تبلیغات

د اسلام د پېغمبر ستره معجزه ټول اسلامپوهان يوه خوله دي،چې د اسلام د پېغمبر تر ټولو غوره معجزه قرآن ده . داچې وايو تر ټولو ستره ده،ددې لپاره ده چې : ١-قرآن عقلي معجزه ده،چې د خلکو له روح او فکر سره سروکار لري. ٢-تلپاتې معجزه ده . ٣-هغه معجزه،چې څوارلس پېړۍ ننګونه کوي:((که […]

د اسلام د پېغمبر ستره معجزه

ټول اسلامپوهان يوه خوله دي،چې د اسلام د پېغمبر تر ټولو غوره معجزه قرآن ده . داچې وايو تر ټولو ستره ده،ددې لپاره ده چې :

١-قرآن عقلي معجزه ده،چې د خلکو له روح او فکر سره سروکار لري.

٢-تلپاتې معجزه ده .

٣-هغه معجزه،چې څوارلس پېړۍ ننګونه کوي:((که وياست،چې دا کتاب د خداى له لوري نه دى؛نوپه شان يې يو راوړئ! ))

په قرآن کې په څو ځايونوکې داسې مبارزې ته رابلل شوي دي،په يو ځاى کې وايي :

((قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى‏ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيراً ( اسراء / ٨٨ )ووايه:((كه (ټول) ا نسانان او پېريان راټول شي، چې د قرآن په شان بل قرآن راوړي؛نو راوړاى نشي،كه (په دې چار كې) څومره يو د بل لا سنيوى وكړي .))

((أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ(هود/۱۳)ايا وايي : (( چې دا قرآن هغه له ځانه جوړكړى دى؟)) ووايه:(( كه رښتينوني ياست؛ نو تاسې هم د دې قرآن په څېر (په دروغو) جوړ كړي لس سورته راوړئ او بې له الله هر څوك ( ددې چار لپاره ) راوبولئ!))

په بل ځاى کې په ځانګړې توګه اضافه کوي :

((فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنزِلَ بِعِلمِ اللَّهِ وَأَن لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ فَهَلْ أَنتُم مُسْلِمُونَ(هود/۱۴)او كه هغوى ستاسې بلنه ونه منله (؛نو) پوه شئ،چې (قرآن) يوازې په الهي علم نازل شوى دى او بې له هغه بل هېڅ معبود نشته؛ نو ايا غاړه ږدئ ؟!

يو ځل بيا راځي او د مبارزې دا شرط ډېر زيات اسانوي،وايي :

((وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى‏ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِن مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (بقره/۲۳)او كه تاسې د هغه څه په باب شكمن ياست، چې ما پر خپل بنده [- پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) د هغه په څېر يو سورت راوړئ؛ نوكه رښتيا وايئ (ددې كارلپاره بې له خداىه) خپل شاهدان راوبلئ. ))

او په ورپسې آيت کې په ډاګه دا خبره کوي،چې :

((فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوْا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ(بقره/۲۴) اوكه دغسې و نه كړئ او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ(نو) له هغه اوره ووېرېږئ،چې سونګ توکي يې د ګناهكارو خلكو ( بدنونه ) او (د بوتانو) ډبرې دي،چې كافرانوته چمتو شوي دي .

دا په پرله پسې مبارزې ته رابلل ښيي،چې په اعجاز کې تر ټولو زيات پېغمبر(ص) پر قرآن زياته ډډه درلوده،که څه له پېغمبر اکرمه نورې معجزې هم رانقل شوي دي،چې د تاريخ په کتابونو کې ليکل شوي دي او داچې قرآن يوه ژوندۍ معجزه ده،چې ټول يې ويني او ورسره دى ؛ نو موږ هم په دې ويينه کې پرې ډډه وهو.

څرنګه په دې مبارزې کې پاتې راغلل ؟ د پام وړ خبره خوداده،چې قرآن پر خپلو مخالفينو خورا دباو راوړ،چې مبارزې ته يې راوهڅوي؛ خو يو هم ډګر ته راو نه دانګل،چې هېچا ته هېڅ ډوله پلمه پاتې نشي ((که رښتيا وايي)) …. هېڅکله نشي کړاى))،((له ټولو نړيوالو مرسته وغوړئ)) … لږ ترلږه په څېر يې يو سورت راوړئ)) … ((که کافرشوئ ؛ نو سوځونکى اور مو په تمه دى )) دا شان تغبيرونه ددې واقعيت بيانونکي دي .

دا ټولې خبرې يوې خوا ته او بلخوا له مخالفتينوسره د پېغمبراکرم مبارزه ساده مبارزه نه و؛ځکه د اسلام موخه يوازې د هغه وخت له اديانو سره،چې پرې ګروهن وو،له منځه وړل نه ول ؛بلکې اقتصادي او سياسي ګټو ته يې هم ګواښ و .

لنډه داچې اسلام يې ټول ژوند شيندلى و؛نو ناچاره ول،چې له ټول واک سره د اسلام مبارزې ته ملا وتړي، د پېغمبر(ص) بې وسلې کولو ته،په هره بيه،چې وي،غوښتل يې د قرآن په څېر يو راوړي،چې پېغمبراکرم ورته هره ورځ قرآن رامخې ته نه کړي او له ټولو فصيحو او بليغو عربانو يې مرسته وغوښته،چې کله به د قرآن مبارزې ته راغلل ؛ نو ماتې يې خوړه او بې ځنډه يې پر شا تګ کاوه .

د وليد بن مغيره کيسه

دې مبارزې ته چې يو رابلل شوى و، د “بني محزوم” د ټبر مشر؛ “وليد بن مغيره” و،چې د هغه وخت په عربوکې په ښه تدبير مشهور و.

ترې وغوښتل شو،چې په دې هکله يو فکر وکړي او د قرآن د هېښنده او خارق العاده نفوذ په باب خپل نظرڅرګند کړي .

“وليد” د خداى له رسوله وغوښتل،چې د قرآن يو څو آيتونه ورته ووايي،پېغمبر (ص) هم ورته د “حم سجده” سورت يو څو آيتونه وويل: دې آيتونو دومره پر وليد اغېز وکړ،چې بېواکه راپاڅېد او د هغه غونډې پر لور روان شو،چې د بني محزوم ټبر جوړه کړې وه؛هلته چې ورسېد؛ نو و يې ويل : پر خداى قسم له محمد مې داسې وينا واورېده،چې نه يې انسانان کړاى شي او نه پيريان…تردې،چې و يې ويل: وينا يې ځانګړى خوږلنى او ښکلا لري؛ پورتنۍ برخه يې د مېوه لرونکي ونې په څېر له مېوې ډکه او جرړې يې ډېرې کلکې دي،وينا يې په هر ځاى کې برى مومي او څوک به ترې برى و نه مومي.

د وليد تر دې څرګندونې وروسته په قريشو کې ډنډوره شوه،چې “وليد” پر محمد مين شوى دى . ابوجهل يې وارخطا کور ته راغى او د قريشو کيسه يې ورته وکړه او جرګې ته يې راوغوښت . “وليد” يې جرګې ته راغى او ويې ويل : فکرکوئ،چې محمد لېونى دى ؟ د لېونتوب نښې مو پکې ليدلي؟! حاضرينو وويل : نه ! انګېرئ،چې دروغجن دى ؟ تر اوسه په رښتين او امانت ساتي مشهور نه و؟ د قريشو ځينو مشرانو وويل:نوڅه شى پرې وروتپو؟ “وليد” فکر وکړ، و يې ويل:ووياست هغه جادوګر دى .

پر سحر د پېغمبر(ص) د تورنولو له لارې يې غوښتل خلک له قرآنه لرې کړي؛خو دا د سحر تعبير هم د قرآن پر خارق العاده جاذبه ژوندى دليل و؛خو هغوى پردې جاذبه د سحر نوم کېښود؛حال داچې قرآن په سحر پورې اصلا اړه نه لري؛نوهمدا ول،چې قريشو په هرځاى کې ډنډورې وهلې،چې محمد(ص) ساحر دى او دا آيتونه يې سحر دي،ترې لرې شئ،ځان ترې وساتئ او کوښښ وکړئ،چې خبرې يې وانه ورئ؛خو دې نقشې يې هم څه اغېز و نه کړ؛ځکه په ګوټ ګوټ کې د حقيقت تږي زيات ول،چې ډلې ډلې د قرآن پر لور راغلل او د دې الهي چينې پر سړو اوبو يې ځان موړ کړ او ماتې خوړلي دښمنان پر شا وتمبېدل .

نن هم قرآن ټولو نړيوالو ته د مبارزې بلنه ورکوي او ننګونه کوي،چې که ددې آيتونو پر سموالي شک لرئ او د بشر د فکر زدکړه يې ګڼئ؛نو تکړه شئ،په څېر يو راوړئ. له دې هم خبرېده،چې د اسلام دښمنان په تېره بيا مسيحي ملايان وو،چې اسلام خپل تر ټولو پياوړى،انقلابي او پر منځپانګې سمبال دښمن ګڼي؛هر کال ميلونونه ډالر د ډول ډول فرهنګي،علمي،بيا رغاونې او روغتيا په نوم د اسلام پر ضد لګوي؛ نو څه به شوي ول،چې خپل فيلسوفان، شاعران،اديبان او ليکوالان يې راټول کړي وای،چې د قرآن په څېر څو آيتونه يې راوړي واى، بيا يې خپاره کړي واى او له دې لارې يې مسلمانان غلي کړي واى.

ښکاره خبره ده،چې که داسې چار شونى و؛نو پر هره بيه،چې وي کړى،به يې و .

 

 


د قرآن اعجاز

مقطعه ټکي:

خبر يو،چې د قرآن د ډېرو سورتونو په پيل کې “مقطعه ټکي”؛لکه ((الهم )) ،(( المر)) او ((يس )) راغلي دي . د اسلامى روايتونو په رڼا کې د ((مقطعه ټکيو)) يوه فلسفه او پټه داده،چې خداى وښيي،د قرآن په څېر دا ستره معجزه،څرنګه له ساده ټکيو ((الفبا)) جوړه شوى دى او څرنګه دا ستره وينا له داسې ټکيو جوړه شوې ده،چې څو کلن ماشوم يې هم ويلاى شي او په رښتيا،چې له داسې موادو د دې مهم چار جوړېدل تر ټولو ستر اعجاز دى .

پوښتنه داده ،چې قرآن له کوم اړخه معجزه ده؛يوازې د فصاحت او بلاغت له اړخه معجزه وه که نه ؟

حقيقت خو دادى،چې هرکله له بېلابېلو اړخونو قرآن ته وګورو؛نو له هر ګوټه او هرې دريمڅې د قرآن د اعجاز يوه څېره راښکارېږى؛لکه :

١-فصاحت او بلاغت :د ټکيو او الفاظو جاذبه او په زړه پورې مفهوم .

٢-له هر اړخه عالي منځپانګه لري؛په تېره بيا،چې ګروهه يې هم له هر ډول خرافاتو پاکه ده .

٣-علمي معجزې :يعنې د هغومسئلو رابرسېرول،چې تر هغه مهاله ترې څوک خبر نه وو .

٤-د ځينو مسايلو په باب سمه وړاندوينه ( غيبي اخبار) .

٥-تضاد پکې نشته …. او داسې زياتې نورې معجزې.

ددې پينځو واڼو په باب ويينه بېل کتاب غواړي؛خو موږ پخپلو ويينو کې ددې ويينو څو ځايونو ته اشاره کوو.

فصاحت او بلاغت

پوهېږو،چې هره خبره دوه اړخه لري : “الفاظ” او “منځپانګه”،چې هر کله ښايسته ټکي او لفظونه سره لازم انسجام او پيوند ولري او اړپېچ پکې نه وي او جمله بندي،موخه او مانا يې بشپړه په زړه پورې وي؛ ورته “فصيح” او “بليغ” کلام وايي. قرآن په لوړه کچه دا دواړه ځانګړنې لري،تردې چې تر اوسه هېچا د قرآن په څېر په زړه پورې،خواږه او له خوږ شرنګ سره نه دي راوړي .

په تېرو ويينو کې مو وويل،چې “وليد بن مغيره”،چې د قرآن تر اورېدو وروسته وارخطا شو،په فکر کې شو او له قرآن سره د مبارزې لپاره يې د قريشو مشرانو ته وويل،چې قرآن سحر يا جادو دى او محمد (ص) سامر يا جادوګر دى،چې په زياتو ځايونو کې يې په پرله پسې توګه ورباندې دا تور ولګاوه او له دې لارې يې غوښتل پېغمبر اکرم ورټي ؛ خو په حقيقت کې د قرآن ستاېنه او تعريف يې کاوه؛ځکه دې تور د قرآن پر خارق العاده نفوذ يو ضمني منښته هم درلوده،چې له معمولي لارې د مخونې وړ نه وه او هغه بايد يوه ناپېژندل شوې جاذبه وګڼو؛ خو هغوى ددې پرځاى،چې داحقيقت ومني او معجزه يې وګڼي او ايمان پرې راوړي ،پرکږه ولاړل،و يې ويل ،چې سحر دى .

د اسلام په تاريخ کې ډېرى تراخه او غوسه ناک انسانان ول،چې پېغمبراکرم ته به راغلل او د قرآن آيتونه به يې واورېدل ؛يو ځل به يې لار بدله کړه او په زړه کې به يې د اسلام رڼا پرځلېدو شوه،دا پخپله راښيي،چې د قرآن جاذبه،فصاحت او بلاغت معجزه ده.

ډېر به لرې نه ځو،چاچې د عربو ادبيات ويلي وي او هر څومره،چې ورسره اشنا وي ؛نو څومره،چې قرآن وايي پرې نه ستړي کېږي او په هر ځل ويلو ترې ډېرخوند اخلي .

د قرآن تعبيرونه دقيق،حساب شوي او د بيان له عفت او متانت سره دي او په عين حال کې غوڅ او روڼ دي او د اړتيا پر مهال قاطع هم دي.

ددې خبرې رايادول لازم ګڼم،چې د هغه وخت د عربو ادبيات ډېر پرمخ تللي وو او د جاهليت د وخت شعرونه نن د عرب ادبياتو تر ټولو غوره شعرونه بلل کېږي.مشهوره ده،چې هر کال به د حجاز مشهور ادبيان د عکاظ په بازار کې،چې يو سوداګريز ادبي مرکز و، راټولېدل او خپل شعرونه يې ويل او تر ټولو ښه شعر به د کال شعر معرفي کېده او بيا يې ليکه او په کعبه کې يې راځوړنداوه،د پېغمبر(ص) د ظهور پر مهال اوه نمونې د”معلقات سبع” په نامه موجودې وې؛خو د قرآن تر راتګ وروسته يې داسې د خپل فصاحت او بلاغت رنګ وبايله،چې هغه شعرونه په يوبل پسې له هغه ځايه راوايستل شول او خلکو هېرکړل .

د قرآن مفسرينو تر هغه پورې،چې په ولس کې ول،د قرآن هېښنده ټکيو ته يې اشاره کړې ده،چې تاسې کړاى شئ د مطالعې له لارې يې د ذکرشوي مطلب پر مانا نور هم ځان پوه کړئ .

پېغمبر اکرم وايي :د قرآن ظاهر ښکلى او باطن يې ژور دى او عجايب يې نه زړېږي .

حضرت علي په نهج البلاانه کې وايي : د زړه سپرلى په قرآن کې دى ، د پوهې چپنه ترې رابهېږي او د زړه لپاره ترې غوره صيقل نشته.

 

 

 

د قرآن نړۍ ليد

د هر څه له مخه بايد د فکري او فرهنګي اړخه هغه چاپېريال وڅېړل شي،چې قرآن پکې راپورته شوى دى .

د تاريخ ليکوونکيو د وينا له مخې، د حجازسيمه د هغه وخت تر ټولو وروسته پاتې سيمه وه،تردې چې کله به د جاهليت د وخت خلکو ته وحشي يا نيمه وحشي ټبرونه ويل کېدل .

له عقيدتي اړخه يې له بوت نمانځنې سره خورا مينه درلوده او د تېږو او د لرګيو بوتانو يې په بېلابېلو بڼو پر فرهنګ سيورى اچولى و،ان ويل کېږي،چې له کجورو يې هم بوتان جوړل،ورته پر ګونډو کېدل او سجدې يې ورته کولې؛خو همدا بوتان يې په سوکړه کې خوړل! سره له دې،چې له نجونو يې خورا کرکه درلود؛خو پرښتې يې د خداى لوڼې بللې او خداى يې د يو انسان تر بريده راکوزاوه. له توحيده سخت حيرانېدل او چې د اسلام پېغمبر د خداى عبادت ته راوبلل؛نو په حيرانتيا يې ويل :غواړئ دا دومره خدايان پر يو خداى بدل کړئ،په رښتيا چې ډېره هېښنده او نه باورکونکې خبره ده .

((أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلهاَ وَاحِداً إِنَّ هذَا لَشَيْ‏ءٌ عُجَابٌ( ص/ ٥)ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) كړى دى، په رښتيا دا (له ډېرو معبودانو يو جوړول، چې نور معبودان پرېږدئ او د يوه الله عبادت وكړئ) ډېر عجيبه څيز دى!.))

هرچاچې يې د خرافاتو او دروغجنو افسانو خبرې کولې ؛نو لېونى يې ورته وايه .

ټبريز نظام پرې واکمن و او د ټبرونو ترمنځ يې د جګړې اور تل بل و او څو څو ځل يې د يو بل پر وينو ځمکه ککړوله،پر چور و چپاول،چې ورځنى کار يې و،ډېر وياړېدل . مکه،چې د هغه وخت تر ټولو مهم ښار او مرکز و،د ګوتو په شمېر لوستي پکې ول،پوهان خو پکې خورا لږ وو.

هو! په داسې يو چاپېريال کې يو نالوستي، ښوونځي او ښوونکي نه ليدلى انسان راپاڅېد او داسې له منځپانګې ډک کتاب يې راوړ،چې تر څوارلس پېړيو وروسته پوهان يې لا تراوسه پرتفسير بوخت دي؛ هره ورځ پکې يو نوى حقيقت رابرسېرېږي .

قرآن،هستي او پکې شته نظامونه يې ډېر ښه،دقيق او حساب شوي انځور کړي دي. توحيد يې په بشپړه توګه راښوولى دى،د ځمکې،اسمان،د شپې او ورځې راتلل،لمر سپوږمۍ،بوټي او د انسان د وجود د خلقت اسرار يې هر يو د خداى آيت او نښه رامعرفي کړي دي

کله د انسان زړه ته ورننوځي او د فطرت او توحيد په باب خبرې کوي :

((فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ ( عنکبوت / ٦٥)نو چې كله هغوى په بېړۍ كې سپاره شي؛نو خداى په اخلاص بلي،(او بې له هغه هېروي)؛خو چې خداى يې وچې ته راوباسي (او ويې ژغوري). بيا په شرك لاس پورې كوي.))

او کله د عقل له لارې استدلالي توحيد بيانوي : د ځمکې او اسمان څارويو،غرونو،سيندونو،ورښت،باد او د انسان د روح او جسم په باب خبرې کوي .

د خداى د صفتونو د بيانولو پر مهال تر ټولو ژوره او په زړه پورې لار خوښوي ،چې په يو ځاى کې وايي :

((فَاطِرُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجاً يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ( شورى /١١)( هغه) د اسمانو او ځمكې څيروونكى (او پېداكوونكى) دى (چې) له تاسې يې ستاسې جوړې پېدا كړې او (همداراز) يې له څارويو د هغوى جوړې پېدا كړې او په دې توګه (- د مېرمنو له لارې) ستاسې ځوځات ډېروي، هېڅ څيز د هغه په څېر نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى. ))

په بل ځاى کې وايي :(( هغه يو خداى دى،چې بې له هغه بل معبود نشته . ))

پر بهر،دننه،پټ او ښکاره اسرارو خبر دى.

لوراند او لورين دى .

سطان او حکم ورکونکى دى .

له نيمګړتياوو پاک دى .

ساتونکى ،کامياب ،قاهر، د سترې مرتبې خاوند دى .

له دې شريکانو پاک دى،چې ورته مو جوړکړي دي،.هغه خداى پېدا کونکى،د څېرو جوړونکى،د ښه نوم او ځانګړنو خاوند،د ځمکې او اسمان ټول موجودات يې تسبيح وايي:ناماتى اوحکيم دى .

((لَوْ أَنزَلْنَا هذَا الْقُرْآنَ عَلَى‏ جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعاً مُتَصَدِّعاً مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ( حشر/۲۱)كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى؛نو تا به ليدلي واى،چې هغه د خداى له وېرې ټيټېږي او ټوټه ټوټه كېږي!او موږ دا مثالونه خلكو ته وايو،ښايي فكر وكړي.))

((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَانُ الرَّحِيمُ(حشر/۲۲) الله هغه دى،چې بې له هغه بل هېڅ معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى،هغه لوراند (او) لورين دى.))

((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلاَمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ(حشر/۲۳) الله هغه دى،چې بې له هغه بل هېڅ معبود نشته،هماغه اصلي واكمن او مالك دى،له هرې نيمګړتيا پاك دى،پر چا تېرى نه كوي،امان وركوونكى دى؛پر ټولو څيزونو څارن دى، داسې بريمن ځواك دى،چې پخپل زور هره چاره سموي او د پرتم خاوند دى؛(او) خداى له هغه څه پاك دى،چې له هغه سره يې شريكوي! ))

((هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنَى‏ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(حشر/۲۴)الله دى،چې (د هر څه) پېدا كوونكى،(له نشته هست ته) را اېستونكى (بې سارى) انځورګر دى؛غوره نومونه (او صفتونه) يوازې د هغه دي،په اسمانو او ځمكه كې،چې هر څه دي، د هغه تسبيح وايي او هغه ناماتى حكيم دى.

د خداى نامحدوده پوهه داسې بيانوي :

((وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلاَمٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِذَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيرٌ حَكِيمٌ( لقمان / ٢٧ )او كه په واقع کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ورسره يو ځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛خو) د خداى خبرې به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي،په رښتيا چې خداى بريمن (او) حكيم دى.))

قرآن د خداى د واکمنۍ په باب وايي :

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنََما تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ( بقره /١١٥)ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ،خداى هلته دى . بېشكه چې خداى (مړه خوا) پراخي بښونکى (او) پوه دى .))

د معاد منکرينو ته وايي:

((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ (يس/۷۸)او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پېدايښت يې هېر كړ او و يې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))

((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ. الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَاراً فَإِذَا أَنتُم مِنْهُ تُوقِدُونَ.أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى‏ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى‏ وَهُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ . إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئاً أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ (يس/٨٢-۷۹)ووايه:((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پېداكړي وو او هغه په هر (ډول) پېدايښت پوهېږي؛هغه چې تاسې ته يې له شنې ونې اور پېدا كړى او تاسې د(اړتيا) پر وخت له هماغې ونې اوربلوئ.ايا چاچې اسمانونه او ځمكه پېدا كړل،د هغوى (-خاورې شويو انسانانو) په څېر پېدا كولاى نشي؟! هو (كړاى شي) او هغه ښه پېداكوونكى پوه (او ماهر خلاق) دى.بېشكه د هغه كار دغسې دى،كه كله يو څيز وغواړي (؛نو) يوازې ورته وايي،چې: ((شه!))؛نو (بس) شي.))

هغه مهال،چې ( لاچا ټيپ او غږونه نه و پېژندل ؛نو قرآن د انسان د کړنو په باب داسې ويل :

((يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا. بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى‏ لَهَا (زلزله/۴-٥)پر هغه ورځ هغه (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي؛ځكه ستا پالونكي ورته وحې (- الهام) كړې ده.))

او کله د پښې اولاس او پوټکي د شهادت په باب خبرې کوي:

((الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى‏ أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ( يس/٦٥) نن يې خولې بندوو او لاسونه يې له موږ سره خبرې كوي او پښې يې د هغوى پر كړنو ګواهي لي! ))

((وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْ‏ءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ( فصلت /٢١)او د خپل (بدن) پوټكو ته وايي: (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: (( هغه خداى موږ پر خبرو راوستو، چې هر شى په خبرو راولي او هغه تاسې لومړى ځل پېدا كړئ او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ.))

د قرآن د معارفو پر عظمت او له خرافاتو څخه پر پاکوالي به يې هله پوه شئ،چې هغه له اوسني ((تورات،انجيل،چې اړول شوي)) تر څنګ کېږدئ او يو بحث يې سره پرتله کړئ، د ساري په ډول : وګورئ،چې قرآن د حضرت آدم دخلفت په باب څه وايي ؟ او تورات څه وايي ؟

تورات د انبياوو قيصې څرنګه کوي او قرآن يې څرنګه کوي؟ تورات او انجيل څرنګه خدای توصيفوي او قرآن يې څرنګه توصيفوى؟ نو هله به ددې کتابونو ترمنځ پر توپير پوه شئ ؟

 

 

قرآن او علمي برسېرنې

شک نشته،چې قرآن د طبيعي علومو،طب اروا پوهنې او د رياضي د علومو کتاب نه دى . قرآن د ښيون-هدايت او انسان جوړنې کتاب دى او هغه څه پکې دي،چې ددې دوو لپاره پکار وي.

موږ بايد دا تمه ونه لرو،چې قرآن د ډول ډول علمونو دايرة المعارف وي،موږ بايد له قرآنه ايمان،رڼا،لارښوونه،تقوا، انسانيت، اخلاق، نظم او قانون وغواړو؛خو قرآن کله دې موخې ته د رسېدو لپاره طبيعي علومو او د خلقت او هستۍ اسرارو ته هم اشاره کوي. په تېره بيا د توحيد په ويينو کې. د برهان نظم په تناسب يې د خلقت له اسرارو پرده اوچته کړې ده او دا مسائل يې رابرسېره کړي،چې په هغه وخت او چاپېريال کې ترې يو پوه هم خبر نه و.

د قرآن دا ډول ويناوې يوه ټولګه جوړوي،چې موږ ورته د قرآن علمي معجزات وايو.

دلته ددې معجزو يو څو برخو ته اشاره کوو.

 

قرآن او د جاذبې قانون

تر “نيوټن” مخکې هېچا د جاذبې عمومي قانون په بشپړه توګه نه و کشف کړى . مشهوره ده،چې “نيوټن” د مڼې تر ونې لاندې ناست و او مڼه،چې له ونې رابېله شوه او پر ځمکه وغورځېده؛نو دې وړې او ساده پېښې يې دومره ذهن پر ځان بوخت کړ او تل په دې فکر کې و، چې کومه قوه ددې لامل شوه،چې مڼه د ځان پر لور راکش کړي؟ ولې اسمان ته ولانړه؟او تر کلونو وروسته يې وکړاى شول د جاذبې قانون کشف کړي .

ددې قانون تر ثابتېدو وروسته دا خبره هم رابرسېره شوه،چې لمريز نظام له کوم ځايه دى؟

ولې دا ستر کرات د لمر په شاواخو کې په يو ټاکلي مدار کې چورلي؟ ولې نه تښتي او هر يو يوې لوري ته نه لوېږي؟ولې پر يو بل نه سپرېږي؟ دا کوم ځواک دى،چې په دې نه ختمېدونکې فضا کې يې په يو ټاکلي مدار کې چورلوي،چې د ستنې د سوري هومره هم ترې هاخوا نشي تللای؟

هو! نيوټن کشف کړل،چې د يو جسم دوراني حرکت له مرکزه د تېښتې لامل ګرځي او د جاذبې قانون يې مرکز ته راجذبوى اوچې دواړه قوې په بشپړه توګه تعادل ولري؛يعنې “کتله” او واټن پر هغه اندازه جاذبه توليدوي،چې د دوراني حرکت سرعت او له مرکزه د تېښتې قوه يې ايجابوي او د جاذبې او دافعې ترمنځ دا تعادل اجازه ورکوي،چې تل په ټاکلي مدار کې پاتې شي؛خو قرآن زرکاله مخکې دا بهير د ((رعد)) دسورت په دويم آيت کې ويلى و:

((اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّماوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى‏ عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لاَِجَلٍ مُسَمّىً يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْاياتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ(رعد/۲) الله هغه دى،چې اسمانونه يې بې ستنو،چې و يې وينئ،پورته كړي (او درولي) دي . بيا يې پر عرش استوار وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يي د ځواک په منګولوكې ونيوې ) او لمر او سپوږمۍ يې اېل كړې ، چې هر يو تريوې ټاكلې مودې پورې روان دي،د چارو تدبير كوي (او خپل) آيتونه (تاسې ته) تشريحوي،ښايي د خپل پالونكي پر ملاقات يقين وكړئ .))

تر همدې آيت لاندې له امام رضا رانقل شوي دي،چې:

ايا خداى نه وايي ،چې پرته له هغه ستنې،چې وينې يې؟ راوي وايي : امام ته مې وويل : هو! ؛نو امام راته وويل: داسې يوه ستنه؛خو تاسې يې نه وينئ .

ايا د عربو په ادبياتو کې له نه ليدونکې ستنې پرته د جاذبې د قانون لپاره بل روښانه تعبير پېدا کولاى شئ؟

د حضرت علي وينا ده : دا ستوري ،چې په اسمان کې دي،پر ځمکه د ښار څېر دي،چې هر ښار له بل ښارسره (يو ستورى له بل ستورى سره) د رڼا د يوې ستنې په واسطه اړيکه لري )) !

پوهان منښته کوي،چې د اسمان په ستورو کې د عاقلو ژوندي ژويو د ژوند لپاره ميليونونه ستوري شته؛خو جزئيات يې لا نه دي رابرسېره شوي .

 

له لمره د ځمکې چورليدل

مشهوره ده،چې په لومړي ځل ايټاليايي “ګاليله”،چې تقريبا څلور پېړۍ مخکې کې يې د ځمکې حرکت برسېره کړ،چې تردې مخکې پوهانو د مصري “بطليموس” پر فرضيه ګرهمن ول،چې ويل يې:ځمکه د جهان مرکز دى او نور کرات يې په شاوخوا کې چورلي .

البته ددې علمې برسېرونو له امله د کليسا د پلويانو له اړخه پر ګاليله د کافر ټاپه ولګېده او توبه ايستو ته يې اړ کړ،چې په توبه ايستو او د پښېمانۍ په ښکاره کولو يې له مړينې ځان وژغوره؛خو تر هغه وروسته ؛نور پوهان يې په نظر په پسې ولاړل او نن دا نظريه څرګند علمي نظر او ان د هستۍ آزمېينو په واسطه هم دا خبره جوته شوې ، چې ځمکه پخپل شاوخوا چورلي،چې دې خبرې تر فضايي الوتونو وروسته عينى اړخ وموند .

لنډه داچې : د ځمکې مرکزيت نفې شو او معلومه شوه،چې دا زموږ د حس تېروتنه ده،چې موږ د ځمکې حرکت د نورو سيارو له حرکتو سره اشتباه کوو،موږ پخپله په حرکت کې يو؛خو فرضوو،چې هغوى حرکت کوي!

د “بطيلموس” ګروهه يو نيم زرکاله د پوهانو په فکر کې وه،چې د قرآن د نازلېدو پرمهال چا زړه نه درلود،چې ددې فرضيې پر خلاف خبره وکړي؛خو د قرآن په آيتونو کې؛لکه نمل د سورت په ٨٨ آيت کې د ځمکې حرکت ته روښانه اشاره شوې ده:

((وَترې الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي اتْقَنَ كُلَّ شَيْ‏ءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ( نمل/۸۸)او ته غرونه ګورې،چې ګومان كوې، ښه كلك (اوپرځاى) ولاړ دي،حال دا چې (دا) د ورېځو په څېر روان دي . دا د هغه خداى جوړښت دى،چې ټول څيزونه يې ښه کلک كړي دي او په حقيقت كې كوم كارونه چې كوئ،هغه پرې ښه خبر دى.))

پورته آيت په سپينه د غرونو د حرکت په هکله خبره کوي،حال داچې موږ يې ساکن ګڼو،چې د وريځو له حرکت سره ورته والى يې سرعت او بې له غږه حرکت ته اشاره ده .

او که ګورو،چې د ځمکې حرکت د غرونو له حرکت سره تعبيروي؛نو ددې لپاره دي،چې د موضوع عظمت څرګند شي؛ځکه چې ښکاره خبره ده،چې غرونه د خپلې شاواخو له ځمکې پرته حرکت نشي کړاى او د هغوى حرکت د ځمکې د حرکت په څېر دى؛نو اوس فکر وکړئ! هغه مهال چې په ټولو علمي غونډو کې دا خبره وه،چې ځمکه ساکنه ده او نور کرويات چورلي؛نو قرآن راغى او د ځمکې د حرکت په باب يې خبره وکړه؛نو ايا دا علمي معجزه نه ده ؟

د هغه کس له اړخه،چې بيخي نالوستی و او له داسې يو چاپېرياله راپاڅېد،چې زده کړه پکې نه وه او د علم او فرهنګ له اړخه تر ټولو وروسته پاتې سيمه وه ؛نوايا دا خبره ددې کتاب د حقانيت لپاره سند نه دى؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!