تبلیغات

    مېږى د حضرت علي (ک) له نظره حضرت علي په نهج البلاغه (٢٢٧ خطبه) کې وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي.يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي.)) […]

 

 

مېږى د حضرت علي (ک) له نظره

حضرت علي په نهج البلاغه (٢٢٧ خطبه) کې وايي:

((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي.يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي.))

څاروي پېژاندي پوهان وايي،چې ځينې مېږي په روزۍ کې يوازې په دانه راټولو قناعت نه کوي او په خپلو جوړو کړيو پټو کې خرېړي کري او خوراکي ګټنه ترې کوي او بله هېښنده خبره خو داده،چې وايي يوه ډله مېږيان ځينې حشرات اهلي کوي؛لکه څنګه چې انسان اس، سپى، غوا او پسه اهلي کړى دى او له شيدو يې ګټه اخلي او مېږيان هم د هغو حشراتو له شيدو ګټنه کوي،چې له حشراتو يې رالوشي.

بيا حضرت علي وايي: (( دانې خپلې ځالې ته وړي او په داسې ځاى کې ځاى پر ځاى کوي،چې ورستې نشي،په هغه ځاى کې،چې لمده بل يې وراسته نه کړي او ان څېري کوي يې،چې راشنه نشي.))

بيا حشره پوهان وايي: يوه ډله مېږيان دي،چې منظم ټولنيز ژوند لري او هره ډله ځانګړې دنده لري،چې بايد و يې کړي؛يوه ډله کارګران دي، چې دانه راوړي،چې نور هم ترې په ژمي کې ګټنه وکړي او ددې موخې لپاره ځانګړې خونې لري،چې ځانګړي مېږي پکې دي،چې لوى لوى جاملې لري او غنم پرې جرنده کوي،چې نورو ته يې د خوړو لپاره چمتو کړي.

حضرت علي وايي: ((که ددې وړوکي څاروي په هاضمي سيستم کې فکر وکړې،چې څرنګه خواړه خوري،هضموي او اطراحوي يې،که خېټې ته يې وګورې،چې د ساتلو لپاره يې څومره وړې وړې پښتۍ پنځول شوي او که د ليدو او اورېدو سيستم ته يې وګورې،چې په سر کې يې دي؛نو نور به هم حيرانه شې .))

پوهانو په خپلو څېړنو کې د مېږيانو د پوهېدنې،شعور او خپلمنځي تفاهم په اړه هېښنده مسايل راوړاندې کړي دي.

قرآن کريم د حضرت سليمان (ع) په کيسه کې د مېږو هېښنده تفاهم راخستى او په دې سورت يې د نمل (مېږي) نوم ايښى دى.

((حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ. فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ (نمل/١٨،١٩) = (هغوى وخوځېدل) چې د مېږيانو کندې ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل: (( مېږيانو! خپلو ځالو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او لښكر يې تاسې په بې خبرۍ كې تر پښولاندې كړي.)) نو (سليمان) د مېږي پرخبره مسكى او په خندا شو او و يې ويل: ((پالونكيه! ما ته دا الهام (او را په برخه) كړه،چې ستا د هغه نعمت شكر پرځاى كړم، چې ما او زما مور و پلار ته دې راكړى دى او داسې نېكې چارې وكړم،چې ستا خوښې شي او ما په خپل رحمت سره په خپلو صالحو بندګانو كې وشمېره.))

حضرت علي (ک) وايي : د مېږي په سر کې د ليدو او اورېدو غونډالې دي او نن پوهانو په څېړنو جوته کړې،چې د مېږيانو په ښکرګوټو خبر ورکوي او اخلي يې.

حضرت علي د خپلې خبرې په پاى کې وايي:

((که د فکر پر لارو تېر شې،چې پايلې ته ورسې؛نو بې له دې به بل څه ته نه رسې،چې د وړوکي مېږي او د کجورې د سترې ونې پنځوونکى يو ځواک دى.هماغه دقيق نظام،چې په دې کې کارول شوى، په هغې کې هم کارول شوى دى. د هغه د خلاقيت د ځواک پر وړاندې کوچنى او ستر،سپک او دروند او غښتلى او کمزورى يو شان دى.))

په هر حال قرآن کريم سره له دې،چې وايي خداى تر هر ظاهره ظاهر دى؛بلکې واقعي ظاهر دى،((ټول عالم د هغه په رڼا پيدا شوى)) او په عين حال کې د بشر فکري غونډال داسې دى،چې معمولا څيزونه د مقابل ټکي په مرسته پېژني؛خداى د هغه له تجلياتو او مظاهرو يې پېژني،پرېوتل او ښکته کېدل لري،کله وي او کله نه وي،رڼا ګانې له تيارو سره په غېږ کې دي،ژوندونونه له مرګ سره تړلي دي. دا چې قرآن دومره پر ژوند او د ژوند پر آثارو،تجلياتو او چارو خبرې کوي؛د همدې مراد لپاره دي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!