تبلیغات

قرآن حکيم ته کتنه د حق او باطل په اړه ځینو آیتونو ته ځیر کېږو: ۱- د بحث په پیل کې د «بسم الله الرحمن الرحیم» په هکله مطالب وويل شول،چې د خدای “رحمانیت”،اصالت لري. قهر، عضب، جباریت او غچ ، هم چې الهي صفتونه دي، “تبعي اسماء” دي او له پېرزوېنې يې راولاړېږي. په […]

قرآن حکيم ته کتنه

د حق او باطل په اړه ځینو آیتونو ته ځیر کېږو:

۱- د بحث په پیل کې د «بسم الله الرحمن الرحیم» په هکله مطالب وويل شول،چې د خدای “رحمانیت”،اصالت لري. قهر، عضب، جباریت او غچ ، هم چې الهي صفتونه دي، “تبعي اسماء” دي او له پېرزوېنې يې راولاړېږي. په دې عالي لید کې بې د «الله» له “رحمانیت” او “رحیمیته” بل څه نۀ شته،څه چې دي “خیر” دی، “کمال” دی،”جود” دی او شر،نقص یا نيمګړتیا او نيستي ، نسبي،تَبَعي او اعتباري چارې دي.

په هستۍ کې خیر غالب دی،حق اصیل دی، او که باطل پیدا هم شي، محکوم ، غیر اصیل او پوپناکېدونکی دی او څه چې پایښت لري حق دی. ((كُلُّ شَىْ‏ءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ. ))(قصص/۸۸) ژباړه:….

وَيَبْقَى‏ وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالْإِكْرَامِ. (رحمن/۲۷) ژباړه:….

په بشري تاریخ کې هم دا “لید” حکم کوي،چې حق بریالی دی او حق نظام به پر باطل نظام برلاس شي.

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

ژباړه: او (الله) هغه دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه، چې پرټولو اديانو يې برلاس كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي .( توبه/۳۳)

۲- د بقرې سورت آیتونه : ددې سورت په پیل کې درې ډلې د یو بل پر وړاندې راغلي : مومنین، کافران او منافقین.

مومنین پر غیبو ایمان لري،لمونځ کوي، نفقه ورکوي،پر خپل الهي ښوونځي ایمان لري، د اخرت پر عالم یقین لري، دا ډله بریالۍ ده او د خپل پالونکي له لوري پر سمه دي.

د کافرو ډلې ته،چې رارسي، د زده کوونکي په څېر يې ښيي، ښوونکي چې هر کار وکړ، په هیڅ نصیحت او رټنه یې ونۀ شو کړای، چې لارې ته یې سم کړي، بیا چې پلار یې راشي؛نو ښوونکى ورته وايي: (( سړیه! خوشې کړه؛نوره ګټه نۀ لري، دا نۀ سمېږي)) کفر له وړاندې کونې او بلنې وروسته دی. څه چې وروړاندې شول، دوی پرې کافر شول، نور ورته بې توپېره ده.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ

ژباړه: څوك چې كافران شوي،هغوى ته بې توپېره ده،چې كه ( له الهي عذابه ) يې ووېروې يا  ونۀ وېروې ايمان نۀ راوړي( بقره/۶)

خَتَمَ اللّهُ عَلَى‏ قُلُوبِهِمْ وَعَلَى‏ سَمْعِهِمْ وَعَلَى‏ أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

ژباړه: خداى پر زړونو او غوږونو يې مهر لګولى او پر سترګو يې پرده غوړولې ده او ستر عذاب ورته سترګې پر لار دى .(بقره/۷)

د منافقینو ډلې ته،چې رارسي؛نو ډېر اهمیت ورکوي؛ځکه د دوی په اړه ډېری آیتونه راغلي دي. منافقین هغوی دي،چې له دينه د دين پر ضد ګټه اخلي؛یعنې ځانونه دينوال ښيي،حال دا چې په باطن کې د دين ضد دي.

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ

ژباړه: ځينې خلك وايي:((پرخداى او د اخرت پر ورځې موايمان راوړى دى.)) حال دا چې ايمان يې نه دى راوړى .(بقره/۸)

يُخادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ

ژباړه: (دوى) خداى او مؤمنان تېراېستل غواړي،حال دا چې يوازې خپل ځانونه غولوي (؛خو) نۀ پوهېږي.(بقره/۹)

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوْا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى‏ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ

ژباړه: او چې كله له مؤمنانو سره مخ شي (؛نو) وايي :(( ( په حقيقت كې)؛خو موږايمان راوړى دى.)) (؛خو) چې كله له خپلو شيطانانوسره څنګځي ته شي، وايي :((موږ له تاسې سره يو؛او (په هغوى پورې) هسې ټوكې كوو .)) (بقره/۱۴)

اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ

ژباړه: خداى (دى چې ) ملنډې پرې وهي او پخپلې سرغړنه كې يې پرېږدي، چى لالهانده شي.(بقره/۱۵)

مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَاراً فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لاَيُبْصِرُونَ

ژباړه: هغوى [=منافقين] د هغوكسانو په څېر دي ( چې د لار ميندنې لپاره يې په تياره دښته كې ) اور بل كړى وي؛ خو چې كله اور چاپېريال يې رڼا كړي؛ نو خداى (د اور مړه کولو لپاره سيلۍ را الوزوي او) رڼا ترې واخلي او په داسې ترږميو كې يې پرېږدي چې هېڅ نۀ ويني.(بقره/۱۷)

دوی له شیطاني دسیسو کار اخلي او خپل عقل د نفس په خدمت کې کاروي(اخر عقل هم انسان ته یوه رڼا ده ؛لکه چې حس او غریزه د انسان لارښود او رڼا ده). چاچې عقل د شیطاني دسیسو په چوپړ کې او د دین د لارښوونو پرضد وکاروه؛ نو د هغه په څېر دی،چې په تپه تیاره کې اور ولګوي،چې په تياره دښته کې له رڼا یې ګټه واخلي او لار پرې پیدا کړي. چې کله اور ولګوي، په پیل کې ترې ګټه هم اخلي او شاوخوا یې روښانه کوي؛خو خدای ژر دا رڼا له منځه وړي او هغه بېرته تپو تیارو ته ننباسي.

صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَيَرْجِعُونَ

ژباړه: هغوى كاڼه،ګونګيان او ړانده دي؛نوځكه (له بې لارېتوبۍ) نۀ راګرځي.(بقره/۱۸)

دوی نه یوازې په تپو تیارو کې پرېږدي؛بلکې سترګې،غوږونه او ژبه هم ترې اخلي؛ځکه که سترګې خلاصې وي او له لرې یو څراغ پیدا شي، انسان یې ویني او لار پیدا کوي یا که غوږونه یې خلاص وي؛نو په تیاره کې د اوښ یا موټر غږ اوري او پوهېږي،چې لار کوم لوري ته ده یا که د انسان ژبه خلاصه وي،چیغه وهي او که څوک یې نږدې وي، چې وایې وري او لارښوونه ورته وکړي؛خو دا هر څه ترې اخېستل شوي دي.

أَوْ كَصَيِّبٍ مِنَ السَّماءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ مِنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ وَاللّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ

ژباړه: يا (يې سارى داسې دى) چې (پر لارويو) دشپې په تپه تياره كې له ګړزهار تالندې او برېښنا سره باران ورېږي، هغوى د مړينې له وېرې په خپلو غوږو كې ګوتې ږدي، چې د برېښنا ګړزهار وا نۀ وري او خداى كافران را ايساركړي دي (او د قدرت په منګولو كې يې دي ) (بقره/۱۹)

نو قرآن، غولونې ته پرهیڅ ډول بریالیتوب قایل نۀ دی. نۀ وايي چې هستۍ غولونې اداره کړې. قرآن دا منطق نۀ مني،چې زور د تاریخ بهیر پر مخ وړی او غولونې ورته حرکت ورکړی او تيارې چورولی دی.

د قرآن حکيم له منطقه دا ناشونې ده،چې په ټول کې پر بشري ټولنه دې شر،فساد او تېرى برلاس وي او په عین حال کې دې ټولنه هم پاتې وي.

پېغمبر اکرم(ص) وايي:(( یو هېواد له کفر سره پاتې کېدای شي؛خو له ظلم سره نۀ.))

موږ کله تېری په لوړه کچه وینو،چې یو پاچا ظالم وي؛خو ټولنه د پاچا په څېر ظالمه نۀ وي،که عامو خلکو ته ورشئ؛ نو وینئ چې په ټول کې رښتینولي، پر دروغو،امانت پر خیانت او عفت پر بې تقوايۍ برلاسي دي. ټولنه بايد په ټول کې په پام کې ونیسو، په تېره بیا اصلي هډوکي یې.

۳- د صافات د سورت آیتونه: د “صافات” سورت په پاى کې د انبياوو واکمني او پيغام یې راغلی دی( دا مطلب په قرآن حکيم کې په بېلابېلو بیانو راغلی دی.)

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ

ژباړه: او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو(د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده:(صافات/۱۷۱)

إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ

ژباړه: بېشكه يوازې له هغوى سره به مرسته كېږي، (صافات/۱۷۲)

وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمْ الْغَالِبُونَ

ژباړه: او بېشكه، همدا زموږ لښكر بريالى دى. (صافات/۱۷۳)

 

ایا دلته د قرآن موخه پوځي غلبه ده؟؛یعنې تل که له یوه “پېغمبر” یا د پېغمبر له لارویانو، له حق پال ، د خدای له “ولي” یا یو “امام” سره څوک وجنګېږي،تل مقابل لوري ماته خوړه؟ په غوڅه توګه داسې نۀ ده؛ځکه قرآن حکيم د پېغمبرانو پر ناحقه وژل کېدو خبره کوي:

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بالْقِسْطِ

ژباړه: هغوى چې د خداى پرآيتو نو كافرانېږي او پېغمبران پرناحقه او عدالت خپروونكي وژني(ال عمران/۲۱)

یعنې پېغمبران، د حق اولیاء، عدالت پلوي او پر انصاف امرکوونکي وژل کېږي؛نو په غوڅ ډول موخه پوځي بریا نۀ ده؛ بلکې د “جندالله” بریا د اهل حق بریا ده؛ځکه جګړه یې ګروهیزه ده او بریا یې هم ګروهیز دی. سمه ده،چې په ظاهر کې پوځي ټکر هم شته؛خو کله ناکله ټکرونه پوځي اړخ نۀ لري. یو وخت داسې وي، چې جګړه سیاسي ماهیت لري؛لکه د “ایران” او “روم” د باچایانو جګړې.

لومړي غوښتل،چې یوه سیمه او خاوره تر واک لاندې کړي او هغه بل هم دا غوښتل او پر یو بل به بریالي کېدل. په یو وخت کې جګړه اقتصادي ماهیت لري؛یعنې لوري د شتمنیو پر زېرمو د برلاسۍ لپاه جنګېږي.

نن دا شان جګړې ډېرې دي،په تېره بیا هغه سیمې، چې “سوق الجیشي” ارزښت لري.

ډېری جګړې اقتصادي ماهیت لري؛یعنې د سیمې لاس ته راوړل نۀ؛بلکې د اقتصادي زېرمو لاس ته راړول وي.

ځینې جګړې ګروهیز او ایدیولوژیک اړخ لري او داچې د فکر، ګروهې او پېغام لرونکي دي،غواړي د خپلې ګروهې په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي یا غواړي داسې لار پیدا کړي، چې په نړۍ کې خپله ګروهه خپره کړي.حضرت علي (ک) وايي،چې د اسلام په لومړیو کې جګړو ایديولوژیک ماهیت درلود: ( و حملو بصایرهم علی اسیافهم) هغوی خپل بصیرتونه،درکونه او پوهاوې پر خپلو تورو وړل؛یعنې غوښتل یې په تورو خلکو ته پوهاوى ورکړي،نۀ بل څه.

که وایو چې پېغمبران بریالي دي؛نو موخه یې پوځي بریا نۀ ده. که د حضرت امام حسین جګړه د “یزید” له لښکر سره له پوځي ؛(یعنې له ظاهري او صوري) اړخه وه،امام حسین ماتې خوړلې او مقابل لوری یې بریالی شوی؛خو که د پېښې منځپانګې ته ځیر شو؛نو ګروهیزه او فکري ده؛یعنې د “یزید” حکومت د هغه بهیر سمبول او نښه وه،چې غوښتل یې اسلامي فکر له منځه یوسي او امام حسین هم د اسلامي فکر احیا او بیا راژوندي کېدو ته وجنګېد.

په دې صورت کې باید ووینو،چې ایا امام حسین خپلې موخې ته رسېدلی او که نۀ؟ ایا ویې کړای شو په نړۍ کې یو فکر راژوندی کړي یا یې ونۀ شو کړای؟

ګورو، چې ویې کړای شو. څه له پاسه یو زر او څوارلس کاله کېږي،چې دا غورځنګ هر کال نوې بریاوې لاس ته راوړي؛یعنې هر کال “عاشورا” ده او د (( کل یوم عاشورا)) مانا هم دا ده،چې د “امام حسین” په نامه له ظلم او تیري سره مبارزه کېږي او حق او عدالت بېرته راژوندی کېږي. دا بریا ده او له دې بله غټه بریاشته؟ “یزیدیان” او “ابن زیادیان” ځي؛خو”حسینیان” او “زینبیان” پاتې کېږي؛خو د وګړي په ډول نۀ ؛بلکې د فکر او پر خپلې ټولنې د واکمن او د اختیار د خاوند په ډول. هو ! هغوی مري؛خو دوی ژوندي او تلپاتي دي.

۴- د انبیاء سورت آیتونه: د دې سورت په۱۶ ،۱۷ او ۱۸ ام آیتونو کې،خدای د اسمان او ځمکې پنزونه راوړې ، چې په نړيواله کچه، د هستۍ نظام پر حق ولاړ دی،نۀ پر باطلو او پوچۍ.

وَمَا خَلَقْنَا السَّماءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاَعِبِينَ

ژباړه: موږ اسمان او ځمكه او څه،چې يې ترمنځ دي، د لوبو له مخې نۀ دي پېدا كړي. (انبیاء/۱۶)

لَوْ أَرَدْنَا أَن نَتَّخِذَ لَهواً لَاتَّخَذْنَاهُ مِن لَدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِينَ

ژباړه: كه موږ لوبې او سرګرمۍ غوښتلاى (او) دا كار مو کړاى (؛نو) هرومرو له خپل لوري به مو يو څه غوره کړي واى ؛(انبیاء/۱۷)

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ

ژباړه: بلكې موږ پر باطل د حق ګوزار كوو، چې ويې ځپي او پدې توګه باطل له منځه ځي؛ خو پر تاسي افسوس چې (د خداى او د خلقت د موخو په باب د ناحقو) خبرې جوړوئ .(انبیاء/۱۸)

دا آیتونه د حق ځواک او د باطل کمزوري او ناڅیزي يادوي. باطل ممکن ظاهري او لنډمهاله واکمني ولري؛خو حق یو دم له کمین او څارنځى راوځي او له منځه یې وړي. ((قذف))؛یعنې توغول. ((دماغ))؛ یعنې د مغزو ځای؛ لکه چې له حقه مرمۍ جوړو او باطل پرې ولو،چې ماغزه یې دړې وړې کوي. بیا یو وخت ویني،چې باطل له منځه تلونکى و، هیڅ هم څه نۀ و، “زاهق” و.

ځینې له دې په ګټنې وايي،وروسته له دې ،چې حق په باطل وپوښل شو؛ خو چې کله له باطل سره جګړې ته راځي، ځپنده او نړوونکى وي.خدای خپله په بشر دا کار کوي. ناڅاپه ویني،چې حق لکه د توپان غوندې راځي او باطل ځپي او لرې یې غورځوي.

وګورﺉ قرآن د حق او باطل جګړې ته څومره ښه ویني او وايي: د باطل نمود مو ونۀ ډاروي، د باطل پراخوالى مو نهیلي نۀ کړي؛ځکه په پایله کې حق بریالی دی.حق تل بریالی و.

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ

ژباړه: خداى له تاسې له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي(نور/۵۵)

د تاریخ په اږدو کې تل ،حق او باطل له یو بل سره د جګړې په حال کې و؛خو قرآن په پایله کې پر باطل د حق د بریا ژمنه کوي،چې د باطلو به هیڅ نښه پاتې نۀ شي او دا د تاریخ وروستۍ برخلیک ګڼي؛نو سپارښتنه کوي،چې ایمان ولرﺉ او د هیڅ څیز په هکله مه خپه کېږﺉ.( وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا)،چې غوره والى ستاسې دی، له خپل لږوالي او د هغوی له ډېروالي مۀ وېرېږﺉ،له ډېری مالونو،چې د نړۍ شتمنۍ یې زېرمه کړي،مۀ ویرېږﺉ، د وسلې له ډېروالي او له زوره یې مۀ وېرېږﺉ،یوازې پر ایمان او حقیقت سنبال شئ، رښتیني مومنان اوسئ، واقعي انسان اوسئ. که داسې شوئ؛نو بریاستاسې ده.

له دې آیته بله ګټنه دا کېږي ،چې دا انقلابي حرکت د حق پر ځواک او د حق پالنې پر ستن ولاړ دی، داسې انقلاب دی،چې د حق له ځواکه راټوکېږي،نۀ هغه انقلاب،چې د ګېډې پر بنسټ وي. حق پالي د نس پالنې له کبله نۀ؛بلکې د حق پالۍ له مخې راویښوو.

ځینو انګېرلي،دا چې قرآن حکيم د مستضعفینو ملاتړی دی،تز یې دا دی، چې موږ دې تل له وږيو لښکر جوړ کړو؛ځکه چې یوازې ګېډې یې مړې کړو؛خو داشان نۀ ده.

قرآن وايي: زموږ خوځښت د مستضعفینو په ګټه دی،اوس ممکن پاڅونکي له مستضعفینو وي او يا بې له دوی وي. اتفاقا که مستضعف ګېډې ته مبارزه وکړي،قرآن حکيم یې نۀ مني. اسلام داشان کس ردوي. پېغمبر اکرم(ص) وايي:(( که څوک ددې لپاره هجرت وکړي،چې مال لاس ته راوړي او یا هم کومه ښځه اسیره کړي او بیا ورسره واده وکړي؛نو اسلام دا هجرت نۀ مني، څوک چې د خدای او رسول لپاره هجرت کوي،الهي اجر ته دې په تمه وي.)) (وګورئ: جامع الصغير ١/١، منية المريد ٢٧مخ) اسلام وايي: موږ ځو، چې مستضعفین وژغورو،نۀ دا چې یوازې په ګېډه یې ماړه کړو.

موږ د ایمان او حق پالۍ ځواک په خوځېدو راولوو،(بل نقذف بالحق علی الباطل)؛یعنې له حقه انقلابي ځواک جوړو او پر باطلو يرغل کوو. دا انقلابي ځواک دی،چې ځان د مرمۍ غوندې د دښمن پر زړۀ ورولي.((بالحق))؛یعنې له حق ځواک او اهل حق سره. له حقه مرمۍ جوړو او د باطل پر ماغزو ګوذار کوو، چې دړې وړې شي؛نو ناڅاپه ویني چې باطل راپرېوتى او هیڅ هم نۀ و،یوازې غټه تنه وه،چې ترې وېرېدې:( فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ). قرآن حکيم نۀ وايي، چې باطل به ورورسته له منځه ولاړ شي(زهوق)،باطل له منځه تلونکی دی. باطل په اصل کې تلونکی دی.

۵- د رعد د سورت آیتونه : قرآن حکيم ددې سورت په (۱۷)م ایت کې حق او باطل له مانا په ډک مثال کې ښوولى دی.

أَنزَلَ مِنَ السَّماءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةُ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَداً رَابِياً وَمِمّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقِّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ

ژباړه: (خداى) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې د هغوى د وړتيا هومره سېلاب وبهېد؛نو دې سېلا ب اوچت ځك پر سر واخيست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي،چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وسايلو جوړولو ته ويلي كوي او خداى دغسې د حق او باطل مثال وړاندې كوي؛خو ځګ دباندې غورځېږي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز ] په ځمكه كې تمېږي، خداى دغسې مثالونه بيانوي . (رعد/۱۷)

دلته ځینو مفسرینو ویلي؛یعنې دغسې خدای د حق او باطل مثال وړاندې کوي. ځینو ویلي: دغسې خدای حق او باطل له یو بل سره وهي؛یعنې دغسې د حق او باطل ترمنځ جګړه رامنځ ته کوي. د حق او باطل جګړه داسې څه دي؛ لکه د اوبو پر مخ ځک.

فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ، خو ځګ ځي او پو پنا کېږي؛خو څه چې خلکو ته ګټه رسوي او په ځمکه کې پاتې کېږي. په ادبي اصطلاح دلته حکم يې،صفت ته ځنډولی؛ یعنې دا صفت د هغه حکم علت دی. ویې نۀ ویل: (( اوبه پاتې کېږي،فلز پاتې کېږي))؛بلکې وايي څه، چې خلکو ته له اوبو او فلزه ګټور دي، د ګټوروالي له مخې پاتې کېږي،په دې دلیل چې ګټور دي،خیر دی او بې ګټې،بې خاصیته له منځه تلونکي دي. (كَذلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ) خدای دغسې مثالونه بیانوي. له دې مثاله د پام وړ څو ټکي لاس ته راځي:

 

الف : باطل تش ځگ دى او حق اصل دى

((فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَداً رَابِياً))؛ یعنې ځګ د اوبو پر مخ مازې پوښ وي،که ناپوه ورته وګوري او له بیخه یې خبر نۀ وي، ډېری ځګ ویني،چې روان دی؛خو د باران اوبو ته پام نۀ کوي، چې تر ځګ لاندې روانې دي،حال دا چې دا اوبه دي، چې روانې دي، نۀ ځګ؛خو ځک چې د اوبو پر مخ پروت دی، ظاهر لیدونکې سترګې، چې د پېښو ژورو ته نۀ ګوري،یوازې ځک ویني.

باطل هم همدغسې د حق پر ځواک سپرېږي او مخ یې پټوي،که خلک د ټولنې ظاهر ته وګوري او ژورو ته یې و نۀ ګوري؛نو همدا هسکې څوکې او سترګې غولوونکې خلک به ګوري.

که د دیارلسمې پېړۍ “ایران” ته وګورو،لومړی مو پر “ناصرالدین شاه” سترګې لږي،ممکن فکر وکړو،چې ټول خلک به په څېر يې ول،حال دا که ټول د “ناصرالدین شاه” غوندې ول؛نو نن به “ایران” نۀ و. که ټول خلک د “هارون الرشید” په شان ول او د هغه په څېر ماهیت یې درلوداى؛ نو لرې به وه،چې اسلامي ټولنه پاتې شوې وای؛ځکه “هارون الرشید” د تیري،یرغل، دروغو، غولونې، شهوت پالنې ، بې عفتۍ او ناپاکۍ ښکارندوی و. که موږ هغه مهال د اسلامي هېواد ټولو کلیو ته تللي وای،څه مو چې لیدل؛ نو “هارون الرشید” به و؟؛یعنې ټول خلک به مو د “هارون الرشید” په روحیه او صفاتو لیدل؟ هر کارګر او سوداګر او د کاروکسب خاوند به یو “هارون الرشید” و؟؛یعنې ټولو به یو بل ته دروغ ویل؟ ټولو به له یو بل سره خیانت کاوه؟ ټولو به بې عفتي کوله او بې تقوا به ول؟ نۀ کله هم داسې نۀ وه. “هارون الرشید” ددغسې خلکو د صداقت،امانت،رښتینولۍ او حقیقیت او صدقې له کبله ژوند کاوه. اوس که “هارون الرشید” او شاوخوا یې زر کسان هم ول، دا دې کچه نۀ وي،چې شر پر خیر غلبه درلوده .

که تاسې همدې اړول شوي “مسیحیت” ته وګورﺉ؛ کلیو او ښارونو ته ولاړ شئ، ایا هر “کشیش” به یې فاسد او چټل وي؟ په والله په همدو کې اویا، یا اتیا داسې کسان دي، چې په ایماني او له تقواپه ډک احساس یې د “مسیح” او “مریم” (عليهما السلام) په نامه څومره خلکو ته رښتیا،تقوا او سپېڅلتياوې ورکړي!! ګرم هم نۀ دي؛ نو د فاسد واکمن مسیحي روحانیت او پاپانو حساب له ډېری مسیحي مبلغانو او د مسیح له لارویانو بېل دی.

څه چې وینو، هماغه ((زَبَداً رَابِياً)) او د اوبو پر مخ ځکونه دي، چې په سترګو لږي؛خو چې انسان ټولنې ته ننوځي او هغه کسان وویني،چې په سترګو نۀ ښکاري او ټولنه چورلوي،هغوی پر حقه او رښتیني وي.هغه موټروان،چې تل له یو ښاره بل ته ځي او خواري کوي، چې د ورځې ۱۰۰ یا ۲۰۰ روپۍ پیدا کړي یا هغه بزګر، چې تل خواري کوي، ایا په وجود کې يې شر پر خیر غلبه لري؟ نۀ کله هم نۀ، دوی ډېری پر هماغه پاک اسلامي او انساني فطرت پاتې دي. هغه ټول کارګران،چې په کارخانو کې کار کوي،چې ورشې،حيران به شې،دوی څرنګه په دغسې وضع کې،څرنګه ټولنې او دین ته خوشبین دي او د ایمان او دین فکر ورسره دی.

نو ډېری ټولنه هغوی دي،چې،صلاح یې پر فساد غلبه لري. که فساد هم په کې وي، له ناپوهۍ راټوکېدلی او له نېمګړتیا یې دی، نۀ پوهېږي، ګرم هم نۀ دي، ناپوه دي. سړی ورته ګرم هم نۀ شي ویلای او د مفسدینو، ورانکاریو او بې لاریو په ډله کې یې نۀ شو راوړای؛ نو حق او د حق نظام، اصیل دی او د اوبو په څېر لاندې روان وي او ټولنه پر مخ بیایي؛خو باطل پر مخ یې دي او نمود پیدا کوي.

 

ب : باطل طفیلي دى او حق خپلواک

له دې قرآني مثاله بل دا ټکى لاس ته راځي، چې باطل د حق په طفیل پیدا کېږي او د حق په ځواک حرکت کوي؛یعنې ځواک یې خپل نۀ دی،ځواک اصلًا د حق دی او باطل پرې حرکت کوي.

کوم ځک،چې د اوبو پر مخ دی، د ځک ځواک نۀ دی،چې حرکت ورکوي، دا د اوبو ځواک دی،چې حرکت ورکوي. “قاسط مشر” که پیدا کېږي او باطل کارونه کوي،هغه ټولنیز ځواک “قاسط مشر” نۀ دی رامنځ ته کړی او د ځواک رښتینې ماهیت يې”قاسط مشر” نۀ دی او ټولنه هم په ځان کې دننه “قاسط مشري” ماهیت نۀ لري! بیا هم پېغمبر اکرم(ص) دی او بیا هم ایمان دی، بیا هم معنویت دی؛”قاسط مشر” پر دې ځواک سپور شوی دی.

“یزید” هم چې امام حسین شهيد کړ؛نو ویې ویل:(( حسین د خپل نیکه په توره ووژل شو. وګورئ: بحارالانوار: ٤٤/٢٩٨)) دا سمه مانا لري؛یعنې د پېغمبراکرم(ص) له هغه ځواک یې ګټه واخېسته او ویې واژه؛ نو ځکه یې د خلکو راپارونې ته وویل:(( الهي سپورو! سپاره شئ او جنت مو مبارک شه.)) وګورئ: شيخ مفيد، ارشاد: ٢/٩٢

امام باقر وویل:(( دېرش زره کسان راټول شوي ول، چې نيکه مې (حضرت امام حسین) ووژني او هر یو په وژنې يې خدای ته ځان نږدې کاوه؛ځکه ویل یې: “یزید” د پېغمبراکرم خلیفه دی او “حسین بن علي” ورپسې راپاڅېدلی دی، بايد ورسره وجنګېږو.)) وګورئ: مقرم، مقتل الحسين، ٦مخ، چې د ابى بکر ابن اعربي الاندلسي د عواصم له ٢٣٢ مخ نه اخېستل شوى دى.

باطل ،حق په خپله د حق په توره وهي؛نو باطل د حق ځواک په خدمت کې نیولى. دا هماغه د حق ځواک دی،چې ترې ګټه اخلي،د پرازيټ په شان،چې د انسان له بدن او وینې خواړه خوري. ممکن ډېر هم وخوري او غټ هم شي؛خو انسان ورځ پر ورځ ډنګرېږي او رنګ یې زېړېږي، د سترګو حالت یې بدلېږي او کمزورى کېږي.

قرآن حکيم وايي: چې سیلاب وبهید،اوبه دي ،چې حرکت کوي او ځواک لري او چې څه یې پر مخ راځي له ځانه سره یې وړي؛خو تاسې ځک وینئ، چې روان دی. که اوبه نۀ وي،ځک لږ هم مخکې نۀ شو تلای،دا اوبه دي او پر سر یې کېني او د اوبو له ځواکه ګټه اخلي.

په نړۍ کې تل باطل د حق له ځواکه ګټه اخلي. د ساري په ډول: رښتیا حق او دروغ باطل دي. که په نړۍ کې رښتیا نۀ وای،دروغ هم نۀ شي کړای، چې وي؛یعنې که په نړۍ کې یو تن هم نۀ وي،چې رښتیا ووايي او ټول دروغ ووایي ( پلار زوی ته، زوی پلار ته، ښځه مېړه ته،مېړه ښځې ته،ملګرى ملګري ته، شریک باڼى شریک باڼي ته ) دروغ خپل کار پر مخ نۀ شي وړای؛ځکه څوک باور نۀ کوي.

نن ولې دروغ ګټور دي او کله په یوځای کې د انسان په کار راځي ؟؛ ځکه په نړۍ کې رښتیني ډېر دي؛ځکه له خپل ځانه او نورو رښتیا اوري او که دروغ ووايي،مقابل لوری انګیري ،چې رښتیا دي او غولېږي؛یعنې دروغو خپل ځواک له رښتیا اخېستی دی.که رښتیا نۀ وای،څوک په دروغو پسې نۀ تلل؛ ځکه دا دروغ،رښتیا ګڼي،چې پرې غولېږي او که نۀ دروغ ،دروغ وګڼي هیڅ ورپسې نۀ ځي.

تېری هم همدا ډول دی.که په نړۍ کې انصاف نۀ وي،ناشونې ده،چې تېری دې وي. که یو په بل ډاډ ونۀ کړي او ټول له یوه بله غلا وکړي؛نو هغه مهال له ټولو ظالم هم نۀ شي کړای،چې څه پټ کړي؛ځکه خلک که پر یو بل، اعتماد او ډاډ لري او د انصاف او برابرۍ پوره پوره خیال ساتي؛خو دا ترې ناوړه ګټنه کوي. همدا هرڅه د ټولنې بنسټ ټینګوي او ددې ترڅنګ کړای شي،خپله غلا هم وکړي.

که د نړۍ بېلابېلې راډیوګانې واورئ؛نو له یوه به هم وانۀ وري،چې د بدمعاشۍ خبره یې کړې وي یا ووايي،چې غواړو تېری وکړو یا د نورو هېوادو ګټې لوټوو؛بلکې ټول د سولې نارې وهي،د ازادۍ او د بشر د حقوقو نارې وهي، حال دا چې ډېری او ښايي ټول یې دروغ وايي؛یعنې غواړي ددې ټکيو تر سیورې لاندې ژوند وکړي. د ازادۍ تر سیوري لاندې ازادي وځپي؛لکه چې ویلي یې دي: ((ازادۍ! په نامه دې په نړۍ کې څومره تېري وشول.)) دا له حقه د باطل د خوړو مانا ده.”ناصرالدین شاه” یا “هارون الرشید” یا “معاویه بن ابوسفيان” خپل باطل ځواک د خلکو د حق له ځواکه اخیستې وه او که نۀ له ځانه یې هیڅ ځواک نۀ درلود.

یوه قيصه مې اورېدلې وه، چې ویل یې دلته مناسب برېښي. د “فارس” له علماوو یو “تهران” ته راغلی و. چا ترې په مسافرخانه کې پیسې پټې کړې،هغه هم څوک نۀ پېژندل او حيران و،چې څه یې کړي وای. فکر ته یې راغلل، چې د پیسو لاس ته راوړو لپاره، “مالک اشتر” ته د حضرت علي کرم الله وجهه فرمان پر یو ښکلي کاغذ ولیکي او د وخت لومړي وزیر ته یې ورډالۍ کړي، چې هم یې ورته نصیحت کړی وي او هم یې ځان له کړاوه خلاص کړی وي.

عالم ډېره خواري وکړه،حکم یې ولیکه او ولاړ. لومړي وزیر وویل: دا څه دي؟ ویې ویل “مالک اشتر” ته د حضرت علي کرم الله وجهه حکم دی. لومړی وزیر لږ څه ځند کوي او بیا پر خپلو کارو بوختېږي. عالم څه موده کېني؛خو غوښتل یې،چې ولاړ شي. لومړي وزیر ورته وویل: کېنئ. بیا کېناست.خلک ځي راځي، ناوخته شو،غوښتل یې، چې ولاړ شي. ورته وویل شو: نۀ صېبه کېنئ. وویل شو: بې له نوکرانو دې ټول ولاړ شي. غوښتل يې بیا ولاړ شي. ورته وویل شو: کېنئ درسره مې کار دی. ویې ویل: وربند کړﺉ،چې څوک رانۀ شي. ورنږدې شو او دې عالم ته یې پټ وویل: دا دی ولې لیکلي؟ ویې ویل: دا چې تاسې لومړی وزیر یاست، فکر مې وکړ که غواړم درته خدمت وکړم، له دې بل غوره څه نۀ شته چې درته مې وليکل. لومړي وزیر وویل: رانږدې شه او په پټه یې ترې وپوښتل: ایا حضرت علي کرم الله وجهه هم پردې عمل کړی و. عالم وویل: هو کړی یې و.لومړي وزیر: چې عمل یې پرې وکړبې له ماتې یې بله پایله نۀ وه؟ څه یې پر برخه شول،چې اوس دې ماته راوړی او زه پرې عمل وکړم؟ ورته یې وویل: دا پوښتنه دې ولې د خلکو په مخکې ونۀ کړه او صبر دې وکړ، چې ټول ولاړل ؟ ان نوکران دې هم وشړل او رانږدې شوې او په پټه دې رانه وپوښتل؟ تۀ د خلکو له څه څیزه وېره لرې؟ دا چې حضرت علي کرم الله وجهه د خلکو زړونو ته ننوتى، ایا بې له دې بل څه شته؟ اوس “معاویه بن ابوسفيان” چېرته دی؟ “معاویه بن ابوسفيان”، چې ستا په شان عمل کاوه چېرته دی؟ ؛ نو حضرت علي ماتې نۀ ده خوړلې،نن بیا هم د حضرت علي منطق دی، بیا هم حق بریالی دی. دا یو مثال و، چې واقعيت بیانوي.

د نهج البلاغې په ۵۰ مه خطبه کې له حقه د باطل ګټنه ښيي. حضرت علي په دې خطبه کې وایي :(( انما بدء وقوع الفتن اهواء تتبع؛يعنې د فتنو او ګډوډیو پیل،ځاني غوښتنې دي،چې لاروي يې کېږي؛یعنې انسانان د خپلو ځاني غوښتونو تر اغیز لاندې راځي او بیا ددې پر ځای، چې خدای وستایي، ځاني غوښتنې ستایي او په خپلو ځاني غوښتنو پسې ځي.

((و احکام تبتدع)) او بیا احکام دي،چې بدعت په کې کېږي؛یعنې څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ځي له څه ګټه اخلي؟ د حق له ځواکه، بدعت د دین جامو ته راننباسي؛ځکه پوهېږي،چې ځواک، دین او مذهب دی. که وايي زه داسې خبره کوم ،څوک یې خبرې ته غوږ نۀ ږدي؛نو د دین په نامه یې پیلوي او وايي: د قرآن حکيم پلانکي آیت داسې ویلي او موخه یې دا ده؛یا یو حدیث جعلوي او وايي،چې پېغمبر اکرم او امام صادق داسې وویل؛یعنې د قرآن حکيم او پېغمبر اکرم او د امام له ځواکه ګټه اخلي او څه چې حقیقت نۀ دی،د حقیقت ټاپه پرې وهي.

((یخالف فیها کتاب الله)) په هغو احکامو کې د خدای له کتاب سره مخالفت کېږي.

((یتولی علیها رجال رجالا علی غیر دین الله)) هغه مهال وګړي له یو بل سره یو موټى کېږي او ((ګوند او ټولنه)) جوړوي؛خو بې د خدای له دینه او د هماغه بدعت [دلته بدعت، په دين کې بدعت دى، نۀ مطق نوښت ، په دين کې بدعت؛ يعنې څه چې په سنتو کې نۀ وي، د سنتو په نامه يې ښيي او څه چې د دين نه دي، په دين پورې يې تړې. په دين کې دا بدعت ا و نوښت حرام دى لکه د حضرت ابوهريره عمل، چې کله د مکې چارواکى و، يو بېوزلي له “عکى” پياز راوړي و، چې په مکه کې يې وپلوري؛ خو چا ترې ونۀ پېرل او نژدې و، چې خراب شي؛ نو حضرت ابوهريره ته ولاړ، چې څۀ وکړم، زه خو تاواني کېږم، هغه و، چې حضرت ابوهريره د جمعې پر ورځ پر منبر وويل: “سمعت من حبيبى رسول ا لله من اکل بصل عکة بمکة او جبت له الجنة؛ يعنې چا چې په مکه کې د عکې پياز وخوړل جنت پرې واجبېږي! خلک له پيازو راتاو شول او ويې پېرل، نو ځکه څوک د دغسې نوښت او بدعت حق نلري.] پر بنسټ او له همدې بدعته د دفاع تر عنوان لاندې په خلکو کې د دین په نامه يې تبلیغوي.

له دې وروسته حضرت علي د مطلب فلسفه بیانوي او وايي: (( فلو ان الباطل خلص من مزاج الحق لم یخف علی المرتادین)) که باطل له حق سره له ګډېدو بېل وي او له حق سره مخلوط نۀ وي، حق لټوونکي نۀ کږېږي؛ځکه ډېری خلک حقپال دي؛خو حق له باطل سره گډوي او خلک پرې تېروځي؛یعنې خلک په تېرو پر باطل غولېږي او د حق په نښه يې اخلي. که حق له باطله بیل او ورسره یوځای نۀ شي؛نو له حق لټوونکیو پټ نۀ پاتې کېږي؛ځکه ډېری خلک “باطل غواړي”، نۀ بلکې “حق غواړي” دي.

((ولو ان الحق خلص من لیس الباطل انقطعت عنه السن المعاندین)) او که له حقه د باطلو جامې واېستل شي؛ نو ازاد شو، د بد غواړو ژبه ترې غوڅېږي؛ که حق او باطل سره ګډ شي،ځینې هغه محض حق ویني، بیا نښو ته يې ګوري،ویني چې بدې اغېزې لري. د “معاندینو” یا “بدغواړو” ژبې را اوږدېږي،چې ستاسې دین او مذهب هم خراب راووت، نور خو نۀ پوهېږي چې دا خرابۍ او ناوړه نښې د حق نۀ؛بلکې د باطلو دي.حق کله هم داسې چلن نۀ کوي،چې د بد غواړو ژبې پرې ورپرانېستل شي.

د “معاویه بن ابوسفيان” برخلیک ددې حقیقت ښوونکى دی. څرنګه خلافت يې تر لاسه کړ؟ د حق په ځواک، د حنیفو خلکو،حق غواړو او حقیقت پلټونکیو په ځواک،چې نوي له اسلام سره اشنا شوي ول او زړۀ یې پر اسلام سوځېده.چې حضرت “عثمان” د وژنې له خطر سره مخ و؛نو “معاویه بن ابوسفيان” ورته هیڅ مرسته راو نۀ لېږله؛ځکه هغه له حضرت “عثمان” سره هیڅ کار نۀ درلود، هغه په خپل ریاست پسې و. سر یې په ګرېوان کې ښکته کړ، ویې لیدل که حضرت “عثمان” مړ شي ؛نو مړی یې تر ژونده راته ډېر ګټور دی. نو خپل جاسوسان یې ولېږل،چې د حضرت عثمان، په وینو ککړ کمیس او غوڅه ګوته ورته راوړي، بيا يې کمیس د “شام” پر ورۀ یا د “دمشق” په جامع جومات کې را ځوړند کړ او د منبر پر سر یې د مکر اوښکې توى کړې ویې ویل: ((خلکو! د پېغمبر اکرم مظلوم خلیفه یې وواژه، دا یې هم په وینو ککړ کمیس.)) د خلکو د ژړا غږونه پورته شول.

“معاویه بن ابوسفيان” څو ورځې خلک وژړول او د پېغمبر اکرم د خلیفه مظلومیت یې بیان کړ او دا آیت یې وایه : (( وَمَن قُتِلَ مُظْلُوماً فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَاناً فَلا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنصُوراً

ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي ولي (او وارث) ته يې مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛خو په وژنه كې دې له پولي نۀ اوړي؛ځكه (د شرع له اړخ) يې ملا تړ شوى دى.(اسراء/۳۳)

((خلکو! اوس تاسې وویاست، دغسې ستر جنایت، چې پر اسلام شوی،موږ یې پر وړاندې چوپ کېنو؟))

ټولو خلکو وویل : نۀ ! ،نۀ ! موږ له سر و ځانه تېر یو او جهاد ته چمتو یو، بیا یې خلک راټول کړل او له حضرت علي سره جګړې ته ولاړ.

نو “معاویه بن ابوسفيان” له ځانه ځواک نۀ درلود، د پېغمبر اکرم(ص) له ځواکه یې ګټنه وکړه، د قرآن کریم له ځواکه یې ګټنه وکړه. بیا خونړی جلاد “زیاد بن ابیه” خلکو ته استوي؛ نو خلک به څه ووايي؟ وايي: دا هم اسلام، دا هم دین، وګوره اسلامي حاکم څه کوي؟؛نو دا مهال د “معاندینو” یا “بدغواړو” خولې راخلاصې شي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( ولکن یوخذ من هذا ضغث و من هذا ضغث فیمزجان)) خو له حقه هم څه برخه او له باطل هم څه برخه اخېستل کېږي او سره ګډېږي؛یعنې یوه لپه حق او یوه لپه باطل له یو بل سره ګډوي او خلکو ته یې ورکوي؛ لکه په غنمو کې، چې ږدن ګډ کړي او د غنمو په نامه یې پر خلکو وپلوري.خلک یې چې د شپې وخوري؛ نو سبا یې اغېز جوتېږي.

((فهنالِک یستولی الشیطان علی اولیایه و ینجو الذین سبقت لهم من الله الحسنی)) دلته پر خپلو ملګرو برلاسېږي؛یعنې د شیطان اوزار هم حق دي،حق له باطل سره گډ شوی او حق د باطل جامې اغوستې دي.

دا هماغه مانا ده،چې له دې ایته ترې ګټنه کېږي،چې باطل له حقه خواړه خوري،خپله ځواک نۀ لري؛خو قوت ترې اخلي. که اوبه نۀ وای؛نو ځگ دوه قدمه هم مخکې نۀ شو تلای. داچې وینئ باطل حرکت لري؛نو د حق پر اوږو سپرېږي؛ نو وګورﺉ چې قرآن باطل څرنګه بې ارزښته او پوچ ښيي!

 

د باطل ظاهري غلبه او د حق وروستۍ بریا

د شننیز او تعقلي لید له مخې نۀ؛بلکې د سطحي او حسي لید له مخې،باطل حرکت لري. د ساري په ډول: یو ماشوم چې په عمر کې یې سيلاب نۀ دی لیدلی او نۀ پوهېږي، چې سېلاب څه دی او له کوم ځایه او څرنګه رامنځ ته کېږي. دا ماشوم،چې سېلاب ویني،ځګ یې ویني،چې روان دی، اصلا نۀ انګېري،چې بې له ځګه بل څه هم شته!؛یعنې د باطل ظاهري غلبه پراخه؛خو په پاى کې مغلوبېږي.

قرآن حکيم وايي: لید مو پراخه کړﺉ،د ټولنې په پېژندنه کې دومره په ظاهرو حکم مۀ کوﺉ. که د سل کلن پخواني تاریخ پاڼې راواړوئ؛ نو د “ناصرالدین شاه” عیاشي او تیري ته په کتو مۀ وايئ،چې یو پېړۍ مخکې اوضاع همدغسې وه. هغه د ټولو خلکو د پېژندنې لپاره سمبول او نښه مۀ نیسی. “ناصرالدین شاه” د ټولو خلکو پوره هېنداره مۀ ګڼئ . که داسې وي د تنباکو د تحريم په اړه د “میرزا شیرازي” فتوا او ستر اغیز ته یې څرنګه مخونه ورکوئ؟چې “ناصرالدین شاه” په خپل لومړي وزیر د خلکو له بې خبرۍ ګټنه کوي او بهرنیانو ته امتیازات ورکوي. د یو شمېر علماء په پلازمېنه او نورو ښارو کې دې ته پام کېږي او غږ راپورته کوي او د خلکو پام ورته وراړوي،څو له “سامرا” د “میرزا شیرازي” مشهوره فتوا “ایران” ته رارسي او د بمب غوندې چوي او خلک یې پر ضد راپاڅېږي. دا ښيي،چې د باطل په تل کې ایمان برلاس و، یو حقیقت برلاس و. د هغه مهال ښځې،چې په کورو کې ناستې وی او په سختۍ به بهر راوتلې، د اسلام د لومړني وخت په څېر راووتلې او سړي یې وهڅول، چې وجنګېږﺉ او که نۀ حق نۀ لرﺉ کور ته راشئ او موږ مو په کټ کې له ځان سره یوځای نۀ پرېږدو. دا ښيي، چې “ناصرالدین شاه” د خپلې زمانې سمبل نۀ و. دا سمه ده،چې خلک ناپوهه ول؛خوناپوهوالى بې له شریروالي دی.خلک یې ناپوهه پرېښي ول، نۀ دا چې انسانان ټول شریر او فاسد ول.

اوس به سل کاله مخکې ولاړ شو، “نادرشاه” به وګورو، چې له سرونو يې لوړې منارې جوړولې. ایا “نادرشاه” د هغه وخت کچه ګڼلای شو. د قرآن حکيم له نظره نۀ، دغسې شخصیتونه، چې په تاریخ کې راپيدا شوي،د اوبو پرمخ د ځک غوندې دي،د قضاوت کچه یې مۀ ګڼئ، که ټولو خلکو د “نادرشاه” غوندې شرارت درلودای،ټولنه به بیخي شیندل شوې وای.

قرآن حکيم وايي: که ټول خلک دغسې شریر،فاسد، ظالم او دروغجن ول،هغه ټولنه به مو له منځه وړې وای. لرې خبره ده، چې دغسې ټولنه به هم وي،بیخي د دوام وړ نۀ ده او وار د مخه به له منځه تللې وای.دا چې قرآن حکيم د تېرو قومونو له منځه تلل بیانوي؛نو د څه لپاره دي؟ وايی: له تاسې مخکې هم قومونه ول،چې ډېری خلک یې بد شول، د هغوی جرړه مو راواېسته؛ نو که ټولنه دوام لري،پوه شئ،چې ډېری خلک یې فاسد نۀ دي؛بلکې لږ یې فاسد دي،چې د اوبو پر مخ ځګونه دي.

باطل د لنډ مهال،د یو حرکت او نمود په بڼه دی او ژر هم له منځه ځي. یو حدیث دی،چې متل شوى دى :(( للحق دوله اوللباطل جوله)) حق،همېشه دولت دى؛خو باطل مخ پر ځوړ دی او ژر پاى ته رسېږي. یا (( للباطل جوله ثم یضمحل)) باطل مخ پر ځوړ دى او پوپنا کېږي؛خو حق جریان لري، دوام او پايښت لري . همدا شان د لته معلومېږي،چې باطل له حقه پیدا کېږي؛لکه چې ځک له اوبو پیدا کېږي او سیوری له وګړي پیدا کېږي؛ نو معلومېږي که حق نۀ وای؛نو باطل به هم نۀ و؛ ځکه باطل غواړي د حق په نامه او د حق تر سیوري لاندې او د حق په رڼا کې ژوند وکړي.

حق د اوبو په شان دی،چې د لارې په وهلو کې له ځینو چټلیو سره مخ کېږي او ځینې خلي او جالکۍ هم له ځان سره وړي،بیا هم دا خلي او جالکۍ یو او بل خوا وهي،چې په پایله کې ترې چټل ځکونه رامنځ ته کېږي. دا د اوبو د جریان طبیعي لازمه ده.

 

سوال او ځواب

پوښتنه : په خپلو خبرو کې مو وویل،چې صنعت انسان ته زيان دی؛ځکه چټلو کارونو ته کارول کېږي؛ نو صنعت د انسان ضد دی؛خو تاسې دا مسئله د طبقاتي لید له مخې و نۀ څېړله؛ځکه د ټولنیزو اړیکو د لید له مخې د انسان پر ضد د صنعت کارېدل باید وڅېړل شي؛ځکه په کوم ځای کې، چې صنعت د انسان پر ضد کارول کېږي،صنعت ملامت نۀ دی، بلکې اقتصادي اړیکې ملامتې دي.

ځواب: زه هیله کوم،څه چې وایم، په تېره بیا په هغو ځایو کې، چې ډېر ټینګار کوم،ډېر پام وکړﺉ. کله مې هم نۀ دي ویلي،چې صنعت انسان ته مضر دی او دا مې هم هیڅ کله نۀ دي ویلي،چې صنعت د انسان ضد دی. کله مې داسې ویلي؟ لومړی دا، چې ما له بل چا رانقل کړل او غوښتل مې،چې د نورور له نظریو باخبره اوسئ او لید لوري ته پام وکړﺉ او نۀ هغوی ویلي او نۀ مې ترې رانقل کړي،چې صنعت انسان ته مضر دی او د انسان ضد دی. صنعت انسان ته اوزار دی او بېطرفه اوزار دی؛لکه څرنګه چې علم د انسان اوزار او بېطرفه دی؛یعنې اوزار انسان ته موخه نۀ ټاکي، بلکې انسان ټاکل شویو موخو ته له خپل اوزاره ګټنه کوي. موټر درته نۀ وايي،چې چېرته ولاړ شه او چېرته نۀ. موټر درته نۀ وايي،چې د پلانۍ سیمې زلزله ځپلو مرستې ته ولاړ شه او یا هم په غلا او تیري پسې ولاړ شه. دا بېطرفه اوزارونه دي، د هغوی خبره هم داه ده؛ نو ځکه د انسان ماهیت باید سم شي، چې اوزار ورته ګټور وي او دا خبره مولانا بلخي شپږ پېړۍ مخکې کړې ده.

نو بحث د انسان پر ماهیت دی. ځینې راغلل او ساده فکري یې وکړه او ویې ویل: څه چې ددې لامل شوي، چې انسان، د انسان ضد موخې انتخاب کړي او صنعت د انسان پر ضد وکاروي،هغه یو څیز دی او هغه هم د ټولنې طبقاتي جوړښت دی. طبقاتي تضاد له منځه یوسئ، دا هر څه به له منځه ولاړ شي. دا به درته په بله غونډه کې ووایم،چې د انسان د سعادت او کمال لپاره د طبقاتي تضاد له منځه ولړل یو اړین شرط دی؛خو د هغې فرضیې پر خلاف چې تاسې دلته لیکلې،یوازې شرط بسیا نۀ دی او که وغواړو د ارماني ټولنې په اړه د اسلام پر نظر پوه شو، د دې لید له مخې،چې د امام مهدي دولت به دا او هغه شان وي. پوهېږو،چې د انسان د تکامل په هکله د اسلام د نظر مانا دا نۀ ده،چې صبر وکړﺉ،څو بشپړتیا پېښه شي. د امام مهدي د پاڅون او انقلاب” په کتاب کې مې دا موضوع راخېستې او ددې کتاب روح دا دی،چې بشپړتیا، تدریجي ده او بايد ورته ورسو.

له انسانه د انسان ګټنه،اقتصادي اړخ لري او ددې ګټنې له منځ تلل،یو له هغو شرایطو دى او د بشپړتیا له ارکانو دى؛ خو بشپړتیا ته بسیا نۀ دی. دلیل یې دا دی، په هغو ټولنو کې، چې طبقې له منځه نۀ وي تللې، انسان تر اوسه انساني ماهیت ته نۀ دى رسېدلی .

ایا دا ډلیزې وژنې،چې په اصطلاح په بې طبقه ټولنو کې کېږي،ددې واقعیت ښکارندوی نۀ دی؟ هلته، چې طبقات نۀ وي؛نو ولې؟

مشهور”سولژنیتسین” د”ګولاک مجمع الجزایر” په کتاب کې لیکي او مدعي دی،چې د اکتوبر له انقلابه تر اوسه د چاڼ په پلمه په “شوروي” کې سل میلیونه کسان مړه شوي دي.ایا د انسان درد یوازې هماغه طبقاتي والی دی یا پر انسان د انسان واکمني ده؟ دا د “پرولتاریا دیکتاتوري”، چې وايي، پر انسان د انسان د تیري تر ټولو بد شکل دی؛ نو د طبقاتي تضاد له منځه تلل اړین شرط دی؛خو کافي او بسیا نۀ دی.

پوښتنه :که اقتصادي،ټولنیز او فرهنګي اړیکې د بشپړتیا په حال کې وي، ایا دین دې هم نباید په دې بهیر کې بشپړتیا ومومي؟ په بله وينا که هر څه د بشپړتیا په حال کې وي،دین هم باید د تکامل په حال کې وي؟

ځواب : د پوښتنې ځواب روښانه دی. موږ له دینه څه زده کړي؟ که دین مو داسې ګڼلي،چې په یو لړځانګړو زماني او مکاني شرایطو کې رامنځ ته شوی؛یعنې په خپل زماني او مکاني شرایطو پورې تړلې مو پېژندلې وي . نو وايو لومړی دا، چې دا دین نۀ دی او دویم دا که دین وي،باید متغيیر وي؛ خو که دین د ټولنیزې بشپړتیا د قوانینو بیان وګڼو؛یعنې د ساري په ډول: د طبیعي بشپړتیا قوانین مو رابرسېره کړل،دین د ټولنېزې بشپړتیا قوانین،چې یو اکتسابي بشپړتیا ده، د وحې له لارې بیان کړل؛ نو په دې صورت کې د بشپړتیا قانون،چې نور متکامل نۀ دی؛ځکه د بشپړتیا قانون دی. د ساري په ډول: په طبیعي بشپړتیا کې مو وویل چې: نباتات ددې قانون له مخې بشپړتیا مومي، همدا شان دې نباتاتو بشپړتیا موندلې،ایا د بشپړتیا قوانینو هم بشپړتیا موندلې ؟ نۀ !؛ځکه قانون پدیده نۀ ده، د نړۍ پدېدې تکامل مومي . پېغمبر اکرم خپله پدیده ده؛نو زېږېږي،وده کوي،عمر کوي او مري. ((إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَيِّتُونَ= بېشكه تۀ مړكېږې او په يقين چې هغوى [هم] مري.))

خو قرآن حکيم ( چې موخه یې دا کاغذونه نۀ دي،که دا کاغذونه یې موخه وای؛نو دا هم ورستېږي او زړېږي) یو لړ حقایق، معارف او قوانین دي،چې بشر ته راغلي؛نو پاتې کېږي؛خو ای پېغمبره ! تۀ مړ کېږې؛خو قرآن حکيم پاتې کېږي. تۀ پدیده يې او قرآن قانون. پدیده له منځه ځي او قانون پاتې کېږي.

پوښتنه: په هغو ټولنو کې، چې فساد ډېر دی؛ نو معنوي او اخلاقي بشپړتیا ته د رسېدو لپاره،دنده څه ده؟

ځواب: په هغو ټولنو کې،چې فساد دی او احیاناَ فساد په کې ډېر هم وي، په کې د انسان روحي او اخلاقي بشپړتیا ته لار هم ډېره وي. غلطه دې نۀ شي؛ځکه د انسان روحي،اخلاقي او معنوي بشپړتیا د مخالفو جریانو پر وړاندې د مقاومت پایله ده. ښايي تاسې هم تجربه کړې وي،زه هم تجربه لرم.په یو کلي کې،چې اوسېدونکي یې په يوه کچه وي، که یو سړی په کې فاسد شي؛نو په دې کچه به وي،چې دروغ ووايي. ښه سړى یې هم ددې کچې پورې وده کړاى شي. ( له لږو اوبو واړه ماهیان راوځي)؛خو په هغو چاپېریالونو کې، چې مخالف جريان ډېر دی، په هماغه شکل،چې قرباني یې ډېره ده، بشپړتیا موندلي کسان هم په کې رامنځ ته کېږي. څومره، چې زه تجربه لرم او د کلي له چاپېریال‎ تېر شوم، د نورو ښارونو له چاپېریاله هم تېر شوم، د “تهران” په چاپېریال کې هم وم، ګروهمن یم، په عین وخت کې، چې د “تهران” چاپېریال ښايي د “ایران” له فاسدو چاپېریالونو وي( دلته مو پام وي،چې دا خبرې د پهلوي شاه په وخت کې شوي دي)؛خو له ټولو پاک او بشپړ کسان مې هم په ټول عمر کې همدلته لیدلي دي. که داسې وي،چې د ټولنې حرکت او بهیر تل د صلاح لوري ته وي، د بهېدلي نېر په شان،که انسان ورودانګي او ځان په کې لکه د مړي هم واچوي؛نو اوبه یې وړي،دا هنر نۀ دی،هنر هله دی، چې انسان د اوبو د بهیر پر خلاف ولامبي؛یعنې دلته کمال يې ترسره کېږي.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!