تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لومړني مسلمانان لومړنۍ مسلمانه ښځه: په تاريخ كې څرګنده ده،چې حضرت خديجه لومړنۍ ښځه  وه، چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او په دې  باب څوك مخالف نۀ دي. (79) حضرت بي بي “عايشه” وايي:(( ما به تل په دې باب زړۀ خوړ،چې ولې مې د حضرت خديجې روزګار ونۀ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لومړني مسلمانان

لومړنۍ مسلمانه ښځه:

په تاريخ كې څرګنده ده،چې حضرت خديجه لومړنۍ ښځه  وه، چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او په دې  باب څوك مخالف نۀ دي. (79)

حضرت بي بي “عايشه” وايي:(( ما به تل په دې باب زړۀ خوړ،چې ولې مې د حضرت خديجې روزګار ونۀ ليد؛له حضرت خديجې سره د پېغمبر اکرم مينې ته حيرانه وم؛ځكه پېغمبر اکرم تل يادوله،كه پسه به يې حلال كړ؛نو هرومرو يې د حضرت خديجې د دوستانو برخه پکې كوله؛يوه ورځ رسول اکرم له كوره د وتو كې و،چې حضرت خديجه يې خورا وستايله،ان خبره تر دې راورسېد،چې زما د صبر كاسه ډكه شوه او په جرات مې ورته وويل: هغه خو زړۀ وه،خداى تر هغې درته ښكلې دركړې ده!پېغمبر،چې زما خبره واورېده؛نو بده پرې ولګېده؛سور شين شو او ويې ويل: نۀ ! هېڅكله داسې نۀ ده …. خداى تر هغې ښه راته نۀ ده راكړې، هغه مهال يې پر ما ايمان راووړ،چې ټول مشركان او كافران وو، په تنګسه كې يې راته خپله ټوله شتمني راكړه او خداى له هغې راته اولاد راكړ، چې له بلې يوې يې هم رانۀ کړ.)) (80)

ددې خبرې دويم ګواه هماغه د وحې د نزول ورځ ده. پېغمبر اکرم(ص)،  چې له غاره راكوز شو؛نو نېغ كور ته راغى او حضرت خديجې بي بي ته يې كيسه وكړه،چې تر كيسې وروسته پرې حضرت خديجې ايمان راووړ. پردې سربېره يې له بېلابېلو پاليانو او عالمانو د خپل مېړه د نبوت په باب اورېدلي وو. دا خبرې او د حضرت “محمد” (ص) صداقت او رښتينولي ددې لاملونه وو، چې له دې “هاشمي” ځوان سره واده وكړي.

لومړى مسلمان نارينه

ټول سُني او شيعه عالمان يوه خوله دي،چې علي(ک) په نارينه وو كې لومړى تن و،چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ.

 حضرت علي (نهج البلاغه:قاصعه” خطبه) په دې باب وايي:

(( په هغه وخت كې يوه كور ته اسلام هم نۀ و راغلى؛خو د رسول اکرم او خديجې كور ته،چې درېيم يې زه وم،د وحې او رسالت رڼا مې كتله او د نبوت بوى مې بوياوه.)) (81)

له پېغمبر اکرم (ص) سره د حضرت خديجې او  حضرت علي لمونځ

((“ابن اثير” په “اسدالغابه”))،((“ابن حجر” په “الاصابه”)) او نور تاريخ پوهان د “عفيف كندي” په ترجمه كې  لاندې  كيسه له هغه رانقلوي او وايي: د جاهليت پر مهال مکې ته راغلم،چې د عباس بن عبدالمطلب مېلمه شوم، موږ دواړه د كعبې په خوا كې وو،چې يو سړى راغى او كعبې ته ودرېد.څو شېبې وروسته يوه ښځه راغله،چې ورپسې ودرېده او ورپسې يو هلك راغى،چې هغه  هم ودرېد؛كتل مې چې دوى دواړه د هغه سړي په پليون ركوع او سجدې ته ولاړل.دې پېښې حيران كړم او “عباس” مې وپوښته، راته يې وويل:هغه سړى”محمد بن عبدالله” دى او هغه هلك يې د تره زوى دى او هغه ښځه،چې يې شاته ولاړه ده،د “محمد” مېرمن ده. بيا يې راته وويل:وراره مې وايي:((يوه ورځ به راشي،چې د “كسرى” او “قيصر” د خزانو خاوند به شي))؛خو پر خداى قسم،چې پردې ځمكه بې له دې درېو تنو،ددې دين،بل څوك پلويان  نشته.

 بيا راوي وايي: هيله مې وكړه، چې كاشكې زه يې څلورم واى.

پټه بلنه – د خپلوانو بلنه

 پېغمبر اکرم درې كاله پټه بلنه كوله. په دې وخت كې يې عامو خلكو ته توجه و نۀ کړه؛بلكې ځان جوړونه يې وكړه.د وخت غوښتنه وه،چې بلنه ښكاره نۀ کړي؛بلكې په پټو اړيکو يې خلك رابلل او له دې لارې يې څو تنه توحيد ته راوبلل،چې تاريخ يې نومونه داسې راوړي دي:

“حضرت خديجه”،حضرت”علي بن ابى طالب”،حضرت”زيد بن حارثه”،حضرت “زبير بن عوام”،حضرت”عبدالرحمان بن عوف”،حضرت”سعد بن ابي وقاص”،حضرت”طلحه بن عبيدالله”،حضرت “ابوعبيده جراح”، حضرت “ابوسلمه”،حضرت “ارقم بن ابي الارقم”،حضرت “قدامه بن مظعون”، حضرت “عبدالله  بن مظعون”،حضرت “عبيده بن حارث”، حضرت “سعيد بن زيد”،حضرت “خباب بن ارث”،حضرت “ابوبكر بن ابي قحافه” او حضرت “عثمان بن عفان”.(رضى الله عنهم) (82)

دا درې كاله، چې د ځان جوړونې پړاو و،پېغمبر اکرم به له خپلو يارانو سره د مكې د شاوخوا درو ته ته او د قريشو له سترګو پناه او لرې يې لمونځ كاوه. يوه ورځ يې لمونځ كاوه،چې چا پرې نيوكه وكړه او و يې رټل، چې پايله يې د پېغمبر اکرم د يارانو او مشركانو لنډ شانته نښته وه، چې په دې نښته كې حضرت “سعد بن ابى وقاص” يو مشرك ټپي كړ.(83)؛نو ځكه رسول اکرم تر دې وروسته د “ارقم” كور د عبادت ځاى وټاكه او له دې كوره يې خپل تبليغ او عبادت پېل كړ،چې د دښمنانو له سترګو پناه وي. حضرت”عمار ياسر” او “صهيب بن نسان” (رضى الله عنهما) له هغو كسانو دي،چې په دې كور كې يې ايمان راووړ.(84)

د اسلام  پېغمبر پوره درې كاله بې بيړې،په پټه خلك اسلام ته رابلل. څوك چې يې د فكر او استعداد له پلوه مناسب ليده؛ نو دين ته يې راباله. د قريشو مشرانو په دې درېو كالو كې ان د ذرې هومره كار هم له رسول اکرم سره نۀ درلود او درناوۍ يې كاوه او پېغمبر اکرم يې هم په دې درېو كالو كې ان کوچنۍ ښکاره نيوكه پر بوتانو ونۀ کړه؛بلكې په دې درېو كالو كې يې يوازې له څو ځانګړو روښانزړيو سره تماس درلود؛خو چې خصوصي (خپلوانو ته بلنه) او عمومي بلنې،پر بوتانو او پر نا انساني چارو يې نيوكې پېل شوې؛نو له هماغې ورځې،قريشو هم بډې ووهلې؛يعنې ښكاره مخالفتونه او مبارزه پېل شوه.

پېغمبر اکرم په لومړي ځل په ډاګه خپلوان دين ته راوبلل او بيا يې عمومي بلنه پېل كړه او هر څوك په دې قانع دي، چې د قوي او ژورو سمونو د راوستو او د خلكو د ژوند بهير اړولو ته،له هر څه د مخه، دوو مضبوطو ځواکونو ته اړتيا ده:

1 _ د بيان قوه،چې ويونكى په ښه توګه حقايق بيان كړای شي او خپل شخصي افكار او څه،چې ورته وحې شوې وي،خلكو ته ورسوي.

 2 _ دفاعي قوه،چې د خطر په وختو كې د دښمن د بريد مخه ونيسي او كه دا دوه قوتونه يې نۀ درلوداى؛ نو د هر مصلح د بلنې وړانګې به په هماغه لومړيو ورځو كې مړې شي.

د پېغمبر اکرم بيان د كمال حد ته رسېدلى و؛په كلام كې يې ښه فصاحت او بلاغت  درلود؛خو د بلنې په لومړيو كې يې دفاعي قوت نۀ درلود؛ځكه په دې درېو كالو كې يې څلوېښت كسان اسلام ته راوبلل او طبيعي ده،چې دوى د پېغمبر اکرم دفاع نۀ شوه كولاى؛ نو ځكه د اسلام مشر د دفاعي ليكې او مركزي هستى جوړولو ته،ترعمومي بلنې دمخه، خپلوان اسلام ته راوبلل او په دې كار يې دفاعي ليكه جوړه كړه.

 لږ تر لږه ددې بلنې ګټه دا وه،چې كه فرضاً د كورنۍ غړيو يې دين نۀ وي منلى؛خو د قومي او خپلوۍ د تعصباتو له لارې به د پېغمبر اکرم شاته ولاړ وو او بله ګټه يې دا وه،چې بلنې د قوم پر څو مشرانو اغېزه وكړه او هغوى نور وګړي هم اسلام  ته راوبلل.

خداى تعالى د خپلوانو د بلنې په باب وويل:((وانذر عشيرتك الاقربين= خپلوان دې له الهي عذابه ووېروه.)) او د عمومي بلنې په باب يې ورته وويل:((د څه په باب،چې مامور يې،ښكاره يې كړه،له مشركانو ډډه وكړه،چې موږ دې د دښمنانو له شره  وساتو.)) (85)

د خپلوانو بلندود

د خپلوانو د بلنې دود يې ډېر په زړۀ پورې و. له داسې حقيقته يې پکې پردې اوچتې كړې،چې خلکو ته يې رازونه وروسته معلوم شول.

مفسران د”وانذرعشيرتك الاقربين”د آيت د تفسير په باب او هم  تاريخپوهان په يوه خوله ليكي چې: خداى ورته دنده وركړه،چې خپلوان دې دين ته راوبله.

 پېغمبر اکرم د ټولو اړخونو په پامنيوي سره “علي بن ابيطالب” ته، چې په هغو ورځو كې ديارلس كلن و، امر وكړ،چې ډوډۍ وكړي،چې په کې شيدې هم وي. بيا يې د بني هاشمو پينځه څلوېښت تنه راوغوښتل، چې ورته پټ راز ووايي؛خو متاسفانه تر ډوډۍ وروسته د پېغمبر اکرم يو تره (ابولهب) په خپلو بې بنسټو خبرو د مجلس فضا د پېغمبر اکرم د خبرې د طرحو پر خلاف  خړه پړه کړه او پېغمبر خپله خبره و نۀ  كړاى شوه. پېغمبر اکرم هوډ وکړ، چې دا خبره سبا ته وساتي؛نو بيا يې ډوډۍ وكړه او تر ډوډۍ وروسته يې د خپل ټبر مشرانو ته مخ كړ او خبرې يې د خداى د وحدانيت په اعتراف پېل كړې او ويې ويل:(( په رښتيا،چې د يوې ډلې لارښوونكى خپلو كسانو ته دروغ نۀ وايي. پر هغه خداى،چې بې له هغه بل خداى نشته! زه د هغه له لوري تاسې او ټولې نړۍ ته رالېږل شوى يم.

زما خپلوانو! تاسې به د خوب په څېر مړه شئ او د ويښو په څېر به را ژوندي شئ او د خپلو كړنو به جزا ووينئ او جنت تل نېكانو ته دى او دوزخ يې هم تل دى.(86)* چا هم خپلوانو ته داسې څيز نۀ دى راوړى؛ لكه ما چې راوړى؛ما تاسې ته د دنيا او اخرت خير راوړى،خداى راته امر كړى، چې تاسى ور وبلم. په تاسې كې به څوك زما ملاتړ شي، چې په تاسې كې يې خپل وزير او ځايناستى كړم.))

 د حضرت “محمد” (ص) خبرې چې دې ځاى ته راورسېدې؛ نو پر ټولو چوپه چوپتيا شوه. په همدې وخت كې پينځلس كلن و حضرت علي د مجلس چوپتيا ماته كړه او په ډاډه غږ يې وويل:(( رسول اکرمه! زه به دې ملاتړ شم.)) پېغمبر اکرم ورته وويل:كېنه ! او بيا يې خپله خبره درې ځل وويله ،چې بې له هغه پينځلس كلن ځوانه،هېچا ځواب ور نۀ کړ. پېغمبر اکرم بيا خپلوانو ته وويل:(( خلكو! دا ځوان،په تاسى كې زما ځايناستى او وزير دى! خبرو ته يې غوږ ونيسئ او پليون يې وكړئ.))

 مجلس پاى شو او په مجلس كې ناستو كسانو په ملنډو “ابوطالب”  ته وويل: “محمد” درته امر وكړ،چې د خپل زوى به منې او ورپسې به ځې، هغه يې تر  تا ستر كړ! (87)*

يادونه:ددې حديث پر سموالي بې له “ابن تيميه” نور ټول مفسرين او تاريخپوهان يوه خوله دي.

عمومي بلنه

له بعثته درې كاله تېر شوي وو،چې پېغمبر اکرم د خپلوانو تر بلنې وروسته،پر عمومي بلنې لاس پورې كړ. پېغمبر اکرم په درېو كالو كې د خصوصي اړيکو له  لارې ځينې د خداى دين ته رابللي وو؛خو دا ځل يې په ډاډه زړۀ،عام خلك اسلام ته راوبلل.يوه ورځ د “صفا” غونډۍ په څنګ كې پر لويه تيږه ودرېد او په لوړ غږ يې وويل:(( ياصباحاه))! (عرب دا ټكى د خطرناكو اووحشتناكو خبرو پېلولو ته كاروي.) خلك ترې راټول شول او ورته يې وويل:((خلكو! كه درته ووايم د دې غره شاته مو دښمنان پراته دي او غواړي ټول ووژني؛نو آيا زما پر خبره به باور وكړئ؟ )) ټولو ورته وويل: هو! ځكه موږ په ټول عمر كې له تا دروغ نۀ دي اورېدلي! بيا يې وويل:

((قريشو! ځان له اوره وساتئ! زه د خداى پر وړاندې تاسې ته هېڅ كار نۀ شم كړاى،زه تاسې له دردوونكي عذابه وېروم. زما مثال د هغه ساتونكي په څېر دى،چې د خپل قوم د ساتلو لپاره قوم ته رامنډه كړي او د ((يا صباحا)) په ويلو يې له دې خطره خبر كړي.)) (88)

په دې وخت كې “ابولهب” راغى او ورته يې وويل: پر تا دې افسوس وي ! چې دې خبرو ته دې راټول كړي وو؟ 

بيا خلك ټول خپاره شول.(89)

79_ سيره ابن هشام، 1/ 240

80_ بحار 16/8

81_ نهج البلاغه عبده 2/ 182

82_ سيره ابن هشام، 1/ 245-262

83_ تاريخ طبرى 2/61

84_ سيره ابن هشام، 1/263

85_سوره شعرا 214 آيت

86_ سيره حلبى 1/ 321

87_ تاريخ طبري 2/62-63 ، تاريخ كامل2/40-41

مسند احمد 1/111،شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد 13/210-221

88_ سيره حلبى، 1/321

89_ سيره حلبى، 1/321

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!