بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مسلمانانو د یووالي په اړه د نومیالیو علماوو نظر د علامه سيد جمال الدين افغاني (ره) ليدلورى په وينا او کړنو کې د دې اسلامي يووالي د ستر بنسټګر ستره موخه اسلامي يووالى او اسلامي ورورولي وه .دلته مو د هغه دوه ويناوې راوړي،چې د هغه د دننني ژور درد […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د مسلمانانو د یووالي په اړه د نومیالیو علماوو نظر
د علامه سيد جمال الدين افغاني (ره) ليدلورى
په وينا او کړنو کې د دې اسلامي يووالي د ستر بنسټګر ستره موخه اسلامي يووالى او اسلامي ورورولي وه .دلته مو د هغه دوه ويناوې راوړي،چې د هغه د دننني ژور درد ښکارندوى دى :
١.”ته وا مسلمانان سره يوه خوله شوي،چې يو لاس نشي او یو بل ته د يووالي لاس ورکړي او خپل ځواکونه په يوه جبهه کې د پرديو پر خلاف وکاروي؛ چې د نړۍ تر ټولو ستر ځواک به له پښو وغورځوي … که د بريتانيا ښکېلاک (د خپل وخت ستر ځواک) يو فيل وي او مسلمانان هر يو يې يو ماشى وي؛نو که په ميليونونو دا ماشي ددې فيل په غوږ کې بنګار وکړي؛نو لږ تر لږه کوڼ به يې کړي .” (رئيس کرمي،سيدعلي،سيدجمال الدين اسدآبادي و همبستگي جهان اسلامي،٢٧ مخ .)
٢. “خپل ماغزه او انده مې د ختيځ د درد نومېرنې – تشخيص او درملنې ته ځانګړى کړې؛ومې موندل،چې د ختيځ خورا وژونکى درد،يو له بله د وګړيو بېلتون،شېندلې اندې او پر يووالي يې اړپېچ دى؛نو د ګروهې د يووالي او د لويديځ پر خلاف يې د راپاڅولوو لپاره مې ملا وتړله .” ( افغانى،سيدجمال الدين،العروة الوثقى،د محمد عبده سريزه،١٣ مخ .)
پر جعفري مذهب د عمل د جواز په باب د مرحوم شلتوت فتوا
له مرحوم شلتوت څخه استفتا وشوه،چې :
“ځينې خلک ګروهن دي،داچې د يو مسلمان عبادات او معاملات سم وي؛نو له څلورو مشهور مذهبونو ځنې د يو مذهب لاروى دې وي او په دې څلورګونو مذاهبو کې د امامي او زيدي شيعه وو د ښوونځي نوم نشته؛نو ايا تاسې به پشپړه توګه موافق ياست،چې د اثنى عشري شيعه وو له ښوونځي نه لاروي له دين سره په ټکر کې نه ده ؟”دوى يې په ځواب کې وويل :
“اسلام خپل يو لاروي ته هم کوم ټاکلى ښوونځى نه دى ټاکلى ؛بلکې هر مسلمان کولاى شي،له هر ښوونځي نه چې په صحيح توګه رانقل شوى وي او احکام يې په ځان پورې په ځانګړي کتاب کې راټول شوي وي،لاروي وکړي او څوک چې يو له دې څلورګونو مذاهبو ځنې د يو مقلد وي،کولاى شي بل ښوونځي ته (هر ښوونځى،چې وي) واوړي .جعفري ښوونځى،چې په اثنى عشري امامي مذهب مشهور دى،د نورو د اهلسنتو مذاهبو په څېر ترې لاروي شرعا جايزه ده؛نو غوره ده،چې مسلمانان په دې حقيقت پوه شي او ځانګړي ښوونځي ته چې کوم په ناحقه او ناروا تعصب لري،هغه له ځانه لرې کړي؛ځکه د خداى دين او شريعت يې د ځانګړي ښوونځي تابع نه دى او د يو ځانګړى ښوونځي په احتکار او انحصار کې نه دى؛بلکې د ټولو مذاهبو مشران،مجتهدان وو او اجتهاد يې د خداى درشل ته قبول دى او څوک،چې مجتهد او اهل نظر نه وي،کولاى شي،له هر هغه ښوونځي تقليد وکړي،چې په پام کې يې دى او له فقهې یې لاروي وکړي او په دې ځاى کې يې په عباداتو او معاملاتو کې توپير نشته “. (عبدالکريم بى آزار شيرازي،همبستگى مذاهب اسلامي،٣٤٥-٣٤٦ مخونه .)
د شلتوت (ره) پر فتوا تقريظات
١-٣ .دکتر محمد فحام د الازهر پخوانى رئيس د شيخ محمد شلتوت پر فتوا په تقريظ کې نظر یې تاييدوي،وايي :
“زه د شيخ محمد شلتوت اخلاقو،پوهې،د پوهې پراخۍ،په عربي پوهې،د قرآن تفسير او د فقهې اصولو ته حيران يم؛هغه له اماميه شيعه مذهبه و د تعبد جواز ورکړ،شک نه لرم،چې فتوا يې پياوړى بنسټ لري، چې ګروهه هم هماغه ده .” (مرتضى رضوي،فى سبيل الوحدة الاسلامية،٦٤ مخ .)
همداراز وايي :”خداى دې شيخ شلتوت وبښي،چې دې کريمې مانا ته يې پام کړ او پر هغه څرګنده او مېړنۍ فتوا،چې ور يې کړه،ځان يې تلپاتې کړ .هغه پر اماميه شيعه مذهب د عمل کولو د جواز فتوا ورکړه؛ځکه يو اسلامي او فقهي مذهب دى او ډاډ يې پر کتاب،سنت او دليل پياوړى دى…. ” (هماغه سرچينه .)
٢-٣.شيخ محمد غزالي هم د شيخ شلتوت د فتوا په تاييد کې وايي :
“زه ګروهن يم،چې د ستر استاد شيخ محمد شلتوت فتوا د مسلمانانو په پيوستون کې اوږده لار وهلې ده ….په حقيقت کې عمل يې د مستشرقينو د خيالاتو دروغجنول دي،دوى په دې خيال کې ول،چې کومې کينې او اړپېچونه په مسلمانانو کې دي، په پای کې به يوه ورځ اسلامي امت وشيندي او تر يوه بېرغ لاندې به راټول نشي؛خو په آند مې دا فتوا یې د چار پيل او د لارې سر دى .” (محمد غزالي،دفاع عن العقيده و الشريعة،٢٥٧ مخ .)
٣-٣.عبدالرحمن نجار د قاهرې د جومات مدير وايي :
“موږ د شيخ شلتوت د فتوا درناوى کوو او پرې فتوا ورکوو او مسلمانان په څلورګونو مذاهبو کې له انحصاره ژغورو. شيخ شلتوت مجتهد امام دى،راى یې سمه او کټ مټ حق ده. ولې بايد په خپلو فتواوو کې پر ټاکليو مذهبونو بسیا وکړو،حال داچې هغوى ټول مجتهد وو؟” (پخوانۍ سرچينه،٦٦ مخ .)
د علامه سيد شرف الدين موسوي ليدلورى (١٢٩٠-١٣٧٧س)
علامه شرف الدين موسوي،چې خپل ټول عمر يې د مسلمانانو د يووالي په لار کې تېر کړ او په دې لار کې خورا هڅې وکړي،د “المراجعات” کتاب په سريزه کې وايي :
“ډېر مخکې تر دې،چې دا ليکونه زما او شيخ سليم بشري ترمنځ لېږد راولېږدول شي،ددې مطالبو د ليکلو انده مې په ماغزو کې وه؛ځکه د سني او شيعه د پوهاوي او يووالي اند مې له ځوانۍ د زړه ارمان و او تل د يوې داسې هوارې لار په لټه کې وم ،چې مسلمانان د پوهاوي بريد ته ورسوي او ترمنځ یې د دښمنۍ جرړه له بېخه راونړوي او د ناپوهۍ او بېلتون پرده يې له سترګو اوچته کړي،چې خپل ژوند ته په ټینګه وګوري او ټول په اسلامي واجب آر (ورورولۍ) پابند شي او بيا ټول يوځاى د خداى په پياوړې رسۍ منګولې ولګوي او يو له بل سره د نیکانو وورونو په څېر د يوې عالمې،عاملې،پوه او ځواکمنې ټولنې د جوړېدو پر لور ګامونه اوچت کړي او ټول پکې يو د بل ملاتړي وي” (محمد رضا حکيمي،شرف الدين،١٩٩-٢٠٠ مخونه .)
….
په بل ځاى کې وايي :”فرقتهما السياسة،فلتجمعهما السياسة = له هماغې لومړۍ ورځې،سياست (او سياسي موخو) شيعه او سني سره بېل کړل او اوس بايد سياست (او د اسلام او مسلمانانو سياسي مصالح) هغوی يو له بل سره يو ځاى کړي .” (النص و الاجتهاد،سريزه،١٤ مخ، له محمد رضا حکيمي،شرف الدين،٢٠٠ مخ نه په نقل سره .)
په بل ځاى کې په خواشينۍ وايي :
” په ډېره خواشينۍ دې وويل شي،چې مسلمان ورونه سره دښمني کوي،حال دا چې پر يوه مبداء او يو دين ګروهن دي او بايد چې په وروروۍ ژوند وکړي؛خو يو له بل سره لاس و ګرېوان دي او د بې فرهنګو په څېر يې خپلې شخړې اوج ته رسولې،ته وا چې شخړې او لاس و ګرېوانېدل هم د علمي ویینو او مناظرو له آدابو ځنې دي او له څرګندوونکیو دليلونو ځنې شمېرل کېږي؟!همدا وضع ده،چې د پاسوالۍ دنده ژوندۍ کوي او انسان چاره پلټنې ته اړ باسي او خواشيني کوي یې او ځان پوښتي،چې : ايا چاره شته ؟څه بايد وکړو ؟
دا دى له کلونو او پېړيو راهیسې د مسلمانانو خواشينونکي ټولنيز حالات! او دې کړاوونو له هر لوري رانغاړلي يو: له مخکې،شا،ښي او کيڼ لوري او په دې ترڅ کې هغه قلمونه،چې بايد په کار واچول شي (چې د ټولنې د خير،سمونې او روښنګرۍ لپاره وي) کله مزودر قلمونه هم وي ،ځنې ګرو قلمونه هم دي او کله هم احساساتي قلمونه وي او په دې اړپېچونو او شخړو کې درزونو ته لمن وهي،چې په پایله کې ټولنه د ځوړ کندې ته ورګوزارېږي؛نو څه بايد وکړو؟چاره څه ده ؟
لږه لږه مې د کړاوونو او ستونزو پر وړاندې د صبر کاسه نسکوره شوه او ټول وجود مې په دې خواشينۍ کې ډوب شو. دا و،چې پر ١٣٢٩ س کال مصر ته روان شوم .په دې هيله،چې د نيل د سيند پر اوبو به مې د ارمانونو تنده ماته کړم او په زړه کې مې تېر شول،چې خپلو يو لړ هيلو ته به ورسم او څوک به ومومم،چې خپلې څرګندونې ورته وکړم او د مسلمانانو د خيرغواړۍ او سمونې لار به ورسره ولټوم او د مسلمانانو د بېلتون ددې ناروغۍ درملنه به وکړم،چې يو له بله یې بېل کړي او د خداى شکر،چې هيله مې پلي شوه؛ځکه د مصر سيمه په علم او اخلاص سمبال ده او څرګند حقيقتونه او کوټلي دليلونه مني او دا د مصر له غوره امتيازونو ځنې دي .
په مصر کې مې په خوشحالۍ او هوساينې بخت ملګرى شو او زه يې د هغه سيمې له يو ستر عالم سره مخ کړم،عقلمن عالم،چې ښه خوي او ستره ټولنيزه اډانه يې درلوده،چې پر حق يې د ديني مشرۍ پر ګدۍ اډانه وهلې وه او څومره ښکلي ده د ديني علماوو خپلمنځي آشنايي،هغه مهال،چې په پاک روح او په زړه پوريو ويناوو او محمدي اخلاقو يو له بل سره چلن کوي .که يو ديني عالم د فضل او فضليت په ښکلې جامه پسوللى وي؛نو په خپله به هوسا وي او لارويان به يې هم په هوسا او لورنه کې وي او څوک به وارخطا نه وي،چې د زړه درد ورته ووايي .
د مصريانو دا ستر عالم او د مصريانو مشر –چې ما ورسره وکتل – داسې و او کومې ناستې مې هم،چې ورسره وکړې ،داسې وې. په دې کتنو کې مې ورته له خپلو ستونزو او خواشينيو سر وټکاوه او هغه هم له خپلو غمونو او وارخطاييو راته شکايت وکړ .ډېر ښه وخت و؛ځکه په موږ کې یې دا انده راوخوټوله،چې د اسلامي يووالي لپاره د چارې په لټه کې شو ….. “( محمد رضا حکيمي،شرف الدين،٢٠٥-٢٠٧ مخونه .)
د امام خميني تقريبي فتواوې او ليدلوري
١-١.”په مسجدالحرام او د مدينې په جومات کې د جماعت د لمانځه د پيلېدو پر مهال له جوماته وتل جايز نه دي او پر شيعيانو واجب دي،چې له هغوى (اهلسنتو) سره په جماعت لمونځ وکړي .” (امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ)
٢-١.د اهلسنتو د جماعت په لمانځه کې د ګډون د څرنګوالي په باب، امام خميني استفتا شو،چې يا دا لمونځ د نيت او نورو له پلوه د شيعه وو د نمانځه په څېر دى؟ ویې وويل : “په هره بڼه ،چې يې کوي،تاسې يې هم کوئ .” (استفتائات از امام خميني،٢٢٨ مخ .)
٣-١.وپوښتل شو،چې : بې له حجه ايا شيعيان کولاى شي،چې د اهلسنتو په امام جماعت پسې اقتدا وکړي؟ ويې ويل : هو کولاى شي. (هماغه سرچينه ،٢٧٩ مخ)
٤-١.” که د اهلسنتو علماوو ته د ذيحجې لومړۍ ورځ جوته شوه او د مياشتې پر لومړۍ ورځ يې حکم وکړ؛نو شيعه حجاج دې ترې تبعيت وکړي او په کومه ورځ،چې نور مسلمانان عرفات ته ځي،هغوى دې هم ولاړ شي او حج يې سم دى (امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ) .”
٥-١.” طواف په متعارفه بڼه وکړي؛لکه څنګه يې چې نور حجاج کوي او له هغو چارو دې ډډه وشي،چې ناپوهه وګړي يې کوي او په مطلقه بڼه دې، له هغو چارو ډډه وشي،چې د مذهب د سپکاوي لاملېږي،په وقوفين کې د اهلسنتو د قضاتو له حکمه متابعت لازم دى .” (هماغه سرچینه )
٦-١. “په کار ده ،چې (د حج په مراسمو کې) ايراني ورونه او د نورو هېوادونو شيعيانو له هغه کړنو ډډه وکړي،چې د مسلمانانو په ليکه کې درز اچوي او په کار ده،چې د اهلسنتو د جماعت په لمانځه کې حاضر شي او په کورونو کې دې د جماعت د لمانځه له کولو ډډه وکړي او له مخالفو خبرو دې ډډه وکړي او د سپېڅليو وګړيو پر قبرونو دې له ځان ورغورځولو ډډه وکړي،چې کله د شرع مخالف هم دي .”( امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- اندیال
- اندیال سایت
- پر جعفري مذهب د عمل د جواز په باب د مرحوم شلتوت فتوا
- د امام خميني تقريبي فتواوې او ليدلوري
- د علامه سيد جمال الدين افغاني (ره) ليدلورى
- د علامه سيد شرف الدين موسوي ليدلورى (١٢٩٠-١٣٧٧س)
- د مسلمانانو اتحاد
- د مسلمانانو د یووالي په اړه د نومیالیو علماوو نظر
- د مسلمانانو وحدت
- د مسلمانانو یووالی
- د مسلمینو اتحاد
- د مسلمینو وحدت
- د مسلمینو یووالی