د پېغمبر اکرم (ص) د ځيګر ټوټې غاړکۍ
حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) روايتوي : د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ، ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو پوخمنګی سړى راغى، چې شلېدلې جامې يې پر تن وې ويې ويل: وږى يم كالي مې نشته څه راكړئ. رسول اكرم ورته وويل: اوس څه نه لرم د فاطمې كور ته ولاړ […]
فاطمه او د قيامت ورځ
حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده،په دې باب حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي: زما لور فاطمه به په قيامت کې په داسې حال كې راپاڅي،چې په ((اب حيات)) پسوللي كالي به يې اغوستې وي او ټول مخلوق به ورګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې ټول حيران […]
برکتي کور
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د “خندق” په غزا کې مدينه محاصره وه او هر چا به تر خپله وسه د جګړې ملاتړ کاوه؛حضرت فاطمې به ډوډۍ پخولې او مجاهدينو ته به يې وړې . يوه ورځ يې خپلو زامنو ته ډوډۍ پخه کړې وه؛نو پلار ورته راپر ياد شو؛په منډه يې ځان د جګړې ليکې […]
د خداى لپاره مو کوم کار کړی دى
درې تنه پر لار روان وو،چې باران پرې راکېوت او په غره کې يو غارته ننووتل،ناڅاپه له غره ډبره راولوېده او د غار خوله يې ټپه کړه او دوى پکې بند پاتې شول. يو بل ته يې وويل:هر يو دې فکر وکړي،چې د خداى لپاره يې کوم کار کړی دى او د هماغه له مخې […]
له شرابو ځان وژغورئ
په پخوانيو زمانو کې يوه بې لارې ښځه پر يوه سړي مينه شوې وه،ښځې ورپسې خپله وينځه ولېږله،چې د شهادت لپاره دې راشي.سړى له وينځې سره راغى او په هر وره به، چې ننووته؛نو وينځې ورپسې ور تاړه،څو هغې کوټې ته ننووت،چې ښکلې ښځه له مريي سره ناسته وه او د شرابو منګوټى يې تر […]
د عدى بن حاتم (رض) طى ايمان
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عدى بن حاتم طى ايمان پېغمبر اکرم له مخکې خبر و،چې د طى په ټبر كې لوى بوت دى،چې اوس يې هم عبادت كېږي؛نو ځكه پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسر؛علي (ک) له 150 تنو سپرو سره د بوت ړنګولو ته ولېږه. حضرت علي (ک) احساس كړل،چې دا ټبر به […]
فداكاره مېرمن
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د فداكاره ښځو بله بېلګه حضرت عمرو بن جموع سره له دې چې ګوډ و او جهاد هم پرې فرض نه و؛خو پر ډېر ټينګار يې له پېغمبر اکرمه د جهاد اجازه واخسته او د مسلمانانو په لومړۍ ليكه كې ودرېد. زوى يې “خلاد” او د خور مېړه يې “عبدالله بن […]
ايمانداره مېرمن
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ايماندارې مېرمنې کيسه د “بني دينار” د ټبر مېرمن ،چې مېړه ، پلار او ورور يې له لاسه وركړي وو، د ښځو په منځ كې ناسته وه او اوښكې يې تويولې او نورو ښځو هم وير كاوه. پېغمبر اکرم د دې ښځو تر څنګه تېرېده.دې مېرمن په شاو خوا کې […]
غيرتي كول
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غيرتي كول د احد د جګړې تر پيلېدو مخکې،پېغمبر اکرم توره رواخسته او د خپلو سرتېرو د غيرت راهڅولو لپاره يې وويل:څوك دى ،چې توره واخلي او حق يې پر ځاى كړي؟ ځينې راپاڅېدل؛خو د خداى(ج) رسول ورته توره ورنه کړه. “ابوجاذبه” راپاڅېد،چې ننګيالى سرتېرى و، و يې ويل: د دې […]
دوه سرتیري
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دوه له ځانه تېر سرتېري پېغمبر اکرم (ص) په يوه سيمه كې د خپلو سرتېرو د پرېټ او رسم ګذشت معاينه وكړه. ځلېدونكې څېرې او د تورو پړكار يې له لرې ښكارېدې. د پېغمبر اکرم لښكر د عمر له پلوه يو له بل سره خورا توپير درلود. په دې لښکر کې […]