تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ آیا پر نېکيو امر او له بديو منع د ازادۍ خلاف چار دی ازادي سپېڅلې ویی – کلمه ده چې تر سيوري لاندې يې په زرګونو ناوړه او ناسپېڅلي کارونه ترسره شوي دي. د ازادۍ مانا دا نه ده چې د چا چې څه زړه غواړي؛نو هغه به کوي؛ځکه دا کار […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

آیا پر نېکيو امر او له بديو منع د ازادۍ خلاف چار دی

ازادي سپېڅلې ویی – کلمه ده چې تر سيوري لاندې يې په زرګونو ناوړه او ناسپېڅلي کارونه ترسره شوي دي. د ازادۍ مانا دا نه ده چې د چا چې څه زړه غواړي؛نو هغه به کوي؛ځکه دا کار له عقل سره اړخ نه لګوي او هېڅ وګړى، ټولنه او رژيم هم ورته غاړه نه ږدي. د الهي قانون،عقل او فطرت په چوکاټ کې ازادي سمه ده او که داسې نه وي؛ نو ګډوډي، بې بندوباري، سرخوږی، سرغړونې او په سل ګونو نور آفتونه به رامنځ ته شي. که ماشومان مو ازاد پرېښوول؛نو د ځمکې پر مخ به يو انسان هم پاتې نشي؛ځکه ماشومان تل له خطر سره مخ وي او په يو ډول ځان له منځه وړي. که ازادي کابو نشي؛نو يوه تيګه به هم پر بلې تيګې پاتې نشي. په ټولنېز ژوند کې ازادي بايد د ټولنې د روغتيا او د پراخو مقرراتو پر بنسټ معنا شي او نه ښايي شخصي ازادي د نورو ازادي تر پښو لاندې کړي او که چا له خپلې ازادۍ ناوړه ګټنه وکړه؛ بايد کابو شي .

خجالت :

کله ناکله پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول اروایزه سرچينه لري. سړى خجالت اوباسي او حيا کوي .دا ډول حيا په اسلامي روايتونو کې غندل شوې او که څوک پرې اخته وي؛نو د تمرين له لارې يې بايد له ځانه لرې کړي، هغه بايد په دې پوه شي چې ددې دنيا د لنډ خجالت پايله د قيامت همېشنۍ اور دى .

ویره :

انسان پر نېکيو امر او له بديو منع ته؛ځکه شا کوي چې وېرېږي؛خو له څه وېرېږي؟ وېرېږي چې پېرېدونکي له لاسه ور نه کړي؛نو بايد پوه شي چې د حضرت علي (ک) په وينا امر او منع د چا رزق نه پرې کوي. وېرېږي چې ملګري له لاسه ور نه کړي؛خو په دې بايد پوه شي،چې غوره ملګرى خداى دى او ملګري به اخر هم ورته شا کړي. وېرېږي چې څوک يې په خبره غوږ و نه ګروي؛خو بايد پوه شي، که څه هم څوک ورته غوږ کېنږدي؛نو د ستر اجر وثواب خاوند به شي. وېرېږي چې څوک ورته ګواښ ونه کړي؛خو بايد پوه شي چې خداى ورسره دى او مړينه د خداى په لاس کې ده. وېرېږي چې خلک پرې نيوکه ونه کړي؛خو کوم کسان چې د ځان جوړونې په لار کې وي؛نو دا به ورته يو ډول کمال ښکاره شي .

په ګڼو رواياتو کې راغلي چې: ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ، مه وېرېږئ؛ځکه نه مو رزق پرې کېږي او نه مو مړينه رانژدې کېږي.[1] ))

په يوګل نه څړمنی- پسرلى کېږي:

کله ناکله د نورو چوپتيا انسان چوپتيا ته اړباسي او سړى له ځان سره وايي: په يوګل نه پسرلى کېږي. دلته هم انسان بايد د نورو له ټکو او ترخو خبرو و نه وېرېږي او پوه شي چې په داسې چوپه فضا کې پر نېکيو امر کول ډېر ثواب لري.

روايت دى:(( د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول تر ټولو غوره جهاد دى.)) دا ځکه چې د ظالم واکمن په چاپېريال کې ډېر غوړه مالان ناست وي او پر ټولو کارونو يې د خېر ښېګڼې ټاپې لګوي او واکمن انګیري،چې ټول کارونه يې سم دي. که په داسې فضا کې يو زړور راپيدا شي، چوپتيا ماته کړي او حق ووايي؛نو ډېر غټ زړه به يې کړى وي او د ستر او غوره اجر خاوند به شي .

فکري – اندیز کږلیچ :

ځينې اندیز کږلیچونه لري او ټولې چارې جبري ګڼي او وايي: خداى غوښتي چې دا کار ترسره شي؛نو موږ پکې ولې خنډېږو؟ دا سول – منطق د هغې خبرې په شان دى، چې خپل شرک به يې پر خداى ورتاپه او ويل به يې:

وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ (نحل/۳۵) = [ او مشرکانو ويل :  ((که الله غوښتي واى (؛نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو، بې له ده (الله)، هېڅ څيز نه نمانځه او نه یې د ده بې اجازې په خپل سر کوم څيز حراماوه))، مخکېنيو يې همداسې چلن درلود؛ نو ايا (د الله) پر استازيو بې له ښکاره (پيغام) رسونې (څه ذمه واري) شته ؟!]

اويا وايي: که پلانکى کار ښه وي؛خداى يې پخپله ولې نه کوي؟ د ساري په توګه: که د وږو کسانو مړول ښه کار وي؛ خداى به پخپله ورته روزي ورکړي. موږ يې ولې لګښت او خواړه ورکړو؟:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (یس/۴۷) = او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.))

ښايي دا خلک له دې بې خبره وي،چې خداى خلک ازاد پيدا کړي او د نعمتونو پر ورکړې او اخېستنې يې ازميي. خداى انسان ته فکر ورکړى،چې په “بوت” پسې مه ځه،زړه سوی يې ورکړى چې د نشتمنو لاسنيوى وکړي او له دې لارې وده وکړي.

بېځايه تمه:

ځينې تمه لري: څه يې چې وويل؛بايد سملاسي پرې عمل وشي او د همدې تمې له مخې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: وېرېږو چې پر خبره مو عمل ونشي او خلک يې ځمکې ته وغورځوي. دا بې ځايه تمه ده. ايا ټولو خلکو د پېغمبرانو او امامانو خبرو ته غوږ ايښى و؟ موږ بايد ستونزې نسبي وڅېړو، که ټولو موخوته و نه رسېدو؛نو په څو خو بايد قناعت وکړو. پېغمبر اکرم(ص)،حضرت علي ته وويل:(( پر خداى قسم که يو يوکس ته خداى ستا له لارې لارښوونه وکړي؛ نو درته تر هغو څيزونو غوره ده، چې لمر پرې لګي.))

په دې حديث کې پېغمبراکرم(ص) د يو کس پر لارښوونه هم قانع دى. بله بېلګه داده چې ځينې نن او سملاسي د بشپړې سوکالۍ تر سيوري لاندې يوازې د يو ورم – پند له لارې کار کول غواړي او که سوکالۍ او ارامتيا ته يې لږ څه تاوان ورسي؛نو وايي: دا زما کار نه دى. نور شته دى .

ځينې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: که اړينه وي؛نو پلانکى کس او ډله شته،وبه يې کړي؛خو له دې بې خبره دي،چې پر نېکيو امر؛لکه د لمانځه په څېر د ټولو دنده ده او ته چې کومه سرغړونه ګورې،ممکن هغه پلانکى کس يا ډله يې و نه ويني او ممکن هغه پلانکى کس يا چارواکى ګومان کوي،چې په خلکو کې ملاتړي نه لري؛خو که ستاسې په شان خلک غږ راپوته کړي؛نور هم راپاڅي او وايي: ايله زموږ د زړه خبره دې وکړه. هو! د نورو غفلت او بې خبري زموږ د غفلت لپاره دليل نشي کېدلاى.

که نن موڅه وويل؛نو سبا به څه کېږي؟

ځينى پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: که موږ نن د فساد مخه ونيوه؛نو فساد خو به سبا بيا هم وي. سارى يې داسې دى که ووايو: که نن مو غولى يا انګړ جارو کړ؛نو سبا به بيا ناولى شي،د سبانۍ ګناه تکرارېدل،نننۍ چوپتيا ته دليل نشي کېداى.

په يوه ماتې له ډګره وځي :

ځينى کسان پر نېکيو امر او له بديو منع کوي؛خو نه بريالي کېږي، ماته خوري او دا ماته يې د تل لپاره په روحيه کې منفي اغېز پرېږدي او له ځان سره وايي: څه ګټه نه لري؛ځکه په پلانکي وخت کې مې وويل او اغېز يې ونه کړ. دا خلک بايد پوه شي،په لومړي ځل يې چې په ظاهره ماته خوړلې؛نو له خدايه يې ستر اجر او ثواب تر لاسه کړى دى. ښايي ځينې ستاسې پر خبره غوږ ونه ګروي؛خو پر هر چا خبره ډېر يا ژر اغېز کوي. پردې سربېره په يو يا څو ځايونو کې ماتې خوړل الهي دندې ته د شاکولو دليل نه دى. که ته د ډاکتر پر يوې نسخې ښه نشوې؛نو ايا تل به ناروغي زغمې؟ نه؛بلکې ډېرو ډاکترانو ته به ولاړ شې.

د ځان جوړونې په ګومان دندې ته شا کول:

ځينې د ځان جوړونې په واند – خيال د ټولنې پر شر و خير غوږ نه ګروي او سارى يې د”تبوک” له جنګه د تښتېدليو خلکو دى،چې پېغمبراکرم(ص) ته يې وويل: موږ د تقوا له لامله په جګړه کې ګډون ونه کړ؛ځکه وېرېدو چې سترګې مو پر “رومي” نجونو و نه لږي او پر ګناه ککړ نشو؛ نو ځکه مو په جنګ کې يوازې پرېښووې.

 ورخ اوبو وړی دی:

ځينې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او وايي: بايد بنسټیزه لار ولټوو،خبره له نصيحته وتلې. دا هم يو ډول شيطاني وسوسه او ټګي ده. سارى يې داسې دى که څوک جل وهلى وويني او ژغورلاى يې هم شي؛خو وايي: ټولو ته بايد پاکې او ڼې اوبه برابرې شي. که څه هم بنسټیز اند او ټولنيز هوډ سولیز چار دی؛خو بايد پر نېکيو امر او له بديو منع شاکولو ته پلمه و نه ګرځي.

تمه:

کله ناکله د مال په تمه،ډالۍ،انعام او نور داسې څيزونه اخلي او د بديو پر وړاندې چوپ کېني.

د سوکالۍ غوښتنه:

ځينې ځان په بې خبرۍ کې وهي. پېغمبر اکرم (ص) وايې: (( تاسې له سوکاله ژوند سره د مينې او له دندو د بې خبرۍ له کبله پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوئ.[2]))

د بديو ناوړه اغېزې:

که په پيل کې د بديو مخه و نه نيول شي او خلک چوپ پاتې شي؛نو د پرله پورې خطرونو لامل به شي. لاندې پړاونو ته پاملرنه وکړئ :

لومړى ګام – د ګناه ليدل،بې پروا کېدل او له بديو نه منع کول.

دويم ګام – د ګناه عادي کېدل .

درېم ګام – د ګناه په کولو خوښي.

څلورم ګام – د ګناه په کولو کې لاسنيوى.

پينځم ګام – په ګناه ککړېدل.

شپږم ګام – پر ګناه کولو ټينګار، ترې خوند اخېستل او پرې مستېدل.

اووم ګام – نور ګناه ته رابلل.

اتم ګام- ګناه کولو ته پېسى لګول او ورته تبليغات .

نهم ګام – د سمو کسانو پر وړاندې دريځ او شړل يې .

لسم ګام- د زړه سختېدل .

 هو! که قرآن وايي چې د شيطان پر ګامونو پل مه ږدئ:

يَا أَيُّهَاالنَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۱۶۸) = خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ، ځکه هغه، مو ښكاره دښمن دى،

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۲۰۸) = مؤمنانو! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ورننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى .

نو دا ځکه چې شيطان ګام په ګام انسان د ګناه لوري ته راکاږي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (نور/۲۱) = ((مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر پلونو ولاړ شي (؛نو بېلارې كوي يې)؛ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امر كوي او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه وى؛نو هېڅكله مو يو هم پاک زړی کېدای نشو؛خو د الله چې چاته خوښه شي، پاك زړی کوي يې او الله (دى چې) پوه اورېدونكى دى.))

نهج البلاغه (١٧ خطبه) د شيطان په ورو ورو ننوتل داسې څرګندوي:(( لومړى شيطان د انسان په روح کې هګۍ اچوي؛ بيا بچي اچوي،بيا بچي يې د انسان په روح کې خاپوړې کوي، بيا د انسان په لمن کې ګرځي او روسته د انسان پر سترګو کېني او د ((عين الله)) پر ځاى ((عين الشيطان)) کېږي؛ شيطان خپله خبره د هغه پرخولې کوي .شيطان د همدې کس له لارې د نورو د تېروتنو لپاره لارې چارې برابروي. ))

 ناوړه اغېزې :

هره ګناه بلې ته لار هواروي. که انسان د ځان او د نورو چلن ته ټينګه پاملرنه ونه کړي او ځان او نور له بديو منع نه کړي ؛ نو کله ناکله يوه ګناه يا يوه روحيه نورو ګناهونو ته سرچينه ګرځي او ورته لار هواروي .

د حضرت يوسف (ع) داستان ته کتنه:

د حضرت يوسف ورونو کينه درلو‏ده او د همدې فاسدې روحيې له کبله پر ډول ډول ګناهونو اخته شول چې دادي :

خپل پلار يې پر انحراف او بېلارۍ تورن کړ:

د ورورد غلا لپاره د ساتیرۍ په پلمه دسيسه جوړول او له پلاره د زوى لرې کول.

أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (یوسف/۱۲) = سبا يې (له ښاره بهر) راسره ولېږه،چې ډېرې مېوې وخوري او لوبې وكړي او ساتنه يې پر موږ .))

په څاه کې د حضرت يوسف (ع) ورغورځول.

قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ (یوسف/۱۰) =يوه يې وويل: ((يوسف مه وژنئ او كه (هرومرو) كوم كار كوئ؛ نو په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوئ، كوم كاروان به يې راوباسي (او له ځان سره به يې كومې لرې سيمې ته بوځي) ))

 دروغ يې وويل چې ليوه وخوړ.

قَالُواْ يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ (یوسف/۱۷) = ويې ويل :(( پلاره ! موږ چې ولاړو او پر سيالۍ بوخت شو او يوسف مو د خپلو جامو او وزلو (ساتلو ته) پرېښود (؛نو) لېوه وخوړ! (سمه ده، چې) ته به زموږ پر خبره باور و نه کړې، كه موږ څومره رښتيا ووايو.))

پر يوسف دغلا د تور لګول :

نو ځکه هره ګناه ممکن نورو ګناهونو ته لار هواره کړي؛ نو له لومړنۍ ګناه بايد منع وشي،چې نور ګناهونه سر راپورته نه کړي.

پاتې دې نشي که موږ پرې پوه شو او که نه؛خو بدۍ پر بېلابېلو اړخونو کې ناوړه پايلې لري .

داستان: يوه ورځ په الوتکه کې چېرته تلم؛ تر الوتنې مخکې اعلان وشو، ټولې سپرلۍ دې راکوزې شي،ټول وارخطا شول، چې څه خبره ده ؟ پېلوټانو وويل: الوتکى ته يو “سيمسار” را ننوتى دى،ما وخندل؛ د يو سيمسار لپاره دومره زيات ځنډ څه معنا لري؟ وويل شو: کېداى شي د الوتنې پر مهال دا سيمسار ځينې تارونه غوڅ کړي او اړيکې مو له هوايي ډګر سره پرې شي .

په ټولنه کې هم د بدیو سارى د همدې سيمسار په شان دى، چې د انسان بشپړتيا سيستم ګواښي. لرې به نه ځو،په کومو هېوادونو کې،چې ګناه ډېرېږي نو اروايي او جنسې ناروغۍ او ځانوژني هم پکې ډېرېږي .

د خطر او ضرر له احتمال سره څه وکړو؟

د((اهم و مهم )) د قانون له مخې، هر حرکت بايد په پوره فکر او تدبير ترسره شي، بايد د لږې ګټې لپاره ډېر تاوان ونه کړو؛پر نېکيو امر او له بديو په منع کې د خلکو د ابرو او مال ساتنې تضمين څوک نشي کولاى .ددې مهمې دندې په ترسره کولوکې کله ناکله له ګواښ او خطر سره هم مخ کېږو. اجر و ثواب يوازې د هغه لپاره نه دى، چې له خطر پرته پر نېکيو امر کوي او غوڅو پايلو ته هم ورسي.کله ناکله انسان پايلې ته نه رسي؛خو امر و منع بايد وکړي؛حضرت نوح (ع) څومره پايلو ته ورسېد؟ د”عاشورا” پر ورځ امام حسين خلکو ته ډېر نصيحت وکړ؛خو څومره اغېز يې پرې وکړ؟ اغېز تل لازم نه وي،کله ناکله د غاړې خلاصونې او “اتمام حجت” لپاره لازم دي، چې يوازې نصيحت وکړو .

قرآن وايي:

عُذْرًا أَوْ نُذْرًا (مرسلات/۶) = د عذر (لرې كولو) يا ګواښګرندۍ لپاره.

زموږ خبره بايد هم دا نن اغېز وکړي او موږ ته دې هيڅ خطر هم راو نه رسي. د همدې بې ځايه تمې له کبله،چې د وخت په تېرېدو راپيدا شوى،خلک پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کوي. په يو حديث کې راغلي:(( که لمانځه د خلکو مال او ځان ته زيان رسولاى؛نو ورته به يې شا کړې وه؛لکه څرنګه چې ستر فرايض د تاوانو له کبله نه ترسره کوي.[3] ))

له دې حديثه دا جوتېږي چې انسان بايد د خطرونو هرکلى وکړي.قرآن دداسې کسانو د ستاينې په هکله وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (مایده/۵۴) = (( مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او خداى (هم) دوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز او د كافرانو پر وړاندې به ناماتي وي،د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملا متوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده،چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او (د) الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.))

دا ځکه چې پر دنده عمل کول خواري غواړي او په دې لار کې خطرونه هم شته او انسان بايد ورغاړې وځي.

مجرمين په مؤمنانو پورې خاندي او کله يې،چې په څنګ کې تېرېږي؛نو تندى يې تريو نيولاى وي او، چې کله راټول شي؛نو د ايمان پر خاوندانو ملنډې وهي او د بې لارۍ تورونه پرې ورتپي او د خنداګانو، ريشخنداو خبرو له لارې د مومنانو سپکاوى کوي او دا ځکه چې پر دندو عمل کول خواري او تکليف غواړي.

إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ. وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ. وَإِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمُ انقَلَبُواْ فَكِهِينَ. وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلَاء لَضَالُّونَ (مطففین/۲۹- ۳۲) = په رښتینه كې (په دنيا كې) ګناهګارانو تل په مؤمنانو پورې خندل، او چې تر څنګ به یې تېرېدل؛ نو د ملنډو سترګكونه یې ورپورې وهل. او چې خپلو كورنيو او هم اندو ته ورستنېدل؛ نو [له خپلو ملنډو به] خوشحال او خندان ورستانه شول [او هلته يې هم په خپلمنځي ټوکو کې پر مؤمنانو ملنډې وهلې] او چې دوى (مؤمنان) یې ليدل (؛ نو) ويل يې: (دا يو بېلارې ټولى دى.))

پر نېکيو امر او له بديو د منع شرط دادى، چې انسان ته پکې زيان او تاوان و نه رسي؛زه نه پوهېږم د سوکالۍ او د لټۍ دا شرط له کوم ځايه را پيدا شوى، حال دا ټولو پېغمبرانو او اولياوو خورا کړختونه ګاللي،سپکاوى يې شوى او ان شهيدان شوي هم دي. زه وايم، دا فکر چې وايي، په دين کې کړختونه او خوارۍ نشته؛ نو داسې دين خو پېغمبرانو نه دى راوړى. ايا دين بې له کړاونو او خواريو رامنځ ته شوى دى، چې ساتنه يې هم خوارۍ ته اړتيا نه لري؟ پردې سربېره کله ناکله د يو څيز ساتنه د هغه تر تاسېس او جوړېدو هم خورا ګرانه وي. قرآن پر ځينو نيوکه کوي او وايي :

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا (احزاب/۳۷) = او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال دا الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

قرآن ځينې ستايي او وايي:

الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا (احزاب/۳۹) = [ (مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د الله پيغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له الله له بل هېچا نه وېرېدل (هغوی چې پېغامونه رسوي، بې له الله له چا نه وېرېږي) او همدا بس دى، چې الله حسابګر (او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى) د‌ى. ]

نو دا آيت موږ ته وايي چې تاسې هم بايد ونه وېرېږئ .

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ قَالُواْ لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (بقره/۲۴۹) = نو همدا چې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره راوووت، ورته يې وويل:(( الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى،زما ملګرى هغه دى،چې د( تندې پر وخت) په ورغوي کې اوبه وڅښي((؛نو بې له لږ شمېر نورو ټولو اوبه وڅښلې . طالوت او ورسره مؤمن ملګري (د ازمېښت له پړاوه تېر شول) له ويالې پورې وتل (او د خپلو وګړيو پر لږوالي خپه شول او يوې ډلې يې) وويل: ((نن په موږ كې له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نشته.))؛ خو هغوى چې په دې باور وو، چې له الله سره مخامخېدونكي دي (او د قيامت پر ورځ يې ايمان درلود) وويل: ((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوچنۍ ډله پر يوې لويې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى.

ځينې روايتونه وايي د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول تر ټولو ستر جهاد دى. [4] حق ووايئ که څه هم ستاسې پر ضد وي.[5]

دا ټول د الهي دندې او تکليف په لار کې د زړورتيا لامل ګرځي. ځينې آيتونه او روايتونه د کړختونو او د مخالفينو د زور زياتي پر وړاندې صابران ستايي . ځينى آيتونه او روايتونه حضرت ابراهيم او حضرت محمد عليهما السلام د ټولو لپاره همېشنۍ بېلګې بولي او راښيي چې انسان بايد د خطر هر کلى وکړي . په يو روايت کې راغلي:(( پر نېکيو امر هغه وخت دى،چې پکې انسان او ملګرو ته يې ګواښ نه وي.)) ښائي دا د هغه ځايونو لپاره ځانګړى شوى وي،چې پکې د((اهم او مهم )) قانون وي؛يعنې بدي او منکر دومره ډېر نه وي، چې انسان پرې خپل ځان بلهار- قرباني کړي؛خو که اسلام او اسلامي نظام ته پکې ګواښ و؛ نو پکار دي چې ډګر ته راودانګو.

قرآن بې درده ماړه داسې راپېژني :

وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَجَاهِدُواْ مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُوْلُواْ الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُواْ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ الْقَاعِدِينَ (توبه/۸۶) = او چې كله كوم سورت نازل شي (او ورته امر وكړي) : (( پر الله ايمان راوړئ او د استازي په ملګرتيا یې جهاد وكړئ ))؛ نو شتمن یې اجازه درنه غواړي او عذرونه درته كوي،وايي :(( موږ پرېږدئ،چې له قاعدينو [= هغوى چې له جهاده معاف دي ] سره پاتې شو.))

که په اوړي کې د جهاد حکم وشي؛نو وايي :

فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه/۸۱) = (د تبوك له جګړې) پاتې شويو له “رسول الله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله، چې د الله په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او (يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل :((په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه ځئ.)) (ورته) ووايه : كه پوهېداى ((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى!))

که لار نږدې وي؛ځي او که لرې وي؛نو نه ځي:

لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لاَّتَّبَعُوكَ وَلَكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (توبه/۴۲) = (خو يوه ډله یې داسې ده، چې) كه غنیمتونه نژدې (او بې كړاوه لاس ته ورتلاى شي) او سفر اسانه وي (؛نو د دنيا پر تمه) درپسې تلل؛خو (اوس،چې د تبوك جګړې ته) لار ورته لرې (او ستونزمنه) وربرېښېده (سرغړونه کوي) او ژر به قسمونه وكړي :(( كه وسه مو درلودای هرومرو درسره تلوو!)) ( دوى په دې كړنو او دروغو په رښتینه كې) ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي، چې دوى په رښتيا دروغجن دي.

 قرآن هغوى ستايي چې په سختيوکې يې له اسلام سره ملګرتيا کړې وه:

لَقَد تَّابَ الله عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (توبه/۱۱۷) = په رښتيا چې الله پر پېغمبر، مهاجرينو او انصارو ولورېد، چې د تنګسې پر مهال (د تبوك په جګړه كې) يې د پېغمبر ملګرتيا وكړه،تر هغه روسته چې نژدې و، د ځينو زړونه له حقه كاږه شي (او د جګړې له ډګره راوګرځي) بيا یې الله توبه ومنله ؛(ځکه) چې پر دوى لورین خواخوږى دى.

پاتې دې نشي چې انسان سوکالي غواړي؛خو نه ښايي چې سوکالي په داسې حالتونو کې وي چې نور کسان په سختو شرايطو کې شپې سبا کوي . د پېغمبراکرم(ص) يو يار جنګ ته ولاړ نشو او په کور کې پروت و او يخې اوبه يې څښلى،ناڅاپه ورته پېغمبراکرم(ص) ورياد شو،چې په ګرمۍ کې جنګېږي. چټک پاڅېد او ځان يې پېغمبراکرم(ص) ته ورساوه. دا پېښه قرآن راخېستى او وايي :

تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ. لَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (سجده/۱۶ / ۱۷) = ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او نمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د خداى په لار كې) يې ترې لګوي .هیڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مومنانو ته مو د خپلو کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي.

خداى له نرمو پالنګونو او کټونو پاڅېدل او د شپې نمونځونه کول، ستايلي او وايي څوک چې له خواږه خوبه تېر شي؛ نو هيڅ څوک هم نه پوهېږي،چې څومره ستر اجر او ثواب لري:

تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (سجده/۱۶) = ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او نمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د خداى په لار كې) يې ترې لګوي.

[1] ميزان لحکمة ٦=\ ٢٦٣

[2] نهج الفصاحه ٣٢ ٢٠ حديث

[3] فروغ کافي ٤\ ٥٥

[4] وسايل ١١\ ٤٥٦

[5] غرر٢\ ٤٤٧٩٦١

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست