بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ موږ زماني موجودات یو حضرت علي (ک) د ليک په پیل کې امام حسن (رض) ته کاږي: من الوالد الفان المقر للزمان المدبر العمر، المستسلم للدهر الذام للدنيا الساكن مساكن الموتى و الظاعن عنها غدا الى المولود المومل ما لا يدرك السالك سبيل من قد هلك… = د هغه پلار […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
موږ زماني موجودات یو
حضرت علي (ک) د ليک په پیل کې امام حسن (رض) ته کاږي:
من الوالد الفان المقر للزمان المدبر العمر، المستسلم للدهر الذام للدنيا الساكن مساكن الموتى و الظاعن عنها غدا الى المولود المومل ما لا يدرك السالك سبيل من قد هلك… = د هغه پلار له لوري، چې (دغه ځانګړنې لري؛) د پناه په درشل کې د زمانې په تېرېدو منښته – اعتراف کوي، عمر يې خوړلى او د تېرو په هستوګنځي کې هستوګن دى، چې سبا ترې کډنېږي،هغه زوى ته هيلمن دى، چې څه ترې لاس ته نه راځي، پر داسې لار درومي، چې په نېستۍ پاى ته رسي….
دلته امیرالمؤمنین علي (ک) ځان لپاره اوه ځانګړنې او زوی ته یې څوارلس ځانګړنې په نښه کړي دي.
دلته د ړومبیو ځانګړنو په شرح لګیا کېږو:
« هغه پلار چې ګروهه لري فاني دی او د زمانې پر ځواکمنۍ اعتراف کوي[1]»
د امیر المؤمنین دا تعبیرونه ډېر څرګند او خورا اورېدوني دي.
په حقیقت کې دلته یې د ځان بشروالی او خاورین والی څرګند کړی دی.
مالک اشتر ته هم لیک په دې عبارت پیلوي: « له عبدالله – د خدای بنده – مالک اشتر ته»
دا تعبیر ډېر سوچ راولاړوونکی دی او په حقیقت کې د علي (ک) سیاسي تیوري څرګندوي، چې په رښتینه کې د خدای بندګي، او پر همدې بنسټ د نورو چارو جوړول دي.
علي(ک) په دې لیک کې له بلې درېڅې ننوتی، او لیک یې په دې څرګندونو پیل کړی؛ منښتی – معترف یم، چې روزګار له پښو راغورځولی یم، او په دې سیالی کې د سیال پر بریا منښته – اعتراف کوم. خپله فنا منم او پوهېږم چې د مړیو په کور کې ناست یم، او سبا به له دې ځایه وکوچېږم.
په بله وینا، امام زوی ته ددې ځانګړنو پر وریادلو وریادوي، چې د یو ناصح په توګه مهمترینه ځانګړنه مې دا ده، چې یو انسان یم او د هستۍ د قوانینو په جال کې راګېر یم. باید دا ځانګړنه ستا په سترګو او ذهن کې ښه کېني او خبرې مې د یو ازمېیلي او د پېښو له بټیو د یوه راوتلې انسان خبرې وګڼه.
امیرالمؤمنین په لیک کې ړومبی د زمانې پر لاسبری منښته – اعتراف کړې، چې روزګار له پښو راغورځولی او د دنیا پېښو رام او بې شېمې کړی یم، ددې خبرې مانا دا نه ده، چې د باطلو پر وړاندې په هیڅ اقدام لاس نه پورې کوم؛ یا د ظالمانو پر وړاندې چوپ خوله یم؛ بلکې مطلب دا دی، هغه احکام او قوانین چې نورې خاورینې تنې رانغاړي، ما هم رانغاړي.
زه فاني یم، نه باقي. راغلی یم، چې ولاړ شم، نه دا چې پاتې شم. او دا چار زما د بشري جوړښت په پار دی. فاني والی مې په واک کې نه دی؛ بلکې د خدای راکړې تنې د زوالیدوونکي جوړښت غوښتنه ده.
لنډه دا چې یو پلار په دغسې ځانګړنو، تشخیص او معترف دی او خپل زوی ته لیک کاږي.
علي(ک) کټ مټ دا ځانګړنې خپل زوی ته هم په ګوته کوي:
غرض الاسقام و رهينه الايام و رميه المصائب و عبد الدنيا و تاجر الغرور و غريم المنايا و اسير الموت و حليف الهموم… = په دنيا کې ورته د ناروغيو مخه ده،د روزګار ګرو دى او کړاوونو په نښه کړى دى،پر دنيا بوخت دى، د چلي دنيا سوداګر، د پوپنا کېدونکيو پوروړى، د مرګ بنديوان، غمونه يې مل، د کړاوونو تر بريد لاندې دى….
زموږ د انسانانو ژوند له دغسې چارو سره غوټه شوی دی. موږ انسانان له غم، مرګ او کړاو سره مل یو او ترې خوشې کېدای نشو.
موږ زماني موجودات یو
دا ګردې چارې ددې پایلې دي، چې موږ زماني موجودات یو؛ یعنې د کلمې په دقېقې مانا «زماني توب» زموږ د وجود په تل کې ایښوول شوی دی. زمان (وخت) مو له مخې نه تېرېږي؛ بلکې دا چې موږ تېرېږو، وخت تېرېږي. په حقیقت کې موږ تېرېږو او ورستېږو.
په دباندېنی نړۍ کې، زمان له زماني موجوداتو مستقل څیز نه دی.
وخت (زمان) د نسیم په څېر نه دی چې پر موجوداتو ولګي او تېر شي، یا د رڼا په څېر نه دی چې پرې ولګي. بلکې زمان د مادي موجوداتو د جوړښت په تل کې دی؛ نو ځکه په تېرېدو دی؛ نو ځکه بې له دې څه چاره نشته چې موجودات سوکه سوکه وراسته شي او زوال ومومي.
موږ ټول باید منښته – اعتراف وکړو، چې په دې مانا روزګار ته تسلیم او زمانې له پښو راغورځولي یو او ددې سیال پر وړاندې مو ډال اچولی دی.
علي(ک) د لیک په پیل کې، پوره پوره څرګندنې یې، د امامانو او ولیانو د تنو د ناروغۍ او نه زوالېدو په اړه موهومې او بې بنسټه تیوری او نظریات ابطال کړي دي.
له خدایه غواړو، چې په موږ ټولو کې د عاقبت وینۍ روح راپو کړي. موږ دې په خپلو بندګانو کې وشمېري، پر اسلامي امت دې د خپلې لورنې ورونه ورپرانیزي، او توفیق دې راکړی چې له نفس سره مبارزه او پر خلکو مینه او لورنه وکړو.
[1] ابن ابی الحدید د «مقرّ للزمان» په شرح کې کاږي، چې امام علي(ک) (وخت) زمانه خپله سیاله ګڼلې، او بیا وايي چې ما ددې سیال پر وړاندې ډال اچولی او منښته – اعتراف کوم چې دا راباندې برلاس شوی او راڅلمولی یې یم.