تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه مسلمانان ولې روسته پاتې شول؟  لیکوال: کریم الله(صمدیار)     ډالۍ خپل قدرمن پلاراو ګرانی مور ته چی زما په سالمه روزنه کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوي اوپه دعاګانو یی اباد یم. هغه مظلومی مسلمانی کونډی خورته چی تراوسه هم داسلامي امت دترقئ لپاره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

مسلمانان ولې روسته پاتې شول؟

 لیکوالکریم الله(صمدیار)

 

  ډالۍ

خپل قدرمن پلاراو ګرانی مور ته چی زما په سالمه روزنه کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوي اوپه دعاګانو یی اباد یم.

هغه مظلومی مسلمانی کونډی خورته چی تراوسه هم داسلامي امت دترقئ لپاره دقربان شوي شهيد دکوچنیو یتيمانو پالنه کوي .

ټولو هغو بادرده مسلمانانو ته چی داسلامي نړئ دترقئ په لاره کې خپله پیل کړی مبارزه جاري ساتي .

Contents

دپیل خبری.. 6

سریزه. 8

۱دمسولیت احساس نه کول: 9

نو ای ددی پرمختللي عصر وروسته پاتی مسلمانه: 10

دټولنی په اصلاح کی دمسلمان ځوان اومسلمانی پیغلی مسولیت: 11

نوای مسلمانه ځوانه او مسلمانی پیغلی: 11

نو داسلامي امت ځوان نسله !. 13

۲دواحد قیادت نه شتون: 17

واحد قیادت که دمسلمانانو دترقئ اساسی عنصر: 18

نوګرانه لوستونکیه !. 19

۳خپل منځي اختلافات: 20

داختلاف دپیداکیدو اساسي لاملونه. 21

الف- ځان غوښتنه. 22

زه دالله (جل جلاله)دلښکرو څخه یوعسکر یم!. 23

ب- د د نیا محبت… 27

کورنۍ ته می الله(جل جلاله) اودالله(جل جلاله) رسول(صلی الله علیه وسلم) پریښوول: 28

نو خلاصه داده چی… 30

ج- دمشرئ اوریاست محبت… 30

ای امیرالمومنینه ددنیا د سختئ سره می مه مخامخ کوه. 32

نوخلاصه داده. 35

د- جهل اوکم علمي.. 35

داسلامي نړئ قدرمنو علماو. 37

داسلامي امت په وحدت کی دعلماو رول.. 39

ح- دډلواو ګوندونو جوړول.. 40

نوګرانه لوستونکیه. 42

۴دسالم مدیریت اوموفق پلان نه شتون.. 43

پلان لرل دحریت او ازادئ اساسي شرط دی.. 44

ایامسلمانان دنړئ اقلیت دی؟. 45

۵دپردیو د فرهنګ تقلید. 46

۶دعصري او دیني علومو تر منځ واټن : 48

دوه دردونکی خبری.. 49

عصري ساینس او ټکنالوژي دقران محصول دی.. 50

ایا عصري علوم داخرت سره تعلق نه لري.. 51

نو ای دعصري علومو مسلمانو زده کړیالانو. 54

۷دتربیتي مراکزو نه شتون.. 55

نبي (علیه صلوات وسلام) کوچنیانو ته څنګه تربیت ورکړ ؟. 57

۸امربالمعروف اونهی عن المنکر پریښودل.. 58

۹داسلامي تاریخ هیرول.. 59

۱۰په مباحاتو کی زیات مشغولیدل.. 60

۱۱جهاد بد ګڼل.. 62

اخري خبره. 63

د پیل خبری

هغه وخت چی د دولسم ټولګي څخه د فراغت ورځی شپی می نيږدی وی د ځان سره می دداسی یو تصمیم نیولو وروسته پریکړه وکړه چی باید په داسی یو حالت کی ټولنی ته دخدمت لپاره وړاندی شو چی په خپله اسلامي عقیده او فکر روزل شوي ځوانان یو . تر نظر تیر شو او په خپلو غوږونو مو ډیری نا اوریدل شوی خبری واوریدی که ووایم یو خواته دانساني فطرت موافق اسلامي عقیده می روح ته تازه ګي  ورکوله خو بل خوا داسلامي امت دغه روان کمزوي او دوروسته پاتی والي حالات می زړه دردوه زه نه پو هیدم چی مونږ مسلمانان ولی داسی شو خو په هرحال هغه ورځ هم څه بل رنګ وه چی کله دنوموړي سیمینار څخه دفراغت په مراسموکی راته دعقیدوي فاضل په نوم دفراغت سند راکول کیده زما ټول ملګري او دوستان خوشحاله وو خو زه صرف په دغه خبره غمجن وم چی په داسی یوه ټولنه کی دهغه عقیدی چی خپل پیروان وحدت او ورورولئ ته رابولي او بنده دبنده دبنده ګئ څخه دیو الله(جل جلاله)بنده ګئ ته رابولي

سریزه

اسلام دپرمختګ دین دی اودتل لپاره یی خپل پیروان دیته هڅولي دي ترڅودخپل ژوند اودټول انسانیت دهوساینی لپاره هاغه اسباب برابرکړي چی ضرورت ورته لري اسلام هاغه دين دی چی په راتګ سره یی بشریت دوحشیانه ژوندانه څخه دیو ټولنیز ژوند پر لورسوق کړهاغه ټولنی چی دیو ژوندي انسان خښول یی افتخار ګاڼه داسلام په راتګ سره یی دنوموړي انسان لاسونه ښکل کړل اوپه خپلو تیرو کړنو یی دپښیمانتیا اوښکی توی کړی که په لنډ ډول ووایوچی اسلام هاغه دین دی چی انسان یی دغلامئ له ژونده دبادارئ تر مقامه رسولی دی اوورته یی دیوباعزته سیاسی ټولنیز اقتصادي اواخلاقي نظام تخفه ورکړی ده اوټول انسانیت ته یی دژوند ریښتینی معنا ورښودلی ده . خواوس پوښتنه دا پیدا کیږي اسلام چی دانساني فطرت   موافق اودتل لپاره دټولنی دپرمختګ غوښتونکی دی ولی هاغه امت چی خپل دین اسلام ګڼي دذلت اوخوارئ په  طرف روان دی؟

دپرمختګ نه دوروسته پاتی کیدو لامل څوک دی؟

ولی ددی امت اسلاف دانسانیت خیرخواه ګڼل کیږي اواوسنی افراد یی په بیلابیلو توهین امیزه القابو ستایل کیږي؟

ولی دیوواحدقیادت ترسیوری لاندی نه  شی جمع کیدلی؟

په داسی حال کی چی دی امت یو وخت نه یواځی دنړئ په انسانانو بلکی دبحر او وچی په حیواناتو دحکومت واګی په لاس کی لرلی اودیو واحد قیادت او واحدی جنډی لاندی یی په ټوله نړئ کی دالهي قانون د حاکمیت لپاره خپل صفونه منظم ساتل خودغه صفونو هاغه وخت دماتیدو پړاونه وهل شروع کړل کله چی مسلمانانو دخپل دین اساسي لارښونو ته شاه کړله. شاید داسی ډیر عوامل واوسي چی اسلامي امت یی دپرمختګ اوترقئ دنعمت څخه وروسته پاتی کړی ولی ځنی مهم عوامل چی داسلامي امت دذلت سبب ګرځیدلي اولا هم اسلامي امت ورسره لاس اوګریوان دی په څو مختصرو عنوانونو کی تر بخث لاندی نیسو:

۱دمسولیت احساس نه کول:

 یوه مهمه ستونزه چی اسلامي امت یی دپرمختګ دکاروان څخه په وروسته پاتی کیدو مجبورکړدمسلمانانو ترمنځ دمسولیت داحساس ختمیدل وو.هاغه وخت چی مسلمانانو په خپل زړه کی دخپل خوږ پېغمبر(صلی الله علیه وسلم)دی فرمان ته چی په تاسوکی هرکس راعي دی اودخپل رعیت  په اړه به ورنه پوښتنه کيږي په ریښتینی معنا ځای ورکړی وو او دا فرمان یی دخپل ورځني ژوند لپاره سرمشق ټاکلی و یواځی دا نه چی ناکامي یی نه لیدله بلکی دناکامئ تصور یی هم چیرته په ذهن  کی نه ګرځیده.

نو ای ددی پرمختللي عصر وروسته پاتی مسلمانه:

ای هاغه مسلمانه چی داسلامي امت روانو حالاتو دی دسترګو څخه د ارام خوب اخیستی ای هاغه مسلمانه چی دتل لپاره په دی فکر کی اوسی چی مونږ مسلمانان ولی کمزوری او بی ځواکه شوي یو؟  نوپوه شه چی ددی روانو حالاتو یواساسي لامل ته په خپله هم یی ځکه چی  تا تر اوسه  کله په دی اړه دځان سره فکر کړی چی ددی امت په اصلا ح کی ستا مسولیت څه دی ؟ که چیری دی جواب هو وی نو دا پوښتنه دځان سره مطرح کړه چی څومره دخپل مسولیت په سرته رسولو کی کامياب راغلی یی؟ اوکه جواب دی منفي وي نو پوه شه چی اوس هم لاوخت تیر شوی نه دی  که ته دوخت ریس جمهور یی  اوکه په ولس کی یو عادي غریبکار انسان،شتمن یی که نیستمن،ديومدرسی طالب العلم یی که دیو پوهنتون محصل دیو اداری امر یی اوکه مامورته باید اول خپل مسولیت وپیژنی اوبیا یی په سرته رسولو کی ‌ذره برابر غفلت اوبی غوري ونه کړی نو لری نه ده چی ستا د زحمت اوخوارئ په وجه به  اسلامي امت یوځل بیا خپل تیر برم ته ورسیږي اوخپل تللی عزت به بیرته لاسته راوړي بیا به ستا دمعدنونو څخه بل څوک ګټه نه اخلي ستا اولادونه به بی هدفه نه لویږي ستا په قلمرو کی به ددنیوي لالچ لپاره  ستا د ورور وینه  بی ارزښته نه توییږي بیا به دخپلو جوماتونو مخ ته او په ښارونو کی دخپل مسلمان ملت بی سرنوشته کونډی اویتیمان نورو ته په داسی حالت نه ګوری چی بل ته یی دسوال لاس اوږد کړی وي.داسی څوک به په خپل قیادت کی نه ګوری چی دمشرئ لایق نه وي.

دټولنی په اصلاح کی دمسلمان ځوان اومسلمانی پیغلی مسولیت:

ځوان نسل داسلامي امت تر ټولو لویه اوستره سرمایه ده داسلامی امت ارزښت او پایښت دځوانانو سره تړاو لري که چیری داځوانان بی هدفه لوی شي په دی وپوهیږه چی امت د یو ویرونکي راتلونکی شاهد دی اوکه ځوانان موپه صحیح اسلامي مفکوره دنړئ غوره مخترعین اومکتشفین وروزل شو نو انتظار وباسه چی اسلامی امت نور دا د خوارئ ذلت او رسوایی شپی اوورځی نه شي زغملی اودترقئ په لور قدمونه اخلي.

نوای مسلمانه ځوانه او مسلمانی پیغلی:

اسلامی امت تاسو ته سترګی په لار دی ستاسی هڅی او کوششونه کولای شي داسلامی امت روان غمونه په خوشحالیو بدل کړي که خپل تاریخ وګورئ نو داسی زیاتی بیلګی به مو تر نظره تیری شي چی دځوان قشرپه وجه څومره مثبت حرکتونه منځته راغلي دي داسلامی دعوت  اکثریت دعوت کوونکي ملاتړ کوونکي اوساتونکي ځوانان وو خو داهم دیاده ونه باسو چی دتاریخ په اوږدو کی دځوان قشر لږو انحرافاتو هم اسلامي امت ته دومره ستونزی راولاړی کړي چی تر نن پوری یی له وجی اسلامی امت کړیږي.لکه داندلس په شان داسلام د(۸۰۰)کلن تاریخ دنسکوریدو یو اساسي لامل هم  د ځوانانو بی غوري اوپه بی هدفه کارونو کی وخت تیرول وو.اندلس یو وخت داسی ځوانان درلودل کله به چی په خپلو کی سره ټول شول نو يو بل ته به یی ویل (ما تر تا ډیر صحیح البخاري زده کړی دی) بل به وویل (زه دکیمیا معادلات تر تا ښه حل کولای شم) دریم به زیاته کړه( ایا څوک شته چی له ما سره داس زغلولوسیالي وکړي؟)او دا هغه وخت وو چی اندلس ته مسیحیانو خپل مبلغین او جاسوسان داسلام دځوان نسل دفکر معلومولو لپاره  ليږلي وو او په دی هڅه کی ووچی وپوهیژي دکوم عواملو په واسطه کولای شي دمسلمانانو څخه داندلس  ځمکه واخلي.

هو!

 دځوانانواهمیت دامت په ترًقئ کی له دی ځای څخه په واضحه توګه معلومیږي کله چی جاسوسان داندلس دځوانانو داخبری اوري نوبیرته واپس کیږي او خپلو مشرانو ته وایی چی اندلس لاتر اوسه داسی ځوانان لري چی په یو ډګر کی هم ماته او شکست نه مني نو غوره به داوي چی اوس داندلس دنیولو خیالات هیرکړئ او دا ځکه چی لاتراوسه د اندلس دنیولو  موقع  نه ده راغلی خو دوخت په تیریدو سره یوه ورځ بیا ځنی جاسوسان داندلس په یوه لاره تیریږي چی یو ځوان ناست دی او ژاړي نو دغه جاسوس ددغه ځوان څخه د ژړا د علت پوښتنه وکړه ځوان وویل دلته یوه جنئ وه ما ورسره زیاته مینه لرله خو هغی نن زه پریښودلم !

جاسوس چی کله دځوان خبری واوریدی نوپه تیزئ سره خپلو مشرانو ته وګرځید اوورته یی وویل هلئ داندلس دنیولو وخت راغلی دی داندلس هاغه ځوانان چی یووخت یی دعلومو اوفنونو په ډګر کی هیڅ شکست نه مانه اودماتی په صورت کی یی  اوښکی تویولی نن په دی خبره اوښکی تویوی چی زه هغی انجلئ پریښودم چی ما ورسره زیاته مینه لرله .نو هماغه وو چی مسیحیانو اندلس ته خپل مبلغین داخل کړل او هاغه اندلس چی یو وخت داسلام کلا یادیده نن په یو داسی هسپانیه اوپرتګال بدل شوی چی داسلام نو م اخیستل په کی هم جرم دی. 

نو داسلامي امت ځوان نسله !

کوم امت چی ستا دځنو خطاګانو په وجه دذلت دی حالت ته رسیدلی اوس یی دترقئ په لور روانول هم ستا  مسولیت دی ته باید دمعاصری اسلامي نړئ دسرلوړي په لار کی خپل ځان مسول وګڼی ته باید خپل وخت په بی هوده کارونو کی مصرف نه کړی دخپل وخت قدر اوارزښت وپیژنه خپل روزانه ژوند دیوتقسیم اوقات په واسطه تنظيم کړه په هاغه کارونو کی مداخله مه کوه چی تا پوری اړه  ونه لري . داکار به دی په ژوند کی دوقاراوعزت نښه وي،دهغه خلکو سره دبحث اوجنجال کولو څخه ځان لری وساته چی حق ته غاړه ایښودونکي  نه وي،دخپلی ژبی دنعمت قدر وپیژنه اودداسی استعمال څخه یی پاکه وساته چی کومه فایده پری نه مرتب کیږي اودا یاد ولره چی ستا لپاره ترټولوغوره اسلام اومسلماني دفضول خبرو اوبی فایدی کارونو پریښودل دي،دخپل مسلمان ورور سره په نیکئ کولو کی داسی اوسه  ګوندی ته دهغی احسان ادا کوی نه داسی چی ته پری احسان باروی همدارنګه دخپل مسلمان ورورپه غیاب کی دهغی صفت کوه چی داکار به دی په ټولنه کی دمحبت اوالفت دپیدا  کیدلو لپاره لاره هواره  کړي .خپل دین اوشریعت ته ددعوت په لاره کی ډیرتوند اومفرط مه جوړيږه کنه هیڅ ملګري به ونه لری او هیڅ کس ته به دګټی رسولو ذریعه جوړ نه شی. خلکو کی دنیک فالئ اوامید روح ژوندی ساته نو په ټولنه کی به یو غوره رهبر جوړ شی داسی رهبرچی دټولنی افراد به دی پریکړو ته احترام لري اوله مخی به یی ته په اسانئ سره وکولای شی چی داسلامي نړئ دپرمختګ لپاره یوه با کفایته ټولنه وروزی.ته باید په ټولنه کی دیو داسی مسلمان په صفت ژوند وکړی چی خلکو ته دا ثابته کړی چی اسلام یو اسان دين دی اودټولنی داصلاح او پرمختګ لپاره دهری روا پریکړی تایید کوي او دهری هغی ډلی چی بی ځایه سختي کوونکي متشدیدین اوله حد نه تیري کوونکي دي هیڅ ملاتړ نه کوي تل په خپل رب باندی ښه ګومان ساته ځکه الله تعالې دخپل بنده سره دهغه دګومان مطابق عمل  کوي اودا یقین وساته چی ټول هاغه مشکلات چی ته ورسره لاس اوګریوان یی دحل لاری هم لري. هرمسلمان ته بښنه کوه او په نرمئ اومهربانئ ورسره چلند کوه ځکه هغه مسلمان چی ديوی تیروتنی له وجی ته ورته بښنه نه کوی کیدای شي دیو بل نیک عمل په وجه الله تعالی ته ستا څخه ډیر نيژدی وي.دعلم د زده کړی لپاره دهری ممکنی لاری څخه باید  ایستفاده وکړی ځکه علم دی چی دجهالت توری تیاری په روښانه سباوون بدلوي.هغه امت چی ته یی دترقئ غوښتونکی یی باید دعلوموپه زده کړه  بوخت شي داسی علوم یاد کړي چی په مادي اومعنوي دواړو ډګرونو کی ټولنی ته ابتکارات وړاندی کړي دژوندانه  ټولو هغه ادابو ته چی اسلام ټاکلي دي پابند واوسه دملګري په انتخاب کی له ډیراختیاط څخه کار واخله تل دځان لپاره داسی ملګری انتخاب کړه چی نیک اوصالحه وي ځکه څومره چی انسان دملګري څخه متاثره وي دبل چا څخه نه متاثره کیږي هغه همفکره ،مخلص،اوصالح ملګري چی تاته یی  په زړه  کی ځای درکړی اود الله(جل جلاله) درضالپاره درسره محبت کوي هيڅکله دځان څخه مه شړه په ورین تندي ورسره مخامخ کیږه دهغوی په اصلاح کی هر راز قربانئ ته تیار شه اوتل ورته نصیحت کوه په خپله هم دهغوی عیبونه مه بیانوه اونوروته هم دهغویدغیببت کولو اجازه مه ورکوه دخپلوملګرو سره په مجالسو کی دبی ځایه ټوکو څخه ډډه وکړه ځکه بی ځایه ټوکی دلویو جنجالونو دپیدا کیدو سبب کیدای شي اویو راز داره دوست دی په دښمن بدلولای شي.خپلو ملګرو ته په خپل ځان ترجیح ورکوه ځکه داکار دی د دعوت په لاره کی دملګرو همکاري لا زیاتولی شي.دملګرو لپاره خیر غوښتونکی اوسه په غلطو کړنو یی خفه کیږه اونیمګړتیاوی یی ورته په ډیرادب،احترام ،اودهمدردئ په چوکاټ کی په ګوته کوه .دهر قسم خیانت اوټګئ څخه ځان وساته ځکه خاین سړی هیڅکله مخلص ملګري نه شي پیدا کولای اونه دالله تعالی له لوری نصرت اومرسته ترلاسه کولای شي دهر قسم ظلم څخه ځان وساته ځکه دظالمانو عاقبت تل پښیماني ده ځان دمظلومیت په حالت کی مه خوښوه ځکه څوک چی دخپل حق غوښتنه نه شي کولای هدف ته نه رسیږي له فاسقانو سره مینه مه کوه ځکه څوک چی دالله(جل جلاله)دحدودو خیال نه ساتي ستا دملګرتیا خیال هم نه شي ساتلی هوښیار ملګری  له لاسه مه ورکوه ځکه یوه نيکه مشوره یی هم تا د لوی ناکامئ څخه خلاصولی شي دبدعتي انسان له مجلس څخه ځان وساته کنه په  خپل دین اوعقیده باندی به دی شکمن کړي داسلامی  نسل دبقا لپاره ددینداری او صالحی کورنئ بنسټګر جوړشه ښځه یواځی دښایست لپاره مه خوښوه ځکه کیدای شي چی داښایست یی درته دهلاکت سبب وګرځي اونه دی دیوی ښځی شتمني دومره تا متاثره کړي چی دینداري دی دیاده ووځي خو دا یاد لره چی اکثریت وخت دسرکشئ اساسيلامل مال کیدلی شي دخپلو لاس لاندی خلکو په حق کی دالله تعالی څخه وویریږه ځکه چی الله تعالی ډیر ژر او سخت انتقام اخیستونکی دی په خپل مال او سرمایه کی دضرورتمندو خلکو حق له یاده مه وباسه .ځان دالله تعالی لوری ته په دعوت کولو وروزه اونورو ته هم ددی کار ترغیب ورکوه ځکه دعوت دیو مسلمان ځوان لپاره ترټولو اساسي مسولیت دی شیطان خپل اصلي دښمن وګڼه دهر قسم چل او فریب مخنیوی یی په لوړ همت سره وکړه ځکه د شیطان مکر او فریب ډیر کمزوری دی . خپل رب ته دخپلی کمزورئ بیان کوه اودخپلوخطاګانو بښنه تری غواړه ټول هغه څه له یاده وباسه چی دخپل رب مخالفت ته دی تیاروي.قران دخپل ژوند دلاری مشال وګرزوه او هره ورځ یی په ځان څه حصه تلاوت لازم کړه لږ تر لږه په هفته کی یو ځانګړی وخت دنبوی سیرت اوداسلامي تاریخ دمطالعی لپاره وټاکه چی دماضي په دی هنداره کی به دی دحال تصویر وګوری دخپل ژوندانه دټول نظام دبرابرولو لپاره الله تعالی په هرځای کی حاضر ناظر وګڼه.

۲دواحد قیادت نه شتون:

اسلامي امت نن دواحدقیادت اوسالم رهبریت دنه لرلو له وجی دداسی یو کاروان او قافلی مثال لري چی دسفر لاره یی ورکه کړی وي منزل ته درسیدولپاره په ډیروسختو لاروسفرونه کوي اوتکلیفونه ګالي مګر دا یوداسی سفر دی چی اصلي منزل ته درسیدولپاره سالمه رهبري نه لري نن اسلامی نړئ دپرمختګ ډیر اسباب اوامکانات  په لاس کی لري خو دافسوس ځای دی چی په اسلامي امت کی داتحاد او یووالي نه شتون ددی لامل شوی چی دمسلمانانو خپل امکانات دمسلمانانوپه  ضد استعمال شي.

همدارنګه دابه هم صحیح وي چی دراشده خلافت نه وروسته اسلامی خلافتونو زیاتی ستونزی لرلی خوبیا هم دنړئ لادینه قوتونو ته یی داسلامی امت په قلمرو دتجاوزکولو دجرَت اجازه نه ورکوله داسلامي نړئ ذیرمی اومعدنونه دکفر په خدمت کی نه مصرف کیدل کفری تربیتی  مراکزو په ښکاره ډول داسلام دشعایرو سپکاوی نه شو کولای.داهر څه صرف په دی وجه چی دشرق نه تر غربه اودشمال نه تر جنوبه په ټوله  اسلامي نړئ کی دظلم اواستبداد پر وړاندی دمسلمان اواز یواواز اوپاسون یی یو پاسون ګڼل  کیده .داسی نه چی کفري قوتونو هغه وخت نه غوښتل اسلامي نړئ ترخپلی ولکیلاندی راولي بلکی هغوی په دی نه توانیدل چی داسلا م پرضد داسی ښکاره توطئ جوړی کړي.اواسلامي نړئ دوینو په داسی سیلاب کی لاهو کړي چی لهکوچنیانونیولی ترسپین ږیرو پوری ټول ددی سور  سیلاب دڅپو ښکارشي.

واحد قیادت که دمسلمانانو دترقئ اساسی عنصر:

زه وایم که په اسلامي هیوادونو کی دواحد قیادت تر جنډی لاندی جمع کیدل مسلمانانو ته کومه اهمه موضوع نه ښکاري نوداسلامی امت اوسني حالات دی په غور مطالعه کړل شي داسلامي نړئدعلماُاوپوهانوپه اړه دی څیړنی وشي داسلامي هیوادونود پوځونو شمیره دی معلومه کړي دمعدنونو اوذخایرو کلنی عواید دی حساب کړي اوبیا دی داسلا مي امت په اوسنی مظلومیت فکر و کړي نودا حقیقت به ورته روښانه شي چی واحد قیادت داسلامي نړ ئ دترقئ لپاره یو ضرورت اواساسی عنصر دی.اوددی پرته مسلمانان نه شی کولای دپرمختګ په طرف روان شي.خودلته اساسی ستونزه داده چی ددين دښمنانو په اسلامي هیوادونوکی دمسلمانانوذهنیتونه تردی حده تخريب کړي چی په سلو کی شپیته فیصده مسلمانان دافکر اوسوچ هم نه لري چی  ټوله اسلامي نړئ دی یوقیادت ولري پاتی نور مسلمانان که څه هم په دی طمعه یی شپی او ورځی تیرولی چی ګوندی په خپل ‌ژوند کي یوځل بیا مسلمانان یو واحد قاید او رهبر ولري نن تر ډیره په دی اړه ناهیلی شويدي.خوداهم حقیقت دی چی دومره پراخه اسلامي قلمرو چی دافرادو ذهنیتونه یی هم  په خپلو کی تر ‌‌‌‌‌ډیره توپیر لريٍ اویوقشر افراد یی هم  په خپلو کی متحد نه دي په لنډ وخت کی تر یو چتر لا ندی جمع کول ستونزمن کار دی خو بیا هم په دی یقین ساتل په کار دي چی راتلونکی داسلام دی همدارنګه په دی خبره نااميدي نه ده په کارچی ګوندی اوس مهال اسلامي نړئ په ډیرو هیوادونو ویشل شوی اوددی هیوادونو ترمنځ همغږي اواتحاد منځته راوړل به امکان ونه لري.هو دا هر څه امکان لري که چیری موږ یی وغواړو.

نوګرانه لوستونکیه !

که ته غواړی چی ټول مسلمانان دی بیرته دیوبدن حیثیت پیدا کړي چی دیو غړی په درمند کیدو ټول وجود درمند وي نواصلاح دخپل ځان څخه شروع کیږي ته باید په هاغه اسلامي هیوادکی چی ته په کی ژوند تیروی  دوحدت لپاره هلی ځلی وکړی . دهغه دعوتي او تربیتي مراکزو ملاتړ وکړی چی ستا په هیواد کی دیو واحد سالم رهبریت دمنځته راوړلو لپاره کارکوي.ته باید په خپله خاوره کی دهر قسم تبعیض دله منځه وړلو لپاره مبارزه وکړی، دخپل وس مطابق په خپلو همزولو کی دوحدت او ورورولئ ذهنيت را ژوندی کړی. اوس نو چی تا دیو درمند مسلمان په حیث دخپل ځان کورنئ او ټولنی داصلاح لپاره هڅی پیل کړی اوپه خپله دی دخپل حالت دبدلولو لپاره مټی راونغاړلی نو الله تعالی به ستا دهڅو او کوششونو په وجه ستا اوستا دټولنی حالت تغیر کړي او ته به په خپل  هيواد کی دیو واحد اوسالم قیادت څخه برخمن شی .کله چی ته په دی بریالی شی چی خپل هیواد دی له بدبختئ  څخه  وژغوری نویقین وساته چی ته به دټولی اسلامی نړئ لپاره دامن يو زیری شی ځکه چی تا په ټوله اسلامي نړئ کی دامن او سالم نظام دراوستو لپاره قرباني ورکړه اودا قانون دی چی تر څو ځان اصلاح نه کړی ټولنه نه شی اصلاح کولی.

۳خپل منځي اختلافات:

اختلاف هاغه ناسوردی چی مسلمانان یی په یو بل باندی ددرمند کیدو څخه بی پروا کړي اوسني اختلافات دانګریزانو دهاغه شعار دتطبیق عملي مثال دی کوم چی داسلامي هیوادونو دمستعمره کولو لپاره یی درلود چی تفرقه واچوه او حکومت وکړه چی له مخی یی نن کفار په خپل دغه کار کی په سلو کی اتیا فیصده کامیاب شوي دي اولاهم بریالي روان دي نن په اسلامي امت کی داسی یو ډله نه تر سترګو کیږي چی په خپل منځ کی په څه مسایلو اختلاف ونه لري داسلامي امت دعلماوڅخه نیولی ترنظامي ډګره او ان دبزګرانو پوری ټول مسلمانان دخپل هم مسلکه مسلمان په وړاندی دمقابلی اومناظری میدان ته راوتلي دي.نن که یوی خواته دښمن داسلام دختمولولپاره اودخپلو تحریف شوو دینونو اوفاسدو افکارو دخپرولو لپاره ددعوت ډګر فعال ساتلی بل طرفته یی دمسلمانانو توری اوقلمونه دمسلمانانو په خپل منځ کی دیو او بل  پرخلاف مصروف ساتلي دي  په تاسف سره باید ووایو  چی دمسلمانانو دروانو دردونکو حالاتواساسي عاملین  هاغه علما ء دي چی داساسي مسایلو پر ځای یی په امت کی دفروعي مسایلو پر سرموجوداختلاف ته دومره زور ورکړی چی دښمن یی پر دی جرءتمند کړی ترڅوداسلام دختمولو لپاره دنظامي یرغل پرته په یواسانه لاره چی فکري یرغل ورته وایی دمسلمانانو دذلیله کولواوپه خپل دین اوعقیده یی دشکمن کولو لپاره  دمقابلی میدان ته راووځي .خودحیرانتیا خبره داده چی کله دمسلمانانو په منځ کی دروان بحران دختمولو په باره کی پوښتنه کیږي داکثریت رایه هم داده چی په اسلامي امت کی روان اختلافاتو ته دی دپای ټکی کیښودل شي خوددی  سره چی مسلمانانو نن دا درک کړی هم ده چی روان فروعي اختلافات داسلامي امت دبربادئ یو اساسی لامل دی بیا هم ورځ تربلی دغه  اختلافات د پرمختګ په حال کی دي اوداځکه چی مسلمانان په عموم ډول سره دهغه څه په باره کی معلومات نه لري چی ددغه اختلافاتو دپیدا کیدو لامل شوی اوکوم چی په دی اړه څه معلومات لري هغوی تر اوسه پوری ډیر په کم فیصد کی عملي اقدام کړی.`

داختلاف دپیداکیدو اساسي لاملونه :

 الف- ځان غوښتنه :

نن دمسلمانانو ذهنونه او فکرونه په دی کار کی مصروف دي چی څنګه دځان دمشهورتیا،په ټولنه کی دنفوذ پیدا کولو اوپه نورو باندی دخپلی رای دمنلو په باره کی غوره پلا ن طرحه کړي په داسی حال کی چی دځان غوښتنی دغی بدمرغه پديدی داسلامي ټولنی په افرادو کی داختلاف اور ته داسی لمنه ووهله چی ددی اور مړکول به وخت ته ضرورت ولري .که په یواسلامي هیواد باندی دکوم طرف څخه یرغل راځي نوراسلامي هیوادونه یی د دفاع په اړه ځا ن په هیڅ ډول مسول  نه ګڼي هراسلامي هیواد خپل ځان یوه مستقله خاوره ګڼي اودلوی اسلامي ورورولئ جوړیدو ذهنیت په اسلامی ټولنه کی دختمیدو په حال کی دی دا د دښمن یوه مکاره توطیه ده چی مسلمانان یی په دی مفکوری سره د اسلامی ورورولئ په باره کی بی غوره کړي.کنه کاشکی چی دیواسلامی هیواد وګړو خو دحکومتدارئ لپاره دخپل منځ څخه اهل اشخاصو ته دچارو واګی پریښی وای خو نه  داسی نه ده په ګرده اسلامي نړئ کی داسی هیواد نه تر سترګو کیږي چی داقتدار ته درسیدو لپاره په کی دوینو سیلاب نه وي روان اویاخو دحکومت چاری دیو خاصی کورنئ په لاس کی دي چی نور څوک نه شي کولای چی ځان دحکومت په چارو کی دخیل وشمیري.

زه دالله (جل جلاله)دلښکرو څخه یوعسکر یم!

ترډیره که دصحابواویا دصحابوڅخه راوروسته د امت دنورو اسلافو تاریخ وکتل شي دا تری په څرګند ډول معلومیږي چی دکامیابئ یو اساسی راز یی هم په همدی خبره کی نغښتی و چی دتل لپاره یی بل مسلمان ته په خپل ځان ترجیح ورکړی وه لکه دشام دفتحی لپاره چی کله ابوبکرصدیق (رضی الله تعالی عنه) د ابوعبیده ابن الجراح(رضی الله تعالی عنه)په مشرئ لښکری ولیږلی خو کله چی ابوعبیده ابن الجراح (رضی الله تعالی عنه)د رومي لښکرو دډیرښت له موضوع څخه ابوبکرصدیق(رضی الله تعالی عنه)ته خبر ورکړ نو ابوبکر صدیق (رضی الله تعالی عنه)خالدابن ولید(رضی الله تعالی عنه) ددوی دمرستی لپاره چی په عراق کی دفارسی لښکرو سره په جګړه بوخت وو ولیږه هم یی دا دجنګ دعمومی قوماندان په حیث وګماره په داسی حال کی چی دمسلمانانو اورومیانوتر منځ سخت جنګ روان و ابوبکر صد یق (رضی الله تعالی عنه) دمسلمانانو خلیفه وفات شواودخلافت چاری دعمر(رضی الله تعالی عنه)په غاړه شوی نوعمر(رضی الله تعالی عنه) دشام په لښکرو کی دخالد بن ولید(رضی الله تعالی عنه) پرځای دجنګ عمومی قوماندان ابوعبیده ابن الجراح(رضی الله تعالی عنه)  وټاکه اودیوخط په ذریعه یی چی دشام مجاهدینوته لیږلی و داسی ولیکل سردنن څخه دشام په جنګونو کی دمسلمانانو عمومی  قوماندان ابوعبیده ابن الجراح (رضی الله تعالی عنه) دی .خوداسلام دغه مخلص اوزړه ور سپاهی ابوعبیده ابن الجراح(رضی الله تعالی عنه)  دخپلی مشرئ موضوع خاموشه وساتله ترڅوپه دی حساسو شیبو کی چی داسلام لښکری دپرمختګ پړاونه وهی اوهره لحظه دنویو فتحوزیری دځان سره لري دیادی موضوع په سرپه کی بغاوتونه پیدانه شی اودفتحوروان بهیردخپل منځّی اختلافاتو په وجه دناکامئ درشل ته ونه رسیږی دجنګ چاری اوواګی یی دپخوا په شان خالد ابن ولید (رضی الله تعالی عنه) ته پریښودی.کله چی دخالد بن ولید(رضی الله تعالی عنه)  په قیادت کی جنګ دمسلمانانوپه کامیابئ اوفتحی پای ته ورسید اودجنګ قوماندانان خپل امیرته دفتحی دمبارکئ لپاره دهغی خیمی ته ورتلل ابوعبیده ابن الجراح(رضی الله تعالی عنه)  هم په داسی حال کی چی دخپلی مقررئ فرمان یی په لاس کی و دخالدبن ولید (رضی الله تعالی عنه) خیمی ته ورغی اودسلام اومبارکئ څخه وروسته یی خالد بن ولید(رضی الله تعالی عنه) ته په ډیراحترام اوادب سره دموسکا نه په ډکه خوله وویل اوس درته دهغه څه راز وایم چی دجنګ په وخت کی می درڅخه پټ ساتلی  و.خالد بن ولید(رضی الله تعالی عنه) ددی خبری په اوریدو سره خپل غوږ ابوعبیده بن الجراح (رضی الله تعالی عنه) ته نیژدی کړو ترڅوددی پټ راز څخه خبرشي .

ابوعبیده(رضی الله تعالی عنه)  وویل :

ابوبکرصدیق(رضی الله تعالی عنه) ته درومیانوپه خلاف دمسلمانانو دلښکرو دعمومي قوماندان په حیث لیږلی وی اودغه کار دابوبکرصدیق (رضی الله تعالی عنه) یو پرځای اقدام او موفق پلان و خو ابوبکر صدیق(رضی الله تعالی عنه) وفات شو اوپر ځای یی دمسلمانانو دخلافت چاری عمر  (رضی الله تعالی عنه) ته سپارل شويدي. خالد بن ولید (رضی الله تعالی عنه) په داسی حال کی چی یوه چیغه یی له خولی ووته وویل الله تعالی دی په ابوبکرصدیق(رضی الله تعالی عنه) باندی رحم وکړي ماته ترټولوخلکو زیات ګران و اوهمدارنګه الله دی عمربن الخطاب(رضی الله تعالی عنه)  ژوندی ولري چی هغه یو پوه اوعادل خلیفه دی.اوپه الله سوګند یادوم چی شپه اوورځ په جنګونو کی دمصروفیت په وجه زه له دی څخه خبرنه وم اوهمدا اوس مهال تاله دی موضوع څخه خبر کړم.ابوعبیده ابن الجراح (رضی الله تعالی عنه) په فکر کی و چی خالدبن ولید (رضی الله تعالی عنه) بیا ورته وویل ای ابو عبیده (رضی الله تعالی عنه) ووایه نور څه دي؟ابوعبیده ابن الجراح(رضی الله تعالی عنه)  په ډیر احترام سره وویل کله چی عمر (رضی الله تعالی عنه) دمسلمانانوخلیفه شو نو ستا پر ځای یی دلښکرو قو ماندان زه وټاکلم .

خالدبن ولید (رضی الله تعالی عنه) وویل ای ابو عبیده(رضی الله تعالی عنه)ا لله (جل جلاله) دی تا ژوندی لري خوهاغه وخت چی درته دامیرالمومنین فرمان رسیدلی و زه دی ولی خبرنه کړم ؟

ابوعبیده(رضی الله تعالی عنه)  وویل :زه پدی وډار شوم چی ستا فکر مشغول و  او هسی نه چی دجنګ هاغه کامیابی طرحی اونقشی چی ستا دپوهی په وجه پری کامیاب شوي وودرباندی خرابی کړم.

خالد بن ولید(رضی الله تعالی عنه) وویل :ای ابوعبیده(رضی الله تعالی عنه)  ستا څخه تشکر کوم اوپه دی وپو هیږه چی دالله (جل جلاله) په لاره کی یم داکارونه زما عزم اواخلاص نه شي بدلولای  اودا هم واوره چی زه دالله (جل جلاله) دلښکرو څخه یو عسکر یم زه داسلام  دنصرت او دمسلمانانو دعزت لپاره جنګیږم او که چیری زه په لښکرکی یو عسکراو یا دلښکرو قوماندان شم ماته څه فرق نه کوي.سبحان الله څنګه به هاغه دین ریښتینی دین نه وي چی خپلو سپاهیانو او داعیانو ته داسی درس ورکوي چی ملي ګټی په شخصي ګټو مقدمی ګڼي. نو که چیری نن ورځ هم په اسلامي هیوادونوکی داسی مخلص امیران او رهبران موجود شي لری نه ده چی مسلمانان به یوځل بیا د داسی ارام ، خوشاله ،مترقي اوپرمختللي ژوند لرونکي شي. خو متاسفانه چی په اسلامی نړئ کی عوام څه چی هاغه خواص چی ځانونه داسلام ریښتیني داعیان ګڼی اوتل یی شعار دادی چی داسلام دحاکمیت لپاره مبارزه او هلی ځلی کوو په یو ټغر نه سره نه راټولیږي هر یو ځان دبل امیر څخه غوره ګڼي او دامارت او مشرئ لپاره ځان وړ شخص بولي چی دځان غوښتنی دغی ناسور داسلامی امت پوځونه یودبل په خلاف د مقابلی سنګرونوته وویستل او ددوی تر منځ یی خپل منځی اختلافات دومره تقویه کړل چی دمسلمان فتوی نن دمسلمان په خلاف دمسلمان توره نن دمسلمان دتوری په خلاف اودیو مسلمان فکر دبل مسلمان دذلیله کولو لپاره استعمالیږي . نو اوس که چیری اسلامي امت دترقئ په لور روانول غواړو اود ذلت او رسوایی دا ژوند مو دهیڅ یو  مسلمان لپاره نه خوښیږي اوپه دی هم قانع اوسو چی دځان غوښتنی پدیده مو دترقئ په لار کی اساسی خنډ دی نو باید دځان سره یوقوي عزم ولرو چی که زه امیر یم او یا رعیت ،عالم یم اویا امی بلکی که زه هرڅوک یم بل مسلمان ته باید په خپل ځان ترجیح ورکړم مخکی ددی چی خپل نظرونه او رایی  په بل تحمیل کړم دبل مسلمان نظر او رایه واورم اوپه هاغه صورت کی چی دیو مثبت بدلون په لوردټولنی دروانولولامل کیږي باید چی په خپله رایه یی مقدمه وګڼم اوداځکه چی یو مثبت نظر یو مثبت     بد لون منخته راوړلی شي.

 ب- د د نیا محبت :

تاریخ ددی ګواهي ورکوي چی کله هم مسلمانانو د لږو دنیاوی ګټولپاره اخروي نعمتونه هیر کړي دي دلویو مشکلاتو او ناکامیو سره مخامخ شوي دي چی په همدی اساس د ننئ اسلامي نړئ دوروسته پاتی والي یو اساسيلامل بیا هم ددنیا په مینه کی اخرت هیرول یادولای شوو .داځکه چی نن مسلمانانو ددنیا دحاصلولو لپاره دخپل اسلامي مقدس شریعت زیات احکام تر پښو لاندی کړل .زکات یی دمال دکموالي سبب وګڼه اوپه خپل مال کی یی دمسکینانو معلوم حق هیر کړ .نن په اسلامي نړئ کی دفقر دزیاتیدو یو اساسی لامل هم دادی چی شتمنو مسلمانانو دخپل مال سره دزیات محبت له وجی د فقیرو او ضرورت مندو مسلمانانو خیال ونه ساته په داسی حال کی چی که دنړئ شتمن مسلمانان دخپلو مالونو زکات په صحیح توګه وباسي او مستحقینو مسلمانانو ته یی ورسوي نو دیو کال په داخل کی به په ټوله اسلامي نړئ کی کوم فقیر او مسکین مسلمان پاتی نه شي خو داپه هغه صورت کی ممکن ده چی هر مسلمان بل مسلمان ته په خپل ځان ترجیح ورکړي داسی نه چی یو څوک ضرورتمند هم نه وي خو د دنیاوي طمع له وجی ځان په داسی یو جامه کی  ښکاره اوڅرګند کړي چی ګوندی دا تر ټولو زیات فقیر،نیستمن اوحاجتمند دی.

کورنۍ ته می الله(جل جلاله) اودالله(جل جلاله) رسول(صلی الله علیه وسلم) پریښوول:

 داسلام په تاریخ کی د تبوک غزا یو د هغه سرنوشت ټاکوونکوغزاګانو له جملی څخه ده چی مسلمانان په کی دکفر دیو لوی لښکر سره مخامخ شوي وو او دا یو دهغه غزواتو له جملی څخه ده چی نبی (علیه صلوات وسلام) په کی په هر ځای کی موجودو مسلمانانو ته په جهاد کی دشرکت اعلان کړی و.خو په هر حال زه دلته دتبو ک دغزا تشریح کول نه غواړم صرف دنبی (علیه صلوات وسلام) دنبوي مکتب دهغه ریښتیني پیروانو دقربانیو یو یاد کول غواړم چا چی دالله او دالله درسول سره دمینی د وجی خپل ټول مالونه څه چی ځانونه هم قربان کړل او هغه داسی چی کله هم نبی (علیه صلوات وسلام)دتبوک غزا ته لښکری برابرولی دا داسی موسم و چی هوا زیاته ګرمه وه او میوی پخی شوی وی خو دی ریښتی عاشقانو يواځی دا نه چی خپلی پخی شوی میوی په  ونو کی پریښودی بلکی کله چی نبی(علیه صلوات وسلام)دغزا لپاره دوسایلو دبرابرولو په خاطردصحابو څخه دمال دراجمعه کولو غوښتنه وکړه نوټولو په پراخه سینه دغزا لپاره مالي مرسته وکړه هر یودخپل وس مطابق مالونه جمع کړل چی ددوی له جملی څخه یو هم ابوبکر صديق (رضی الله تعالی عنه) هغه ریښتینی ملګری وچی خپل ټول مال یی چی  څلور زره درهمه کیدل راوړ کله چی نبی (علیه صلوات وسلام) ورڅخه دکورنئ په باره کی تپوس کوي چی څه دی ورته پریښودل نو ابوبکر صدیق (رضی الله تعالی عنه)ورته په جواب کی وایی ای دالله رسوله (صلی الله علیه وسلم)هغوی ته می الله اودالله رسول پریښودل. خو دلته یواځی ابوبکر صديق (رضی الله تعالی عنه) نه و چی خپل مالونه یی داسلامی لښکردتجهیزلپاره وړاندی کړل بلکی عمر (رضی الله تعالی عنه) هغه صحابی و چی خپل نیم مال یی دالله په لاره کی صدقه کړ اوکله چی دعثمان غنی (رضی الله تعالی عنه) نمبرراځي نو ۳۰۰ دمالونو سره بار اوښان او پنځوس اسونه یی داسلام دسرلوړي په لار کی قربان کړل چی نبی (علیه صلوات وسلام) یی په اړوند داسی وویل (له دی وروسته چی عثمان (رضی الله تعالی عنه) هر څه کوي زیان به ورته ونه رسوي).

نو خلاصه داده چی :

دا یو واضح حقیقت دی چی دصحابو قربانیو ته دچا قربانئ نه رسیږي او د اسلامٍي امت دترقئ په لار کی دهغو اخلاص او صداقت ته دچا صداقت او اخلاص نه رسیږي مګر په دی یقین ساتل په کار دي چی دصحابو په نقش قدم روانیدل دامت دپرمختګ او د روانو ناخوالو څخه دخلاصون یواځینئ لاره ده همدارنګه دا باید هیرنه کړو چی داسلامي امت ترقي او پرمختګ دځاني قربانیو تر څنګ مالي قرباني او ددنیا محبت دزړه څخخه ویستل غواړي همدارنګه په خپلو مالونو کی دضرورتمندو مسلمانانو دحقوقو خیال ساتل په اسلامي امت کی  روان غربت ته دپای دټکي ایښودو مهمه لاره ده.

 ج- دمشرئ اوریاست محبت:

اسلام خپلو پیروانو ته ددی خبری زیات تاکید کړی چی داسلامي امت دمشرانو او اولوالامر اطاعت وکړئ مګر دځان لپاره دمشرئ دترلاسه کولو په اړه دهیچا سره موافقت نه ښایی .اسلام دمشر دټاکلو لپاره اصول او قواعد لري اوپه اسلامي ټولنه کی هر څوک حق نه لري چی ځان مشر وګڼي .ځنی به اومرا وي اودخپل رعیت دحقوقو خیال به ساتي په ټولنه کی دامن او سوکالئ او پرمختګ راوستو لپاره دخپل خالق درالیږلي شریعت د انفاذ په لارکی به شپه او ورځ هلی ځلی کوي .ځنی به رعیت وي او دخپلو اومراو اطاعت به کوي په هاغه څه کی چی دالله(جل جلاله) او دالله (جل جلاله)درسول (صلی الله علیه وسلم)داحکامو خلاف نه وي او دا ځکه چی اسلام په ټولنه کی دصلحی او امن ژوند غواړي یو بل ته دشرعي اصولو په چوکاټ کی داحترام لرلو پیغام دځان سره لري .اسلام دا نه غواړي چی خپلو پیروانو ته د داسی یو ټولنی بنیاد پریږدي چی دشخړو او لانجو او اختلافاتوڅخه ډکه ټولنه وي نو ځکه خو هم مسلمانانو ته دا درس ورکوي چی دمشرئ محبت دی تاسو دخپل اصلي هدف ته د رسیدو څخه غافله نه کړي او کله هم چی دمسلمانانو دچارو واګی په لاس کی درکول شوی نو دخپل ریاست اومشرئ سره محبت دی تاسو دحق څخه ګرځیدو ته مجبور نه کړي خو کله چی دمسلمانانو زړونو ته دمشرئ او ریاست محبت په داسی ډول ښکته شو چی دترلاسه کولو لپاره یی هره لاره اختیارولو ته اماده شي نو همدی محبت یی داسلامی امت لپاره داختلافاتو میدان ګرم وساته او هغه په دی اساس چی ځنی اشخاص په دی معتقد هم دي چی دمشرئ لپاره وړ نه دي او ددی سره بیا هم داقتدار ته درسیدو لپاره هلی ځلی کوي نو که ځنی اشخاص ددی سره په دی کار راْضي اوسي ځنی داسی اشخاص به هم وی چی نه غواړي داسی اشخاص دی پری مشري وچلوي. چی داکار خپله امت ته دتفرق او اختلاف راوستو اساس جوړ شي او له امله یی اسلامي امت په داسی ډلو وویشل شي چی بیا یی دیو امیر تر جنډی لاندی جمع کول دومره ستونزمن شي چی دامت هغه اشخاص یی هم دوحدت په چارو کی ناهيلي شي چی ورته دماّثرواشخاصوپه سترګه کتل کيږي .

ای امیرالمومنینه ددنیا د سختئ سره می مه مخامخ کوه :

داسلامي امت دلومړني دور اصلاح چی په څه راغلی دوروسته امت اصلاح به هم په هماغه څه راځي نو په دی اساس هغه څه چی ددی امت اسلافو د اختلافاتو دختمولو لپاره معیار او دامت دترقئ اساس ګاڼه د امت د اوسني دور لپاره به هم دترقئ او وحدت معیار وي که داسلامی امت دمشرانو سیرت وکتل شي دا حقیقت به تری واضح معلوم شي چی څومره ددی امت مشران دمشرئ او ریاست دمحبت څخه بی زاره وو چی دپېغمبري مکتب دسترو قهرمانانو له دغی جملی څخه یو هم سعید ابن عامر الجمحی و چی یوه ورځ عمر (رضی الله تعالی عنه)ته یی په خطاب کی وویل ای عمره تاته وصیت کوم چی دخلکو په باب دخدای (جل جلاله) څخه وویریږه او دخدای په لاره کی دخلکو څخه ویره ونه کړی بل ستا وینا اوستا کړه دی یو له بل څخه توپیر ونه لري ځکه خورا ښه وینا هغه ده چی ورباندی عمل وشي .

ای عمره! دلری اونژدی مسلمانانو حال ته چی خدای (جل جلاله) دهغوی مسولیت تاته سپارلی دی نظر وکړه او هغوی ته هغه څه خوښ کړه چی کوم دځان لپاره خوښوی دحق لپاره سختئ پر ځان ومنه او دخدای (جل جلاله) په لاره کی دملامتونکي دملامتئ څخه ویره مه کوه .

عمر(رضی الله تعالی عنه)وویل :  ای سعیده !داڅوک کولای شي هغه وویل ستا په شان سړي یی کولای شي چی  خدای (جل جلاله) دمحمدي امت دچارو واګی ورسپارلی وي اودهغه او دخدای په منځ کی بل څوک نشته . نو عمر (رضی الله تعالی عنه) چی کله دسعید بن عامر دا خبری واوریدی نو دسعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) څخه یی په دی کار کی دمرستی او ملاتړ غوښتنه وکړه خو په جواب کی یی سعید بن عامر وویل ای امیرالمومنینه دخدای په خاطرما ددنیا دسختئ سره  مه مخامخ کوه امیرالمومنین عمر بن الخطاب (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل دا ډیره  عجیبه ده چی داکار مو زما پرغاړه راواچوه او اوس می یواځی پریږدئ په هر حال سعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) دحمص دوالي په حیث په وظیفه وګمارل شو خو چی کله عمر (رضی الله تعالی عنه) ورڅخه دمعاش په باره کی پوښتنه وکړه چی ستا لپاره څه معاش وټاکوو؟

سعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) وویل امیر المومنینه په معاش څه وکړم هغه برخه چی د بیت المال څخه راکول کیږي هم زما له حاجت څخه زیاته ده خو کله چی امیرالمومنین عمر (رضی الله تعالی عنه) دحمص دخلکو څخه دهغوی دفقیرانو او مسکینانو دلست غوښتنه وکړه تر څو دبیت المال څخه ورسره مرسته وشي نو خلکو دسعید بن عامر نوم هم په کی ولیکه .عمر (رضی الله تعالی عنه)چی کله لست ولیده پوښتنه یی وکړه سعید څوک دی هغوی وویل زمونږ والي.عمر (رضی الله تعالی عنه) وایی سعید بن عامر دحمص والي بی وزله دی ؟ هغه خلکو وویل امیرالمومنینه په الله (جل جلاله) درته سوګند یادوو چی په هغه ډیری داسی ورځی تیریږي چی په کور کی یی اور نه بلیږي . کله چی عمر (رضی الله تعالی عنه)دا خبری واوریدی دسعید بن عامر په بی وزلئ یی زیات وژړل تر دی چی ږیره مبارکه یی په اوښکو لمده شوه او په داسی حالت کی چی دسترګو مبارکو څخه یی اوښکی بهیدی دخپل ځایه پورته شو او زر دیناره یی دخپل طرفه سعید بن عامر ته ولیږل او دژړا په حالت کی یی وویل سعید بن عامرته زما سلام ورسوئ او ورته ووایه چی په دی باندی خپل حاجتونه پوره کړه . خو کله چی سعید بن عامرته دعمر (رضی الله تعالی عنه)له طرفه لیږلی شوی پیسی ورسیدی سعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) دځان څخه لری کړلی او ویی ویل انالله واناالیه راجعون.دسعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) ښځی په خیرانتیا سره پوښتنه وکړه ای سعیده څه در پیښ شول ؟ ایا امیرالمومنین وفات شو؟سعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه)وویل له دی څخه هم لوی کار وشو نو ښځی یی ددوهم ځل لپاره پوښتنه وکړه چی ایا مسلمانانو ته په کومه پیښه کی څه رسیدلي سعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) وایی له دی څخه هم لوی کار شوی .اوهغه داچی زما کورته فتنه راغلی ده .ماته دنیا راغلی ده تر څو می اخرت راخراب کړي .ښځی یی په داسی حال کی چی د دینارو له موضوع څخه ناخبره وه ورته وویل ځان ورڅخه خلاص کړه .بیا سعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه)دا زر دیناره راواخیستل اودخپل شاوخوا په بی وزلو وګړو یی وویشل .

نوخلاصه داده :

ای هغومسلمانانو چی دمشرئ په مینه کی دمسلمان امت وحدت ته ستر ګواښ جوړشوي یاستئ او اقتدار ته درسیدو لپاره په امت کی داختلافاتو دپیدا کیدو باعث جوړ شوي اوسئ نوره به داغوره نه وي چی پاتی ژوند مو دسعید بن عامر (رضی الله تعالی عنه) په نقش قدم تیر کړئ دخپل ځان سره په دی خبره دسوچ کولو وروسته دایقین وساتئ که مو دمشرئ ترلاسه کول دخپل دعوت هدف ونه ګرځو او دنیا مو سپکه وګڼله نو همدا مشري به ستاسو په برخه اوهمدا مال به ستاسو کورونو ته په خپله درځي انشاءالله.

 د- جهل اوکم علمي:

داسلام اساس او بنسټ په علم او پوهه ولاړ دی او هغه ټولنه چی داسلام دین دځان لپاره دیو قانون په حیث مني اسلام ورڅخه علمیت او ذکاوت غواړي اسلام دمسلمان څخه په پټو سترګو دیو چا پیروي کول نه مني او دپرمختګ لپاره ورته علم یو معیار ګڼي اسلام هغه ټولنی ته چی داسلامي امت خطاب ورته کیږي دخپل منځي اختلافاتو دختمولو لپاره علم اساس ټاکلی دی او داځکه چی اسلامي امت دهغه وخت څخه دخپل منځي اختلافاتو په جال کي راګیر شو چی دعلم صحیح معنی یی بدله کړه داسی اشخاصو ته یی دعلماو نسبت وکړ چی دعلماو دنوم د اهمیت کوم لحاظ یی هم نه ساته .داسلامي امت څخه یی خپل اساسی مسایل هیر کړل او امت یی په داسی مسایلو کی مصروف وساته چی امت ته پری کومه فایده نه مرتب کیده اوداسلسله لاتراوسه روانه ده .که چیری هغه اشخاص چی دفروعي مسایلو پرسر یی په امت کی داختلاف اور بل کړی په دی پوهیدی چی په اسلام کی دمسلمانانو صفونه متحد ساتل ډیرضروري اصل دی اوکه په فروعي مسایلو کی خپل مسلک ته دعوت کول او یاخویی دصحابو ژوند لږمطالعه کړی وای چی دمحمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) پسی یی په یو صف کی ولاړ وو چا امین په جهر ویلو چا په خفیه چا لاسونه دنامه څخه بره تړل چا دنامه څخه لاندی چا لاسونه دغوږونو پوری پورته کول چا تر اوږو پوری اوددی هرڅه سره سره یی یو  پر بل دکفر فتوه نه وه ورکړی نه یی په یو بل پسی د اقتدا کولو څخه انکار کړی و یا خویی دڅلورواړو مذاهبو دامامانو ژوند ته لږ نظرکړی وای چی ددی مسایلو سره سره چی دیو بل سره یی اجتهادي اختلاف و خو یو بل ته څومره په احترام قایل وو خو دبی علمه شیخئ اخري انجام دا شو چی امت په داسی امتحانونو کی ګیر شو چی نړیوالو ته یی داسلام ریښتینی څیره بدله وښودله اواسلام یی داسی معرفي کړ چی ګوندی ټولنی ته داختلاف راوستو څخه بغیر هیڅ کوم بل پیغام نه لري دوی داسلامي تاریخ دهغه زرینو کرښو چی په کی دهغه مظلومو شهیدانو صحابو نومونه دتل لپاره ځلاند لیکل شوي وو چی ټولی نړئ ته یی داسلام دصحیح پیغام رسول غوښتل دورانولو هوډ وکړ دهغه صحابو او دامت دنورومشرانو په تاریخ پسی یی ملنډی وهل شروع کړی چی دصحیح علم دحاصلولو په لار کی یی هر قسم تکالیف ګاللي دي لوږی اوتندی یی تیری کړی خو صرف په دی خاطر چی دمحمد (صلی الله علیه وسلم)د راوړي شریعت صحیح فهم او پوهه ترلاسه کړي او امت ته ددی اسماني دین دصحیح پیغام په رسولو کی خپل مسولیت ادا کړي.

داسلامي نړئ قدرمنو علماو:

دلته که څو ټکي لوستل درته د زغم وړ نه وي خو بیا هم څه حوصله واخلئ او هغه صرف په دی خاطرچی تاسو ته دستر لارښود محمد مصطفی د وارثانو خطاب شوی او امت ستاسو هری پریکړی ته لبیک وایی محترموعلماولکه څنګه مو چی په تاریخ کی ثابته کړی چی دی امت ته دترقئ په لارکی مو هر راز قربانئ په ځان منلی وی اوس بیاهم اسلامي نړئ ته دذلت د ژوند څخه دخلاصون په لارکی خپل ځان مسول وګڼئ کله چی په یو ګوښه ځای کی کښینی دځان سره دافکر وکړئ چی اسلامي امت ته دوحدت یو زیری یاست اوکه په اسلامي امت کی دتفرقی اچولو لپاره داغیارو په نفعه استعمالیږئ ستاسی هغه فروعي اختلافات چی له مخی یی یو مسلمان د بل مسلمان سره په یو صف کی لمونځ نه ادا کول دځان لپاره غیرت ګڼی څومره په اسلام دغیرت کولو معنی لري ایا هغه طریقه چی ته پری نن دخپل مسلمان ورور سره داختلاف په وجه سلام او مصافحه نه کوی ستا دپېغمبر طریقه ده ؟ ایا ستا دپېغمبر دصحابوو څخه دکوم یو څخه نقل ده ؟ یا په راوروسته امت کی لوی لوی علماو ورته صحیح ویلی دي؟ که دا هر څه ریښتیا وي نوبیا ستا دا اختلاف دټول اسلامي امت سره یو ستره جفا ده چی ته یی کوی دقیامت په هغه سخته ورځ چی دتندی دلاسه به زیات پریشانه یی دحوض کوثر تر څنګ دخپل مهربان  پېغمبر  محمد (صلی الله علیه وسلم) څخه په کوم مخ دیو وفادار امتي په هیڅ داوبو جام غواړی په داسی حال کی چی دهغه په یو صحیح مرفوع حدیث دی دمنسوخ فتوی ورکړی وه او دهغه دیو صحیح مرفوع طریقی څخه دی په امت کی دختمولو په لار کی هلی ځلی کړی وي؟ ایا دافروعی اختلاف دټولو هغه سپیڅلو صحابوو دقربانیو توهین نه دی چا چی دپېغمبر  (صلی الله علیه وسلم) دیو سنت ژوندي ساتلو په خاطر او امت ته ددی سنتو درسولو په لار کی پښی لوڅی مزلونه کړي دی اویاپه داسی دشتو او بیابانونو کی وفات شوي چی دځنکدن په وخت کی یی تر څنګ دتدفین لپاره هم څوک نه وو؟ ایا ستا په وجه امت مسلمه په ډلو او ډلګیو ویشل دهغه معصومو شهیدانو په سپیڅلو ارمانونو دپښو ایښودلو معنی نه لري دکومو لپاره یی چی خپلی ټولی خوشحالئ قربان کړي اوداسلامي امت دوحدت لپاره یی خپل اولادونه یتیمان پریښي دي؟ نو په خاص سپیڅلي نیت دځان سره محاسبه وکړه او ځان ته ووایه چی څومره هغه فروعي اختلافات چی ته یی حق ته درسیدو معیار ګڼی حق ته رسیدونکی لار ده اویا دمسلمان امت دترقئ لپاره ګټوره تمامیدی شي ؟ایا دا به غوره نه وه چی ستا دهغه تالیفاتو پر ځای چی په اسلامي امت کی دتفریق اورته لمن وهي داسی قلمي نسخی دی امت ته میراث پریښی وای چی تر قیامته پوری یی اسلامي نړئ ته دوحدت پیغام لرلی کله خو په دی هم دځان سره په خپل ګریوان کی سر ښکته کړه چی په کوم دلیل دامام البخاري ،امام المسلم ،امام الترمذی او داسلامي امت دنوروسترو سترو علماو په تالیفاتو چی تر قیامته پوری پری اسلامي نړئ ویاړي او دهغی یاد او زده کړه دځان لپاره افتخار ګڼي مګر ستا اثاروته ستا دمسلک دڅو مختصرو ملګرو پرته څوک اعتبار نه ورکوي او دا ځکه چی تا په خپل اثر کی اسلامي نړئ ته دخدمت هاغه معیار په نظر کی نه دی نیولی کوم چی دی علماو په خپلو اثارو کی ورته پام کړی و .

داسلامي امت په وحدت کی دعلماو رول:

داحقیقت دهیڅ کس څخه پټ نه دی چی داسلام دښمنان غواړي چی اسلام دځمکی له مخ څخه دتل لپاره ختم شي او دی هدف ته درسیدو په لارکی دخپلو فعالیتونو په مخ کی اساسی خنډ دمسلمانانو وحدت او په خاص ډول داسلامي نړئ دعالمانو متحد کیدل ګڼي دوی نن  داخبره درک کړی ده چی دعلماو تر منځ داختلاف پیدا کولو له لاری کولای شي داسلامي امت وحدت مات کړي او په اسانئ سره وتوانیږي مسلمانان تر خپل تسلط لاندی راولي یعنی د علماو وحدت دټولی اسلامي نړئ وحدت دی او په فروعي اختلافاتو کی مصروفیدل یی اسلامي نړئ په ډلو د تقسیمولو معنئ لري داخبره هم دیادولو ده چی هغه احترام چی مسلمانان یی خپلو علماو ته لري په ټولنه کی یی بل چاته نه لري نو که چیری علما په صحیح معنئ دا خبره درک کړي چی اسلام ددوی عزت غواړي او داعزت هغه وخت لا لوړی مرتبی ته رسیدی شي چی امت دعلماو په ذریعه متحد پاتی شي نو انشاءالله اسلامي نړئ به د مقابلی میدان ګټي او دترقئ هغه برم به بیا ترلاسه کوي چی دامت اسلافو ګټلي و .او کوم علما چی دمسلمانانو دوحدت موضوع ته کوم اهمیت ورنه کړي او په دی اړه خپل ځان مسول ونه ګڼي نو تاریخ به یی دهغه اشخاصو په قطار کی نوم خپلو پاڼو ته وسپاري په کومو چی تاریخ تر ابده پوری لعنت وایی.

 ح- دډلواو ګوندونو جوړول :

یو بل مشکل چی اسلامي نړئ یی داختلاف په لومو کی نښلولی او داسلامي امت دترقئ په مخ کی اساسي خنډ دی هغه دمسلمانانو په منځ کی دقومي ،ژبني ، او نژادي تعصباتو پر بنا ولاړ ګوندونه او تنظیمونه جوړول دي اسلام هیڅکله خپل پیروان په ډلو ډلو ویشلو ته نه رابلي بلکی هر وخت ورته دوحدت او یووالي پیغام دځان سره لري داسلام مبارک دین هغه  ټولنی ته چی خپل دین اسلام ګڼي دتل لپاره دا درس ورکړی چی ستاسو ترقي اوپرمختګ په دی کی دی چی په ډلو ډلو دویشل کیدلو څخه ځان وساتئ او دیو امیر تر مشرئ لاندی خپلی ورځینئ چاری مخ ته یوسئ او کله چی ستاسو چاری دمختلفو امیرانو لخوا اداره کیدل شروع شي نو بیا هیڅکله دامن او صلحی او پرمختګ خوبونه مه ګورئ. ځکه چی اسلامي امت دیو کور مثال لري اوکله چی په یو کور کی ټول ورونه په یو اتفاق او وحدت ژوند کوي او دیوفکر او نظریی لرونکی وي نو هیڅ کله دغه کور دبربادئ په طرف نه روانیږي مګر کله چی په یو کور کی مشر او کشر نه معلومیږي یو په یوی ایډیالوژئ اوفکر روان وي او بل په بلی ایډیالوژئ اوفکر هیڅکله نوموړی کورنئ دبهرنیو لاسوهنو څخه خوندي نه شي پاتی کیدلای اودښمن په اسانئ سره کولای شي هغه ورونه چی دیو مور او پلار څخه پیدا شوي دیو بل وژلو ته تیار کړي نو دغسی اسلامي امت هم کله چی په ګوندونو او ډلو ویشل کیږي دښمن ته دا زمینه برابریږي چی ددوی تر منځ دتفرق یااختلاف اچولو لپاره خپلی هڅی ګړندئ کړي یوی ډلی ته به دهغی ایډیالوژي غوره معرفي کوي بلی ته به دهغی خپله ایډیالوژي بهتره ښایی چی په اساس به یی داسلامي امت افراد دخپلو نظریو دتطبیق لپاره دشریعت احکام ترپښو لاندی کوي اودا په یقین سره  منل په کار  دي چی هره نظریه چی داسلامي شریعت داحکامو خلاف وي په اسلامي نړئ کی دوحدت دپیدا کولو لارنه ده بلکی اسلامي نړئ داختلاف په اور کی سوزولو ته برابروي .[1]

نوګرانه لوستونکیه !

 دخپل ځان سره فکر وکړه که مو په خپل کور کی داسی ژوند تیرول خوښ وي چی ټول ورونه او پلار په مختلفو نظریو روان اوسئ او په خپل منځ کی به هیڅ اختلاف نه لرئ او ورځ تر بلی به دترقئ په لور هم روان اوسئ نو بیا دا صحیح ده چی په اسلامي نړئ کی به دا ډلی جوړول هم مشکل پیدا نه کړي مګر که دځان لپاره مو داسی ژوند نه دی خوښ او غواړئ چی ټول ورونه په اتفاق واوسئ او خپله ترقي او پرمختګ په دی کی ګورئ چی جدا جدا نه اوسئ نو بیا د اسلامي نړئ په حال هم رحم وکړئ اسلامي امت په فرقو مه ویشئ دهغه شهیدانو وینو ته احترام ولرئ چی دمسلمانانو د وحدت لپاره  دیو اسلامي نظام دحاکمیت په خاطر یی خپلی معصومی وینی قرباني کړی دي داسلام ددښمنانو دنظامي او فکري یرغلونو دمخنیوي لپاره یی خپل سرونه نذرانه کړي دي دهغه کونډو او یتیمانو په ژړاګانو رحم وکړئ چی دیو پرمختللي اسلامي امت دجوړیدو په هیله ورځی او شپی تیروي چی تر څو په کی دیو شهید د ورثی په نوم یی په هر  پرهر د ملحم پټئ کیښودل شي .

 ۴دسالم مدیریت اوموفق پلان نه شتون :

نن اسلامي هیوادونه په دی حیثیت موجودیت نه لري چی دیو اداري یونټ په توګه پلان اوطرحه ولري په داسی حال کی چی  دمعاصری پرمختللی نړئ دپرمختګ اساسي نقطه دیو موفق پلان لرل دي.اسلامي نړئ نن د داسی یوپلان له مخی اداره کیدل غواړي چی له مخی یی دهر شخص څخه دخپل مسلک مطابق کار واخیستل شي.او هرکس په خپل مناسب  ځای کی تعین کړل شي.همدارنګه داسی یوه اداره موجوده شي چی په ریښتینی معنی دیو ملت دترقئ ترجماني وکولای شي د وخت ارزښت وپیژني او تنظیم ته یی پابنده واوسي.همدارنګه یو موفق پلان يواځی د مادي اړخه داسلامي امت ضرورت نه دی بلکی په معنوي لحاظ اسلامي نړئ دپلان لرلو ته زیات ضرورت لري.نن که څومره اسلامي هیوادونه مستعمره ګرځیدلي اساسی لامل یی دادی چی داسی یو پلان نه لري چی ددښمن دتوطیو مخنیوی پری وکړي اونه داسی یو باکفایته اداره شتون لري چی داسلامی نړئ دمستعمره کیدو دمخنیوي لپاره یو باارزښته پلان طرحه کړي په داسی حال کی چی کفري قوتونه شپه اوورځ په دی کارکوي چی څنګه اسلامي هیوادونه تر خپل تسلط لاندی راولي دطبیعی منابعو څخه یی یواځی دا نه چی دخپل ژوند دسوکالئ او ارامئ لپاره کار واخلي بلکی څنګه د مسلمانانو شتمني دمسلمانانو دختمولو لپاره استعمال کړي.

پلان لرل دحریت او ازادئ اساسي شرط دی؟

د افسوس او ژړا حالت دی چی لویه اسلامي نړئ په داسی حال کی قرار لري چی ازادي یی سلب  شوی اوددی سقوط لامل دا و چی مونږ مسلمانانو دهغه اوږد مهاله پلانونو اوطرحو په مقابل کی چی د اسلامي ذهنیتونو دبدلولو لپاره ډیزاین کیدل د داسی یو پلان په جوړولو کار نه کولو چی لږ تر لږه مو خپل اسلامی قلمرو دبهرنیو یرغلونو په مقابل کی خوندي ساتلی وای نن اسلامي نړئ که په خپلو پوهنتونونو کی دپلان جوړونی په برخه کی دخپلو محصلینو ذهنیتونه  ونه  روزي نو لری نه ده چی په اسلامي هیوادونو کی اوسنئ تش په نامه دمسلمانانو په لاس سرته رسیدونکی اداري چاری به هم دپردیو  په لاس سرته رسیږي همدارنګه دا باید ومنو چی مونږ دنړیوالو څخه په اداري تنظیماتو او پلان جوړونه کی دومره وروسته پاتی یو چی مونږ د دښمن په مقابل کی،دخپلو حدوداتو دخوندي ساتلواوپه خپلو داخلي چارو کی دپردیو د مداخلی څخه دخلاصون لپاره کلونه کلونه دپردیو په لاس جوړویدونکو طرحو ته انتظار وباسو یعنی نن مونږدضعف هغه حالت ته رسیدلي یو چی د دښمن سره د مقابلی په ډګر کی د کامیابئ لپاره ددښمن څخه پلان غواړو چی دازمونږ لپاره یو لوی شکست او ناکامي ده اودغه ماتی مونږیواځی په هغه سیمو او هیوادونو کی نه ده خوړلی چی مونږ مسلمانان یی اقلیت شمیرل کیږو بلکی  هغه هیوادونه چی اکثریت وګړي یی مسلمانان شمیرل کیږی هم په دی مشکل کی اخته دي.

ایامسلمانان دنړئ اقلیت دی؟ 

نن په ټوله نړئ کی دمستقلو هیوادونو په توګه مسلمانان په دریو لویو وچو اسیا ،افریقا اواروپا کی ځای لري.چی له دی جملی څخه ۲۰مستقل هیوادونه په اسیا کی قرار لري اود۲۰۱۴کال داحصایی له مخی یی نفوس یو ملیارد او۱۵۰ملیونه اټکل شوی اودا د ټولی اسلامي نړئ دنفوس دوه ثلثه جوړوي. دافریقا لویه وچه د۲۷مستقلو هیوادونو دلرلو په اساس د۲۰۱۴کال داحصایی له مخی ۵۸۱ملیونه نفوس لري او دټولی اسلامي نړئ دنفوس څلورمه برخه جوړوي همدارنګه اروپا د۱۲ ازادو اونیمه ازادو هیوادونو دلرلو په اساس۴۴ملیونه مسلمانان لري همدارنګه دنړئ نورپاتی هیوادونه هم مسلمانان داقلیت په ډول دځان سره لري یعنی دا ددی ښکاره ثبوت کیدای شي چی نن مسلمانان دافرادو دکمښت سره نه دي مخامخ بلکی دخپلو افرادو څخه په مناسب ځای کی داستفادی لپاره دسالمی طرحی دنه شتون سره لاس اوګریوان دي همدارنګه اسلامي نړئ نن هم دداسی شخصیتونو لرونکی ده چی علمیت ذکاوت اوپوهی ته یی نړیوال ګوته په غاښ دي.خو ولی هر کله چی دغه اشخاص د اسلامي امت دترقئ لپاره خپلی مټی رانغاړي عاقبت ییترور، دایمي حبس، دملک څخه تبعیداویا دداسی بندیزونو لاندی راوستل وي چی هیڅکله هم ونه توانیږي چی دخپلی پوهی په برکت خپلی ټولنی ته خدمت وکړي.

 ۵دپردیو د فرهنګ تقلید :

هرامت چی خپل فرهنګ اودژوند ادابوته په احترام قایل وي نوم یی دتل لپاره ژوندی وي اوهیڅ کله دنورو قوي امتونو دسلطی لاندی نه راځي خوکله چی یوه ټولنه دخپل فرهنګ پریښودلو ته مخه کوی په قرار قرار خپل ارزښت هم له لاسه ورکوي.چی په همدی اساس کله چی اسلامی امت خپل کلتور هیرول شروع کړل ځان یی په تاریخ کی د وروسته پاتی ملتونو په قطارکی دریدلو ته برابر کړ هغه امت چی اسلام یی د ژوند اساسي لار ګڼله اسلام هم ورته دژوندانه دتیرولو لپاره دداسی یو قانون او نظام ډالئ دځان سره لرله چی دژوند هر لوری یی روښانه دعزت اوسرلوړئ نمونه وه اسلام خپلو پیروانوته دعزت داسی درس ورکړی و چی دنړئ متکبر او جابر قوتونه یی دیو عادي سپاهي په مخ کی دخبرو جرئت نه درلود.خو کله چی مسلمانان دخپل اسلامی فرهنګ په رایجولو شرمیږي دغم او خوشحالئ مراسم یی د پردیو دفرهنګ مطابق سرته رسیږي.څنګه به د پردیو دغلامئ څخه نجات پیدا کړي چاچی په خپله په  خپلی غاړه کی دغلامئ طوق اچولی اود لری کولو کوم سوچ یی هم نه لري .یعنی دیو چا د فرهنګ منل دهغه د ژوندانه طرز منل دي نو څومره چی مونږ مسلمانان دپردیو په فرهنګ پسی روان یو دا به ددی معنئ ولري چی مونږ دیوی اسلامی ټولنی په لرلو نه يو راضي او دتل لپاره داغواړو چی نورو ته مو داحتیاج لاس اوږد وي.همدارنګه په دی حقیقت ځان خبرول په کار دي چی فرهنګي استعمار دنظامي استعمار څخه ډیر خطرناک دی اوداځکه چی که یو ملت په نظامي ډګر کی مستعمره وي ددی امکان شته چی افراد یی یو ورځ په ملت تحمیل شوي نظامي استعمار ته دپای ټکی کیږدي ولی که یو ملت دفرهنګی استعمار له طریقه مستعمره وګرځید نو نسل تر نسل به دغلامئ ژوند ته ولویږي.اودتل لپاره به یی دپرمختګ اوترقئ کاروان دځان څخه شاته پریږدي اوداصرف له دی امله چی دوی به ددښمن دغلط فرهنګ ترتاثیر لاندی راتلو له وجی خپل صحیح فرهنګ تر پښولاندی کړی وي او ددی تیروتنی په وجه به یی ملت د وروسته پاتی والي اوحقارت په لومو کی د  واه معتصما ناری وهي خو بیا به معتصم نه ګوري.نو اوس که دلته د هر یو پردي فرهنګ څخه یادونه وکړو شاید موضوع راڅخه ډیره اوږده شي خولنډه دحل لاره به داسی وړاندی کړو که هر مسلمان دځان سره په دی اړه فکر وکړي چی ترڅومره پوری زه  دپردیو لادینه فرهنګونو په رایجولو اوخپلولو کی اخته یم او ایا زه ددی فرهنګونو پریښودلو ته تیار یم که نه؟ نو که چیری په دی راضي اوسو چی دغو پردیو فرهنګونوته په خپله اسلامي ټولنه کی دپای ټکی  ږدو او هر څوک هغه فرهنګ چی دی یی تر تاثیر لاندی راغلی  پریږدي او دختمولو لپاره یی اقدام وکړي نو دابه داسلامي نړئ دترقئ په برخه کی دیو بادرده مسلمان په صفت دترقئ غوښتنی یو عملي مثال وي اوداسلامي کلتور اوفرهنګ دپلي کولو یواسانه اوهدف ته رسیدونکی لاره وي.[2]

 ۶دعصري او دیني علومو تر منځ واټن

کله چی علومو پرمختګ وکړ اوداسلامی نړئ سترو سترو علماو دقران او حدیث څخه دعصري ټکنالوژئ په ډګر کی په کشفیاتو او ابتکاراتو لاس پوری کړ او هم یی دعصري علومو دپرمختګ لپاره  دمراکزو په جوړولو شروع وکړه .دا هغه وخت وو چی مسلمانانو علمی پرمختګ درلود کفری نړی خصوصأ اروپا د تاریخ په تور دور کی ژوند کاوه او د علم په نوم یی څه نه پیژندل. نو کفري نړئ نوره  هم دمسلمانانو څخه په ویره کی شوه بالاخره په داسی یو پلان یی کار شروع کړ چی څنګه داسلامي امت علمي قشر په خپل منځ کی په یو بل بی باوره کړي.هماغه وو چی دخپلو مبلغینو په ذریعه یی په اسلامي نړئ کی دی مفکوری ته کار شروع کړ چی ساینس دقران سره هیڅ تعلق نه لري او یا دا چی په ساینسی ډګر کی اکتشافات کول دقران داحکامو څخه یو خلاف عمل دی بل خواته یی دعصري علومو دزده کړیالانو او ښوونکو ذهنیتونه داسی وروزل چی ددوی په سینو کی یی دخپلو مذهبی مبلغینو لپاره موجوده مینه او الفت وواژه تردی چی دواړو لوریو یو بل ته داحترام لرلو څخه لاس واخیست چی له امله یی اسلامی امت داسی یو زیان ولید چی نن یی هم په حالاتو ځمکه اواسمان ژاړي دی بدمرغه مفکوری یواځی داسلامي امت اقتصاد او صنعت ونه ځپلو بلکی داسلامي نړئ پوهنتونونه او مدارس یی هم شاړ کړل خو دژړا حالت دادی چی  لا هم دا ذهنیت په مسلمانانو  کی ژوندی  دی او که چیری یی داصلاح لپاره هڅه او کوشش ونه شي ډیر نور بد عواقب به دځان سره ولري.

دوه دردونکی خبری :

دا می دخپلو سترګو لیدلي حالات دي چی یو د دیني علومو دیو لوی مدرس استاذ اوبل دعصري علومو دیو پوه لخوا اوریدلی اولیدلی مي دي زه یی زیات دردولی یم هغه دا چی دعصري علومو دیو پوه څخه می داخبره چی په اسلامي نړئ کی ټول شر دینی علماو جوړ کړی دی واوریدله ډیر یی غمجن کړم خو څو ورځی لاتیری نه وی چی په یو مدرسه کی ددیني طالب العلمانو د فراغت په مناسبت یوی دایری شوی جلسی ته دخپل یو ملګري لخوا دعوت شوم چی دنوموړی مدرسی څخه دفراغت سند یی اخیسته زه هم په ډیره مینه او خوشحالئ دی مجلس ته لاړم هر عالم دمجلس حاضرینو ته دوینا کولو په دوران کی په یوه خاصه موضوع تفصیلي خبری وکړی چا دامت داتحاد په باره کی چا دقران اودقران دطالب العلم او عالم دفضیلت په باره کی او ځینو په نورو اهمو موضوعاتو دمجلس حاضرینو ته دخپل خوږ پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) د راوړي شریعت په رڼا کی معلومات ورکړل خو دمجلس په وروستیو شیبو کی یو عالم چی دخپل بحث ټول وخت یی دی خبری ته ځانګړی کړی و چی څنګه دی فارغ التحصیل طالب العلمانو ته زړونه دپوهنتون دمحصلینو په خلاف دحسد او کینی څخه ډک کړي داخبره به زما هیڅکله هم هیره نه شي چی دامت مسلمه طالب العلمانو ته یی په خطاب کی وویل تاسو دپوهنتون استاذانو ته ووایه چی مونږ اسلحه نه جوړو مونږ ټانګ او طیاره نه جوړو مونږ دیو چا داسیر کولو لپاره ولچک نه جوړو …او داهر څه هغه څوک جوړوي چی تا ورته کیمیا ،فزیک ، ریاضي او هندسه ښودلی ده نو په حقیقت کی دفساد اصلي منبع تاسو اوسئ .خو حقیقت دا و چی نه به دعصري علومو پوه ددی ارشاداتو څخه چی العلماورثه النبیا……………..څخه خبر و او شاید د دیني علومو دا ماهر به دقران عظیم الشان ددی ایت دمعنی او تفسیر څخه ناخبره پاتی و چی واعدو لهم مستطعتم من قوه…………..اویا خو دواړه دیو مسلمان په صفت دخپل تیر حالت څخه دځان خبرولو لپاره داسلامي تاریخ پاڼه هم نه وه اړولی کنه هر بادرده مسلمان چی دامت ترقي او سرلوړي یی ارمان وي هیڅکله به هم داسلامي امت په علمي قشر کی دتفرقی اواختلاف اچولوته زړه ښه نه کړي.

عصري ساینس او ټکنالوژي دقران محصول دی:

دلته غواړم دهغه غلط فهمئ د لری کولولپاره څو ټکي وړاندی کړم چی ګوندی ساینس او قران په خپلو کی هیڅ اړیکه نه لري او یا دا چی قران دعصري ساینس او ټکنالوژئ په باره کی هیڅ کوم خبر نه دی ورکړی نو که چیرته ساینس د قران سره په ټکر کی وګڼو نو داکار به دقران دحقانیت په موضوع یو نیوکه کول وي او هغه په دی اساس کله چی دا وایو چی قران یو نړیوال کتاب دی او تر قیامته پوری دنبی (علیه صلوات وسلام) یوه داسی معجزه ده چی ددښمن هر قسم اعتراضاتو ته په زغرده جواب ویلی شي نو کله چی قران د ادبیاتو ،شعر اوشاعرئ په دور کی دا ثابته کړه چی قران د ادبیاتو تر ټولو اوچت کتاب دی باید دساینس دپرمختګ په عصر کی هم داثابته کړي چی داوسنیو ساینسي اکتشافاتو په اړه دقران دریځ روښانه او واضحه دی او لله الحمد قران دا ثابته کړی چی هرهغه څه چی نن یی ساینس په اړه معلومات ورکوي څوارلس سوه کاله پخوا قران عظیم الشان په وضاحت سره بیان کړي دي نو دلته وایو چی څنګه دا کیدلی شي چی هغه څه چی ساینس یی نن وایی قران دمخکی څخه تشریح کړي او بیا دی قران دعصري ساینس خلاف وي.خو واضح خبره داده چی داهسی یوه بی ځایه اشتباه ده چی څوک ساینس او ټکنالوژي دقران خلاف اویا عصري علوم ددینی علومو محصول نه ګڼي.

ایا عصري علوم داخرت سره تعلق نه لري ؟

یوه بله غلطه مفکوره چی ځنی خلک یی لري هغه دا چی دعصري علومو زده کړه کول دمسلمان لپاره دوخت ضایع کولو په معنی دي او د دنیاوي لږی ګټی پرته داخرت سره هیڅ تعلق نه لري خو په حقیقت کی داسی نه ده بلکی دا هغه کمزوری ذهنیت دی چی په مسلمانانو کی  دخپرولو لړئ په تیزئ سره روانه ده اوله امله یی اسلامي امت په داسی ذلت او رسوایی داخته کیدو په طرف روان دی چی دساینس او ټکنالوژئ په ډګر کی ورځ تربلی شکست او ماته خوري خو دغه ډله خلک چی په اسلامي نړئ کی دعصري علومو دزده کړی خلاف دي هم په خپل منځ کی په یواتفاق  نه دي ځنی وایی عصري زده کړی هیڅ علم نه دی بلکی یوکسب دی چی صرف په دنیا کی د ګټی دلاسته راوړلو لپاره یادیږي . مګر ځنی بیا وایی چی  نه عصري زده کړی هم علم دی خو علم په دوه ډوله دی یو علم مقصود او بل علم محصول چی عصري زده کړی علم محصول دی تر څو په دنیا کی پری څه پیسی او مال لاسته راوړو چی دلته به مونږ ددی دواړو نظریو لنډ جواب داسی وکړو چی ددیني علومو خلاف نه یو دیني علوم دنورو علومو اصلي منبع ګڼو او عصري علوم ددیني علومو یو محصول ګڼو داسلامي نړئ دترقئ لپاره  دعلومو په ډګر کی لومړی قران ،حدیث ،سیرت،فقه ،اونور دیني علومو زده کړه بنیاد ګڼو او په دوهم قدم کی ددغی علومو څخه منځ ته راغلي علوم یعنی ریاضیات ،فزیک،کیمیا ،بیولوژي،  طب اوداسی نور زده کول ضروری کار دی .نو اوس لومړی هغه چاته چی عصري زده کړی علم نه ګڼي وایو چی ایا علم دانبیاو میراث ګڼئ او که نه ؟که چیری علم دانبیاو میراث ګڼئ په عصري علومو کی د کښتئ جوړونی زده کړی ، دجنګي تجهیزاتو تیارولو زده کړی ،دطیارو اونورو ځمکني عراده جاتوجوړول دکوم ځای څخه شروع موندلی ده اویا علم هغه څه ګڼئ چی قال الله او قال الرسول وي نو ووایه چی په کوم ځای کی الله (جل جلاله) او دالله(جل جلاله)رسول(صلی الله علیه وسلم)  داسی ويلي دي چی داوسني عصري زده کړو دیادولو منع په کی راغلي وي.او یا علم هغه څه ته وایئ چی په واسطه یی الله او دالله رسول وپیژنو نو اوس تاسو هغه خلکو ته چی دالله دوجود څخه منکر دي ، قران نه مني دپېغمبر ژوند او وینا ته غاړه نه ږدي په داسی حال کی چی د ساینس په دی عصر کی دی خلکو ته ساینس یو معتبره مرجع هم ده نو اوس دی خلکو ته که د ساینس نه په دلایلو ویلو سره داثابته کړل شي چی الله تعالی شته اویو لاشریک ذات دی قران هغه ریښتینی اسماني کتاب دی چی په راتلو سره یی مخکني کتابونه منسوخ شوي دي او دغه اسماني کتاب په حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) نازل شوی چی ایمان راوړل پری فرض دي نو بیا به هم دغه عصري او ساینسي زده کړی چی په اساس یی یو څوک الله اودالله رسول وپیژني اوداسی ډیر خلک پیژنو چی دساینس دمطالعه کولو وروسته یی اسلام قبول کړی دی  نو بیا به هم دا علم نه ګڼو اودوهم هغه چاته چی علم یی ګڼي مګر وایی داعلم محصول دی دا وایو چی ایا په دیني زده کړو علماو د اجرت اخیستلو فتوی نه وي ورکړی اوجایز یی نه ګڼي نو بیا صحیح ده چی دا علم د دنیا دګټلو لپاره دی او داخرت سره تعلق نه لري او که چیری داسی نه اوسی نو بیا دی ذهنیت ته نوره وده مه ورکوئ چی ګوندی عصري زده کړی داخرت سره تعلق نه لري او هغه په دی اساس چی ایا تاسو په دی پوهیږئ چی مونږ ددی مفکوری له امله څومره وروسته پاتی شوي یو اولا دوروسته پاتی والي په طرف روان یو ځکه چی دمسلمان لپاره اساسي ژوند داخرت ژوند او نعمتونه دي او کله چی زمونږ ځوان نسل ته دا ذهنیت ورکول شروع شوي چی دعصري زده کړو په کولو سره په اخرت کی کومه فایده نه شئ  ترلاسه کولای نو مونږ مسلمانانو عصري زده کړو ته شاه کړله او میدان مو ټول خپل دښمن ته پریښوده چی لامل یی دا شو چی هغوی زمونږ دختمولو لپاره خپله ټکنالوژي قوي کوي او مونږه دځمکی دمخ څخه ختمول غواړي مګر په مقابل کی یی مونږ په دی ذهنیت چی په اخرت کی راته ګټه نه رسوي ارام ناست یو په ټولو معدنونو او طبیعي ذخیرو مو دښمن قبضه کړی او مونږ دذلت او غربت ورځی شپی تیروو.

نو ای دعصري علومو مسلمانو زده کړیالانو:

دا ذهنیت شاته وغورزوئ چی ستاسو خواري عبس او بی فایدی ده ستاسو هغه ابتکارات او اکتشافات چی دساینس او ټکنالوژئ په دور کی مو اسلامي نړئ پری نازولی ده د ستایلو وړ دي ستاسو دهڅو او کوششونو ثمره داسلامي نړئ سرلوړي ده او هر هغه څوک چی داسلامي امت سرلوړي غواړي الله تعالی به یی هیڅ کله دسعیو او کوششونو بی قدري ونه کړي تاسو خپلو هڅو ته دوام ورکړئ او دساینس او ټکنالوژئ په دی عصر کی خپل دښمن داسی حیران کړئ چی ستاسو داکتشافاتو هیڅ مخنیوی او مقابله ونه شي کولای تاسو دساینس څخه دا ثابته کړئ چی زمونږ دین یو ریښتینی دین دی دټول انسانیت لپاره دامن ، سوکالئ او ترقئ پیغام لري . ترڅو ستاسو دهڅو او کوششونو په وجه ډلی ډلی خلک داسلام مبارک دین ته راشي او ټول په شریکه دمحمدي شریعت دانفاذ لپاره لاسونه یو کړو تر څو په خپل ژوند کی دیو داسی اسلامي ټولنی خاوندان شو چی د ژوند په هر ډګر کی پرمختللی،مترقي او متمدنه وي. [3]   

۷دتربیتي مراکزو نه شتون :

یوه بله ستونزه چی له امله یی اسلامي نړئ دوروسته پاتی والي په طرف روانه ده هغه چی دخپلو نسلونو د روزنی لپاره داسی تربیتی مراکز نه لري چی له مخی یی خپل اسلامي اخلاق او اداب په داسی انداز ټولنی ته وړاندی کړي چی له مخی یی دیو سالم نظام دراوستو او دامت دطرقئ لپاره په اسلامي اخلاقو ولاړه ټولنه تربیه کړي داسلام تاریخ ددی شاهد دی کله چی هم نبی (علیه صلوات وسلام) په مدینه منوره کی دیو اسلامي نظام بنسټ ایښوده په لومړي سر کی یی دخپلو صحابو داسی سالم تربیت وکړ چی په اساس یی دداسی یوی ټولنی بنسټ کیښوده چی له مخی یی اسلامی دعوت داسی دپرمختګ په لور مخ په وړاندی روان و چی دشکست هیڅ ویره ورسره نه پیدا کیده خو ولی دهغه وخت راهیسی چی مسلمانانو دخپلو اولادونو دتربیت لپاره دتربیتي مراکزو ،دیني حلقاتو ،لوی دیني مدارسو ،او په کیفیت ولاړ پوهنتونونه جوړول کوم مهم کار ونه ګڼه کفري نړئ په اسلامي نړئ کی دا تشه او خالیګاه ښه درک کړه او له مخی یی په اسلامي امت کی داسی اشخاص وروزل چی  په اساس یی اسلامي نړئ ته داسی مفکوری داخلی کړی چی په اسانئ سره یی وکولای شول خپلو اهدافو ته درسیدو مزل لنډ کړي.او داسلامي نړئ هغه نابغه فکرونه چی داسلامي نړئ دترقئ لپاره تری زیات کاراخیستل کیدای شو په داسی یو دنیا پرسته فکر تربیه شوو چی داسلام دترقئ لپاره دوخت مصرف لا څه چی په اسلامي هیوادونو کی اوسیدل او هستوګنه کول ورته دخپل وخت ضایع کول او بی هدفه تیرول ښکاري .نوداسلامي نړئ دترقئ لپاره یو معيار دتربیتی مراکزو شتون هم وړاندی کولای شوو ځکه د اسلامی هیوادونو داوسنیو مشکلاتو یواځینی لامل دا و چی مونږ دپردیو مفکورو دمخنیوی لپاره  په خپله اسلامي ټولنه کی داسی مراکز نه درلودل چی په اسلامي هیوادونو کی یی داسلام صحیح فهم خلکو ته رسولی وای چی اخري لامل ددی ستونزی داشو چی په اسلامي نړئ کی داسلام په نوم داسلام دختمولو لپاره کارونه وشول خلک په خپل دین او عقیده شکمن شوو او اسلام یی دوروسته پاتی والي اساس وګڼه نو اوس هم که په اسلامي نړئ کی دداسی ټولنو اومراکزو برابرول چی داسلام دصحیح فهم په رسولو کی شپه او ورځ هلی ځلی وکړي منځته رانه وړل شي نو مسلمانان دی دارام او سوکاله او پرمختللي ژوند خیالات چیرته په ذهن کی هم نه ګرځوي ځکه دهر کور دکوچنیانو تربیت چی ددښمن په لاس کیږي داینده ګټه به یی هم دښمن ته ځي.

نبي (علیه صلوات وسلام) کوچنیانو ته څنګه تربیت ورکړ ؟ 

عمربن ابو سلمه (رضی الله تعالی عنه) خپله یو واقعه نقل کوي اووایی کله چی زه کوچنی وم زما لاس به په کاسه کی یوی او بلی خواته ګرځیده نو رسول (صلی الله علیه وسلم) راته وفرمایل ای هلکه کله چی ډوډئ پیل کوی نو بسم الله وایه اوبیا ډوډئ پیل کوه او دخپلی مخی څخه  په ښي لاس خوراک کوه .نو ددی وروسته دتل لپاره ما په همدی طریقه خوراک کاوه .نو دلته که ځير شو نبي (علیه صلوات وسلام)ددی کوچني ماشوم تربیت داسلام په ادابو سره وکړ چی په اساس یی دغه کوچني ماشوم دتل لپاره دنبي (علیه صلوات وسلام) دغه طریقه نه ده پریښی ددی ځای څخه دافایده اخیستلی شو چی که داسلامي امت ترقي مو هیله او ارمان وي نو باید اولادونه مو اسلامي تربیت واخلي ترڅو راتلونکی مو داسلام په فکر روزل شوی اوداسلامي نړئ دترقئ باعث وګرځي اودا تربیت هغه وخت شونی دی چی په خپله ټولنه کی داسلامي ادابو دترویج لپاره داسلامي ادابو تربیتي مراکز ولرو .

 ۸امربالمعروف اونهی عن المنکر پریښودل:

ددی امت اساسي دنده او وظیفه داده چی خلک دبدیو څخه منع او په نیکیو ورته امر وکړي په ټولنه کی دهر ظلم په وړاندی غږ پورته کړي او په اړه یی چوپ او خاموش پاتی نه شي خو کله چی دی امت دخپلی دندی په سرته رسولو کی سستي او تنبلي شروع کړه د باطل پر ضد یی داقدام کولو څخه ډډه وکړه هغه ته یی اجازه ورکړه تر څوپه ژوند یی مسلط شي نو دا امت د ناکامئ په طرف روان شو او دنبی (علیه صلوات وسلام) دهغه حدیث مصداق وګرځیدل چی په کی یی دا امت دهغی ورځی څخه ویرولی و چی دامربالمعروف اونهی عن المنکر د نه کولو په وجه به داسی ورځ راځي چی بیا به مو دعا نه قبلیږي غوښتنی به مو نه پوره کیږي او دالله(جل جلاله)له طرفه به هیڅ مرسته او مدد نه راځي.په داسی حال کی کله چی دی امت په خپله  دنده کی غفلت نه و کړی یو غښتلی او دغلبی څښتن و.دټولو هغه ځواکونو سره په مقابله کی کامیاب او بری مند و چی په ځمکه کی یی فساد غوښته.او ورځ تر بلی دپرمختګ په طرف روان و.نواوس  بیا هم که غواړو چی امت مو خپل تیر برم ترلاسه کړي باید دترقئ لپاره دغه اساسي اصل ته چی امربالمعروف اونهی عن المنکر دی توجه وکړو تر څو ټولنه مو دهر ډول بداخلاقیو څخه پاکه شي او دالله (جل جلاله) په مرسته او نصرت دیو بادیانته او مترقي ټولنی خاوندان شوو.

@

 ۹داسلامي تاریخ هیرول:

اسلامي تاریخ دماضي هغه روښانه هنداره ده چی په کی  اسلامي نړئ دحال ټول تصویرونه بغیر دکوم تکلیفه لیدلی شي مسلمانانو ته یواځی اویواځی اسلامي تاریخ هم دکړاونو څخه دخلاصون ذریعه کیدای شوه خو مسلمانان تر دی حده داسلامي تاریخ څخه ناخبره پاتی دي چی دخپل پېغمبر دژوند په اړه دیو امتي په حیث پوره اندازه معلومات نه لري دکریستف کولمب تاریخ په شوق او ذوق سره یادوي مګر دخلفای راشدینو او نورو صحابو دفتوحاتو او کارنامو په اړه بی ځوابه دي داروپا ، امریکا او نوری غربي نړئ ښارونه ښه په رسمیت پیژني خو داسلامي خلافتونو دمراکزو صرف دنومونو یادونه هم نه شي کولای[4].خو کاشکی چی مسلمانانو دفرانسی او نوری اروپا دتاریخ څخه مخکی خپل تاریخ ته مخه کړی وای خو مسلمانان داسلام د تاریخ پر ځای داروپا تاریخ یادوي اودترقئ لپاره یی یو معیار ګڼي خو ددی څخه ناخبره دي چی لومړی ساعت جوړونکي مسلمانان دي دپوهنتون دجوړیدو مفکوره دمسلمانانو ابتکار دی دبریښنا دکاشف دمرګ څخه وروسته دهغه په الماریو کی دسورت نورایتونه موندل کیږي اوداسی زیاتی تاریخی پیښی موندل کیږي چی دمسلمانانو له طرفه نړیوالوته دعبرت یو درس دی خو دمسلمانانو دبی غورئ او دتاریخ سره دنابلدتیا له امله دا ابتکارات خلک دخپل ځان لپاره دافتخار نښه ګڼي او داهر څه په تاریخ کی په خپل نوم یادوي خو په لنډو ټکو کی به داسی ووایو چی مونږ مسلمانانو دخپل تاریخ په هیرولو سره هر هغه څه هیر کړل چی زمونږ  دپرمختګ لپاره یو اساس ګڼل کیدلای شو یعنی دخپلو مشرانو تجربی چی دنړئ ګوډ،ګوډ ته یی پری داسلام مبارک دین رسولی و د یاده وویستلی او په داسی کارونومشغول شوو چی خپل اصلي هدف مو شاته وغورځوه چی اخري ثمره یی داشوه چی په خپلو منځونو کی داسی سره ښکیل شوو چی اسلامي قلمرو اوسرحدات مو له لاسه ووتل اقتصاد مو له صفر سره ضرب شو امنیت مو دتل لپاره له لاسه ورکړ په سیاسي چارو کی مو دپردیو لاس وهنو او مداخلو زور واخیست خو ددی هر څه سره سره بیا هم مونږمسلمانانو په خپلو دغه تیروتنو کومه پښیمانتیا ونه ښوده او لاهم دخپل تاریخ څخه په غفلت کی پاتی یو مونږ مسلمانانو عوامو او خواصو ټولو که داسلامي نړئ دترقئ لپاره صرف دومره کار هم کړی وای چی دخپل تاریخ  دلوستلو وروسته مو هغه تیروتنی بیا نه وای تکرار کړی کومی چی دتاریخ په اوږدو کی یی مونږ له امله څه شکست لیدلی و . هیڅکله به  مواسلامي هیوادونه نن ددښمن دبندیزونو لاندی نه راتلل.

 ۱۰په مباحاتو کی زیات مشغولیدل:

دا قانون دی چی څوک هم دخپل ژوند هدف ونه پیژني ژوند کی کامیابي هم نه شي لیدلی او هغه ځکه یو کس چی کله په ژوند کی خپل اساسي کارونه دځینی داسی کارونو له پاره پریږدي چی کومه فایده پری لاسته نه ورځي څنګه  په ژوند کی  دترقئ خوبونه ګوري دترقئ په لور داسلامي نړئ کاروان ځکه د پرمختګ قدم نه اخلي چی مسلمانانو دخپل ژوند اساسي مسیر او تګلاره دیاده ویستلی ده مسلمانان په ځینی داسی کارونو کی وخت تیروي چی هیڅکله هدف ته درسیدو په لارکی موثره نه شي تمامیدلی خو بل طرف ته که دنوری نړئ حالاتو ته ځیر شوو خپل ځوان نسل په داسی فکر روزي چی په راتلونکی کی پری خپلی خاوری ته فایده رسولی شي ولی بلی خواته یی اسلامي نړئ ته دځنوبی فایدی کارونو انځورپه داسی یو شکل وړاندی کړی چی ګوندی ستاسو بریا او قهرماني همدا ده چی په دی لاره کی نوروته شکست ورکړئ او ځانونه اتلان حساب کړئ په تاسف سره دیادولو ده چی په اسلامي نړئ کی به ډیر کم داسی افراد وي چی نن خپل هدف پیژني او هدف ته درسیدو لپاره یی عبس وخت تیرونه پریښی ده او زیات ترکیز یی په دی کار دی چی څنګه اسلامي نړئ ته وښایی چی زمونږ هدف ته د رسیدو لار د وخت اهمیت پیژندل دي نه په مباحاتو کی دوخت مصرف . نو دیو لوی امت دپرمختګ لپاره دګوتو په شمار خلک کفایت نه کوي تر څو چی دا ذهنیت او فکر ټولو مسلمانانو ته ونه رسول شي چی دهغه کارونو څخه اجتناب په کار دی چی زمونږ وخت یی بی ارزښته کړ اوددغی کړنی لپاره باید هر مسلمان چی څومره یی د وس څخه پوره وي باید هلی ځلی وکړي که هغه دتالیفاتو له مخی یا دکوم بلی لاری څخه وي هغه کارونه چی مونږ ته پری فایده نه مرتب کیږي امت ته روښانه کړو تر څو په ټولنه کی دداسی کارونو مخنیوی وکړو کومو چی دترقئ دنعمت څخه وروسته پاتی کړو.

 ۱۱جهاد بد ګڼل :

جهاد دمسلمانانو دکامیابئ لار ده .هغه دین چی دټول انسانیت لپاره دسوکاله ژوند دراوستو پیغام لري بیا د خپل انفاذ لپاره ځینی وخت مالي او جاني قرباني هم غواړي چی دیته جهاد ویل کیږي . دا هغه فریضه ده چی الله تعالی د خبیث او طیب دجداوالي معیار ګڼلی . دکفارو دتذلیل او ذلیله کولو اساسي لار یی ګڼلی. دځمکی دمخ څخه د کفر اود شرک  دختمولو او دتوحید دمراکزو دحفاظت لار ده [5].دحق دثابت قدمئ او دباطل د ختمیدو وسیله ده [6].دصبراو ثبات لپاره دمومنانو دتربیت وسیله ده[7] .دمومنانو د درجو دلوړیدو سبب دی [8].دایمان نښه ده [9].دالله(جل جلاله) دنصرت سبب دی[10]. او دارتداد څخه دایمان دحفاظت وسیله ده[11]. او همدارنګه په دی لاره کی مرګ دشهادت هغه لوړه مرتبه ده چی نبي (علیه صلوات وسلام) یی هم دالله (جل جلاله) څخه غوښتنه او تمنا کړی ده .اودالله (جل جلاله)له طرفه جنت ته دداخلیدو زیری دی [12].خو نن مسلمانان ځکه دترقئ څخه وروسته پاتی دي چی داسلام ددعوت دپرمختګ لپاره ددغی عظیمی فریضی اداکولو ته تیار نه دي په داسی حال کی چی اسلامي دعوت دجهاد پرته او جهاد داسلامي دعوت پرته  ممکن نه دی ځکه توره بی قلمه او قلم بی دتوری دمینی چلولو څخه هدف ته رسیدونکی لار نه ده .

اخري خبره :

داسلامي امت په درد دردمند او مخلص بچي ته اخري پیغام دادی چی دخپل ځان سره داسلامي امت دترقئ روحيه ژوندی کول په کار دي داسلامي نړئ روان حالات د زغم وړ نه دي ورځ تر بلی داقتصادي بحران په طرف روان یو صنعت مو په ټپه دریدونکی دی سیاست مو دګواښ سره مخامخ دی علمي کدرونه مو په یو نوم او بل نوم سره وژل کیږي خو ددی ټولو مشکلاتو او ستونزو څخه لوی مشکل چی ورسره مخ کیدونکي یو هغه د اسلام د ختمولو ذهنیت او مفکوره ده چی په اسلامي هیوادونو کی ورته کار روان دی تر څو داسلام نوم داسی معرفي کړل شي چی ګوندی د ویری او وحشت دین دی دترقئ لپاره هیڅ کوم معیار نه لري او داسی نور څه چی په اساس یی داسلام ختمولو لپاره کار کيږي خو مونږ باید مخکی له دی چی دا مفکوره مونږ ودردوي او بیا په خپل حال د ندامت اوښکی تویوو باید دی څو ټکو ته پام وکړو چی هغوی زمونږ دترقئ معیار اسلامي نظام ، قران ، زمږنږ یووالی او وحدت او دخپل خالق سره داړیکو ټینګول ګڼي او کله چی مونږ اسلامي نظام دلاسه ورکړی قران مو دلاسونو څخه واخیستل شي وحدت مو مات شي او دشهواتو په دام کی دومره ګیر شو چی دخپل خالق قهراو غضب مو هیر شي نو هغه ورځ به دنړئ دمخ څخه زمونږ نوم هم ورک شي نو باید ددی هر څه دمخه په خپل حال رحم وکړو او نور داسلامي نړئ دترقئ په لار کی خپل ځان مسول وګڼو.

مأخذونه

  • رافت الباشا، عبدالرحمن – ژباړن: بشار، داصحابو د ژوند پلوشی.
  • رافت الباشا، عبدالرحمن – ژباړن: عظیمی ، عظیم الله. د پېغمبری مکتب ریښتنی اتلان.
  • دکتور ، نیازی ، مصطفی: د اسلامی امت د کمزورتیالاملونه او د هغه څخه دخلاصون لاره.
  • ډاکټر ، سرجانی راغب ، ژباړن : زاهدمل ، عصمت الله ، اندلس دفتحی ترسقوطه.
  • دکتوراحمد شاکر، ژباړن : صلاح ، سلطان محمود، ننۍ اسلامی نړۍ.
  • ډاکټر، جریشد، محمدعلی ، ژباړن: مولوی سرفراز، جانباز، اسلامی نړۍ نن سبا.
  • علوان ، عبدالله ناصح ، ترجمه : مصطفایی مولود ، آنچه که هرجوان باید بداند.
  • العالم ، جلال ، ژباړن : سلطان ، صلاح ، محمود، غربیان د اسلام پر وړاندی.
  • ډاکټرحمیدالدین ، ژباړن : مولوی ، منلی، زین الله ، د اسلام تاریخ.
  • مولانا ، محمدزکریا، ژباړن: مولوی حماد ، عبدالهادی ، د مسمانانو د وروسته والی یوازنی علاج.
  • علی ندوی ، ابوالحسن، ژباړن : لټون ، فضل مولا ، پر بشری نړۍ د مسلمانانو د لوړتیا او زوړتیا اغیز.
  • ISLAH. ONLIEN.COM

[1] البته داسلامی نظام د نه موجودیت په صورت کی مسلمانان کولی شی چی په اسلامی اصولو برابر یو اسلامی تحریک او تنظیم جوړکړی ترڅو داسلامی نظام د حاکمیت لپاره لاره هواره کړی

[2] هیره دی نه وی چی د نورو د علمی نوښتونو څخه استفاده د اسلام د نظره جایز بلکی ضروری ده صرف د اسلامی فرهنګ په مقابل کی د پردو فرهنګ قبولول صحیح کار ندی.

[3] خلاصه داده چی د اسلام له نظره په کارونواو علومو کی داسی تقسیم نشته چی دا دنیوی او هغه نور آخروی دی بلکی ټول کارونه چی د شریعت مطابق او نیت او ارده دالله (جل جلاله) رضا وی آخروی دی هغه که د ساینس زده کول وی او یا مزدوری کول.

[4] د نوروتاریخ لوستل او دنورو د تجاربو څخه استفاده کول عیب نه دی البته د خپل تاریخ هیرول یوه ستره جفا ده، نو د نورو د تاریخ څخه مخکی د خبل تاریخ په اړه پوره معلومات لرل ضروری دی.

[5]بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا)الایه سوره الحج (ولولادفع الله الناس

[6] ویثبت اقدامکم

[7] ولیعلم الذین نافقواولیمحص ما فی قلوبکم ویتخذمنکم شهدا،ویعلم الصابرین

[8] درجات منه

[9] الذین امنوایقاتلون فی سبیل الله والذین کفروایقاتلون فی سبیل الطاغوت

[10] وان الله علی نصرهم لقدیر

[11] ومن یرتدمنکم عن دینه فیمت

[12] وجنات لهم

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!