بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ «جبر و اختیار» او «قضا وقدر» «جبر و اختیار» بې له «قضا وقدر» دی «قضا و قدر» له جبر و اختیار سره فاحش او څرګند توپیر لري. دې ټکي ته زموږ یو شمېر حکیمانو هم ښه پام وراړولی دی. ارواښاد سید جمال الدین افغاني په خپلو لیکنو او خبرو اترو کې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
«جبر و اختیار» او «قضا وقدر»
«جبر و اختیار» بې له «قضا وقدر» دی
«قضا و قدر» له جبر و اختیار سره فاحش او څرګند توپیر لري. دې ټکي ته زموږ یو شمېر حکیمانو هم ښه پام وراړولی دی.
ارواښاد سید جمال الدین افغاني په خپلو لیکنو او خبرو اترو کې یادونه کوله چې «جبر و اختیار» له «قضا و قدر» سره یو و نه ګڼئ ؛ خو له دې مطلبه پایله مه اخلئ، چې انسانان مجبور دي.
« اختیار» د انسان په کړنو یا افعالو پورې اړوند دی او «تقدیر» په هستۍ کې د خدای مدیریت دی
د سید جمال الدین افغاني په څیر تیز ذهنو ته ددې مانا راسپړنه او ورباندې پوهېدنه ستونزمن چار نه و؛ خو ډېری عقلونه یې په بېلولو کې بېوسې دي.
د مطلب ساده بیان دادی چې «اختیار» د خدای د «تقدیر» یوه برخه ده؛ نو ځکه اختیار درلودل له تقدیر سره ټکر نه مومي. الهي «تقدیر» یعنې هغه کړلار چې خدای یې نړۍ او هستۍ ته لري. موږ انسانان د قدر له خوالې او رازه ناخبره یو، یعنې نه پوهېږو چې ولې خدای هستی چې دغسې ده، پنځولې ده. دا سنبالښت – مدیریت او کړلار، د خدای تقدیر دی او په جبر و اختیار پورې هیڅ تړاو او ارتباط نلري. جبر و اختیار د انسان په کړنو پورې اړه لري نه د هستۍ په جوړښت پورې. د هستی او عالم جوړښت، ددې یا هغه بشري وګړي کړه وړ نه دي.
په «جبر و اختیار» کې خبره پردې ده، ایا موږ هر یو انسان چې یو کار کوو مختار یو یا مجبور. خو دا ویینه چې ولې نړۍ په دې ځانګړي ډول جوړه شوې، یا ولې د ځمکې جوړښت دا ډول دی، ولې انسان، ذهن، بدن او روح لري او په څېر مثالونه یې، د انسان په کړو وړو پورې تړاو نلري؛ نو ځکه په دې ډګر کې، د جبر و اختیار ویینه روانه نده. دا چارې د انسانانو د کړنو له ولکې وتلې دي او په رښتینه کې په هستۍ کې د خدای کړلار ده. خدای غوښتي چې یوه ډله موجودات خځنده شي، یوه ډله الوتونکي، یوه ډله پرښتې او یوه ډله انسانان شي. او که بل ډول پیدایښت ته یې اراده کړې وای؛ نو البته هستي په بل ډول کېده. په دې ډګر کې د جبر و اختیار ویینه مانا نلري. دلته د الهي کړنو ډګر دی او دا به بې مانا وي چې وویل شي موږ د مجبوریت له مخې په دې بڼه شوي یو او په انسان کېدنه، شته کېدو او نارینه یا ښځینه کېدو کې مختار نه و او باید خدای ړومبی د پیدایښت په کار کې سلا مشوره راسره کړې وای! له پیدايښت وړاندې څوک نه و، چې خدای سلا مشوره ورسره کړې وای. د مشورې لپاره لومړی باید موږ وپنځوي او بیا سلا مشوره راسره وکړي؛ نو ځکه باید یو ځل بې مشورې دنیا ته راشو؟
هو، د پیدایښت آر، د جوړښت اصل او د هستی نظم یو هم د جبر و اختیار په ډګر کې نه راځي. دا چارې په هستۍ کې د خدای کړلار ده. خدای په هستۍ کې موخه او یو غرض لري او هستي یې له دې موخې سره موافق او اړخ لګوونکې جوړه کړې ده.
د خدای تقدیر دادی: د هستۍ دغسې کېدل او هستوګن یې. په دې ډګر کې د مثال په توګه نشو ویلای چې خدای خاوره پیدا کړه او شعور یې نه دی ورکړی؛ نو ظلم یې ورباندې کړی دی. له آره د خدای تر لورنې او عنایت مخکې، څوک حقوال نه و، چې د حق په ضایع کونه یې یو ظلم رادبره شي. څه چې خدای کړي، عین وجود او فیض یې دی. په دې مقام کې د ظلم و عدل او یا جبر و اختیار په اړه خبره نشو کړای، یوازې د خدای له موخې سره یې د اړخ لګولو او موافقت په باب خبره کړای شو؛ یعنې پوښتلای شو چې ایا هستي پر هغه لوري ځي خدای یې غواړي او څه یې له لاسه ندي وتي؟ خدای په قرآن کې وايی:
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ(انفال/۵۹) = او كافران دې ګومان نه کوي (چې په دې كړنو) مخکې شوي (او زموږ د سزا له ولکې وتلي دي)؛ ځكه هغوى (خداى) نشي بېوسې كولاى!
کافران دې ګومان نه کوي چې را نه به مخکې شي، نه دې انګېري چې د چارو واګې مې له لاسه ایستلای شي او هستی هغې لوري ته وځغلوي، چې نه یې غواړو او خپلو موخو ته له ورسېدو مو خنډ شي.
دا انګېرنې مازې توهم او د ماشومانو خیالونه دي. هستي دقیقاً پر هماغه بهیر روانه ده چې خدای غواړي. د خدای تقدیر او پیدایښت د خدای له موخې سره پوره مناسب (او همغږي) لري. اختیار یا جبر په رښتینه کې د هستۍ له برخو یوه برخه ده؛ یعنې که خدای موجودات مجبور پیدا کړي وي، دا چار یې د تقدیر یوه برخه ده او که موجودات یې مختار پنځولي وي، بیا هم یې د تقدیر یوه برخه ده.
جبر و اختیار د خدای د تقدیر پر وړاندې نه دې؛ بلکې د تقدیر په زړه کې یې ځای نیسي او یوه برخه یې ده نه ورسره په ټکر. که په فرض جوت کړو چې انسانان مختار نه دي، په رښتینه کې د الهي تقدیر یوه برخه یې بیان کړې ده او که ثابت کړو چې انسانان مختار دي؛ بیا هم د الهې تقدیر یوه برخه یې څرګنده کړې ده. دا یو چار هم د خدای تقدیر نه نقضوي.
د بشري تاریخ بهیر اختیاري دی او له الهي تقدیره سره اړخ لګوي
هستي یوازې د خدای په تدبیر او ارادې پنځول شوې او جوړښت یې هم د خدای د غوښتنې له مخې دی. د بشر تاریخ هم اختیاري او هم له الهي تقدیر سره موافق دی. خدای (ج) ويلي یو زیات شمېر خلک مې جهنم ته پنځولي دي:
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (اعراف/۱۷۹)= او په رښتینه كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛خو څه پرې نه اوري؛ هغوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي . (هو) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي )
یعنې انسانان په داسې یو ډول کار کوي چې په پایله کې دوزخ ته ورځي؛ خو دا مطلب په هیڅ ډول له اختیار سره په ټکر کې نه دی، پخپله دا واقعیت چې جنت او جهنم شته او یوه ډله به په اختیار جنتي او یوه ډله به دوزخي شي، عین الهي تقدیر دی؛ یعنې خدای انسانان داسې پېدا کړي چې په نهایت کې ځيني جنتیانېږي او ځینې دوزخایانېږي. علي(ک) ویلي:
الامر بالطاعه و النهى عن المعصيه و التمكين من فعل الحسنه و ترك المعصيه والمعونه على القربه اليه و الخذلان لمن عصاه و الوعد والوعيد و الترغيب و الترهيب كل ذلك قضاء الله فى افعالنا و قدره فى اعمالنا ( بحارالانوار،۵ټ،۹۶مخ)
« پر طاعت امر او له ګناه نهې، د نېکچاری چمتو کونه، د بد چاری پرېښوونه، له تقرب لټوونکیو سره لاسنیوي، له ګناهګارانو سره مرسته نه کول د خدای زېری او ګواښنه، دا ټول د خدای قضا و قدر دی چې زموږ په کړو وړو کې بهېږي.»
دا مانا په عین اهمیت درلودو کې، کله ډېر روسته په ذهن کې کېني؛ ځکه انسانان د استیلا او لاسبرۍ هوس لري او ټول نیوکه کوو چې ولې د عالم واګې راسره نه دي؛ خو ښه ده چې انسانان له ځانه وپوښتي چې که په فرض د عالم واګې مو په لاس کې وای، تر خدایه مو کوم ښه کار کړای شو. په هستۍ کې چې انسان خپل بشري عقل په مرسته کومه طرحه واچوي، د الهي تقدیر یوه برخه ده او په رښتینه کې د خدای له طرحو به یوه طرح وي.
مهمه دا ده، چې پوه شو که په محال فرض بشر، خدای شي، بیا به په ځانګړي تقدیر او بې له چا سره په مشورې هستي جوړه کړي. هو الهي قضا ته د غاړه ایښوو مانا دا ده چې انسان وپوهېږي، هستي یو مدیر لري او دا مدیر یوه کړلار او نخچه لري او هستي ددې او هغه په هوس نه تنظېمېږي او خدای په هستۍ کې د خپل حکمت له مخې چلېږي. موږ انسانان هم د خدای د نخچې یوه برخه یو او که حکمت یې نه غوښتل، موږ به هم نه وو، موږ ټول انسانان که مؤمنان شوو یا کافران یا هډو شته اوسو یا نه د خدای د موخې په پلي کېدو کې څه تغییر نه پېښېږي.
گر جملهى كائنات كافر گردند بر دامن كبرياش ننشيند گرد
نو ځکه د خدای قضا ته غاړه ایښوونه؛ یعنې د هستی د نهایي نظم پر وړاندې سرغاړی نه کول:
سركش مشو كه چون شمع از غيرتت بسوزد دلبر كه در كف او موم است سنگ خارا
د خدای د تقدیر پر وړاندې سرغاړي، به انسان په الهي غیرت وسوځوي.
پایله دا چې د تاریخ حرکت او بهیر، په رښتینه کې د الهي تقدیر څرګندول دي او د انسان اختیار ددې تقدیر یوه برخه ده. نو ځکه د اختیار مانا دا نه ده چې انسان د دنیا او تاریخ نظم، چوکاټ او دېوالونه ونړوي یا خپل څرنګوالی په خپله وټاکي. دا چارې د اختیار له ولکې وتلې دي. د اختیار یا جبر موضوع هله موضوعیت مومي، چې بشر د خدای د تقدیر له مخې خپل ځانګړی جوړښت پیدا کړی وي. تردې روسته، د بشر ارادې، څوبتیا، درک، د تمیز د قدرت درلودو او… په پار اختیارمنېږي او په دې مقام کې هم باید پاملرنه ولرو، چې د انسان د واک یا اختیار د کړۍ محدودیت له بې اختیار والي سره یې په ټکر کې دی. انسان نباید وانګېري چې دا اختیارمن موجود دی، نو په هستۍ کې ټول هوسونه پلي کولای شي. د انسان واک او اختیار محدوده کړۍ لري او باید موږ انسانان ومنو چې کمزوري موجودات یو.
انسان د خپل واک و اختیار به محدودې کړۍ کې حقیقتاً مختارېدای شي
اوس پوښتنه داده چې ایا انسان په دې محدودې کړۍ کې واقعاً مختار دی یا نه؟
موږ انسانان حقیقتاً مختار یو او له یو مختار موجوده مو هیڅ کم نه دي (مختار؛ یعنې هغه موجود چې په ارادې او رضایت کړه وړه ترسره کوي، مرید والی کافي نه دی، رضایت هم شرط دی، داسې رضایت چې په کراهت ورمخکې وي؛ یعنې دویمه درجه رضایت)؛ خو اختیار یا مختاریت یو چار دی چې زیاتی کمی لري. ډېری انسانان له اختیاره؛ د هستۍ له قوانینو ازادېدل یا په دننه او دباندې نړۍ کې هوسناکه تصرف انګېري. دا یوه هم د اختیار مانا نه ده. په تېره اختیار د « د ارادې د ازادۍ» پر مانا هم نه ده. د « ارادې ازادي» په فلسفه او کلام کې یوه زړه افسانه ده او ډېری یې بېلاریتوب ته ورټېل وهلي دي. ډېری متکلمانو (په تېر وخت او نن کې) په نااګاهانه ډول اختیار د ارادې ازادي تعریف کړی او بیا یې له بل ځایه منله چې ازاده اراده نشته (دا چې اراده معلول ده او د خپل علت ایل او تابع ده او ازادي نلري)؛ نو دلته له ستونزې سره مخامخېدل او بیا یې هواري ته له دوو لارو یې یوه خپلوله:
لومړی لار دا وه چې له اختیاره نټه – انکار وکړي؛ ځکه اختیار یې د ارادې ازادي ګڼلې وه او د ازادې ارادې نشتوالی یې هم زباد کړی و. دویمه لار داده چې علیت نفې کړي او ووایي له علیته ازادي؛ نو ځکه ازاده اراده شتون لري ،چې په دې توګه اختیار تامین او خوندي کړي. دې ډلې د ارادې ازادۍ زبادلوته په نامعقولو خبرو لاس پورې کړ او د جبر و اختیار بحث له تصدیقونو یا نامعقولو انکارونو ډک یا ډېر تیاره او اندسوزی دی.
په هستی کې هیڅ «ازاد» موجود نشته؛ نو ځکه د «ارادې ازادې» هم نلرو
البته دا بحثونه په اسانۍ نه فیصله کېږي او غوټه یې په اسانۍ نه پرانستلېږي. په ویینه کې یوازې دا سوچ ناک ټکی یادوم، چې باید اختیار د ارادې له ازادۍ جلا کړو. حقیقت دادی چې په هستی کې هیڅ ازاد موجود نشته؛ یعنې د ممکناتو (شونتیاوو) په نړۍ کې داسې موجود موندای نشو چې د احکامو تابع د علت یا علتونو ایل نه وي او له وجودي سریزو او ماهوي مقوّماماتو ازاد وي؛ ځکه په دې حال کې، باید له «بودن= شتوالي » څخه تېر شو او صرف نظر ترې وکړو. په دې مانا د هستی ټول موجودات غیرازاد دي (یعنې ازادي نلري)؛ نو ځکه د ازادې ارادې په نامې کوم موجود هم نشته، په تېره اراده د اراده کوونکي شخصیت له قیده ازاد نه ده. لږ تر لږه، هر ځانګړی وګړی د خپلو ځانګړتیاوو په تناسب (او تړاو) ځانګړې ارادې او څوبتیاوې لري. هغه کسان چې د ښوونې او روزنې لار یې خپله کړې، وار له مخکې یې منلې، چې اراده د شخص د شخصیت (وګړې) له قیده ازاد نه ده او شخصیت پر ارادې باندې خپله ټاپه وهي.
کوم انسان چې بد روزل شوی، د بدو چارو اراده به وکړي او اپوټه؛ نو ځکه د ارادې د ازادولو هوس، یو ناصواب هوس دی او له بیخه ناشونی دی. خو البته دا خبره د اختیار د نفې پر مانا نه ده. «اختیار» په ویینه کې سم بهیر دادی چې دا مقوله د «ارادې له ازادۍ» جلا کړو. په ګومان مې اختیار درلودل مساوي دي د بل تر زور او امر لاندې نه اوسېدنه (غیر ته نه مقهور کېدنه ده). هغه موجود چې هویت او وګړه یې خوندي ده، یو مختار موجود دی او هغه موجود چې وګړه یې خوندي نده؛ بلکې د بل موجود تر قهر (زور او امر) لاندې وي، مختار موجود نه دی.
زموږ چارې که اختیاري وي یا جبري له ارادې سره مل دي. موږ هم په خپلو اختیاري کارونو کې اراده کوو او هم په خپلو جبري کارونو کې، توپېر یې دادی چې په یوه ځای کې موږ په خپله اراده کوو او په بل ځای کې د بل په قهر او زور اراده کوو. که څوک په خپله اراده وکړي، اختیارمن (او مختارانه) دی او که د بل په زور راپاڅي، مجبور (او مجبورانه) دی؛ نو ځکه هغه موجود چې د بل تر زور (او قهر) لاندې نه وي راغلی، مختار دی او چې راغلی وي مجبور دی. دا قاهر (زورور) موجود کله ښکاره وي او کله پټ.
خدای مختار دی، مانا یې څه ده؟
خدای پر همدې مانا مختار دی؛ ځکه پورته کوم قاهر (زورور) ترې نشته. او دا اختیار د وجود له وجوب سره هیڅ ټکر نلري. هو که اختیار له امکان سره (د فلاسفه وو په وینا) یا د علیت له نشتون سره ( دیو شمېر متکلمانو په وینا) او یا د متضادو کششونو له شتون سره ( د یو شمېر اوسنیو او لویدیزوالو په وینا) ملازم وبولو، د الله پاک د اختیار په څرګندونه او تبیین کې به له ستونزې سره مخ نشو. خدای بالرضا یا بالتجلی فاعل دی او همدا یې د اختیار مصحح دی او هر بالرضا فاعل همدغسې دی.
د « اختیار» پلي کول د «خپل» او «پردي» د پولو په پېژندو کې رانغاړل شوی
په واقع کې ټوله ویینه د «خپل» او «پردي» پولو ته ورګرځي، یعنې باید په ګوته کړو، چې زه تر کوم ځایه «خپل» یم او تر کوم ځای روسته خپل نه یم، او یو «پردی» را کې راننوتی دی. کله چې ځان مو له پردي پاک کړی وي او پردی دننه او دباندې راباندې واکمن نه وي او موږ پخپله یو او پخپله؛ نو اختیارمن یو، او هر کار چې کوو، خپله مو کړی دی.
موږ له مختاروالي تردې ډېر څه نه غواړو؛ نو ځکه د جبر او اختیار ترمنځ پوله، د «خپل» کړ (فعل) او «پردي» کړ ترمنځ پوله ده. که په خپله یو کار وکړم، مختار یم او که بل زما په لاس کار وکړ؛ نو مجبور یم؛ یعنې په رښتینه کې دا کړ(فعل) ما نه دی کړی، که څه په ظاهره زما په لاس شوی دی؛ نو ځکه باید پام مو وي چې د جبر و اختیار پوله، د ارادې د ازادۍ او نه آزادۍ پوله نه ده، د « خپل» او «پردي» پوله ده. انسان که ځان له پردي پاک کړي، مختار دی او که پردی ورباندې واکمن وي، مجبور دی، که څه ازادي احساس کړي یا وننګېري.
د پردیو ډولونه
دا «پردي» دوه ډوله دي: ځینې پردي په رسمي توګه انسان له دباندې ګواښي او مجبوروي یې. د دې ډلې پېژندنه اسانه ده؛ خو بله ډله پردي د انسان په زړه کې کېني او خپل یا د خودۍ رنګ اخلي، داسې چې انسان په خپله موندای نشي چې له «خپل یا خودي» موجود سره مخ دی یا له «پردي» سره. د «اختیار» لازمه د دې پټو پردیو دباندې ایستل او ځان ترې پاکول دي او مهم ټکی دادی چې رذایل له انسانانو سره پردي دي؛ نو ځکه د مختاروالي لپاره، باید ځان ترې سوچه او پاک کړو. پردي، انسان په ظاهره ازاد ښیي او خپلې چارې په ده کوي؛ خو دا، اختیار نه دی. د اختیار حقیقت یعنې له نورو او پردیو ازادېدل او د ځان نږه او سوچه کېدل دي. هر موجود په کومه کچه چې له نورو ښه پاک او نږه وي، ښه د خپل ځان دی؛ نو ځکه ښه مختار هم دی؛ او په کومه کچه چې نانږه دی؛ له نورو سره ګډوله دی؛ نو ځکه به هومره نامختاره وي. له دې ټکي ښه سبق زده کولای شو: انسان د دې لپاره چې اختیار والا شي باید د پردي له شره د ژغورېدو په لار کې ګام واخلي؛ او د دې ژغورنې ړومبی شرط، د پردي پېژندنه ده او دا د سقراط له حکمته ډکه خبره ده، چې د تاریخ او بشري فلسفې له سباوونه ویل شوې ده: «ځان وپېژنه» او هم د علي (ک) وینا ده چې:
« من عرف نفسه كان لغيره اعرف – څوک چې ځان وپېژني، پردی به یې ښه پېژندلی وي» (غرر الحکم)
موږ انسانان د اختیارمنېدو لپاره ځان پېژندنې ته اړین یو، ځکه د مختاریت پلي کېدو ته باید پردی له ځانه وشړو او د دې موخې لپاره باید «خپل یا خودي» او «پردی» وپېژنو او یو له بله یې بېل کړو، چې هسې نه د صوفیانو په څېر د پردیو د دفع او تمبونې لپاره پر خپلې «خودۍ» چلیپاو راګاږو. زموږ ډېری صوفیانو غوښتل چې پردی وباسي او البته یوه ښه او مبارکه موخه وه؛ خو دوی نفس هم له انسان سره پردی ګڼه؛ نو ځکه یې تمباوه. دا له هغو دریځونو دی چې راښيي بشریت د شرایع ښوونې او تعلیم ته محتاج دی؛ یعنې انسان باید د شریعت له ښوونځي زده کړي چې د «خودي یا خپل» او «پردي» پوله کومه یوه ده.
موږ انسانان خپلواکۍ ته – هم دباندې او هم دننه – اړمن یو، چې پردي وشړو. د دې چار شرط هم د خپل او پردي پېژندنه ده، چې له چا سره هم جنسه یو او له چا سره ناهمجنسه؛ نو ځکه موږ انسانان باید لږ لږ د خپل او پردي د پېژندو لپاره مخکې ولاړ شو او سوکه سوکه ځان له پردیو پاک کړو. او البته دا بهیر ناپایه دی. یعنې ځان پېژندنه یو چار دی، چې سوکه سوکه سمون مومي او ځان سینګارونه هم همدغسې ده؛ نو مختاریت هم همدغسې دی؛ نو مختاریت او مجبوریت هغه چارې دي، چې کمی زیاتی (شدت او ضعف) مومي او مرتبې لري، دا هم په دې شرط چې ددې چار اندېښمني راسره وي.
هغه انسان چې د ځان پېژندنې په لټه کې نه دی او په عین حال کې له واک او اختیاره خبرې کوي؛ نو هسې لاپې شاپې کوي. یوازې هغه په ټینګه د اختیار خبرې کړای شي چې د ځان پېژندنې اندېښمني ورسره وي او لږ لږ او د پرېمانه کړاوونو په زغملو ځان راوسپړي او پردی وپېژني. او بیا د پردیو پر وړاندې غیرت وکړي او ویې شري. له انسان سره د غلیم ړومبی کار، د ده د اختیار سلب او له منځه وړل دي. او اختیار یوه مرغلره ده چې خدای انسانانو ته ورډالۍ کړې ده. غلیم او پردي د انسان د هستۍ ډګر ته ورننوځي او ځای د اختیار پلي کولو ته تنګوي او کله تر دې بریده ورمخې ته کېږي، چې یو شیطان ځپلی، مسخ شوی، له ځان لرې شوې او له ځانه پردی انسان رادبره کوي، داسې چې خپله وګړی نور نه پوهېږي چې چېرې او د چا په پښو کې بلهار یا قرباني شوی دی.
در زمين مردمان خانه مكن كار خود كن كار بيگانه مكن
كيست بيگانه تن خاكى تو كز براى اوست غمناكى تو
تا تو تن را چرب و شيرين مىدهى جوهر خود را نبينى فربهى
(مثنوى، دویم دفتر، 263 -265 بیتونه)
خپل کار کول، بې له پردي کار کولو دي، او دا ټکی زموږ د عارفانو له هوښیارۍ ځنې دی. شونی ده چې انسان د عمر ته پایه د پردیو په بېګار کې وي او انګېري چې د ځان خدمت کوي.
د «اختیار» د حقیقت پلي کول نادر دي؛ خو په اړه یې خبرې پرېمانه دي
ډېری خلک د پرېمانه اختیار په باب خبرې کوي او افراطي لېوالتیا ورسره ښکاره کوي؛ خو د اختیار له حقیقته لږه برخمني لري. که داسې پېر راورسي چې انسانان پردي له ځانه وشړي او لږو ډېر یې ځان ته ورپام شي؛ نو ښه اختیارمن به شي او البته تاریخ به یې هم تر هغه څه چې دی، خورا پاک وي. له انسانانو سره د رذایلو پردیتوب او له رذیلته ډک د تاریخ طبیعي والی نباید ناسازګاره ویناوې وګڼل شي. رذایل هومره انسان ته طبیعي دي لکه مېوو ته چې داغمې وې. مېوه د مېوې والي له امله داغمه کېږي او که تېږه وه؛ نو نه داغمه کېده. انسان هم همدغسې دی، یعنې رذیلت د انسان بې واسطې عارض دی. په عین حال کې، رذیلت رذیلت دی؛ یعنې بد دی او باید وتمبول او وغندل شي. او بدوالي یې هم له انسان سره د پردیتوب په پار دی او انسان هله ښه انسان او اختیار والا کېږي، چې له رذایلو ښه پاک وي.
له خدایه غواړو چې زموږ روزګار په طاعت او خپل خدمت کې تېر کړي، زموږ لاسونه دې ونیسي او د خیر لارو چارو ته دې یې ورسیخ کړي او توفیق دې راکړي چې له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه وکړو.
-
ټیګونه:
- « اختیار» د انسان په کړنو یا افعالو پورې اړوند دی
- www.andyal.com
- اختیار او د ارادې آزادي
- اختیار څه ته وايي
- انسان د خپل واک و اختیار به محدودې کړۍ کې حقیقتاً مختارېدای شي
- ایا اختیار د ارادې په مانا دی
- ایا انسان اختیار لري
- ایا انسان مختار دی
- ایا په هستې کې آزاد موجود شته
- ایا جبر او اختیار د خدای د تقدیر پر وړاندې دي
- ایا د بشر تاریخ اختیاري دی
- په هستی کې هیڅ «ازاد» موجود نشته؛ نو ځکه د «ارادې ازادې» هم نلرو
- جبر او اختیار
- جبر څه ته وايي
- د اختیار د حقیقت پلي کول
- د ارادې آزادي څه ته وايي
- د انسان اختیار
- د انسان واک او اختیار
- د جبر او اختیار او د قضا او قدر ترمنځ توپیر
- د جبر او اختیار په اړه د سید جمال الدین افغان نظر
- د جبر او اختیار تشریح
- د جبر او اختیار معنی
- د خدای قضا ته غاړه ایښوونه
- د قضا او قدر او جبر و اختیار تشریح
- د قضا او قدر تشریح
- د قضا او قدر سپړنه
- قضا او قدر
- قضا او قدر ته غاړه ایښودنه
- قضا او قدر څه ته وايي