تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  معاد د اسلامي نړۍ ليد يو رکن دى اخروي ژوند، د اسلام ايماني او عقيدتي اصل دى. پر آخرت ايمان د مسلمانۍ شرط دى؛ يعنې که څوک ترې منکر شي؛ نو له مسلمانۍ به وتلى وي. الهي پېغمبرانو د ((توحيد)) د اصل تر […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 معاد د اسلامي نړۍ ليد يو رکن دى

اخروي ژوند، د اسلام ايماني او عقيدتي اصل دى. پر آخرت ايمان د مسلمانۍ شرط دى؛ يعنې که څوک ترې منکر شي؛ نو له مسلمانۍ به وتلى وي.

الهي پېغمبرانو د ((توحيد)) د اصل تر ويلو وروسته،انسانان پر اخروي ژوند ايمان ته رابلل، چې د اسلامي متکلمانو په اصطلاح کې ورته ((معاد)) وايي.

په قرآن کريم کې په سلګونو آيتونوکې ليدل کېږي چې پکې تر مړينې وروسته نړۍ،د قيامت ورځ،د حشر څرنګوالي، مړيو، تلې، حساب وکتاب،د کړنو ضبط، جنت، دوزخ، د اخرت د کړنو تلپاتېتوب او په مړينې پورې اړوند مسئلو ته اشاره شوېده؛ خو دولس آيتونو نيغ په نيغ پر خداى تر ايمان وروسته پر قيامت ايمان مطرح کړى دى.

قرآن کريم د قيامت ورځې ته بېلابېل تعبيرونه راوړي، چې هر يو د پوهاوى او معرفت پر لور يو ور دى، چې يو يې ((يوم الاخر)) دى، چې پدې تعبير غواړي دوو ټکيو ته پام را واړوي:

الف _ د انسان ژوند؛ بلکې نړۍ په دوو پړاوونو وېشل شوېده، چې هر پړاو بايد د يوې ورځې په نامه وپېژندل شي؛ يوه ورځ او پړاو چې وړومبۍ ده او پاى ته به رسي (د دنيا پړاو) بله ورځ چې آخره ده او تلپاتې ده (د آخرت پړاو)؛ لکه څنګه چې د قرآن کريم په نورو تعبيرونو کې دنيوي ژوند ته (( اولى)) او د آخرت ژوند ته ((آخرت)) ويل شوى دى.

(ليل:١٣ آيت): وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى

ژباړه: او په حقيقت كې اخرت او دنيا هم يواځې زموږ دي.

(ضحى:٤ آيت): وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى

ژباړه: او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى.

ب_ موږ اوس په لومړي پړاو کې ژوند کوو؛ نو د دواړو پړاوونو نيکمرغي به مو پدې کې وي چې پر آخرت ايمان ولرو. پدې دنيا کې پر آخرت ايمان، ځکه په ايمان ؛پورې تړاو لري چې موږ د خپلو کړنو غبرګونو ته متوجه کوي او داسې نده چې کړنې به مو ددې دنيا په څېر پاى ولري؛ بلکې پاتې کېږي او حساب وکتاب به ورسره کېږي؛ نو کوښښ پکار دى چې غوره کړنې وکړو او نيتونه مو پاک کړو او له بدو نيتونو او کړنو ځان وژغورو او په آخرت کې نيکمرغي او بد مرغي پدې دنيا کې د انسان په کړنو پورې تړاو لري؛ نو ځکه قرآن کريم د بشر نيکمرغۍ ته پر آخرت ايمان ضروري چار ګڼي.

 پر آخرت د ايمان سرچينه

تر هر څه د مخه پر آخرت د ايمان سرچينه الهي وحې ده، چې پېغمبران يې خلکو ته وايي.

وروسته تردې چې بشر خداى وپېژانده او د خداى د استازيو پر رښتينولۍ يې ايمان راوړ؛ پر قيامت او تلپاتې ژوند ايمان راوړي.

پر الهي وحې سربېره پر معاد د ايمان لپاره نورې لارې هم شته چې د بشر د عقلي او علمي څېړونو پايله ده، چې د پېغمبرانو پر ويناوو د تاييد ټاپه لګوي چې دا دي:

١- د خداى پېژندنې لار.

٢- د نړۍ پېژندنې لار.

٣- د انسان د اروا پېژندنې لار.

که وغواړو پر پورتنيو مطالبو رڼا واچو؛ نو مخکې ترې نور”علمي _ فلسفي”بحثونه پکار دي،چې ددې کتاب له حوصلې وتلي دي او موږ يواځې دې موضوع ته د وحې او نبوت له ورۀ ورننوځو؛ خو دا چې پخپله په قرآن کريم کې پورتنيو خبرو ته اشاره شوې؛ نو موږ پرې په بيل څپرکې کې رڼا اچوو.

پر لاندې مسئلو تر پوهېدو وروسته به د اسلام له نظره د اخروي ژوند پر معنا پوه شو:

د مړينې ماهيت.

تر مړينې وروسته ژوند.

برزخي نړۍ.

ستر قيامت.

د دنيوي او اخروي ژوند تر منځ اړيکه.

د انسان د کړنو انځور او تلپاتېتوب يې.

د مړينې ماهيت

مړينه څه ده؟ آيا مړينه پوپناهي ده او که بدلون او له يوه ځايه بل او له يوې نړۍ بلې ته تګ دى؟

دا هغه پوښتنه ده،چې تل د بشر په مغزو کې وه او ده او هر څوک غواړي چې ځان پرې وپوهوي او په لاس ته راوړي ځواب ايمان راوړي.

موږ مسلمانان چې پر قرآن کريم ايمان لرو؛ نو ددې پوښتنې ځواب به له قرآن کريمه واخلو او ايمان به پرې راوړو،چې د مړينې ماهيت يې په ځانګړي تعبير بيان کړى دى. قرآن کريم دې چار ته د ((توفى)) ټکى کار ولى دى. ((توفى)) او ((استيفاء)) دواړه له يوې مادې ((وفاء)) دي. څوک چې څه بشپړ، بې له کومې نيمګړتيا لاس ته راوړي؛ نو په اصطلاح کې ((استيفاء)) يې کړي؛ نو په عربي کې ورته د ((توفى)) ټکى کارولاى شي. ((توفيت المال))؛ يعنې ټول مال يې لاس ته راوړ. د قرآن کريم په څوارلسو آيتونو کې مړينې ته دا تعبير کارول شوى دى، چې ترې را په ګوتو کېږي چې د قرآن کريم له نظره مړينه؛ لاس ته راوړل (تحويل) دي؛ يعنې انسان چې مړ شي، له ټول واقعيت او شخصيت سره الهي مامورانو ته سپارل کېږي او هغوى هم انسان لاس ته راوړي. د قرآن کريم لدې خبرې لاندې مطالب را په ګوتو کېږي:

الف – مړينه پوپنا کېدل ندي؛ بلکې له يوې نړۍ بلې ته تګ دى، چې پکې انسان په بله بڼه ژوند کوي.

ب – د انسان واقعي شخصيت بدن او غړي يې ندي؛ ځکه بلې نړۍ ته د لېږد وړ ندي او د وخت په تېرېدوپه همدې نړۍ کې له منځه ځي. څه چې د انسان واقعي شخصيت دى؛ په قرآن کريم کې ورته ((نفس)) او احياناً ((روح)) ويل کېږي.

ج – روح چې د انسان واقعي شخصيت دى او د انسان تلپاتېتوب د روح تلپاتېتوب دى او د مرتبې له پلوه له مادياتو لوړ دى.

قرآن کريم په ځينو آيتونو کې دې مطلب ته اشاره کوي ،چې په انسان کې داسې حقيقت دى، چې تر اوبو او خټې اوچت دى، چې وايي:

(حجر: ٢٩ آيت): فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ

ژباړه: نو چې كله مې جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ؛ نو تاسې ټول ورته سجده کوونکي پرېوځئ.

روح ، نفس او تلپاتېتوب يې د اسلامي پوهاوي بنسټيزه خبره ده.

هغه آيتونه چې تر مړينې وروسته پر ژوند رڼا اچوي دا راښيي چې قرآن کريم، روح له بدنه مستقل او خپلواک واقعيت ګڼي چې بدن له منځه ځي؛ خو روح نۀ ځي.

ځينې ګومان کوي چې د روح او نفس خبره نشته او انسان په مړينه له منځه ځي؛ يعنې تر مړينې وروسته شعور او ادراک له لاسه ورکوي او کړخت هم نشته څو “لوى قيامت” راشي او انسان بيا را ژوندى شي او انسان يواځې دقيامت پر مهال بيا را ژوندى کېږي اوبس.

خو د قرآن کريم آيتونه پورته څرګندونه په کلکه ردوي او وايي چې تر مړينې سمدستي وروسته ژوند شته.

دا ډله ګومان کوي چې پر روح د ګروهمنو دليل د اسراء د سورت پينځه اتيايم آيت دى چې: ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) او وايي په قرآن کريم کې څو ځل د روح نوم راغلى، حال دا چې مطلب ترې بل څه دى؛ خو دا آيت هم همغه معنا مطرح کوي چې پدې آيتونو کې ده.

دا ډله نۀ پوهېږي چې دا آيت د روح د ګروهنمو دليل ندى؛ بلکې شل نورو آيتونه دي، چې په ځينو کې روح په مطلق ډول او په ځينو کې په مقيد ډول [روحنا، روح القدس ، روحى ، روحاً ، من اً مرنااو…. ] راغلى دى او دا ټول آيتونه راښيي، چې د انسان روح يو عير مادي واقعيت لري.

وګورئ: الميزان تفسير(عربي متن) : ديارلسم ټوک،١٩٥ مخ د ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) تر آيت لاندې او همداسې درېم ټوک،٢٧٠ تر ٢٧٥ مخونه د ((يوم يقوم الروح و الملائکة صفاً)) تر آيت لاندې.

نۀ يواځې قرآن کريم د روح اصالت بيان کړى؛ بلکې معتبرو حديثونو هم ددې خبرې پخلى کړى او حقيقت خو دادى چې له روحه انکار له غربي مادي پالنې سرچينه اخلي چې په خواشينۍ ځينو د قرآن کريم ساده پلويانو هم منلى دى.

اوس به له هغو څوارلسو آيتونو درې آيته د بېلګې په توګه راوړو، چې پکې د ((توفى)) ټکى راوړل شوى او تر مړينې سمدستي وروسته ژوند راښيي:

(نساء: ٩٧آيت): إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا

ژباړه: (( په واقع کې هغوى چې پرخپلو ځانوظلم كړى و(د روح قبضولو) پرېښتو ورته د ساه اخيستو پر وخت وويل: ((تاسې په څه حال كې وئ.)) ( او سره لدې چې مسلمانان وئ ؛ خو د كفاروپه ليكه كې وئ)؟ هغوى ځواب وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [=پرېښتو] وويل: ((ايا د خداى ځمكه پراخه نۀ وه؛ چې هجرت مو پکې كړى واى؟)) هغوى (څه عذر نۀ درلود او ) استوګنځى يې دوزخ دى چې دا (دوزخ) د ورتلو ناكاره ځاى دى.))

دا آيت د هغه خلکو په باب دى، چې په ناوړه چاپيريال کې ژوند کوي ،چې نور يې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې په ځان پسې را کاږي او دوى د خپل چاپيريال د پېښو لارويان دي او دا خبره يې ځان ته عذر کړې ،چې چاپيريال ناوړه دى او زموږ له لاسه څه نکېږي او ددې پر ځاى چې چاپيريال بدل کړي، په همغه ناوړه او چټل چاپيريال کې په ناوړه کارونو کې ډوب شوي؛ نو چې مړه شي او پرېښتې ترې روح اوباسي او ورسره په خبرو شي او پلمه يې بې بنسټه وګڼي؛ ځکه هغه کار (هجرت او بل چاپيريال ته کډه) يې ونکړ چې له لاسه يې کېده؛ نو پرېښتې يې پدې پوهوي چې تاسې دخپلو ګناهونومسؤل ياست.

ګورو چې پدې آيت کې مړينه ( چې په ظاهره له منځه تلل او پوپنا کېدل دي)په توفى؛ يعنې په اخېستنه او تحويل تعبير شوې. دا آيت پردې سربېره چې مړينه يې پر ((توفى)) تعبير کړې،تر مړينې سمدستي وروسته د انسان او پرېښتو تر منځ خبرواترواومارکې ته هم اشاره کوي او دا خو ښکار ده، چې که دانسان، شعور او ادراک تر مړينې يې وروسته پوپنا کېده؛ نو دا مارکې به نۀ واى. دا آيت وايي: انسان چې مړ شي؛ نو په نورو سترګو، غوږونو او ژبو له پرېښتو سره خبرې اترې کوي.

٢- (سجده/10): وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ.

ژباړه: هغوى وايي: ((ايا چې كله موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شول؛ نو ايا (بيا) به له سره نوي پيداشو؟))؛ بلكې هغوي له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاد ( د ستنېدو ورځ) په منكرېدو سره غواړي، چې پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي).

(سجده/11) قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ

ژباړه: ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرېښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

دې آيت د معاد د منکرانو يوې شبهې ته ځواب ورکړې ،چې وايي: تر مړينې وروسته زموږ هر ذره پوپنا او شيندل کېږي؛ نو څرنګه کېداى شي چې بيا را ژوندي شو؟

قرآن کريم پدې آيت کې مخالفينو ته وايي دا شبهې يواځې پلمې دي، چې دځېل له کبله يې کوئ او ستاسې واقعي شخصيت هغه ندى چې فکر کوئ او پکې ورک شوي ياست؛بلکې پرېښتې ستاسې ټول شخصيت او واقعيت اخلي.

همداسې شبهې چې پکې د بدن د غړيو د شيندل کېدو او ورکېدو شوي،د قرآن کريم په نورو آيتونو کې راغلي او بل ځواب ورته ورکړشوى او هغه دا چې دا ورکېدل ستا له نظره ورکېدل دي او بشر نشي کولاى ،چې دا ذرې را ټولې کړي؛ خو دا کار خداى ته اسان دى چې واک او علم يې نامتناهي دى.

پدې آيتونو کې د منکرانو خبره نېغ په نېغه د بدن د غړيو په هکله ده ،چې څرنګه او له کومه به را ټولېږي؟

خو دلته بل شان ځواب ورکول شوى؛ ځکه دلته يواځې دا خبره نده ،چې د بدن غړي هر يو شيندل کېږي او ورکېږي؛ بلکې وايي چې د بدن د غړيو په ورکېدو موږ هم ورکېږو؛يعنې وايي چې د بدن د غړيو په خپرېدو به زموږ واقعي شخصيت هم پوپنا شي؛خو قرآن کريم ورته ځواب ورکوي ،چې ستاسې د تصور پر خلاف، واقعي شخصيت به مو کله هم ورک نشي او له همغه پيله زموږ پرېښتو ته ورکول کېږي.

دا آيت تر مړينې وروسته د بدن د غړيو پر له منځه تګ او د روح پر بقا او پايښت ټينګار کوي.

٣- (زمر:٤٢ آيت ) اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ .

ژباړه: (( خداى ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي او (همداراز) هغه (ساه هم اخلي) چې په خپل خوب كې مړ شوي نۀ وي؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يو ټاكلې وخته بېرته لېږي، بېشكه پدې كې هغو ته (د خداى د قدرت) هرومرو څرګندې نښې دي، چې غور او فكر كوي.))

دا آيت د خوب او مړينې او په ترڅ کې د ويښتيا او اخروي ژوند ورته والى راښيي. خوب کوچنۍ مړينه ده او مړينه غټ خوب دى او په دواړو پړاوونو کې د انسان روح له يوه ځايه بل ته ځي؛خو په دومره توپير چې په خوب کې د انسان پام نۀ وي او چې را پاڅېږي؛ نپوهېږي چې په حقيقت کې له سفره راستون شوى ؛خو په مړينه کې ورته هر څه څرګندېږي.

ددې درې آيتونو له نچوړه پوهېداى شو ،چې مړينه د قرآن کريم له نظره پوپنا کېدل او له منځ تګ ندى؛ بلکې له يو حالته بل حالت ته تګ دى او همداسې د قرآن کريم له نظره د خوب پر ماهيت هم پوه شو ،چې خوب که څه هم د جسم او ظاهر له نظره د طبيعي ځواکونو پر ټپه ولاړېدل دي؛خو د روح له نظره خپل باطن او ملکوت ته ستنېدل او تېښته ده.

 تر مړينې وروسته ژوند

آيا انسان همدا چې مړ شو د قيامت نړۍ ته ورننوځي يا دا چې د مړينې او قيامت تر منځ په واټن کې له بلې نړۍ هم تېرېږي او چې لوى قيامت شو؛ نو بيا د قيامت نړۍ ته ورننوځي؟ (او البته پدې خو ټول پوهېږو چې يواځې خداى خبر دى چې لوى قيامت به کله وي؛ ان پېغمبران هم لدې مسلې بې خبره دي.)

د قرآن کريم او متواترو روايتونو په رڼا کې څوک هم تر مړينې وروسته سمدستي د لوى قيامت عالم ته نۀ ځي او پوهېږو ،چې د لوى قيامت په راتګ په لمريز نظام کې څومره اوختونونه راځي او د قيامت پر مهال هيڅ څيز پر خپل حال پاتې کېداى نشي او پردې سربېره په لوى قيامت کې وړومبي او وروستي ټول راټولېږي؛خو موږ وينو چې لمريز نظام پر ځاى دى او کېداى شي په ميليونو کاله نور هم وي او په ميليونو او ميلياردو انسانان نور هم راشي.

همداسې د قرآن کريم له نظره څوک هم تر مړينې وروسته ترلوى قيامت پورې بې حسه او چوپ نۀ پاتې کېږي؛يعنې داسې نده چې انسان تر مړينې وروسته بې سده وي او څه هم حس نکړاى شي؛ بلکې انسان تر مړينې وروسته د ژوند بل پړاو پيلوي چې پکې هر څه حسوي،غم ښادي لري چې البته دا غم ښادي يې په دنيا کې په کړنو، خويونو او افکارو پورې تړاو لري او دا پړاو به داوم مومي تردې چې لوى قيامت شي.

نو د قرآن کريم له نظره تر مړينې وروسته نړۍ په دوو پړاوونو کې ده: يوه هغه نړۍ ده چې د دنيا په څېر به پاى ته رسي ،چې ((عالم برزخ)) ورته وايي او بل د لوى قيامت دى ،چې کله به هم پاى ته ونرسي.

اوس به پر ((بزرخي نړۍ)) او (( قيامت)) بحث وکړو.

 بزرخي نړۍ

که يو څيز د دوو څيزونو تر منځ پروت وي؛ نو ورته برزخ وايي. قرآن کريم تر مړينې وروسته او د قيامت تر منځ واټن ته ((برزخ)) ويلى دى. د مؤمنون د سورت په ٩٩ او ١٠٠ آيت کې وايي:

حَتَّى إِذَا جَاء أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ (مومنون/99)

ژباړه: (هغوى له خپلې بې لارۍ لاس نۀ اخلي) تردې چې كله يې يو مړ شي؛نو وايي: ((پالونكيه! ما بېرته (دنيا ته) ولېږه.

لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ(مومنون/100)

ژباړه: ښايي نېكې چارې مې چې پرېښې وې،ترسره كړم.)) (خو ورته به وايي:) داسې نده! دا خو يواځې خبره ده چې هغه يې وايي (او كه ستون شي؛ نو كړه به يې د مخكې په شان وي) او تر شا يې د بيا ژوندي راپاڅولو تر ورځې برزخ (د قبر پرده، ده چې ستنېدو ته يې نۀ پرېږدي) دى.

دا يواځېنى آيت دى چې د مړينې او قيامت تر منځ واټن يې ((برزخ)) نومولى ،چې اسلامي علماوو هم دا نوم له همدې آيته اخېستى دى.

پدې آيت کې تر مړينې وروسته د ژوند د دوام په هکله همدومره راغلي ،چې انسانان به تر مړينې وروسته پښېمانه وي او دنيا ته د راستنېدو غوښتنه به لري؛خو غوښتنه به يې ونۀ منل شي.

تقريباً د پينځلسو آيتونو يوه ټولګه ده چې په بېلابېلو بڼو پکې تر مړينې وروسته ژوند ته اشاره شوې. دا آيتونه په څو ډوله دي:

١- هغه آيتونه چې سمدستې تر مړينې وروسته له پرېښتو سره د نېکانو او بدچارو انسانانو خبرې اترې بيانوي. دا ډول آيتونه ډېر دي چې د نساء د سورت ٩٧ آيت او د مومنون د سورت ١٠٠ آيت له دې آيتونو دي چې ورته مو اشاره هم وکړه.

٢- هغه آيتونه چې پر پورتني مضمون سربېره، اعلانوي چې پرېښتې له صالحو انسانانو سره تر مرکې وروسته وايي: تردې وروسته له الهي نعمتونو برخمن شئ؛ يعنې د قيامت را رسېدو ته يې نۀ په تمه کوي. لاندې آيتونه:

(نحل:٣٢ آيت) الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ .

ژباړه: (د مرګ) پرېښتې چې د سپېڅليواو پاكانو ساګانې اخلي، ورته وايي: ((پر تاسې دې سلام وي! د خپلو كړو وړو له امله جنت ته ننوځئ.))

قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ (يس/26)

ژباړه: (په پاى كې يې هغه شهيدكړ او) هغه ته وويل شول: ((جنت ته ننوځه.)) ويې ويل: (( كاشكې زما قوم پوهېداى،

بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ (يس/27)

ژباړه: چې پالونكي مې وبښلم او په عزتمنو كې يې وشمېرلم!))

د نحل د سورت په دوه دېرشم آيت کې له خپل قوم سره ددې مومن سړي (د آل ياسين مؤمن) خبرې اترې رانقلوي،چې خپل قوم په ((انطاکيه)) کې دهغو رسولانو لاروۍ ته رابلي،چې خلک د يو خداى عبادت ته رابولي او بيا خپل ايمان او ګروهه بيانوي او ترې غواړي ،چې خبره يې واوري او پر لار يې ولاړ شي.

د يس د سورت په آيتونو کې وايي: خو خلکو خبره يې ونۀ منله تردې،چې بلې دنيا ته ولاړ او هلته يې د ځان په هکله الهي مغفرت او کرامت وليد؛نو هيله يې وکړه چې کاشکې زما قوم چې تر اوسه په دنيا کې دى،پدې دنيا کې له نيکمرغۍ مې خبر شي))؛نو ښکاره ده چې دا ټولې پېښې تر قيامته مخکې دي؛ځکه د قيامت پر ورځ وړومبي او وروستي راټولېږي او څوک به د ځمکې پر سر نۀ وي.

٣- درېم ډله آيتونه هغه دي چې پکې د پرېښتو او انسانانو تر منځ خبرې اترې ندي راغلي؛بلکې تر مړينې وروسته او د قيامت په واټن کې نېغ په نېغه پکې د نيکمرغه او بد مرغه انسانانو د ژوند خبره مطرح شوې ده. لاندې آيتونه يې بېلګه ده:

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ(ال عمران/169)

ژباړه: (اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي، مړه مۀ ګڼه؛ بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي!

فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (ال عمران/170)

ژباړه: خداى چې پرې له خپلې لورېنې پرېمانه نعمتونه لورولي(؛نو) پرې خوښ دي او هغوى ته [=مجاهدين او راتلونكي شهيدان] چې ورپسې وي او لا تراوسه هلته ندي رسېدلي، زېرى وركوي (؛ځكه په هغه دنيا كې لوړ مقامونه يې ويني اوپوهېږي) چې وېره او خپګان پرې نشته ؛

(مومنون ٤٥ او ٤٦ آيتونه )

پدې آيت کې فرعونيانو ته دوه ډوله عذاب راغلى دى: يو تر قيامت د مخه چې په (( سوء العذاب)) تعبير شوى او هغه دا چې بې لدې چې په اور کې واچول شي، دورځې دوه ځل په اور سوځول کېږي او دويم تر قيامت وروسته چې په (( اشدَ العذاب)) تعبير شوى ،چې حکم به وشي چې په اور کې يې واچوئ. د دويم عذاب پر خلاف د لومړي عذاب په هکله د ګهيځ او ماښام نوم وړل شوى دى .

حضرت علي کرم الله وجهه د پورتني آيت د تفسير په هکله وايي چې: لومړى عذاب د برزخي نړۍ په هکله دى او په برزخي نړۍ کې د دنيا په څېر ګهيځ،ماښام،اوونۍ او مياشتې وي او دويم عذاب دلوى قيامت په هکله دى،چې هلته ګهيځ،ماښام،اوونۍ او مياشت نۀ وي.

په عالم برزخ کې پر ژوند د ټينګار په هکله معتبر روايتونه له رسول اکرم او دولس ګونو امامانو رانقل شويدي.

د بدر تر جګړې وروسته چې مسلمانان بري شول او ډېر د کفر مشران پکې ووژل شول او بيا هغوى د بدر په سيمه کې څا ته واچول شول؛نو د خداى استازي سر څا ته ورښکته کړ او و يې ويل: ((موږ د خداى راسره کړې ژمنه وليده؛ آيا تاسې هم د خداى رښتينې ژمنې وليدې؟)) ځينو اصحابو ورته وويل: ((د خداى رسوله! له مړيو سره خبرې کوئ؟ آيا خبرې مو اوري؟)) د خداى رسول وويل: ((هغوى اوس تر تاسې ښه اوري))

د محرم د مياشت پر لسمه امام حسين له خپلو يارانو د سهار لمونځ په جماعت وکړ؛ ورته يې وويل: ((لږ صبر وکړئ! مړينه هغه پُل دى ،چې له کړاوونو مو نيکمرغۍ،کرامت او پراخه جنتونو ته رسوي.)) (معانى الاخبار: درېم ټوک، ٢٨٩مخ؛ اعتقادات صدوق: يوولسم باب.)

روايت دى: ((خلک ويده دي، چې مړه شي؛ راويښېږي.)) (المحجة البيضاء: اووم ټوک،٤٢مخ)

مطلب دادى چې تر مړينې وروسته د ژوند مرتبه په دنيا کې تر ژوند اوچته ده؛لکه څرنګه چې انسان په خوب کې کمزورى حس او درک لري؛نيم ژواندى وي؛نو چې را ويښ شي؛نو سد يې پوره شي او همدغسې په دنيا کې د انسان د ژوند حالت د برزخي ژوند په پرتله ډېر کمزورى دى او انسان چې برزخي نړۍ ته ولاړ شي؛ژوند يې پوره کېږي.

دلته ددوو ټکيو يادونه لازم ګڼم :الف- ددينې مشرانو په روايتونو کې راغلي چې په عالم برزخ يواځې د انسان د ګروهو په هکله پوښتنه کېږي او د نورو مسلو پوښتنه په قيامت کې کېږي.

ب- په مړي پسې دعا،خيرات،صدقه جاريه،په ځاى يې حج کول او….. په بزرخي نړۍ کې د انسان په کار راځي .

کېداى شي چې له کوم اولاده په ژوندون مورو پلار خپه شوي وي ؛خو تر مړينې وروسته پخپلو ښو کارونو يې خوشحاله کړي.

 لوى قيامت

د تلپاتې ژوند دويم پړاو لوى قيامت دى. برزخ وګړنى اړخ لري او څوک چې مړ شي تر مړينې وروسته سمدستي برزخي ژوند پيلوي؛ خو لوى قيامت جمعي اړخ لري او داسې پېښه ده، چې ټوله هستي او انسانان رانغاړي او نوي پړاو ته ننوځي.

د قرآن کريم د آيتونو په رڼا کې په ټول لمريز نظام کې بدلون راځي چې د ستوريو له تتوالي د غرونو تر مېده کېدو پورې پکې راپېښېږي، ټول نظام له منځه ځي او بنسټيز بدلونونه پکې راځي او نړۍ له سره بيا له نويو قوانينو سره منځ ته راځي او خپل کار ته دوام ورکوي او تل پاتې کېږي چې له اوسنۍ نړۍ سره بنسټيز توپيرونه لري.

په قرآن کريم کې قيامت په بېلابېلو نومونو نومول شوى، چې هر يو د ځانګړي حالت انځور دى او دا چې په قيامت کې لومړني او وروستي ټول په يوه سطح کې واقع کېږي اوزماني ترتيب يې له منځه ځي؛ ورته ((د حشر ورځ)) يا د ((جمع ورځ)) او يا د ((يو ځاى کېدو ورځ )) وايي او دا چې ټول باطنونه پکې را ښکار کېږي او له پېچليو حقايقو پرده اوچتېږي؛ ورته ((يوم تبلى السرائر)) ويل کېږي. دا چې تلپاتې او نۀ پنا کېدونکى ده؛ ورته ((يوم الخلود)) وايي. چې سخت زړي انسان پکې پښېمانېږي چې ولې يې داسې سترې ورځې ته تيارى ندى نيولى؛ ورته ((يوم الحسرة)) يا ((يوم التغابن)) وايي او دا چې تر ټولو ستره پېښه او خبر دى؛ ورته ((نباء عظيم)) وايي.

 د دواړو نړيو د ژوند اړيکه

اسماني کتابونه پدې هڅه کې دي،چې د انسانانو پام د دواړو نړيو د ژوند تر منځ اړيکې ته را واړوي. د دواړو نړيو ژوند له يو بله بيل ندى او د هغې نړۍ د ژوند تخم په همدې نړۍ کې کرل کېږي او په هغه نړۍ کې د انسان برخليک پدې نړۍ کې په کړنو پورې تړاو لري.

پېغمبر اکرم ( کنوزالحقايق ،ددال باب ) وايي: ((دنيا د آخرت پټى دى)) په دنيا کې چې بد يا ښه وکرئ؛ نو په آخرت کې به يې رېبئ او پخپله پوهېږئ دا ناشونې ده، چې څوک غنم وکري او کجوره ورېبي؛ همداسې ناشونې ده چې انسان په دنيا کې بد خويه، بد چارى او بد فکره وي؛ خو په آخرت کې نېکمرغه شي.

د کړنو انځور:

د قرآن کريم او احاديثو په رڼا کې نۀ يواځې دا چې انسان نۀ پوپنا کېږي؛ بلکې د قيامت پر ورځ د خپلو کړنو انځور هم ويني.ښه کړنې ،ښکلې او په زړۀ پورې انځور لري او بد کړه ناوړه او وېرونکى انځور لري.

دلته درې آيتونو او دوه حديثونه ته اشاره کوو:

آيتونه:

(آل عمران:٣٠ آيت): َوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ.

ژباړه: (( پر هغه ورځ به هرڅوك خپل ښه او بدكړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي، چې (كاشكې) د هغه او د بدوكړنو ترمنځ يې ډېر(زماني) واټن واى! خداى تاسې له خپلې (نافرمانۍ) وېروي (او په عين حال كې) خداى پرخپلو بندګانو مهربان دى.))

دا آيت راښيي چې انسان د خپلو نېکوکړنو انځور په ښه او زړۀ پورې بڼه ويني چې په ليدو يې خوشحالېږي او د بدو کړنو انځور به په ډېره بده بڼه ويني چې په ليدو يې کرکجنېږي او ترې تښتي؛خو هغه ورځ انسان له کړنواوکړنې يې له انسانه د بېلېدو وړ ندي؛ بلکې د انسان د وجود يوه نۀ بېلېدونکى برخه ده.

(کهف:٤٩ آيت) وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا .

ژباړه: ((او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو تۀ به ګورې چې ګناهکاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې را ټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر ويني او ستا پالونكى پرهېچا تېرۍ نكوي.))

ددې آيت مفاد هم د تېر شوي آيت د مفاد په څېر دى.

يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِّيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ ( الزال/6)

ژباړه: ((پر هغه ورځ خلك ډلې ډلې (له قبرونو) راوځي چې د خپلو كړونو(پايلې) ورته وښوول شي.))

فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ( زلزال/7)

ژباړه: (( نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي وبه يې ګوري. ))

وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ(زلزال/8)

ژباړه: (( او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي وبه يې ګوري.))

انسان تلپاتې دى.؛نود انسان کړنې او آثار هم تلپاتې دي او انسان ددې دنيا په لاس ته را وړنو او خويونو، که ښه وي او که بد، په هغه نړۍ کې ژوند کوي.

حديثونه:

١- يوه ډله مسلمانان له لرې ځايه رسول الله ته راغلي وو او د خبرو په ترڅ کې نصيحت يې ترې وغوښت. رسول الله ورته وويل: ((هغې دنيا ته له اوسه ښه ملګري پيدا کړئ چې په هغه دنيا کې د هر چا د کړنو ژوندى انځور ملګرى يې دى. ))

مؤمن انسان د تلپاتې ژوند په پام کې نيوو سره خپلو فکرونو، خويونو او کړنو ته خورا پام کوي؛ځکه پوهېږي چې دا چارې له منځه تلونکې ندي؛بلکې تر ځان د مخه يې بلې دنيا ته لېږي او ورسره به وي.

د دواړو ژوندونو ګډ او بېل ټکي

د دنيا او اخرت د ژوند ګډ ټکي دادي چې په دواړه ژوندونو کې ژوند حقيقي او واقعي دى،په دواړو ژوندونو کې انسان له ځان او ورپورې په اړوند مسئلو پوه دى،په دواړو ژوندونو کې خوند او کړخت،غم او ښادي ، نيکمرغي او بدمرغي شته. پر دواړو ژوندونو انساني او حيواني غرايز واکمن دي. په دواړو ژوندونو کې انسان له خپل بدن او غړيو سره ژوند کوي؛خو سره لدې ګډ وټکيو بنسټيز توپيرونه هم لري.

دلته زوکړه،ماشومتوب،ځواني،زړښت او ورپسې مړينه ده؛خو هلته نشته. دلته بايد کار وکړو او تخم وکرو؛خو په هغې دنيا کې بايد ددې دنيا کرل شوي ورېبو. دلته د عمل او کار ځاى دى او هلته د پايلې او حساب وکتاب ځاى دى. دلته د انسان د برخليک د بدلون امکان د کړنو او لوري په بدلون سره شته؛خو هلته نشته. دلته ژوند له مړينې سره يو ځاى دى او هر ژوند له مړې مادې سره ګډ دى او پردې سربېره له مړي ژوندى زېږېږي او له ژوندي مړى؛لکه څنګه چې بې ځانه ماده په ځانګړيو شرايطو کې په ژوندۍ اوړي؛خو هلته محض ژوند واکمن دى؛د هغې نړۍ جسم او ماده هم ژوندي دي؛ځمکه او اسمان يې ژوندى دي،باغ او مېوې يې د انسان د کړنو د انځورونو په څېر ژوندي دي، اور او عذاب يې هم شاعر او پوه دي. دلته اسباب،علل او ځانګړي زماني شرايط واکمن دي،حرکت او بشپړتيا شته؛خو هلته يواځې الهي ملکوت او اراده واکمنه ده. په هغه نړۍ کې د انسان شعور،ادراک ،پوهه،ليدل او اورېدل په مطلقه بڼه غښتلې کېږي او په بله وينا د انسان له سترګو پردې اوچتېږي او انسان په پراخه او غښتلي ليد حقايق درکوي؛لکه چې قرآن کريم وايي:

( ق: ٢٢آيت) لَقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ .

ژباړه: (ورته ويل كېږي) په يقين، تۀ خو لدې (ورځې او سترې محاكمې) بې خبره وې؛نو موږ (له سترګو) دې پرده لرې كړه؛نو نن دې سترګې تېزې دي.

دلته انسان ستړى دى او داسې حالت لري ،چې يو څيز ترې ورک شوى او لټوي يې او څه ته چې رسي،ګومان کوي چې موندلاى يې دى او زړۀ پرې خوشحالوي؛خوڅه مودې وروسته احساسوي چې خپل ورک شوى يې ندى تر لاسه کړى؛نو بيا ستړى او نهيلى شي او په بل څه پسې ځي؛نو ځکه انسان په دنيا کې د هغه څه غوښتونکى دى ،چې نۀ يې لري او هغه څه يې زړۀ شين کړى،چې لري يې؛خو په آخرت کې خپل فطرت او غوښتونو ته رسي؛يعنې تلپاتې ژوند ته چې د نړۍ پال تر څنګ دى او بيخي نۀ ستړى کېږي چې قرآن کريم شريف هم دې مطلب ته په اشاره وايي:

(کهف:١٠٨ آيت) خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا

ژباړه:((هلته به تل اوسېږي او له هغه ځايه هېڅ لېږد نۀ غواړي. ))

نو ځکه جنتيان سره لدې چې تل په جنت کې وي؛خو پکې نۀ تنګېږي او په اوسېدانه پکې نۀ مړېږي.

او پردې سربېره هلته چې انسان هر څه وغواړي، په الهي اراده يې ترلاسه کولاى شي؛ نو هغه څه يې نۀ کړوي چې نۀ يې لري.

 د قرآن کريم دلايل

که څه هم پر قيامت د ايمان سرچينه مو قرآن کريم او سنت دي؛نو لازمه نده چې د قيامت په باب شواهد، قرائن او علمي دليلونه راوړو؛ خو ددې مسئلې په پام کې نيوو سره چې پخپله قرآن کريم پر مسئلې لا ښه پوهېدو ته د قيامت په باب يو لړ دليلونه راوړي؛نو موږ څو دليلونه راوړو.

د قرآن کريم دليلونه د قيامت د منکرانو ځوابونه دي. دا ځوابونه کله وايي چې د قيامت د راتلو په لار کې خنډ نشته او هغوى ته ځواب دى ،چې د قيامت راتګ ناشونى ګڼي. ځينې نور آيتونه يو ګام مخکې تللي او وايي چې په همدې دنيا کې هم د قيامت په څېر څيزونه وو او دي ،چې په ليدو يې له قيامته د انکار ځاى نۀ پاتې کېږي. ځينې آيتونه تردې هم يو ګام مخکې تللي او د قيامت شتون او راتګ يې د حکميانه نظام د خلقت پايله، ضروري او پرېکنده ګڼلى دى؛ نو هغه آيتونه چې پکې د قيامت په هکله دليلونه راوړل شوي، درې ډوله دي ،چې په ترتيب يې راوړو:

١- د يس د سورت په ٧٨ او ٧٩ آيتونو کې وايي:

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ( يس/78)

ژباړه: او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پيدايښت يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))

قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ (يس/79)

ژباړه: ووايه: ((دا همغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي))

 دا آيت د هغه کافر سړي ځواب دى ،چې وروست هډوکى يې را واخېست،و يې رژاوه او په هوا کې وشينده او بيا يې وويل: څوک دا شيندل شوې ذرې ژوندۍ کولاى شي؟)) قرآن کريم ځواب ورکوي: ((همغه چې په لومړي ځل يې پېدا کړل.))

انسان کله د خپل ځواک او قدرت په پام کې نيوو سره، چارې پر شونې او ناشونې ويشي او څه يې چې د خپل ځواک له ولکې پورته وليدل؛ نو ګومان کوي چې ناشونى چار دى.

قرآن کريم وايي: د بشر د ځواک په پام کې نيوو سره دا ناشونى چار دى؛خو دهغه ځواک په پام کې نيوو سره يو شونى چار دى چې په لومړي ځل يې پېدا کړ.

په قرآن کريم کې ډېرآيتونه دي چې د الهي ځواک پر بنسټ د قيامت په هکله بحث کوي. ددې آيتونو مفاد دا دى چې د عادل او حکيم خداى د مشيت غوښتنه ده،چې قيامت دې وي او د قيامت د راتګ په لار کې خنډ نشي واقع کېداى.

٢- دويمه ډله آيتونه بېلګې راوړي چې په دوه ډوله دي:

الف- هغه آيتونه چې په تېر وخت کې ځانګړې پېښه رانقلوي چې مړى له سره را ژوندى شو؛ لکه هغه آيتونه چې د حضرت ابراهيم عليه السلام په کيسه کې راغلي ،چې خداى ته يې وويل: ((پالونيکه! ما ته د مړيو د ژوندي کېدو څرنګوالى راوښيه.)) په ځواب کې ورته وويل شول: (( پدې خبره ايمان نلرې؟)) ابراهيم عليه السلام وويل: ((ولې نۀ؛خو غواړم چې زړۀ مې ډاډمن شي.)) ورته وويل شول: ((څلور مارغان را واخله، سرونه يې پرې کړه، د ټولو غوښې سره واغږه اوپر څلورو غونډيو کېږده او بيا هر يو ته په نوم غږ وکړه؛ نو وبه ګورې چې هريومارغه به بېرته د خداى په حکم را ژوندى او ستا لوري ته به راشي.))

ب- هغه آيتونه چې دحضرت ابراهيم عليه السلام د پېښې په څېر خارق العاده پېښې نۀ بيانوي؛بلکې پر شته او په سترګو ليدونکي نظام استدلال کوي ،چې ځمکه او بوټي په مني او ژمي کې مري او په پسرلي کې بېرته را ژوندي کېږي، همداسې نړۍ به تته او سړه شي،لمر او ستوري به را ونړېږي؛ نړۍ به مړه شي؛خو دا مړينه د تل لپاره نده؛ يو ځل بيا به په بل کيفيت او وضع را ژوندۍ شي.

او پر دې خبره خو انسانان ځکه پوهېداى شي ،چې د انسانانو عمرونه، پينځوس، شپېته، اويا او کله هم اتيا او نوي کلونه وي چې د ژوند په ترڅ کې څو څو ځل د ځمکې مړه کېدل او بيا ژوندي کېدل ويني؛خو پدې خبره به هله انسان نۀ پوهېده چې د ځينو ژويو؛لکه ماشي په څېر يې عمرونه څو مياشتې وو او دا خو ښکاره خبره ده، چې ماشي ته د باغ بيا را ژوندي کېدل له تصوره بهره خبره ده ،په پسرلي کې يې زوکړه وي او په مني او ژمي کې مري.

قرآن کريم وايي: ((قيامت بيا ژوندي کېدل دي او بيا ژوندي کېدل هغه څه دي چې کوچنۍ بېلګه يې پر ځمکه وينئ.))

پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم وايي: ((پسرلى مو چې وليد؛ نو قيامت ډېر را پر ياد کړئ.))

يعنې پسرلى د قيامت بېلګه دى. هغه آيتونه هم ډېر دي ،چې د اوسني نظام پر مړينه او ژوندي کېدو استناد کوي؛ لکه:

فاطر: نهم آيت: وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ .

ژباړه: ((او خداى هغه دى، چې بادونه يې لېږلي دي، چې ورېځې را پورته كوي، بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړو ځمكو ته شړو؛ نو تر مړوالي (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) ژوندي كول (هم) همدغسې دي.))

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ (حج/5)

ژباړه: (( خلكو! كه تر مرګ وروسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ چې:) موږ تاسې له   خاورې پيداكړي ياست، بيا له څاڅكي،بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې) بيا له يوې بوټۍ غوښې چې ځېنې يې شكل او خلقت لري او ځېنې يې بې شكله وي .( دا موږ ددې لپاره ښيو) چې تاسې ته څرګنده كړو (چې موږ پرهركارقادر يو )او جنينونه چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې پورې يې (د ميندو) په رحمونو(زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا تاسې د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه دا ده چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسېږئ، پدې تر څ كې (له تاسې) ځېنې مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسېږي؛داسې چې پرهرڅه تر پوهېدو وروسته، بيا پرهېڅ نۀ پوهېږي (بلخوا) او تۀ ( په ژمي كې ) ځمكه وچه او شاړه وينې؛خو چې كله پرې باران ووروو؛نو خوځېږ ي او ډډه شي او هر ډول ښكلي(بوټي) راټوكوي .))

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (حج/6)

ژباړه: ((دا لدې ا مله دي، چې ( پوه شئ) الله حق دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او پر هرڅه قادردى .))

وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ (حج/7)

ژباړه: (( او دا چې قيامت هرومرو راتلونكى دى، شك پكې نشته او بېشكه هرڅه چې په قبرونوكې دي، خداى هغوى ژوندي راپاڅوي.))

د دې ډلې او لومړۍ ډلې آيتونو توپير پدې کې دى، چې يواځې د خداى پر وسمنۍ تکيه نکوي؛بلکې بېلګه هم راوړي،چې په محسوس نظام کې خداى په خپل قدرت همداسې کړي دي.

٣- درېمه ډله آيتونه هغه دي چې د قيامت راتګ يې ضروري او حتمي چار ګڼلى او نشتون يې د خداى د ذات په هکله ناروا او ناشونى چار ګنلى دى.

دا مطلب له دوو لارو بيان شوى دى: يو د الهي عدل له لارې چې خداى هر مخلوق ته د خپل استحقاق او وړتيا هومره ورکوي او بل د الهي حکمت له لارې چې خداى ټول مخلوقات د يوې موخې لپاره پېدا کړي او د الهي حکمت غوښتنه ده چې موجودات کمال ته ورسوي.

قرآن کريم وايي: که قيامت، تلپاتې ژوند، نيکمرغي او اخروي سزا نۀ وي؛ نو د خداى د عدل پر خلاف به وي او خداى ظلم نکوي او وايي: که تلپاتې ژوند نۀ وي؛ نو خلقت به بېځايه وي او خداى بېځايه چارې نکوي.

هغه آيتونه ډېر دي چې د الهي عدل او حکمت پر بنسټ يې قيامت ضروري او حتمي چار ګڼلى دى لکه:

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ(ص/27)

ژباړه: (( او موږ اسمان او ځمكه او څه، چې يې تر منځ دي، خوشې (او بابېزه) ندي پيدا كړي، دا دهغوى ګومان دى، چې كافران شوي (او حق يې پټ كړى) دى؛ نو (د دوزخ) له اوره پر كافرانو افسوس.))

أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (ص/28)

ژباړه: ((ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي، د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو په څېر كړو؟!))

ګورو چې په لومړي آيت کې يې په خلقت کې د حکيم خداى پر حکمت او په دويم آيت کې يې په خلقت کې د عادل خداى پر عدل استناد کړى دى.

٢- د ((جاثيه)) د سورت په ٢١ او ٢٢ آيتونه:

أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ( جاثيه/21)

ژباړه: (( ايا هغو كسانو چې ناوړه چارې او ګناهونه يې كړي دي،انګېرلې ده ،چې موږ به يې له هغو كسانو سره برابر كړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي وي؟ (داسې) چې ژوند او مرګ يې برابر وي؟! هغوى څومره ناوړه پرېكړه كوي!))

وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ( جاثيه/22)

ژباړه: (( او خداى اسمانونه او ځمكه په حق (او د مصلحت له مخې) پيدا كړي ( نۀ خوشې او په باطلو)،چې هر چاته د خپلو كړنو بدله وركړاى شي او تېرى به پرې ونشي. ))

ګورو چې په لومړي آيت کې يې د خداى پر عدل او په دويم آيت کې يې د خداى پر حکمت استنادکړى او تر دويم آيت لاندې يې د قيامت په راتګ کې بيا پر عدل استناد کړى دى.

رڼاوۍ:

دلته لازم ګڼم چې پردې خبره رڼا واچوم چې څرنګه د قيامت را تګ هم د الهي حکمت او هم د الهي عدل غوښتنه ده؟ او څرنګه به الهي حکمت او عدل نۀ وي که قيامت نۀ وي او څوک د خپلو کړنو سزا او ثواب و نۀ ويني؟

الهي عدل

عدالت په خپله پراخه معنا کې د حق خاوند ته بې له توکمه حق ورکول دي او که د حق خاوندانو ته حق ورنکړاى شي؛ نو عدالت به نۀ وي پلى شوى او همداسې که توپير وشي او ځينو ته حق ورکړ او ځينو ته ورنکړاى شي؛ نو بيا د عدالت خلاف خبره ده.

که ښوونکى خپلو زده کوونکو ته تر وړتيا لږې نمرې ورکړي؛ نو د عدالت پر خلاف يې عمل کړى او که همداسې ځينو ته يې د وړتيا له مخې او ځينو ته د وړتيا له مخې ورنکړي؛نو د عدالت پر خلاف چار يې کړى دى.

عدالت له يوه پلوه له مساوات سره ملازم دى . مساوات؛ يعنې ټولو ته په يوه سترګه کتل او پکې توپير نکول،چې ددې ډول مساوات لازمه عدالت دى؛ يعنې دا چې هر چاته د وړتيا له مخې ورکړه شي که لږه وړتيا لري، لږه ورکړه شي او چې ډېره لري، ډېره ورکړه شي.

خو که په ورکړه کې وړتيا په پام کې و نۀ نيول شي او ټولو ته يو هومره ورکړه شي؛ نو د عدالت خلاف به مو کړي وي، چې ظلم دى.

نو دالهي عدل معنا دا ده چې د نړۍ موجودات هر يو د هستۍ په يوه درجه کې له الهي فيضه برخمن دي او بلخوا، خداى د امکان تر پولې يو موجود هم له خپل فيضه نۀ بې برخې کوي او هر موجود که څه نلري؛ نو د درلودو وړتيا يې نلري.

انسان دعالي، اخلاقي، علمي، مذهبي او الهي انګېزو خاوند دى ،چې خپل ټول کارونه ددې انګېزو تر اغېز لاندې تر سره کوي. د قرآن کريم د وينا له مخې د انسان عملي نظام د ((ايمان او صالح کړنو)) پر بنسټ دى او پدې عملي نظام کې تلپاتې ژوند او د خداى خوښي غواړي. په انسان کې هم د تلپاتېتوب ستر فکر دى او هم غرېزې لري چې خداى ته يې را کاږي، چې دا ټول د تلپاتېتوب استعداد او وړتيا يې راښيي. په بله وينا دا هر څه د انسان د روح تجرد او غېر ماديتوب راښيي.ټول انسان ته د يو جنين په څير دي، چې د مور په ځيلانځ کې په يو لړ سيسټمونو (لکه هاضمې، تنفسي او عصبي) سمبالېږي چې يواځې ترځيلانځ وروسته ژوند سره سمون خوري؛ خوله ځيلانځي نهه مياشتني ژوند سره اړخ نلګوي.

سمه ده چې انسان پدې دنيا کې د ((ايمان او صالحو کړنو)) له نظامه برخمن دى؛خو دا برخمني بالتبع دي؛ يعنې ايمان او صالح کړه وړه د يو تخم په څير دي ،چې يواځې په يو نيکمرغه تلپاتې ژوند کې د ودې او روزنې وړتيا لري؛يعنې په تلپاتې ژوند کې تلپاتې ژوند ته مفهوم او معنا پېدا کوي.

انسان نۀ يواځې دا چې د ايمان او صالح کړنو په نظام کې له طبيعته پورته الوزي او تر مادي اړيکو پورته تخمونه کري؛د ايمان او صالح کړنو پر خلاف نظام کې (چې قرآن کريم ورته د کفر او فسق نظام وايي) هم کارونه يې د طبيعي حسابونو او حيواني او جسمي اړتياوو او طبيعي اړيکو بهر وځي او تلپاتې او روحي اړخ مومي؛خو انحرافي بڼه پيدا کوي؛نو ځکه يو ډول تلپاتې ژوند لاس ته راوړي ،چې له خواشينۍ،دردونو او کړاوونو سره يو ځاى دى چې په ديني اصطلاح کې ورته دوزخي وايي.

انسان داسې ندى چې که د ايمان او صالح کړنو په بهير کې حرکت ونکړي؛ نو په حيواني کړۍ کې به ځان کابو کړاى شي؛ بلکې په اصطلاح تر صفر لاندې هم ځي او د قرآن کريم ( اعراف : ١٧٩ آيت ) په تعبير ((بل هم اضل))؛ يعنې تر څاروي هم بې لارې اوټيټېږي .

اوس که تلپاتې ژوند او قيامت نۀ وي؛ نو د هغو انسانانو مثال به (چې د ايمان او صالح کړنو په نظام کې يې ژوند کړى او هغوى چې د ايمان او صالحو کړنو پر خلاف نظام کې يې ژوند کړى وي) د هغو زده کوونکيو وي ،چې ځينو يې په ښه توګه زده کړې کړې وي او ځينو يې نۀ وي کړي او ښوونکى وغواړي چې دواړه ډلې له نمرو بې برخې کړي؛ نو دا بې برخې کول ظلم دى چې د عدل پر خلاف دى.

دا مطلب په ساده ټکيو هم ويلاى شو او هغه دا چې خداى انسانان نيکو کړنو او ايمان ته رابللي. خلک ددې بلنې په منلو کې دوه ډلې شول: ځينو دا بلنه ومنله او خپل فکري،اخلاقي او عملي نظام يې د هغه پر بنسټ کېښود او ځينو و نۀ منله او پر بدکارۍ او فساد بوخت شول.

بلخوا وينو چې ددې دنيا نظام هم داسې ندى ،چې سل په سلو کې نېکانو ته اجر او بدکارانو ته سزا ورکړي؛بلکې يو لړ نيکۍ دي ،چې د انسان ژوند پکې پاى ته رسي او د اجر ورکولو مهلت لاس ته نۀ راوړي؛نو بله نړۍ بايد وي چې انسان پکې د خپلو صالحو کړنو بشپړ او وړ اجر لاس ته راوړي او بدکاران د بديو سزا وويني او که داسې نۀ وي؛ نو د الهي عدل پر خلاف دي.

 الهي حکمت

د انسانانو کارونه په دوه ډوله دي: بېځايه او عبث کارونه چې ښه پايله نلري؛يعنې موږ هغو کمالونو او استعدادونو ته نشي رسولاى، چې په موږ کې دي. په بله وينا: موږ واقعي نېکمرغۍ ته نشي رسولاى او بل د عقل له مخې کارونه دي چې په زړۀ پورې پايلې لري او پوره کمال ته مو رسولاى شي. لومړيو کارونو ته پوچ او بېځايه کارونه وايي او دويمو ته اصيل او حکميانه کارونه وايي.

نو د انسانانو حکميانه کارونه هغه دي ،چې کمال ته مو ورسوي؛ نو د خداى حکيمانه کار به څرنګه وي؟ آيا د خداى حکميانه کار هم هغه دى چې کمال ته يې ورسوي او د خداى عبث کار به هغه وي چې کمال ته د رسېدو په لار کې خنډ يې شي؟ نۀ! هغه غني دى او چا ته اړتيا نلري؛ څه چې کوي فضل، بخشش او ورکړه يې ده. يو کار يې هم ددې لپاره ندى چې په ځان کې نيمګړتيا له منځه يوسي او يا کمال او نيکمرغۍ ته پرې ورسي. د خداى حکيمانه کار هغه دى چې انسان پرې کمال ته ورسوي او په خداى پورې د بېځايه کار تړل پردې معنا دى، چې خداى مخلوق پيدا کړى او وړ کمال ته يې ونرسوي؛ نو ځکه د خداى او انسان په باب د حکميانه کارونو معنا خورا توپير لري.

په انسان کې حکمت د عقل له مخې په هغه بهير کې مخکې تلل دي، چې کمال ته يې ورسوي؛خو د خداى حکمت ،مخلوقات کمال ته رسول دي. په بله وينا: د خداى په باب حکمت دا دى، چې خداى څيزونه پيدا کړي او د هغوى د شان له مخې يې پر مخ وړي .

دا چې د انسان حکمت پدې کې دى، چې داسې چارې وکړي چې کمال ته يې ورسوي؛ نو هيڅ ضرورت نشته چې د انسان د چارې او پايلې تر منځ واقعي اړيکه وي؛يعنې ضرورت نلري چې کار طبيعتاًهمغې پايلې ته متوجې وي او پايله دکار کمال وشمېرل شي. څه چې ضرورت لري دادى، چې د کار پايله انسان ته کمال او ګټه وشمېرل شي. د مثال په توګه انسان له لرګي، اوسپنې، خاورې، تيږي او…. اوزار جوړوي او حکميانه پايله ترې لاس ته راوړي. چوکۍ، لرګي ته، کور تيږي ته او موټر اوسپنې ته کمال نۀ شمېرل کېږي؛ خو هغه پايله چې ترې اخلي؛ لکه په چوکۍ ناست ،په کور کې اوسېدل او په موټر کې سپرلى، انسان ته يو کمال او لږ تر لږه يوګټورچار شمېرل کېږي.

خو د خداى د کار او کومه پايله چې ترې اخلي، واقعي او طبيعي اړيکه شته؛يعنې د هر کار پايله او پاى د همغه کار واقعي کمال دى. خداى خپل مخلوق چې فعل او کار يې دى، د همغه مخلوق د کمال پر لور سيخوي؛ لکه څنګه چې وينو هر تخم د خپل کمال پر لور په حرکت کې دى.

هغه مسله چې اوس مطرح کېږي، دا ده چې په طبيعت کې هر څه، بې ثباته او بدلېدونکى دي. په بله وينا: هر څه لنډمهاله او پاى ته رسېدونکي دي. د طبيعت ټول پړاوونه ((منزل)) دى او منازل د لارو ځانګړنه لري چې يو يې هم نهايي مقصد ندى.

نو ځکه د ځينو ماغزو ته د پيدايښت په باب چټي فکر پيدا شوى او وايي: نړۍ د يو کاروان په څېر ده ،چې تل په حرکت کې ده او منزلونه بدلوي او کله هم واقعي مقصد ته نرسي؛ هر مقصد پخپل ذات کې يو منزل دى؛ ځکه طبيعت هم ترې تېرېږي او شاته يې پرېږدي؛ نو ښکاره ده چې يو حرکت او سفر هله معنا او مفهوم پيدا کوي چې يو واقعي مقصد ولري؛ خو که ټول مقصدونه، منزلونه او تلل وي او رسېدل پکې نۀ وي؛ نو دا حرکتونه بېځايه او خوشې دي. که د هرې هستۍ تر شا نيستي وي او د هرې آبادۍ تر شا خرابي او هر حرکت ځاى پرېښوولو ته وي؛ نو نړۍ د سردرګمي او تکرار په جال کې راګېره ده؛ نو ځکه د هستۍ بنسټ خوشى اوهسې په هسې دى.

قرآن کريم ځواب ورکوي: هو! که يواځې طبيعت او دنيا وه او بس، که ټولې زوکړې مړينې ته، که ټول شنه کېدل ژېړېدو ته او ټول نوي کېدل زړېدو ته وو؛ نو ددې نيوکو ځاى و؛ خو د هستۍ په هکله داسې څرګندونې له نيمګړي ليده سرچينه اخلي؛ له هغه ځايه سرچينه اخلي چې هستي د دنيا او طبيعت په محدود چوکاټ کې فرض شي؛ خو هستي په دنيا او طبيعت پورې محدوده نده؛ دنيا ((لومړۍ ورځ)) ده چې ورپسې ((آخره ورځ)) راځئ؛ دنيا ((تلل)) او آخرت ((رسيدل)) دي.

حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغې په ٢٠١ خطبه کې وايي: ((دنيا د تېرېدو کور او آخرت د اوسېدو کور دى.)) آخرت دى ،چې دنيا ته معنا ورکوي؛ځکه مقصد دى چې حرکت ته معنا او مفهوم ورکوي.

که د آخرت تلپاتې نړۍ نۀ واى؛نو دې نړۍ به وروستى مقصد نۀ درلود ،چې واقعاً مقصد وي نۀ ((پړاو)) او ((منزل)) او روزګار به يو ډول سردرګمي وه او د قرآن کريم په اصطلاح پيدايښت به ((عبث))، ((باطل)) او (( لعب)) وو؛ خو پېغمبران راغلي،چې ددې بنسټيزې غلطۍ مخه ونيسي .او موږ له هغه حقيقته خبر کړي ،چې نۀ پوهېدل پرې ، هستي زموږ په نظر کې بې موخې او بې معنا کوي او ماغزو ته مو د بې معنا توب ،((لعب))او خوشې توب فکر را اچوي او دا ډول فکر چې زموږ ماغزو ته راننوت؛نو پخپله پر بې معنا او بې موخې موجوداوړو.

پر آخرت او قيامت د ايمان يوه ګټه داده چې موږ له خوشېتوب او بې موخۍ ساتي او موږ، فکر او هستۍ ته معنا ورکوي.

سرچینه : حیات اخروی د استاد شهید مطهری لیکنه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست