تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غيرتي كول د احد د جګړې تر پيلېدو مخکې،پېغمبر اکرم توره رواخسته او د خپلو سرتېرو د غيرت راهڅولو لپاره يې وويل:څوك دى ،چې توره واخلي او حق يې پر ځاى كړي؟ ځينې راپاڅېدل؛خو د خداى(ج) رسول ورته توره ورنه کړه.  “ابوجاذبه” راپاڅېد،چې ننګيالى سرتېرى و، و يې ويل: د دې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

غيرتي كول

د احد د جګړې تر پيلېدو مخکې،پېغمبر اکرم توره رواخسته او د خپلو سرتېرو د غيرت راهڅولو لپاره يې وويل:څوك دى ،چې توره واخلي او حق يې پر ځاى كړي؟ ځينې راپاڅېدل؛خو د خداى(ج) رسول ورته توره ورنه کړه.

 “ابوجاذبه” راپاڅېد،چې ننګيالى سرتېرى و، و يې ويل: د دې تورې  حق څه دى؟ او څنګه يې حق ادا كولاى  شو؟  پېغمبر اکرم وويل: دومره پرې وجنګېږئ،چې كږه شي. ابوجاذبه وويل: چمتو يم حق يې پرځاى كړم.

  بيا يې د مرګ سور دسمال پر سر وتاړه او توره يې د پېغمبر اکرم له لاسه واخسته او مانا يې داوه: تر څو چې ابوجاذبه ژوندى وي؛نو جنګېږي به؛د مغروره زمري په څېر ګرځېده او كوم وياړ،چې ور پر برخه شوى و، ډېر زيات خوشحاله و او پر سور دسمال ډېر ښکلى ښكارېده.

په رښتيا،چې د هغه لښكر غيرتي كولو ته چې د خداى (ج) لپاره جنګېږي، دا غوره لار وه. د پېغمبر اکرم موخه د ابوجاذبه راهڅول نه وو؛بلكې  له دې لارې يې نور هم راهڅول او پوه يې كړل،چې  هر يو دې مړانه وښيئ او ځان دې د داسې مډال مستحق كړي.

حضرت”زبير عوام” ،چې په خپله ننګيالى سرتېرى و، له دې،چې پېغمبر اکرم ورته توره نه وه وركړې، ډېر زيات خپه و؛نو ځکه يې له ځان سره وويل: بايد “ابوجاذبه” تعقيب كړم،چې د مړانې بنسټ يې ووينم، وايي: په ابوجاذبه پسې وم او د كفارو هر ننګيالى،چې مخې ته ورتله؛نو ژوندى به ترې نه پاتې كېده. بيا وايي: د كفارو په لښكر كې يو پهلوان و،چې د مسلمانانو له ټپيانو يې سر غوڅاوه،چې دې پېښې ډېر خپه كړم،چې له نېكه مرغه دا پهلوان د ابوجاذبه پر مخه ورغى؛سره ونښتل ، چې تر څو شېبو وروسته ابوجاذبه وواژه.

حضرت ابوجاذبه وايي: يو څوك مې وليد،چې قريش له مسلمانانو سره جګړې ته راهڅوي، ورپسې ورغلم؛نو پر خپل سر يې ،چې  د تورې سيورى ولېد؛نو چغې يې كړې. ناڅاپه پوه شوم،چې هغه “هنده” د ابوسفيان ښځه ده. غوښتل مې و يې وژنم؛ خو له ځان سره مې وويل: د خداى(ج) د رسول د تورې ارزښت تر دې  ډېر اوچت دى،چې د هغې په څېر ښځه پرې ووژنم. ))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!