تبلیغات

  کوم څيزونه،چې انسان خداى ستاينې او بندګۍ ته اړ کوي دا دي: ١– د خداى عظمت: چې انسان د خداى برم – جلال اوستروي ويني؛نو په ناځان خبري ‏توګه دهغه پر وړاندې خضوع او ټیټوالی ننګیري – ‏احساسوي.مثال يې داسې دى لکه ‏څوک،چې ځان د پوه ‏او مهم شخصيت پر وړاندې‏ کوچنى وويني او […]

 

کوم څيزونه،چې انسان خداى ستاينې او بندګۍ ته اړ کوي دا دي:

١– د خداى عظمت:

چې انسان د خداى برم – جلال اوستروي ويني؛نو په ناځان خبري ‏توګه دهغه پر وړاندې خضوع او ټیټوالی ننګیري – ‏احساسوي.مثال يې داسې دى لکه ‏څوک،چې ځان د پوه ‏او مهم شخصيت پر وړاندې‏ کوچنى وويني او همداراز دهغه تعظيم او درناوی هم کوي.

٢– د اړتيا او تړنې احساس:

دا د انسان طبيعت دى،چې ځان د يوکس پر وړاندې اړ ‏او تړلى وويني؛نو دهغه پر وړاندې خضوع او عاجزي کوي. وجود مو د خداى په ارادې پورې تړلى دى او په هرڅه کې هغه ته اړ ‏يو.

د عجز او اړتيا دا ننګېرنه – احساس،انسان خداى ستاينې ته اړکوي خداى بې نيازه دى او د کمالونوسرچينه ده. په ځينو احاديثو کې راغلي که لوږه،ناروغي او مړينه نه واى؛نوځينو به ‏کله هم د خداى پر وړاندې ‏سرنه واى ټيټ کړى.

٣– نعمتونو ته پاملرنه :

انسان چې له نعمتونو‏برخمن شي؛نو تل د ستاينې او بندګۍ اظهار کوي، د خداى بې شمېره نعمتونو ته پاملرنه،کړای شي د انسان پام دهغه عبادتونو ته ورواړوي.د امامانو په دعاګانوکې،ان د انسان تر زيږېدنې مخکې د خداى د نعمتونو يادوونه شوى ده . له دې لارې د انسان مينه له خداى سره ژوندۍ کېږي او له هغه ‏د اړتياوو د پوره کولوغوښتنه کوي.خداى وايي : [فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ الَّذِي أَطْعَمَهُم مِن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِنْ خَوْفٍ (قریش/۳،۴ ) = نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛همغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.].

په بل آيت کې راغلي،د خپل پالونکي ‏بندګي وکړئ،ځکه ‏تاسې يې پيدا کړي یې.

٤– فطرت :

عبادت د انسان د وجود په خټه او فطرت کې اغږ‏ل شوی.دعبادت دا اروا،چې په انسان کې فطري بڼه لري ،کله پرسمه لار روان وي او د خداى ستاينه کوي او کله ‏پر کږو ‏روان وي او د تيږې، لرګي،لمر،غوا،پسه ، ښځې او طاغوتونوعبادت او ستاينه کوي.

ټول انبيا له دې کبله نه و راغلي،چې په انسان کې د ستاينې اوعبادت حس راپيدا کړي،بلکې د بعثت موخه يې دا و،چې د انسان دې فطري غريزې ته سمه لارښوونه وکړي.حضرت على (ک) وايي:((خداى،محمد(ص) په حقه راولېږه،‏چې بندګان له بوت ستاينې څخه د خداى ستاينې ‏لوري ته راوبلي.))

د قرآن زياتره آيتونه انسان عبادت ته نه رابولي؛ځکه د عبادت او ستاينې روح په انسان کې شته،قرآن په عبادت کې انسان توحيد ته رابولي که د پېغمبرانومشري نه وای؛نو د انسان د ستاينې دا فطري غريزه به له سمې لارې کږه شوې وای او انسان به د خداى په ځای نور دروغجن او تشمنځي – پوچ معبودان ستايل.عيني بيلګه يې دا ده ‏حضرت موسى،چې څلويښت ورځو ته له خپلوخلکوغيب شو؛نو خلکو يې ‏د څښي ‏عبادت او ستاينه ‏پيل کړه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست