تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَيَدْعُ الإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإِنسَانُ عَجُولًا ( اسراء/۱۱) ژباړه : او انسان (د بيړې له امله) په هغه شان بدي غواړي؛لکه چې نېكي غواړي او انسان تل (د خيروشر په غوښتو كې) بيړندى دى.   په دې آيت كې دعاء پراخ مانا لري، چې هر ډول غوښتنه رانغاړي؛ كه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَيَدْعُ الإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإِنسَانُ عَجُولًا ( اسراء/۱۱)

ژباړه : او انسان (د بيړې له امله)

په هغه شان بدي غواړي؛لکه چې نېكي غواړي او انسان تل (د خيروشر په غوښتو كې) بيړندى دى.

 

په دې آيت كې دعاء پراخ مانا لري، چې هر ډول غوښتنه رانغاړي؛ كه په خوله يې وغواړي، يا د كوم څيز د لاس ته راوړو لپاره پاڅي او هڅه وكړي. په حقيقت كې د ډېرو ګټو او خير تر لاسه كولو لپاره د انسان بېړنديتوب ددې لاملېږي، چې د مسئلې ټول اړخونه ونه څېړي او ډېر ځل دا بيړه خپل واقعي خير تشخيصولاى نشي؛ بلكې سرغړاندې ځاني غوښتنې يې په نظر كې د حقيقت څېره بدلوي او په شر او بدۍ پسې ځي . د آيت له مهمو ټكيو يو دا دى، چې لومړى بدي د انسان په نظر كې ښه ښكاري او بيا يې غواړي او په رښتینه كې په دې اند وي، چې د ښو په لټه كې دى؛ نو ځكه د واقعي خير او شر ښانده – پېژندنه ډېره مهمه ده، چې ځايونه يې بدل نشي. د بقرې سورت په 216 آيت كې لولو: ((وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ = ډېر داسې څه، چې خوښ مو وي (؛خو) درته بد وي او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ)) له همدې امله په ډېرو آيتونو او رواياتو كې، د دنيا غوښتنې، د ځواک څوبتیا – لیوالتیا او د ډېرې شتمنۍ غوښتنې نهې شوې ده؛ ځكه ظاهر يې نېكمرغي ده؛ خو ډېر ځل يې باطن تياره او كرغېړن دى. له امام صادق (رح) څخه په يو روايت كې لولو: (( د ځان ژغورنې او هلاكت لار دې وسنجوه، هسې نه، چې له خدايه داسې يو څيز وغواړي، چې ستا پكې له منځه تلل وي، حال دا، چې انګېرې، چې ژغورنه دې پكې ده)) بيا امام همدا آيت ولوست.[1]

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

[1] نمونه، 12: 39 مخ+ اطيب البيان، 8: 228 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!