تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د واکمنۍ د کابو کونې لارې چارې   سریزه: په ټولنې کې سیاسي قدرت یوه مهمه مساله ده چې له لرغونې زمانې راهیسې د فیلسوفانو او اندیالانو ورته پام دی او په اړه یې تیورۍ رامنځ ته شوي دي. دا چې سیاسي قدرت څنگه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د واکمنۍ د کابو کونې لارې چارې

 

سریزه:

په ټولنې کې سیاسي قدرت یوه مهمه مساله ده چې له لرغونې زمانې راهیسې د فیلسوفانو او اندیالانو ورته پام دی او په اړه یې تیورۍ رامنځ ته شوي دي. دا چې سیاسي قدرت څنگه کابو کړای شو او له یو واکمنه بوت جوړ نشي او سیاسي استبداد رادبره نشي په سیاست پورې اړوند کارپوهانو د سیاسي قدرت د کابو کونې لارې چارې راښوولي دي؛ موږ دلته د یوه دیني اندیال شننې پښتو ژباړه دروړاندې کوو چې د پوهنتون زده کړیالان، د سیاسي او ټولنیزو سازمانو غړي په خپلو درسي ناستو پاستو کې گټنه ترې کړای شي.

 د واکمنۍ د کابو کونې لارې چارې

« دلته له اخلاقو سره د سیاسي قدرت په تړاو خبرې کوو په ټولنه کې ډېر قدرتونه شته: دیني – روحاني قدرت، تبلیغي قدرت، علمي قدرت، د تکنالوژۍ قدرت (واکمنۍ) چې دا قدرتونه یو له بل سره په تعامل او انډول (تعادل) کې دي.

سیاسي قدرت داسې دی چې کله پر ټولو قدرتونو – لږ تر لږه په ښکاره ـ سیوری اچوي، برلاسي مومي او نور تر خپلې ولکې لاندې کوي؛ نو په همدې پار سیاسي قدرت تل تر نورو قدرتونو حساسیت زیږی دی[1]. فیلسوفانو، اندیالانو، لیکوالو او شاعرانو په ټولنه کې تر شتو قدرتونو ډېر د سیاسي قدرت په اړه خبرې کړي او بې پاره هم نه ده، چې د فلسفې یوه ستره څانگه د سیاسي فلسفې په نامې شتون لري، چې آریزه موضوع یې د «قدرت تیوري = نظریه» ده. ددې فلسفې یو له مهمو ویینو ځنې د سیاسي قدرت د کابو کونې څرنگوالی دی او دا ځکه چې سیاسي قدرت په خپل ذات کې پراختیا غواړی دی، ځان ته پوله نه پېژني او که کابو نشي، ډېرې فاجعې رادبره کوي؛ نو ځکه، د قدرت کابو کونه تل د هرې بریالي تیورۍ یوه له اجزاوو ده، چې د قدرت او عدالت په باب وړاندې کېږي.

د قدرت په باب ذهن ته ړومبی دا مطلب راځي چې څنگه یې کابو کولای شو؟ له کومې لارې د قدرت کره کونه او کابو اسانه ده؟ او دا په واقع کې سیاسي قدرت ته اخلاقي مخامخېدنه ده. قدرت فاجعې زیږولو ته، ذاتي څوبتیا لري، داسې فجایع چې له یو لړ اړخونو سل په سلو کې اخلاقي فجایع دي؛ نو ځکه د سیاسي قدرت کابو کونه، پوره اخلاقي کار دی؛ نو په دې پار دلته اخلاق او ارزښتونه خبرې ویلو او ونډې لوبولو ته چمتو دي.

قدرت، ډېر وسوسه گر دی. عادلترین وگړي که پر واک کېنوئ او د قدرت پر آس یې ورسپاره کړئ، ژر یا روسته یې عدالت څپڅپاندېږي او رورو یې له لاسه وځي. د وگړیو د ازمېښت ښه ډگر دادی چې دوی ته واک ورکړئ او له سیاسي ځواکمنی یې برخمن کړئ او روسته ووینئ چې له دې واکمنۍ سره څنگه چلېږي او واک یې له ځان او ذهن سره څه کوي.

په دې ویینه کې تېرو ته اشاره او د لید لوریو سنجونه یې یو گټور بحث دی. په شاعرانو کې، سعدي د قدرت په باب، حساس و، او د ناصح په توگه به یې پاچایانو او واکمنو ته نصیحت کاوه، چې له خپل قدرته ناوړه گټنه ونه کړي. په پوره مېړانه او په خپل تعبیر یې په گستاخۍ او سپین سترگتوب یې نصیحتونه کول:

نه هرکس حق تواند گفت گستاخ – سخن ملکی است سعدی را مسلّم

سعدي چې مخامخ پاچایانو ته توندې او سختې خبرې کړي او دوی ته یې «امر و نهې» کړې، ښايي بل هیڅ ناصح او شاعر نه وي کړي د سعدي نظریه دا وه، چې خپله پاچا ته نصیحت کړای شو چې البته دا نظریه له بېخه باطله ده یا لږ تر لږه نن داسې پوهېدلي یو، لکه چې ښايي بریالی نه ده. سعدي پاچا ته ویل:

تو بر تخت سلطانی خویش باش – به اخلاق پاکیزه درویش باش

نن د قدرت تیوري راته وايي چې دغسې یو څیز یعنې ملنگ خویه پاچا، علی الاغلب یا کله هم، شونی نه دی او دغسې یوه پېښه به رامنځ ته نشي. همدا چې څوک مو له بې پایه او بې مهاره قدرته برخمن کړ، یو قدرت ترې اخلئ، چې دا د عدالت پلي کولو قدرت او ملنگي کول دي. نو ځکه دا یو تناقض ډولی (پاراډوکسيکل) چار دی؛ ځکه له یوه تنه پوره متضاد، مانعه الجمع او په ټکر کې دوه څېزه غواړي. البته خپل سعدي هم پردې مطلب پوه و، او په «بوستان» کې یې په دې باب پرېمانه خبرې کړي دي. لکه د شام ښار په اړ و دوړ کې چې یو بوډا بندي کوي، بوډا وايي، ددې گردو مسایلو جرړه پاچا ته ور رسي:

بگفت: ار نه سلطان اشارت کند – که را زهره باشد که غارت کند

مطلب یې دادی چې په یوې استبداد او سر زورې ټولنې کې چې ټول واک له یوه تن سره وي، د گردو اړودوړونو د مشورې سر د مخروط له څوکي سره نښلېږي.

سعدي په ټولنه کې دا ناخوالې لیدې او پوهېده چې په راس کې یو لاسبری واکمن ناست دی او د پېښو سرلړی دی. مع الوصف پاچا ته یې ویل: ناکابو کېدونی هوس دې کابو کړه او له واکه ناوړه گټنه مه کوه؛ خو مهم ټکی دادی سعدي لیدل چې قدرت، بالقوه یا بالذات، ددې آفاتو مستعد او وړتیا درلودونکی دی او همدا چې د یوه تن په لاس کې شو، له دننه به یې فساد راووځي او د زور او قوت له صندوقه او له یو چا سره چې واک راغونډ کړای شوی وي، بې له لعنت او آفته بل څه نه راوځي.

حافظ البته له قدرته تښتېده؛ ځکه هم قدرت ته له ورنژدې کېدو ډارېده او هم یې قدرت له ډاډمنۍ سره ټکر باله:

سلطان و فکر لشکر و سودای تاج و گنج

درویش و امن خاطر و کنج قلندري

در شاهراه جاه و بزرگی خطر بسی است

آن به کزین گر یوه سبکبار بگذری

او یا یې ویل:

شکوه تاج سلطانی که بیم جان در او درج است

کلاهی دلکش است اما به ترک سر نمی ارزده.

او په عین حال کې نصیحت یې کاوه:

شاه را به بود از طاعت صد ساله و زهد

قدرت یک ساعت عمری که در او داد کند

خو مولانا بلخي تر ټولو اوچت و. د قدرت آفت یې په ډاگه لیده او توصیه یې هم له قدرته څنډې ته کېدنه وه؛ خو نه په دې پار چې د ملنگۍ پر پل روان شي؛ بلکې په دې پار چې په قدرت کې د فساد زیږونې ذاتي وړتیا او استعداد شته:

اژدها را دار در برف فراق – هین مکش او را به خورشید عراع

تا فسرده می بود آن اژدهات – لقمه ی او یې چو او پا بد نجات    (مثنوي)

مولانا ویل فکر مه کوئ که یو – دوه کپه د قدرت اژدها ته ورواچوئ؛ نو دا وحشي ځناور به، موړ، قانع او ارام شي؛ دغسې نه ده؛ بلکې ښه به وږی، اشتها به یې راولاړه او لا به حریص شي؛ نو ځکه څنډې ته شئ او هډو د قدرت خوا ته مه ورځئ؛ ځکه د قدرت کابو کونه او عدالت پلې کونه شونې نه ده. د مولانا له نظره غوره لار دا وه چې:

مر بشر را پنجه و ناخن مباد – که نه دین اندیشد آن گه نه سداد   (مثنوي)

غوره ده چې د بشر نوکان تیز نه وي، ښه ده چې هډو کاري او تېره وسله ونه لري؛ نو غوره ده له بېخه انسان د قدرت خوا ته ولاړ نشي؛ ځکه دا اژدها لومړی خپله انسان او روسته نور ښوی تېروي.

لیدل کېږي چې ددې مشرانو سپارښتنه له قدرته څنډې ته کېدنه وه. دوی په قدرت کې دغسې ذاتي فساد زېږونه تشخیص کړې وه، او په همدې دلیل، له نظره یې د قدرت اخلاق له قدرته څنډې ته کېدنه او قدرت قدرت غواړیو ته ورپرېښوول و، چې څه غواړي او ویې کړي؛ نباید سترگور انسان په پټو سترگو د آفت او فساد ددې سرچینې خوا ته ورشي.

خو ولې قدرت فساد زیږی دی؟څرگنده ده چې قدرت په وگړي کې، ډېر فساد راولاړوي. په نړۍ کې کم کس به وي چې ددې ظرفیت ولري چې زیات قدرت ور وسپارل شي او دا بیا هم هماغه وي چې مخکې و. تاریخي څېړنې ښیي ډېری کسانو چې واک نیولی، د ډول ډول فسادونو سوړه پکې ده. هر قدرت همدغسې دی؛ یعنې یوازې سیاسي قدرت نه دی چې فساد راولاړوي، مالي قدرت او علمي قدرت هم فساد زیږی دي. ډېر کسان شته چې علم یې ډېرېږي انسانیت یې راټیټېږي؛ یعنې یو څیز په بل څیز بدلوي. مولانا د علم او وس مغرورانو ته د نوح علیه السلام د زوی قصه راوړي:

کاشکی او آشنا ناموختی – تا طمع در نوح و کشتی دوختی   (مثنوي)

کاشکې د نوح علیه السلام زوی دا دومره ناڅیزه علم زده کړی نه وای، چې پر خپلې نیمگړې پوهې پر اتکا د نوح د ژغورنې له بېړۍ نه پاتېده او د خپل هلاکت موجبات یې نه رادبره کول. همدغسې ده:

بد گهر را علم و فن آموختن – دادن تیغی به دست راهزن   (مثنوي)

علمي قدرت او مالي قدرت، د توپان په څېر نیمگړي او کم ظرفیته انسانان د بوسو د ډکي په څېر له ځان سره وړي.

مر سفیهان را رباید هر هوا – ز آنک نبود شان گرانی قوا

هو؛ سیاسیي قدرت، له نورو قدرتونو سره توپیرونه لري او دا توپیرونه دي چې اړ کړي یو په اړه یې ډېر حساسیت او ننگېرنې وښیو. سیاسي قدرت اولا او بالذات ستروونکی دی؛ یعنې یو څیز په ډېرو لویو ضریبونو کې ضربوي. فرض کړئ خپل دوست ته یو دروغ ووایم، دا دروغ د همدې دوو تنو په برید کې پاتېږي؛ خو که د یو دولت رئیس، واکمن، پاچا یا جمهور رئیس یو دروغ ووايي؛ دا نو یوازې یو دروغ نه؛ بلکې میلیونو نه دروغ دي. په همدې دلیل مهم دي او له لامله یې فساد راولاړېږي. که تاسې یو تن یاست چې په ټولنه کې ټول غوږ درته ږدي یا باید غوږ کېدی؛ نو که یو دروغ ووائي، د ټولنې د وگړیو شمېر هومره مو دروغ ویلي دي. که کوم خیانت وکړئ ددې ټولنې د نفوسو هومره مو خیانت کړی دی؛ نو ځکه د کړنو عواقب او پایلې به مو ډېرې سترې وي. په هر ځای کې چې سیاست کارېږي همدغسې دی؛ نو ځکه د سیاست ذاتي خاصیت او ځانگړنه، ستروول دي داسې چې یوه بدي، ډېره سترېږي او البته یوه نیکي هم، ډېره سترېږي. سیاسي هوډونه هم، لویی لویی هوډونه دي چې په اسانۍ یې بدلولای نشو. لکه د جگړې یا سولې لپاره هوډونه.

کله چې د قدرت له دریځه، کومه خبره یا کوم کړه وړه کېږي، د خبرې یا کړنې منځپانگه له هغې خبرې یا کړنې سره ډېر توپیر کوي چې له وگړیز دریځه یي وايي یا کوي. دا هماغه څېزونه دي چې د سیاسي قدرت پر وړاندې حساسیت ډېر اوچتوي او په همدې دلیل دې ډگر ته د اخلاقو ورننوتل خورا لازموي. کله چې یو څیز ډېر اهمیت او حساسیت پیدا کړ؛ نو د اخلاقو شتون پکې اړینېږي.

مهمترین عنصر چې د سیاست فیلسوفانو د اپلاتون له وخته تر ننه د قدرت کابو کونې لپاره په سوچ کې نیولی، «عدالت» دی، چې یو ستر سپېڅلی «اخلاقي – سیاسي» مفهوم و. عدالت، یو ستر رانغاړونکی مفهوم دی چې د بشري «عمل» او «نظر» دوه سترې څانگې  یې تر لاس لاندې دي:

د اخلاقو څانگه او د سیاست څانگه. کوم ارزښت او فضلیت چې هم پر سیاست حکم چلوي او هم د اخلاقو پر نړۍ، د عدالت ځانگړنه او فضلیت دی. عدالت، سیاسي قدرت کابو کوي او بلخوا اخلاقي فضایل تعریفوي او په همدې پار د اخلاقو یو شمېر عالمان گروهن دي، څه چې د اخلاقي فضایلو تر نامې لاندې لیکل کېږي، له عدالته راسپړل کېږي، په دې مانا چې هر نېک کار ته عادلانه ویلای شو او هر بد کار ته ناعادلانه، لکه خدمت، عادلانه دی او خیانت نا عادلانه او پر همدې پرتلنه.

ښه، عدالت څه دی؟ عدالت ډې تعریفونه لري؛ خو د عدالت دوه مهم عنصرونه دي چې ټول فیلسوفان پرې یوه خوله دي: لومړی یې «صدق» دی یا زما په تعبیر سم پوهي = درست داني ده؛ یعنې له پېښې سم مالومات درلودل. یوه محکمه په پام کې ونیسئ چې تورن او شاکي پکې د قاضي پر وړاندې دعوا مطرحوي. قاضي د عدالت لپاره لومړی دا کار کوي، چې ځان سم وپوهوي چې څه پېښ شوي دي؛ نو ځکه د سمو مالوماتو تر لاسه کولو لپاره، له شهودو، علمي ازمېښتونو، وکیل او لاسوندونو گټنه کوي، چې د بشري وس په برید کې ځان ته د پېښې انځور روښانه کړي. ولې؟ دا ځکه قاضي که غواړي په عدالت حکم وکړي، که پوه نه شي چې په رښتیا، څه پېښ شوي، شاکي او تورن، کوم یو رښتیا وايي؛ نو په دې حال کې د عدالت پلي کولو شونتیا ورته نه پاتېږي؛ نو د عدالت عملي کولو لپاره لازم لومړی شرط دادی چې له پېښې سمه پوهېدنه شتون ولري.

دویم عنصر « د رستگاري = سم چار» ده. لکه که یو قاضي یاست شونې ده پر حقیقت پوه شئ؛ خو له مخې یې پرېکړه ونه کړئ. شونې ده ځاني غوښتنې او تمې درباندې لاسبرې شي. او له خپلې پوهې سره سره د حق پر خلاف پرېکړه وکړئ؛ نو ځکه لږ تر لږه په عدالت کې دوه عناصر شته: سمه پوهېدنه او سمه کړنه؛ یو علم او بله تقوا او دا دواړه هغه حد اقل او لږ تر لږه دي چې په عدالت پلي کولو کې ورته اړمن یو.

هېوادوالو ته سیاسي آزادي لازم ده، نه یوازې په دې دلیل چې حق یې دی؛ بلکې په اوچت دلیل، دا ځکه په سیاسي آزادۍ کې، د ټولنې له پېښو سم مالومات تر لاسه کېږي چې د ازادۍ په نشتون کې، نه تر گوتو کېږي. دا یو مهم ټکی دی. یو بریالی حکومت ، سمو مالوماتوته اړتیا لري. باید پوه شي چې خلک څه غواړي، په زړونو کې یې څه تېرېږي او څه وايي. کافي نه ده یو شمېر وگوماري چې ولاړ شي او له خلکو مالومات راټول کړي، دا سمه نه ده. خپله خلک که ازاد وي، لږ و ډېر دا چارې څرگندوي او وايي چې څه فکر کوي. ازادي چې د خلکو د خوالو څرگندوونکې، ښودونکې او راسپړونکې ده تر ماښامنی یو حکومت ته خورا لازمي ده. ازادي په عدالت کولو کې یو ستر عنصر دی. کوم واکمن چې وغواړي عدالت وکړي؛ خو سم مالوت ورسره نه وي، عدالت نشي پلی کولای. د یو عادلانه حکومت لومړی واجب شرط، سم مالومات درلودل دي، چې دا هم د خلکو د ازادی په ولکه کې دي؛ نو ځکه دا چې کله ویل کېږي ازادي د عدالت یوه برخه ده، یو مانا یې داده چې عدالت، د ټولو حقوقو ورکړه ده او ازادي هم د خلکو د حقوقو یوه برخه ده؛ نو ځکه باید ورکړه شي. خو دا چې ازادي د عدالت شرط دی په دې مانا ده چې عادل وگړي ته د عدالت کولو شونتیا ورکوي او د صدق او سمې پوهېدنې عنصر ورته تأمنیوي. په دې مانا، هره ټولنه چې عدالت غواړي، ازادي پکې ډېره مهمه ونډه پیدا کوي. البته ازادي هم مرتبې او درجې لري، له سیاسي ټیټې کچې پیلېږي او تر اوچتو مرتبو ورغځېږي ان د انساني نفس ډگرونو ته هم ورننوځي؛ خو په عمومي کچه او ټولنیز ډگر کې، البته سیاسي ازادي د عدالت کولو لپاره لازم شرط دی.

دویم عنصر «سم چاري» وه چې روزنه دلته ستره ونډه لري. انسان ان که پوه شي چې کوم څیز سم دی او کوم کار حق دی، شونې ده د بېلابېلو دلایلو له مخې حق لتاړ کړي او نالیدلی یې وگڼي او ستمکار شي او د عدل پر خلاف وچلېږي. ټول راښیي چې د اخلاقو او سیاست اړیکه له کومه پیلېږي او څنگه کوشېرېږي.

له آره د قدرت کابو کونې لپاره، عدالت ته اړتیا لري. دا یو ټکی دی چې ټول فیلسوفان او اندیالان پرې یوه خوله دي او لکه چې مې وویل عدالت هم پوهې او ازادۍ ته اړتیا لري او همدغسې سم چارۍ لپاره روزنې او له مالوماتو سمې گټنې ته اړتیا لري؛ خو اوس پردې پوښتنې لگیا کېږو چې آیا عدالت یو دیني ارزښت دی که نه؟ دا هم د سوچ وړ یو ټکی دی.

په نظر مې که ادیان د خلکو اخلاق تامین نه کړای شي، هیڅ نه په کارېږي؛ یعنې د دیني ښوونو نچوړ او د پېغمبرانو د موخو آریزه منځپانگه، د یوې اخلاقي ټولنې رادبره کول و. ټول آوامر او نواهي چې په شریعت کې راغلي، کوم خدای (الله) چې اوڅار دی چې ترې وډار شي، قیامت چې ویل شوی هلته خلک پکې د خپلو کړنو بدلې او سزا ویني، که دا راټول کړو، یو بنسټیز ټکی ترې راووځي او هغه دا چې دا ټول د وگړي او ټولنې  د اخلاقي روزنې په چوپړ کې دي، داسې که یو دین د وگړیو په اخلاقي روزنې بریالی نشي، باید وویل شي چې دا دین، نابریالی او نه منونکی دی. که ادیان د انسانانو اخلاقي توب ته څه خدمت ونشي کړای؛ نو هیڅ خدمت یې نه دی کړی او یو مخې خپل ټولنیز اهمیت له لاسه ورکوي. دین، د اخلاقو چوپړیال دی او که د اخلاقو خادم نه وي؛ نو څه ونډه او گټه نه لري.

په ټولنو کې د اخلاقو ونډه تردې بریده ده چې مدني ټولنه په دې پار منو چې ښه اخلاقي ده. نامدني ټولنه د اخلاقو د تخم لپاره حاصل خیزه نه ده. موږ استبداد او سر زوري نه منو؛ ځکه غیر اخلاقي دي او په یوې استبداد ځپلې ټولنې کې اخلاقي وده ناشونې ده؛ په دې ټولنه کې د انسان وگړه نه غوړېږي او ټول مریان، نوکران، ذلیل او بې وگړې – بې شخصیته کېږي. په مقابل کې، غیر استبدادي ټولنه خوښوو او درانه ورته وینو؛ ځکه اخلاقي وده پکې اسانه ده. په اندېزو ټولنو کې چې کومې اخلاقي ژمني وینئ، دیني اړمونه لري؛ یعنې له تېرو یې په میراث کې ورپاتې دي او انسانان اړباسي چې د زړه له کومي یو اړخ ونیسي اوبل ته ورشا کړي او هر کار روا ونه بولي.

په ساده وینا اخلاق دادي: «داسې نه ده چې هر کار روا وي؛ بلکې ځینې چارې ناروا دي». که څوک گروهن و، چې هر چار روا دی او په رښتیا یې دغسې فلسفه درلوده، ددې نامه «بې اخلاقي» ده.

اخلاق هغه دي چې وايي ځینې چارې جایز او ځینې جایز نه دي. دین د اخلاقو اړم او ملاتړ کېدای شي او تر اوسه یې د بشري ټولنو په تاریخ کې دا ونډه لوبولې ده. باید آگاهانه او  په ځانخبرې ډول دا ونډه پیاوړې او څړبنه کړو؛ دا ځکه چې دین خپل آریز مقام پیدا کړي. داسې باید ونشي چې د دین او سیاست ترمنځ اړیکه له منځه ولاړه شي او مړه شي. دا اړیکه نه یوازې نه پرې کېدونی ده؛ بلکې نباید پرې شي، ځکه د اخلاقو اړمېدای شي او اخلاق د عدالت اړم دی او عدالت قدرت کابو کوي.»

د لویی خدای په کرم و فضل په هېواد کې «اسلامي جمهوري دولت» د یو غونډال – نظام په توگه چلېږي؛ له نړیوالو سره مو سیالي ده، چې نظام لرو، بهرنۍ اړیکې لرو، له نړیوالو سره راشه درشه لرو، په دننه کې هم دوه ځل پارلماني ټاکنې او درې ځل د جمهوري ریاست ټاکنې شوي؛ او په ټول کې د ملي، سیمه ییز او نړیوال هویت درلودونکي یو. اوس دې د گردو هېوادوالو، په تېره روښانفکرانو، عالمانو رسنیو او د مدني ټولنو فعالانو هڅه دا وي چې د نظام د پیاوړي کېدو لپاره او دا چې له ټولنې د بې عدالتۍ جرړې راوایستل شي، په مضبوط او گړندۍ فرهنگي مبارزې پیل وکړي، چې اولس مو د بی عدالتۍ له زولنو آزاد او په مړه خېټه اسلامي قوانین پلي او خدای ونمانځي. دغسې هغه عوامل چې په دننه کې د نظام د بې ثباته کولو لپاره  په نامريی ډول غورځي پرځي کوي په دې مبارزې یې سوړي ټپولای شو.

[1] پر مارکسېزم د گوتنیوونکیو یوه نیوکه داوه، چې مارکسېزم د قدرت کابو کونې ته کومه تیوري نه درلوده، گومان یې کاوه همدا چې د کارگر طبقه چې حق ده او واگې یې تر لاسه کړي؛ نو څه چې وايي حق دي او خلکو ته به عدالت، نېکمرغي او جنت رادبره کړي. حال دا په عمل کې دې مطلقه قدرت، فاجعه وزیږوله او حقیقت دادی چې مارکس وړاندوینه چې گروهن و د بې طبقې یعنې بې دولت ټولنې پر لور به  پر مخ ولاړ شي، رامخې ته نشوه؛ بلکې نوموړي مطلق قدرت، پر کمونیستي ټولنې داسې سلطه برلاسي او واکمني پیدا کړه، چې ښايي ساری یې په نړۍ او تاریخ کې مو لیدلی نه وي. په مارکسېزم کې د قدرت کابو کونې ته کوم مکانېزم نه و او همدې چار، قدرت کابو نه کړ او ټولو ډگړونو ته یې ورودانگل او گرد ټولنیز بنسټونه یې ښوی تېر کړل.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!