بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دی رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دى؛نو د سيرت کښل يې ستونزمن چار دی؛هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتو ځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ په يوه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دی
رسول الله (ص) د قرآن بشپړ انځور دى؛نو د سيرت کښل يې ستونزمن چار دی؛هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتو ځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ په يوه شپه کې له “مسجدالحرام” څخه “مسجدالاقصى” ته بوت .
((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى[1] =پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت .))
هغه پېغمبر،چې د ظرافت ،عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي،چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه،چې يوه تږې پيشو يې وليده،اودس يې پرېښود او د اوداسه اوبه يې پيشو ته کېښوولې . هغه پېغمبر،چې له دښمن سره په چلن کې لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبو نرم دى؛له خپل حقه،ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي؛خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى،چې قسم خوري،که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛نو الهي حدود به پرې جاري کړم . هغه مهال،چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و؛نو ويې ويل :[طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه[2]] ،چې څوارلس پېړۍ وروسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا راغلى نه دى. په هغه وخت کې،که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه؛نو په غچ کې به يې د وژنکي د ټبر څو تنه وژل او بې رحمي ډېره زياته وه؛خو پېغمبراکرم حکم وکړ،چې که څوک د مکې په سفرکې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛نو لېینه – ګواهي يې اعتبار نه لري؛ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى،په زړه کې خيرى لري او دداسې وګړي د لېینې – شاهدۍ منل ناروا دي .
هو ګرانه! دا احکام او مينه يې وه،چې هغه مړ ملت يې راژوندى کړ.
(( دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ[3] = هغه تاسې داسې څيزونو ته راوبللئ،چې راژوندي يې کړئ .))
((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ[4] =چاچې د رسول لاروي وکړه،په حقيقت کې يې زما لاروي کړې ده .))
((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى[5] = هغه هېڅ کله د ځاني غوښتنو له مخې څه نه وايي .))
((إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ[6] هغه تل پرسمه دى . ))
څنګه به وکړاى شم د هغه چا سيرت وليکم،چې خداى په ځانګړې توګه تاييد کړى دى .
((وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيزا[7] ً= او خداى به درسره په ناماتې بريا مرسته وكړي .))
په څو کرښو کې څنګه هغه پېغمبر معرفي کړم،چې خداى يې نوم او ښوونځي ته مقام ورکړى دى (وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ[8]) .دا به شونې وي،چې د يو داسې انسان اخلاق په يوه کوچني کتاب کې راټول کړو، چې خداى يې په اړه ويلي دي : (( وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ[9] = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې.))
همدا قرآن،چې دنيا په “متاع قليل” يادوي،د رسول الله (ص) اخلاقو ته ((عظيم )) وايي .
څنګه به وکړاى شو هغه پېغمبر وستايو،چې خداى ورته په دنيا کې کوثر او ډېر خېر ورکړى دى : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ [10] = په حقيقت كې كوثر [= خير او ډېربركت ] مو دركړ.))
او په آخرت کې يې هم ورته د شفاعت لوړ مقام ورکړى دى . د هغه چا په هکله به څه ووایم ،چې زوکړې يې د فارس اورتون مړ کړ او بعثت يې د فساد لمبې مړې کړې .زوکړې يې د کسرى د ماڼۍ ستنې وخوځولې او بعثت يې د خلکو زړونه او مغزونه .
د هغه چا په اړه به څه به وليکم ،چې قرآن ټولو نړيوالو ته رحمت ګڼلى دى :(( رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ)).
دهغه چا په اړه به څه ووايم،چې په ستروالي کې داسې ځاى ته ورسېد،چې يو خوا معراج ته ولاړ او د خداى مېلمه شو او بلخوا وايي : (( که په يو لرې ځاى کې يومريى بلنه راکړي؛نو په سر سترګه به يې ومنم )).
ستروالي ته يې همدا بس،چې د اسماني سفر لپاره ورته اسماني سپرلۍ راوړل شوه او دومره تواضع لري،چې پر بې کتې خره سپرېږي .
باید ستروالي ته يې ووایم : حضرت جبرائيل علیه السلام پرې د خداى له لوري اسلام وايي او د تواضع په هکله يې ووایم : د مکې پر ماشومانو يې سلام اچاوه،د سجدې پر مهال يې خپل تندى او زړه خداى ته سپاره او د کور ماشومانو به چې د سجدې پر حال وليد؛ نو پرې سپرېدل او هغه هم سجده اوږدوله،چې ماشومان ترې ونه غورځېږي .
الله اکبر! څومره ستر دى دا انسان،چې په يوه شېبه کې به يې هم له خداى سره راز و نياز کاوه او هم به يې له ماشومانوسره مينه! د هغه د وګړې-شخصيت ټول اړخونه نه کښل کېږي،نه يې ويلاى شو او نه يې انځورولاى شو.
ټوکې يې کولې؛خو کله هم له بريده نه تېرېده،د خپل زوى ابراهيم د مړينې پر مهال يې وژړل ؛خو کله يې هم د حق پرخلاف خبره و نه کړه .
په سهار کې يې له خپل خداى سره رازونياز کاوه او د ورځې پر کار بوخت و. د يارانو اولادونو ته يې سیالي ايښووله او ګټوونکي ته يې انعام ټاکه؛خو څنګه سیالي؟ هغه سیالي،چې اس چلونکى او غشى ايشتونکى يې له دينه د دفاع لپاره پر کار راشي،نه هغه سيالۍ، چې د ټولنې کوم درد درمل نه کړاى شي؛خو انعام يې څه و؟ د کجورې ونه،چې ټولو يې له لرګيو ،پاڼو، مېوې او سيوري ګټنه کوله (توليدي انعام نه مصرفي) .
[1] (اسراء/١)
[2] (بحارلانوار٦٠٧/٦٨)
[3] (انفال /٢٤)
[4] ( نساء/ ٨٠)
[5] (نجم /٣)
[6] (زخرف/ ٤٣)
[7] ( فتح /٣)
[8] (الشراح /۴)
[9] (قلم /٤ )
[10] ( کوثر/١)
-
ټیګونه:
- ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي؛خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى
- اودس يې پرېښود او د اوداسه اوبه يې پيشو ته کېښوولې . هغه پېغمبر
- پشتو سیرت
- پښتو سیرت
- په زړه کې خيرى لري او دداسې وګړي د لېینې - شاهدۍ منل ناروا دي
- چې څوارلس پېړۍ وروسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا راغلى نه دى. په هغه وخت کې
- چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و؛نو ويې ويل :[طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه[2]]
- چې د ظرافت
- چې قسم خوري
- چې که څوک د مکې په سفرکې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛نو لېینه – ګواهي يې اعتبار نه لري؛ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى
- چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه
- چې له دښمن سره په چلن کې لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبو نرم دى؛له خپل حقه
- چې يوه تږې پيشو يې وليده
- د پيغمبر ژوند او سیرت
- د پیغمبر (ص) ژوند
- د پیغمبر اکرم (ص) ژوند
- د پیغمبر اکرم(ص) ژوند
- د پیغمبر(ص) سیرت او ژوند
- د رسول الله (ص) خوی
- د رسول الله (ص) ژوند او سیرت
- د رسول الله (ص) ساده ژوند
- د رسول الله (ص) سنت
- سپڅلی سیرت النبی پښتو
- سپڅلی نبوي سیرت
- سپیڅلی سیرت پښتو
- سیرت پشتو
- سیرت پښتو
- عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي
- که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه؛نو په غچ کې به يې د وژنکي د ټبر څو تنه وژل او بې رحمي ډېره زياته وه؛خو پېغمبراکرم حکم وکړ
- که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛نو الهي حدود به پرې جاري کړم . هغه مهال
- هغه پېغمبر