تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ايمان او زغم؛ د نېكمرغۍ دوه لاملونه إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿ فصلت۳۰﴾ = په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

ايمان او زغم؛ د نېكمرغۍ دوه لاملونه

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿ فصلت۳۰﴾ = په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پرښتې پرې وركوزېږي (او ورته وايي): ((مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او په هغه جنت خوشحاله شئ، چې ژمنه یې درسره شوې وه!

 دا آيت په خپل هر اړخيز تعبير، ټولې نېكۍ او ښه خويونه رانغاړي: ړومبى، پر خداى زړه تړل او ټينګ ايمان پرې پيدا كول، ورپسې ټول ژوند ته د ايمان رنګ وركول او د ايمان پر چورليز يې راوړل.

 ډېر كسان دي، چې له خداى سره د مينې خبرې كوي؛ خو په عمل كې زغم نلري؛ دوى سست او كمزوري وګړي دي، چې كله د شهواتو له توپان سره مخ شي؛ نو له ايمان سره پېلنه – مخه ښه كوي او په عمل كې مشركېږي او چې ګټې یې په خطر كې لوېږي؛ نو هماغه كمزورى او لږ شانته ايمان هم له لاسه وركوي.

په يو حديث كې لولو، چې پېغمبراكرم (ص) ددې آيت تر لوست روسته وويل: ((يوې ډلې دا خبره وكړه، بيا ډېرى يې كافر شول؛ خو چې څوك دا خبره وكړي او د مرګ تر شېبې ورباندې پاتې شي؛ نو ورباندې له ملازمانو دى)).

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) وايي:

زغم  او وقار دوې ښې ځانګړنې دي . ( صحيح مسلم)

چارې په وقار ترسره کول،د خداى له لوري دي او پکې بيړه کول د شيطان له لوري دي . (ترمذي)

ښه خوى،چارې په وقار او ډاډ ترسره کول او منځلاري د پېغمبرۍ (نبوت) د څلروېشتمې برخې يوه برخه ده . (ترمذي)

زغم  نيم ايمان دى .( بحار ٨٢/١٣٧)

“زغم” ايمان ته داسې دى؛لکه سرچې تنې ته وي . ( کنز ٣/٢٧١)

له دوو خويونو ځان وساتئ : له نه زغم او ناغېړۍ . (فقيه ٤/٣٥٥)

زغم اوحوصله د خداى ده او بيړه د شيطان . ( المحاسن ١/٢١٥٩)

زغم او وقار(مړانه) دوه ښه ځانګړنې دي . ( صحيح مسلم )

پوهه د مؤمن ملګرې ده،زغم يې وزير دى،عقل يې دليل او حجت دى،کړنه يې لارښود دى،لورنه يې پلار دى،نېکي يې ورور دی او زغم يې د لښکر بولندوی دی . ( بحارالانوار  ٦٦\٣٦٧)

پرهېزګاري عزت دى،زغم ښکلا ده او صبر د سپرلۍ ډېره غوره وسيله ده .( مستدرک الوسايل  ١١\٢٦٣)

زه زغم ته مرکز،کړنې ته کان او صبر ته هستوګنځى يم . (پورته سرچينه ١١\٢٨٩)

افسوس کول زغم  ته زيان او آفت دى . ( بحارالانوار  ٦٦\٣٨٩)

د خداى تعالى حياناک،زغمناک اوعفاف ښه ايسي.(الکافي ١\١١٢)

د مؤمن ايمان هله بشپړېږي،چې دا درې ځانګړنې ولري :زغم چې له ناپوهۍ يې منع کړي . تقوا چې له ګناه يې وژغوري او لورنه،چې دوستي يې ښه کړي . ( مستدرک الوسايل  ١١\٨٨)

که په چا کې درې څيزونه نه وي؛نو هيڅ کړه يې نه ټینګېږي : تقوا چې له ګناه يې منع کړي .خوى چې له خلکو سره چلن وکړي او  زغم، چې د ناپوهه ناپوهي ورته پرمخ ووهي .( الحضال  ١\ ١٤٥ )

زغمناک د “دنيا او اخرت” ښاغلى دى . ( کنز ٣/ ١٢٩ )

عقل پر درېو برخو وېشل شوى دى،که چا درلودې؛عقل يې پوره دى او که نه عاقل نه دى : د خداى تعالى ښه پېژندنه،ښه طاعت او مننه او پر الهي لارښوونو ښه زغم.( الخصال ١/ ١٠٢ )

پوهه په زده کړه ترلاسه کېږي او زغم په زغملو او څوک چې “ښه” غوره کړي؛ ورته ورکول کېږي او څوک چې هڅه وکړي ځان له بدۍ وژغوري (؛نو) ژغورل کېږي .)) (تخريج زين الدين ابي الفضل العراقي لا حاديث کتاب احياء  علم الدين غزالي ٣\١٧٦)

په جنت کې يو مقام دى،چې يوازې عادل واکمن،پر خپلوانو زړه سواند او زغمناک عيالوار ورته رسېداى شي . ( الحضال ١\ ٩٣)

علم د ايمان ښه وزير دى . زغم د علم ښه وزير دى .ملګرتوب د زغم ښه وزير دى  او صبر د ملګرتوب ښه وزير دى . ( الجعفريات : ٨٨مخ )

علم،ايمان،ته ښه مرستندوى دى او زغم،ايمان ته ښه مرستندوى دى او نرمي زغم ته ښه مرستندوى دى او نرمخويي چلن ته ښه مرستندويه ده. ( قرب الاسناد ٢\٣٢مخ )

دوه غرېبې کلمې دي،چې ويې زغمئ : د ناپوهه د حکمت خبره ومنئ او د حکيم له ناپوهه خبرې تېر شئ . ( من لايحضره الفقيه ٤\٤٠٦)

په زغم د غوسې د غړپ تېرول او په صبر د مصيبت د ګوټ زغمل د خداى لوري ته ښې لارې دي .( الکافي ٢\١١٠)

څوک چې په غوسه کې له زغمه کار واخلي؛نو د خداى مينه پرې لازمېږي .( مشکاة الانوار : ٣٠٩مخ )

د زغمناک درې نښې دي : ( ١) نه تمبلېږي ( ٢) نه غوسه کېږي ( ٣) له خپل پالونکي شکايت نه کوي ؛ځکه د تمبلۍ پرمهال د(نورو) حقوق ضايع کوي،چې غوسه شي،شکر نه باسي او له خپل پالونکي،چې شکايت وکړي ؛نو ګناه به يې کړې وي .( علل الشرايع ٢\٤٩٨)

څوک چې خپله غوسه وزغمي،حال داچې غوسه کړاى شي؛نو پاک خداى پرې د قيامت پر ورځ غږ کوي،چې له “حورالعين” غوره کړه. (نووي ١ / ٧٩)

روژه نيمايي زغم دى . ( نهج الفصاحه : ١٨٥٥ )

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!