عقل او زړه
انسان دوه مرکزه لري د انسان په روح کې دوه مرکزه دي،چې هر يو يې د يو ډول فعاليت او روحي ځلاوو سرچينه ده،چې د يو نوم عقل او د بل نوم زړه دى. فکر-آندنه،انديشه_آنده،لرليد،حساب و کتاب، سول،استدلال،علم او فلسفه د عقل د مرکز ځلاوې دي او نور؛لکه غوښتل،زړه بايلل،هيله کول او په حرکت راوړل […]
له پسرلي زده کړه
تجدد او تنوع ته لېوالتيا انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې […]
قرآن کريم او آندنه
فکر او تدبر ته رابلنه د قرآني ښوونو يو آر دى؛د خداى په مخلوقاتو کې د پنځونې د اسرارو د پوهېدو په موخه آندنه-تفکر،د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره په خپلو کارو کې آندنه،د تېرو خلکو په ژوند او تاريخ کې آندنه،چې پوه شو خداى د بشري ټولنو لپاره کوم قوانين وضع کړي […]
پر توحيد ژوند او د قرآن استدلال
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پسرلى او قيامت ژوندي کېدل او مړه کېدل هغه موضوعات دي،چې بشر يې تل آندنې او څېړنې ته اړ کړى دى.دا موضوع په قرآن کريم کې ستر الهي آيت ياد شوى دى . په ځينو آيتونو کې دا چار د احديت د سپېڅلي ذات د آيت په نامه ياد شوى دى.د […]
له زړه نه خداى ته لار
دعا ((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦)= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي […]
د څيزونو پېژندل د هغوى د اضدادو لارې
دا جمله په پوهانو کې خپره ده،چې (( تعرف الاشياء باضدادها))؛يعنې څيزونه له مخالف او مقابل ټکي پېژندل کېږي؛ البته له پېژندو نه مراد اصطلاحي منطقي تعريف نه دى؛ځکه په منطق کې جوت شوي، چې د څيزونو تعريف له مقابل او مخالف ټکي يې نه کېږي؛لکه څنګه چې دلته له ((ضد)) نه مراد “اصطلاحي ضد” […]
الله د اسمانونو او ځمکې نور دی
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خداى مطلقه رڼا او مطلق څرګند دى د احديت سپېڅلى ذات مطلقه رڼا ده؛هغه رڼا ده،چې مقابله تياره نه لري؛هغه د ټولې نړۍ،ځمکې او اسمانو رڼا ده ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ(نور/٣٥)= الله د اسمانونو او ځمكې نور دى)) تر هر ښکاره څرګند او تر ټولو راته نږدې دى.هر څه د هغه […]
ځان پېژندنه
وايي: ځان پېژنده پر خداى پېژندنې لومړيت لري.انسان،چې ځان نه وي پېژندلى،خداى هم نشي پېژندلاى . دا خبره له ډېرو اړخونو سمه ده؛يو اړخ يې دادى،چې انسان بايد د خپل فکري غونډال حالت وپېژني او ځان پر خپلو نيمګړتياوو او کمزوريو پوه کړي،چې خداى په کمال،ځواک او ناپايه توب وپېژني. بايد د خپلې پوهېدنې او […]
د مېږې هېښنده ځانګړنې
مېږى د حضرت علي (ک) له نظره حضرت علي په نهج البلاغه (٢٢٧ خطبه) کې وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي.يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي.)) […]
د نیمګړې پوهې غرور
مشهور روايت دى،چې علم درې پوړه لري:همدا چې انسان د علم لومړي پوړ ته ورسېد؛نو مغرورېږي او تکبر کوي او ځان تر هر څه او چا اوچت او غوره ګڼي.دا پوړ د علم وينۍ او ځان وينۍ پوړ دى. په دويم پوړ کې معلومات يې اضافه کېږي،ځان او خپل معلومات د خلقت په ستر غونډال […]