برید پېژندنه
لکه څنګه چې هر څوک د جسم او غړيو له نظره حد او اندازه لري، د روح او عقل له نظره هم حد،اندازه او ظرفيت لري او بې حده نه دى. انسان بايد خپل بريد وپېژني او تر خپل بريده دې مخکې ولاړ نشي او پوه هغه دى،چې خپل بريد او اندازه وپېژني. […]
د انسان ټولنیز تکامل ۳
د بېلابېلو لیدلوریو له مخې د انسان راتلونکې زموږ بحث د تاریخي تکامل د مفهوم یا د انسان ټولنیز تکامل د انسان په تېر وخت پورې اړه درلوده،چې ایا تر اوسه پر انسان او ټولنې څه تېر شوي،بشپړتیا او یا لږ تر لږه پرمختګ و او که نۀ؟ او یا هم درېمه خبره ده او […]
د انسان ټولنیز تکامل ۲
د انسانانو خپلمنځي اړيکې آيا بشريت د اوزارو په څېر د ټولنې په جوړښت او تشکيلاتو کې هم پرمختګ کړى دى؟ انسانانو په خپلمنځي اړيکو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟ که دا پرمختګ شوى؛نو نوم يې واقعاً تکامل يا لوړتيا دى؟ د مثال په توګه: آيا انسانانو له يو بل سره په مرسته […]
د انسان ټولنیز تکامل ۱
پوهان د انسان لپاره دوه ډوله تکامل پېژني:يو طبيعي او بيولوژيکي تکامل،چې په بيالوژي کې لوستل کېږي،چې انسان له ټولو بشپړ حيوان ګڼي. د طبيعي تکامل مانا روښانه ده؛يعنې هغه تکامل،چې طبيعت د انسان په وجود کې بې له څه پوښتنې رامنځ ته کړى او له دې پلوه په انسانانو او نورو څارويو کې توپير […]
د حق و باطل شخړه څلورمه برخه
قرآن حکيم ته کتنه د حق او باطل په اړه ځینو آیتونو ته ځیر کېږو: ۱- د بحث په پیل کې د «بسم الله الرحمن الرحیم» په هکله مطالب وويل شول،چې د خدای “رحمانیت”،اصالت لري. قهر، عضب، جباریت او غچ ، هم چې الهي صفتونه دي، “تبعي اسماء” دي او له پېرزوېنې يې راولاړېږي. په […]
د حق و باطل شخړه درېیمه برخه
(پرله پسې د حق و باطل درېیمه برخه) اصلاحي تز او د مارکسیسم علم والی وايي: مارکسیسم علم دی. دا خبره په دې مانا ده ،چې مارکسیسم یو اصلاحي تز نۀ دی. يو بڼوال د بوټو قوانين پېژنې، د بوټو د ودې، خوراک،تولید مثل،روغتيا او د ناروغیو قوانین یې پېژني. بیا له همدی پوهو ګټه […]
د حق و باطل شخړه دویمه برخه
(پر له پسې د حق او باطل دویمه برخه) د تاریخي ماتریالسم اصول: ۱- د فطرت او غريزې نفې انسان په خپل ذات کې نۀ ښه دی او نۀ بد. “مارکسیسم” په خپله انسانپوهنه کې انسان ته غریزه او فطرت نۀ پېژني او هر ډول دنننۍ خټه او ذات نفې کوي؛ځکه د نوولسمې پېړۍ په […]
د حق و باطل شخړه
حق او باطل د” نړۍ لید” له مهمو مباحثو دی او په قرآن حکيم کې هم ډېر راغلی او په دوو برخو کې څېړل کېږي: ۱- په هستۍ کې ۲- په تاریخ او ټولنه کې دلته دویمه برخه يې څېړل کېږي.که څه هم لومړى برخه يې هم رانغښتې ده . په هستۍ کې حق او […]
د امام جعفر صادق (رح) مناظره
د ابن ابى العوجاء بى ځوابي عبدالكريم په “ابن ابى العوجاء” مشهور، يوه ورځ امام جعفر صادق ته ورغى چې خلك ورسره ناست وو او دى هم له امام سره غلى كيناست. امام: “داسې ښكاري چې د ځينو مطلبونو د شننې لپاره راغلى يې” ابن ابى العوجاء: هو اى د رسول الله زويه! امام: حيران […]
د توحید حقیقت او اړخونه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په اسلامي فرهنګ کې توحيد پراخ مانا لري توحيد؛يعنې د خداى پر يووالي ايمان . توحيد؛يعنې د دننني او بهرني بوتانو ځپل،د شهادتنامې، مقام، عنوان او مال د بوتانو ځپل،چې هغوى يو هم د حق په منلو او لاروۍ کې زموږ خنډ نشي. توحيد؛يعنې څه مې چې پاڅون ته اړ باسي،خداى […]