تبلیغات
آرشیو :

په قرآن کې عقلي او فلسفي پوهاوى

  قرآن او اُمي پېغمبر قرآن په بېلابېلو آيتونوکې،په ډاګه دا خبره کړې،چې د خداى استازى نالوستى او اُمي دى،چې په خپله “محمد رسول الله” (ص) هم دا خبره په خپلوانو کې علان کړه،چې ورسره رالوى شوى و او هغه آيتونه يې ورته وويل،چې پر نالوستۍ يې دلالت کوي،چې ان يو يې هم له دې […]

د قرآن اعجاز

  د معجزې مانا معجزه له”اعجاز” څخه اخستل شوې،چې په لغت کې څو ماناوې لري: ١- له لاسه ورکول؛ د مثال په توګه ويل کېږي: (( اعجز الامر الفلاني))؛ يعنى پلانى څيز د پلاني له لاسه ووت . ٢- په بل کې د عجز او بېوسۍ احساس؛ د مثال په توګه وايي: ((عجزت زيدا)) هغه […]

د قرآن کریم عظمت

* د قرآن د عظمت پر وړاندې     قرآن د قرآن او احاديثو په رڼا کې د قرآن د فضيلت خبره،چې را منځ ته شي؛نو ښه به وي،چې انسان تم او چوپ شي او ځان د قرآن د عظمت پر وړاندې وړوکى وويني او په خپله بېوسۍ او عاجزۍ منښته وکړي؛ځکه کله ډېرې چوپتياوې […]

داخلاقو، حقوقو او فقې په رڼا کې د ښځمنو مسائل

بسم الله الرحمن الرحيم   ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پوښتنه : چې کله د ښځمنو د ستونزو، انساني شخصيت او ټولنيزمقام په هکله خبرې کېږي،ښايي د يو معلوم او مشخصو اصولو په چوکاټ کې وڅېړل شي . ستاسې له نظره دا معلوم اصول او چوکاټ يې کوم دى ؟ ځواب : زه د ښځمنو د ستونزو د څېړلو […]

اخروی ژوند

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  معاد د اسلامي نړۍ ليد يو رکن دى اخروي ژوند، د اسلام ايماني او عقيدتي اصل دى. پر آخرت ايمان د مسلمانۍ شرط دى؛ يعنې که څوک ترې منکر شي؛ نو له مسلمانۍ به وتلى وي. الهي پېغمبرانو د ((توحيد)) د اصل تر […]

وصیت او میراث

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وصيتونه په اسلامي شرعو كې د وصيت پر سمونتيا او روا والي سره غونډ شويدي او هغه د همدغه ملكيت يا د ملكيت له ګټې د تبرع په شكل تر مړينه وروسته او د جوړتيا په حال كې وي، همدارنګه دمړينې په ناروغۍ او يا نورو ناروغيو كې هم صحيح دى، […]

د قدر سورت تفسیر

د قدر سورت انځور د قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي . دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په اړه ‏دوام مومي،چې تر زرو شپو غوره دى‏ ‏او پر […]

د اسلام د پېغمبر ستره معجزه

د اسلام د پېغمبر ستره معجزه ټول اسلامپوهان يوه خوله دي،چې د اسلام د پېغمبر تر ټولو غوره معجزه قرآن ده . داچې وايو تر ټولو ستره ده،ددې لپاره ده چې : ١-قرآن عقلي معجزه ده،چې د خلکو له روح او فکر سره سروکار لري. ٢-تلپاتې معجزه ده . ٣-هغه معجزه،چې څوارلس پېړۍ ننګونه کوي:((که […]

حج

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حج   حج د بلوغ، عقل او وس لرلو په شرط واجب دى.   ابلوڅ والى (بلوغ) : حج پر هر ماشوم ندى واجب؛ كه كوچنی هلك يا نجلى حج وكړ،دا كار مستحب او پر ځاى دى؛خو د حج فرضيت يې له غاړې نه اوړي،او د مذاهبو په اتفاق،تر بلوغ او […]

زکات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ زكات زكات پردوه ډوله دى: د مال زكات او د ځان زكات. ديني پوهانو پريكړه كړې، چې بې نيته د زكات ايستل سم ندي؛خو د زكات د واجب والي شرطونه په لاندې ډول دي:   دمالونو د زكات شرطونه: 1_ احنافو او اماميه وو ويلي: عقل او بلوغ د زكات پر […]