تبلیغات

د انسانانو خپلمنځي اړيکې آيا بشريت د اوزارو په څېر د ټولنې په جوړښت او تشکيلاتو کې هم پرمختګ کړى دى؟ انسانانو په خپلمنځي اړيکو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟ که دا پرمختګ شوى؛نو نوم يې واقعاً تکامل يا لوړتيا دى؟ د مثال په توګه: آيا انسانانو له يو بل سره په مرسته […]

د انسانانو خپلمنځي اړيکې

آيا بشريت د اوزارو په څېر د ټولنې په جوړښت او تشکيلاتو کې هم پرمختګ کړى دى؟ انسانانو په خپلمنځي اړيکو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟ که دا پرمختګ شوى؛نو نوم يې واقعاً تکامل يا لوړتيا دى؟ د مثال په توګه: آيا انسانانو له يو بل سره په مرسته کې هم پرمختګ کړى؛يعنې نننى انسان د پروني انسان په پرتله له نورو انسانانو سره د زياتې مرستې مسئووليت احساسوي؟ له يو بل سره د انسانانو عواطفو هم هماغومره پرمختګ کړى دى؟ آيا واقعاً د انسانانو زبېښاک له منځه تللى دى؟يا بڼه يې بدله شوې او د مانا درجه يې لوړه شوې؟ او که دا مسئايل پر خپل ځاى پاتې دي؟ او يا کېداى شي څوک ادعا وکړي،چې دې مسايلو نۀ يوازې دا چې پرمختګ يې نۀ دى کړى؛بلکې پر شاتګ يې هم کړى او په بله وينا: او انسانانو د انسانيت په کچو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟

ځينې په ټوليزه توګه منکر دي،چې انسان په دې اړخونو کې پرمختګ کړى دى؛ځکه وايي: که د پرمختګ کچه د انسان نيکمرغي او هوساينه وي؛نو مشکله ده،چې ووايو،پرمختګ شوى دى ان د اوزارو په هکله يې هم داسې څرګندونه کړې ده. دوه مثالونه درته وړاندې کوم:

 

لومړی مثال: سرعت

له طبیعت سره د انسان د اړیکې او اوزار جوړونې له پلوه، “سرعت” بې ساری پر مختګ کړی. انسان په اوزار کې دومره پرمختګ کړی،چې سرعت یې تر لوړې څوکې رسولی دی. ایا سل کاله مخکې دا شونې وه،چې یوې ډلې محصلینو په یوه دقیقه کې په ټیلفون زه “تهران” ته رابللای وای او زه هم په یوه ساعت کې په الوتکه کې راغلای وای؟ نۀ! سرعت په بې ساري ډول پرمختګ کړی دی،ایا دا سرعت که د انسان له هوساینې سره پرتله شي؛نو ورته پرمختګ ویلای شو؟ یا دا چې سرعت یوه وسیله ده او؛ لکه څرنګه چې په ځینو برخو کې یې انسان ته هوساینه راوړې؛ خو په نورو برخو کې یې ترې اخېستی ده؛ځکه همدا سرعت، د ښه نیت خاوند او هغه ، چې په ژوند کې ښه موخه لري، ژر موخې ته رسوي او د ناوړه نیت خاوند هم ژر موخې ته رسوي؛یعنې دا سمه ده،چې د سم او ښه نیت خاوند لاس قوي او پښې ګړندۍ شوي؛خو ناوړه انسان هم دا څېر شوی دی. د سرعت زیاتولی ددې لامل شوی،چې د انسان وژنې وسیله هم په څو ساعتو کې د نړۍ له دې ګوټه ،بل ګوټ ته یوسي او په زرګونو؛بلکې میلونو انسانان په یوځای ووژني؛نو وروستۍ پایله څه ده؟

څه چې وایم، نۀ یې منم؛خو وایم، چې ولې ځینو په کې شک وکړ؟د ساري په ډول : ایا د طب پرمختګ په رښتیا د انسان پرمختګ دی؟ په ښکاره،هو؛ځکه ګورو چې لور مو ناروغ شي،سمدستي ورته درمل پیدا کېږي او درملنه یې کېږي.شک نۀ لرم، چې دا یو پرمختګ دی؛خو ځینې لکه “الکسس کارل”،چې د انسانیت له مخې تلل کوي، ګروهمن دي،چې د طب پرمختګ د انسان کهول ورو ورو کمزوری کوي.

“کارل” وايي:((پخوا به انسانانو له ناروغیو سره مبارزه کوله،کمزوري انسانان به له منځه تلل او پیاوړي به پاتې کېدل او په پایله کې به د انسان کهول ورو ورو پیاوړی کېده او انسان هم د جمعیت له تراکم او راغونډېدو سره نۀ مخ کېده؛خو اوس همدا طب، هغه کمزوري او مړه کېدونکي انسانان،چې د طبیعت له نظره پر مرګ محکوم دي،په مصنوعي ډول پرېږدي؛نو بل کهول ترې منځ ته راځي؛نۀ له اصلحه.))

پایله دا چې د بشریت راتلونکى کهول مخ په کمزورۍ روان دی. د ساري په ډول : که ماشوم اوه میاشتنۍ وزېږېږي د طبیعت په قانون کې مري؛ خو اوس طب پرمختللی او په خپلو وسایلو یې ساتي، دا سمه ده، چې هغه به پاتې شي؛خو راتلونکې کهول به یې څه کېږي؟ همدا شان د جمعیت د تراکم مسئله رامنځ ته کېږي او کېدای شي، هغه انسانان په کې له منځه ولاړ شي،چې د بشر د ځوځات د بهبود لپاره غوره وي او هغه انسانان، چې د بشر د کهول لپاره صلاحیت نۀ لري، په یوه وسیله پاتې شي؛ځکه دا موضوع تر شک لاندې راغلې ده.

 

درېم مثال : رسنۍ

انسان د رسنیو په هکله فکر کوي، له دې به بل غوره څه وي، چې پر ځاى ناست دى او خبر واوري ځينې وایي : له ځان سره فکر وکړﺉ،چې رسنيو بشر ته څومره تشویشونه او خپګانونه رامنځ ته کړي! ډېری څیزونه شته، چې د بشر په مصلحت ده، چې پرې پوه نۀ شي. د ساري په ډول: پخوا به هغه خلک، چې په “شیراز” کې اوسېدل، کله هم نۀ خبرېدل، چې په “قوچان” کې سیلاب راغلی او په زرګونو خلک یې بې کوره کړي او ځينې يې وژلي دي؛ خو اوس خبرېږي او خپه کېږي او دا څېر په زرګونو نورې خپه کوونکې پېښې،چې د نړۍ په هر ګوټ کې رامنځ ته کېږي؛ نو له انسان سره د انسان د اړیکې په اړه نۀ شو ویلاى، چې پرمختګ او بشپړتیا پکې ترسره شوې او که شوې هم وي؛ نو په هغه پرتله، چې اوزار،ساختمان او تشکیلات( بشري ټولنې) پرمخ تللي، له انسان سره د انسان ښه اړیکې، ښه والى نۀ دی موندلی.

 

له ځان سره د انسان اړیکه :

له ځان یا نفس سره د انسان اړیکو ته اخلاق وايي. که و نۀ وایو، چې د بشر ټوله نېکمرغي له ځان سره د ښو اړیکو درلودل دي،چې دغسې نۀ وایو؛ځکه اغراق دی؛خو که د بشر د نېکمرغۍ لاملونه وشمېرو او سلنه یې راوباسو؛ نو په غوڅ ډول د بشر د نېکمرغۍ د سلنې غټه برخه، له ځان سره د بشر اړیکه ده. په بله وینا: له خپل نفس سره اړیکه یې ده، د انسان د انسانیت اړیکه، د انسان له حیوانیت سره اړيکه؛ځکه انسان په عين حال کې، چې انسان دی او یو لړ انساني ارزښتونه په کې پراته دي،حیوان هم دی؛یعنې انسان شوی حیوان دی، هغه حیوان، چې د حیوانیت په ساتلو سره له انسانیته هم برخمن دی.

دلته پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې ایا د انسان انسانیت، د حیوانیت تر اغېز لاندې دی یا حیوانیت یې د انسانیت تر اطاعت لاندې دی؟ قرآن کریم وايي:

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا

ژباړه: چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شو.( شمس/۹)

وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا

ژباړه: او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!(شمس/۱۰)

دا آیتونه ځان سمونه، تزکیه یا ځان پاکونه، د شهواني نفس نۀ منل او د پرېوتو حیواني ځانګړنو نۀ بندیوانېدل ياد وي،چې انسان له اخلاقي اړخ بشپړتیا و نۀ مومي؛یعنې څو له دننه، له حیوانیته ازاد شوی نۀ وي، ناشونې ده،چې نورور انسانانو سره ښې اړیکې ولري او وکړای شي، د نورو انسانانو له بنده خلاص شي یا په خپله نور انسانان د ځان بندیان نۀ کړي؛نو په واقع کې موږ په څلورو برخو کې بحث وکړ:

۱- له طبیعت سره د انسان اړیکه : پرمختګ یې کړی؛ لکه څرنګه،چې مې وویل.

۲- د ټولنې جوړختېزې او تشکیلاتي اړیکې،چې انسان د ټولنې د جوړښت او ټولنیزو تشکیلاتو له اړخ پرمختګ کړی دی.

۳- د انسانانو خپلمنځې اړيکې،چې مانا یې د انسان معنویت دی او د انسان د انسانیت حقیقت ورپورې تړلی دی. شک دی،چې ایا پرمختګ یې کړی دی؛خو دا چې غبرګ یې ورسره پرمختګ نۀ دی کړی،په کې شک نۀ شته. بحث دا دی، چې ایا پرمختګ یې کړی یا بیخي يې نۀ دی کړی.

۴- له انسان سره د انسان اړیکه،چې “اخلاق” نومېږي.

 د تاریخ په تکامل کې د انبیاوو او دین ونډه

ایا ننني او که پروني انسان له خپل حیوانیته ډېر واټن پیدا کړی او په رښتیا انساني ارزښتونه په کې پلي شوي؟ په بله وینا: د انسان تکامل په خپل انساني منځ پانګه کې څه حالت لري؟ دا برخه ده،چې د تاریخ په بشپړتیا کې د انبیاوو ونډه روښانوي.

انبیاوو د تاریخ په بشپړتیا کې څه ونډه درلوده او په راتلونکې کې به یې څه وي؟ دین په تېر کې څه ونډه درلوده او په راتلونکې کې به څه ونډه ولري؟ له همدې ځایه په تېر کې، د دین ونډه لاس ته راوړای شو، د دین راتلونکې ونډه به هم را برسېره کړو او د علمي او ټولنیزو نښو حدس به ووهو،چې بشر په راتلونکې کې د ځان د بشپړتیا لپاره،دین ته اړتیا لري او که نۀ؟؛ ځکه د هر څیز پایښت او نۀ پایښت یې د اړتیا تابع دی. قرآن کریم دا اصل موږ ته ویلی او علم هم ټینګار کړی. قرآن کریم وايي:

فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ

ژباړه: خو ځګ دباندې غورځېږي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز ] په ځمكه كې تمېږي،خداى دغسې مثالونه بيانوي.(رعد/۱۷)

یو مشهور مثال بیانوي: (( د اوبو پر مخ ځګ)) وايي: د اوبو پر مخ ځکونه ژر له منځه ځي؛خو اوبه پاتې کېږي. بیا وايي: دا د حق او باطل مثال دی او حق او باطل هم دغسې تعریفوي: ((څه چې ګټور دي،تمېږي او څه چې ګټه نۀ لري دباندې غورځېږي.))

د دین راتلونکې،چې پاتې به شي او که نۀ،د انسان په منځپانګه کې او د انسان د انسانیت او معنویت په بشپړتیا کې د دین په ونډې پورې اړه لري؛یعنې هغه ونډه،چې خپله انسان یې له انسان او له نورو انسانانو سره په ښو اړیکو کې لري،چې هیڅ هم نۀ شي کړای او نۀ به یې په راتلونکې کې وکړای شي او نۀ په تېر کې يې دا څېر ځواک درلود،چې ځای یې ونیسي؛ نو مسئله دا شوه،چې په راتلونکې کې، يا به بشري ټولنه له منځه ولاړه شي او بشر به په خپل لاس پوپناه شي، په ډليزه ځان وژنې به د بشریت ټغر د ځمکې له مخې راټول شي او یا دا چې بشریت به خپل واقعي برخلیک ته ورسېږي ،چې دا هر اړخیزه بشپړتیا ده ( له طبیعت سره په اړیکه کې بشپړتیا یې،په پوهاوي کې بشپړتیا،په ځواک کې بشپړتیا، په ازادۍ کې بشپړتیا، په عواطفو کې بشپړتیا، په احساساتو او انسان پالنه…..)او په دې ټولو کې به د انسان بشپړتیا حقیقت پیدا کړي.

موږ ګروهمن یو او دا ګروهنه مو له خپلو دیني ښوونو اخېستې. چې : یوازې موږ د بشریت د راتلونکې او د بشریت د واقعي ژوند د تکامل په اړه خوش بیني، لرو او نور ښوونځي د بشریت د بشپړتیا د توجیه او مخونې په اړه پر ټپه ولاړ حالت ته رسیدلي دي. بې له دین څخه، بل عامل نۀ شته،چې د بشریت د بشپړتیا لویه برخه يې په خپله انساني منځپانګه کې را نغاړلې ده.

پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه : په خبرو کې مو وویل،چې صنعت انسان ته زيان دی؛ځکه چټلو کارونو ته کارول کېږي؛نو صنعت د انسان ضد دی؛خو تاسې دا مسئله د “طبقاتي لید” له مخې و نۀ څېړله؛ځکه باید د ټولنیزو اړیکو د لید له مخې،د انسان پر ضد د صنعت کارېدل وڅېړل شي؛ځکه په کوم ځای کې،چې صنعت د انسان پر ضد کارول کېږي،صنعت ګرم نۀ دی؛بلکې اقتصادي اړیکې ګرمې دي.

ځواب:هیله کوم،څه چې وایم، په تېره بیا په هغو ځایو کې، چې ډېر ټینګار کوم،ډېر پام وکړﺉ. کله مې هم نۀ دي ویلي،چې صنعت انسان ته مضر دی او دا مې هم نۀ دي ویلي،چې صنعت د انسان ضد دی.لومړی دا،چې ما له بل چا رانقل کړل او غوښتل مې د نورور له نظریو باخبره اوسئ او لید لوري ته يې پام وکړﺉ او نۀ هغوی ویلي او نۀ مې ترې رانقل کړي،چې صنعت انسان ته مضر دی او د انسان ضد دی.صنعت انسان ته اوزار دی او بېطرفه اوزار دی؛لکه څرنګه چې علم د انسان اوزار او بېطرفه دی؛یعنې اوزار انسان ته موخه نۀ ټاکي؛بلکې انسان ټاکل شویو موخو ته له خپل اوزاره ګټنه کوي. موټر درته نۀ وايي،چې چېرته ولاړ شه او چېرته نۀ. موټر درته نۀ وايي،چې د پلانۍ سیمې د زلزله ځپلو مرستې ته ولاړ شه او یا هم په غلا او تیري پسې ولاړ شه. دا بېطرفه اوزارونه دي، د هغوی خبره هم دا ده؛نو ځکه د انسان ماهیت باید سم شي، چې اوزار ورته ګټور وي او دا خبره مولانا بلخي شپږ پېړۍ مخکې کړې ده :

هر که او بى سر بجنبد دم بود       جنبشش چون جنبش کژدم بود

علم و مال و منصب و جاه و قرآن     فتنه آرد در کف که بد گوهران

تيغ دادن در کف زنگى مست             به که افتد علم،ناکس را به دست

نو بحث د انسان پر ماهیت دی.ځینې راغلل او ساده فکري یې وکړه او ویې ویل: د ټولنې طبقاتي جوړښت د دې لامل شوى،چې انسان، د انسان ضد موخې انتخاب کړي او صنعت د انسان پر ضد وکاروي ؛ نو ځکه طبقاتي تضاد له منځه یوسئ، دا هر څه به له منځه ولاړ شي. دا به درته په بله غونډه کې ووایم،چې د انسان د سعادت او کمال لپاره د طبقاتي تضاد له منځه وړل یو اړین شرط دی؛خو ستاسې د فرضیې پر خلاف، یوازې شرط بسیا نۀ دی او که وغواړو د ارماني ټولنې په اړه د اسلام پر نظر پوه شو د انسان د تکامل په هکله د اسلام د نظر مانا دا نۀ ده،چې صبر وکړﺉ،څو بشپړتیا پېښه شي. د امام مهدي د پاڅون او انقلاب” په کتاب کې مې دا موضوع راخېستې او ددې کتاب روح دا دی،چې بشپړتیا، تدریجي ده او بايد ورته ورسو. [ ژباړن: پدې باب د امام مهدي د پاڅون کتاب ولولئ ، چې په پښتو اړول شوى دى]

له انسانه د انسان ګټنه،اقتصادي اړخ لري او ددې ګټنې له منځه تلل،یو له هغو شرایطو او د بشپړتیا له ارکانو دى؛ خو بشپړتیا ته بسیا نۀ دی. دلیل یې دا دی،چې په هغو ټولنو کې،چې طبقې له منځه نۀ وي تللې، انسان تر اوسه انساني ماهیت ته نۀ دى رسېدلی .

ایا ډلیزې وژنې،چې په اصطلاح په بې طبقه ټولنو کې کېږي،ددې واقعیت ښکارندوی نۀ دی؟ هلته، چې طبقات نۀ وي؛نو ولې؟

مشهور”سولژنیتسین” د”ګولاک مجمع الجزایر” په کتاب کې لیکي او مدعي دی،چې د اکتوبر له انقلابه تر اوسه د چاڼ په پلمه په “شوروي” کې سل میلیونه کسان مړه شوي دي.ایا د انسان درد یوازې هماغه طبقاتي والی دی یا پر انسان د انسان واکمني ده؟ دا د “پرولتاریا دیکتاتوري”،چې وايي: پر انسان د انسان د تیري له ټولو بد شکل دی؛ نو د طبقاتي تضاد له منځه تلل اړین شرط دی؛خو کافي او بسیا نۀ دی.

پوښتنه :که اقتصادي،ټولنیز او فرهنګي اړیکې د بشپړتیا په حال کې وي،ایا دین دې هم نباید په دې بهیر کې بشپړتیا ومومي؟ په بله وينا: که هر څه د بشپړتیا په حال کې وي،دین هم باید د تکامل په حال کې وي؟

ځواب :ځواب روښانه دی. موږ له دین څخه څه زده کړي؟ که دین مو داسې ګڼلى،چې په یو لړځانګړو زماني او مکاني شرایطو کې رامنځ ته شوی؛یعنې په خپل زماني او مکاني شرایطو پورې تړلى مو پېژندلى وي ؛نو وايو: لومړی دا،چې دا دین نۀ دی او دویم دا که دین وي،باید متغيیر وي؛خو که دین د ټولنیزې بشپړتیا د قوانینو بیان وګڼو؛یعنې د ساري په ډول: د طبیعي بشپړتیا قوانین مو رابرسېره کړل، دین د ټولنېزې بشپړتیا قوانین د وحې له لارې بیان کړل ،چې یو اکتسابي بشپړتیا ده؛ نو په دې صورت کې د بشپړتیا قانون، خو نور متکامل نۀ دی؛ځکه د بشپړتیا قانون دی.د ساري په ډول: په طبیعي بشپړتیا کې مو وویل چې: نباتات ددې قانون له مخې بشپړتیا مومي، همدا شان دې نباتاتو بشپړتیا موندلې،ایا د بشپړتیا قوانینو هم بشپړتیا موندلې ؟ نۀ !؛ځکه قانون پدیده نۀ ده، د نړۍ پدېدې تکامل مومي . پېغمبر اکرم خپله پدیده ده؛نو زېږېږي،وده کوي،عمر کوي او مري. ((إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَيِّتُونَ=بېشكه تۀ مړكېږې او په يقين چې هغوى [هم] مري.))

خو قرآن حکيم (چې موخه یې دا کاغذونه نۀ دي،که دا کاغذونه یې موخه وای؛نو دا هم ورستېږي او زړېږي) یو لړ حقایق،معارف او قوانین دي،چې بشر ته راغلي؛نو پاتې کېږي؛خو ای پېغمبره ! تۀ مړ کېږې؛خو قرآن حکيم پاتې کېږي. تۀ پدیده يې او قرآن قانون. پدیده له منځه ځي او قانون پاتې کېږي.

پوښتنه: په هغو ټولنو کې،چې فساد ډېر دی؛ نو معنوي او اخلاقي بشپړتیا ته د رسېدو لپاره،دنده څه ده؟

ځواب: په هغو ټولنو کې،چې فساد دی او احیاناَ فساد په کې ډېر هم وي،په کې د انسان روحي او اخلاقي بشپړتیا ته لار هم ډېره وي. غلطه دې نۀ شي؛ځکه د انسان روحي،اخلاقي او معنوي بشپړتیا د مخالفو جریانو پر وړاندې د مقاومت پایله ده. ښايي تاسې هم تجربه کړې وي،زه هم تجربه لرم.په یو کلي کې،چې اوسېدونکي یې په يوه کچه وي،که یو سړی په کې فاسد شي؛نو په دې کچه به وي،چې دروغ ووايي. ښه سړى یې هم په دې کچې پورې وده کړاى شي. ( له لږو اوبو واړه ماهیان راوځي)؛خو په هغو چاپېریالونو کې،چې مخالف جريان غښتلى دی،په هماغه شکل،چې قرباني یې ډېره ده، بشپړتیا موندلي کسان هم په کې رامنځ ته کېږي. څومره، چې زه تجربه لرم او د کلي له چاپېریال‎ تېر شوم، د نورو ښارونو له چاپېریاله هم تېر شوم، د “تهران” په چاپېریال کې هم وم، ګروهمن یم، په عین وخت کې، چې د “تهران” چاپېریال ښايي د “ایران” له فاسدو چاپېریالونو وي( دلته مو پام وي،چې دا خبرې د پهلوي شاه په وخت کې شوي دي)؛خو په ټول عمر کې مې له ټولو پاک او بشپړ کسان هم همدلته لیدلي دي. که داسې وي،چې د ټولنې حرکت او بهیر تل د صلاح لوري ته وي، د بهېدلي ويالې په شان،که انسان ورودانګي او ځان په کې لکه د مړي واچوي؛نو اوبه یې وړي،دا هنر نۀ دی،هنر هله دی،چې انسان د اوبو د بهیر پر خلاف ولامبي؛یعنې دلته کمال يې ترسره کېږي.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!