تبلیغات

له زړه نه خداى ته لار

دعا ((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦)= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي […]

د څيزونو پېژندل د هغوى د اضدادو لارې

دا جمله په پوهانو کې خپره ده،چې (( تعرف الاشياء باضدادها))؛يعنې څيزونه له مخالف او مقابل ټکي پېژندل کېږي؛ البته له پېژندو نه مراد اصطلاحي منطقي تعريف نه دى؛ځکه په منطق کې جوت شوي، چې د څيزونو تعريف له مقابل او مخالف ټکي يې نه کېږي؛لکه څنګه چې دلته له ((ضد)) نه مراد “اصطلاحي ضد” […]

ځان پېژندنه

وايي: ځان پېژنده پر خداى پېژندنې لومړيت لري.انسان،چې ځان نه وي پېژندلى،خداى هم نشي پېژندلاى . دا خبره له ډېرو اړخونو سمه ده؛يو اړخ يې دادى،چې انسان بايد د خپل فکري غونډال حالت وپېژني او ځان پر خپلو نيمګړتياوو او کمزوريو پوه کړي،چې خداى په کمال،ځواک او ناپايه توب وپېژني. بايد د خپلې پوهېدنې او […]

د مېږې هېښنده ځانګړنې

    مېږى د حضرت علي (ک) له نظره حضرت علي په نهج البلاغه (٢٢٧ خطبه) کې وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي.يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي.)) […]

د انسان ټولنیز تکامل ۳

د بېلابېلو لیدلوریو له مخې د انسان راتلونکې زموږ بحث د تاریخي تکامل د مفهوم یا د انسان ټولنیز تکامل د انسان په تېر وخت پورې اړه درلوده،چې ایا تر اوسه پر انسان او ټولنې څه تېر شوي،بشپړتیا او یا لږ تر لږه پرمختګ و او که نۀ؟ او یا هم درېمه خبره ده او […]

د انسان ټولنیز تکامل ۲

د انسانانو خپلمنځي اړيکې آيا بشريت د اوزارو په څېر د ټولنې په جوړښت او تشکيلاتو کې هم پرمختګ کړى دى؟ انسانانو په خپلمنځي اړيکو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟ که دا پرمختګ شوى؛نو نوم يې واقعاً تکامل يا لوړتيا دى؟ د مثال په توګه: آيا انسانانو له يو بل سره په مرسته […]

د انسان ټولنیز تکامل ۱

پوهان د انسان لپاره دوه ډوله تکامل پېژني:يو طبيعي او بيولوژيکي تکامل،چې په بيالوژي کې لوستل کېږي،چې انسان له ټولو بشپړ حيوان ګڼي. د طبيعي تکامل مانا روښانه ده؛يعنې هغه تکامل،چې طبيعت د انسان په وجود کې بې له څه پوښتنې رامنځ ته کړى او له دې پلوه په انسانانو او نورو څارويو کې توپير […]

د دعا فلسفه

  د دعا فلسفه سریزه: ډېرې دعاوې کوو؛ خو نه پوهیږو چې ولې نه قبلېږي په تېره اوسنیو حالاتو کې. په هېواد کې مو ناورین دی او کلونه پرې تېرېږي او د هیچا په خوله کې خیر نشته، چې دعا یې قبوله او له دې کړمن حالته واوړو. موږ چې له فرهنګي پلوه د حالاتو […]

د قدر شپه

لیکنه: اجرالدین اقبال سریزه : د قدر شپه په رښتیا ده او دا شپه خدای تعالی په همدې نامې نومولې ده. که د قدر شپې په باب د مفسرینو او دیني اندیالانو لیکنې په ځېر ولولو نو په حقیقي مانا یو انقلاب او پاڅون راکې رادبروي. موږ د قدر شپې په باب سرسري پوهېدنه لرو، […]

د انسان او خدای خبرې اترې

  د انسان او خدای خبرې اترې سریزه: د دعا پر مفهوم او خوالې یې ځان خبرول د یو مسلمان ځوان، د ځوانۍ پېر له دندو ځنې ده. ځوان د هېواد بیارغاونې په نیت زده کړې کوي، شپه و ورځ ربړونې ګالي او په پینځه وخته نمانځه کې دعا کوي چې خدایه خپلې موخې ته […]