې نه وای موندلی او مسلمانان له دې اختلافه ژغورل شوي واى. اهل سنت وايي: پېغمبراکرم کوم ځانګړې تن خپل وصي او ځايناستی نه دی ټاکلی،خلکو حضرت ابوبکر(رض) د خليفه په توګه وټاکه او بيا يې درې تنه نور هم وټاکل او خلفای راشدين څلور تنه دي،چې غوره او افضل اصحاب دي. شيعه ګروهن دي،چې امامت د نبوت په شان د خداى له لوري انتصابي دى،نه دا چې خلک يې وټاکي،حضرت علي(ک) د پېغمبراکرم ځايناستې دی او په دې هکله له آنحضرت ډېر نصوص راغلي او له حضرت علي(ع) وروسته امامت يولس زامنو ته يې رسي،چې لاروي يې واجبه ده.

ددې ليکنې موخه د تاريخي او علمي بحثونو څېړل نه؛بلکې د دواړو لوريو ترمنځ پخلاينه ده،چې شخړې او بد کڅۍ راکمې او مسلمانان يو له بل سره رانږدې شي او په اختلافي چارو کې له مبالغې مخنيوي وشي.

لومړى خو دا چې د اهل سنتو د عالمانو له نظره خلافت په اصولو کې نه؛بلکې په فروعو کې شمېرل کېږي؛نو ځکه په داسې چارو کې مخالف تن د تکفير وړ نه دی.فرض کړئ،چې اختلاف نه هوارېدونکی دی او په يوې فرعي مسلې پورې اړه لري،چې بايد په دې اړه له پراخې سينې کار واخستل شي. ًللمصيب اجران وللمخطى اجر واحدً څوک ،چې حقيقت ته ورسېد دوه اجره لري او چې تېروت؛نو يو اجر لري او بايد يو بل پړ ونه ګڼو.

دويم دا چې که له سترګو د تعصب پردې لرې کړو وينو،چې شيعه د خلفاى راشدينو له خلافته انکار نه کوي او ټول پرې اعتراف کوي، چې د حضرت پېغمبراکرم له رحلت وروسته خلکو له حضرت ابوبکر (رض) سره بيعت وکړ بيا له دويم خليفه وروسته له درېم او بيا له څلورم خليفه سره يې بيعت وکړ،چې له بيخه دا يو څرګند تاريخي واقعيت دى او منکرېداى ترې نه شي.

اهل سنت خلافت الهي انتصابي مقام نه ګڼي،چې ګنې د خداى له لوري دې څوک پر خلافت ټاکل شوى وي؛ځکه له نظره يې خلافت يو انتصابي مقام نه دى چې پرې مسئله اختلاف پيدا شي؛بلکې د خلکو پربيعت اتکا کوي،چې څوک ترې منکر نه دى؛نو شيعه د اهلسنتو له دې مدعا منکر شوي نه دي او نه به منکر شي؛نو اهل سنت دې له دې اړخ اندېښمن نه وي. شيعه و ته هم وايم کوم نصوص،چې ستاسې د پام وړ دي،ښايي د اهل سنتو له نظره د دلالت له اړخ ناتمام وګڼل شي؛نو دا چې اهل سنت له اهل بيتو لاروي نه کوي؛نو پړه يې مه ګڼۍ. ايا په عالمانو کې د نظر اختلاف نه شته؟ ناپوهه په دوه ډوله دې:قاصر او مقصر. په دې کې دويم د سزا وړ دی؛خو لومړى د عقل اوشرع له پلوه پړ نه دی.

د خلافت له پېښې يو زر او څوسوه کاله تېر شوي او لا تر اوسه عالمانو ته د حق د څېړنې لپاره لارې چارې په لاس نه دي ورغلي (عوام خو لا پرېږده)؛نو بايد بې ځايه تعصب ونه کړو،چې په عقيده کې خپل هر مخالف مقصر يا دښمن وګڼو او ويې شړو.موږ بايد مذهبي مخالفين له ځانه ونه شړو او خپل وروڼه يې وګڼو او بايد تر اسلامي ضوابطو لاندې يو له بل سره ګډکار وکړو.

امامت د شيعه و له نظره د مذهب په اصولو کې شمېرل کېږي؛خو نه د دين په اصولو کې؛يعنې له امامانو(عليهم السلام) منکر له شيعه مذهبه وځي نه داسلام له دينه.

اهلسنتو ته وايم که ستاسې له نظره له اهل بيتو لاروي نه ده ثابته شوى موږ کومه خبره نه لرو؛خو شيعه،چې له اهل بيتو لاروي پر ځان واجب ګڼي، پړه يې مه ګڼئ.شيعه په دې هکله پر هغو روايتونو استدلال کوي،چې ستاسې له لارې راغلي او ددې روايتونو اسناد او دلالت بشپړ او پوره ګڼي؛نو که دوى پر حقه لار تللي وي؛نو تاسې د حقيقت مخالفت مه کوئ او که تېروتي وي؛نو د دښمنۍ او بېلتون وړ يې مه بولئ. که د مجتهد اجتهاد له واقع سره يو شان و؛نو دوه اجره لري او که له واقع سره مخالف و؛نو يو اجر لري،چې بالاخره د دواړو لوريو موخه له پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) لاروي ده،چې اهل سنت د صحابه و کرامو او شيعه د اهل بيتو له لارې په آنحضرت (صلی الله عليه و اله) پسې روان دي.

لکه چې خوشال خټک هم وايي:

زه خو د زړه درد غواړم په هر يوه مذهب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

فکر کوم که منطق او انصاف ته مخه کړو پورتني مطالب تر ډېره بريده د تعصب او شخړو دوړې له منځه وړي او دواړه لوري سره رانږدې کوي او د اسلامي ورولۍ لپاره لار هواروي البته که خداى مسلمانان د نالوستو ملايانو او د پرديو لاسوهنو له شره خوندي وساتي.

٨- که د اتم ټکي په هکله ” د اسلامي توحيد او وهابيت ته کتنې” کتاب ولولئ،چې دا موضوع په کې اوږده څېړل شوى،په دې کتاب کې راغلي: ” د انسانانو د کړنوپه باب،چې اشاعره پر کوم تفسير ګروهن دي که دلته خوش ذوقي وکارول شي له هغه اختيار سره به اړخ ولګوي،چې اماميه پرې عقيده لري “.

٩- د نهم ټکي په هکله لاندې مطلب ته پاملرنه وکړئ: لومړى دا چې د مشهورو فقهي مذهبونو د انحصار په هکله کوم معتبر دليل نه شته.

دويم دا چې د اهل سنتو ځينو عالمانو هم په څرګنده فتوى ورکړی،چې له څلورګونو مذهبونو بهر اجتهاد هم سم دی.

درېم دا چې امام جعفرصادق (عليه السلام) د امام ابوحنيفه (رحمۍ الله) استاد و او علمي او مانيز مقام يې له امام ابوحنيفه (رح) ډېر لوړ و او لږ تر لږه خو يې علمي مقام د څلورګونو مذهبونو( له امامانو) کم نه و؛نو نه ښايي،چې اهل سنت له امام جعفرصادق پر لاروی نيوکه وكړي.

شيعه بايد د حنفي فقې درناوی وکړي او سنيان هم بايد پر جعفري فقه منښته (اعتراف) وکړي.

که سنيان د اهل بيتو پر فقه عمل نه کوي؛نو شيعه دې ترې نه خپه کېږي؛دا ځکه اهلسنتو ته د اهل بيتوله فقې د لاروۍ اړتيا نه ده ثابته شوى.

اهل سنت پر څلورګونو مذهبونو عمل کول جايز بولي،کړاى شي د شيعه عمل هم سم وګڼي. د الازهر پخواني مشر ارواښاد شيخ محمود شلتوت هم دا شان فتوى ورکړې وه او وپوښتل شو:

“ځينې خلك په دې عقيده دي،د دې لپاره،چې عبادتونه او معاملې يي سمې سرته رسولې وي؛نو د څلورګونو مشهورو مذهبونو له احكامو بايد لاروي وكړي په دې څلورګونو مذهبونو كې د اماميه شيعه او زيديه شيعه نوم نه دى اخستل شوى. ايا تاسې دا نظر پوره منئ،چې له اماميه او زيديه مذهبونو لاروي له دين سره كوم ضديت نه لري؟

ځواب: اسلام خپل لارويان يوازې له يو ځانګړي مذهبه پر لاروۍ نه دي اړ كړي؛بلكې هر مسلمان كړاى شي،چې د هر مذهب له احكامو ،چې په سمه توګه روايت شوي وي لاروي وكړي او څوك،چې د دې څلورګونو مذهبونو لارويان وي،كړاى شي بل مذهب ته هم واوړي. جعفرى مذهب،چې په اثنى عشري امامي مذهب مشهور دى د نورو اهل سنتو مذهبونو په شان ترې لاروي كول شرعاً جايز دي؛ځكه مسلمانان بايد پر دې حقيقت پوه شي او د يو ځانګړي مذهب پر وړاندې تعصب ونه کړي؛دا ځكه د خداى دين او شريعت يې په يوه ځانګړي مذهب پورې نه دى تړل شوى او د يو ځانګړي مذهب په انحصار او احتكار كې به هم رانه شي. د ټولو مذهبونو خاوندان مجتهدين دي او اجتهاد يې د لوى خداى په دربار كې قبول دى. څوك چې د نظر او اجتهاد خاوندان نه دي؛نو كړاى شې له هر مذهبه تقليد او له فقهي احكامو يې لاروي وكړي،په دې ځاى كې د عبادتونو او معاملو په منځ كې كوم توپېر نه شته”.

(د محمود شلتوت لاسليك)

 دا تاريخي فتوى،چې د اسلام ددښمنانو ملاګانې يې ماتې کړې او د متعصبينو او ځېليانو خولې يې ورټپې کړې د ربيع الاول پر اولسمه پر ١٣٧٨ س د قاهرې په ښار کې ورکړ شوه او د الازهر شېخانو دا فتوى د “تقريب بين مذاهب اسلامي” سرمنشي سيد محمد تقي قمي ته په رسمي توګه وسپارله چې د دارالتقريب په رسمي اسنادو کې يې خوندي کړي. موږ د داسې سترو عالمانو پر سپېڅلي روح درود وايو.ددې ليکنې د ليکلو پر مهال خبر شوم،چې د دارالتقريب هلې ځل بيا په قاهره او سوريه کې پيل شوي او د الازهر محترم مشر او د تقريب نړيوالې ټولنې هم وررسره د ملاتړ ژمنه کړې ده. څه موده مخکې په اردن کې د څلوېښتو هېوادو عالمانو يو پرېکړه ليک لاسليک کړ،چې په کې يې بې د اهل سنتو له څلورګونو مذهبونو د شيعه و اماميه مذهب،زيديه مذهب او اباضيه مذهب يې هم له معتبرو اسلامي مذهبونو وګڼل،چې په دې هکله د نورو معلوماتولپاره زما ((د اسلامي امت د يوالی پلي کول کتا ب ولولئ،چې پر پښتو هم ژباړل شوى دى .))

 ( ب) فقهي فروعات :

په ټولو انساني علومو کې د عالمانو په منځ کې د نظر اختلاف شته. دعالمانو فکرونه د څېرو په شان يې بېل بېل دي. همدا فکري اختلافات دعلمي اختلافاتو لامل ګرځي او دا به کله هم دبشر له ژونده بېل نه شي. نه يوازي دا،چې د شيعه او سني په منځ کې د فقهي مسائلو په هکله د نظر اختلاف شته،په خپله د سني عالمانو او ان د نورو مذهبونو په منځ کې هم دا شان اختلاف شته د شيعه علماوو په منځ کې هم د نظر اختلاف شته. دا اختلافات به هېڅکله هم د يو بل د سپکاوۍ لامل نه شي؛نو د شيعه او سني په منځ کې دا اختلاف ولې د دښمنۍ او لرېوالي لامل ګرځي ايا دا يو ډول کم عقلي نه ده؟هر مسلمان بايد د خپلو ګروهو،کړنو او سلوک لپاره شرعي حجت ولري؛خو د حجت په تشخيص کې بايد ځېل او تعصب ونه کار ول شي. دا سمه ده،چې پر نېکيو امر او له بديو منع واجب دي؛خو په ليکنو او ويناوو کې بايد اخلاقې نزاکتونه په پام کې ونيسو،چې د يو بل د احساساتو د راپارولو او د دښمنۍ د پيدا کېدو لامل نه شي.د خپل مذهب د اثبات لپاره کړاى شو،چې کتابونه وليکو؛خو بايد په ليکنو کې احتياط وکړو،چې ددښمنۍ او تاوتريخوالي لامل نه شي. په اسلام کې د فتوى اختلاف مشروعيت لري او ټول عالمان يې د يو څرګند او نه انکارېدونکي واقعيت په توګه پېژني؛خو شراچوونکي اختلاف خلکو ته لانجمن ښيي،چې مخه يې بايد ونيول شي.

قضاوت

       ومو ليدل،چې شيعه او سني د اسلام د دين په اصولو کې او همداراز دعقايدو په ډېره برخه کې يوه خوله دي او يوازې په نهو ټکيو کې اختلاف لري،چې موږ ورته د جوړجاړۍ وړانديز هم وکړ؛ځکه له ناپوهۍ،غرور او د حکومتونو له سياست پرته د دښمنۍ،تعصب او ددې دوو ډلو د لرېوالي بل هېڅ لامل نه تر سترګو کېږي او د بېلابېلو مذهبونومسلمانان د قرآن په حکم د يو بل ورونه دي.(انما المؤمنون اخوه) مؤمنان د يو بل دوستان دي (بعضهم اوليا بعض). دلته د مسلمانانو د يووالي په هکله دوه نور عوامل هم څېړو،چې دا دي:

لومړى دا چې د اسلام دښمنانو د اسلام د کمزورلو لپاره ملا تړلې ده او له هرې لارې بريد ته چمتو ناست دي. او دې موخې ته درسېدو لپاره په ننني وخت کې مذهبي اختلاف ورته يو غوره لار ښکاري؛نو کفار او مزدورانو يې تل دې اختلاف وهلوته ټينګه ملا تړلې ده. او که راويښ نه شو او د مذهبي تعصباتو په لومه کې ونښلو ؛نو بايد پوه شو،چې موږ به ناځانخبري د اسلام او محمدي شريعت پر ضد دريځ نيولى او د دين د دښمنانو موخو ته به مو لار هواره کړې وي. دويم دا چې نن په ډېرو اسلامې هېوادو کې شيعه او د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه ګډ ژوند کوي او اسلامي هېوادونه له اقتصادي او علمي اړخ ډېر وروسته پاتې دي او ناوړه دولتونه پرې واکمن دي. هڅه مو بايد دا وي،چې له دې حالته ځان را وباسو او که د مذهب په نامه له يوبل سره شخړه وکړو؛نو بدمرغي به مو په برخه شي؛ځکه په دې کار نه شيعه له منځه ځي او نه سنيان او نه يې مذهبونه له منځه ځي. هو! ًخسرالدنيا ولاخره هوالخسران المبين؛يعنې دنيوي او اخروي زيان به مو په برخه شوی وي،چې دا څرګند زيان دی،چې دا واقعيت د متعصبينو په هکله صدق کوي؛خو که اوږه په اوږه د وروروۍ په فضا کې او د تقوى تر سيوري لاندې ګډ کار وکړو؛نو کړاى شو د خپلو خلکو د دنيوي او اخروي نېکمرغۍ لپاره خدمت وکړو.

حمزه بابا وايي:

دپــــرو جنبو لعنت له موږه ورک کړه
ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را
اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه
نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را
ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده
په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را

[1] يادداشت:(۱). بخاري په صحيح کې له ام المؤمنين عايشې بي بي روايت کوي،چې حضرت علي (ک) تر شپږو مياشتو پورې له لومړي خليفه حضرت ابوبکر (رض) سره بيعت ونه کړ او د بي بي فاطمې له مړينې وروسته يې د خلکو په ټينګار بيعت ته غاړه کېښووه.

[2] (١) بې له شيعه و، يو شمېر د خداى پر جسميت قايل دي.

[3] (٢) د اماميه و په عقيده اولى العزمه پېغمبران پينځه تنه دي: حضرت نوح،حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت عيسى او حضرت محمد (عليهم السلام)،چې دا ټول له نورو پېغمبرانو غوره دي؛خو په اهل سنتو کې په دې هکله اختلاف دى.

[4] په دې باب د محمد جواد مغنيه د پينځګونې فقهې کتاب ولولئ،چې په پښتو ژباړل شوى دى.

[5] (۱) اسلامي اصول،چې ټول مسلمانان پرې يوه خوله دي او مخالف يې کافر بلل کېږي دا دي:توحيد،نبوت،معاد اوکړاى شو د دين ضروريات هم پرې ورزيات کړو.

[6] [څېړونکى : په دې باب وګورئ : کابلى تفسير: د مائدې تر دولسم آيت لاندې شرح .]

[7] هره ورځ په ګڼو جوماتو کې د قرآن ژباړه او تفسير کېږي،په فاتحو کې ويل کېږي او په سل ګونو فقهي،اخلاقي او تاريخي کتابونو کې پرې استدلال او استشهاد کېږي.

[8] مقارنه فقه لبناني مشهور عالم محمد جواد مغنيه ليکلې،چې پښتو ژباړه يې د پينځګونې فقهې په نامه محمد انور وليد کړې،چې په پېښور کې چاپ شوې او ځينې برخې يې په ١٣٨٢کال په هېواد ورځپاڼه کې او پر ١٣٨٦ ل په راه نجات ورځپاڼه کې هم خپره شوې.همداراز د سني او شيعه د ګډو حديثونو د راټولو او چاپ عمليه د اسلامي مذاهبو د پيوستون د نړيوال مرکز له لوري روانه ده.

[9] په بخاري کې يو حديث راغلى،چې وايي: که د مجتهد اجتهاد له واقع سره اړخ لګاوه؛نو دوه اجره لري او که نه؛نو يو اجر لري او په هر حال مجتهد په خپل صحيح اجتهاد کې معذور دى.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!