تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېكيو د آمرينو ځانګړنې او شرايط پر ايمان،پوهې او ځواک سربېره پر نېكيو امر كوونكي بايد تعصب او ځانګړى ديني غيرت ولري. روايت دى: ((موسى علیه السلام،خدای وپوښت: څوك به دعرش تر سيوري لاندې ومنې؟ورته خطاب وشو: هغوى چې پاك زړي او پاک لاسي وي او كه وويني چې حرام […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېكيو د آمرينو ځانګړنې او شرايط

پر ايمان،پوهې او ځواک سربېره پر نېكيو امر كوونكي بايد تعصب او ځانګړى ديني غيرت ولري. روايت دى: ((موسى علیه السلام،خدای وپوښت: څوك به دعرش تر سيوري لاندې ومنې؟ورته خطاب وشو: هغوى چې پاك زړي او پاک لاسي وي او كه وويني چې حرام پر حلالو اوښتي؛نو د ټپي پړانګ په شان پرې په غوسه شي.[1]))

“امر و منع” ټينګ هوډ او زړه سوي ته اړتيا لري. قرآن وايي:

يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۷) = ((يه زما زويکه! لمونځ  کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.))

كه چا زموږ پر خبره غوږ و نه ګرو؛نو دا “امر و منع” به زموږ د ژغورنې لامل شي قرآن وايي:

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ (اعراف/۱۶۵) = نو چې ورکړاى شوى پند يې هېر كړ، (د عذاب شېبې راورسېدې او) هغوى مو بچ کړل،چې له بديو يې منع كوله او څوك چې ظالمان ول، د سرغړونو له لامله يې مو په سخت عذاب راونیول .

په هر حال كه انسان زړه سواندى وي؛نو پر نېكيو امر او له بديو منع كوي. بېدردي تر ټولو ستر درد دى. پخوا به يې چې د چا سپكاوى كاوه ؛نو هغه ته به يې وويل چې پلانكى بېدرده دى. پېغمبراکرم(ص) به چې د خلكو ستونزې ليدلى؛نو ډېر به دردېده. قرآن وايي:

لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (توبه/۱۲۸) =((په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى))

روايت دى:(( خداى،حضرت موسى (ع) ته وويل: ايا پوهېږې چې ته مې ولې د پېغمبرۍ لپاره غوره كړې؟ حضرت موسى (ع) وويل: نه.خداى وويل:((كومه زړه سوانه چې په تا كې وه؛په بل چاكې نه وه!))

قرآن وايي: پېغمبراكرم(ص) به خلكو ته د بلنې پر وخت حرص خوړ او داسې ښكارېده؛ لكه چې ځان خوري:

لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (توبه/۱۲۸) =((په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى))

بېدردي او د زړه سختي له سترو اروایزو ناروغيو ځنې ده. خداى وايي:

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (بقره/۷۴) = ((بيا تردې پېښې روسته، زړونه مو د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى))

پر نېكيو امر او له بديو منع هغه څوك كولاى شي چې خواخوږى وي او د غښتلې روحيې خاوند وي. د خواخوږۍ نښه يې دا ده : كه د ځان په هكله ناروا خبره واوري؛نو نه په غوسه كېږي او كه د نورو غيبت واوري؛ نو خپه كېږي. په رښتيا كه دا شخصي حساسيتونه پر عمومي حساسيتونو واوړي؛ نو دنيا به ګل و ګلزار شي. كه موږ د خپلو كوټو سرونه له واورو پاكوو؛ نو واورې په كوڅه كې اچوو؟ د كور ناولې اوبه ولې كوڅو او سركونو ته اوباسو؟ولې د كور او د هټۍ ناولتيا او ګند پر سړک اچوو ؟دا ځكه چې موږ يوازې د خپل ځان په هكله فكر كوو او د نورو غم راسره نشته،نور خلك بايد خپل كړو او خپل ځان د نورو وګڼواو د قرآن په وينا (بعضكم من بعض ) ټول بايدد يو بل شو.

خواخوږي او ښه نيت ارزښت لري.په فقهي كتابونو كې راغلي: كه څوک د چوپړ لپاره كار كوي كه په دې كار كې كوم زيان رامنځ ته شي؛نو جريمه به نشي. د ساري په توګه : كه څوك په خواخوږۍ د سړک په منځ كې ولاړ ماشوم ،غاړې ته كړي او بيا همدا ماشوم مار وچيچې؛نو دا كس به ګرم نه وي؛ځكه چې موخه يې خېر وه.كه يوكس د چوپړ پر مهال د ګناه په نيت څه توكيو او مال ته زيان ورسوي؛نو جريمه به نشي. قرآن په دې هكله وايي:

لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاء وَلاَ عَلَى الْمَرْضَى وَلاَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُواْ لِلّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (توبه/۹۱) = ((پر کمزوریو، ناروغانو او هغوى چې څه نه مومي، چې (په جهاد كې) يې ولگوي،څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه کړي) په دې شرط، چې (د مورچل تر شا) په عمل كې د الله او له استازي سره یې اخلاصمن وي (او څه يې چې له وسې پوره وي،و نه سپموي) او(همداراز) پر نېكانو څه نيوكه نشته او الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى))

يعنې كه څوك د چوپړ په موخه څه وكړي او ناڅاپه كوم خطر او زيان رامنځ ته كړي؛نو جريمه نه لري.

پر نېكيو امر له دين سره د مينې نښه ده

كه د امام حسين او يارانو ويناوو ته ښه ځير شو؛نو په ټولو ځايونو كې يې له اسلام سره د مينې په هكله خبرې كړي دي. امام حسين وايي:(( ايا نه وينئ چې پر حق عمل نه كېږي او د باطلو مخنيوى هم نه كېږي.[2])) (( زما د پاڅون موخه زما د نيكه په دين كې سمونه ده.[3])) (( زما د پاڅون موخه پر نېكيو امر او له بديو منع ده.[4] ))

حضرت ابوالفضل عباس وايي:((كه زما د نيكه دين زما په شهادت را ژوندى كېږي؛نو اى تورو !له ما راچاپېره شئ.[5])) څوك چې له دين سره مينه لري؛نو په لار كې يې له خپل سره هم تېرېږي.پېغمبراكرم (ص) د نجران له مسيحانو سره داسې ژمنه وكړه:مسلمانان دې مسيحيانو ته او مسيحيان دې مسلمانانو ته ښېرا وكړي،پر چا چې ښېرا اغېز وكړ؛نو هغه به پر باطلو وي. دا داستان د مباهلې په نامه مشهور دى،چې په قرآن کې داسې راغلى:

فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ (آل عمران/۶۱) = (د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو بيا هم كه څوك په دې اړه ناندرۍ درسره کوي؛ نو ورته ووايه : (( راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.))

پېغمبرا كرم ځان،حضرت فاطمه بي بي،حضرت علي او امام حسن او امام حسين ځانونه له ستر خطر سره مخامخ كړل او دا يې له دين سره د مينې نښه ده .

پر لږ تر لږه بايد قناعت وكړو :

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد پر لږ تر لږه قناعت او صبر وكړو او كه ومنل شو؛نو بايد مخكې ولاړ شو. پېغمبر اكرم (ص) به په پېل كې يوازې په دې جمله خلكو ته بلنه وركوله:((قولوا لا اله الا الله تفلحوا)) ووايئ له الله پرته بل هېڅ معبود نشته،چې بريالي شئ .

 د روژې زكات،جهاد او داسې نور قوانين له بعثته پنځلس كاله روسته نازل شو.كه غوښتل مو چې چاته د لمانځه بلنه ورکړئ ؛نو يوازې د واجباتو پر ورښوولو قناعت مه كوئ،تر څه مودې روسته ورته مستحبات هم ووايئ.

 اسلام سپارښتنه كوي،چې د جمعې امام بايد په جمعه كې كمزورو خلكو ته هم پام وكړي او لمونځ   اوږد نه کړي. په قرآن كې راغلي:

الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (انفال/۶۶) =(( اوس الله ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ او معلومه يې کړه،چې په تاسې كې بېوسي ده؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛ نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛نو پر دوو زرو به د الله په حكم لاسبري شئ او الله له زغمناکو سره دى.))

خداى خلك كمزوري وليدل؛نو ځكه يې پخپل قانون كې اسانتيا راوړه.په كومو قوانينو كې چې “عسر او جرح” وي؛نو قرآن پكې سپكوالى راوړى دى.

خاطره :

په روايتونوكې راغلي چې:(( يو مسيحي مسلمان شو. مسلمان ملګرى يې سهار وختي ورغى او ورته يې وويل: اوس د شپې د لمانځه وخت دى،هغه يې له خوبه راويښ كړ او د شپى لمونځ   يې پرې وكړ، د سهار اذان وشو؛د سهار لمونځ   يې هم وكړ او ورپسې كېناست،چې ماسپښين شو.مسلمان ويل : نفل لمونځ ونه بايد هېر نه کړو. مسيحې تنګ شو او ويې ويل: كه اسلام دا وي؛نو غوره ده چې همغه مسيحي اوسم! ))

د اسلام د شا تګ يو لامل دادى، چې نورو ته بد ورپېژندل كېږي او د بې تجربې او بې خبرو كسانو له لارې يې تبليغ كېږي.كه پېغمبراكرم(ص)له همغې لومړى ورځې داسې ويلي واى چې كه څوك مسلمان شي؛نو ځان دې جهاد او شهادت ته چمتو كړي، روژه دې ونيسي،خمس او زكات دې وركړي؛نو دين به هېچ چا ورسره نه واى منلاى.

بايد د بديو د راڅپړلو هڅه ونه کړو :

ځينې د خلكو په ګناهونو او عيبونو پسې پلټنې كوي،چې ترې يې منع كړي حال دا قرآن پر پلټنې او ځيرتوب بنديز لګولى دى چې وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (حجرات/۱۲) =((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

امام صادق په ليك كې نجاشى ته ليكي: (( د مومنانو په سرغړونو پسې پلټنې مه كوئ،كه څوك داسې وكړي؛نو پر آّخرت سربېره،خداى به يې په همدې دنيا كې هم رسوا كړي.[6]

[1] لئالى الاخبار 5\269

[2] بحار 44\381 –7 \116

[3] بحار 44\ 339

[4] بحار 44\339

[5] بحار 44\339

[6] مستدرك سفيه 7\81

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست