تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عام الفيل پېغمبر (ص) د مور په ګېده کې و، چې پلار يې،عبدالله ومړ د پېغمبر(ص)  د زوکړې پر کال «ابرهه» د حبشې پاچا له يو ستر لښکر او جنګي فيلانو سره د بيت الله ورانولو ته له يمن څخه مکې ته راوخوځيده.عبدالمطلب د مکې غرونو ته وخوت، لاس په دعا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عام الفيل

پېغمبر (ص) د مور په ګېده کې و، چې پلار يې،عبدالله ومړ د پېغمبر(ص)  د زوکړې پر کال «ابرهه» د حبشې پاچا له يو ستر لښکر او جنګي فيلانو سره د بيت الله ورانولو ته له يمن څخه مکې ته راوخوځيده.عبدالمطلب د مکې غرونو ته وخوت، لاس په دعا شو، ويې ژړل، خدای يې دعا قبلوه کړه او خدای د ابرهه پر لښکر توتکۍ (ابابيل) ورولېږلې او ټول يې هلاک کړل.

دا داستان په عربي ټاپو وزمې کې مشهور شو او د عبدالمطلب د ځانګړي درناوي لامل شو.

عربو دې کال ته «عام الفيل» ووايه او لکه څنګه چې وويل شو، پېغمبر (ص) پرهمدې کال نړۍ ته راغی.

حضرت(ص) ړومبی د خپل نيکه، عبدالمطلب تر پالندوينې لاندې و، لا کوچنی و چې مور يې بي بي امنه ومړه او چې اته کلن شو، نيکه يې ناروغ او د خپل لمسي محمد(ص) پالندوينه يې خپل پتیالي زوی «ابوطالب» ته ور وسپارله او بيا ومړ.

د ابوطالب مشري

تر عبدالمطلب وروسته، زوی يې ابوطالب د قريشو مشر شو. ابوطالب پرهماغه کال د نورو قريشو په څېر شام ته د سوداګرۍ لپاره ولاړ او خپل وراره، محمد (ص) يې هم له ځان سره ملګری کړ. په دې سفر کې د نصاراوو راهبانو په محمد (ص) کې د خاتم پېغمبر نښې او ځانګړنې وپېژندې او ابوطالب يې له دې داستان ځنې خبر کړ، همداراز نوموړی یې وډار کړ هسې نه چې وراره ته يې يهودان زیان ور ورسوي او ټينګار يې وکړ، چې ډېر ژر دې مکې ته ورستون شي او خپل وراره دې له خپل ټبره دباندې نه وباسي او د ده په ساتنه کې دې هڅه کوي. ابوطالب مکې ته راستون شو او د پېغمبر (ص) په ساتنې کې يې خورا غورزي پرزې کولې.

پېغمبر چې ۲۵ کلن شو، د قريشو له خورا شتمنې ښځې «خديجې» بي بي سره يې واده وکړ او شتمنه کورنۍ شوه. پرهغه کال چې په مکه کې سخته سوکړه راغله پېغمبر (ص) له خپل تره ابوطالبه وغوښتل چې زوی يې علي (ک) ور ورسپاري، چې کور ته يې راولي او تر خپلې پالندوينې لاندې يې ونيسي ابوطالب د خپل وراره خبره ومنله[1] او کوچنی علي د پېغمبر تر پالندوينې لاندې د پېغمبر په کور کې وروزل شو.

د حجرالاسود ايښوول

د کعبې خونې ديوالونه لانډه، تر يوه قده لږ لوړ او بې چهته وو. دننه يې يوه څاه وه، چې د کعبې خزانه پکې پرته وه. د پېغمبر (ص) په ۳۵ کلنۍ کې غلو دا زېرمه لوټ کړه، قريش اړ شول، چې د کعبې خونه نوې جوړه کړي. د کعبې جوړول يې پر ټبرونو وويشل چې کله د حجرالاسود ايښودو وار راغی، په خپل ځای کې د ورايښوو پر سر يې د قريشو د ټبرونو ترمنځ لانجه رامنځ ته شوه، (هر ټبر هڅه کوله، چې د دې امتياز خاوند شي) په پای کې ټبرونه جګړې ته چمتو شول، چې که هر ټبر برلاس شو، نو حجرالاسود به ږدي.

په دې وخت کې د قريشو ډېر بوډا؛ مغيرة بن عبدالله مخزومي، په مسجدالحرم کې را ټول شويو قريشو ته وويل:  د قريشو ټبرونو! که څوک همدا اوس جومات ته راننوځي؛ نو منځګړی يې کړئ او څه يې چې ويل، خبره يې ومنئ ټولو دا وړانديز ومانه.

سترګې د جومات وره ته وې، چې د عبدالمطلب لمسی، محمد بن عبدالله(ص) جومات ته راننوت ټولو په لوړ غږ وويل:

هذالامين رضينا، هذا محمد

«دا محمد امين دی او پرمنځګړتوب يې راضي يو»

چې پېغمبر (ص) ورغی او له پېښې خبر شو ويې ويل: يوه ټوټه راولئ، ټوټه يې راوړه پېغمبر (ص) په خپل لاس حجرالاسود پکې کېښود، بيا يې وويل: هر ټبر دې د دې څادر يوه برخه ونيسي او ډبره دې پورته کړي او د حجرالاسود ځای ته دې يې ورسوي، چې داسې يې وکړل، پېغمبر (ص) ډبره په خپل لاس واخيسته او پر ځای يې ورکېښووه او مخ یې ور جوړ کړ او دا شخړه په دغسې حکمت په ښو پای ته ورسېده[2].

کتابيان، خاتم الانبياء(ص) ته سترګې پر لار

خدای تعالی خپله پېغمبران د خاتم پېغمبر(ص) له نښو او ځانګړنو خبر کړی وو: د زوکړې ځای يې د اوسېدنې ځای يې د بعثت او هجرت د زمانې نښې يې، په اندامونو کې يې نښې، په سلوک اوچلن کې يې ځانګړنې او هغه امتيازات يې چې په شريعت کې و… ټول يې ويلي او پېغمبرانو ته يې امر کړی و، چې دا ګردې ځانګړنې دې خپلو امتونو ته ورڅرګندې کړي او له خپلو امتونو دې ژمنه واخلي که کله دا پېغمبر له دې ځانګړنو او صفاتو سره مبعوث شو؛ نو ايمان پرې راوړي.

پېغمبرانو دا ګردې ځانګړنې او صفات خپلو امتونو او وصيانو ته ويلې وې، همداراز په اسماني کتابونو او هغو کتابونو کې چې د پېغمرانو وصيانو د اسماني کتابونو په شرح کې ليکلي وو، دا چارې ښه په تفصيل ثبت او ضبط شوې وې.

دا چې دا معلومات او مطالب له هغو چارو څخه وو، چې د دوی دنيوي ژوند ته يې چې اسماني کتابونه يې اړول، څه زيان نه رساوه، دا ټول مطالب په دې کتابونو کې روغ رمټ او سالم پاتې او اړول شوي نه وو او د يهودو او نصارا له عالمانو سره وو.

د يهودو او نصارا عالمان چې چېرې وو، دا روايات او اخبار يې په تفصيل ويل له دې ځنې هغه معلومت وو، چې دوی  عبدالمطلب او ابوطالب(د پېغمبر نيکه او تره) ته شرح کړي وو.

د يهودو عالمانو هم په مدينه کې دا معلومات خپاره کړي وو او خبر يې ورکړی و، چې دا پېغمبر به دې ښار ته هجرت وکړي؛ نو ځکه ابوطالب د پېغمبر(ص) تر بعثت وروسته دا چار بياځلي په خپلو اشعارو کې وايه او همداراز مدينوال په مکه کې له پېغمبر(ص) سره په ليده کاتو کې پوه شول، چې دا هماغه پېغمبر دی، چې یهوديانو يې په باب خبرې کولې او ايمان يې پرې راووړ.

[1] تاريخ الطبری: ۳ټ، ۱۱۶۳مخ، اروپا چاپ.

[2] ابن هشام، السيرة النبوية: ۱۱ټ، ۲۰۴- ۲۱۰ مخونه، حديث بنيان الکعبة

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!