بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ولې د هستۍ د څښتن د پېژندګلو لپاره فکر او مطالعه کوو؟ ١-د هستۍ د پېژندګلو مينه زموږ په زړه کې ده. په رښتيا،چې دا ستر اسمان له ښکلي ستورو سره،داځمکه په زړه پورې منظرو سره يې،دا رنګارنګ موجودات، ښايسته مرغان،ډول ډول کبان، دريابونه، سيندونه، غرونه،غوټۍ،ګلان،ډول ډول ونې او …. پخپله […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ولې د هستۍ د څښتن د پېژندګلو لپاره فکر او مطالعه کوو؟
١-د هستۍ د پېژندګلو مينه زموږ په زړه کې ده.
په رښتيا،چې دا ستر اسمان له ښکلي ستورو سره،داځمکه په زړه پورې منظرو سره يې،دا رنګارنګ موجودات، ښايسته مرغان،ډول ډول کبان، دريابونه، سيندونه، غرونه،غوټۍ،ګلان،ډول ډول ونې او …. پخپله پېدا شوي دي يا دا ښايسته رسمونه يو تکړه انځورګر رسم کړي دي؟ له دې چې راتېر شو دا پوښتنې زموږ د ټولو په ژوند کې ماغزو ته راځي: له کومه راغلي يو؟ چېرته يو؟ چېرته به ځو؟
نو څومره به موږ نېکمرغه يو،چې ددې دريو پوښتنو ځواب پېدا کړو؛ يعنې پوه شو،چې ژوند مو له کومه پيل شوى او چېرته به ځو او اوس څه دنده لرو؟
پلټونکى روح مو راته وايي : هڅه وکړه،لاس پښې ووهه او کوښښ وکړه،چې ددې پوښتنو ځواب پېدا کړئ .چې کله يو څوک په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي او بې سده شي او د درمل لپاره روغتون ته يووړل شي،چې کله ښه شي او په سد کې شي؛نو لومړۍ پوښتنه،چې کوي داده،چې زه چېرته يم؟ ولې مو دلته راوړى يم ؟ کله به له دې ځايه ځم؟ دا ټول راښيى،چې انسان شي کړاى ددې ډول ډول پوښتنو پر وړاندې چوپ پاتې شي؛نو لومړى څيز،چې موږ ددې هستۍ پېژندنې ته رابلي،زموږ پلټونکى روح دی.
٢- د مننې حس :
فکر وکړئ يوې مېلمستيا ته رابلل شوي ياست او ښه درناوي او مېلمستيا ته مو هر څه چمتو شوي دي؛خو تاسې خپل ورور دې مېلمستيا ته راوړي ياست،چې خپل کوربه نه پېژنئ؛ نو څه مو چې ماغزو ته راځي دا دي،چې کوربه وپېژنئ او مننه ترې وکړئ .
موږ هم،چې ددې طبيعت پراخه غوړيدلي دسترخوان ته چې ډول ډول نعمتونه پرې راته ايښوول شوي دي ؛لکه سترګې، غوږونه، عقل، هوش، جسماني او رواني ځواک،د ژوند ډول ډول وسايل او پاکه او سوتره روزي؛نو بې واکه مو فکر ته راځي،چې ددې ټولو نعمتونو رابښونکى وپېژنو،که څه هغه مننې مو ته اړتيا نه لري؛خو مننه ترې وکړو او چې دا کار مو نه وي کړى؛نو په خپل ځان کې به د نيمګړتيا او خپګان احساس وکړو او هم دا خبره يو بل دليل دى،چې څښتن پېژندنې ته مو رابولي .
٣-ګټه او تاوان مو په همدې پورې تړاو لري:
فکر وکړئ پر يوه لار روان ياست او يوې څلور لارې ته ورسېدئ او هلته هله هوله ده،ټول وايي : په دې څلور لارې کې مه درېږئ،چې خورا خطر لري؛خو دلته هره ډله موږ يوې خوا ته رابلي؛يو يې وايي: غوره خو داده،چې د ختيځ پر لور ولاړ شئ،بل د لويديځ لار ښه بولي، بل مو ددې دوو لارو ترمنځ لارې ته رابولي،وايي: د خلاصون،بې خطره او په امن کې لار،چې د نېکمرغۍ ټول وسايل پرې ايښي؛همدا لار ده؛نو ايا موږ به خپل ځان ته اجازه ورکوو،چې بې مطالعې لار وټاکو؟ او يا عقل به مو اجازه راکړي،چې هلته ودرېږو او هېڅ لار و نه ټاکو؟ سپينه خبره خو داده ،چې ژر تر ژره پر څېړنه بوخت شو او د هرې ډلې خبرې ته په ځير غوږ شواو د هرې ډلې په خبره کې مو،چې سم والى، صداقت او قانع کوونکي دليلونه وموندل؛نو ورسره يې ومنواو په ډاډ لار وټاکو او مخکې ولاړ شو.
موږ په خپل ژوند کې هم داسې حالتونه لرو؛ډول ډول مذهبونه او ښوونځي مو هر يو ځان ته رابولي؛نو له هغه ځايه،چې زموږ نېکمرغي،بدمرغي،پرمختګ او پرشاتګ د لارې په څېړنې او ټاکنې پورې تړلې ده؛نو ځان ناچاره ګڼو،چې ددې لارې په باب فکر وکړو او هغه لار وټاکو،چې زموږ د بشپړتيا او پرمختګ لامل ګرځي او له هغې لارې ځان لرې کړو،چې بدمرغه او د فسادونو او تيارو کندې ته مو ورګوزاروي او پخپله دا خبره هم يو بل دليل دى،چې د هستۍ د څښتن پېژندنې ته مو رابولي .
قرآن وايي :
((وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولئِكَ هُمْ أُولُوا الْأَلْبَابِ(زمر/۱۷-١٨) – او هغو كسانو ته زېرى دى،چې د طاغوت له لمانځنې يې ډډه او خداى ته يې مخه كړې وي؛نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛دا هغه خلك دي،چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي.))