تبلیغات

د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې لوري ته راکاږي؟په بله وينا […]

د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې لوري ته راکاږي؟په بله وينا : د ديني حس اصلي ريښه او سټه څه ده؟ بل اړخ يې د ايمان اغېزې او ګټې دي.

پانګه يا پېټى ؟

د ديني ګروهې او ايمان پر اغېز مو ويينه ده . شونې ده،چې څوک واقعاً مؤمن او ګروهمن وي او شونې ده،چې بې ايمانه او بې دينه وي. خبره په دې کې ده،چې آيا ايمان او ديني ګروهه د بشر لپاره يوه پانګه ده،چې که لاسه يې ورکړه؛نو د ژوند يوه پانګه يې له لاسه ورکړې ده. يا داچې يو قيد او پېټى دى که له لاسه يې ورکړ؛نو په ژوند کې يې څه نه دي بايللي؛بلکې يو پېټى يې له اوږو سپک شوى دى؟

“تولستوى” زموږ د پېړۍ مشهور انديال-متفکر دى،وايي: ((ايمان هغه څه دي،چې بشر ورسره ژوند کوي.))؛مراد يې دادى،چې ايمان د ژوند خورا غوره شتمني او پانګه ده؛که له لاسه يې ورکړه؛نو د ژوند خورا غوره پانګه به يې له لاسه ورکړې وي .

ډېر څيزونه د ژوند پانګه شمېرل کېږي. روغتيا،امنيت، شتمني، پوهه، ټولنيز عدالت،نېک اولاد،نېکه مېرمن،نېک مېړه،پتمن ملګري،ښه روزنه او روحي روغتيا هر يوه د ژوند پانګه شمېرل کېږي او که په دوى کې يو هم نه وي؛نو د انسان په کمال او نېکمرغۍ کې نيمګړتيا رامنځ ته کېږي او د ژوند يوه پانګه به يې له لاسه ورکړې وي . ايمان هم يوه پانګه؛بلکې خورا اوچته پانګه ده،چې په دې هکله قرآن کريم وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ . تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (صف/١١،١٠) = مؤمنانو! ايا تاسې ته داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟! پر خداى او استازي يې ايمان راوړئ او د خداى په لار كې پخپلو مالونو او ځانو جهاد وكړئ ،كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.))

لکه څنګه چې مو وليدل،قرآن کريم پر خداى او استازي يې ايمان د تجارت او پانګې په نامه ياد کړى دى .

دا مطلب بايد په سريزه کې وويل شي،چې انسان په مطلقه توګه محسوسات او ماديات تر مانيزو چارو مخکې پېژني.راز يې هم څرګند دى.د بېلګې په توګه : شتمني د ژوند يوه پانګه ده؛هر څوک يې ژر پېژني او په ارزښت يې پوهېږي؛بلکې احياناً تر لازم مقدار ورته پر ډېر ارزښت قايل وي؛ډېر حرص او تمه پيدا کوي او په پايله کې هم ځان او هم ټولنې سر خوږى شي.

بلخوا ښه خوى هم بله پانګه ده،چې د کمال او نېکمرغۍ د پرمختګ لامل دى او تر شتمنۍ يې د ارزښت درجه لوړه ده؛خو بشر يې ناوخته پر ازرښت پوهېږي. انسان يا بايد په خپله دومره هوښيار او ځيرک وي او يا بايد ورته ښوونه شوې وي او د ‌ښوونکي او مشرانو له خولې يې اورېدلي وي،چې د ښه خويونو پر ارزښت پوه شي؛لکه چې حضرت علي (بحارالانوار٧١/٣٩٦) وايي : (( ښه خوى خورا غوره ملګرى دى.)) او بيا وايي : ((داسې پر خلکو ګران ول،چې بدو خويونو يې خوار او ذليل کړل او داسې ذليل او خورا هم ول،چې ښه خويونو يې پر خلکو ګران کړل.))

ايمان هم همداسې دى.داسې کسان شته،چې له دې ستر الهي نعمته برخمن دي او تر سيوري لاندې يې په خوشحالۍ ژوند تېروي او د بدن او اروا روغتيا يې د همدې ايمان له کبله ده؛خو په خپله يې ورته پام نه وي او داسې کسان هم شته،چې ژوند يې له غمونو، خپګانو او وېرنو ډک وي،جسمي او اروايي روغتيا يې له لاسه ورکړې وي او ډېر ژر زاړه شي؛خو په خپله نه پوهېږي؛خو علت يې دادى،چې د ژوند ستره پانګه يې له لاسه ورکړې ده.

د اخلاقو ملاتړ

د ايمان لومړى اغېز دادى،چې د اخلاقو ملاتړ دى؛يعنې اخلاق_چې په خپله د ژوند ستره پانګه ده_ بې له ايمانه سم بنسټ او سټه نه لري. د ټولو اخلاقي اصولو،منطق او د مانيزو چارو سرلړ او بنسټ پر خداى ايمان دى. کرامت، شرافت، تقوا، حياء، امانت، رښتينولي، سرښندنه، احسان، سوله،د خداى له مخلوقاتو سره سم چلن،له عدالت او د بشر له حقوقو لاروي او بالاخره ټولې هغه چارې،چې بشري فضليت نومېږي او ټول وګړي او ملتونه ورته په درنه سترګه ګوري،پر خداى له ايمانه راولاړېږي؛ځکه ټول يې د منفعت نمانځنې له آر سره منافات لري او پر هر يو د التزام لپاره مادي بې برخېتوب ته اړتيا ده. انسان بايد يو دليل ولري،چې يو محروميت ته غاړه کېږدي؛نو هله بې برخېتوب محروميت نه ګڼي او دا اړخ يې هله لاس ته راځي،چې پر مانيز ارزښت يې پوه شوى او خوند يې څکلى وي.د ټولو مانيزو افکارو بنسټ پر خداى ايمان دى.

پر عادل حکيم څښتن د ايمان لږ تر لږه اغېز دادى،چې يو عادي مؤمن ډاډمنوي،چې ښېګڼه او ښه کارونه يې د خداى په نزد له منځه نه ځي . ((إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِين(توبه/١١٩) = خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي .)) دا ډول هر بې برخېتوب يو ډول بيا لاس ته راوړنه ده.

بشر واقعاً دوې لارې لري : يا بايد ځانمنى او منعفت نمانځى وي او هېڅ بې برخېتوب ته تسليم نشي او يا بايد خداى نمانځى وي او د اخلاقو په نامه بې برخېتوبونه وزغمي او محروميت يې و نه شمېري او يا لږ تر لږه جبران شوى يې وګڼي. انسانيت،بښنه او احسان که د الهي تقوا او د خداى د رضا د غوښتنې پر بنسټ نه وي؛نو خطرناک پاڼ به وي:

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (توبه/١٠٩)= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يو ځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي .))

((مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ(عنکبوت/٤١)= هغوى چې بې له الله پالندويان نيولي دي،مثال يې د غڼې غوندې دى، چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته كور جوړوي او په حقيقت كې-كه پوهېدل-؛ نو ترټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.))

دا آيت وايي،چې “غيرالله” د عمل نه اډانه کېږي او که اډانه هم شو؛نو سست او بې بنسټه به وي .

پر خداى ايمان د ټولو مانيزو چارو او اخلاقي او مانيزو فضايلو سر لړ دى. بې له خداى پوهنې، معنويات د بې ملاتړه چاپ شويو پيسو مثال لري؛يعنې اعتبار نه لري او يوازې تش کاغذ وي .

((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء . تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (ابراهيم/٢٥،٢٤)= ايا نه ګورې چې خداى څنګه مثال ښوولى دى ؟ ” كلمه طيبه ” (او سپيڅلې وينا) د پاكې ( او ښه   ذاتي ) ونې غوندې ده، چې بېخ يې په ځمكه كې ښخ وي او څانګى يې په اسمان كې وي ؛ چې پر هر(ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي او خداى دا مثالونه؛ ځكه بيانوي چې خلك ترې پند واخلي .))

دا مثال ددې لپاره دى،چې که د انسانيت ونه واقعاً غواړي،چې مېوه ولري؛نو بايد ايماني او توحيدي ريښه ولري.

بيا بل مثال وايي :

((وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ (ابراهيم/٢٦)=(همداراز) “خبيثه كلمه “(او ناولې خبره) د ناولې ونې په څېرده،چې له ځمكې را ټوکېدلې وي او ټينګه نه وي .))

بيا وايي:

((يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء (ابراهيم/٢٧)= خداى مؤمنانو ته په دنيا او اخرت كې د هغوى د ثابتو ويناوو او عقيدو له مخې   ثبات ور پر برخه كوي او ظالمان بې لارې كوي (او خپل لطف ترې اخلي) او خداى چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي)، ترسره كوي يې .))

بيا وايي:

((أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ . فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ . وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ(ماعون/٣-١) = ايا هغه دې وليده، چې د جزا (ورځ) دروغ ګڼي؟! نو دا هغه دى،چې يتيم رټي او مسكينانو ته د خوړو وركولو لپاره ( د نورو) هڅونه نه کوي.))

غواړي ووايي: هغه چې دين او ټولو فضايلو ته يې شا کړې ده،هغه چې ديني او ايماني عاطفه _چې د انسانيت او منطق بنسټ دى_ له لاسه ورکړې ده؛انسانيت او انساني عواطف يې له لاسه ورکړي دي .

مانيزې چارې يو ډول مادي محروميتونه غواړي او څو د يو سم بنسټ خبره نه وي؛بشر بې ځايه محروميتونه نه زغمي. د مادي افکارو طبيعي پايله مادي اخلاق؛يعنې د ځانمنۍ او منفعت نمانځنې پر بنسټ اخلاق دي.

دا چې وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا(نساء/١٣٥)=مؤمنانو!په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم (دا ګواهي ) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي، يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات د هغه خير غوښتونكى د‌ى، چې ملاتړ يې وكړي؛نو ځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ،چې له حقه كاږه شئ او كه (حق) مو واړاوه يا له حق ويلو مو ډډه وکړه؛نو بېشكه څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى .))

يا دا چې:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (مائده/٨)= مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او “عدل” ګواهي وركړئ،له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت و نه کړئ؛عدالت وكړئ،چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى.))

دا هغه فرمانونه دي،چې يوازې دين يې د ورکولو صلاحيت لري او د دين له لوري هم منل شوي او عمل پرې شوى دى.

نو څرګنده شوه،چې اخلاق،ټولنيز عدالت،ټولنيز امنيت او انسانيت پانګې دي،چې لاس ته راوړل او ساتل يې د ايمان په نامه بله پانګه غواړي.

حضرت علي (کافي١/٢٧) وايي : (( که څوک د ښېګڼو له ځانګړنو يوه هم ولري؛نو دا ورته بسيا ده،چې نورې ځانګړنې يې وبښو او وزغمو؛خو دوه څيزونه يې د بښلو او زغملو وړ نه دي: بې عقلي او بې ايماني.هلته،چې دين او ايمان نه وي،امنيت هم نه وي. پر بې ايمانه انسان هېڅ ډاډ مه کوئ.چېرته چې امنيت او ډاډ نه وي؛هلته ژوند تريخ وي؛تل وېره،وارخطايي او خپګان وي؛انسان تل بايد ځان وڅاري،چې خپل ملګرى ورسره خيانت و نه کړي؛خو هلته چې عقل نه وي؛ژوند هم نه وي . بې عقله په مړيو کې وشمېرئ.))

په ټوليزه توګه موږ په اخلاقي ځانګړنو کې دومره تقوا،امانت او حيا غواړو،چې په خورا پټو ځايو کې هم د بشر ساتونکى وي. تر لاس لانديو سره په عدالت چلن ان د ځواک پر مهال،د زور مټۍ پر وړاندې مړانه او پت ،استقامت او زغم،پر پرديو نه ډاډ او پر ځان ډاډ،مينه او محبت غواړو او دا ټول يوازې د ايمان تر سيوري لاندې پيدا کېږي او يا داچې بشپړ او سرلوړى وګړى يوازې د ايمان په رڼا کې ليدل کېږي.

جسمي او اروايي روغتيا

د ايمان بل اغېز د جسم او اروا روغتيا ده . حضرت علي (نهج البلاغه/١٩٦ خطبه) د تقوا په هکله وايي: (( تقوا د جسمي او اروايي رنځونو درمل ده.))

البته څرګنده ده،چې ايمان ګولۍ،کپسول او شربت نه دى او پر جسم او اروا يې انسان پر اغېز هله پوهېږي،چې پوه شي ايمانوال انسان ډاډمنه اروا،ارام ماغزه از روغ زړه لري؛تل په فکر کې نه وي،چې څه به خوري او له کومه به يې کوي؛که نور کوم مقام يا نعمت ته ورسېدل؛نو د کينې په لمبو کې نه سوځي او د حرص او کنجوسۍ ځانګړنې نه لري. د اعصابو ناارامي يې د معدې په زخمونو او رنځونو نه اخته کوي،په شهوت کې ډېروالى- افراط يې نه کمزروى کوي او اوږد عمر لري.

له چاپېريال سره اړخ لګول

د ايمان بله اغېزه د وګړي او ټولنې ترمنځ تعادل او همغږي رامنځ ته کول دي . په بيولوژي کې د ژونديو ژويو لپاره يو آر دى،چې بايد چاپېريال او د چاپېريال شرايط د ژوي له وجود سره سازګار وي او که داسې نه وي؛نو ژوند نشي کولاى او هله ژوند کړاى شي،چې په ځان کې د چاپېريال د شرايطو له مخې بدلون راولي او که داسې بدلون يې په ځان کې را نه وړ؛نو ورک به شي؛ځکه هغه “جز” دى او چاپېريال او شرايط يې “کل” دى؛هغه محاط او هغوى محيط دى او “جز” د “کل” او “محاط” د “محيط” تابع وي. انسان هم همداسې دى.

انسان پر طبيعي چاپېريال سربېره، ټولنيز چاپېريال هم لري او بايد له دې چاپېريال سره هم تطابق وکړي.ټولنيز عوامل دا دي: نور وګړي له خپلو ځانګړنو سره او څه کړنې،چې کوي، پر ټولنه واکمن قوانين او دودونه. په ټولنيز چاپېريال کې د انسان د ځانګړي ژوند شرايط دادي : لېوالتياوې،هيلې او اړتياوې يې دي.دا دواړه بايد يو له بل سره اړخ ولګوي.څه انعطاف د ټولنې پکار دى او څه له وګړي.د ټولنې انعطاف او انطباق په دې کې دى،چې عادله او د وګړي د ګټو ساتونکې وي او د ټولنې د مصلحت پر چورليد وي؛نه د وګړي د ګټو پر چورليد.د وګړي انعطاف او انطباق په دې کې دى،چې د ټولنې ګټو ته پر خپلو ګټو لومړيت ورکړي .

په لومړۍ مرحله کې د ټولنې او وګړي ترمنځ هېڅ ډول انطباق نه وي؛ځکه ټولنه،چې له بېلابېلو وګړيو جوړه شوې او هر وګړى خپله رايه،ګروهه او لېوالتيا لري،چې د بل وګړي له ګروهې او لېوالتيا سره توپير لري او ترمنځ يې تضاد او ناسازګاري ده.بايد دواړه لوري انعطاف وښيي،چې انطباق رامنځ ته شي.انعطاف په دې کې دى،چې ټولنه د ټولنې د ګټو پر چورليد وي او وګړى د ټولنې موخو او ګټو ته پر خپلو موخو او ګټو لومړيت ورکړي. دين د دې تطابق اصلي لامل دى؛ځکه دين دى،چې ټولنې ته عدالت او وګړي ته خوښي،تسليم او قناعت ورکوي .

د خوښۍ او تسليم مفهوم

خوښي دوه ډوله ده: يوه مطلوبه خوښي ده او هغه داچې وګړى،چې په خپله برخه خوښ وي؛ځکه هر څوک خپله ټاکلې برخه لري او څوک بايد فکر و نه کړي او ووايي،چې “ميم زرما ټوله زما” او بايد په خپله برخه خوښ وي. بل ډول پر يرغل او زورمټۍ _ظلم خوښي ښوول دي؛نو دلته د ظلم پر وړاندې سرغړونه او ناخوښي ښوول يو ډول کمال دى او د دين له نظره پر داسې چارو خوښي نه يوازې ښه نه ده؛بلکې ګناه هم ده.

پر نفس برلاسي

د ايمان بله ځانګړنه پر نفس بشپړه برلاسي ده او بايد و نه انګېرو،چې پر نفس برلاسي يو ديني مفهوم دى او که دين نه و؛نو پر نفس به برلاسي هم نه وه.دا باطله انګېرنه ده.پر نفس برلاسي؛لکه د اخلاقي مفاهيمو په څېر (زغم او عدالت) دين نه ده راوړې؛بلکې دين ددې چارو غوره پلي کول تضمينوي.

انسان درې دښمنان لري او په درې ټلوالو کې مبارزه کوي: د طبيعت ټلواله .د نورو وګړيو ټلواله او د انسان دنننۍ او نفساني ټلواله . پر لومړۍ ټلوالې څه نا څه برلاسه شوى دى که څه هم لا تر اوسه د طبيعي ناورينو؛لکه زلزلې او ځينو ناروغيو؛لکه سرطان له درملنې بېوسه دى. له نورو وګړيو سره مبارزه هم روانه ده او تر ټولو اوچته مبارزه له نفس سره مبارزه ده او هر څوک په خپل دنننه کې ربړه لري.

د رسول اکرم مشهور حديث (کافي٥/١٢): “پر هغه قوم دې خوښي وي، چې کوچنى جهاد يې وکړ؛خو ستر جهاد ور ترغاړې دى.” ددې حقيقت ښوونکى دى او يوازې دين او ايمان انسان پر خپل طبيعت او نفس برلاسواى شي.مولانا بلخي ددې حديث په شرح کې کښلي دي :

کشتن اين،کار عقـل و هوش نيست

شيـــر باطـــــن سخـــرۀ خرگوش نيس

شيخ سعدي وايي: له يوه مشره مې ددې حديث (محجة البيضاء٥/٦) :” تر ګردو دښمنانو دې خوراخطرناک خپل نفس دى،چې د دواړو خواوو ترمنځ دې پروت دى.” په اړه وپوښتل. راته يې وويل : له هر چا سره،چې احسان وکړې؛دوستېږي؛خو له نفس سره دې،چې هر څه وکړې،په مخالفت لاس پورې کوي .

فرشته خوى شود آدمى به کم خوردن؛

اگر خورد چو بهائم بيفتد او چو جماد

مراد هر که بر آري مطيع تو گشت

خلاف نفس که فرمان دهد چو يافت مراد

پوهه او مهارت

سمه ده،چې ايمان تر ټولو ستره پانګه ده؛خو د نورو پانګو په څېر له دې پانګې ګټنه هم پوهه او مهارت غواړي؛احياناً شونې ده،چې سمه او بشپړه ګټنه ترې ونشي؛يا په خپله انسان په ناپوهۍ کې ترې ناوړه ګټنه وکړي او يا بل څوک له دې ديني حسه ناوړه ګټنه وکړي.

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!