تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د فداكاره  ښځو بله بېلګه حضرت عمرو بن جموع سره له دې چې ګوډ و او جهاد هم پرې فرض نه و؛خو پر ډېر ټينګار يې له پېغمبر اکرمه د جهاد اجازه واخسته او د مسلمانانو په لومړۍ ليكه كې ودرېد. زوى يې “خلاد” او د خور مېړه يې “عبدالله بن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د فداكاره  ښځو بله بېلګه

حضرت عمرو بن جموع سره له دې چې ګوډ و او جهاد هم پرې فرض نه و؛خو پر ډېر ټينګار يې له پېغمبر اکرمه د جهاد اجازه واخسته او د مسلمانانو په لومړۍ ليكه كې ودرېد. زوى يې “خلاد” او د خور مېړه يې “عبدالله بن عمرو” هم په جګړې كې ګډون كړى و،چې درې واړه شهېدان شول.

 د هغه ښځه؛ “هنده” د “عمرو بن خرام”  لور د “جابر بن عبدالله انصاري” ترور، احد ته راغله او خپل شهيدان يې پر اوښ بار كړل او مدينې ته راغله . په مدينه كې اوازه شوې وه،چې پېغمبر اکرم مړ شوى دى. ښځې د پېغمبر اکرم پر احوال د پوهېدنې لپاره د احد پر لور رواتې وې، هغه په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم مېرمنې وليدې، هغوى ترې د پېغمبر اکرم په باب پوښتنه وكړه. دې مېرمن حال داچې خپل شهيدان يې پر اوښ بار كړي وو، پر ورين تندي يې وويل: زېرى مې درباندې! پېغمبر اکرم ژوندى دى او ددې لوى نعمت پر وړاندې،چې راباندې هر څومره غمونه هم راشي، قبول مې دي  او بل خبر دا،چې خداى(ج) كافران له غوسې ډك ستانه کړل بيا يې وپوښتله:(( دا مړي د چا دي؟ ))

 ورته يې وويل: ټول زما دي؛يو مې مېړه،بل مې ورور او بل مې زوى دى،چې ښخولو ته يې مدينې ته وړم.

د اوښ پړى يې نيولى و او د مدينې پر لور روانه وه؛خو اوښ ډېر په سختۍ روان و.د پېغمبر اکرم له ښځو يوې ورته وويل: (( كېداى شي د اوښ بار دروند وي.))

 هند ورته وويل: (( دا اوښ قوي دى او د دوو اوښانو بار وړاي شي؛خو بل لامل لري او هغه داچې كه  د اوښ مخه مې احد ته كړه؛نو ډېر په اسانۍ به ولاړ شي؛خو اوس يې،چې مخه مدينې  ته ده، په سختۍ روان دى. ))

هند هوډ وکړ ،چې احد ته ولاړه شي او پېغمبر اکرم له دې کيسې خبر كړي،هغه له اوښ او مړيو سره احد ته راغله او له پېښې يې پېغمبر اکرم خبر كړ.

 پېغمبر اکرم ورته وويل: ((مېړه دې،چې جګړې ته تله! نو له خدايه يې څه غوښتي وو؟ ))

 ورته يې وويل: (( مېړه مې له خدايه  غوښتي ول،چې خپل كور ته مې راستون نه کړې.))

پېغمبر اکرم ورته وويل: (( د مېړه دعا دې قبوله شوې، خداى(ج) نه غواړي دا جنازه د عمرو كور ته ولاړه شي؛نو  تاته پكار ده،چې دا مجاهدين د احد په سيمه كې خاورو ته وسپارې او پوه شه،چې دوى درې واړه به په هغه دنيا كې يوځاى وي.))

هند اوښكې تويولې او له پېغمبر اکرمه يې وغوښتل ، چې ورته دعا وكړي،چې هغه هم ورسره وي.(227)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!